تبليغاتX
ځــــــــــولــــــــــــۍ
د عزيز احمد تسل كلتوري، هنري او ادبي ويبلاګ

دغه تارياك په هلمند كي د دولتي چارواكو له لوري  د هلمند په يوه برخه كي نيول شوي دي  چي اوس يي چارواكي سوځي

+ ليكل شوي ديSun 6 Jan 2008وخت 4 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

په هلمند كې برتانويان ميشت دي  دوي خوراډير ې اوبه څښي بل 

+ ليكل شوي ديSun 6 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

دبُست كلا او زموږ ملګرو ميله په دي ور ځ مو خورا ساعت تير شو

عزيز تسل ، عبدالودود هجران،  صالح محمد صالح ،اوعزيزاحمد شفع

+ ليكل شوي ديSun 6 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

د پاک قران ژباړې اختلافونه پارولي دي

 

لاريون کوونکو د هغه چا د مرګ غوښتنه کړې، چې د پاک قران په ژباړې کې يي لاس لرلی دی.  

 

په کابل کې د آی ډبليو  پي آر د خبريال، حفيظ الله ګردش ليکنه

 

کله چې د لويې څارونوالۍ وياند، پېژندل شوي خبريال، غوث زلمي د پاک قران د نوي متن په چمتوکولو باندې کار پيل کړ، ښايي په دې اند به و، چې خپلو مسلمانو وروڼو ته  يو خدمت سرته رسوي.

 

پر ځای يي دا کتاب "د پاک قران روانه ژباړه" د خلکو د قهر او غوسې څپې راوپارولې او زندان ته د هغه د خپروونکي، زلمي  د وراچولو او د هغې د ايديتور د پټېدا لامل شوې. د دينې عالمانو شورا دا کتاب وغندلو او هغه يي يوه صهونيستي نړيواله توطئه وبلله.

 

څارنوالان وايي زلمی اوس په خپلې کړنې پښېمان دی.  آی ډبليو  پي آر ددې خبرې پخلی نه شي کولای، ځکه له يوې مياشتې راهيسې نوموړی خبريال د ناڅرګندې سزا له امله له خلکو سره خبرې نه شي کولای.

 

نوموړی کتاب په درې ژبې باندې لومړنۍ ژباړنه ده. په عادي ژباړې کې  بايد د عربي متن هم  بايد راوړل شي او د اصلي متن له مخې ټکي په ټکې وژباړل شي.

 

له بلې خوا دا "روانه ژباړه" له بومي او وطنۍ ژبې سره د اسلام د سپېڅلی کتاب د تړاو د ورکولو يوه هڅه بلل کيږي.

 

نيوکه کوونکي وايي، د ژباړې په بهير کې د قران د تورو او مفهوم په اړه جدي تېروتنې شوې دي او ددې غوښتنه کوي، چې په دې کار کې ښکېل ټول خلک محکمې ته راکش شي. په کابل، جلال اباد او د هېواد په  نورو برخو  کې قهرجنو لاريون کوونکو د زلمي او د هغه "د همکارانو" د مرګ غوښتنه کړې ده.

 

دا کتاب چې د امريکا د متحده ايالتونو استوګن، قدرت الله بختياري نژاد ژباړلی او ملا قاري مشتاق احمد ايدټ کړی په  شپږو زر نسخو کې چاپ شوی او وېشلو ته چمتو و. خو کله چې هغه له چاپه راووت د حج او اسلامي لارښوونو د وزارت له خوا او همدارنګه د پارلمان د دواړو مجلسينو له خوا وغندل شو. هغوی له حکومت څخه د ټولو نسخو د ظبط غوښتنه وکړه.

 

د زلمي آمر، لوی څارنوال د هغه د نيولو لارښوونه وکړه. زلمی د رپوټونو له مخې پاکستان ته د تېښتې پر مهال ونيول شو.

 

ملا مشتاق  وتښتېد.  پوليس ورپسې ګرځي چې يي ونيسي.

 

د سترې محکمې د فتوا رئيس، محمد صديق مسلم د وينا له مخې د ولسمشر دفتر د کتاب د ليدلو او ارزونې لپاره يو پلاوی ټاکلی دی.   

