دار

ماپه دار کړي چي منصور خلكوته ياد شي  مودې وشوې څوك په دارندي ختلي

دسترڅښتن په ښاسته نامه

 

زمادارمانونواويوي نړۍ ښكلاخاوندې ،زمادليونۍ مينې مرموزې شپيلۍ، په غوڅو شنډومې سوي سلامونه په ټټرپوري ټينګ ونيسه ،په داسي خنداورته لبيك ووايه چې رڼې رڼې اوښكې دې ګريوان ته پنايوسي!  َاي زمادزړه ګلابه ته لكه دشعرښاپيريۍ اود طبيعت سندريزه ډيوه هره شيبه زماپه دردمن  زړه كې بله بله  ګرځي ،مودې  وشوي چي مې ستاورخطااودمينې ليونې ليونې كاته ونه ليدل دقدرتونو مالكه ! كه خپلې اوښكې په خپلوسترګو كې وروړم لابه يې زړه راباندي يخ نشي ددوي زړونه دترخونه ډك دي زورورخداي دي ورته په زړه كي خوږه سندره درباب دتارسره وشرنګوي چې يې لږزړه راباندي وسوځي،اوس به موزړه يخ شوي وي؟ مااوكړيدلې مينه مې خپلو فلسفي خيالوته په شاعرانه ښكلاكي  پريږدي، ترڅوديواوبل په جدايې كي دتوري شپي ځليدونكې ستوري وشمارو، اودهريوه په يادكي نوي راپورته شوي سپوږومۍ ته په واروارددعاډكه لپه خپل ګريوانه ته يوسو،په تته تياره كې دجدايې په زانګوكي خپلې رڼې اوښكې په نري دسمال وچې كړو،                                                                                       

                                                

 زمادفلسفي مينې شاعرې  تاته به  زه دكومه دركه داسي لفظونه وپلټم چې ترڅودي دماشومي نجلۍ زړه ته ورته شيرينه اوخوږه مينه سكون ومومي،  اوداوښكوګامونه  دي دليموپه سرپه پړك پړك خنداد  څاڅكي څاڅكي ميني سره په     شاعرانه  كريشمو بدل شي،دزړه دتله وايم! زمادغه نه لوريږي چي په مخ دي هغه بريښندوكي اونرمې اوښكې هم  ولغړي ستاهرنظراوس زه داسماني ستورونه غواړم، شيبه شيبه،  تخيول راته ستارنځورخيالونه په ناسورشوي زړه اور ايږدي ،په هغه شپه ډيرخفه وم چي سپوږمي داسمان غيږپه خپله قدرتي سپيره رڼاروښانه كړي وي ،ځكه دلته په ټوله فضاكې زه ستايادونه  وينم، تياره مې ځکه خوښه ده چي ستاپه نامه! په زړه كي دغزل شيرين توري  تړم،فكري تنابونه مي يواځي ستامينه غواړي نازدي غواړي  كله كله خودليونوغوندي بې واره چيغه تر خولې  وباسم !   

ياره رنځوردي يم درمان مي شه

دمينې كورمي شه  جهان  مې شه

وژني مي ولې ساه دځان مې شه

دميني كورمي شه جهان مي شه 

زه به دمينې كليمې ووايم

راشه مذب مي شه ايمان مي شه

نوردرته مينه اودرنښت غواړم !سپين قران مودي دوصل غيږي ته ورسوي ،ماته نورهيچ هم ندي پاته يوواځي ستا دعاګاني دي چي په لمن كې ټوله وم ،ته هم نور تخيول ته ودانګه نوره هم مينه ناكه شه باوروكړه ستاهره خبره زه په خپل تصوف كي شاعرنانه سندره بولم

دالله پامان      مينه

 

ترچنارولاندي منګيه سبا كوچ دي لاليه

دجانان پاڼې نه په مننه

سخت به دې وي زړه خو مینه کاڼي هم تراشلی شي

مات شي او رغیږي په خپل سر لکه وختونه دي
دا څه بلا ښکلي دي، دا څه نازکه زړونه دي
پېغله شولې پېغله؛ اننګي دې سره ګلونه شول
سترګې دې او شونډې دې سپرغۍ شیندې اورونه دي
بیا مې بېګاه شپه ستا د ښایست بازار لوټ کړی دی
زه یې لېونی کړم د ځوانۍ یاغي خوبونه دي
سخت به دې وي زړه خو مینه کاڼي هم تراشلی شي
وګوره د غره پر کاڼو څومره انځورونه دي
راغلې په سندرو غرنۍ ویالۍ تر کلي بیا
ښکاري پسرلی شو پر ځنګلونو بارانونه دي
وپییه سیپۍ په مرغلین تار کې شمسزیه نن
ژوند یو سمندر ، غم او ښادي په کې موجونه دي.

