تبليغاتX
ځــــــــــولــــــــــــۍ
د عزيز احمد تسل كلتوري، هنري او ادبي ويبلاګ

د موسې کلا راتلونکې به څه ډول وي؟

 

(د هلمند ولايت) شمال ته په دې پرتې ولسوالۍ کې واکمن طالبان ډاډمن دي، چې د ژمي پر مهال به د هلمند ولايت نور پاتې برخې ته ځانونه ورورسوي.  

 

په لښکرګاه کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عزيز احمد تسل ليکنه

 

په موسې کلا کې د ماښام  تياره د خپرېدو په حال وه  او ما لا تر دې دمه د پوځي پريټ ننداره کوله، چې زما له مخې  تېرېده.

 

هغوی د حکومتي پوليسو اوامنيتي ځواکونو د موټرونو په څېر په شنو، خاکي او سپين رنګه موټرونو کې سپاره و. يوازينی توپير يي داو، چې په هغوی کې د طالبانو پياده سرتيرې و، مظبوط، او په هيبتناکو څېرو کې د موټرو شاته ناست و.

 

هغوی مروړلې، زياتره تور رنګه، پګړۍ په سر او لينګي يي د موټرو دواړو خواووته زنګېدل. په لاسونو کې يي کلاشينکوفونه، ماشينګڼې او آن راکټ لانچرونه نيولي و. 

 

يو طالب ماته وويل، زياتره دا موټرې  يي له حکومت څخه نيولي دي.

 

ما د هغوی قوماندان ښار ته دتګ پر مهال وليد. هغه بېوسلې و. لکه چې نه يي غوښتل د چا پام ورته واوړي. هغه په هلمند کې برتانوي سرتېرو ته نه پاتې کېده، چې هيڅکله بېوسلې نه ګرځي.  

 

هغه زما پوښتنو ته ژر، ژر ځواب راکړ او آن خپل نوم يي راته وښود. د هغه  نوم "انقيادي" و.  هغه ماته اجازه راکړه، چې عکس يي واخلم، خو کله چې د کمرې مخې ته ودرېد، نو مخ يي په تور خړ رنګه دستمال پټ کړ.

 

هغه وويل: "د هلمند ولايت پنځه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې دي. له لښکرګاه او د نورو ولسواليو له مرکزونو پرته نورې برخې هم د طالبانو ځمکه (قلمرو) ده. هلته  برتانوي او افغاني ځواکونه په لږه برخه باندې کنترول لري."

 

هلمند 13 ولسوالۍ لري او آن حکومت ددې پخلی کوي، چې لږ ترلږه څلور هغه د طالبانو په لاس کې دي. دې ولسواليو ته تګ او راتګ  له طالبانو له خوښې وروسته  کېدای شي.

 

هغسې چې طالبان بهرنۍ موسسې "خپلې"  سيمې ته نه پرېږدي، نو له دې امله نوموړو ولسواليو ته د مرستو لېږدول له خنډ سره مخامخ شوي دي. په سپتمبر کې چې حکومت غوښتل د ګوزڼ د واکسين په پروګرام پيل وکړي، نو له طالبانو څخه يي په دې سيمو کې د واکسين د کولو اجازه تر لاسه کړې وه.

 

انقيادي وويل: "موږ له خلکو سره پخپله مرسته وکړه. څنګه چې واکسين د ماشومانو لپاره و، نو ځکه مو د هغه پروګرام له پرمخ وړلو سره موافقه وکړه. له دې پرته دلته  د ناحکومتي موسسو هرکلی نه کيږي."

 

د ماشومانو په اړه د طالبانو اندېښنه د ښوونځيو له پرانيستلو سره مرسته نه کوي. په موسی کلا کې له يو څو لومړنيو ښوونځيو پرته نور ښوونځي فعال نه دي.

 

انقيادي وويل: "دا ځکه چې تعليمي نصاب بدل شوی دی. که چېرته زوړ نصاب وکاروي، نو موږ به يي مخه ونه نيسو."

 

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال له زده کړې څخه خپل ځانګړی تعبير درلود.  آن د ماشومانو له خوا د کتاوبنو لوستل بايد د هغوی له فکر او فلسفې سره سم وي. لکه  "الف" د الله، "ج" د جهاد په توګه.