 

نوموړي زياته کړه، چې د پلاوي د کار پايلې لا تر اوسه سترې محکمې ته وړاندې شوې نه دي او د پايلو په اړه يي کوم نظر وړاندې نه کړ. 

 

هغه وويل، په کتاب کې جدي اشتباه د عربي متن نشتوالی دی.

 

نوموړي وويل:  "له عربي متن څخه پرته د قران هيڅ يوې نسخې ته قران نه شي ويل کېدای."

 

مولوي مسلم تورن ته د سزا د ورکولو د څرنګوالی په اړه څه ونه ويل، خو څرګنده يي کړه، چې هغه به  په  ژباړې کې د موندل شوي ناسموالي له اهميت سره تړاو ولري. هغه وويل: "سزا به د شوې غلطۍ او د متن د اهميت له مخې ورکړ شي."

 

له بلې خوا د کتاب او د هغې د ليکوال په هکله عمومي نظر زيات جدي دی، له دې امله ښايي مخاکمه د خلکو احساسات هم په پام کې ونيسي.

 

هغه وويل:  "تورن بايد په داسې يوې لاره محاکمه شي، چې د نورو لپاره عبرت شي."

 

خو نوموړي ديني عالم د زلمي په وړاندې د جدي سزا ورکولو خبره بس کړه.

 

هغه وويل:  "اسلام د سولې، صفا، ورورولۍ، عدالت او زړه سوي دين دی. د زړه سوې يوه بېلګه يي داده، که چېرته يو څوک په سلو کې نه نوي غيراسلامي او په سلو کې يوه اسلامي خبره وکړي، بايد ددې يوې سلنۍ له مخې پرې قضاوت وشي."

 

د ملي امنيت د لويې څارنوالۍ رئيس، جنرال عبدالفتاح په زلمي باندې جنايي سزا ځانګړې نه کړه.

 

فتاح وويل: "قضيه لا تر اوسه تر پلټنو لاندې ده. تر هغه چې دوسيه محکمې ته وړاندې شوې نه وي، موږ په دې هکله څه نه شو ويلای."

 

فتاح دا هم وويل، چې تورن په "خپل کار پښېمان" دی.

 

د حج او اسلامي لارښوونو وزير، نعمت الله شهراني په دې ټينګار کوي، چې دا کتاب د اسلام په وړاندې د لويي توطئې يوه برخه ده.

 

د نومبر په لومړيو کې شهراني له ټول هېواد څخه د ديني عالمانو يوې ګډې غونډې ته وويل: "دا يوه تصادفي خبره نه ده. د هغې تر شا د اسلام د دښمنانو لاسونه دي.  دا کتاب ... د نړيوال صهونيزم او نورو هغو ډلو يوه توطئه ده، چې غواړي اسلام له منځه يوسي."

 

شهراني وويل، دا کتاب ټولو مسلمانانو، په تېره بيا افغانانو،  ته يو سپکاوی دی. هغه غونډې ته  له راغلو عالمانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو دا توطئه هېره نه کړي.

 

هغه وويل: "موږ غوښتنه کوو، ترڅو حکومت په کتاب کې ټولو ښکېلو خلکو ته سزا ورکړي."

 

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نومبر په 25 د "قران د بدلون تر شا د توطئې د لاملونو او اړخونو علمي څېړنه" تر نامه لاندې يو کنفرانس رابللی و.  په دې کنفرانس کې يو شمېر وينا والو بېلا بېلې ليکنې ولوستلې، خو ټول په يو ټکي سلا و، چې دا کتاب په لويديځ کې د اسلام د ښمنانو کار دی او مسلمانان بايد ورته پام وکړي.

 

د علومو د اکاډمۍ يو غړي، ډاکټر شېرعلي ظريفي آی ډبليو  پي آر ته وويل چې هغه د کتاب څو نسخې د هغه تر رياست لاندې د ټاکل شوي رسمي پلاوي غړو ته د مطالعې لپاره ورکړي دي.

 

هغه وويل: "په لفظي ژباړې کي د زياتو غلطيو برسېره د پاک قران په مانا کې هم يو شمېر زياتې غلطۍ راغلي دي."

 

"تر ټولو لومړی، له عربي متن څخه پرته هيڅ يوې ژباړې ته "قران" نه ويل کيږي. قران له عربي ژبې پرته په نور ژبو نه شي ليکل کېداۍ."

