راغلي ليك
دسترڅښتن په ښاسته نامه
زمادارمانونواويوي نړي ښكلاخاوندې ،زمادليونۍ مينې مرموزي شپيلۍ، په غوڅو شنډومې سوي سلامونه په ټټرپوري ټينګ ونيسه ،په داسي خنداورته لبيك ووايه چې رڼي رڼي اوښكې دي ګريوان ته پنايوسې َاي زمادزړه ګلابه ته لكه دشعرښاپيريۍ اود طبعت سندريزه ډيوه هره شيبه زماپه په دردمن زړه كي بله بله ګرځي ،مودې وشوي چي مي ستاورخطاورخطااودمينې ليونې ليونې كاته ونه ليدل خدايه ! كه خپلې اوښكي په خپلوسترګو كي وروړم لابه يې زړه راباندي يخ نشي ددوي زړونه دترخونه ډك دي زورورخداي دي ورته په زړه كي خوږه سندره درباب دتارسره وشرنګوي چې يې لږزړه راباندي وسوځي،اوس به موزړه يخ شوي وي؟ مااوكړيدلې مينه مې خپلو فلسفي خيالوته په شاعرانه ښكلاكي پريږدي، ترڅوديواوبل په جدايې كي دتوري شپي ځليدونكې ستوري وشمارو، اودهريوه په يادكي نوي راپورته شوي سپوږومۍ ته په واروارددعاډكه لپه خپل ګريوانه ته يوسو،په تته تياره كي دجدايې په زانګوكي خپلې رڼې اوښكې په نري دسمال وچې كړو،
زمادمينې شاعرې تاته به زه دكومه دركه داسي لفظونه وپلټم چې ترڅودي دماشومي نجلۍ زړه ته ورته شيرينه اوخوږه مينه سكون ومومي، اوداوښكوګامونه دي دليموپه سرپه پړك پړك خنداد څاڅكي څاڅكي ميني سره په شاعرانه كريشمو بدل شي،دزړه دتله وايم! زمادغه نه لوريږي چي په مخ دي هغه بريښندوكي اونرمې اوښكې هم ولغړي ستاهرنظراوس زه داسماني ستورونه غواړم شيبه شيبه، تخيول راته ستارنځورخيالونه په ناسورشوي زړه ايږدي ،په هغه شپه ډيرخفه وم چي سپوږمي داسمان غيږپه خپله قدرتي رڼاروښانه كړي وي ،ځكه دلته په ټوله فضاكې زه ستايادونه وينم تياره مي په دي خوښه ده چي ستاپه نامه په زړه كي دغزل شيرين توري تړم،فكري تنابونه مي يواځي ستامينه غواړي نازدي غواړي كله كله خودليونوغوندي بې واره چيغه تر خولې وباسي !
ياره رنځوردي يم درمان مي شه
دمينې كورمي شه جهان مې شه
وژني مي ولې ساه دځان مې شه
دمي كورمي شه جهان مي شه
زه به دمينې كليمې ووايم
راشه مذب مي شه ايمان مي شه

نوردرته مينه اودرنښت غواړم !سپين قران مودي دوصل غيږي ته ورسوي ،
دالله پامان مينه
له اړوندو سرچينو سره ستاسو د تړاو له مخې ښايي تاسو ته د هلمند په شمال کې وخت ډېر ښه ښکاره شي او يا هم تر ټولو ناوړه.
په هلمند کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالانو ليک
ناتو د "لاستي کلنګ" تر نامه لاندې عمليات يو ستر بری بولي، چې له طالبانو څخه د بر سنګين د وادۍ د پاکولو په موخه د جون د مياشتې په سر کې پيل شوي و.
د ناتو د سوله ساتي نړيوال ځواک (ايساف) يو وياند، ډګروال چارلي مايو وويل: "له سنګين څخه تر ګرشک پورې ټوله سيمه د حکومتي او ايساف پوځونو په لاس کې ده. طالبان کمزوري دي. هغوی نه شي کولای له حکومت او ايساف سره جګړه وکړي."
