نجیب عامر
الله په هغو سترګو جادوګرو کې جادو وه نغښتې يې بلا بلا خبرو کې جادو اوس ټوله د جانان ده،دووسترګو کې راټوله پخوا وه د بنګال لارو ګودرو کې جادو وړې ! ګومان مې نه شي ستا خبرو ته مې پرېږدي دا ستا د سپينو لېچو په مر مرو کې جادو داستا د اننګو بوسه مې داسې لېونى کړي کټ مټ لکه موادو مخدرو کې جادو شاعر دى چې له خولې نه جنتي سرونه کاږي فنکاردى چې کوي خپلو سندرو کې جادو ياران يې ويده کړي په اوده د شاعرۍ عامر ده خوره کړې سخن ورو کې جا دو
+
ليكل شوي دي Wed 15 Aug 2007وخت 6 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
غزل هرڅه به شي سم باور مې نه راځي چوپ به شي داچم باور مې نه راځي لاس دې راله راکړو خو لستوڼي کې نه لرې لړم باور مې نه راځي کور کې د الله د مسلمان له خوا والوتلو بم باور مې نه را ځي خداى دې له جنته ادم ويستى وي تش په يو غنم باور مې نه را ځي سپينه خوله دې وي،رښتيا دې ووايي مه کوه قسم باور مې نه را ځي
+
ليكل شوي دي Wed 15 Aug 2007وخت 6 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|

څه به راته ووايې اوڅه به درته ووايم
ځان به راته ووايې اوزړه به درته ووايم
حسن دفيرنګ دې ښه ښکاره وينم په سترګوکې
وشوله بس وشوه پښتنه به درته ووايم
ژوندچې دتسکين دسردروپه لورې ورولي
داسې يوه مسته ولوله به درته ووايم
دواړه ګلالي دي خو ديو عمر د بل نه کم
ګل به درته نه وايم وږمه به درته ووايم
در به شم بېګا ته او کيسه به ښه رنګينه کړو
پوىه نه شوې داسې نو په خوله به درته ووايم
نه وايمه دا چې داسمان ستوري به راوړمه
مينه که دې و غوښته نو ښه به درته ووايم
سيوري دانسان نه هم په شل قدمه لرې ځې
ګرانه عامرجانه يو بې زړه به درته ووايم
٢٠٠٧ اګست ٦ پېښور - حيات آباد
+
ليكل شوي دي Wed 15 Aug 2007وخت 6 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
صالح محمد صالح
٠٧٩٩٦٧٠٣٠٣
salih@inbox.com
بُست تاريخي کلاوې وروستۍ سلګۍ وهي
چارواکي: دا کلاوې د بيارغونې وړ نه دي، ځکه يې نړوو او پر ځاى يې مډرنې ودانۍ جوړوو
د هلمند ولايت، لښکرګاه ښار کې بست تاريخي سيمه، چې د دې ښار په ختيځ لوري کې پرته ده، نژدې يو کيلومتر ساحه يې نيولې ده، چې د دې تاريخي سيمې ځينې برخې پر ځاى پاته دي، چې د تېرو کلونو اورښتونو زيانمنې کړي، خو زياته برخه يې د هلمند رود پر غاړه پرته ده، چې ځينې کسان ورڅخه د شخصي کورونو کار اخلي. 
په انځورونو او پوسټرونو کې يوازې د بست شيشک(ستره دروازه) مشهوره شوې، چې د محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال يې په منځ کې يو استنادي دېوال هم په دې موخه ودرول شو، چې د نړېدو مخنيوى يې وکړي، ځکه اوس يې هم ځينې برخې نړېدلي او يا يې درزونه کړي.
دغې سترې دروازې ته څېرمه د خاورو غونډيو ته ورته ځايونه هم شته، د يوې غونډۍ په منځ کې داسې يو ستر کوهى (څاه) هم کيندل شوى، چې دېوالونه يې په پخو خښتو پوښل شوى، او نژدې ٩ پوړه لري، چې د څاه منځ ته د ورکښته کېدو لار ورغلې ده. لرغونپوهان وايي چې دغې څاه ته له ارغنداب او هلمند رود څخه اوبه راوستل شوې وې، چې ډېر پرمختللى سيسټم يې درلود.
شا و خوا يې هم د ځينو دنګو او برجورو کلاګانو پاتې شوني ښکاري، چې د نورو کلاګانو او ودانيو تر څنګ، د رابيا او فتح خان کلاوې هم ولاړې وې، چې د دغو دوو مينانو کيسه په پښتو ولسي ادبياتو کې ډېره مشهوه هم ده.
د دې سيمې د ساتونکي، محمد ولي په خبره د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال شيشک ته څېرمه يو بل تاريخي څلى هم ولاړ و، چې د هلمند رود د وخت په تېرېدو سره په خپلو څپو کې راونغښت او پوپناه يې کړ.
