تبليغاتX
ځــــــــــولــــــــــــۍ
د عزيز احمد تسل كلتوري، هنري او ادبي ويبلاګ

د پاک قران ژباړې اختلافونه پارولي دي

 

لاريون کوونکو د هغه چا د مرګ غوښتنه کړې، چې د پاک قران په ژباړې کې يي لاس لرلی دی.  

 

په کابل کې د آی ډبليو  پي آر د خبريال، حفيظ الله ګردش ليکنه

 

کله چې د لويې څارونوالۍ وياند، پېژندل شوي خبريال، غوث زلمي د پاک قران د نوي متن په چمتوکولو باندې کار پيل کړ، ښايي په دې اند به و، چې خپلو مسلمانو وروڼو ته  يو خدمت سرته رسوي.

 

پر ځای يي دا کتاب "د پاک قران روانه ژباړه" د خلکو د قهر او غوسې څپې راوپارولې او زندان ته د هغه د خپروونکي، زلمي  د وراچولو او د هغې د ايديتور د پټېدا لامل شوې. د دينې عالمانو شورا دا کتاب وغندلو او هغه يي يوه صهونيستي نړيواله توطئه وبلله.

 

څارنوالان وايي زلمی اوس په خپلې کړنې پښېمان دی.  آی ډبليو  پي آر ددې خبرې پخلی نه شي کولای، ځکه له يوې مياشتې راهيسې نوموړی خبريال د ناڅرګندې سزا له امله له خلکو سره خبرې نه شي کولای.

 

نوموړی کتاب په درې ژبې باندې لومړنۍ ژباړنه ده. په عادي ژباړې کې  بايد د عربي متن هم  بايد راوړل شي او د اصلي متن له مخې ټکي په ټکې وژباړل شي.

 

له بلې خوا دا "روانه ژباړه" له بومي او وطنۍ ژبې سره د اسلام د سپېڅلی کتاب د تړاو د ورکولو يوه هڅه بلل کيږي.

 

نيوکه کوونکي وايي، د ژباړې په بهير کې د قران د تورو او مفهوم په اړه جدي تېروتنې شوې دي او ددې غوښتنه کوي، چې په دې کار کې ښکېل ټول خلک محکمې ته راکش شي. په کابل، جلال اباد او د هېواد په  نورو برخو  کې قهرجنو لاريون کوونکو د زلمي او د هغه "د همکارانو" د مرګ غوښتنه کړې ده.

 

دا کتاب چې د امريکا د متحده ايالتونو استوګن، قدرت الله بختياري نژاد ژباړلی او ملا قاري مشتاق احمد ايدټ کړی په  شپږو زر نسخو کې چاپ شوی او وېشلو ته چمتو و. خو کله چې هغه له چاپه راووت د حج او اسلامي لارښوونو د وزارت له خوا او همدارنګه د پارلمان د دواړو مجلسينو له خوا وغندل شو. هغوی له حکومت څخه د ټولو نسخو د ظبط غوښتنه وکړه.

 

د زلمي آمر، لوی څارنوال د هغه د نيولو لارښوونه وکړه. زلمی د رپوټونو له مخې پاکستان ته د تېښتې پر مهال ونيول شو.

 

ملا مشتاق  وتښتېد.  پوليس ورپسې ګرځي چې يي ونيسي.

 

د سترې محکمې د فتوا رئيس، محمد صديق مسلم د وينا له مخې د ولسمشر دفتر د کتاب د ليدلو او ارزونې لپاره يو پلاوی ټاکلی دی.   

 

نوموړي زياته کړه، چې د پلاوي د کار پايلې لا تر اوسه سترې محکمې ته وړاندې شوې نه دي او د پايلو په اړه يي کوم نظر وړاندې نه کړ. 

 

هغه وويل، په کتاب کې جدي اشتباه د عربي متن نشتوالی دی.

 

نوموړي وويل:  "له عربي متن څخه پرته د قران هيڅ يوې نسخې ته قران نه شي ويل کېدای."

 

مولوي مسلم تورن ته د سزا د ورکولو د څرنګوالی په اړه څه ونه ويل، خو څرګنده يي کړه، چې هغه به  په  ژباړې کې د موندل شوي ناسموالي له اهميت سره تړاو ولري. هغه وويل: "سزا به د شوې غلطۍ او د متن د اهميت له مخې ورکړ شي."

 

له بلې خوا د کتاب او د هغې د ليکوال په هکله عمومي نظر زيات جدي دی، له دې امله ښايي مخاکمه د خلکو احساسات هم په پام کې ونيسي.

 

هغه وويل:  "تورن بايد په داسې يوې لاره محاکمه شي، چې د نورو لپاره عبرت شي."