خو په دې هکله نورې خبرې هم کيږي او هغه داچې وايي، د لاستی کلنګ عمليات له سره يوه ناکامي وه، د ولس خلکو د مرګ ژوبلې او د کورونو او شتمنيو له منځه وړل و، پرته له دې چې کومه تلپاتې پايلې ولري.
د طالبانو وياند، قاري يوسف وويل: "موږ د کجکي ولسوالي د ناتو او افغان حکومت له پوځونو څخه بېرته ونيوله او اوس په بشپړ ډول زموږ په لاس کې ده. په همدې توګه موږ د سنګين د ولسوالۍ ځينې برخې هم ونيولې."
د لاستي کلنګ د پوځي عملياتو په هکله ښايي د ناتو او طالبانو د نظرونو ترمنځ پراخ واټن موجود وي، خو ځايي استوګن هغومره اغېزمن شوي نه دي، ځکه د هغوی ورځنی ژوند د ځايي پېښو له امله نېغ په نېغه تر اغېز لاندې راځي.
د کجکي يو تن اوسېدونکي، محمدالله وويل: "د پنجشنبې (د جون د مياشتې په 14) د شپې په لسو بجو ناتو خپل سرتيرې د چورلکو په واسطه وايستل. له هغې وروسته طالبان راغلل او هغه ځايونه (ښکته کجکي) يي ونيول چې حکومتي او ناتو ځواکونو دوه اوونۍ د مخه نيولي و."
د کجکي يو بل اوسيدونکي، نظر محمد ددې پېښې پخلی وکړ، هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې د جمعې په ورځ سهار دوخته له خوبه راپاڅېدم، نو جومات ته لاړم. په لاره مې وليدل، چې زيات شمېر طالبان شاوخوا ګرځي. ما له خلکو وپوښتل چې هغوی دلته څه کوي. ټولو خلکو وويل، برتانويان لاړل او طالبان بېرته راغلل."
د طالبانو يو قوماندان، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "د سنګين مرکز او مرکزته څېرمه د سوري ګاري سيمه او همدارنګه د تنګي سيمه د حکومت تر کنترول لاندې ده. د څاروان کلا په ګډون د سنګين نوره ټوله پاتې برخه د طالبانو په لاس کې ده."
د ايساف د سرچينو له مخې برتانوي او امريکايي لږ شمېر "سلاکاران" له افغان ملي اردو سره يوځای دي. شمال لوري ته له ګرشک څخه کجکي ته پر مخ ځي او سيمه له ياغيانو څخه پاکوي. بهرني ځواکونه له هغې وروسته وځي او نيول شوي سيمه ملي ځواکونو ته سپاري.
ځايي استوګن وايي، د بهرنيو ځواکونو د وروستي سرتېري له وتلو سمدلاسه وروسته طالبان، چې د ناتو د زورورو هوايي بمباريو له امله پټ شوي وي، بېرته راستنيږي.
د سنګين او کجکي ولسوالي د برښنا د بند د شتون له امله ستراتيژيک ارزښت لري، چې هلمند او کندهار ته يي چمتو کوي. له دوو مليونو څخه زيات وګړي د کجکي په بند او د برښنا د توليد په فابريکې باندې ډډه لګوي. د کجکي بند بيارغاونې ته اړتيا لري. طالبان د سنګين له لارې غځېدلي مزي پرې کوي او له دې امله د برښنا توليد د جنورۍ د مياشتې راهيسې ګډوډ دی.
په لښکرګاه کې د ولايتي بيارغاونې ډله له مياشتو مياشتو راهيسې له خلکو سره ژمنې کوي، چې دادی په بند باندې ډېر ژر کار پيل کيږي. خو د طالبانو ايساف د ځواکونو تر منځ جګړه ددې کار مخه ډب کوي.