د هلمند ولايت د بست تاريخي كلاوې كه هر څنګه وي، د شنونكو په باور د افغانستان په ملي تاريخ كې ځانګړى مقام او ځاى لري، كه چېرې يې ساتنې ته پام ونه شي، هم به د سېلابونو خوراك شي او هم به يې پر تاريخي خاوره باندې د ځينو زورورو اشخاصو له خوا په خپلسري ډول كورونه، يا په يوه او بل نامه نورې ودانۍ جوړېږي، چې بيا به يې هغه تاريخي برم او پرتم پر ځاى نه وي پاته.
ليکوال او څېړونکى استاد حبيب الله رفېع وايي، بُست د انوشېروان د واکمنۍ سيمه وه، چې له نن څخه يې شا و خوا دوه زره کاله مخکې دلته پاچايي کوله، د هغه په اړه ويل کېږي چې ډېر باانصافه پاچا و، د ماڼۍ په رواق(شيشک) کې يې يوه رسۍ ځړېده، چې د رسۍ په هغه بل سر کې، چې په ودانۍ کې دننه و، يو ګړونکى(زنګ) ځړېده، که چا به کوم عرض درلود، هغه رسۍ به يې کش کړه په دې توګه به هغه ګړونګى وشرنګېد، چې وروسته به انوشېروان د هغه سړي عرض واورېد. يو وخت يوه خره په دېوال پورې ځان موښه، چې له هغې رسۍ سره ولګېد، په دې توګه په ودانۍ کې دننه هغه ګړونګى وشرنګېد، پاچا امر وکړ، ګورئ څوک دى؟
کله چې يې هلته يو ډنګر خر وليد، پاچا امر وکړ، چې د دې خره خاوند دې پيدا شي، پاچا(انوشېروان) د خره خاوند ته ځکه سزا ورکړه، چې له خره سره يې ظلم کړى او سم يې نه دى ساتلى.
ښاغلى رفېع وايي: د مغلو په زمانه کې د دې سترې کلا په شا و خوا کې د اسلم خان په نامه يو پاچا هم اوسېده، چې زوى يې فتح خان نومېده، چې د رابيا په نوم پر يوې نجلۍ مين و، فتح خان پر يوې موضوع له خپل پلار سره خوابدى شو، چې له خپلو نورو ٦٠ ملګرو سره يوځاى هندوستان ته روان شو، کله چې يې مور له موضوع خبره شوه، د کلا دروازې ته ودرېده، چې د خپل زوى د تګ مخه ونيسي، خو فتح خان د کلا له بلې دروازې وتلى و، چې په دې وخت کې چا په لوړ ږغ ناره کړه:
كه دوې دي، كلا بست دروازې دوې دي
پر يوه فتح خان وځي، پر دا بله يې د مور سوې نارې دي
دا ناره په تاريخي هغو کې راځي. کله چې فتح خان هندوستان ته لاړ، هلته له مغلي پاچا شمس الدين سره په جګړه شو، چې فتح خان او د هغه ٦٠ واړه ملګري ووژل شول، ځکه د مقابل لوري کسان ډېر وو، اوس هم د فتح خان او د هغه د ملګرو هديره په هندوستان کې موجوده ده.
د هلمند ولايت د کلتور او ځوانانو رئيس ښاغلى جانګل خان وايي چې بست تر ٢٧٠٠ کلونو زياته لرغونتيا لري، خو په دې سيمه کې ځينو زورواکو کسانو کورونه جوړ کړي، يا هم د دغې تاريخي سيمې له ځينو برخو څخه د کرنيزې ځمکې کار اخلي. ښاغلى جانګل وايي ده زياتو ادارو ته په دې اړه مکتوبونه ليکلي، خو چا د دې تاريخي کلاوو ساتنې ته عملاً اقدام نه دى کړى. دى وايي د نورو دولتي چارواکو اجراآت يوازې د کاغذ پر مخ دي.
له بلې خوا ليکوال او خبريال عبدالصمد روحاني وايي: له ما سره يو ليست شته چې ښيي په دې وروستيو کلونو کې د بست پر تاريخي سيمه باندې له ٢٢٠ څخه نيولې تر ٢٥٠ پورې کورونه د زورواکو له خوا جوړ شوي دي.
ځوان ليکوال او شاعر عزيز احمد تسل وايي، دا يوازې بست کلا نه ده چې دا مهال د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده، په هلمند کې ٤٠ نورې تاريخي کلاګانې هم شته، چې ورځ په ورځ نړول کېږي، لکه سره کلا، د لښکرګاه زړه کلا(کلاى کهنه)، په سنګين کې څاروان کلا، په ګريشک ولسوالۍ کې هم ځينې کلاوې يادولاى شو. يا هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او هېڅوک غور نه ورباندې کوي. که سړى د دغو کلاوو او لرغونو ځايونو حالت وويني، زړه يې ورته دردېږي، ټول چارواکي ورباندې خبر دي، خو هېڅ ډول اقدام نه کوي.
