ګلونولوستونكو ستاسونه يوه هيله لرم !
ماديوه ناول په ليكلو پيل كړي كه تاسې زماسره غواړي مرسته وكړي نو مهرباني وكړي هره برخه چې مي پورته كوله لونۍ يې ماته لارښوونه وكړي نيغ په نيغه راته زما غلتۍ په ګوته كړي ،ستاسوهره خبربه په ليمو اخلم ستاسو نظر ته درناوي لرم كه مو داكاروكړ ټوله ورځ اوشپه به در ته لاس په دعا يم ،
دښاپېرۍ پېژندګلوي
ښاپېرۍ نغمه د ١٣٤٢ل كال دمرغومي په ١١مه نېټه د افغانستان په کندهار ولايت كې زېږېدلې ده، ښاپېرۍ د كندهار يوازينۍ نوميالۍ مېرمن ده، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې او تر اوسه يې دسندرو ٢٥٠٠ كېسټونه ډك شويدي. پر دې سربېره نغمې په اروپا، اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرتونه هم وركړيدي. نوموړې په وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنګ د سندرو ليكلو وړتيا هم درلوده، همدا لامل و، چې شاعره شوه او په دې وروستيو كې يې د شعرونو يوه ټولګه هم خپره شوه،. نغمه په پيل كې د خپلې كورنۍ له خوا له يولړ ستونزو سره مخامخ وه، خوهغې خپل كورني ځنځيرونه پرې كړل او په خپل سندريز غږ سره يې نورو ته هم دخپلواكۍ غږ ورساوه. كله، چې په كندهار كې د ښاپېرۍ ژوند له ګواښ سره مخ شو، كابل ته لاړه او هلته يې له کابل راډيو سره پر سندرو پيل وكړ. په هېواد كې د ناوړه شرايطو له امله نغمې په كابل كې خپلو سندرو ته دوام ورنه كړاى شو ، همدا لامل و، چې پاکستان او بيا له هغه ځايه يې بهر ته كډه وكړه.
نغمه ددوو پوښتنوځواب وايي
-
- په وروستيو شلو كلونو كې افغانی فرهنګي بهېر ډير زيان ليدلی چې په دی لړ كې هنرمندان په لومړي كتار كې راځي تاسې د يوې روڼاندې هنر مندې په توګه په دې هكله څه نظر لری؟
- نغمه: د هرې ټولنې پېژندګلوي د هغوی دهنر له مخې كېږي، دا هنرمندان دي، چې په هره ټولنه كې په مشخصه توګگه د هغی ټولنې نمايندګي كوی څرنګه چې ټولنه مخكی ځی هنر او كلتور هم وده كوی ، په خواشينی سره بايد ووايم،چې دهنر په وړاندې زموږ د خلكو سلوكو او كړو وړو يوخوا او جګړې بلخوا هنر ته ډير تاوان رسولى او اوس هم څه چې د هنر مندانو سره كېږی ډير دردوونكي دي. زه د يوې ښځينه هنر مندې په توګه په خپله ټولنه كي د هنر وده ضروری بولم چې دا كار يوې كلتوري مبارزې ته ضرورت لري. موږ بايد هنر په يو لوړ انساني تفكر بدل كړو.
- په دې وروستيو كې له منګل سره په غبرګو كنسرتونو كې نه ليدل كيږی؟
- نغمه: موږ په امريكا كې ژوند كوو او له خپلې هنري ډلې نه لرې ياستو. كله چې هنري فعاليت لرو نوبياپاكستان ته ځوهلته اسانتياوې را ته برابريږی، په تلويزيون او راډيو كې راته وخت راكوي.