لاس ته د خلکو د زړونو د راوستلو هڅه ناسمه وخته
سنګين د لښکرګاه او کجکي د ولسوالۍ تر منځ پرته او له دوو مياشتو راهيسې د ترخو جګړو ډګر و، چې د ولسوالۍ مرکز يي په کنډوالو بدل کړ. له بلې خوا ايساف ځايي اوسېدونکو ته د ځانونو رسولو په موخه د جون په اوومه په سنګين کې د قومي مشرانو يوه غونډه راوبلله او هغوی ته يي ډاډ ورکړ، چې اندېښنو ته يي غوږ نيول شوی دی.
لاس ته د خلکو د زړونو کمپاين په هماغه پخوانۍ بڼه روان دی.
څه ناڅه په يو ښه برېښيدونکي پيل کې، چې برتانوي پوځونو د اوبو او برښنا د نه شتون، بيارغاونې اړتيا او د شتمنيو د تاوان د ورکولو په هکله د خلکو خبرو ته په ډېر زړه سوي غوږ نيولی و، د امريکايي ځانګړو ځواکونو يو ږيره ور افسر، چې ځان يي "جګړن ګيل" وپېژاند، په پښو ودرېد.
هغه د ژباړونکي له لارې خلکو ته وويل: "تاسو په حقيقت کې مرسته نه غواړئ. تاسو ټول طالبان ياست. دا زما دنده ده چې طالبان ووژنم او تر هغه به له دې ځايه لاړ نه شم، چې طالبان تللي نه وي."
کله چې د خلکو تر منځ د خپګان نښې نښانې ښکاره شوې او پس پسک پيل شو، نو ګيل وويل: "تاسو طالبانو ته اجازه ورکوئ، چې ستاسو کلو او کورونوته راشي. هغوی ستاسو له ښځو او ماشومانو څخه د انساني سپر په توګه ناوړه کار اخلي. د ايساف ځواکونه ستاسو د مرستې لپاره راغلي او تاسو اوبه اوبرښنا غواړئ. خو تاسو ښوونځي او روغتونونه، نه غواړئ. که طالبان دلته واوسي، نو هيڅوک به د هغوی د جوړولو لپاره دلته رانه شي، ځکه کارګران وژل کيږي."
ژباړن د جګړن ګيل خبرې ښې ونه ژباړلې. د هغه په ژباړنه کې د "تاسو طالبانو ته اجازه ورکوئ، چې ستاسو له ښځو او ماشومانو ناوړه ګټه واخلي" له هغه څه نه چې ګېل يي د ويلو اراده لرله، يو څه بل راز وژباړل شوه.
همدارنګه نوموړي امريکايي طالب جنګياليو ته په يواړخيز ډول د بښنې غيرعادي ګام هم پورته کړ، په داسې حال کې چې بښنه ترقانون لاندې يوازې د هېواد د ټاکل شوي حکومت دنده ده.
امريکايي افسر، چې تر اوسه ولاړ و، چيغې يي وهلي او کله ناکله يي ګواښونه کول، سپين ږيرو ته وويل: "طالبان بايد راشي او خپلې وسلې په ځمکه کيږدي. موږ به ددې تضمين ورکړو، چې هيڅوک هغوی ته څه ونه وايي."
يو سپين ږيري، ګل اغا چې د خپلو ملګرو په زور ولاړ و، وويل: " آيا غواړئ، چې موږ خپلې ښځې اوماشومان له خاورو راوباسو، تر څو تاسو وګورئ، چې هغوی طالبان نه و؟ برتانويان له موږ سره مرسته نه کوي. هغوی يوازې راځي اوګوري او بيا بېرته ځي. هغوی بيګناه ولسي خلک وژني."
يو بل تن وغړومبيد: "تاسو راغلي ياستئ، چې طالبان ونيسئ، خو دا کار نه شۍ کولای."
ګيل پښېمانه، نه برېښېد او خپلو خبرو ته يي دوام ورکړ.