د روان لمريز کال د زمري (اسد) د مياشتې په پيل کې د بست تاريخي سيمې ځينې برخې د دولتي چارواکو له خوا ونړول شوې، چې بلډوزرونه يې ورته راوستلي وو او د ګڼو تاريخي کلاوو پاتې شونې يې له منځه يووړې، ځينو دولتي پوليسو د دې بهير څارنه کوله.
د سيمه ييزو پروژو مشر انجنير محمد انور، چې وايي د دې پروژې مشري کوي، وايي دا کلاوې ځکه بايد ونړول شي، چې زړې دي او بيارغونې وړ نه دي، له دې کبله موږ هوډ وکړ چې دا ونړوو او دلته د پوليسو لپاره يوه منتظره قطعه جوړه کړو.
ښاغلى محمد انور وايي، دا ساحه د بهرنيو او افغان ځواکونو له خوا سروې شوې او د قطعې لپاره ځانګړې شوې ده، چې د هغه په خبره د کورنيو چارو وزارت هم له دې موضوع خبر دى.
کله چې مې دا موضوع د کلتور او ځوانانو وزارت له فرهنګي مرستيال ثمر سلطان سره شريکه کړه، نوموړي وويل:
موږ د تاريخي اثارو د ساتنې په نامه يو قانون لرو، چې هېڅوک هم په لرغونو ساحو کې نه کوم تعمير ودانولاى شي او نه هم کيندنې کولاى شي، موږ د هلمند پخواني او اوسني والي ته مکتوبونه لېږلي چې دا سيمې وساتي او د بهرنيانو په مرسته کوښښ کوو، يوه اندازه پانګه ومومو چې د دې کلاګانو د خرابۍ مخه ونيسو. موږ انکشافي پروژې هم تر کار لاندې لرو چې په روان لمريز کال کې دا لرغوني اثار وساتو، چې ځينې پروژې يې بشپړې شوي او ١٠ تاريخي اثارو ته مو پيسې پيدا کړي، چې غواړو ساتنه يې وکړو.
کله چې مې د بست تاريخي کلاګانو د اوسني وضعيت په اړه ورسره خبرې وکړې، ده زياته کړه:
موږ ډېره هڅه کوو چې د دغو ساحو ساتنه وکړو، د قانون له مخې د تاريخي سيمو ان په ١٠٠ او ٢٠٠ مترۍ کې هم څوک هم حق نه لري، کور جوړ کړي. دا زموږ ملي دنده هم ده چې د خپلو لرغونو اثارو ساتنه وکړو او هېڅوک پرې نه ږدو چې هلته کور ودان يا هم دا ځايونه خراب کړي، موږ ډېرې هڅې کړې دي، موږ قانون لرو چې هېڅوک هم د وزارت له اجازې پرته نه شي کولاى په تاريخي ساحو کې کور ودان کړي او زيان ورواړوي. 
په خپله د بست تاريخي سيمې شيشک، ته څېرمه يوه دولتي پوسته هم شته چې زيات مهال که څوک د بست تاريخي سيمې ته ورځي، دوى په يوه او بل نامه پيسې ځنې اخلي، شيشک ته نژدې د لرغونو کوهيانو (څاګانو) د ساتنې کار د محمد ولي په نامه د يوه کس په غاړه دى، چې وايي له تېرو څو لسيزو د دې سيمې ساتنه کوي. نوموړى وايي نه وسله ورسره شته او نه هم نه نور امکانات، خو په تش لاس يې دا سيمې ساتلي دي.
محمد ولي وايي: څو کاله مخکې دلته د کلتور او ځوانانو پخوانى وزير راغلى و، د دې لرغونو ساحو حالت يې له نژدې وکوت، خو يوازې يې د لرغونو څاګانو د سر پټولو لپاره د يوه پلاستيکي ترپال مرسته وکړه، چې د باد په لګېدو هغه ترپال هم له منځه لاړ. محمد ولي وايي دلته اکثره مهال چارواکي راځي، د دې کلاګانو او د لرغونو څاګانو د خونديتوب لپاره د امکاناتو برابرولو ژمنې کوي، خو وروسته يې درک نه لګېږي.