 

هغه يادونه وکړه، عربي هغه ژبه ده، چې مسلمانان يي په لمانځه کې وايي.

 

هغه وويل: "هرڅوک که په لاس ډول (قصدا) له عربي پرته په بله ژبه لمونځ ووايي، "زنديق" بلل کيږي. که په ناپوهۍ په بله ژبه لمونځ وکړي، نو هغه مازې "جاهل" ګڼل کيږي."

 

ظريفي هم په دې اند دی، چې ددې جرم ريښې له افغانستان څخه بهردي.

 

هغه وويل: "ددې کتاب له محتوا څخه څرګنديږي، چې د هغې ليکوال او ايديتوران په لويديځ کې د مذهبي پلوراليزم د غورځنګ غړي دي."

 

هغه يو شمېر غلطيو ته ګوته ونيوه، لکه په يو فصل کې مسلمانان هڅول شوي، ترڅو خپل سپېڅلي او همدارنګه د نورو دينونو کتابونه ولولي.

 

هغه وويل: "مسلمانان د نورو دينونو د کتابونو له لوستلو څخه منع دي."

 

يوه بله ستونزه د پيغمبر رول دي، چې د ظريف له انده په ژباړل متن کې ورته سم درناوی نه دی شوی.

 

په متن کې مسلمانانو ته اجازه ورکړ شوي،  د قران د ځانګړو ايتونو په هکله پوښتنه وکړي، چې دهغه په وينا دا کار په ټينګه منع دی.

 

ظريفي وويل: "يو مسلمان بايد د قران ټول آيتونه ومني.  که چېرته يي په يو (آيت) باندې شک راغی، نو کافر کيږي."

 

هغه زياته کړه، همدا رنګه په ژباړه کې د ټاکلو ګناهونو لپاره د سزا څرګندونه شوې نه ده، لکه په تېږو ويشتلو باندې د زناکار وژل.  هغه وويل: "ددې سزا حذف يوه څرګنده غلطي ده."

 

د علومو د اکاډمۍ د شريعت او قانون د څانګې غړي، محمد حسن توحيدي د ظريف له نيوکو سره په ټوليز ډول موافق نه دی.

 

هغه آی ډبليو  پي آر ته وويل:  "د هغه يو څه استدلالونه سم دي، خو يو شمېر نور يي کمزوري دي. که د قران په لفظي ژباړه کې يو څه غلطي وشي، نو لويه ګناه نه شمېرل کيږي. زما په اند دا ناشوني ده، چې  پاک قران دې هغسې وژباړل شي، لکه څنګه چې دی. ځکه په قران کې د کارول شوې ژبې لپاره معادلې کلمې نه شته."

 

توحيدي ټينګار کوي، چې په تېږو باندې د زناکار وژل په قران کې نه دي تشريح شوي، بلکې له حديثونو څخه اخيستل شوي دي. حديث د حضرت پيغمبر د ويناوو ټولګه ده.

 

همدا راز توحيدي په ژباړې کې د پيغمبر د نه درناوي خبره هم نه مني.

 

هغه وويل:  "آن هغه عالمان چې ځانونه د ديني چارو ماهرين بولي کله چې په تلويزون کې خبرې کوي ټولو پيغمبرانو ته وړ او مناسب درناوی نه کوي. ولې هغوی هم نه بنديانيږي؟"

 

د ديني چارو يو څېړونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، آی ډبليو  پي آر ته وويل دا کتاب کومه نوې ژباړه نه ده.

 

هغه وويل: "په 1985 کل کې په اردن کې يوه موسسه جوړه شوه او فارسي ويونکي يي وګومارل. هغوی د  efarsi.org  په نوم يو ويب پاڼه لري، چې اسلامي ضد مواد خپروي. غوث زلمي او د هغه ملګرو له دې ويب پاڼې څخه دا کتاب رانقل کړی دی."

 

دري ژبه فارسي ته نژدې يوه ژبه ده.

 

ددې پېښو په متن په ځينو کړيو کې اعتماد کيږي سره له دې چې ثابته شوې نه ده.

 

نوموړي څېړونکي وويل هغه نه پوهيږي، چې ولې د زلمي په څېر يو ښه مسلمان او پېژندل شوی خبريال په دې پېښې کې ښکېل دی.