څومره خواږه خواږه راګورې لمن دي نيسه چې زړګي درواچومه

دنظره نه شي ياره خانده مه

 

سترګې كرارې كړه راپورته ،ستا تربڼو لاندې مې زړه دي وران به شينه

ترليوونو كتو دي ځار شم

خوند ترې واخلۍ

 

سپرليه دا به دې احسان ومنم
دا ځل له ځان سره جانان راوله

ترشاونګورې

زړه راباندي وسوځي

 

زخمونه مې دوا دي

په پښتو ناول کښې اخلاقى قدرونه

ليکوال : ډاکټربرکت شاه

دسمسورپاڼې نه په مننه

اخلاقى اقدار په هره معاشره اوخاص کر په اسلامى معاشره کښې ډيرزيات اهميت لرى ناول دهرې ژبې دادب يواهم صنف دے دې سره تعلق لرى . درچرډسن داعقيده چې هغه ناول دخواخلاقو دپيداکولو دپاره ليکى . فيلډنګ ددې دپاره ناول ليکلو چې دخپلو زمانو دخلقو اصلاح وکړى ناصح اوناول نګار کښې غټ فرق دادے چې ناول نګار وائى . ژوند دادے کوم چې ماليدلے دے اوناصح وائى . (( ژوند داسې پکار دے )) دناول نګار اصلى اوبنيادى کار ديوې معاشرې تصوير کشى اوعکاسى کول دى دے مصلح معلم اخلاق او واعظ نه وى .دا ددۀ فرض نۀ دى چې دخطابت په زور اوجذباتيت نه کارواخلى اومونږه دنيکى اود ښيګړې اوچتو اقدارو طرف ته متوجه کړى خوهغه ته دداسې بداخلاقى دتبليغ اجازت هم نه شى ورکړےکيدے چې دمعاشرې دپاره مضر ياخطرناک وى دهغه اصلى اساسى مقصد اومنصب دادے چې هغه په ژوند څنګه ليدلے کتلے دے هم هغه شان ئې پيش کړى . دناول نګار دفلسفې په اخلاقى لحاظ سره هم کره کتنه کيدے شى نن سبا په اشتراکى ناولونوکښې يوه داسې پروپيګنډه موندے شى چې داخلاقى اوانسانى معيار نه ښکته وى په دې وجه داناولونه دخپلې فلسفې په لحاظ پريوتى وى نزدې نزدې هرلوئى ناول نګار مصلح اخلا ق هم وى . او ددې دپاره داوچتو اخلاقو تبليغ ددنيا هرلوئى ناول نګار مصلح اخلاق هم وى اودې دپاره داوچتو اخلاقو تبليغ ددنيا په هريولوئې ناول کښې موجود وى اعلى اخلاقى اصول اودائمى اقدار هرلوئى ناول کښې څرګنديږى اوقصې اوکرداردونه داسې اعلى نظريې راوړاندې کوى . چې ټولو بنيادمو دپاره اعلى وى . عبدالرحيم ځدران دمشهور انګريزى ناول نګار سمرسټ ماهم په حواله ليکى . (( زۀ ناول داصلاح نفس دپاره نه لولم داځکه چې د هغې دپاره نورکتابونه شته )) څوک به هم دمشهور انګريزى ناول نګار سمرسټ ماهم دې وينا سره اتفاق ونه کړى هم په دې حقله دپښتو يو مشهورليکوال عبدالرحيم ځدران وائى . (( دناول دمطالعې نه دانسانى شخصيت دپيچ وخم په برخه کښې مرسته اخستل کيږى ناول ليکونکى درښتيا تبليغ کوى اوديومقصد اوهدف دپرمختګ دپاره زيار باسى )) که ورته غور وکړے شى نو عريان نګارى ،فحش نګارى او بداخلاقى مخرب اخلاقى رجحانات وى پکارده چې ناول نګار په دى پړده واچوى اکثر دعريان نګارۍ نه دناول نګار مقصد داخلاقو اصلاح وى کوم عريان نګارى چې زمونږ په اخلاقو خراب اثر پريباسى ددې نه ډډه کول ښه وى . په هرحال اخلاق اوفلسفه هم دناول دومره اهم اجزا دى څومره چې دشاعرۍ يادبل صنف دپاره داد اهميت وړ دى . هر ښه فن په ښو اخلاقو اړه لرى اودهغې دائمى اقدارو مرقع وى چې انسانيت ته وده ورکوى دناول نګار کار دژوند نقشه پيش کول دى دې دپاره ددۀ ژوند داعلى اقدارونو نه بيليدل نه دى پکار . په دې وجه داقدرونه چې څومره اعلى وى هم دومره اعلى به ددۀ فن وى ناول په څه فنى اصولو هم اړه لرى هر هنرمند ناول نګار دقيصې په بيانولويادکردار په څرګندولو کښې دڅه خاص تيکنيک نه کار اخلى هراوچت لوئى ناول کښې داخلاقو نه علاوه په هيت اوطرز اداکښې هم اهمګى وى . په هرحال دټولو ناولونو موضوع انسانى قدرونه وى دمختلفو بنيادمو دجدا جدا قدرونو يوتربله نښتې او ددې په وجه ددوى خپلوکښې شخړې په هرناول کښې موندے شې چرته دمعاشرې اود يو مجرم په مختلفو قدرونو کښې چرته دنوى اوپخوانى کول په قدرونو کښې چرته داوچتې طبقې اودعوامو په قدرونوکښې غرض دا چې هرناول کښې دقيصې بنياد وو متضاد و قدرونو يوتربله په جنګ باندې اړه لرى دناول دظهور نه اګاهو په قيصو اوداستانونو کښې به څه به ناڅه اخلاقى سبق ضرور بيانولے شو هم واسبق به دقيصې نتيجه ګڼلے کيدے شوه ناول کښې داطريقه بيخى ختمه کړے شوه خوپه ناول کښې څه نا څه اخلاقى مصنويت ضرورى وى . انسان دبدۍ دجرړو دويستو کار خپل شغل ګرځولے