د چارواکو په خبره د قانون له مخې هېڅوک هم نه شي کولاى تاريخي اثار او ځايونه وران کړي او زيان ورواړوي، ښاغلي استاد حبيب الله رفېع پر چارواکو او خلکو ټينګار وکړ چې بايد د تاريخي اثارو ساتنه وکړي، خو وروسته به څرګندېږي چې په دې برخه کې څومره بريالي کېږي او ايا رښتيا به هم د دغو تاريخي اثارو ساتنه وکړاى شي؟ په داسې حال کې چې د باميانو د نړول شويو بتانو بيارغونې ته په مليونونو ډالر ځانګړي کېږي، ايا د موجوده تاريخي سيمو او اثارو ساتنه به امکان ولري؟
+
ليكل شوي دي Wed 15 Aug 2007وخت 12 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
ګلونو ليدونكو اولوستونكو داوس مهال چې پر ليكه ياست خپل نظرپريږدي كوم بدلون بايدپه ويبلاك كې راوستل شي
مينه اودرنښت


+
ليكل شوي دي Sun 12 Aug 2007وخت 2 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
دلارې سركې خولګۍ غواړي
يازوروريې ياترسر تير يې مينه

+
ليكل شوي دي Sun 12 Aug 2007وخت 2 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
څوك يې ديدن پسې ړانده دي
څوك يې لكه كټه غورځوي چې خوب راځينه

+
ليكل شوي دي Sun 12 Aug 2007وخت 1 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
+
ليكل شوي دي Sun 12 Aug 2007وخت 1 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
+
ليكل شوي دي Sun 12 Aug 2007وخت 1 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|

غزل
راباندې بيا د ناليدلي خوب تعبير خرڅوي وخت مې په سترګو كې لشې وهي شوګير خرڅوي د اّزادۍ په تور يې تور كافر بللى يمه

پر ما د مار د غاښ په شانې سپين زنځير خرڅوي د خپل پاچا دې پرديتوب ته حق حيران يمه زه چې پر پرديو پياده ګانو مې وزير خرڅوي د خوشحالۍ سكې يې ټولې رانه واخيستلې زمانه وګورئ په زور راباندې وير خرڅوي زمونږ د زړونو له هيندارو نه يې غلا كړې ده چې د ايمان د ښاپېرۍ پر دېو تصوير خرڅوي ښايي خوندونه د كبانو به پيكه پيكه وي د زړه پر كب مې چې چنګك د ماهي ګير خرڅوي چې د مغروره سلطان مرګ يې په تعبير كې و پټ وخت له الهام نه ډك خوبونه د فقير خرڅوي
+
ليكل شوي دي Sun 12 Aug 2007وخت 12 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|

تاته مې ستا د بنګړو شور راولي څه وكړم ما د مينې زور راولي چاته وژاړم چاته تش كړمه زړه پردي له ما پسې خپل ورور راولي څه په رقيبو لارو راغلم ورته اوس لېونۍ راپسې مور راولي چې نه ورتلاى شم نه راتلاى شي راته ماته به څوك د سترګو تور راولي د وخت په ما خوا سړه شوې نه ده زړه ته زما غمونه نور راولي ناصحه ستا په خوله بې وسه غريب د قربانۍ پسه په پور راولي مالكه لار جارو كوه په بڼو چې هر افغان خيبر ته كور راولي.
+
ليكل شوي دي Sun 12 Aug 2007وخت 11 AM په ګوتو عزيز احمد تسل
|


غزل
شپه ده، ستړي اميدونه راسره دي د خواږه جانان يادونه راسره دي
تنهايي ده زړه نرى نرى خوږېږي څه ساړه ساړه اهونه راسره دي څومره خواره ناكراره زندګي ده څه نيمګړي ارمانونه راسره دي زه يم شمع ده، يادونه د جانان دي هو زګېروي شته او دردونه راسره دي شمع باد سره غږېږي او ما ښيي وايي ښه ده سوي زړونه راسره دي
زړه ارام شي پرې اختياره! خوب يې يوسي شكر ستا يو څو شعرونه راسره دي.
+
ليكل شوي دي Sun 12 Aug 2007وخت 11 AM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
مينه 
كه څه هم مينه د درس، ښوونځي او دفتر حديث نه دى، خو دا بايد په ژوند كې زده شي، بې له شكه چې ټولنپوهان، اروا پوهان او انسان پوهان هم د مينې د زده كړييز حيثيت يوه خوله دي، زه په دې اندېښمن يم چې كېداى شي يو شمېر د مينې د زده كړې څخه دلشاد نه وي، زه د يوه انسان په صفت چې كلونه كلونه مې تجربه تر لاسه كړې او په دې لاره كې مې تر تاسو څو جوړې كالي زيات زاړه كړي دي، په يوه شي مې ايمان پيدا كړى دى: بدلون، په دې اساس كه د خپل اوسني ځاى څخه د مينې د ساحت په برخه كې خوښ نه ياست، كولاى شئ دا ځاى بدل كړئ، تاسو اصلاً كولاى شئ د خپلې مينې په برخه كې تازه ساحت را پيدا كړئ، تاسو يوازې كولاى شئ له هغو شيانو څخه چې تاسو يې لرئ نور هم ځينې برخمن كړئ، كه چېرې مينه ستاسو د مينې د راټوكېدلې چينې څخه را ونه ټوكېږي هيڅ يو تن به هم اوبه نه كړئ، كه له مينې څخه ډك زړه ولرئ كولاى شئ له دغې مينې څخه يو څه برخه نورو ته هم ورسوئ، له دې څخه بغير تاسو د وړاندې كولو لپاره بل څه نه لرئ، په بنسټيزه توګه څوك په مينه كې چا ته څه نه وركوي، بلكې بل څوك له خپلې مينې څخه برخمن كوي، نو په دې اساس زه هيڅ هم له لاسه نه وركوم، په هغه څه كې چې زه له نورو سره برخمن شوى يم، په خپل لاس كې لرم، د بېلګې په توګه، په هر هغه څه چې زه پوهېږم، كولاى شم نورو ته يې هم ور وښيم، زما له پوهې څخه څه نه كمېږي، ته بايد د مينې نوراني جرم په خپله سينه كې ولرې، تر هغه مهاله چې خلك ووايي: ”راشه، زما په ورغوي كې د مينې نورانې جرم اوبه او ويلي كړه.“، تر څو ته وكولاى شې د هغه دغه غوښتنه پر ځاى كړې، كه د مينې لمر دې په سينه كې ځلېدونكى وي، كولاى شې پر ټولو يو شان وځلېږې او هيڅ شى هم ستا د مينې له روښنايۍ څخه بې برخې نشي، بې قيد او شرطه مينه بايدله ګل او پروانې څخه زده شي، يو ځل په يوه دښته كې وم، هوا سړه وه، وريځ شوه، تېز باران پيل شو او زما وجود يې يخ او لوند كړ، هغه مهال د يوې ډبرې تر شا اجاق شقايق زه ګرم كړم، دا د مينې معجزه ده.