 

خو نوموړي ديني عالم د زلمي په وړاندې د جدي سزا ورکولو خبره بس کړه.

 

هغه وويل:  "اسلام د سولې، صفا، ورورولۍ، عدالت او زړه سوي دين دی. د زړه سوې يوه بېلګه يي داده، که چېرته يو څوک په سلو کې نه نوي غيراسلامي او په سلو کې يوه اسلامي خبره وکړي، بايد ددې يوې سلنۍ له مخې پرې قضاوت وشي."

 

د ملي امنيت د لويې څارنوالۍ رئيس، جنرال عبدالفتاح په زلمي باندې جنايي سزا ځانګړې نه کړه.

 

فتاح وويل: "قضيه لا تر اوسه تر پلټنو لاندې ده. تر هغه چې دوسيه محکمې ته وړاندې شوې نه وي، موږ په دې هکله څه نه شو ويلای."

 

فتاح دا هم وويل، چې تورن په "خپل کار پښېمان" دی.

 

د حج او اسلامي لارښوونو وزير، نعمت الله شهراني په دې ټينګار کوي، چې دا کتاب د اسلام په وړاندې د لويي توطئې يوه برخه ده.

 

د نومبر په لومړيو کې شهراني له ټول هېواد څخه د ديني عالمانو يوې ګډې غونډې ته وويل: "دا يوه تصادفي خبره نه ده. د هغې تر شا د اسلام د دښمنانو لاسونه دي.  دا کتاب ... د نړيوال صهونيزم او نورو هغو ډلو يوه توطئه ده، چې غواړي اسلام له منځه يوسي."

 

شهراني وويل، دا کتاب ټولو مسلمانانو، په تېره بيا افغانانو،  ته يو سپکاوی دی. هغه غونډې ته  له راغلو عالمانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو دا توطئه هېره نه کړي.

 

هغه وويل: "موږ غوښتنه کوو، ترڅو حکومت په کتاب کې ټولو ښکېلو خلکو ته سزا ورکړي."

 

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نومبر په 25 د "قران د بدلون تر شا د توطئې د لاملونو او اړخونو علمي څېړنه" تر نامه لاندې يو کنفرانس رابللی و.  په دې کنفرانس کې يو شمېر وينا والو بېلا بېلې ليکنې ولوستلې، خو ټول په يو ټکي سلا و، چې دا کتاب په لويديځ کې د اسلام د ښمنانو کار دی او مسلمانان بايد ورته پام وکړي.

 

د علومو د اکاډمۍ يو غړي، ډاکټر شېرعلي ظريفي آی ډبليو  پي آر ته وويل چې هغه د کتاب څو نسخې د هغه تر رياست لاندې د ټاکل شوي رسمي پلاوي غړو ته د مطالعې لپاره ورکړي دي.

 

هغه وويل: "په لفظي ژباړې کي د زياتو غلطيو برسېره د پاک قران په مانا کې هم يو شمېر زياتې غلطۍ راغلي دي."

 

"تر ټولو لومړی، له عربي متن څخه پرته هيڅ يوې ژباړې ته "قران" نه ويل کيږي. قران له عربي ژبې پرته په نور ژبو نه شي ليکل کېداۍ."

 

هغه يادونه وکړه، عربي هغه ژبه ده، چې مسلمانان يي په لمانځه کې وايي.

 

هغه وويل: "هرڅوک که په لاس ډول (قصدا) له عربي پرته په بله ژبه لمونځ ووايي، "زنديق" بلل کيږي. که په ناپوهۍ په بله ژبه لمونځ وکړي، نو هغه مازې "جاهل" ګڼل کيږي."

 

ظريفي هم په دې اند دی، چې ددې جرم ريښې له افغانستان څخه بهردي.

 

هغه وويل: "ددې کتاب له محتوا څخه څرګنديږي، چې د هغې ليکوال او ايديتوران په لويديځ کې د مذهبي پلوراليزم د غورځنګ غړي دي."

 

هغه يو شمېر غلطيو ته ګوته ونيوه، لکه په يو فصل کې مسلمانان هڅول شوي، ترڅو خپل سپېڅلي او همدارنګه د نورو دينونو کتابونه ولولي.

 

هغه وويل: "مسلمانان د نورو دينونو د کتابونو له لوستلو څخه منع دي."

 

يوه بله ستونزه د پيغمبر رول دي، چې د ظريف له انده په ژباړل متن کې ورته سم درناوی نه دی شوی.

 

په متن کې مسلمانانو ته اجازه ورکړ شوي،  د قران د ځانګړو ايتونو په هکله پوښتنه وکړي، چې دهغه په وينا دا کار په ټينګه منع دی.

 

ظريفي وويل: "يو مسلمان بايد د قران ټول آيتونه ومني.  که چېرته يي په يو (آيت) باندې شک راغی، نو کافر کيږي."