هغه وويل: "په مليونونه ډالر سنګين ته راغلل. که تاسو کوکنار ونه کرئ، موږ به دا پيسې په تاسو باندې ولګوو."
د امريکا د متحده ايالتونو کانګرس په دې وروستيو وختونو کې د افغانستان له ازادۍ او امنيت سره د مرستې په غرض شپږ مليارډه او څلور سوه مليونه امريکايي ډالره مرسته افغانستان ته منظور کړه. په دې سند کې هغو ولايتونه ته د مرستې د نه ورکولو خبره راغلې، چې د ترهګرو ننګه کوي او کوکنار کري.
د ملګرو ملتونو د نيشه يي توکو او جرايمو د څانګې د 2006کال د يوې سروې له مخې هلمند د افغانستان د نيشه يي توکو په سوداګرۍ کې د ټولو په سر کې دی. ددې ولايت هيروين د نړۍ په سلو کې 40 اړتيا پوره کوي. د ولايتي چارواکو د وينا له مخې سره له دې چې مليونونه ډالره د نيشه يي توکو د مخنيوي په هڅو لګېدلي، خو داسې بريښې چې سږنی توليد تربل هر وخت زيات دی.
د شورا يو غړي، چې نه يي غوښتل ونومول شي وويل: "جيله، موږ به ستا د ژوند تر پايه پورې د کوکنارو له کرلو څخه لاس وانخلو. دا زموږ کرونده ده او ژوند مو دی. که چېرته کوکنار ونه کرو، نو ژوند به مو ډېر ستونزمن شي."
امينت ، يو "درواغ"
د سنګين ولسوال، عزت الله ټينګا روکړ، چې په سيمې کې حالات بېرته عادي کيږي.
هغه وويل: "موږ يوه قومي شورا جوړه کړې ده او د هرې قبيلې خلکو ته مو بلنه ورکړې. خلکو موږ ته ډاډ راکړی چې له موږ سره به د امنيت په تامين کې مرسته کوي. موږ به لومړی له اوبو او برښنا څخه پيل وکړو او وروسته به په بمباريو کې وران شوي کورونه ودان کړو."
د ملي اردو چارواکي په خصوصي ډول وايي، چې په سنګين کې امنيت نه شته.
يو قوماندان وويل: "دا بهرنيان هلته د امنيت خبرې کوي. دا درواغ ده. هغوی هلته له خطر سره ځان نه مخامخ کوي. د ولسوالۍ په مرکز کې طالبان شته. برتانويان او امريکان په خپلو سمڅو کې اوسيږي."
د بغاوت په وړاندې وروستني عمليات ډېر ګران و. د کره شمېرې لاس ته راوړل آسانه، نه ده، خو زياتره سرچينې د سلګونو ولسي خلکو او همدارنګه د ملي اردو د لسګونو سرتېرو د مرګ او ژوبلې خبرې کوي. برتانوي او امريکايي پوځونو ته هم د سر زيان اوښتی دی. د جون په سر کې د يوې چورلکې د رانسکورېدو له امله اووه تنه وژل شوي او د تېرو دريو مياشتو راهيسې له ياغيانو سره د جګړې پر مهال يي په لسګونه نور وژل يا ټپي شوي دي .
د سنګين يو اوسيدونکي، عبدالحليم وويل: "طالبان په هر ځای کې دي. برتانويان به هيڅکله هم له هغوی ځانونه بېغمه نه کړای شي. د 35 هېوادونو سرتېرې راغلي دي، که د اويا هېوادونو څخه هم راشي، بری به ونه ګټي."
سنګين د ارواګانو ښار
ځايي خلکو ته ډېرې تشې وعدې ورکړ شوي دي. د سنګين بازار تل تش . ولاړو دېوالونو يي د دروازو پر ځای تورې خولې نيولي دي.