كله نا كله ځينو غونډو ته د خبرو كولو لپاره دعوت كېږم، كله چې زما د خبرو د موضوع په اړه پوښتنه كوي، زه ورته وايم: ”زما د خبرو موضوع مينه ده.“، حيرانېږي او را ته وايي: ”زموږ غونډه جدي ده، نشې كېدلاى چې كومه علمي موضوع مطرح كړئ؟“
همدغو تازګيو، مينه د يوې جدې موضوع په توګه منلې ده، پوهانو رښتيا هم مينه د هيرې كندې ته غورځولې ده، هغوى خپلې سترګې د ژوند د بې بديلې معجزې پر مخ ګنډلې دي، دا يو هولناك امر دى، ځكه موږ ټول مينې ته اړتيا لرو، لكه غنم ځمكې ته او شوره زر اوبو ته او لكه لېونى چې خوب ته اړتيا لري، ايا كېداى شې چې مينه هېره شي او بيا هم انسا ژوندى پاتې وي؟ د مينې خالي ځاى بېله مينې څخه په كوم بل هيڅ شي نشو ډكولاى.
البرت شوايتزر ويل: ”موږ په ټولنه كې ژوند كوو، خو له دې سره سره بيا هم له تنهايۍ څخه مرو.“
+
ليكل شوي دي Wed 8 Aug 2007وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
داګسټ په دوهمه دهلمندپه باغران ولسوالۍ کې ديوې زورورې بمبارى په پايله کې دعامو خلکوپه ويناچې د (٢٠٠)کسانوپه شاوخواکي خلکو خپل ژونددلاسه ورکړ.
اودڅلورسوه نه زيات زخميان شول .
دهلمندولايت د امنيې قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال په ويناچې دتيري ور ځې په بمبارۍ کې ٣٠مختلف کسان مړه اويا هم ټپيان دي، نوموړي وويل چي لاتر اوسه دمړو اوټپيانو کره شميره نده په ډاګه شوي يواځې د ٣٠په شاوخواکې مړي اوټپيان د هلمندملکې بست رغتون ته راوړ ل شوي دي .
دهلمنددباغران ولسوالۍ يوتن ځايى اوسيدونکي جانان استادچي لښکرګاه ته يې بمبارد ځپلې زخميان راوړي وودعاموخلکودمړينې په حقله وويل(( چې تردوه سوه نه زيات کسان په شاوخواکې سيمه کې مړه اوزخميان پراته و دده په وينا چې ولاکه يې حساب کيدي دمره خلک له منځه ولاړل )).
دبل لورينه دبست په روغتون کې يوه تن ځوان ټپي کس چې دخبرو توان يې هم نه درلوده وويل:-
((چي موږ يې په داسي وخت کې دغه روغتون ته راوړوچي دموسى کلا په روغتون کې دمړو اوټپيانو ځاي نه وو،.نوموړى کس وويل چې موږپه ميله کې وو چې ناڅاپه جيټ طياري راغلې اودپاسه يې بمونه دميلي په خلکوراوغورځول))
په لښکرګاه کې يوتن هغه کس چي ډيري ، غټي جامي، لنډ واسکټ او د سترګو څخه ډيرقهرجن معلوميده اود ډيري غصي څخه يې هر طرف ته داسي کتل لکه چي يوڅه ترينه ورک وي او د داسي کس په لټه کې وي چي د خپل غمجن زړه د دردونو غوټي ورته راوسپړي . نوموړى دخپل ټپي سره بست روغتون ته راغلي وو:

(( موږ په ميله کې دهغو کسانو سيل ته ولاړوکوم چي طالبانو په دار ځړول نوموړي وويل جاسوسوسان اووه نفره وو چې ددوي دجملې نه يې دوه تنه په داروځړول ،اونورڅلورتنه ژوندي پاته وچې بمبارد پيل شو)).
باغران دهلمندشمال خواته هغه غرنۍ ولسوالې ده چې نږدي د دري کالو راهيسي دوسلوالو طالبانو په ولکه کې ده.
