تبليغاتX
ځــــــــــولــــــــــــۍ
د عزيز احمد تسل كلتوري، هنري او ادبي ويبلاګ

دسترڅښتن په ښاسته نامه

 

زمادارمانونواويوي نړۍ ښكلاخاوندې ،زمادليونۍ مينې مرموزې شپيلۍ، په غوڅو شنډومې سوي سلامونه په ټټرپوري ټينګ ونيسه ،په داسي خنداورته لبيك ووايه چې رڼې رڼې اوښكې دې ګريوان ته پنايوسي!  َاي زمادزړه ګلابه ته لكه دشعرښاپيريۍ اود طبيعت سندريزه ډيوه هره شيبه زماپه دردمن  زړه كې بله بله  ګرځي ،مودې  وشوي چي مې ستاورخطااودمينې ليونې ليونې كاته ونه ليدل دقدرتونو مالكه ! كه خپلې اوښكې په خپلوسترګو كې وروړم لابه يې زړه راباندي يخ نشي ددوي زړونه دترخونه ډك دي زورورخداي دي ورته په زړه كي خوږه سندره درباب دتارسره وشرنګوي چې يې لږزړه راباندي وسوځي،اوس به موزړه يخ شوي وي؟ مااوكړيدلې مينه مې خپلو فلسفي خيالوته په شاعرانه ښكلاكي  پريږدي، ترڅوديواوبل په جدايې كي دتوري شپي ځليدونكې ستوري وشمارو، اودهريوه په يادكي نوي راپورته شوي سپوږومۍ ته په واروارددعاډكه لپه خپل ګريوانه ته يوسو،په تته تياره كې دجدايې په زانګوكي خپلې رڼې اوښكې په نري دسمال وچې كړو،                                                                                       

                                                

 زمادفلسفي مينې شاعرې  تاته به  زه دكومه دركه داسي لفظونه وپلټم چې ترڅودي دماشومي نجلۍ زړه ته ورته شيرينه اوخوږه مينه سكون ومومي،  اوداوښكوګامونه  دي دليموپه سرپه پړك پړك خنداد  څاڅكي څاڅكي ميني سره په     شاعرانه  كريشمو بدل شي،دزړه دتله وايم! زمادغه نه لوريږي چي په مخ دي هغه بريښندوكي اونرمې اوښكې هم  ولغړي ستاهرنظراوس زه داسماني ستورونه غواړم، شيبه شيبه،  تخيول راته ستارنځورخيالونه په ناسورشوي زړه اور ايږدي ،په هغه شپه ډيرخفه وم چي سپوږمي داسمان غيږپه خپله قدرتي سپيره رڼاروښانه كړي وي ،ځكه دلته په ټوله فضاكې زه ستايادونه  وينم، تياره مې ځکه خوښه ده چي ستاپه نامه! په زړه كي دغزل شيرين توري  تړم،فكري تنابونه مي يواځي ستامينه غواړي نازدي غواړي  كله كله خودليونوغوندي بې واره چيغه تر خولې  وباسم !   

ياره رنځوردي يم درمان مي شه

دمينې كورمي شه  جهان  مې شه

وژني مي ولې ساه دځان مې شه

دميني كورمي شه جهان مي شه 

زه به دمينې كليمې ووايم

راشه مذب مي شه ايمان مي شه

نوردرته مينه اودرنښت غواړم !سپين قران مودي دوصل غيږي ته ورسوي ،ماته نورهيچ هم ندي پاته يوواځي ستا دعاګاني دي چي په لمن كې ټوله وم ،ته هم نور تخيول ته ودانګه نوره هم مينه ناكه شه باوروكړه ستاهره خبره زه په خپل تصوف كي شاعرنانه سندره بولم

دالله پامان      مينه

 

+ ليكل شوي ديMon 10 Sep 2007وخت 6 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |





Powered by freedesign.htm.ir/