پخپله بازار هم تل خالي وي او يوازې هلته يا دلته د ژوند نښې نښانې په کې ليدل کيږي. شورا ته راغلي خبريالان له شورا بهرکوم ولسي سړی نه شي موندلای، چې خبرې ورسره وکړي.
زياترو خلکو مرکو کولو ته زړه نه ښه کاو.
يو ځوان هټېوال، نورمحمد وويل: "ما په دې بازار کې د اتلسو خلکو مړي ليدلي دي. دلته يوه پشو هم نه شته. که کوم يو سړی به لار تېرېده، نو له يو سورې څخه پرې ډزې کېدې. او د صابون د ځګ په توګه به ورکېده."
د نورمحمد د وينا له مخې په سلو کې له درېو څخه لږې هټۍ پرانيستې دي.
عبدالرزاق چې په بازار کې يوه کوچنۍ هټۍ لري، شاوخوا خپلو ورانو ويجاړو ته يي په ډېر خپګان کتل.
هغه د سرپه خوځولو وويل: "ما د 50 زرو روپيو په اندازه مال له لاسه ورکړی دی. زما هټۍ لا ډېره کوچنۍ وه. نورو خلکو ته په مليونونو، مليونونو تاوان رسيدلی دی. سوچ نه کوم، د برتانويانو به په موږ زړه يخ شوی وي، ښايي نورې بمبارۍ هم وکړي."
داسې بريښي، چې يو شمېر خلکو له تېر څخه د عبرت تريخ درس اخيستی وي او هڅه کوي، چې طالبان خپلو کلو او کورنو ته پرې نه ږدي.
د می په مياشت کې د ياغيانو د يو بريد په غچ کې داسې يو بريد وشو، چې څاروان کلا يي په تش ميدان واړوله. په غبرګون کې خلک د طالبانو په وړاندې راپاڅېدل، له هغوی سره ونښتل، يو قوماندان او يو شمېر نورو يي ورته ووژل.
د سنګين د ولسوالۍ امنيه قوماندان، سلطان محمد وويل: "د ځايي خلکو او طالبانو تر منځ نښته وشوه. قوماندان ولي محمد او د هغه دوه تنه انډيوالان ووژل شول. د هغوی وسلې يي هم ونيولې. اوس خلک د طالبانو په پرتله غښتلي دي."
د سنګين د ولسوالۍ يو شمېر خلک دا خبره مني.
يو هټيوال وويل: "تيره اوونۍ امريکايي جنرال په موږ د طالبانو ټاپه لګوله. خو موږ د طالبانو مخالف يو. موږ طالبان نه پرېږدو زموږ کورونه او خلک وکاروي."
"د سنګين په ولسوالۍ کې خلک له حکومت سره ورځ په ورځ نژدې کيږي. ځکه اوسمهال طالبان کمزوري دي. موږ به له حکومت سره له سنګين څخه د طالبانو په ايستلو کې مرسته وکړو."
د پارلمان ځوانه غړې خپلو همکارانو ته د سپکاوي له امله له خپل تعليق څخه پښېمانه، نه ده او لوړه يي کړې، چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.
د آی ډبليو پي آر د خبريال، وحيدالله اماني ليکنه
ملالۍ جويا له پارلمان څخه د خپل تعليق له امله په ترخه او دفاع کوونکي ژبه وويل: "هيڅکله به هم بښنه ونه غواړم."
دا ځوانه قانون جوړوونکي له درېو اوونيو څخه را په دې خوا په منډه ده. د غچ اخيستنې له ډاره ځان چاته نه شي ښوولای، له خبريالانو سره په ازاد ډول نه شي ليدلای او نه خپل ځای ځايګی چاته ښيي. هغې له آی ډبليو پي آر سره د تليفون په ليکه خبرې وکړې.
د طلوع له تلويزيون سره په يوې مرکې کې جويا د پارلمان يو شمېرغړي له څارويو سره پرتله کړي و او قانون جوړوونکي يي داسې سپک کړي و، چې هغوی په پارلمان کې د جويا د استازيتوب د ځنډولو پرېکړه وکړه. قانون پوهان وايي، دا کار قانوني ريښه نه لري.
