راغلي ليك
دسترڅښتن په ښاسته نامه
زمادارمانونواويوي نړي ښكلاخاوندې ،زمادليونۍ مينې مرموزي شپيلۍ، په غوڅو شنډومې سوي سلامونه په ټټرپوري ټينګ ونيسه ،په داسي خنداورته لبيك ووايه چې رڼي رڼي اوښكې دي ګريوان ته پنايوسې َاي زمادزړه ګلابه ته لكه دشعرښاپيريۍ اود طبعت سندريزه ډيوه هره شيبه زماپه په دردمن زړه كي بله بله ګرځي ،مودې وشوي چي مي ستاورخطاورخطااودمينې ليونې ليونې كاته ونه ليدل خدايه ! كه خپلې اوښكي په خپلوسترګو كي وروړم لابه يې زړه راباندي يخ نشي ددوي زړونه دترخونه ډك دي زورورخداي دي ورته په زړه كي خوږه سندره درباب دتارسره وشرنګوي چې يې لږزړه راباندي وسوځي،اوس به موزړه يخ شوي وي؟ مااوكړيدلې مينه مې خپلو فلسفي خيالوته په شاعرانه ښكلاكي پريږدي، ترڅوديواوبل په جدايې كي دتوري شپي ځليدونكې ستوري وشمارو، اودهريوه په يادكي نوي راپورته شوي سپوږومۍ ته په واروارددعاډكه لپه خپل ګريوانه ته يوسو،په تته تياره كي دجدايې په زانګوكي خپلې رڼې اوښكې په نري دسمال وچې كړو،
زمادمينې شاعرې تاته به زه دكومه دركه داسي لفظونه وپلټم چې ترڅودي دماشومي نجلۍ زړه ته ورته شيرينه اوخوږه مينه سكون ومومي، اوداوښكوګامونه دي دليموپه سرپه پړك پړك خنداد څاڅكي څاڅكي ميني سره په شاعرانه كريشمو بدل شي،دزړه دتله وايم! زمادغه نه لوريږي چي په مخ دي هغه بريښندوكي اونرمې اوښكې هم ولغړي ستاهرنظراوس زه داسماني ستورونه غواړم شيبه شيبه، تخيول راته ستارنځورخيالونه په ناسورشوي زړه ايږدي ،په هغه شپه ډيرخفه وم چي سپوږمي داسمان غيږپه خپله قدرتي رڼاروښانه كړي وي ،ځكه دلته په ټوله فضاكې زه ستايادونه وينم تياره مي په دي خوښه ده چي ستاپه نامه په زړه كي دغزل شيرين توري تړم،فكري تنابونه مي يواځي ستامينه غواړي نازدي غواړي كله كله خودليونوغوندي بې واره چيغه تر خولې وباسي !
ياره رنځوردي يم درمان مي شه
دمينې كورمي شه جهان مې شه
وژني مي ولې ساه دځان مې شه
دمي كورمي شه جهان مي شه
زه به دمينې كليمې ووايم
راشه مذب مي شه ايمان مي شه

نوردرته مينه اودرنښت غواړم !سپين قران مودي دوصل غيږي ته ورسوي ،
دالله پامان مينه
+
ليكل شوي دي Sun 22 Jul 2007وخت 6 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
+
ليكل شوي دي Sun 22 Jul 2007وخت 5 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|

دوهمه برخه ناول هم پورته شو ضروررايه وركړي لادكتاب په بڼه ندي خپور شوي ستاسو هره لارښوونه په ليمو
۲
دلښتى اوبه ځكه يخې وې چي دټول لښتى منځ دشګوډك وو، په دواړو خواويې شني وني ولاړې
وې دمرغيوچڼارسم دسړي فكر خپل لور ته ور اړه وى ،
لنډه دا چې د كورپه لوري مې موخه وكړه دروازې ته ودريدم شاوخوامې كتل چې د هغه غټې
كانټينرى دروازې دسر په هغه سره تڼۍ مې سترګې ولګېدې لاسمې وروغزوي تڼۍ ته مي زور ور