 

هغه وويل: "زما په اند زلمي به غوښتل ددې کتاب د خپرولو له لارې دري ژبو ته يو ښه خدمت وکړي، خو له محتوا يي خبر نه و.  ښايي هغه دا کار ځانته د نوم د ګټلو يا د پيسو لپاره کړی وي. په هرترتيب په دې هکله قضاوت سخت دی."

 

خو زيات شمېر خلک، په تېره بيا هغه چې د روانو پېښو سره مينه نه لري، دا راز کارونه کوي.

 

د کابل پوهنتون يو محصله راضيه دا سې نه بريښي، چې د اسلامي اصولو پابنده دې اوسي.  هغه سينګار کوي. هغه کميس او پتلون اغوندې، چې له افغانستان او اسلامي شريعت سره نه جوړيږي. خو سره له دې هغه هم د ژباړې او د هغې له مجرمينو په هکله سخت سرې  ده.

 

هغې وويل: "د غوث زلمي لپاره ددې پرته بل څه نه وينم، چې په عمومي څلور لارې کې وځړول شي. دا کار به د هغه په څېر نور لپاره يو درس وي."

 

د زلمي يو ملګري، چې نوم يي ونه ښود، نوموړی له کوچنيوالي څخه پېژني. هغه په دې اند نه دی، چې ګوندې هغه به له دې کاره څخه ناوړه فکر درلود.

 

هغه وويل: "زه په خدای سوګند يادوم، چې غوث زلمې يو پاک مسلمان دی او په اسلام باندې ايمان لري. زما په اند هغه په ناخبرۍ کې په دې لوبې کې ورګډ شوی دی."

 

"زلمی ددې کتاب له محتوا څخه خبر نه و. هغه يو خبريال دی، نه يو عربي عالم او يا د اسلامي چارو ماهر. زه له حکومت څخه غوښتنه کوم، چې ددې سړی په هکله له سم عدالت څخه کار واخيستل شي."

 

 

 

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

د موسې کلا راتلونکې به څه ډول وي؟

 

(د هلمند ولايت) شمال ته په دې پرتې ولسوالۍ کې واکمن طالبان ډاډمن دي، چې د ژمي پر مهال به د هلمند ولايت نور پاتې برخې ته ځانونه ورورسوي.  

 

په لښکرګاه کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عزيز احمد تسل ليکنه

 

په موسې کلا کې د ماښام  تياره د خپرېدو په حال وه  او ما لا تر دې دمه د پوځي پريټ ننداره کوله، چې زما له مخې  تېرېده.

 

هغوی د حکومتي پوليسو اوامنيتي ځواکونو د موټرونو په څېر په شنو، خاکي او سپين رنګه موټرونو کې سپاره و. يوازينی توپير يي داو، چې په هغوی کې د طالبانو پياده سرتيرې و، مظبوط، او په هيبتناکو څېرو کې د موټرو شاته ناست و.

 

هغوی مروړلې، زياتره تور رنګه، پګړۍ په سر او لينګي يي د موټرو دواړو خواووته زنګېدل. په لاسونو کې يي کلاشينکوفونه، ماشينګڼې او آن راکټ لانچرونه نيولي و. 

 

يو طالب ماته وويل، زياتره دا موټرې  يي له حکومت څخه نيولي دي.

 

ما د هغوی قوماندان ښار ته دتګ پر مهال وليد. هغه بېوسلې و. لکه چې نه يي غوښتل د چا پام ورته واوړي. هغه په هلمند کې برتانوي سرتېرو ته نه پاتې کېده، چې هيڅکله بېوسلې نه ګرځي.  

 

هغه زما پوښتنو ته ژر، ژر ځواب راکړ او آن خپل نوم يي راته وښود. د هغه  نوم "انقيادي" و.  هغه ماته اجازه راکړه، چې عکس يي واخلم، خو کله چې د کمرې مخې ته ودرېد، نو مخ يي په تور خړ رنګه دستمال پټ کړ.

 

هغه وويل: "د هلمند ولايت پنځه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې دي. له لښکرګاه او د نورو ولسواليو له مرکزونو پرته نورې برخې هم د طالبانو ځمکه (قلمرو) ده. هلته  برتانوي او افغاني ځواکونه په لږه برخه باندې کنترول لري."

