***
له تورو سترګو د باڼه چاپېره
لکه جرګې ته پښتانه چاپېره
لکه يو ياد به دې ساتمه پکې
جانانه کړم به درنه زړه چاپېره
که یې زما د خيال مورچې نیولې
غمونه ستا مې کړل خواره چاپېره
پرون یې لاس د يارانې راکاوه
نن مې دي واړه له کاله چاپېره
زما خيالونه د غزل ماشومان
وږي،نهر له تناره چاپېره
خال دې د سپين جبين پټی ګرو کړی
غم د ليلا رانه زړګی ګرو کړی
نه په خندا نه په موسکا پوهيږې
تل د زما د ژوند سپرلی ګرو کړی
دا شېخ!مې حق پکې ذره نه بولی
وايي جنت مې ځای پر ځی ګرو کړی
د کور او کلی درته څه ووایم
پوله په پوله مو مرګی ګرو کړی
بیا چې ځلمی په شونډو سپک يادوی
چا دې د سرو شونډو وښی ګرو کړی
ماته په سپينه خوله خندل مه كومه مړ به مي كړي
زما جانه مړ به مې كړي
خوښ مې جانان به در ته وويايم

نور ه څنګه مينه در كړم خو خپل ځان مې در ته وويل

ټولې دعا ګاني دي قبولي شه
دښته دي شي ټوله ستا په خوله ګلاب

زما لا لۍ زما همځولي
مورجاني ور مې كړه زارى در ته كومه