دباغران مرکز دبغني په نامه ياديږي چي بمبارد هم په دغه سيمه کې وشو.چې په لسګونو خلک د هغه ځاي ميلې ته راغلي و.معموﻻً د دغي سيمي خلک ډير جګ، جګ قدونه او تندرست صحت لري او په قواره ډيرخطرناکه ښکاري ،نوموړي ولسو الۍ نسبت دهلمندنورو ولسواليو ته دتمدون نه ډيره ليري پاته ده.
باغران د اروزګان ولايت سره ګډه پوله هم لري، دا لومړى ځل دي چي په دغه ولسوالۍ کې داسي په پيخرو عام خلک په کې سټ کېږي ،اودبمباري سورميدان کرځي ،ځکه دغه ولسوالۍ ډيرنفوس لري.
تيره ورځ دبګرام نه دائتلافي ځواکونو په يوه خبري پاڼه کې ددغي سيمې دبمباري په اړه ويل شوي ووچي په دغه بمبارۍ کې ددوي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي دائتلافي ځوا کونووياند کريس بيلچر په اعلاميه کې ويلې ووچي په قلاچه سيمه کې دطالبانو يوه لويه غونډه وه چې د دوي داستخباراتو له خوا دغه غونډه کشف شوه البته چې په دغه ناسته کې د طالبانو دوه غټ قوماندانان هم موجود وو د ده په وينا چي موږ په دغه سيمه کې پلټنه وکړه ملکې کسان نه وو چي يې عمليات پيل کړل (بيلچر) داهم وويل چي: دا لامعلومه نده چي دغه قومندانان مړه شوي اوکنه .
بل خواپه هلمندکي دايساف دځواکونو وياند چارلي ماير وويل چي په دغه عملياتوکې دائتلاف ځواکو نو برخه درلوده چې په هغه کې ملي اوردو اوامريکايان شامل وو.
دطالبانووياندقاري يوسف وويل چي: په دغه عملياتوکې موږته کوم زيان ندي اوښتي يواځي تلفات دملکې کسانو وو او بس.

دلښکرګاه په ملکې روغتون کې دماشومانودجملي څخه داسي ټپان هم پراته وچې ټول سوي او پړسيدلي ښکاريدل ،د دوي دجملي نه يوه اتلس کلن هلک چې ګل ولي نوميده راته وويل چي په ونو او توتانوکې بمونه راغورځول کېدل او د هغه بي ګناه خلکو ويني ،اندامونه او غوښي پرتي وي. دا هغه معصومه او بي ګناه خلک وو چي د خپل کور لپاره د سودا د رانيولو او داسې خلک چي د خپلو بچيو لپاره يوه مړي رزق پيدا کړي او د هيلو سره دغه ميلي ته راغلي وو او هيلي داسي له خاورو سره خاوري شوي چي هيڅ د چا هيله او توقع نه وه.او دا داسي حال ووچي هرچابه خپل مړي دځايه ايسته.
+
ليكل شوي دي Mon 6 Aug 2007وخت 5 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
+
ليكل شوي دي Mon 6 Aug 2007وخت 1 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|



ماويل كاش چې اوښكه شوى واي اوغوټۍ په خپلو بڼو كې نيولى واى ،دلته نو مې خپل زرين خياله ورستوري راته په غوږكې پټ وويل ياره !دغوټۍ دخيال مرغه هم اوس ددي حاضر مجلس نه وزرڅنډلې دي په هواګر ځي، دارمان اودجانان غيږيې په خپلوسترګوكې لكه غټه اوښكه ګرځيده. ډيره معصو مه بريښيده لكه مات وزرې مرغه چو په نا سته وه .ترستر ګولاندي يې زماتصوير ځانته انځوركړي و خپل مينه ناك اوارمانجن نظر به يې په ځمكه خښكړ ي و،زمالورته به يې هم كله كله يودردوونكي نظروكړ، ماهم ددي لپاره سر ځوړند كړ ترڅوغوټۍ راته په ځير ځير وګوري ،دلته مي دزړه درګاه لاډيره شوه ځكه چې ښكاري لومه مي خطانه شوه بازمې اوس په لاس راغلي و شپې هم خپله لمن په ټوله ښكلي فضاغوړولې وه نكل خلاص شو،ټول خپلو ځايوته ولاړل ماته هم دخوب بيستره هواره شوه خوپه خونه كې يوواځې غوټۍ پاته وه نورټول ويده شول غوټۍ هم دخوني نه ووتله بې اختياره مې ور پسې غږ كړ غوټۍ لږ اوبه راوړه ،اوبه يې راوړې! همداسې دخونې په منځ ديوګلاس اوبوسره ولاړه وه، غوټۍ اوبه دي لكه چې نه راباندي لوريږي ؟راته ويې ويل نه په دي مې نه در كولې ماويل چې در باندي توي به يې كړم. ددې خبرې سره سم مې داحساس اونفس عشقي تنابونه وغزيدل دځايه پورته شوم غوښتل مې غوټۍ په غيږ كې ټينګه كړم خو غوټۍ په بيړه داوبوګلاس كيښود اودكوټې نه ووتله ورپسې مې سوي ناري وكړي. اي !