تبليغاتX
ځــــــــــولــــــــــــۍ
د عزيز احمد تسل كلتوري، هنري او ادبي ويبلاګ

                                   دهلمند څړيكه


 

هلمنده  روغ به نه شي د هلمند يوه سيمه دبمبارد له امله

تا په زړه اورايښي دي 

ددې  ټكو ر به څوك شي ؟

كه سل واليان راولې 

لا به اورو نه وژنې  

دلوي څښتن خوښه ده

 

زما ككري چي درومي

ستا نه به بو جوړ شوي

هر څوك په سر كې وايي

ستا نه ډېوه جوړه وم

باور مي كله راځي

راته ريښتيا ووايي

بهاني نه خوښه وم 

ماجوړه ولي نه شي !!!

.........

زما  په وير كاڼي ژاړي

 

داستا يتيمي اوښكې لا ودريدلاي نه شي

نښان به څوك وولي

 

ټول واكه تا ته وايم

سرمشره تاته وايم

نن دې جرمن راغوښتۍ 

سبا آّ بل راغواړي

بل سبا بل راغواړي

ځكه پښتون يمه زه

غرور مي نه قبلوي

شمله مي ټيټه غواړي

لاس به كړم رب ته پورته

زما وروركه راشه

ته مي په غيږ كې نيسه

ستا به تندي مچه كړم

دوښمن به نه راپيږدو

ته نور په خپله پوه شه

تا حساب كړي مړي

نور خو په خداي خلاصيږو

هر څوك مو ولي وژني

دازړه چونكي چيغي په هر ماښام چي اورو

سهار  بيا نوري اورو

اه ذُجلاله فضل 

نن خو زما واري دي

پرون مي ورو ر شهيد شو

 

تسل

‏14‏/04‏/2008

لښكرګاه كور

 

 

 

 

 

+ ليكل شوي ديTue 29 Apr 2008وخت 1 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

 

                                                                     ځانمرګۍ

                                      ځان وژوني كي چي غوښتل يي ځان والوزوي وونيول شو

 

 

ته چې له كوره وزې !

موركۍ دې  نه خبره وې

دبابك لاس  مچوې

وايى  جنت ته ځمه

خدايزه په كومو سترګو

په دې  خو خداي پوهيږئ

ځانته لقب وركوي

خلك دي ټول ووايي

ته فدايې   يي كنه!

راته دروغ ښكاريږي !!!!

 

زړګې دي څومره سخت شي

هغه خوړنكي ،  زړه چوونكي باروت 

تر غوښن ځان دي لكه مار تاو وي

 چا ته ځان  نه ورښي يي 

خلك دې نه پيږنئ  

يومسلمان ورور دي په چورت كې ګرځي

دماشومانو هم پروا نلري

دخداي په خونه  كې ځان والوزوې

 هغه مسجد چي په ځان وژونكي كي شهيد شو

چي ته ټوټه  ټوټه  شي

يواځي پښي دي  هلته،

 په غوړ ميدان پاته شي 

كله خو ښـه كوي ته

كله دي ستر ګي ووزي

كله دي ملا ماته شي

غبرګې دي پښې ماتي شي

لاسونه وريږده وې  

دخړ واسكټو موټر،،،، درنه بيغمه تير شي

ته اجازه نلري  !

كفر وژلي نه شي

ستا به روزي غوڅه شي

ستا عقيده بدله ،

ستا ،د سرمشر په خوله

ددې  ملت سړى  ، دې

 

واخلې  قطره قطره كړي

دغه كس  په ځان مرګي كې  دي حال ته ورسيدي په لمانځه ولاړ وو

ځان ته غازي وايي ته !

 

ملا ګۍ  دي ماته  شي ستا

دى !  ګناهكاره  بولې  

دذُلجلال په وړاندي

ځانمرګيه څه به وايي ؟

 

دخداي په لوي كتاب كې

دمسلمان وژنه لويه ګناه ياديږي

ته داګناه نه بولي

ځكه چي عقل نشته

 

څښتن په خپل دربار كې په  خپله ښه پوهيږي

دغه پښتون زړګي ته

ايو بي  صبر وركړي

ځانمرګيه تاته وايم

 يواځي يوه ګناه دي

حسابه ولي نه شو

ته دزرګونو خلكو 

ځوانۍ  په اور كې سوځي

 

ماشوم بي پلاره كړي ته

ناوې  بې كوره كړي ته

دموركي زړه  چووې  

دبابك زوي ووژنې  

ځانمرګيه تاته وايم !!
راته غوصه چي نه شي

دذُلجلال په وړاندې   

ځانمرګيه څه به وايي ؟

ځانمرګيه څه به وايي ؟

 

 

‏12‏/04‏/2008

عزيز احمد تسل لښكرګاه كور جمعه

 

 

 

 

 

 

+ ليكل شوي ديTue 29 Apr 2008وخت 12 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |





Powered by freedesign.htm.ir/