څانګه دخوږې ځوانۍ په ارمانجنو لارو دخپل حسن په ښكلى بڼ كې دابدى ژوند زانګوته په ارمانجنوټالو كې ځان وسپارۍ ،
څانګه لاړه بيابه رانشي بيابه ليدونكوته څوك دڅانګې په ژبه خبرې وكړي څانګې! خداي دي مل شه ستاغم تركاڼو هم ووتۍ، ستادوير په ټغرډيري پيغلې اوماشومان اوس غم لړي چيغې وهي ستادمرګ زيرۍ يې اوس تر زړه لكه غيشي وتلى ،
تا خپل مخ اوس دتل لپاره ددي كركجني دنيانه په سپين دسمال كي داسي پټ كړ چې هغه شيرينه مور دي هم دومره وس او توان نلري چي د مخنه دي هغه زرين د سما ل پورته كړي ،
ستادمخ سالو به اوس دجنت دباغوپه زړه راښكونكي شما ل يو خوا بل خوا اوړي غلمان به ستا ورتګ ته په خپلو بڼو لارجاروكوي خداخبر چي ستا دښايست غروربه ورباندې كوم اثر واچوي كنه ،
ته لكه د تپو تيارو ستورۍ چي د اسمان په غيږ بي واره ورك شي ځان دي همداسي بې واره خونړيو ګوليوته وسپارۍ دنياته دي دويرتوره پرده پريښوده ،
څانګه اماج دجمعي په كركجنه شپه دخپلې خوږي مور دكوره په زهرجنومرميو سورۍ سورۍ دغم پالنګ ته وسپارل شوه ،
څانګه اماج په كابل كي په يو شخصي ټلويژون كي د پښتو لپاره كار كوي دڅانګې دمرګ لامل لا تر اوسه ندي معلوم چي ولې په خپل كور كي دوسلوالو انسان خورو دلاسه ووژل شوه ،
د۲۲كلنې شكيلاڅانګي اماج مړي دجمعي په ورځ خپل پلرني ولايت ميدان وردګ ولات ته وسپارل شوو،
اناالله واناايله راجعون، 
+
ليكل شوي دي Sat 2 Jun 2007وخت 5 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
ددې
ددي مطلب ليكونكى نوښتګرشاعرالياس داعي دي
دمازدېګر لمرلاخپله لمن نه وه ټوله كړي ، چي ماته يوه زړه خوږونكې خبره رايادشوه هغه داوه ،
چي ښکلولا دګودره دمنګېودډکولوهوډ نه ووکړۍ دوى لاپه خپل منځو کې خنداوې اومستۍکولې، دډيره ځوښه يې ټكرى له سرونه غورځه ولى وو ،په خپلوكې يې ښه دخړپ باران جوړ كړې وو، زماپه خېال دماښام يخه پرده خوره وه لمردچينارونو دسره خپلې ا خيري وړانګې ورټولې كړې وې ،خوهغه پيغلوټولا دګودر نه دتللوخىال نه ووكړي ،ما هم دىوه زخمى مرغه په څېردهمدې ګودرترڅنګ دېوې غټې ونې چي دخپلې ښكلاشني جامې يې اغوستې وې په يوه ګڼ شاخكي په ګونګه حېرانتېا مې خپل دسترګونظر ددوى په سپينواو خمټو لاسونواڅولى وو،.په رښتېا داسى ننداره مى تراوسه په خوب کى هم نه وه لېدلې،.په وېښه خومى په يوه رګ كې هم نه ګرځيدل چي دومره دميستۍ نه ډكې يوه ډله پغلې نجونې به دګو درپه غاړه پوره بې ستره وينم ، زه په همدى سو چ کى وم چي لږه شېبه وروسته لمردخپل واکه پوره وتي وو اودېوبل څپڅپانده سېند غېږې ته ېې ځان وسپارۍ ، ډېرخفه سوم دېوې تورې اوقهرېدلى ورېځى په راتګ سره دګودرټولوښکلوپه وارخطايې سره ېوه اوبل طرفته ودانګل :ټكرى يې لانده وو ،زلفې يې لكه دباران وهلې طاوس بڼكې په مخ شاوخواخورې وې، لستوڼې يې نېم بډوهلى وودمنګېوپه لټه او ډکولو يې ځانونه بوخت كړل ،په اسمان كي ګړبړ اوكړسهار جوړ سو،ټولولانده لاسونه په غوږپوري ټينګ ونيول ز ماخوښى يو په دوه شوه ،هغه ددوي ورخطااوليونى ليونى