 

هلمند 13 ولسوالۍ لري او آن حکومت ددې پخلی کوي، چې لږ ترلږه څلور هغه د طالبانو په لاس کې دي. دې ولسواليو ته تګ او راتګ  له طالبانو له خوښې وروسته  کېدای شي.

 

هغسې چې طالبان بهرنۍ موسسې "خپلې"  سيمې ته نه پرېږدي، نو له دې امله نوموړو ولسواليو ته د مرستو لېږدول له خنډ سره مخامخ شوي دي. په سپتمبر کې چې حکومت غوښتل د ګوزڼ د واکسين په پروګرام پيل وکړي، نو له طالبانو څخه يي په دې سيمو کې د واکسين د کولو اجازه تر لاسه کړې وه.

 

انقيادي وويل: "موږ له خلکو سره پخپله مرسته وکړه. څنګه چې واکسين د ماشومانو لپاره و، نو ځکه مو د هغه پروګرام له پرمخ وړلو سره موافقه وکړه. له دې پرته دلته  د ناحکومتي موسسو هرکلی نه کيږي."

 

د ماشومانو په اړه د طالبانو اندېښنه د ښوونځيو له پرانيستلو سره مرسته نه کوي. په موسی کلا کې له يو څو لومړنيو ښوونځيو پرته نور ښوونځي فعال نه دي.

 

انقيادي وويل: "دا ځکه چې تعليمي نصاب بدل شوی دی. که چېرته زوړ نصاب وکاروي، نو موږ به يي مخه ونه نيسو."

 

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال له زده کړې څخه خپل ځانګړی تعبير درلود.  آن د ماشومانو له خوا د کتاوبنو لوستل بايد د هغوی له فکر او فلسفې سره سم وي. لکه  "الف" د الله، "ج" د جهاد په توګه.

 

د طالبانو د کنترول له امله  د موسی کلا سهيل لويديځ ته د کجکي د برښنا د بند  پروژه هم وځنډول شوه.د امريکا متحده ايالتونه زيار باسي، ترڅو دا بند ورغاوي، ترڅو دهغه ولايت برښنا ښه کړي.

 

انقيادي کجکي بند ته تلونکي سړک ته ګوته ونيوه. هغه وويل: "ددې سړک جوړول د امريکايانو تر لاس لاندې دي. خو موږ به يي هيڅکه پرې نه ږدو، چې جوړ يي کړي."

 

نوموړی قوماندان ډاډمن برېښېده، يانې څه چې طالبان وغواړي، هغه کولای شي. 

 

هغه وويل: "پروسږکال مو چريکي جګړې کولې. سږکال به جبهه يي جګړې پيل کړو. زموږ ليکې دومره غښتلې دي، چې بهرنيان به يي هيڅکه هم کمزوري نه کړي. بهرنيان په موسی کلا باندې د لويو بريدونو خبرې کوي.  موږ هغې ته چمتو يو. يوازې په موسی کلا کې موږ 2050 تکړه وسله وال جنګيالي لرو. موږ ته له بريد سره مقابله ډېره  آسانه وي.  موږ غواړو دا ژمی ټول هلمند  ونيسو."

 

داسې نه بريښي، چې حکومت دې د طالبانو او د هغوی له زياتيدونکي ځواک سره د مقابلې په چل وپوهيږي.

 

د هلمند د امنيه قوماندان، حسين انډيوال ددې خبرې پخلی وکړ، چې د هلمند ولايت زياته برخه د زياتې مودې راهيسې د طالبانو په لاس کې ده

 

هغه وويل: "موږ د خلکو له خونديتوب څخه د ډاډ لپاره له هغوی سيمو څخه په شاتګ وکړ.  هغه مهال چې موږ هلته و، طالبان د خلکو کورونه ته تلل او هغوی يي وژل او له حکومت سره د کار کولو له امله يي د هغوی سرونه پرې کول. خو هيله من يو چې دا سيمې بېرته ډېر ژر ونيسو."

 

"طالبان غير انساني کارونه کوي. هغوی ولس ترهوي."

 

انډيوال د طالبانو په منځ کې د بهرنيو يادونه وکړه، خو نور يي څه څرګند نه کړل.