هغې ويلي و: "غوجله ښه ده." له تلويزون سره د جويا د مرکې دا برخه د می د مياشتې په 21 څو څو ځلې په پارلمان کې نندارې ته وړاندې شوه. هغې ويلې و: "لږ تر لږه هلته خره شته، چې بار وړي او غواوې شته، چې شېدې ورکوي."
د جويا دې تبصرو د پارلمان په يو شمېر غړو باندې اور بل کړ، چې له پخوا يي له هغې سره خوابدي او دښمني درلوده. هغې تل د "جنګ سالارانو" بد ويلي دي او وايي چې د هغې هېواد يي ټوټه ټوټه کړی دی.
د 2006 کال د می په مياشتې کې له هغې وروسته چې يو شمېر مجاهدين يي "جنايتکاران" وبلل، د اوبو په بوتلو وويشتل شوه او د مرګ ګواښونه ورته وشول.
جويا ادعا کوي چې د طلوع په تلويزون کې د هغې له وروستيو څرګندونو څخه ناسمه مانا اخيستل شوې ده.
هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: "زما له خولې ناسم نقل قول شوی و. ما د پارلمان د غړو ترمنځ توپير کړی و. موږ د پارلمان دوه ډوله غړي لرو. يوه ډله د خلکو رښتينې استازي دي، چې شمېره يي لږه ده اونور ډېره کي يي جنايتکاران دي، چې د زور له لارې پارلمان ته راغلي دي."
جويا وويل، هغې په خپلو څرګندونو کې يو شمېر "جنايتکاران" په ګوته کړي دي، خو دا خبره د طلوع تلويزيون سانسور کړې وه.
هغه ټينګار کوي، چې د هغې تعليق او ځنډول د هغې د سياسي دښمنانو له خوا يوه توطئه وه. البته چې شمېر يي زيات دی.
هغې وويل: "دا په بشپړ ډول يوه سياسي توطئه ده. ما ته په پارلمان کې آن له تعليق څخه دمخه د خبرو کولواجازه نه راکول کېده."
په پارلمان کې د جويا همکاران د روغې جوړې په هکله هيڅ سوچ نه کوي.
د پارلمان غړي حاجي ملا تره خيل دهغې له تعليق څخه دفاع وکړه او ويي ويل: "ملالۍ جويا په ټول افغان ولس تيری کړی دی."
د پارلمان يو بل غړي، احمد بهزاد وويل: "که موږ ووايو چې د پارلمان غړي څاروي دي او پارلمان يو غوجل ده، نو دا ناوړه خبره ده. که هغې د پارلمان يو غړی هم ښوولای وي نو دا په څرګند ډول يو سپکاوی دی. د پارلمان غړي د خلکو ټاکل شوي استازي دي. بايد سپکاوی يي ونه شي."
قانون پوهان وايي، پارلمان د خپل يو غړي د تعليق حق نه لري. هغوی وايي، جويا د يوې ټاکل شوې استازې په توګه خپل حق لري او بايد يوازې محکمه د هغې په هکله پرېکړه وکړي.
د کابل پوهنتون استاد، نصرالله ستانکزی وايي: "پارلمان د يو ټاکل شوي استازي د غړيتوب د ځنډولو واک نه لري. کېدای شي ملالۍ جويا د اساسي قانون د 120 مادې له مخې محکمې ته غوښتل شوی وای. د ولسي جرګې پرېکړه له قانون څخه سرغړونه ده."
بهزاد ددې قانوني نظر په هکله وايي، پارلمان د چارو د خپلې داخلي مقررې له مخې کولای شي، د يو غړي په وړاندې اقدام وکړي.