دے ددې اصلاح علاج دادے چې دبدې په خت اصلاح وشى داسې چې دې نه پس بدى کوونکے بيادې طرف نه راغب نه شى او خپله لمن دغلطۍ يادګناه دداغ نه پاکه وساتى . په قيصه کښې ماشومان،بوډاګان ،ځوانان ،ښځې، سړى ، پوهه ناپوهه ټول دلچسپى خوند او تاثير محسوسوى په دې وجه چاچې هم ددې نه داصلاح کار اخستے دے دوى ددې دپاره مختلفې طريقې استعمال کړى دى انسان دځناورو وړې وړې قصې هم دې مقصد دپاره وليکلې ددې نه علاوه خيالى قيصې او طويل داستانونه ددلچسپۍ سره سره ددې مقصد په غرض وليکلے شول اودغه شان موجوده دورکښې ډيرې زياتې پيچيده نفسياتى قيصې هم وليکلے شوې په دې طريقه دقيصو ددې مختلفو قسمونونه داصلاح کار واخستے شو . سياست دان هم دادخپل مقصد دپاره په کارراولى . معلم واعظ اوخطيب هم ځائې په ځائې هم ددې په ذريعه دانسان اصلاح کوى . تيروشوو قومونو دواقعاتو اوريدو نه دانتيجه اخذ کړې ده چې ځنې وجوهات هميشه دځنو نتيجو باعث ګرځى . هم په دې وجه پروفيسر سيدوقارعظيم وائى . دواقعات په بيانولو کښې چې کوم منطق دے هم هغه دقيصې نه يوموثر اوپه زړۀ پورې صنف جوړوى اوپه دې اوريدونکى يالو ستونکى خپل طرف ته راکاږى اودهريو زړۀ کښې داثر اويقين تخم کرى په قيصه کښې ماشومان ،بوډاګان ،ځوانان ، ښځې ،سړى . پوهه ناپوهه ټول دلچسپى ،خوند او تاثير محسوسوى . په دې وجه چاچې هم ددې نه داصلاح کار اخستے دے دوى وړې وړې قيصې هم دى مقصد دپاره وليکلې . دوى نه علاوه ،خيالى قيصې او طويل داستانونه دلچسپۍ سره سره ددې مقصد په غرض وليکلے شو . اودغه شان موجوده دورکښې ډيرې زياتې پيچيده نفسياتى قيصې هم وليکلے شوې په دې طريقه دقيصو ددې مختلفو قسمونو نه داصلاح کارواخستے شو . سياست دان هم دادخپل مقصد دپاره په کار راولى . معلم واعظ او خطيب هم ځائې په ځائې هم ددې په ذريعه دانسان اصلاح کوى . تير شوو قومونو دواقعاتو اورولونه دانتيجه اخذ کړې ده چې ځنې وجوهات هميشه دځنو نتيجو باعث ګرځى هم په دې وجه پروفيسر سيدوقار عظيم وائى . د دې واقعاتو په بيانولوکښې چې کوم منطق دے هم هغه دقيصې نه يو موثر اوپه زړۀ پورې صنف جوړوى اوپه دې اوريدونکى يالوستونکى خپل طرف ته راکاږى اودهريو زړۀ کښې داثر اويقين تخم کرى . لنډه داچې دقيصې هغه منطق چې دفلسفيان منطق نه بيخى مختلف وى داترمحراب، ممبر، مدرسې، خانقاه اوبارګاه پورې رسوى او دهريو يو په نظرکښې ئې محبوب او په زړۀ پورې ګرځوى بلکل هم دغه رنګ دشعرو ادب دنياهم ده انسان په خپل تهذيبى ژوند کښې دشعر وادب نه داظهار اوابلاغ کاراخستے دے دخپل زړۀ خبره ئې نوروته رسولې ده . اوداسې ئې رسولې ده چې اوريدونکى ته دادخپل زړۀ خبره معلومه شوې ده . مصلح په دې خبره زور ورکوى چې ددۀ په ويناکښې ابهام نه وى معلم ،واعظ، مبلغ هم د انداز اوخلقوته په ډانګ پيلې وائى چې که چا دادا کارونه وکړل نو دادا نتيجه به ئې پيدا کيږى که تاسو دې نتيجو ياددې نتيجې راپيداکړى شوى انجام اواثر نه ځان ساتل غواړئ نودې کارونو ته مۀ نزدې کيږئ هغوى هغه اسباب هم په خپله بيانوى اودهغو نه نتيجه هم په خپله را وباسى اديب هم داصلاح په دې ضرورت پوهيږى او ددې اهمې تقاضې په مکمل ډول محسوسوى خوهغه ددې ضرورت او تقاضې دپاره خپل فن قربانول دخپل منصب خلاف ګڼى او په دې وجه هغه طريقه د نورو مصلحينو نه مختلفه وى . داصلاح په کومه لاره چې قيصه ويونکے اديب ځى هغه دبزرګۍ نه بلکې ددوستۍ لاره ده دبرترۍ نه بلکې دبرابرۍ لاره ده اودمنطق د لارې سره سره دادتخيل درنګينۍ او دجذبې د سوزلاره ده ښه قيصه ګويا افسانه نګار چې کله قيصه دمعاشرې داصلاح ذريعه ګرځوى نوهغه دلوستونکى يا اوريدونکى ديو کمتره درج مختلف نه ګڼى بلکې دهغه په ذهن اوفهم مکمله تکيه کوى اودايجاز اواختصار نه کار اخلى . سيدوقار عظيم په خپل تصنيف ((فن اوفنکار)) کښې ليکى . دسياسى نظام جوړونکى او چلونى هم دادخپل اظهار خيال ذريعه ګرځوى اومعلم ،واعظ اوخطيب هم ځائې په ځائې هم ددې په مدد نورخلق ځان سره ديو ځائې کولو کوشش کوى . دانګريزۍ ژبې دابتدائى دور دافسانوى ادب په قيصو او ناولونو کښې هم دمعاشرې داصلاح اواخلاقى او انسانى اقدارو دتبليغ دارجحان ترډيره حده موجود ؤ دې ادب دارجحان د دوو وجوهاتو ترمخه خپل کړے دے . وړومبے دا چې دمعاشرې دخراب اخلاقى اومعاشرتى حالت اصلاح وشى او دويم دا چې زمونږ قيصې چې اوسه پورې دمافوق الفطرت مخلوق يعنې ښاپيروه پيريانو، ديوانو، جاود وغيره ذکر پورې محدود وى چې زمونږ حقيقى اوفطرى ژوندسره ئې هيڅ سمون نه خوړو . انسانى اوحقيقى موضوعاتو سره اشنا کړے شى خوچې هرکله دنيا دتمدن په لور دګامونو اخستلو جوګه شوه په دې وجه دروسو مشهور کتاب