 

د طالبانو د کنترول له امله  د موسی کلا سهيل لويديځ ته د کجکي د برښنا د بند  پروژه هم وځنډول شوه.د امريکا متحده ايالتونه زيار باسي، ترڅو دا بند ورغاوي، ترڅو دهغه ولايت برښنا ښه کړي.

 

انقيادي کجکي بند ته تلونکي سړک ته ګوته ونيوه. هغه وويل: "ددې سړک جوړول د امريکايانو تر لاس لاندې دي. خو موږ به يي هيڅکه پرې نه ږدو، چې جوړ يي کړي."

 

نوموړی قوماندان ډاډمن برېښېده، يانې څه چې طالبان وغواړي، هغه کولای شي. 

 

هغه وويل: "پروسږکال مو چريکي جګړې کولې. سږکال به جبهه يي جګړې پيل کړو. زموږ ليکې دومره غښتلې دي، چې بهرنيان به يي هيڅکه هم کمزوري نه کړي. بهرنيان په موسی کلا باندې د لويو بريدونو خبرې کوي.  موږ هغې ته چمتو يو. يوازې په موسی کلا کې موږ 2050 تکړه وسله وال جنګيالي لرو. موږ ته له بريد سره مقابله ډېره  آسانه وي.  موږ غواړو دا ژمی ټول هلمند  ونيسو."

 

داسې نه بريښي، چې حکومت دې د طالبانو او د هغوی له زياتيدونکي ځواک سره د مقابلې په چل وپوهيږي.

 

د هلمند د امنيه قوماندان، حسين انډيوال ددې خبرې پخلی وکړ، چې د هلمند ولايت زياته برخه د زياتې مودې راهيسې د طالبانو په لاس کې ده

 

هغه وويل: "موږ د خلکو له خونديتوب څخه د ډاډ لپاره له هغوی سيمو څخه په شاتګ وکړ.  هغه مهال چې موږ هلته و، طالبان د خلکو کورونه ته تلل او هغوی يي وژل او له حکومت سره د کار کولو له امله يي د هغوی سرونه پرې کول. خو هيله من يو چې دا سيمې بېرته ډېر ژر ونيسو."

 

"طالبان غير انساني کارونه کوي. هغوی ولس ترهوي."

 

انډيوال د طالبانو په منځ کې د بهرنيو يادونه وکړه، خو نور يي څه څرګند نه کړل.

 

هغه وويل: "طالبانو د نورو لپاره كار کوي. هر څه چې هغوی کوي، د نورو په ګټه دي. کشکې هغوی هغسې چې وايي د خپلو خلکو او اسلام لپاره کار وکړي."

 

خو انقيادي بهرنيو هيوادونو ته د طالبانو د کار کولو خبره رده کړه.  

 

هغه وويل: "موږ سره هيڅوک مرسته نه کوي. موږ خپلواک يو. پاکستان له موږ سره کار نه لري. دلته بهرني القاعده نه شته. دا مازې د طالبانو په وړاندې يو پروپاګند دی."

 

انقيادي د حکومت او د نړيوالو ځواکونو له خوا د زيانونو په اړه خپاره شوي رپوټونه هم ناسم وبلل. هره پلا چې يوه لويه جګړه ونښلي، نو وايي، چې د هغوی ځواکونو بې شمېره طالب جنګيالي ووژل، په داسې حال کې طالبان ادعا کوي، وژل شوي خلک ټول ولسي خلک و.

 

هغه وويل:  "حکومت تل ناري سوري وهي، چې په عملياتو کې يي زيات شمېر طالبان ووژل، خو هغه ټول ولسي خلک وي."

 

انقيادي وويل، هغه او نور طالبان په کلکه وسله والې مبارزې ته ژمن دي.

 

هغه وويل: "موږ له دې يرغلګرو سره څو، څو ځلې جګړې کړې. دازموږ دنده ده. زموږ جهاد روان دی."