كړ،دزنګ دشرنګاهارنه لږشيبه پس يوه ماشومه نجلۍ راووتله سلام يې اداكړ خوماورته لاس اوږد
كړ دهغي نازك لا سته مې ښه زوروركړ، نجلۍ لاس رانه كش كړ اه.. خوشى كړه....،
په نيمه ژبه يې راته وويل څوك دي په كاردي؟ته مې په كاريې !دچرمونه خت (كميس)ته مې په
ځيرځير كتل غټ غټ دمريو ګلان پرې شوي وو پايڅې يې هم دمره تنګې وې چي په هغه وچو
لنګيوپورې داسې جوختې ښكاريدې هغه طيلايې ويښتان يې لمر ته داسي ځليدل فكرمې وكړ چې
هم دااوس يې وينځلې دي ځكه دشړ شمي تيلو بوي له ورايه دسړى ترپوزې رسيدى ، نجلۍ منډه
دكورپه خوا وكړه زه هم پسې روان شوم چي د هغه زاړه سراى نه يوه زړه بوډۍ چي تقريبن عمربه يې
د شپيتوكالوپه شاوخواكي وو، راووتله په ماچي يې سترګې ولګيدې په زوره يې وويل وي! شكر
وراره مي راغۍ زه هم وروړاندې شوم په ټټرپورې يې ټينګ ونيوله م په مخ اوسريې ښه په خړپ خړپ مچ كړم، ماهم دشرمه دهغې په تورو ډنګرو اوخوارځوا
كولاسوشونډې كرار ي كيښودې ،هسې مې هم دلاس دمچكولونه ښه نه راتلل خوڅه مې كړي واى
مجبوروم زړه بوډي په ملاكوفه كوفه كيده ترمخ، زه پسې روان شوم چې كله سراى ته داخل شوم
سراى په پخوانۍ نقشه جوړ وو لوړ لوړ ديوالونه دسراي يوه لوري ته اوږدې دوې خونې چې وړې
وړې ګړكۍ پكې ايښودل شوي وې په سراى كي خنداوي اوچيغې وي،... داخو پوره ځلمۍ شوي
دي مادهيچاسترګوته دشرمه نشوي كتلاۍ ځكه تراوسه دداسي ډيروښځوپه منځ كې نه وم ولاړ
هغه ووچي لږ لار پيداشوه يوه غټه كوټه وه هلته يې بلنه راكړه ،زه هم ډېرپه بيړه كوټې ته داخيل شوم ،
په خونه كې هغه پخواني سترنجى(ګيلم) هواره وه دخوني په څلوروديوالوښې دخامك پردې ځوړند
وې خوزمافكر دغوټۍ خواته تللي وو، داڅنګه پيښه ده چي دټولو نمونه راته واخستل شول خويوه
نجلۍ هم دغوټۍ په نامه نه وه سم مي چورت خراب شو شايدغوټۍ اوس په دې كور كې نه وي هسې
به زموږپه كوركې دغوټۍ دښايست ګلونه شميرل كيدل زه به نه وم پوه شوي ؟نه كه داسي واي
نودغوټۍ نوم به هره ورځ زموږ په كور كې داسې نه اخستل كيدى چې په كوم بختوركوركې به يې
خداي نسيب كړي وي، دځان دتسلې لپاره مي داوويل خير لږ پس به هرڅه مالوم شې زه لاپه هم دي
بې ځايه سوچوكي ورك وم چي دكوټې دوره پرده قراره پورته شوه يوه ښايستوكه نجلۍ راغلله هغه څوك يادوم چي زماعقل او تخيل يې رانه اخستى وو،
ماچې كوم انځوردخپل مغذپه خونړي مينه كې رسم كړي وو،نسبت د هغې ښايست ته ټول غلت
وودروغ مې ويلي ووځكه زمافكردمره اوچت نه ووچې دغوټۍ دښايست ګلونه مې ټول شميرلي
واي، غوټۍ ريښتياهم داسي دسره ګل ناسپړيدلې غوټۍ وه دومره جذ ابې سترګې ستر څښتن
وركړې وي چې مړي يې په قبروكې ويښول، دهر نظرنه يې مينه اوريدله ، هسې مې هم ټنډلاسونه
ډير خوښيدل ،خودغوټۍ مرمرى لاسونه څومره چې پاسته اونرم ووهم داسې سپينې غوښې هم پرې اوارې وې ،
يوه دلۍ ويښتان يې پر اوږوداسې پراته وولكه تته وريځ چې داسمان غيږپه خپله ښكلا ر نګينه كړې وي ،