قدمونه چي مي ولېدل هرڅه رانه بيګانه شول ماته داننداره نوره نه پاته کېده يوه توره دپسرلى ور يځ غرونه غرونه راپورته سوه داسمان مخ يې ټول وني وۍ، باران هم راتلونکې وو نورنوزه هم دېوه ناچاره اوبى وزرى مرغه په څېر دونى نه په راکښته کېدوسوم زړه مى د ګودرنجونودځان سره يووړ تراوسه مي سوچونه ځاي ته نه وو راوستې چي دكومي ښكلې په زړه كي به مي ځاي نيولى وي ،دونې څخه لا راکښته سوې نه وم چه ىوځل بېامى هغه لانده خشته ګودرته وکتل .چي ېوه نجلې دماېوسى باد ورنه هغه غټې زلفې يوخوابل خوا اړولې ،ټوله د باران وهلى مرغۍ غوندې لنده خشته وه. دزړه دسکون په خاطريې لاهنوزهم دګودرپه اوبوکې په خپل ورک منګې پسى لاسونه وهل ،هرځل به دمنګې په موخه ترسېنى پورې اوبوپه غېږکې ونېوله ډېره ځورېده په دې وخت کى ماښام هم پوره تياره سوي وو ټولې
نامردې نجونې هم ترې تللې وې. خواجل لکه چې دې ته خپل د نصېب لپاره په اوبوکى غوټې ورکولې، زه هم ډىر پرې وځوريدم.ګودرته زماپه رسېدوسره هغه لنده
او وارخطا ښکلې نجلۍ حېرانه اودردېدونکې داوبوڅخه راپورته سوه، دګودرڅخه په
ېوه شرمېدلى اوحېاداره اندازدکلى په لور روانه سوه ،ماچي نه غوښتل نجلې داسې بې منګې اونااميده كو ر ته ولاړه سې نومى دګودرپه اوبوکى منګۍ ولټوۍ ترپېداکېدو وروسته مې ورته نارې کړل...هى!هى!تاته واېم!زمادآوازتراورېدو وروسته يې دحيانه ډكې سترګې زماپه خواراواړه ولې هيران هيران يې خپل منګى ته وكتل ، هغه تر شا كتواوداسى حياداره اند يې زه نور هم په اور وسوم په زړه كې مې يودردونکى درد راپورته سو،هغه زماپه پر دوكي پټ زړه چي يې رانه غلاكړى وو هغه ځوانى مر ګه همدغه وه ،.کله چه يې په بډوهلولستوڼوخپل سورکى منګى ونېوى ترسترګومې هره سهنه زرېنه زرينه كيده .نجلې چي روانه سوه نوپه يوه زړه وړونكي نظر يې بيا زماپه لور وكتل ،ښه دچړپ باران اورېدۍ زه هم کورته راغلم په همدې لندوجاموکې مې ترخالى بسترې پورې ځان ورسوۍ ترسهاره پورى چي هر څه تېرسول هغه پرېږده. سهارهغه ژوندچي مابه پخواتېروۍ هغه هيڅ هم نه وو. نوې رنګ يې اخستى وو.زړه مې داسى وو لکه ډېرظلم چه ورباندى سوى وې، خسته اوستومانه غوندې وم.خوب ته مې ډېرزړه کېدې.لنډه داچه ددې سره مى ژوندنوى رنګ واخستى مېنه مې پېداکړه نوې زړه مې پېداکړ دهغى شپى باران راته هرڅه په حقېقت بدل کړه.دىوې بې پاېه اوسپېرې دښتې په لمن يې دډېروخته وچو زڼوته دراټوکېدوتوان ورکړ، دوخت جبر ورځې او شپى پرې تېره ولې هرڅه ترګلونوپورى ورسېدله................... خوکله چه مې دخپلى مېنې ورته ووېل سمدستى يې دځېګر ځنځېر راته خلاص کړ داسى ېوڅه يې راته وښوده چه .............نه پوهېږم بېايې راته ووېل چه زه داسى کوم؟ که دامېنه وى نوډېرښه کنه نودخداې پاامان ،
+
ليكل شوي دي Wed 23 May 2007وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
ستاويرجني ستر ګي مي په مخكي انځور دي
زماد رازودزړه بلبله په ماتوهيلومي نااميده هيلې ومنه مرګ داسي ډاروونكۍ زيري دي چي په اوريدويي يوه دردونكي چيغه ترخولې وځي داخوړونكي درددځنځي غوندي په مغذو پښي خښوي