 

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

دنا ټو ځواكونو د بمبارئ په پايله كې په موسي كلا ولسوالۍ كي ډير دعامو خلكو كورنه وران  و يجاړ شول

وران شوي كورونه

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

دا كس سره  د دريو نوروملګرو  چي غوښتل يې د لښكر ګاه په ښار كې خپل ځانو نه وچوي د پوليسو له خوا ونيول شول

ځان مر ګي

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

دا هغه واسكټ دي چې ځان وژونكي يې په  ځان پوري تړي دا ځل په هلمند كي ځان وژونكي  په خپل هدف كې بريالي  نه شو ځان وژونكي سره د خپلو موادو په لښكر ګاه كې د پوليسو له خوا ونيول شو

دجان چوونكي واسكټ

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

دموسي كلا مسجد

دغه مسجديووخت نه يوا ځي په ظاهيري ښكلا ښايسته ووبلكي هر وځ په سلګونو خلكو پكي په امام پسي لومنځ كوي چي دا ځل نا ټو سپيري خاروي په ځاي پريښودي

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 2 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

عكس اخستونكې (تسل)

+ ليكل شوي ديWed 2 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

 

 

 

د موسی کلا د بريد په هکله معشويت

 

له طالبانو څخه د موسی کلا د ولسوالۍ د نيولو لپاره د پوځي عملياتو په هکله د ناتو د وياند خبرې له توپيرونو ډکې دي.

 

په هلمند کی د آی ډبليو پي آر د خبريالانو، عزيزاحمد تسل او محمد الياس داعي  لیکنه

 

له موسی کلا څخه د طالبانو د شړلو لپاره د نړيوالو ځواکونو او ملي اردو ګډ د عملياتو په پايلې کې لا دا جوته نه ده، چې آيا د هلمند  شمال ته  دې پرتې ولسوالۍ لا سقوط کړی او که نه.

 

نن د دسمبر په 11 په کابل کې رسنيو ته په يو خبري کنفرانس کې د افغانستان د دفاع وزارت او د ناتو   تر مشرۍ لاندې نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) وويل، چې ولسي خلکو ته د زيان د نه رسيدا او سرتېرو ته له تلفاتو پرته طالبان له هغه ولسوالۍ څخه شړل شوي دي.

 

د هلمند والي اسدالله وفا هم رسينو ته وويل، چې موسی کلا اوس د ملي اردو او ايساف د ځواکونو په لاس کې ده. 

 

طالبانو هم آی ډبليو پي آر  ته وويل، چې هغوی ولسي خلکو ته د زيان د رسيدا او هوايي بمبارۍ د مخنيوي له امله ولسوالي پرېښې ده.   

 

د ايساف وياند په لښکرګاه کې وويل، د سمو معلوماتو ورکول يو څه وختي خبره ده.

 

د ايساف وياند، ډګروال ريچار ايتون د يو خبريال پوښتنې ته چې آيا ملي اردو او ايساف د موسی کلا ولسوالي نيولې ده، وويل: "په دې شېبه کې نه. ملي اردو خپل پوځي عمليات پيل کړي دي."

 

ايتون وويل، ښايي مغشوشيت د ناسمې ژباړې له امله وي.

 

هغه وويل:"کله چې افغان حکومت ته ايساف وويل،  موږ په موسی کلا کې يو، نو زموږ مانا دا وه، چې موږ د هغې څنډو ته رسېدلي يو، نه د هغې مرکز ته. ښايي دا خبره په پښتو يا دري باندې ناسمه ژباړل شوي وي."

 

خو د هلمند والي، اسدلله وفا په خپلې خبرې ولاړو.

 

هغه نن د خبريالانو يوې راټولې ډلې ته وويل: "دا ناسمه ده، چې څوک وايي موږ موسی کلا نه ده نيولې. طالبانو ماينونه اونور چاودېدونکي توکي ځای په ځای کړي دي، له دې امله موږ په احتياط مخ په وړاندې ځو."

 

" زه پوهيږم، ما ويلي و، چې موږ به نن حکومتي بېرغ د موسی کلا دپاسه وځړوو، ... خو د درنو بمباريو له امله مو دا کار ونه شو کړای. خو زموږ سرتيري پخپله بيرغونه دي، له دې امله ويلي شو، چې افغان بيرغ هلته دی."

 

 د هلمند شمال ته د موسی کلا کوچنۍ ولسوالي د فبرورۍ د مياشتې راهيسې د طالبانو مرکز و، چې د هغه ولسوالۍ بشپړ کنترول يي تر لاسه کړ او خپل بيرغ يي د هغه ولسوالۍ په مرکز کې هسک کړ. ښايي  دا ولسوالۍ  له سمبوليک ارزښت پرته ستراتيژيک ارزښت و نه لري. د ولايت په منځومانه کې د طالبانو له خوا د يوې ولسوالۍ تر لاسه کول د حکومت او بهرنيو پوځونو لپاره يو سپکاوی ګڼل کېده.