فكركوم دابه يې هم يوعادت ووچې په هغه يوه غيږويښتانوكې يې سيخك نه ووټينګ كړ ي په هغه
چپه خوايې ويښتان داسې ښه په خوند پراته ووچې ايله هغه قلمي وروځي يې ځيني ښكاريدلې ،
غوټۍ يوڅولنډي اوبې تكيه كلامه خبري ترورځولاندې وكړې ،ولاړه شوه تنګ پنجابې كالې يې په
تن وودكالورنګ يې جيګري ته ورته وو،ټكرى يې ډيرنرى ووځكه وېښتان يې ټول نه ووپكې پټ په
اوږويې ښه پريمانه پراته وودشانه مي دغوټۍ هغه ميده ميده قدموته په ځيرځير وكتل نه پوهيدم
چې دابه دكوم ليري يانيږدي ملك دوداوريواج و،دا سې پايڅې نوماتراوسه په خپلوكناه
ګاروسترګونه وې ليدلې لنډه داچې دپښودري يمه بر خه يې ښه دورايه معلوميده هغه ځكه چې
دپايڅې څيرې شوې برخه يې ښه په وريښمين تارپه غټ غټ كوك ګنډل شوې وه كله چې به يې قدم
پورته كوۍ پايڅې به يې لكه داوبو څپه داسې اوښتې ،
+
ليكل شوي دي Sun 22 Jul 2007وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
دافغان ادبي بهيرنه په مننه
که پر شعر ګړيږي نو د شاعر زړه پيدا کړه : ليکوال : پير محمد کاروان
نن سبا د شعر د کره کتنې په نوم بلا ډيری خبرې روانې دي ، دا ډول خبرې د پيړيو په اوږدو کې هم
ښې ډيرې ګړنګيدلي چې ، ډيرو لږو يې ځای نيولی دی او نورو يې سر خوړلی دی .
شعر او بل هر هنر هغه ليلا ده چې، که ښکلا يې ارزوی نو د مجنون له سترګو به ورګوري او د
مجنون له زړه به ورته تله جوړوی ، د زمانو په بهير کې يواځې هغه کره کتونکي ځليدلي چې ، يا
ډېر اوچت شاعران ؤاو يا هم د ډېر ښکلي ذوق څښتنان ؤ، د پيړيو په اوږدو کې زښت زيات کره
کتونکي د شعر او ادبي نثر په کره کتنو کې ښوئيدلي د ي، د ښوئيدنې سبب يې يا بې ځايه رخه او
حسادت دی او يا هم د هنري او ښکلايز ځواک کمی .
ځينې بيا داسې دي چې ، ورېښم د لرګيو په تله تلي ،د نړۍ د ډېر عظيم شاعر رابندرنات
ټاګورشعرونه او نثري ليکنې بې قدره کره کتونکو غندلي او د ټاګور نازک زړګی يې بې درېغه سکونډلی دی .
کله چې د وروستی نړۍ ، ښکلا خوښوونکو د ټاګور شعرونو ته لبيک ووايه ، ټاګور د خوشالۍ
اوښکې تويې کړې، د نوبل د جايزې د ګټلو پر مهال يې په يوه غونډه کې داسې وويل : د ښکلا هغه
الهه چې ما په شرق کې لټوله ومې نه مونده، خو له غرب نه يې خپل زرين او د مينې ډک لاسونه
رااوږده کړل او په ډيري مهربانی يې زما پر سر راکاږل، تر دې خبرو وروسته بې قدره نقادان ځوړند
غوږونه له غونډې ووتل او پښې يې سپکې کړې، ځينې يې چې لږ څه د هنري وجدان درلودونکي ؤ،
د ټاګور پر هنري نبوغ اعتراف وکړ او خپلې خبرې يې بېرته واخيستې .
د ديود ديچز د شعر پيژندنې په مشهور کتاب کې د يوه اصيل کره کتونکي يو نقل قول داسې
راغلی دی : په هره ټولنه کې بد شاعران ډېر دي، خو تر بدو شاعرانو بد کره کتونکي په کرتو زيات
دي، د هر بد شاعر تر څنګ لس بد کره کتونکي راشنه کيږي .