((Emile))
او د تهامس ډے هم ددې مقصد دپاره وليکلے شو ارود ادب کښې ددې دواړو کتابونو ترجمې موجود دى . دنولسمې صدۍ داخيرۍ نيمائى نه پس دور دبرصغير دتاريخ يوداسې دور ؤ چې دمغل شهنشاهيت نمر په ډوبيدو ؤ حاکمان مجبوره او محکومه شو او دسمندر دپورې غاړې نه راغلى انګريزان حاکمان شو په دې وجه اوس دوى په دې ملک کښې خپل قدمونه مضبوطول دې سره سره دوى په حکومت اوتهذيب زور په زياتيدو او خوريدو ؤ . دوى سامراجى رويې په سرپورته کولو شروع وکړه نې وطن والو نوے حکومت اونوى تهذيب په ډيره مينه خپلې سينه ته راجوخت کړو ځينو په ډيره غصه اوجذبه ددې مخالفت وکړو ځنې دنوى حکومت په قبلولو يا ردکولو په شش وپنج کښې اخته وو په حقيقت کښې دايو عبورى دور او دشکوک وشبهات زمانه وه . دملک دسياست اود سياسى نظام دبدليدو په وجه سياسى اومعاشرتى مسئلې هم بدلې شوې نوے سياست وزيږويدو . دادسياسى اړى ګړى، داخلاقى ،معاشى ،اومعاشرتى تنزل يوبدترين دور ؤ چې دمحصلينو ،معلمينو ،واعظينو داصلاح پامته داره وو . د ١٨٥٧دازادۍ دجنګ دناکامۍ نه پس مسلمانانو چې خپل ماشومان مدرسو ته استول دا ديندارى اومسلمانۍ خلاف ګڼل ځکه چې اکثر ئې تعليمى ادارې دانګريزۍ تعليم اوتهذيب په رنګ کښې رنګ وې دې زمانه کښې انګريزى صرف لوستل هم دالحادنه کم نۀ شو ګڼلے کيدے . هرکله چې دې دور کښې دمسلمانانو معاشى، معاشرتى اواخلاقى حالت ډيرزيات پريوتے ؤ په دې وجه ددې دښه کولو او سمولو دپاره په ملک کښې ډيرو زياتو اصلاحى تحريکونو سر پورته کړو چې دمسلمانانو دژوند دهراړخ په اصلاح ئې ژور نظر واچولو اودغه شان اولس ئې دخپلو فرائضو نه خبر داره کړو دا واړه ډير زر دپاکستان دتخليق باعث وګرځيدل . هم ددې حالاتو د اثراتو په وجه دپښتو دافسانوى ادب دابتدائى دور په ناولونو کښې دپندو نصيحت اصلاح اواخلاقى اقدارو دتبليغ رجحان ډيرزيات دے فنى اوتيکنيکى اړخ ئې کمزورے دے په هرحال دايوداسې دورؤ چې مونږته دمعاشرتى خرابيو داصلاح دپاره ددې قسم دناولونو ډير سخت ضرورت ؤ که په دې غور وکړے شى نو دناول نه علاوه زمونږټول ادب هم ددې موضوع محور نه چاپيره چورليدو . دډپټى نذيراحمد ناولونه هم په دې دورکښې تصنيف اوتخليق شوى دى نذيراحمد دسرسيد احمد خان داصلاح تحريکونو اوپروګرامونو يو سرګرم رکن ؤ .هر څوکه دۀ سره ئې په ځنو خبروکښې اختلاف لرلو محمدعبدالقدوس په دې حقله په خپله سريزه کښې ليکى . په يوولسمه صدۍ کښې چې سرسيداحمدخان دهندوستان دمسلمانانو داصلاح په غرض کوم قومى تحريک شروع کړے ؤ ډپټى نذيراحمد دهغې تحريک يوزبردست رکن ؤ دسرسيداحمدخان شخصيت همه ګير اوهر مخيز ؤ اوهغه په تحريک کښې سياسى، ادبى اومعاشرتى هرقسم سرګرمۍ په يوشان روانې وې ډپټى نذيراحمد دسرسيداحمدخان ملګرے ؤ خوصرف يواړخ يادوه اړخه ئې رانيولى وو . يعنې اردو ژبې له دتصنيف وتاليف په رنګ کښې ترقى ورکول اودقوم په اصلاح کښې قلمى حصه اخستل . هرکله چې دپښتو ناول ابتدا دډپټى نذيراحمد ددور اصلاح ناولونو مراه العروس اوتوبته النصوع دترجمونه شوې ده په دې وجه ددۀ دناولونو په موضوع او مرکزى خيال يوسرسرى نظر اچول به داهميت نه خالى نه وى دنذيراحمد ناولونه اصلاحى دى تفريحى نه دى هم دغه وجه ده چې په دې کښې دعشق دجذبې هيچرته هم درک نه لګى . دبيان صداقت ته دنذيراحمد په ناولونوکښې ډيرز يات اهميت ورکړے شوے دے ددۀ داخاصيت اوخصوصيت دانګريزۍ دمشهورې ناول نګارې جارج ايليټ سره مطابقت لرى . دنذيراحمد غوندې جارج ايليټ هم يومذهبى ښځه وه مذهبى اثر هغه داخلاقياتو مبلغه اودصداقت بيانى مقده وګرځوله دې په ادب کښې دصداقت پسندۍ عناصرونه ديرزيات اهميت ورکړے دے لکه چې کينتهـ ګراهم په انګلش کرسټيزم اف دى ناول کښې ددې پحقله وائى