 

ايساف د مياشتو مياشتو راهيسې غوښتل دا ولسوالي بېرته ونيسي. تېره اوونۍ د دسمبر په  اوومه هغوی خپل پلان ته د عمل جامه ورواغوسته. د ملي اردو د سرتېرو په مشرۍ او د ايساف د ځمکني او هوايي ملاتړ له مخې نوموړ ځواکونو هغه ولوسالۍ ته پرمختګ پيل کړ.

 

د ولايتي بيارغاونې ځايي چارواکو ددې خبرې پخلی وکړ، چې بريد کوونکو د ولسوالۍ د ويجاړتيا د مخنيوي په خاطر ډېر ورو او په پوره پام مخکې ځي.

 

يو چارواکي په خصوصي توګه وويل: "خبره د طالبانو ځبېښل دي. موږ په ډېر پام د ولسوالۍ د مرکز په لور روان يو."

 

خو ښايي داسې څوک نه وي پاتې شوی، چې وځبېښل شي. افغان حکومت او ياغيانو دواړو له موسی کلا څخه د طالبانو د وتلو خبره وکړه.

 

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي وويل. "طالبان د بهرنيانو د درنې بمبارۍ له امله له يوې مخې له موسی کلا څخه ووتل. موږ اندېښنه درلوده، چې ښايي ولسي خلک ووژل شي. طالبان نورو ولسواليو ته له بهرنيانو سره د جګړې لپاره ولاړل."

 

حکومت ددې خبرې پخلی وکړ، چې طالبانو د موسی کلا سهيل ته د سنګين په ولسوالۍ بريد کړی دی.  د ملي دفاع د وزارت وياند، ظاهرعظيمي وويل طالبانو ته له درنو بمباريو وروسته په سنګين کې هم ماته ورکړ شوه.

 

د ايساف وياند، جنرال کارلوس برانکو نو په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، پوځي عمليات له لږ رسيدلي زيان وروسته بشپړ شول.

 

هغه وويل: "موږ په خپلو هوايي بمباريو کې له ډېر پام څحه کارواخيست. له دې امله په دې عملياتو کې ولسي خلکو ته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې. يوازې د ناتو دوه سرتېري د ماين د چاودېدو له امله ووژل شول."

 

برانکو په موسی کلا کې د افغان ملي اردو د سرتېرو سرښندنه او د دندې د ښه پر مخ وړل وستايل.

 

د ملي دفاع د وازرت وياند، عظيمي وويل د افغان ملي اردو سرتېرو ته هيڅ زيان نه دی رسېدلای. هغه وويل، افغان حکومت او ناتو پرېکړه کړې وه، په هره بيه چې کيږي، موسې کلا به نيسي.

 

هغه وويل: "موږ به تر هغه په موسی کلا کې پاتې شو، تر سل په سل په سلو کې ددې ډاډ تر لاسه کړو، چې ملي پوليس د هغې د امنيت د تامينولو وړتيا تر لاسه کوي. له هغې وروسته به خپل پوځونه وباسو."

 

د عظيمي د وينا له مخې زيات شمېر طالبان حکومت ته اوښتي دي.  هغه وويل: "موږ د خبرو تر بشپړېدو پورې نور جزئيات نه شو ورکولای."

 

په بريد کې د زيان د کچې د لږولو په موخه په ډېر پام د حکومت او ايساف د پوځي ګډو عملياتو انځور له موسی کلا څخه

 

له راغلو رپوټونو سره په بشپړ تضاد کې و، چې د هغه ځای اوسيدونکي د اوونۍ زياتره برخه د بمبارۍ او توپونو له امله له ډار او ترهې سره مخامخ شوي و.   

 

له موسی کلا څخه راغلي خبرونه له دې امله محدود دي، چې زياتره تيلفوني ليکي د بمبارۍ له امله شليدلي وې.

 

د ستلايټ تليفونونو له لارې يو شمېر خلکو نن د موسی کلا د وضعې په اړه معلوملات ورکړل.

 

د موسی کلا يو اسويدونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "تېرې پنځه ورځې د دوزخ په څېر وې. نن يو څه کراري ده. خو لا بمباري روانه ده. خلک ترهيدلي دي."

 

هغه زياته کړه، د ولسوالۍ مرکز تړلی و. خلک له ډاره له کورونو څخه، آن د اوبو او ډوډۍ په څېر اړينو شيانو د ترلاسه کولو لپاره  نه وتل.