همينګوي د داستان او ناول يو قهرمان ليکوال دی ، د اوبو غوندې روان او تصويري نثر لري ، د
ده نثر پر ډيرو لويو ليکوالانو اثر ښيندلی او ډېر ليکوالان يې مريدان دي، نوموړي د نوبل هنري
جايزه هم اخيستي ،يو وخت دده پر نورو نثرونو ډيره جارحانه او ظالمانه کره کتنه شوي وه،
همينګوی يو ځای د داسې کره کتونکو په هکله وليکل : ((
کره کتونکي د ادبياتو پر مخ سپږې د ي چې بې ځايه مزاحمت کوي)) له دې ليکنې نه زما مطلب
دا نه دی چې ، ګوندې ټول کره کتونکي بد دي ، نه خدای دې نه کوي ، ښه او پر ځای کره کتونکي
خو د ادبياتو وجدان بلل شوی ، خو له بده مرغه چې د ښو کره کتونکو ډېر کمی دی .
د انګريزي ژبې لوی شاعر ((ټي ايس ايليوټ)) چې د نوبل جايزه يې اخيستي د شعر ډېر ښه کره
کتونکی بلل کيږي ، ښايي سبب يې داوي چې نوموړی پخپله ډېر لوی شاعر ؤاوشعر سره يې زړه
تړلی ؤ، د نورو له ښو شعرونو يې روحاو قلبا خوند اخيست ، څه يې چې د نورو پر شعرونو ليکل د
روحاني او وجداني کيفيت زيږنده وه، وايي د دوی يو سمبوليک اوږ شعر چې د ماشين ځپلي
انسان په باب يې ليکلی ؤ، يو نړيوال شهکار ثابت شو ، د ده دا شعر د ده يوه بل ملګري ازراپاوند
چې پخپله هم لوی شاعر ؤ، پداسې حال کې په مجله کې خپور کړ چې ، ډېر بندونه يې ازراپاوند ترې لري کړي وو.
د ازراپاوند نقد پر ځای ؤاو پخپل نقد سره يې د ايليوټ شعر ته زښته زياته ښکلا ورپه برخه کړه .
پکار ده چې زموږ کره کتونکي د مينې او ښکلايزې تندې پر بنياد کره ليکنې وکړي ، نه د حسد ،
کينې او کم ذوقی پر بنياد ، که څوک د بې هنری او کرکې پر بنياد کره کتنې کوي ، داسې يې وبولی
چې خپل ذوق او خپل قلم به د بدرنګی په چينجيو خوري.
+
ليكل شوي دي Sun 22 Jul 2007وخت 2 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
لیکنه : محمدظریف عنایت زی خوب په بیلابیلوانسانانوکې توپیرلري چې اکثره خلک په شپه اوورځ کې له لسوساعتونوکم خوب بسنه نه کوي ،خوداسې کسان هم شته چې څلورساعته خوب دځان لپاره کافي ګڼي اوپه همدومره لږخوب کولوهم هڅانداو دپام وړانرژۍڅخه برخمن وي. په دې وروستیوکې برتانوي څیړاندوهم همدانظرتاییدکړی چې دخوب کولوموده په انسانانوکې توپیرلري . ددې هیوادپخوانۍلومړۍوزیره میرمن مارګریت تاچرهم له هغوکسانوڅخه وه چې په شپه اوورځ کې یې له څلوروساعتونو زیات خوب نه کاوه چې دې کاردنوموړې په روغتیاکومه ناوړه اغیزه هم نه وه کړې .څیړاندودهمدې موخې دثابتولو لپاره یوشمیرکسان داته څلویښتوساعتونولپاره په یوه آزمویښت ځاي کې ویښ وساتل ،پرنوموړو کسانوآزموینو او غبرګونونووښودله هغه کسان چې دخوب کولودګروهنې حس پکې پیاوړی دی ترنوروزیات ګنګس اوناتوانه وو،دغوڅیړنوښودلې ده هغه کسان چې لږخوب کوي دشپې له څلورودسهارتراتوبجوپورې ترډیره خپله ځیرتیااوفکري تمرکزله لاسه ورکوي .له همدې امله په همدې وخت کې یعنې دشپې له څلورودسهارتراتوبجوبایددخطرناکوشیانواوموټرچلونې کې ډیرپام وشي .ځکه شمیرنوښودلې ده چې دنړۍپه اکثرولویوښارونوکې ډیرې ترافیکي پیښې په همدې وخت کې کیږي . په خوب کې دنفس بندیدل چې په عامه اصطلاح خپسکه ورته وایي هم له هغوستونزوڅخه دي چې یوشمیرخلک وسره مخامخ دي که داستونزه ډیره پرمخ تللې نه وي له ساده لارودغه مشکل لیرې کیداي شي لکه دوزن په کمولواوپه یوه اړخ په بیده کیدوسره . څیړنوښودلې چې په نړۍکې دوه فیصده ښځې اوڅلورفیصده نارینه دخوب په وخت کې دتنفس له قطع کیدویاخپسکې سره مخامخ دي .