درنه دزغم كاسه پورته كوي داهغه ظالمي كلمي دي چي هيڅوك تري كومه دتيښتي لار نلري، نور د مرګ كليمه د شونډوپه سرنګرځوم ،
ځكه ستانه اوس هر څه بيګانه شوي ته دهرڅنه كركه كوي، راشه داميدوغوټي ته دي ووايه چي خو له پټه كړي، دميني غزيدلې مزي دي رالنډكړه سترګوته دي سجده شه دزړه درته دي تسلي وركړه څړيكي دي راغونډي كړه دميني په مرهم يې ولړه، سوي اه سيلوته دي اوښكي جرګه وليږه دزړه غم دي دامريكي په بم ووله اوښكي دي په د سمال وچيكړه زړه دي درياب كړه هرڅه پكي ځاي كړه نورخلك په اورمه سو ځوه مظلوم زړه دي بيپرواولره بلاپسي شه ،ځكه ستادورغوي تالي اوس په ا غزن تار كي پيل شوي ته نور ژوند ته ژوند نشي ويلې ستااه سلي اوس انسانا ن سوځي ستا هره اوښكه دولاړ درياب څپه ،دسترګې دي هم د ميوغوندي سري اوښتي دي ستادرد اوس ترهرچاپوري ورسد سپوږمي هم خپل غم درنه وا خست دادردتر هرڅه غوڅونكۍ شو هغوزړونوته يې لار ومنده چي دستورو سر ه لوبي كوي دكاڼي په څيرسخت زړه ئې هم خوږمن كړ زماپه اند غرونو هم په دي وير كي درسره برخه اخيستې ،ياره هغه ماته ګوډه چيغه چي ستادزړه نه راپورته شوه، په غريونيولو شونډودي يوغم لړي زيرۍ راكړ ،ته ! لا نه يې خبر اوښكي بي اختياره شوي شونډي وريږديدي سپيني وتښتي دي رنګ والوتي ويښتان جګ جګ ودريدل، رډي سترګي مي داسمان په لور نيولې وي ،چي ستا زړه نه چاوديد اولادي چيغي وهلې سلګۍ دي بندبندي كيدلې اخرچيغه هم درنه مروره شوه اوښكي هم بيواكه شوي ،
ياره هغه د غوږي شرنګې ستانا اشنا غږ اودشپي خبر دابه هيچ وخت هير نشي ! دوي ورځي ګيږي چي مړه شوه
داليك هغه چاته چي د خپل محبوب په نامه يي دزهروجام غړپ كړ
+
ليكل شوي دي Thu 3 May 2007وخت 4 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
پخير راشي
اي جادوګري مېنه ناكې نجلي لږسلام خومي په سركوشونډوواخله،نه پوهيږم چي زه ولې تاته دكتلوتوان نلرم،دشپي په تياره كي همدغه سوچونه كوم چي ستا دكتلو لپاره داسي چل زدكړم چي ښه ډير دي سترګوته وګورم پدي هم نه پوهيږم چي زه دي ولې دښايست صفت نشم كو لاي ،لومړي مي دجادوګري په نامه ونومولي خوګوره راته غوصه نشي دجادګري لفظ مي ځكه استعمال كړ چي ستاپه هرنظركي سم جادوپروت دي زه دي په هره اداء نينه، نينه كېږم، تل به مي زړه غوښتل چي درته يوداسي ليك وليكم چي ټوله مينه مينه وي تخيل مي دشپي زړه څيري كوي همداغواړي چي داسي توري په قلم وتړي چې دهر توري نه دسيپڅلې ميني رنګ پورته شي ، خولاتراوسه مي داسي توري پيدانكړل چي ستازړه دي اوبه ورباندي وڅښي اوزمادي هم تنده ورباندي ماته شي زمادرازوغوټۍ دزړه پرانيستي ليك مي ډيراوږدغزيدلۍ نه غواړم چي ليك مخته ونيسي وايم پريږده چي ښه يوبل ته وګوروخبري مي هم زړه نه غواړي زه وايم پريږده چي ټولې ګيلې اورازونه مو په مخامخ كتوكي اوبه شي،