 

هغه وويل: "طالبانو د نورو لپاره كار کوي. هر څه چې هغوی کوي، د نورو په ګټه دي. کشکې هغوی هغسې چې وايي د خپلو خلکو او اسلام لپاره کار وکړي."

 

خو انقيادي بهرنيو هيوادونو ته د طالبانو د کار کولو خبره رده کړه.  

 

هغه وويل: "موږ سره هيڅوک مرسته نه کوي. موږ خپلواک يو. پاکستان له موږ سره کار نه لري. دلته بهرني القاعده نه شته. دا مازې د طالبانو په وړاندې يو پروپاګند دی."

 

انقيادي د حکومت او د نړيوالو ځواکونو له خوا د زيانونو په اړه خپاره شوي رپوټونه هم ناسم وبلل. هره پلا چې يوه لويه جګړه ونښلي، نو وايي، چې د هغوی ځواکونو بې شمېره طالب جنګيالي ووژل، په داسې حال کې طالبان ادعا کوي، وژل شوي خلک ټول ولسي خلک و.

 

هغه وويل:  "حکومت تل ناري سوري وهي، چې په عملياتو کې يي زيات شمېر طالبان ووژل، خو هغه ټول ولسي خلک وي."

 

انقيادي وويل، هغه او نور طالبان په کلکه وسله والې مبارزې ته ژمن دي.

 

هغه وويل: "موږ له دې يرغلګرو سره څو، څو ځلې جګړې کړې. دازموږ دنده ده. زموږ جهاد روان دی."

 

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

وصال

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

دنا ټو ځواكونو د بمبارئ په پايله كې په موسي كلا ولسوالۍ كي ډير دعامو خلكو كورنه وران  و يجاړ شول

وران شوي كورونه

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

دا كس سره  د دريو نوروملګرو  چي غوښتل يې د لښكر ګاه په ښار كې خپل ځانو نه وچوي د پوليسو له خوا ونيول شول

ځان مر ګي

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

دا هغه واسكټ دي چې ځان وژونكي يې په  ځان پوري تړي دا ځل په هلمند كي ځان وژونكي  په خپل هدف كې بريالي  نه شو ځان وژونكي سره د خپلو موادو په لښكر ګاه كې د پوليسو له خوا ونيول شو

دجان چوونكي واسكټ

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

دموسي كلا مسجد

دغه مسجديووخت نه يوا ځي په ظاهيري ښكلا ښايسته ووبلكي هر وځ په سلګونو خلكو پكي په امام پسي لومنځ كوي چي دا ځل نا ټو سپيري خاروي په ځاي پريښودي

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 2 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

عكس اخستونكې (تسل)

+ ليكل شوي ديWed 2 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

 

 

 

د موسی کلا د بريد په هکله معشويت

 

له طالبانو څخه د موسی کلا د ولسوالۍ د نيولو لپاره د پوځي عملياتو په هکله د ناتو د وياند خبرې له توپيرونو ډکې دي.

 

په هلمند کی د آی ډبليو پي آر د خبريالانو، عزيزاحمد تسل او محمد الياس داعي  لیکنه

 

له موسی کلا څخه د طالبانو د شړلو لپاره د نړيوالو ځواکونو او ملي اردو ګډ د عملياتو په پايلې کې لا دا جوته نه ده، چې آيا د هلمند  شمال ته  دې پرتې ولسوالۍ لا سقوط کړی او که نه.

 

نن د دسمبر په 11 په کابل کې رسنيو ته په يو خبري کنفرانس کې د افغانستان د دفاع وزارت او د ناتو   تر مشرۍ لاندې نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) وويل، چې ولسي خلکو ته د زيان د نه رسيدا او سرتېرو ته له تلفاتو پرته طالبان له هغه ولسوالۍ څخه شړل شوي دي.

 

د هلمند والي اسدالله وفا هم رسينو ته وويل، چې موسی کلا اوس د ملي اردو او ايساف د ځواکونو په لاس کې ده. 

 

طالبانو هم آی ډبليو پي آر  ته وويل، چې هغوی ولسي خلکو ته د زيان د رسيدا او هوايي بمبارۍ د مخنيوي له امله ولسوالي پرېښې ده.   

 

د ايساف وياند په لښکرګاه کې وويل، د سمو معلوماتو ورکول يو څه وختي خبره ده.