هغه ټينګارکوي او وايي: "که د پارلمان يو غړی داسې يو کار وکړي، چې په ولسي جرګې کې ګډوډي راولي، نو موږ کولای شو د هغه يا هغې د تعليق په هکله خبرې اترې وکړو. زموږ د داخلي مقررې يوه ماده وايي، پارلمان کولای شي، د پارلمان يو غړی له يوې ورځې څخه زيات غونډو ته له راتګ منع کړي. دا ماده د وخت د محدوديت وضاحت نه کوي."
ستانکزی په خپلې خبرې ولاړ دی چې قانون پارلمان ته دا واک نه دی ورکړی.
هغه وايي: "د پارلمان د داخلي مقررې 70 ماده وايي، که چېرته کوم يو غړی د پارلمان داخلي اصول تر پښو لاندې کړي، بايد د پارلمان د اداري پلاوي له خوا ورته خبرتيا ورکړ شي. پارلمان ددې حق نه لري، چې خپل يو غړي ته سزا ورکړي. دا يوازې د محکمې صلاحيت دی."
ستانکزی د ملالۍ جويا د ګناه په هکله. وويل: "که ملالۍ چاته د څاروي خطاب کړی وي، نو دا انساني کرامت مخالف کار دی، چې په خپل ذات کې يو جرم دی."
د جويا د استازيتوب تر ځنډونې وروسته د هغې پلويانو په فراه، ننګرهار، بغلان او کابل کې لاريونونه وکړل. برسېره پر دې چې هغوی په پارلمان کې د ملالۍ د بېرته پاتېکېدو په هکله د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه وکړه، دايي هم ويل، چې "جنګ سالاران" دې د بشريت په وړاندې د جرمونو له امله محاکمې ته راکښل شي.
دا د مجاهدينو په وړاندې د ملالۍ جويا څرګندونې وي، چې هغي ته يي په 2003 کې د اساسي قانون په لويې جرګې کې نړيوال شهرت ورکړ. هغې له جرګې غوښتنه کړې وه،"تاسو ولې داسې جنايتکاران د کمېټو مشران ټاکلي دي، چې افغانانو ته يي بدمرغي راوړې ده." دې خبرو د استازو ترمنځ شور او غوغا راپورته کړه او هڅه يي وکړه، هغه د جرګې له سالون څخه وشړي.
جويا له هغه مهال څخه په درې نيم کاله راوروسته موده کې بهر ته سفرونه کړې او د جهاديانو په وړاندې يي وينا ګانې اورولي دي او په دې توګه يي د افغانستان د ښځو ترمنځ لوی نوم ګټلی دی.
هغې همدارنګه د 2005 کال د سپتمبر په مياشت کې په ټولټاکنو کې په اسانه توګه په پارلمان کې د فراه د ولايت څوکۍ وګټله.
خو زياترو هغو خلکو هم پارلمان ته لاره وموندله، چې هغې په 2003 کال پرې نيوکې کولې. يو شمېر يي ډېرې لوړې څوکۍ ونيولې. هغوی د پخواني تورونو په اړه د بښنې او هيرولو هيڅ رازنښې نښانې څرګندې نه کړې.
آن د جويا ښځينه همکارانو هغه د وروستيو خبرو له امله پړه وبلله او له هغې څخه يي د ځان د اصلاح غوښتنه وکړه.
د پارلمان يوې ښځينه استازې، نورضيې اتمر وويل: "جويا په پارلمان باندې تيری کړی دی. که هغه رښتيا د افغانستان خلکوته خدمت کول غواړي او ځان د خلکو استازې بولي، موږ هغې او د هغې د نظريو درناوی کوو. که هغه بښنه وغواړي، کولای شي، بېرته خپل کار ته راستنه شي."
خو ملالۍ جويا پښېمانه، نه ده.
هغې وويل: "که څارويو خبرې کولای، نو ښايي زه يي د پارلمان غړو ته د ورته والي له امله محاکمه کړی وای. زه بايد بښنه وغواړم - له څارويو څخه!"