قند تا ته وايم سباځم هغه امانت خبردي واخله. خو دهغه خپل ضد له مخې زما دې ناهيلو ناروته يې غوږ كې نښود په ماهم ځمكه سره شوه دري وارې له خونې نه ووتلم ځان مې داسې وانګيرلو چې ګواكې عزرائل مې په دي لحظه كې ساه اخلې ، دكوټې كړ كۍ مې په زوره پورې اوخلاصه كړه كه ګورم چې په تته تياره كې يو څوك زما خواته راروان دي لږچې رانيږدي شوه په تګ مي وپيږنده چې غوټۍ ده ،مازرزر ځان ته سلګۍ راوستې چې په كراريې راباندي غږ وكړ اي !ستن خوړليه څه درپيښه ده ويد ه شه اوس به مې پلار ر اوځې څه به وايې ،خو ما يې خبر وينو له ګلې زه يواځې ستالپاره راغلۍ يم ته يوراراشه ،په ډېر پريشانئ راته وويل خېر ته اوس ويده شه سبابه خبرې كوو ،ښه شپه ولري زماترخولې بې اختياره چيغه ووتله نه يوواردي لاس راكړه تر شايې راته په كونځو ورځووكتل ، ښه شپه ولرې سبابه بيا خبرې كوو!زمادواكه هم نورووتله په بيړه مې د غوټۍ هغه نرم لاس ديوڅو شيبولپاره ټينګ وني وي سترګې مې ټيټې اچولې وې هڅه مې داوه چې دغوټۍ پښوته به ګورم خوپه خونه كې دومره تياره وه چې دلاس ګوتې هم سمې نه معلوميدې ،ښه مې زړه راغونډكړ چې شونډوته يې نيږدې شم خووجدان مې دغورورنه ډك شو احساس مې مړاوۍ شو. دې حالت ته رارسيدلي ووكه مو يوساعت شونډي په شونډو ايښې وايې هم كوم مزاحمت به نه وي دمره زړه مې وكړ چې دغوټۍ په شونډومې خپلې دوې كوتې كيښودې لكه ويشنلې وړۍ تارتاراواوبه زنې وې ، دمه مې بنده بنده كيده ناڅاپه دغوروره ډكې نجلې ځان رانه كش كړ دا څه كوې ډيره په غوصه شوه خو ماله ناز اومينې نه كار واخست خير دي لږه شيبه پس راشه، هسې نه چې موردې ويښه نشي وعده دركوم چې بغير دهغه يوڅو پټوخبرونه تيره بل هيڅ هم نه درته وايم دكوټې پرده يې پورته كړه دستورورڼاته يې سپين غټ مخ وه بريښيد شونډه يې ترغاښ لانډې ټينګه نيولې وه ،نوريې څه وه نه ويل كراريې شونډي ورپيدې ګورو به! كه موقع پيداشوه رابه شم ،(غوټكې) هتمې راځې !!امكان لرې ، زړه مې خوشحاله شو اجازه مې وركړه په هغه غوښن لاس مې ورته شونډي كيښودي ټول سندره سندره وم خيالونه مې فلسفي شول دپاچاهې تخت ته رسيدلي وم په ځان به مې هم مينه راتلله خدايه داڅومره ښايسته نړۍ ده هرڅه راته دمينې شپيلې غږولې دزورورخداي په خلقت كې ورك وم زماپه تير شوي ژوند كې نو دالومړي ځل و چې دمره دردمنه د غم لمن غوړوي بس سوچونه رانه تاوشول په مغذ مې يې منګل خښه کړه دتيارې په غيږکې دغوټۍ درا تګ په فلسفه کې غرق تللى وم ،خداى خبر چې غوټۍ به راشي! کله به دمره زړه وکړي چي په توره شپه کې به يوه پيغله دنامهرمه سړي غيږي ته پناراوړي نه ! هيڅ امکان نلر ي شايد رابه نه شي؟.
ځکه دي به هم دمره فکرکړي وي چي دشپي هسې هم دسړي شيطان زوروروي نفسي خوا هيشات هم اوج ته رسريږي .دفکر ټال و کله يوخواکله بل خوا ډير ناهيلى شوم !بيا به مې هم ځانته تسلې ورکړه نه ! هتمې راځي که نور نه وي شايد هغه خبرې يې په زړه کي ورته اور بل کړي چې ماورته دامانت خبره کړي وه دنجونوهسې هم زر سوداکيږي ،زه لا په هم دغه بې سره سوچوکې وم چې دروازه کراره نيم کښه شوه :
ځان چې مې هرڅومره تکړه کوي خوداځواک مې په ځانکې نه شوي راوستى اه سيلى مي وايستل ،دځان سره مې وانګيرله شايدغوټۍ به دد روازې ترشاه ولاړه وي .په ځاي کې کښيناستم ژامې مې کړپيدي هيڅ مې تحمل نه شوي کولاي ،
+
ليكل شوي دي Mon 6 Aug 2007وخت 1 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
يو خبريال په ګرشک کې د جګړو د ناوړو لاسوندود تر لاسه کولو لپاره د طالبانو منځ ته ورغلی و.