 

هغه وويل: "بازار تړلی دی. زه هلته يوه هټۍ لرم. زه اندېښمن يم، چې څه به پيښ شي. موږ نه پوهيږو، چې څه وکړو. په

 

لسګونه خلک وژل شوي او ټپيان شوي دي. موږ د هغوی  راټولولو ته ځانونه نه شو رسولای. موږ په هيچا باور نه شو کولای، نه په طالبانو او نه په حکومت."

 

يو بل ځايي اوسيدونکي، معروف ددې خبرې پخلی وکړ.  

 

هغه وويل: "د موسی کلا د مرکزي جومات په ګاونډ کې د نابو اکا کلی بمباري شو. اته ويشت تنه ولسي خلک يوازې هلته

 

ووژل شول. مړي لا تر اوسه د خاورو دوړو لاندې دي. د هغوی تر منځ ښځې او ماشومان و. هلته طالبان نه و."

 

هغه يو څه سا ونيوه او ويي ويل: "دا يوه غميزه ده، بس يوه غميزه!"

 

په عين حال کې داسې بريښي، چې د طالبانو روحيه لوړه وي، سره له دې چې له ولسوالۍ ايستل شوي دي.

 

د طالبانو يو ځايي قوماندان وويل: "موږ د موسی کلا د بېرته نيولو پلان ترلاس لاندې لرو. موږ خلکو ته ويلي، چې اندېښنه ونه کړي. ښايي په دې راتلونکو ورځو کر خپل متقابل بريد پيل کړو. موږ به تر هغه جګړه وکړو، چې بهرنيان مو پاک کړي نه وي."

 

د مفتي عبدالرحمن په نوم د طالبانو يو بل قوماندان آی ډبليو پي آر  ته وويل: "موږ به موسی کلا له لاسه ور نه کړو. موږ اوس هغه حکومت ته پرېښې ده، خو په راتلونکي کې به يي بېرته ونيسو."

 

د طالبانو يو بل قوماندان، چې د 300 سړيو لرلو ادعا يي وکړه، وويل: "دا به له بهرنيانو سره زموږ وروستۍ جګړه نه وي.  موږ به له هغوی سره تر وروستۍ سا پورې جګړه وکړو، ترڅو له هغوی څخه خپل هېواد پاک کړو."

 

ځايي خلکو آی ډبليو پي آر  ته وويل،  هغوی غواړي ځانته پاتې شي. ژمی راروان دی، د اوړي د ورځو په پرتله له کور او کوډۍ پرته ژوند ډېر ګران دی.

 

عبدالمناف وويل: "موږ بيخي پرېشان يو. دا ورځې شپې ډېرې سړې دي. ښځې او ماشومان ناروغ شوي دي. موږ له حکومت څخه (دمرستې) غوښتنه کوو."

 

د موسی کلا يو بل اوسيدونکی، حاجي غلام محمد وويل: "والي ژمنه کړې وه، چې ولسوالۍ ته به سوله راولي.  هغه اوس چېرته دی؟ ملي اردو او ناتو په موږ بمونه اوروي. هغوی موږ په توپونو ولي."

 

"دا د طالبانو د ماتې په مانا نه ده. پر ځايي يي هرڅوک طالب کيږي. لطفا، حکومت ته وواياست، که غواړي چې موسی کلا ونيسئ، نو بايد د بيګناه خلکو وژل ودروئ. که نه نو ولسي خلک به له طالبانو سره ودريږي."

 

 

 

+ ليكل شوي ديWed 2 Jan 2008وخت 2 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |

دخاريجيانو په لاس حلال شوي كس 

 

بهرني پوځونه په هلمند کې په ډله ييزو وژنو تورن دي.

 

د سهيلي سيمو اوسيدونکي د افغاني او بهرنيو سرتيرو له لاسه د يوې ترخې شپې کيسې کوي.  

 

په لښکرګاه کې د آی ډبليو  پي آر د خبريالانو، مطيع الله مينه پال او عزيز احمد تسل  ليکنه

 

د لښکرګاه په بيړني روغتون (Emergency Hospital) يو ځوان په بستر کي پروت دی. ستونی يي بنداژ شوی دی. له خولې يي په سختۍ خبره راوځي. هغه خپل لاس په ټپ باندې ايښی، خبرې يي بندې بندې کيږي. هغه  پسيږي او وايي: "زما دوه وروڼه! زما دوه وروڼه!"