“The major theme running through all George Eliotes Comments on her Art is the necessity to avoid exaggeration, Conventionality and all literary affection and by the canon of simple veracity, she condemns countess inferior novels in her criticism for the westminister and the reader”.

دجاج اهليت په فن دتبصرې بنيادى موضوع په دې ضرورت زورورکوى چې دمبالغې درسمى اظهار اودجذباتو نه دې دلاس واخستے شى اودصداقت ديو ساده وسلې په ذريعه هغې په
Westministerاو Leader
کښې دخپل تنقيد په ذريعه دبې شميره غيرمعيارى ناولونو غندنه وکړه. دناولونوپه ابتدائى ترجموکښې (( سير السا لکين )) هم چې پښتو ترجمه يې قاضى عبدالرحمان کړې ده دجان بنيان دمشهورانګريزى ناول رومانى سفر ترجمه ده عام طور اخلاق دوه قسمه وى يومثبت يعنې ښه اخلاق اوبل نفى يعنې بد اخلاق زمونږ مذهب په نفى اخلاقو ترک کولو اوپه مثبت اخلاقو اختيارولو زور ورکوى لکه رحمان بابا وائى

سخى هريودخدائې دوست دے ولوکان فاسقا
هر بخيل دخدائې دښمن دے، ولوکان زاهدا

دمحمدنواز نواز ناول ((شوم)) هم خپل مرکزى خيال په ډير ښه اوموثر وړاندې کړے دے ((دولتے مړ شو خودځان سره ئې هيڅ خوشحالى ملګرې نه کړه نغمه به ئې قبر سره ناسته وه او ختمونه به ئې کول دولتے شوم ؤ دومره شوم چې دحده زيات . چرته فقير جماعتى له ئې څه خيرات نه ؤ ورکړے زکات ئې ورنه کړو اونه ئې چرته خيرات کړے ؤ بې شميره روپۍ ورسره وې اوښه جائيداد مند ؤ ))