 

هغه زياته کړه، همدا رنګه په ژباړه کې د ټاکلو ګناهونو لپاره د سزا څرګندونه شوې نه ده، لکه په تېږو ويشتلو باندې د زناکار وژل.  هغه وويل: "ددې سزا حذف يوه څرګنده غلطي ده."

 

د علومو د اکاډمۍ د شريعت او قانون د څانګې غړي، محمد حسن توحيدي د ظريف له نيوکو سره په ټوليز ډول موافق نه دی.

 

هغه آی ډبليو  پي آر ته وويل:  "د هغه يو څه استدلالونه سم دي، خو يو شمېر نور يي کمزوري دي. که د قران په لفظي ژباړه کې يو څه غلطي وشي، نو لويه ګناه نه شمېرل کيږي. زما په اند دا ناشوني ده، چې  پاک قران دې هغسې وژباړل شي، لکه څنګه چې دی. ځکه په قران کې د کارول شوې ژبې لپاره معادلې کلمې نه شته."

 

توحيدي ټينګار کوي، چې په تېږو باندې د زناکار وژل په قران کې نه دي تشريح شوي، بلکې له حديثونو څخه اخيستل شوي دي. حديث د حضرت پيغمبر د ويناوو ټولګه ده.

 

همدا راز توحيدي په ژباړې کې د پيغمبر د نه درناوي خبره هم نه مني.

 

هغه وويل:  "آن هغه عالمان چې ځانونه د ديني چارو ماهرين بولي کله چې په تلويزون کې خبرې کوي ټولو پيغمبرانو ته وړ او مناسب درناوی نه کوي. ولې هغوی هم نه بنديانيږي؟"

 

د ديني چارو يو څېړونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، آی ډبليو  پي آر ته وويل دا کتاب کومه نوې ژباړه نه ده.

 

هغه وويل: "په 1985 کل کې په اردن کې يوه موسسه جوړه شوه او فارسي ويونکي يي وګومارل. هغوی د  efarsi.org  په نوم يو ويب پاڼه لري، چې اسلامي ضد مواد خپروي. غوث زلمي او د هغه ملګرو له دې ويب پاڼې څخه دا کتاب رانقل کړی دی."

 

دري ژبه فارسي ته نژدې يوه ژبه ده.

 

ددې پېښو په متن په ځينو کړيو کې اعتماد کيږي سره له دې چې ثابته شوې نه ده.

 

نوموړي څېړونکي وويل هغه نه پوهيږي، چې ولې د زلمي په څېر يو ښه مسلمان او پېژندل شوی خبريال په دې پېښې کې ښکېل دی.

 

هغه وويل: "زما په اند زلمي به غوښتل ددې کتاب د خپرولو له لارې دري ژبو ته يو ښه خدمت وکړي، خو له محتوا يي خبر نه و.  ښايي هغه دا کار ځانته د نوم د ګټلو يا د پيسو لپاره کړی وي. په هرترتيب په دې هکله قضاوت سخت دی."

 

خو زيات شمېر خلک، په تېره بيا هغه چې د روانو پېښو سره مينه نه لري، دا راز کارونه کوي.

 

د کابل پوهنتون يو محصله راضيه دا سې نه بريښي، چې د اسلامي اصولو پابنده دې اوسي.  هغه سينګار کوي. هغه کميس او پتلون اغوندې، چې له افغانستان او اسلامي شريعت سره نه جوړيږي. خو سره له دې هغه هم د ژباړې او د هغې له مجرمينو په هکله سخت سرې  ده.

 

هغې وويل: "د غوث زلمي لپاره ددې پرته بل څه نه وينم، چې په عمومي څلور لارې کې وځړول شي. دا کار به د هغه په څېر نور لپاره يو درس وي."

 

د زلمي يو ملګري، چې نوم يي ونه ښود، نوموړی له کوچنيوالي څخه پېژني. هغه په دې اند نه دی، چې ګوندې هغه به له دې کاره څخه ناوړه فکر درلود.

 

هغه وويل: "زه په خدای سوګند يادوم، چې غوث زلمې يو پاک مسلمان دی او په اسلام باندې ايمان لري. زما په اند هغه په ناخبرۍ کې په دې لوبې کې ورګډ شوی دی."

 

"زلمی ددې کتاب له محتوا څخه خبر نه و. هغه يو خبريال دی، نه يو عربي عالم او يا د اسلامي چارو ماهر. زه له حکومت څخه غوښتنه کوم، چې ددې سړی په هکله له سم عدالت څخه کار واخيستل شي."

 

 

 

+ ليكل شوي ديThu 3 Jan 2008وخت 3 PM په ګوتو عزيز احمد تسل |





Powered by freedesign.htm.ir/