 

هغه عبدالمنان نوميږي. خو ځايي خلک هغه ته "نانوای" وايي. هغه د هلمند ولايت د ګرمسېر د سهيلي ولسوالۍ د توبې له کلې څه ناڅه دوه کيلومتره وړاندې د لکړې په سيمه کې د ډوډۍ پخولو يوه هټۍ لري.

 

هغه د نومبر د مياشتې په اتلسمه د توبې په کلې باندې د شپې له خوا د افغان او بهرنيو ځواکونو  له خوا په اورميږ باندې ټپونه خوړلي و. د سترګو ليدلي شاهدان وايي، سرتېرو په يو بريد کې چې آن د افغاني جګړې له کچې څخه وتلې خبره وه، اتلس تنه ولسي خلک ووژل.

 

سره له دې چې بريد درې اوونۍ دمخه تر سره شوی و، خو له هلمند بهر لا د هغې په هکله نه کوم خبر خپور شوی و او نه کومه تبصره شوې وه.

 

عبدالمنان وويل: "د سها رد دوو بجو شاوخوا کې مو د الوتکو غړمبهار تر غوږ شو. له خوبه پاڅېدم. شاوخوا مې وکتل، خو څه شی مې سترګو ته رانغلل. دوه وروڼه مې چې په بلې کوټې کې وېده و راغلل او ويي  ويل څه خبره ده. ما ورته وويل، څه شی نه شته، لاړ شئ، وېده شئ. هغوی زما له خبرې سره سم لاړل او څملاستل."

 

"وروسته مې يو غږ   واورېد. بهر ته مې وکتل، وسله وال مې تر سترګو شول. هغوی راوختل او زما د وروڼو کوټې ته ورننوتل. له هغوی يي وپوښتل، آيا تاسو طالبان ياست؟ يو ورور مې وويل، نه، موږ هټيوال يو. راشه او کور مو تالاشي کړه. موږ نه ټوپک لرو، نه بل څه شی. سرتېري هغه په هماغه ځای وويشت. زما هغه بل ورور يي ماته راوست او د هغه لاسونه يي وتړل.  وروسته يي د هغه ستونی ورپرې کړ. ما د هغه سوڼار اورېد. ما لا د هغه اواز اورېد، چې هغوی ماته رانژدي شول."

 

"يو سرتېرې لږ شانته په پښتو خبرې کولې. هغوی له ما وپوښتل، که موږ طالبان واوسو، ما ورته وويل، نه موږ هټيوال يو. هغوی زه دېوال ته مخامخ ودرولم او لاسونه يي راباندې وتړل. هغوی چاړه زما اورمېږ ته ونېوله او درې ځلې يي پرې کړم.   بيا يي راباندې يو زوړ ترپال واچاو او لاړل."

 

"خو زه نه وم مړ شوی."

 

کله چې عبدالمنان د ترپال لاندې پروت و او لاس يي د ستوني په ټپ باندې ايښی و، سرتيرې په کور کې ګرځېدل او ماشومانو چيغې وهلې.

 

هغه وويل، کله چې له کم و زيات نيم ساعت وروسته سرتېرې لاړل، "زه ودرېدم او د ورور خوا ته مې لاړم. د هغه بدن يخ و."

 

ښځې او ماشومان ژوندي او له نورو کورونو څخه له راغلو خلکو سره يوځای په بلې کوټې کې و. هغه وويل: "هرچا چېغې او کوکارې وهلې."

 

سهار ته يي عبدالمنان د لښکرګاه روغتون ته راوړل شو.

 

هغه وويل: "زه ژوندی پاتې شوم. خو وروڼه مې مړه شول. اوس څه وکړم؟"

 

د هلمند ولايت اوسيدونکي له تېرو څو مياشتو راهيسې له هوايي بمبارۍ سره اموخته دي.  څنګه چې طالبان او بهرني ځواکونه د ولايت د کنترول لپاره له يو بل سره جګړ ه کوي، ولسي خلک تل په منځ کې ګير پاتې وي.

 

نړيوال ځواکونه په طالبانو باندې تور پورې کوي، چې ښځې او ماشومان د "انساني ډال" په توګه کاروي. په داسې حال کې چې ياغيان او په زياتيدونکي توګه  افغان حکومت په بهرنيو پوځونو باندې د انساني ژوند په هکله په بېرحمۍ او بې پروايي تورنوي.