اوهغه کسان چې دشپې له مخې په دندوبوخت وي بایددورځې دوه درې ساعته بیده شي چې داکاربه له دوي سره دشپې ددندې په وخت کې دهغوي له ځیرتیاسره مرسته وکړي . همدارازدشپې دبې خوبۍدمخنیوي لپاره له خوبه مخکې دآرامۍاحساس په ځان کې پیداکول اودچایو اوګازلرونکومشروباتوله څښلوډه ډه کول ډیراغیږمن دي .په خوب کې خرهارکول هم په ځینوکسانوکې ارثي اوپه ځینوکې دپوزې اووینودغوړوالي له امله وي خوپه دې صورت کې دوزن کمول اوله خوب راوړونکوګولیوډه ډه کول ضروري دي . بایدووایوچې داسلام په سپیڅلي دین کې انسانانوته سپارښتنه شوې چې په هرکارکې له افراط اوتفریطه ډه ډه وکړي دې اصل ته پام سره خوب کول هم که له حده زیات شي ناوړه زیانونه په ځان پسې لري اوکه کم خوب وکړل شي بیا هم دانسان دروحي کمزورۍاوفکري تمرکزدګډوډیداسبب کیږي چې علمي څیړنوهم دانظریه تاییدکړې ده .
+
ليكل شوي دي Sat 21 Jul 2007وخت 5 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
د ناټو ځواكونو تيره ورځ د پكتيا په مركز ښرنه كي يو تن ولسي وګړى په موټر وواژه ، په هغه خبرپاڼه كي چي د ايساف د ځواكونو لخوا خپره سوې ده پكي ويل سوي چي نوموړي افغان د سړك پر غاړه خپل موټر جوړاوه .
***
دهلمند ولايت د ګرشك ولسوالۍ پر نوي ولسوالۍ حاجي عبدالمناف نن سهار هغه مهال د ريمونټ كنټرول ماين يوه چارودنه وسوه كله چي نوموړى له جومات څخه د خپل كور پر لور روان وو ، چارواكي وايې په دغه چاودنه كي چاته زيان نه دي اوښتى خو وايې چي د نوموړي ساتونكو له چاودني څخه وروسته يو سپين ږيرى سړي په ډزو سره وواژه ، له بلي خوا ددغي چاودني پړه وسلوالو طالبانو پر خپله غاړه اخيستې اوادعا كوي چي د ياد سوي ولسوال شپږ ساتونكي يې وژلي دي .
***
د غزني ولايت په درو بيلا بيلو نښتو كي دوه تنه طالب جنګيالي وژل سوي او يو تن پوليس ټپي سويدى ، دغه نښتي تيره ورځ د نوموړي ولايت د زنخان په ولسوالۍ كي را منځ ته سويدي ، خو له بلي خوا طالبانو ويلي دي چي په پادو سويو نښتو كي يې بهرنيو ځواكونو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده .
***
د لغمان ولايت په مركز مهتر لام ښار كي يو تن پوليس پرون سهار د يوې هندوانې پر سر يو تن دكادار وواژه ، ويل كيږي د غه پيښه د پيسو پر سپر رامنځ ته سوې ده . د لغمان چارواكي وايې چي قاتل وحيدالله نوميږي او دامهال له دوئ سره بندي دى .
***
د بغلان ولايت د استناف څارنوال وايې چي د مركزي بغلان د ولسوالۍ د ښاروال له لوري پرون پخپل دفتر كي وهل سوى دى ، د استناف ښاروال حفيظالله خالقيار وويل چي ده پرون د مركزي بغلان ښاروال حاجي محمد داوود ددې لپاره څارنوالۍ ته راغوښتى وو .
***
دولتي چارواكو د هلمند په بيلا بيلو پيښو كي د ملي اوردو دريو سرتيرو او شپږو تنو طالب جنګياليو د نيولو خبر وركړ، خو وسلوالو طالبانو په دغه ولايت كي د خپلو ملګرو د وژل كيدو خبر ردكړى او ادعا كوي چي د ګرشك په ولسوالۍ كي يې د ملي ارودو شپږ سرتيري وژلي دي .