په هغه ورځ مي په شونډوبيدريغه مسكاخوره و ټول سندره سندره وم ددي درك مي نشوي كولې چي ولې داسي دخوښۍ په زانګوكي ټالونه خورم دتصورپه هنداره كي بمي كتل هيڅ داسي سوچمي نكوې چي تابه زما په لور دسفر مو زي په پښوكړي وې ،جالبه داوه چي لادي داوږدولاروكردونه له بڼون نو پريو تي چي مادي ښه ديدن وكړ،
خويوڅه چي دي ماته پريښول دا دي ښه ونكړل د هغه زاړه سراي په منځ او نورو هغولاروكي چي ورباندي مو تګ راتګ ووپه قدم قدم دي راته يوه زړه راښكونكي خاطره پريښوده په تيره بياچي هغه دلاري منځ كي چي دي دستړيااحساس وكړ كله چي مي تر شاه وكتل نودلاري منځ كي ناسته وي ويل دي كور ته څومره لار پاتيده
داهر څه ماژړوي هغه څومره خوشحالې چي مي كړي وه هغه هرڅه ولاړل غمونه مي دوه تول شول داچي تا برته زه دبلتون غيږ ته وروسپارلم اوراته ویل دي دخداي پامان
كومي لكني چي نوم نلري هغه زما خپلې دي
+
ليكل شوي دي Thu 3 May 2007وخت 2 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
يو ه شيبه له تا سره
سلام ملګر يه ستا نه يو څو پوښتني لرم په زړه مي ښه را ځي ، ريښتيا دا ووا يه تا ته ژوند خوند در كوي د كوم ځا ې ژوند ژوند ته په كو مه ستر ګه ګوري هغه دنګي زو ره ورې ما ڼي دي خوښي دي ،د جارېج ژوندي څومره خوښدي ځكه هلته سر تور سر جنكۍ چي سپيني غوښني مټي ئي هم لوڅي لغړي وي وي ريښتيا هغه په كاوباي پتلا نه كي هم ګر ځي ځيني بيا انډي وا ل هم لري چي ور ته با ي فرينډوا يي ته له هغوي سره ژوند كولا ي شي ا يا ستا مينه ور باندي را ځي ته ور ته په زړه كي ځاي ور كولۍ شي او يا هم ور ته غونډه منډه ويلي شي كه لاس نيولي ور سره نه يې ګرځيدلۍ نو بيا په فيلموكي خو دې د پر دې په مخ د هغوي سري شونډي يو دلۍ ويښتان د وروځو منځكي خال ښه ګلابي اننګي خو ماري ستر ګي دا سي په تول او وزن پوره
لنډه دا چي داسي ښي بربنډي به دي هم ليدلې وي ، نڅا به يي هم خوند در كوي ،
ته ولي را ته رډ رډ ګوري يو څه خو ووايه چوپ مه كينه ، فكر كومد اهر څه تا له وخته ليدلې او هم دي پيژندلۍ ،اوس پو شوم دكلي والو ژوند دي ندي ليدلۍ او نه هم د هغوي په كو ر ديره شوي ئي غوږ شه هغه د كلي ما زديګر د ګو در غا ړه د كمره نا سته د ما ښام ديدن داهغه څه دي چي وينه په جو ش راولي ژوند ته ښكلا ور بښي ، نه نه ته لږ تم شه يو څه را نه پا تي دي كله د كوم كو ر مخ ته په ټكنده غر مه كي تير شوي يي چي يوه ستاره نا كه جيني ددر وازي تر چو لو دا سي را ګو ري چي سم د سړي فكر ور ته اوړي د هغي نه څه ور ك نه وي د اينتظا ر شيبي شما ري د هغه چا په لټه كي وي چي په پر دو كي پټ زړه يې ځيني غلا كړي وي هغه څوك چي زړه يي ور سره پيوند وي مينه يې ور كړي وي په غم كي شپي سبا كړي وي د بيلتو ن په سمندر كي اوښكي په خپل ټكري پاكي كړي وي د شپي په زړه كي يې د سو چو نو جاغي خلا صي نيولي وي هغه خپل محبوب په ياد د غزل شيرين تو ري تړي وي ،
دا د با زا ري نجو نو په څير مينه نكوي او نه هم د هغوي په رقم په ښا يسته مخ نكلې مخ ايږدي او نه هم دا سي عطرو نه كا ر وي چي ګوا كي ستا حس او خيا ل ور وزبيښي هغه له اصله ښايسته وي غونډه منډه وي كلا لي وي پيغلوټي وي ځوا ني مر ګه شوخه هم وي هغه ور خطا او ليوني ليوني كاته يي هم د خوندنه ډك وي د ډيره نازه په هغه دو پستو ګو تو د خپل ټكري پيڅكه را ونيسي در نه د لمر په شا ن روښا نه مخ پټوي ،