په هلمند کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عزيزاحمد تسل ليکنه
د يو بمباري شوي کور د خاورو ايرو په منځ کې به د يوې بورقې تصوير تل زما په ذهن کې پاتې وي. کله چې سترګې پټوم، هماغه انځور مې د سترګو په وړاندې ښکته پورته کيږي. په وينو لړلې يوه آبې رنګه ټوټه په هغه يو ځای کې په تورو خاور کې پرته ده، چې يو مهال د چا کور و.
زه له طالبانو سره د حسن خان کلي ته راغلی يم.هلته دورتګ يورازيني لاره دطالبانوسره اړيکي نيول و، ځکه د ګرشک د ولسوالۍ، حيدراباد ته څېرمه دا کلی د طالبانو په لاس کې و. خبريالان د هغوی له اجازې پرته دې ځای ته نه شي راتللای.
خبرو اترو څه نا څه يوه اوونۍ وخت ونيو. لومړی مو د طالبانو له وياند، قاري يوسف سره خبرې وکړې. هغه نورو ته ورپېژندلو. نورو بيا په خپل وار ځايي قوماندانو ته وروپېژندلو.
په پای کې موږ ته د مخګې تګ اجازه راکړ شوه.موږته دطالبانودقاضي د تليفون له لارې وويل ، چې په حيدراباد کې له چا سره د خبرو او فلم اخيستلو په اړه بايد خورا پام وکړو.
هغه همدومره وويل: "که ستاسې کار د هغوی خوښ نه شي، نو د ژوند څکه به ونه کړئ."
ګرشک د لښکر ګاه شمال ته تقريبا 40 کيلومتره وړاندې پروت دی. دا ولسوالي د حکومتي چارواکو په وينا څو، څو وارې لاس په لاس شوې ده. ما داسې کوم موټر چلوونکی ونه موند، چې هلته د تګ زړه ښه کړي. هغوی ټولو موږ ته په شک کتل. ښايې له دې امله چې موږ پګړۍ نه لرلې او نه مو سمې جامې اغوستې وې. ما يوه کندهارۍ خولۍ په سر کړې وه او يو لوی بکس مې غاړې ته اچولی و، چې کمره او د ثبت نور وسايل په کې و.
په پای کې د يوې ژيړي ټکسي، چلوونکي راڅخه وپوښتل، آيا د تګ لپاره مو له طالبانو څخه اجازه تر لاسه کړې ده او که نه. کله چې ما ورته وويل "هو" نو ويل يي راوخېژئ.
کله چې له ګرشک څخه ووتلو او يوې دښتې ته ورسېدو، زموږ موټرچلوونکی، چې سپينه پګړۍ يې وهلې وه، شاوخوا ته يې ترهو لي کتل او يو په بل پسې سګريټ يي څکول.
د سهار څه باندې يوولس بجې موږ لومړی طالب وليد. دوه طالبان د سړک پر غاړه ولاړ و. تورې پګړۍ يي په سر وې، تور څادر يي په اوږو پروت او کلاشيکنوف يي غاړې ته اچولی او له ګوليو څخه ډکې ګردنۍ يي تر ملا راتاوې کړې وې. په لاسونو کې يي د پاکستانی کلدارو او افغانيو بنډلونه نيولي و.
ما خېز وکړاو وډارېدم. "اوه، موږ طالبان يو، تاسو بايد له موږ سره مرسته وکړئ." هغوی موسکېدل. وروسته يي موټر ته سر ښکاره کړاو زموږ د کمرې او وسايلو بکس يي وليد. يوه شېبه جدي شول.
موږ ورته د لسو افغانيو دوه لوټونه ورکړل، هغوی وويل: "ښه ده، تاسې تلای شئ."
خو کله چې مو حرکت وکړ، يو تن يي خپل ګرځنده تليفون راويست او شمېره يي ووهله. دې کار زما اعصاب خراب کړل او خپل ايلچې ته مې خبر ورکړ.
زموږ د موټر چلوونکي د وينا له مخې موږ د "ګاماش" په سيمې کې و. موږ په دښتې کې ډېرشمېر امريکايي موټرونه، ټانکونه، زغره وال وسايط او جيپونه وليدل، چې ټول يي سوې سکور او خراب شوي و. د تيلو سوي ټانکرونه هم تر سترګو کېدل.
داسې برېښېدل، کې په هر ګام کې يو موټر ويجاړ شوی وي.
کله چې د حسن خان کلي ته راورسېدو، د سړک په غاړې مې يو سوې ټراکټور تر سترګو شو. يو څه وړاندې راته کورونه ښکاره شول، چې په بمباريو کې ويجاړ او هوار شوي و. داسې برېښېده چې يو مهال به له ګڼې ګوڼې ډک < |