بريالی باجوړی
د پښتو شعر لكه څنګه، چې معلومه ده په حماسه پيل شوى دى او په پښتو شعر كې د ستاينې دغه دود تر ډېره وخته رواج درلود. دا هغه وخت و، چې په ځينو سيمو كې د پښتنو واكمني خپله وه او د سوبو لپاره به يې هره خوا تورې وهلې او هم په ځينو سيمو كې يې د پرديو تاړاكونو په وړاندې د خپل ټاټوبي او اّزادۍ د ساتلو لپاره تورې راوېستلې وې. بيا يو وخت داسې هم راغى، چې دوى پخپلو منځو كې په تربګنيو اخته شول او د نورو د خوښۍ لپاره يې په يو بل پسې تورې راوېستلې او يو بل يې سره ووهل. لوى هېوادنى مقصد ځنې هېر شو او د وړو وړو جاګيرونو د لاسته راوړلو په سيالۍ كې شول. هغه د خوشال خبره په ځاى وه، چې ويل يې:
پښتانه په عقل پوهه څه ناكس دي
كوټه سپي د قصابانو د جوس دي
اوښ له باره پخپل كور كې دى ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي
دغه وخت د پښتنو د ماتې او شكست وخت و او پخپلو منځو كې يو له بل سره د جاګيرونو د لاسته راوړلو په سيالۍ كې وو. د سياسي بصيرت خاوند خوشال خان د دوى عيبونه ورته په مخكې اېښودل. د پښتنو د نيمګړتياوو او عيبونو په ښودلو كې د خوشال لهجه ډېره تونده، بې ډاره او بېباكه وه. څه يې چې ليدل هغه يې ويل او د پښتنو ټولو عيبونو ته يې په نېغه ګوته نيوله. په سياسي لحاظ د پښتنو د اصلاح لپاره دا په پښتنو كې لومړنى شاعر و، چې د دوى ذهنونه يې روښانه كول. په دغه دوره كې د پښتو شعر د كمال پوړيو ته رسېدلى و؛ خو بل كوم داسې شاعر نه و، چې د پښتنو سياسي روزنه وكړي او دوى پوهه او باخبره كړي.
په را وروسته وختونو او په تېره بيا په معاصر شعر كې لويه عنعنه دا وه، چې د بابا توره او د باباګانو سوبې او خپل لرغونى غيرت وستايي او د هماغه لرغوني غيرت پر بنسټ د خپل غيرت اظهار وكړي، چې:
نر يمه پښتون يم تاته يادې زمانې زما
خو كله، چې په دغه دوره كې ځوان نسل دې ته متوجه شو، چې زموږ شاعري د تورې، غيرت، اخطارونو او جنګونو يوه جنګنامه ده؛ نو د شعر ښكلاييز اړخ د سمبالښت لپاره يې د غزل لمنه ونيوه. د يار د خط و خال په ستالو كې يې ښكلي شعري مفاهيم او نوي خيالونه راپيدا كړل.
ارواښاد امير حمزه شينواري د غزل په لمنه كې هماغه پورتني موضوعات دننه كړل او يا د غزل غزليز مفاهيم يې د پښتو او پښتونولۍ لپاره په ډېره ماهرانه ډول وكارول. هماغه پخوانۍ موضوع وه؛ خو په نوې بڼه او انداز يې بدل و. شعري مفاهيم يې بدل وو.
د ډېرو څېړونكيو په وينا حمزه شنواري غزل پښتون كړ. د حمزه شينواري په څنګ كې ځنې داسې شاعران هم وو، چې د غزل په تنګه لمن كې د ورځني ژوند عمده مسايل ځاى كړل او د ژوند له مسايلو سره دغه غزليز پيوند يو بل خوند او رنګ پيدا كړ؛ خو كومه خبره، چې د پښتنو د اصلاح خبره وه هغه اجمل خټك، سيف الرحمن سليم او ارواښاد قلندر په يو نوي ډلو پيل كړه. يعنې د نوې زمانې نوې غوښتنې او ضرورتونه يې هم ورسره يو ځاى كړل. د دوى شعرونو لكه د يو بغاوت په توګه د پښتنو شعر ډېرې زړې عنعنې ماتې كړې. په انتقادي ډول يې يو ځل بيا د پښتنو د سياسي روزنې مشالونه بل كړل. د سرمايې په نظام كې د جمهوريت او برابرۍ غوښتونكي وو. د زبېښاك پر ضد يې پخپلو شعرونو كې د ولسونو د ذهنونو ويښولو ته خپلې هڅې جاري وساتلې. د ليډرانو ناودودو ته يې هم ګوتې ونيولې او په ډېره مېړانه يې وغندل.
دا عنعنه د هند د مصنفينو د مترقي انجمن په جوړېدو سره پيل شوه. تر يو وخته يې دوام وكړ، چې په كوزه پښتونخوا كې يې لويه سرچينه ولسي ادبي جرګه وه، چې په سر كې يې كاكاجي صنوبر حسين ولاړ و.
دې لړۍ تر ډېره دوام وكړ؛ خو بيا يو وخت داسې راغى، چې د پښتو شعر له ژونده ورو ورو لرې شو.