وخدا يه دادي څومر ه سا ده پيدا كړي تر او سه يې مينه هم نده كړي او نه ئي هم چا ته دا سي خط ليګلۍ ، سلام ګرا ني سلا مي واخله ...... او نه هم چا ور ته دا ټپه ډا لۍ كړي (جا نانه لږ را ته ماتل شه ،ستا په ديدن پسي سيلۍ را وړيمه)
ريښتيا دمو ر نا زئي هم ندي ليدلۍ او نه ئي هم دغرو نو په ميان كي شپيلۍ غږولې ،يا ره پا څه ستا ژوند پيچلۍ دي ، د الله پا ما ن
عزيز تسل
+
ليكل شوي دي Sun 29 Apr 2007وخت 5 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
زه اوس مينه كوم
كه يې هر څومره نو م په وچو نا زكو بد رنګو ښا يستكو شو نډ و و ګر ځي خو بيا به هم ور ته سو ليد لې نو م نه ور كو دا دا سي تو ر ي دي چي كله موږ د زړه غوټي را وسپړو او دغه تو ري د ژبي په سر وګر ځوو د شونډو له لا ري يې په نو رو خلكو وويشو خو كله چي نو رخلك دغه نو م وا وري نو سم يې فكري تنا بو نه په مر كزي ټكي منګولي خښي كړي او يا يې هم تلوسه دمره زيا ته شي لكه د سري ګر مي ستړي اوتږي مسا فر چي د يخي چيني اود چيناردسيوري په تمعه د دښتي زړه چيري كوي او دخپل مرام ځا ي ته ځا ن رسوي ، خوږو لوستونكو نو ر نو تا سي هم په خپلونازكو شونډو نرۍ ژبه تيره كړي او دي تو رو ته په خپل زړه كي ځا ن ته كوټګۍ جوړه كړي په دسمال كي ئي وتړي نور خلك تري اغيز من كړي ، ځكه مينه يوه ذا تي تحفه ده داصل نه يې نوم خوږ دي پاك دي سپيڅلۍ دي همدغه تا ثر دي چي په سپيڅلو او معصومو زړونو كي يې ځان داسي سا تلۍ لكه د انار دانو چي په سپينو پر دوكي خپل زړه په خپلو سرو غوښو كي دا سي پټ كړي چي يواځي هغه تږي ددي په مانا پو هيږي دهر چا لا س دي پر دو ته نه پريږ دي او نه هم په كلو نو كلو نو دا لا ر موندي شې ،
را شي دا لار يو اوبل ته په اسا ني وښيو يو بل ته مينه ور كړو زړو نه يي وسا تو،
تا سي فكر وكړي هغه زړه چي د ميني په در ياب كي ئي لمبلې وي ساحل ځني ور ك وي هغه زړه جوړوي ور نه ډيره سر لوړي نه كيږي خو بيا هم ، اي زړه با يلليه اشنالاوخت ډير دي زغم ولره بي صبري مه كوه، مينه وكړه خوپه زړه كي ئي وسا ته ،كله چي ستا د اوميدو غوټي ګل كيدو ته ورسيده د ويصال جا مي په تن كړي نو هله به ته دژوند په خوږو پوه شي په ځا ن به دي مينه را شي د خپل ځان نشتوالي به غټه خاليګا ه وګڼي، نو بيا هغه وخت ته ده خپل زړه ور خلاص كړه ،مخكي له مخكي چاته دو مره وخت هم مه وركوه چي ستا پټ رازو نه راوسپړي ،خداي مكړه چي بيا در ته د پيغور ټكي پا تي نه شي ،
صا ديق ووسه په دي وياړ وكړه چي مينه دي كړي، هرڅوك د ميني په ډبرۍ كي نه شي لويداې
ګرا نه كه مين وي نو وا قعي مينه وكړه او بس
عزيزاحمد تسل لښكر ګاه
كابل اينټر نيوز فكټ دفتر ۰۶-۹-۱۰
+
ليكل شوي دي Sat 28 Apr 2007وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل
|
|