 

د ايساف وياند، ډګروال ريچار ايتون د يو خبريال پوښتنې ته چې آيا ملي اردو او ايساف د موسی کلا ولسوالي نيولې ده، وويل: "په دې شېبه کې نه. ملي اردو خپل پوځي عمليات پيل کړي دي."

 

ايتون وويل، ښايي مغشوشيت د ناسمې ژباړې له امله وي.

 

هغه وويل:"کله چې افغان حکومت ته ايساف وويل،  موږ په موسی کلا کې يو، نو زموږ مانا دا وه، چې موږ د هغې څنډو ته رسېدلي يو، نه د هغې مرکز ته. ښايي دا خبره په پښتو يا دري باندې ناسمه ژباړل شوي وي."

 

خو د هلمند والي، اسدلله وفا په خپلې خبرې ولاړو.

 

هغه نن د خبريالانو يوې راټولې ډلې ته وويل: "دا ناسمه ده، چې څوک وايي موږ موسی کلا نه ده نيولې. طالبانو ماينونه اونور چاودېدونکي توکي ځای په ځای کړي دي، له دې امله موږ په احتياط مخ په وړاندې ځو."

 

" زه پوهيږم، ما ويلي و، چې موږ به نن حکومتي بېرغ د موسی کلا دپاسه وځړوو، ... خو د درنو بمباريو له امله مو دا کار ونه شو کړای. خو زموږ سرتيري پخپله بيرغونه دي، له دې امله ويلي شو، چې افغان بيرغ هلته دی."

 

 د هلمند شمال ته د موسی کلا کوچنۍ ولسوالي د فبرورۍ د مياشتې راهيسې د طالبانو مرکز و، چې د هغه ولسوالۍ بشپړ کنترول يي تر لاسه کړ او خپل بيرغ يي د هغه ولسوالۍ په مرکز کې هسک کړ. ښايي  دا ولسوالۍ  له سمبوليک ارزښت پرته ستراتيژيک ارزښت و نه لري. د ولايت په منځومانه کې د طالبانو له خوا د يوې ولسوالۍ تر لاسه کول د حکومت او بهرنيو پوځونو لپاره يو سپکاوی ګڼل کېده.

 

ايساف د مياشتو مياشتو راهيسې غوښتل دا ولسوالي بېرته ونيسي. تېره اوونۍ د دسمبر په  اوومه هغوی خپل پلان ته د عمل جامه ورواغوسته. د ملي اردو د سرتېرو په مشرۍ او د ايساف د ځمکني او هوايي ملاتړ له مخې نوموړ ځواکونو هغه ولوسالۍ ته پرمختګ پيل کړ.

 

د ولايتي بيارغاونې ځايي چارواکو ددې خبرې پخلی وکړ، چې بريد کوونکو د ولسوالۍ د ويجاړتيا د مخنيوي په خاطر ډېر ورو او په پوره پام مخکې ځي.

 

يو چارواکي په خصوصي توګه وويل: "خبره د طالبانو ځبېښل دي. موږ په ډېر پام د ولسوالۍ د مرکز په لور روان يو."

 

خو ښايي داسې څوک نه وي پاتې شوی، چې وځبېښل شي. افغان حکومت او ياغيانو دواړو له موسی کلا څخه د طالبانو د وتلو خبره وکړه.

 

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي وويل. "طالبان د بهرنيانو د درنې بمبارۍ له امله له يوې مخې له موسی کلا څخه ووتل. موږ اندېښنه درلوده، چې ښايي ولسي خلک ووژل شي. طالبان نورو ولسواليو ته له بهرنيانو سره د جګړې لپاره ولاړل."

 

حکومت ددې خبرې پخلی وکړ، چې طالبانو د موسی کلا سهيل ته د سنګين په ولسوالۍ بريد کړی دی.  د ملي دفاع د وزارت وياند، ظاهرعظيمي وويل طالبانو ته له درنو بمباريو وروسته په سنګين کې هم ماته ورکړ شوه.

 

د ايساف وياند، جنرال کارلوس برانکو نو په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، پوځي عمليات له لږ رسيدلي زيان وروسته بشپړ شول.