كه په اوسني وخت كې خبره كوو نو پښتو شعر د اوسني وخت غوښتنو ته ځواب نه لري. له نېكه مرغه په اوسني وخت كې دوه تنه داسې شاعران شته، چې په دغه پل روان دي، يعنې د خوشال خان عنعنه پالي، چې يو يې دروېش درانى او بل يې رحمت شاه سايل دى؛ خو دا هم بايد ووايو، چې دروېش خپله ټوله شاعري دغه مقصد ته وقف كړې ده. د دروېش په شاعرۍ كې هغه څه په نظر راځي، چې د خوشال په شاعرۍ كې وو؛ خو په دومره توپير، چې خوشال د خپل وخت او خپل اجتماعي موقف له مخې پخپلو ويلو توند، ډاډه او بې پروا و او د دروېش په وينا كې د شاعر عاطفه، صداقت او خواخوږي ډېره غالبه ده.
دروېش هغه شاعر دى، چې موږ ته زموږ نيمګړتياوې او خطاوې په داسې هنرمندانه ډول يادوي، چې موږ نه غوسه كوي او نه مو راپاروي؛ بلكې پخپلو غلطيو مو ژړوي. يا په بله وينا د پښتنو غوندې سركشه قو ته د ويلو په هنر ډېر ښه پوهېږي او په دې توګه زموږ ټولنيزه روزنه كوي.
تا دښمن هم په امان رساوه كور ته
موږ ملګري خپل په لار كړل زخم زخم
پر تا باندې د غليم او لاد هم ګران و
موږ بچي د مور او پلار كړل زخم زخم
دروېش د خپلې شاعرۍ د پيل په وخت كې د اجمل خټك تر تاثير لاندې و؛ خو د وخت په تېرېدو يې بيا خپله لاره بېله كړله. دروېش په يو بل شعر كې همدغه موضوع داسې يادوي:
لا تر اوسه وهي يو د بل سرونه
لا تر اوسه يو د بل په وينو پايي
بلل كېږي پښتانه دا يې معمول دى
ورور د ورور او خپل د خپل په وينو پايي
د پښتنو د تربګنيو او ورور وژنې دغه غميزه خوشال خان هم ډېره ژړلې ده او دروېش هم دغه غميزه په داسې هنرمندانه ډول وړاندې كوي، چې په زړه او ذهن كې ځاى نيسي او هر يو پخپلو كړو پښېمانه كوي:
ما خپله توره كړه د ورور په زړه كې ماته خدايه
چــې دښمن راغى زه په دوه لاسه وم پاتې خدايه
پښتانه په سياسي لوبو كې همېشه بايلونكي دي. په توره وهلو كې تكړه وي؛ خو د وېش په وخت كې بيا په دروازه كې ولاړ وي. خوشال هم پخپلو شعرونو كې څو ځايه دې خبرې ته اشاره كړې ده:
پښتانه په توره ښــــــــه دي تر مغولو
كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار
دروېش وايي:
دروېش مــدام وړي هر تاوان له خپله قامه سره
چې كله ځاى د ګټې راشي نو حصه نه غواړي
يوه بله موضوع، چې د پښتنو د تېر اېستلو موضوع ده؛ نو څرګنده خبره ده، چې پښتانه همېشه په اشخاصو غولېدلي دي يا په بله وينا اشخاصو تېر اېستلي دي. په سياسي لوبو كې يې په نيمه لاره كې پرې ايښي دي. چا په نورو پلورلي دي او څوك ورته د دوست په جامه كې دښمن جوړ شوى دى.
دروېش وايي:
نـــــــــــــه په زاړه باور لرو او نه په نوي څــــــــــــــراغ
موږ هغه څوك يو چې كورونه مو دي سوي څراغ
دروېش د ژوند په معركو كې د پښتنو بېځايه زړورتوب او سرښندنو ته هم ګوته نيسي او د مبارزې د هنر زده كولو ته يې ويښوي:
د شيش محل خلاف يې اخلئ لږ په پام ملګرو
باچـــــــــــا د هر كاڼي بغل ته دى لــــــړم ساتلى
دروېش د امن او سولې شاعر دى. جنګ نه غواړي. خپل قام ته د تورې ماتولو بلنه وركوي. د مينې، ورورۍ او محبت پيغام ورسوي:
رنګ به وي تر څو پورې په وينه توره ماته كړه
زړه د خلكو وګټه په مينه توره ماته كړه
نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شا ليلا سينه
پورته كړه دروېشه دا بې دينه توره ماته كړه
دروېش د انساني مينې سبق په دې ډول وړاندې كوي:
لمن مې ډكه ده په كاڼو خو څوك نه پرې ولم
په عـــــــــادتونو كې دا يو عادت د غره لرم زه
په پاى كې بايد ووايم، چې كه زموږ يو څو نور شاعران هم لكه د دروېش دراني غوندې زموږ په زړونو ګوتې كېږدي او عيبونه راوسپړي؛ نو روان معاصر شعر به زموږ په اصلاح او پوهونه كې څه برخه اخيستې وي. كه زما دې خبرې ته څوك ګوته ونيسي، چې په شعر كې نصيحت څنګه خبره ده؟ نصيحت خو ملا كوي او لارښوونه سياسي ليډر؛ نو زه به ووايم، چې سمه ده؛ خو ژبه او هنر د دروېش غواړي. خپلې خبرې د دروېش په يو څو بيتونو پاى ته رسوم او د ته په دغه كار كې د نور برياليتوب هيله لرم:
خداى خبر چې څه بلا وه په هر كور كې
تر سهاره به ژړا وه په هر كور كې
دومره زيات غربت هم نه و په وطن كې
سا مو اخيسته هوا وه په هر كور كې
د اولاد په رويه كې بغاوت و
د يو لوى جنګ ابتدا وه په هر كور كې
د بدل خبره نه كېده دروېشه
بس دعوه د خون بها وه په هر كور كې.