نه په خوله ګولۍ خوړلى دټوپک
نه نمړۍ دليمانو دښانک

ک سخاکه فضيلت دے که خاصه ده
په دې درې توکه زماتللى نامرده

دښاغلى امير منګل ((ترله)) نومې ناول هم يواصلاحى رنګ لرى چې دپښتنو دتربورولۍ دسيورى لاندې زيږيدلى يوه پاکه او سپيځلې مينه هم په کرکه اودښمنۍ بدلوى اودغه شان دوه مئين زړونه نزدې کيدوته نه پريږدى ددې ناول مرکزى خيال هم دې نظريې اوفلسفه ته دوه ورکړې د . دغسې دښاغلے اميرمحمد ساغر اپريدى (( نوے کول )) هم دمعاشرې داصلاح وعظ ونصيحت اوداخلاقياتو لاره خپله کړې د ه ځکه خو حمزه شينوارے په خپله سريزه کښې ددې ناول دمرکزى خيال پحقله وائى . (( ځکه چې دنوىکول په حقله چې اکثر ټيډيان دى اوجنګ جګړه دخدائې نه غواړى خو سره ددې هم دساغر په دې ناول کښې ددې نوى کول داسې نمايندګان هم شته چې هغوى داسلامى روح ترجمان دى او غواړى چې دانوے کول داسلامى تهذيب په رنګ کښې رنګ شى او دامغربى تهذيب چې دپښتون قام دپاره خصوصاً اودعامومسلمانانو دپاره عموماً قاتل زهر دے له مينځه وويستے شى )) ((مينه او فرض)) دغلام حبيب افغانى يو اصلاحى ناول دے چې هيروئې شهرخان دے ځائې په ځائې دناول نګار اصلاحى اوتعميرى پروګرام ته عملى شکل ورکوى کله چې شهر خان يوه جينۍ ديوفوځى دبې عزتۍ نه بچ کوى نو جرنيل هم يو خواته پټ ولاړ وى اوداهرڅه په خپلو سترګو وينى . دشهر خان خپل جرنيل ته په دې حقله خپله صفائى داسې وړاندې کوى . ((نظير: جناب ما اوريدلى وو چې داجينۍ دخپلو عزيزانو په وساطت دښمن ملک سره ملاو وه اوپاکستان ته نقصان رسول غواړى ځکه ما اراده وکړه چې زۀ داګرفتاره کړم اوجناب ته ئې دسزا دپاره پيش کړم . جرنيل : نه داهم دروغ دى اونه داستا اوزما کار ؤ اوکه چرې داسې وو هم نو بيا سويلين دپاره خپل عدالتونه دى بل په داورځ تۀ ځنګل کښې په ډيوټۍ وې دا واقعه هم دځنګل ده بياتاکه غوښتے هم نوته به ګرفتارۍ دپاره جينۍ ته کورته ورتلې نه داچې جينۍ ګرفتارۍ دپاره پخپله تاته ځنګل ته درغله کله چې نظر جرنيل ته دخپلې ګناه دمعافۍ دپاره سوال کوى نو جرنيل ورته په دې حقله خپله فيصله داسې اوروى . جرنيل :: دمعافۍ خوسوال نه پيدا کيږى تا سرکارى عهدې نه ناجائزه فائده اخستې ده تاديوې معصومې اوبې ګناه جينۍ په عزت حمله کړيده ستا غوندې سړو ته که معافى ورکړے شى نودې سره به دنورو مجرمانو حوصله زياته شى اودزنانه ؤ بې عزتى به بياعام کيږى نو زۀ افسوس کوم چې ستا په سزاکښې نرمى نه شم کولے دادجرګې فيصله ده اوهغه داده چې ستا نوکرى ختم او دوه کاله قيدبامشقت )) جميل احمد کپتان قتل کړے شو دهغه کور په بم تباه شو په دې حقله جرنيل دشهرخان نه پوښتنه کوى . جرنيل : ښه داراته ووايه چې دجميل احمد ټبر اولورته څه پنشن وغيره هم ملاويږى يادهغوى کور چې په بم غورځيدلے ؤ هغې دپاره رقم ورته منظور شوے دے که نه . شهرخان: نه جى تراوسه خوهيڅ امداد هم نه دے ورکړے شوے اوددې نه پس که څه کيږى نوهغه وئيلے نه شم. جرنيل :: داولې ؟ پکاروه چې هغوى ته پنشن اوګريجويټى يانورڅه جمع رقم که دجميل وى چې ملاو شوے وے . شهرخان: هوجى پکاروه چې حق ورته ملاو شوے وے هغه غريبه په ډيرتکليف کښې وخت اړوى . دې نه پس جرنيل په دې حقله خپل دفتر کښې معلومات کوى او دجميل دټبر اودلور دپاره دمناسب امداد اوپنشن بندوبست کوى . هر څوک په خپل ژوند کښې دخپل عمل سزامومى جميل دخپل دين خلاف ؤ عقيده ئې خرابه وه چاقتل کړو لکه چې جرنيل وائى ((جرنيل)) دجميل عقيده خرابه وه ځائې په ځائې به دين اسلام نه برخلافه غږيدو اخر څوک ورته تيارشو اوپه تيارۀ کښې ئې مړ کړو دډير کوشش باوجود دقاتل څه پته نه لګى ليکن دهغه دښځې يالور څه قصور دے چې هغه دې په داوجه دولږې نه مرى )) ورنزدې دغازى سيال ناول دے چې اصلاحى رنګ لرى . ((دخواښى اينګور )) ترمينځه دتعلقاتو نوعيت هم زمونږ دافسانوى ادب خاص کر دناول يوه اهمه موضوع ده ((اجړه)) دمحمدابراهيم شبنم دويم ناول دے داده يوې خانه بدوشې پيغلې پحقله دے دې نه مخکښې رضا صيب هم په دې موضوع يوناول ((خودکشى)) ليکلے دے . خاندبدوش په هرملک کښې اوهرچرته پرې مختلفو طريقو ليکل شوى دى دلته هم داد ناول موضوع ګرځيدلې ده ځکه چې داهم زمونږ د معاشرې يوه برخه ده لکه چې څرګنده ده اجړه ددې ناول هيروئن ده دلته اجړه خشاکى سره خبرې کوى او دغه شان د تيرو واقعاتو نه پرده پورته کوى . اقداردرې قسمه وى يوقسم ملى اقدار بللے شى لکه ننګ ،غيرت ،پښتو، پت، مړانه وغيره . دويم قسم اخلاقى اقداروى لکه رښتيا وئيل بل سره همدردىکول ، دبل مدد کول اونو ، دريم قسم رومانى اقدارى لکه وفا،مينه، محبت وغيره زمونږ پوهان په خپله معاشره کښې ددې واړو اقدارو په خورولو ډير زور ورکړے دے ځکه چې داديوانسان په شخصيت اوکردار جوړولوکښې بنيادى کردار اداکوى . يتيمان هم زمونږ دمعاشرې وګړى دى دوى ته دخپل ځان نه بيل نه دى کتل پکار ددوى خيال ساتل ډير ضرورى دى . سيدامير سرحدى په خپل ناول ((دانسانيت نمونه)) کښې دنورو ګڼو موضوعاتو سره سره وړاندې ذکر شوى موضوع ته هم دوام ورکړے دے دناول مرکزى کردار رحيم خان چې ديتيمانو غمخور اومحسن دے ديتيمانو يوې جرګې ته دتقرير کولو په موقع وائى . ((اے مسلمانانو يتيمان بچى داسې مۀ شمارئ چې پردى دى يتيمانو بچوته دخپلو بچو په شان ګورئ دازمونږ بچى دى دازمونږ دقوم بچى دى داهغه بچى دى چې رسول مقبول(ص) به خپله خوراکه دوى ته ورکړه اوپه خپله بۀ ئې په ځان لوږه تيره کړه يتيمانو ته په دير ښه نظر ګورى ددوى ډير امدادکوى چې دابچى خوشحاله وى )) دفاطمى بى بى زوې ګل زمان په يوسکول کښې سبق وائى کله چې يوه ورځ دسکول کارروائى شروع کيږى نواستاد ماشومانوته داسې نصيحت کوى . بچو!: په دنياکښې داسې ګران کار نشته چې دهغې علاج نه وى دهرګران کار څيز دپاره الله تعالى علاج پيدا کړےدے اوهرګران کار په محنت سرته رسى . بچو! انسان په دنياکښې هغه دے چې دبل چاپه کار راشى دب0ل په کار راتلل دانسانيت درجه ده )) هم دغه شان دخپلو ښواخلاقو او خوارۍ په وجه فاطمه بى بى سره دخپلو دوو بچو ګل زمان او نورجمالى دژوند ګاډے هم دغسې رغړوى اوخپله غريبه غريبى کښې خپل ژوند په خندا خوشحالۍ تيروى .