 

خو کوم کار چې په توبې کې رامنځته شو له هوايي ډاروونکي او بمبارۍ څخه بيخي بل راز و، چې کورونه او کورنۍ ورانوي.

 

د عبدالمنان کيسه  په لښکرګاه په روغتون کې آی ډبليو  پي آر ته د درملنې لاندې د توبې د کلي نورو ناروغانو او يا د هغوی پايوازانو وکړه.  

ټولو په يوې خوله ويل، چې سرتېرو دروازې ماتولې، ماشومان يي ويشتل او ستوني يي پرې کول. هغوی ويل،  بريد د د سهار په دوو بجو د  څرخي الوتکو له غړمبهار سره  يوځای، چې په لسګونه افغان او بهرني سرتېرې يي هلته راوړل، پيل شوی و.   

 

د نبي جان په نوم يو سړي آی ډبليو  پي آر ته وويل: "د يکشنبې د سهار په دوو بجو بهرني ځواکونه زما کور ته راننوتل او زما ماشومان يي په زانګو کې وويشتل. ما د هغوی شنيدل شوي ماغزه په خپلو لاسونو راټول کړل او د هغوی له بدنونو سره مې کېښودل."

 

هغه په ژړه غوني اواز وويل: "هغوی په دې شپه اتلس تنه ووژل. زه سوګند يادوم، چې هغوی يو هم طالب جنګيالی نه و. هغوی ولسي خلک ووژل، زما په څېر خلک، خالي بزګران. که په ما دې باور نه راځي،نو راځه راسره هديري ته لاړ شه. زه به مړي راوباسم، چې و يي ګوري."

 

د نبي جان د وينا له مخې سرتيري د سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې، چې لا تياره وه،  لاړل. هغه او د کورنۍ نورې پاتې غړي يي اوس د ژمې په يخنۍ کې د سيند په غاړه اوسيږي او له ډاره کورته نه شي ستنېدلای.

 

د هغه يو ګاونډي، بورجان، چې په لښکرګاه کې د روغتون بهر ولا ړ دی، د نبي جان د خبرو پخلی وکړ.

 

هغه وويل: "ما دا هرڅه په خپلو سترګو ولېدل. سرتېري زموږ کورنو ته راغلل.  په بسترو کې د ويدو خلکو په ګډون،  يي هرڅوک چې په مخه راتلل، ويشتل يي. په يو کور کې يي ماشومان په زانګو کې وويشتل. د درېوتنو ستونې يي پرې کړل، خو يو يي ژوندی پاتې شو. هغه اوس همدلته په دې روغتون کې بستر دی."

 

د بورجان د وينا له مخې د وژل شوو خلکو شمېره اوولسو تنو ته رسيده.

 

د نورمحمد په نوم يو بل سړي،  چې له روغتون بهر ولاړ و، وويل: "په دې بريد کې زما د تره دوه زامن ووژل شول."

 

هغه وويل: "د شپې مهال و، چې د الوتکو غږ مو واورېد. سرتېري زموږ کورته راغلل. موږ پټ شو او دروازه مو بېرته نه کړه. هغوی دروازه ماته کړه. کله چې کور ته راننوتل، نو په ډزو يي پيل وکړ. څلور تنه يي ووژل. هغوی بهرني او د افغان اردو سرتېري و. کله چې تلل، نو په هرچايي ډزې کولې."

 

ګرمسېر د لښکرګاه سهيل ته د اويا کيلومترو په شاوخوا کې د پاکستان پولې ته څېرمه پرته ولسوالي ده. د هغې ليروالی او د پولې دواړو خواوو ته ازاد تګ راتګ دا ولسوالي په دې ډېر ناامنه ولايت کې تر ټولو ناکراره سيمه ګرځولې ده.

 

طالبان د يو څو دولتي ودانيو پرته نوره ټوله ولسوالۍ  کنترولوي. د اردو او د ياغيانو تر منځ تلمدام جګړې روانې وي.

 

له هغې سره سره د توبې د کلي کيسې استثنا ده او څنګه چې خبرونه په هلمتد کې په چټکۍ سره له يوې خولې څخه بلې ته ورځي، نو ناامنۍ ته پکی وهلی شي. د نومبر په شلمه د هغه ولسوالۍ د سلو تنو په شاوخوا کې سپين ږيري لښکرګاه ته راغلل، ترڅو له حکومتي استازو سره د ملي امنيت په رياست کې خبرې وکړي.