+
ليكل شوي دي Sat 21 Jul 2007وخت 5 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
دولتي چارواكو د هلمند په بيلا بيلو پيښو كي د ملي اوردو دريو سرتيرو او شپږو تنو طالب جنګياليو د نيولو خبر وركړ، خو وسلوالو طالبانو په دغه ولايت كي د خپلو ملګرو د وژل كيدو خبر ردكړى او ادعا كوي چي د ګرشك په ولسوالۍ كي يې د ملي ارودو شپږ سرتيري وژلي دي .
رپوټ ......................
په هلمند كي د ملي اوردو ددريمي پلي لوا ددوه سوه پنځم اتل قول اوردو قوماندان بريد جنرال محى الدين غوري د چهار شنبې په ورځ خبر وركړ چي پرون د ګرشك په ولسوالۍ كي د ملي اوردو د سرتيرو پر يوه موټر د يوه ماين د چاودني له امله د ملي اوردو درې سرتيري ووژل سول او يو تن ټپي سو ،
خو له بلي خوا د طالبانو يو وياند قاري يوسف ددغي چاودني د مسؤليت تر څنګ ادعا كوي چي پكي د ملي اوردو شپږ سرتيري يې وژلي دي .
د يوه بل خبر له مخي د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د امنيې قوماندان تورجان وايې چي د طالبانو د يوه ځايې قوماندان ملانقيب الله په ګډون يې شپږ تنه طالب جنګيالي د يو شمير سپكو وسلو سره نيولي دي . خو وسلوالو طالبانو د خپلو ملګرو د نيول كيدو خبر رد كړى .
+
ليكل شوي دي Sat 21 Jul 2007وخت 5 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
دولتي ځواکونو د کندهار او فراه ولايتونو په دوو بېلا بېلو جنګونو کې د ٤٥ طالب جنګياليو او اتو تنو پوليسو دوژل کېدو خبر ورکړ . د کندهار اروزګان ولايت د لويې لارې دپوليسو چارواکي وايي چې له پرون مازيګر راهيسې د دې لارې په اوږدو کې د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په کيخي سيمه کې د طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه روانه ده .
خو د طالبانو وياندقاري يوسف احمدي په جګړه کې د خپلودوو جنګياليو وژنه او يو تن ټپي کېدنه تاييدوي . هغه وويل چې په جګړه کې ٢٥ تنه پوليس وژل شوي دي .
###
دولتي ځواکونو د لوګر په خروار ولسوالۍ کې دطالبانو ديو مهم قوماندان دوژلو خبر ورکړ . د لوګر دامنيه قوماندانۍ يو تن افسر چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، خبري رسنيو ته وويل چې وژل شوى قوماندان ملا داوود يوسف نومېږي.د امنيه قوماندانۍ ياد شوي افسر زياته کړه چې ملا داوود له تېرو دريو کلونو راهيسې په خروار ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي قوماندان و او دهغه له مړينې سره به په ولسوالۍ کې امنيتي وضعه ښه شي . خو ددغه قوماندان د وژل كيدو په اړه څه نه دي ويلي .
###
د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ولايت ته يې يوه پاکستانۍ ځانمرګې بريد کوونکې ننوتې ده . ددغه ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند وزير بادشاه ، وويل چې دغه ښځينه ځانمرګې بريد کوونکې له تېرو څو ورځو راهيسې د خوست ولايت مربوطاتو ته ننوتې ده . هغه زياته کړه چې پوليسو يوه چادري هم لاسته راوړې چې ويل کېږي يادې شوې ښځې استعمالوله . د وزيربادشاه په وينا، دغه ښځه په بېلا بېلو سيمو کې ليدل شوې او ځان په يو او بل نوم خلکو ته معرفي کوي .
###
د هېواد جنوب ختيځ ته د خوست ولايت په باک او يعقوبيو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ١٢ تنه د دولت له مخالفينو سره د لاس لرلو په تور نيول شوي دي . د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وزير بادشاه وويل چې يادشوي عمليات ، ملې اردو ، پوليسو او آيساف يا سوله ساتو ځواکونو په ګډه پيل کړي او اوس هم دوام لري . ده د چا نوم وانه خيست خو ويې ويل چې په نيول شويو ١٢ تنو کې داسې کسان هم شته چې د دولت او ايساف سره په شته تور لېست کې يې نومونه شامل وو.
###
+
ليكل شوي دي Sat 21 Jul 2007وخت 5 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
ددي اونۍ مشاعره
نن جمعه دچنګاښ په ( |