ځکه خورحمان بابا هم وئيلى دى

کر دګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شى
ازغى مۀ کره په پښو کښې به دى خار شى

 

دښاپيريو په درشل كې

د دروېش دراني دشاعرۍ موضوع

د دروېش دراني دشاعرۍ موضوع

             غزلبول درويش دورانيدځولۍ مجلې نه په مننه

  بريالی باجوړی

د پښتو شعر لكه څنګه، چې معلومه ده په حماسه پيل شوى دى او په پښتو شعر كې د ستاينې دغه دود تر ډېره وخته رواج درلود. دا هغه وخت و، چې په ځينو سيمو كې د پښتنو واكمني خپله وه او د سوبو لپاره به يې هره خوا تورې وهلې او هم په ځينو سيمو كې يې د پرديو تاړاكونو په وړاندې د خپل ټاټوبي او اّزادۍ د ساتلو لپاره تورې راوېستلې وې. بيا يو وخت داسې هم راغى، چې دوى پخپلو منځو كې په تربګنيو اخته شول او د نورو د خوښۍ لپاره يې په يو بل پسې تورې راوېستلې او يو بل يې سره ووهل. لوى هېوادنى مقصد ځنې هېر شو او د وړو وړو جاګيرونو د لاسته راوړلو په سيالۍ كې شول. هغه د خوشال خبره په ځاى وه، چې ويل يې:


پښتانه په عقل پوهه څه ناكس دي
كوټه سپي د قصابانو د جوس دي
اوښ له باره پخپل كور كې دى ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي

دغه وخت د پښتنو د ماتې او شكست وخت و او پخپلو منځو كې يو له بل سره د جاګيرونو د لاسته راوړلو په سيالۍ كې وو.  د سياسي بصيرت خاوند خوشال خان د دوى عيبونه ورته په مخكې اېښودل. د پښتنو د نيمګړتياوو او عيبونو په ښودلو كې د خوشال لهجه ډېره تونده، بې ډاره او بېباكه وه. څه يې چې ليدل هغه يې ويل او د پښتنو ټولو عيبونو ته يې په نېغه ګوته نيوله. په سياسي لحاظ د پښتنو د اصلاح لپاره دا په پښتنو كې لومړنى شاعر و، چې د دوى ذهنونه يې روښانه كول. په دغه دوره كې د پښتو شعر د كمال پوړيو ته رسېدلى و؛ خو بل كوم داسې شاعر نه و، چې د پښتنو سياسي روزنه وكړي او دوى پوهه او باخبره كړي.