 

هغه وويل: "موږ په خپلو هوايي بمباريو کې له ډېر پام څحه کارواخيست. له دې امله په دې عملياتو کې ولسي خلکو ته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې. يوازې د ناتو دوه سرتېري د ماين د چاودېدو له امله ووژل شول."

 

برانکو په موسی کلا کې د افغان ملي اردو د سرتېرو سرښندنه او د دندې د ښه پر مخ وړل وستايل.

 

د ملي دفاع د وازرت وياند، عظيمي وويل د افغان ملي اردو سرتېرو ته هيڅ زيان نه دی رسېدلای. هغه وويل، افغان حکومت او ناتو پرېکړه کړې وه، په هره بيه چې کيږي، موسې کلا به نيسي.

 

هغه وويل: "موږ به تر هغه په موسی کلا کې پاتې شو، تر سل په سل په سلو کې ددې ډاډ تر لاسه کړو، چې ملي پوليس د هغې د امنيت د تامينولو وړتيا تر لاسه کوي. له هغې وروسته به خپل پوځونه وباسو."

 

د عظيمي د وينا له مخې زيات شمېر طالبان حکومت ته اوښتي دي.  هغه وويل: "موږ د خبرو تر بشپړېدو پورې نور جزئيات نه شو ورکولای."

 

په بريد کې د زيان د کچې د لږولو په موخه په ډېر پام د حکومت او ايساف د پوځي ګډو عملياتو انځور له موسی کلا څخه

 

له راغلو رپوټونو سره په بشپړ تضاد کې و، چې د هغه ځای اوسيدونکي د اوونۍ زياتره برخه د بمبارۍ او توپونو له امله له ډار او ترهې سره مخامخ شوي و.   

 

له موسی کلا څخه راغلي خبرونه له دې امله محدود دي، چې زياتره تيلفوني ليکي د بمبارۍ له امله شليدلي وې.

 

د ستلايټ تليفونونو له لارې يو شمېر خلکو نن د موسی کلا د وضعې په اړه معلوملات ورکړل.

 

د موسی کلا يو اسويدونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "تېرې پنځه ورځې د دوزخ په څېر وې. نن يو څه کراري ده. خو لا بمباري روانه ده. خلک ترهيدلي دي."

 

هغه زياته کړه، د ولسوالۍ مرکز تړلی و. خلک له ډاره له کورونو څخه، آن د اوبو او ډوډۍ په څېر اړينو شيانو د ترلاسه کولو لپاره  نه وتل.

 

هغه وويل: "بازار تړلی دی. زه هلته يوه هټۍ لرم. زه اندېښمن يم، چې څه به پيښ شي. موږ نه پوهيږو، چې څه وکړو. په

 

لسګونه خلک وژل شوي او ټپيان شوي دي. موږ د هغوی  راټولولو ته ځانونه نه شو رسولای. موږ په هيچا باور نه شو کولای، نه په طالبانو او نه په حکومت."

 

يو بل ځايي اوسيدونکي، معروف ددې خبرې پخلی وکړ.  

 

هغه وويل: "د موسی کلا د مرکزي جومات په ګاونډ کې د نابو اکا کلی بمباري شو. اته ويشت تنه ولسي خلک يوازې هلته

 

ووژل شول. مړي لا تر اوسه د خاورو دوړو لاندې دي. د هغوی تر منځ ښځې او ماشومان و. هلته طالبان نه و."

 

هغه يو څه سا ونيوه او ويي ويل: "دا يوه غميزه ده، بس يوه غميزه!"

 

په عين حال کې داسې بريښي، چې د طالبانو روحيه لوړه وي، سره له دې چې له ولسوالۍ ايستل شوي دي.

 

د طالبانو يو ځايي قوماندان وويل: "موږ د موسی کلا د بېرته نيولو پلان ترلاس لاندې لرو. موږ خلکو ته ويلي، چې اندېښنه ونه کړي. ښايي په دې راتلونکو ورځو کر خپل متقابل بريد پيل کړو. موږ به تر هغه جګړه وکړو، چې بهرنيان مو پاک کړي نه وي."

 

د مفتي عبدالرحمن په نوم د طالبانو يو بل قوماندان آی ډبليو پي آر  ته وويل: "موږ به موسی کلا له لاسه ور نه کړو. موږ اوس هغه حکومت ته پرېښې ده، خو په راتلونکي کې به يي بېرته ونيسو."