 

داحساساتو دې ډکې غونډې ته د ولايت بيارغاونې د ډلې، چې په هلمند کې د امنيت د تامين او بيارغاونې کارونه په ګډه پر مخ وړي او د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو تر قوماندې لاندې کار کوي، استازي راغلي و.

 

لويانو غوښتل، چې بهرني ځواکونه دې د ګرمسېر له ولسوالۍ بهر ميشته وي او بايد نور پوځي عمليات تر سره نه شي.

 

د سپين ږيرو د پلاوي يو غړي، خان اغا وويل: "موږ له حکومت او ناتو څخه کرکه کوو، ځکه هغوی زموږ ښځې او لويان وژني. هغوی موږ خپل ژوند ته نه پريږيدي. هغوی موږ حلالوي."

 

خان اغا وويل هغه د ملي اردو مخالفت ته ملا تړلې ده.

 

نوموړي وويل: "دا بس دی، چې بهرني ځواکونه دا ناوړه کارونه کوي. اوس وروسه ملي اردو هم غاړه شوې ده. موږ په دې خپه يو، چې آن افغانان په موږ زړه سوی نه کوي. ما پخوا له اردو سره همکاري کوله، خو که اوس مې فرصت په لاس راشي، نو خپل زړه به پرې يخ کړم."

 

سپين ږېرو يو په بل پسې خپلې کيسې واورولې. ټولې لږ و ډېر يو راز وې.

 

يو بوډا چې په ډېرو ستونزو تللای شو او د خبرو پر مهال يي په مخ اوښکې راروانې وې، وويل: "زما نوم علي محمد دی. دشپې مهال و، چې وسله وال سړي زما کور ته راننوتل او دوه زامن يي راته وويشتل. يو ېې يوازې يوه مياشت دمخه واده کړی و. زما زامن د طالبانو غړي نه و. هغوی بزګران و. موږ بېوزلي بزګران يو."

 

د هلمند ولايت د پوليسو قوماندان، محمد حسين انډېوال سپين ږېرو ته اوږدې خبرې وکړې. هغه وويل، زه به د توبې د مشرانو خبره د نړيوالو ځواکونو غوږونو ته ورسوم.

 

هغه سپين ږيرو  ته وويل: "زه ستاسو په خوږ پوهېږم. په دې خبره آن د ډبرې زړه ويلي کيږي. زه به له بهرنيانو سره خبرې وکړم او ژمنه  به ترې واخلم، چې نور ولسي خلک ونه وژني."

 

د ولايتي د بيارغاوني د ډلې د وينا له مخې د توبې د کلي پېښه تر څېړنو لاندې ده.

 

د ولايتي د بيارغاونې د ډلې يو چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط وويل: "هغه مهال په "ګرمسېر کې" عمليات روان و. موږ ته د ځينو ادعاګانو رپوټونه رارسيدلي و. مو هغه مهال ددې پيښې په هکله کره شواهد نه درلودل. اوس په دې هکله څېړنې روانې دي." 

 

که فرض کړو، چې د توبې د خلکو ادعاګانې سمې وي، نو دا به ستونزمنه وي چې پړه په چا  واچول شي. 

 

په هلمند کې پوځي بېلا بېلې ډلې فعاليت کوي. هغوی ټول د برتانيې تر مشرۍ لاندې ايساف ته مسوول نه دي او نه په ښکېلتيا کې قواعد پلي کوي.

د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلاف هم په نوموړي ولايت کې سرتېري لري. امريکايي ځانګړی ځواک له افغاني اردو سره کار کوي او هغوی ته روزنه ورکوي.

 

د ولايتي د بيارغاونې چارواکي، چې ښايي په دې پېښې کې لوی لاس ولري،  د څه ويلو لپاره لاس ته رانغلل.

 

زياتره هلمنديان د برتانويانو، امريکايانو، کاناډايانو، ډنمارکيانو او نورو ترمنځ توپير نه شي کولای او ټول د بهرنيانو په نوم يادوي.

 

د هلمند د امنيې قوماندان په بهرنيانو باندې د هلمند ولايت د ټولو ستونزو د اچولو په هکله له احتياط څخه کار واخيست او راټولو شوو مشرانو ته يي وويل، چې د تېرو ديرشو کلونو ناخوالو ته وګوري.