په را وروسته وختونو او په تېره بيا په معاصر شعر كې لويه عنعنه دا وه، چې د بابا توره او د باباګانو سوبې او خپل لرغونى غيرت وستايي او د هماغه لرغوني غيرت پر بنسټ د خپل غيرت اظهار وكړي، چې:

نر يمه پښتون يم تاته يادې زمانې زما

 

خو كله، چې په دغه دوره كې ځوان نسل دې ته متوجه شو، چې زموږ شاعري د تورې، غيرت، اخطارونو او جنګونو يوه جنګنامه ده؛ نو د شعر ښكلاييز اړخ د سمبالښت لپاره يې د غزل لمنه ونيوه. د يار د خط و خال په ستالو كې يې ښكلي شعري مفاهيم او نوي خيالونه راپيدا كړل.

ارواښاد امير حمزه شينواري د غزل په لمنه كې هماغه پورتني موضوعات دننه كړل او يا د غزل غزليز مفاهيم يې د پښتو او پښتونولۍ لپاره په ډېره ماهرانه ډول وكارول. هماغه پخوانۍ موضوع وه؛ خو په نوې بڼه او انداز يې بدل و. شعري مفاهيم يې بدل وو.

د ډېرو څېړونكيو په وينا حمزه شنواري غزل پښتون كړ. د حمزه شينواري په څنګ كې ځنې داسې شاعران هم وو، چې د غزل په تنګه لمن كې د ورځني ژوند عمده مسايل ځاى كړل او د ژوند له مسايلو سره دغه غزليز پيوند يو بل خوند او رنګ پيدا كړ؛ خو كومه خبره، چې د پښتنو د اصلاح خبره وه هغه اجمل خټك، سيف الرحمن سليم او ارواښاد قلندر په يو نوي ډلو پيل كړه. يعنې د نوې زمانې نوې غوښتنې او ضرورتونه يې هم ورسره يو ځاى كړل. د دوى شعرونو لكه د يو بغاوت په توګه د پښتنو شعر ډېرې زړې عنعنې ماتې كړې. په انتقادي ډول يې يو ځل بيا د پښتنو د سياسي روزنې مشالونه بل كړل. د سرمايې په نظام كې د جمهوريت او برابرۍ غوښتونكي وو. د زبېښاك پر ضد يې پخپلو شعرونو كې د ولسونو د ذهنونو ويښولو ته خپلې هڅې جاري وساتلې. د ليډرانو ناودودو ته يې هم ګوتې ونيولې او په ډېره مېړانه يې وغندل.

دا عنعنه د هند د مصنفينو د مترقي انجمن په جوړېدو سره پيل شوه. تر يو وخته يې دوام وكړ، چې په كوزه پښتونخوا كې يې لويه سرچينه ولسي ادبي جرګه وه، چې په سر كې يې كاكاجي صنوبر حسين ولاړ و.

دې لړۍ تر ډېره دوام وكړ؛ خو بيا يو وخت داسې راغى، چې د پښتو شعر له ژونده ورو ورو لرې شو.

كه په اوسني وخت كې خبره كوو نو پښتو شعر د اوسني وخت غوښتنو ته ځواب نه لري. له نېكه مرغه په اوسني وخت كې دوه تنه داسې شاعران شته، چې په دغه پل روان دي، يعنې د خوشال خان عنعنه پالي، چې يو يې دروېش درانى او بل يې رحمت شاه سايل دى؛ خو دا هم بايد ووايو، چې دروېش خپله ټوله شاعري دغه مقصد ته وقف كړې ده. د دروېش په شاعرۍ كې هغه څه په نظر راځي، چې د خوشال په شاعرۍ كې وو؛ خو په دومره توپير، چې خوشال د خپل وخت او خپل اجتماعي موقف له مخې پخپلو ويلو توند، ډاډه او بې پروا و او د دروېش په وينا كې د شاعر عاطفه، صداقت او خواخوږي ډېره غالبه ده.

دروېش هغه شاعر دى، چې موږ ته زموږ نيمګړتياوې او خطاوې په داسې هنرمندانه ډول يادوي، چې موږ نه غوسه كوي او نه مو راپاروي؛ بلكې پخپلو غلطيو مو ژړوي. يا په بله وينا د پښتنو غوندې سركشه قو ته د ويلو په هنر ډېر ښه پوهېږي او په دې توګه زموږ ټولنيزه روزنه كوي.

تا دښمن هم په امان رساوه كور ته
موږ ملګري خپل په لار كړل زخم زخم
پر تا باندې د غليم او لاد هم ګران و
موږ بچي د مور او پلار كړل زخم زخم

دروېش د خپلې شاعرۍ د پيل په وخت كې د اجمل خټك تر تاثير لاندې و؛ خو د وخت په تېرېدو يې بيا خپله لاره بېله كړله. دروېش په يو بل شعر كې همدغه موضوع داسې يادوي:

لا تر اوسه وهي يو د بل سرونه
لا تر اوسه يو د بل په وينو پايي
بلل كېږي پښتانه دا يې معمول دى
ورور د ورور او خپل د خپل په وينو پايي

د پښتنو د تربګنيو او ورور وژنې دغه غميزه خوشال خان هم ډېره ژړلې ده او دروېش هم دغه غميزه په داسې هنرمندانه ډول وړاندې كوي، چې په زړه او ذهن كې ځاى نيسي او هر يو پخپلو كړو پښېمانه كوي:

ما خپله توره كړه د ورور په زړه كې ماته خدايه

چــې دښمن راغى زه په دوه لاسه وم پاتې خدايه

 

پښتانه په سياسي لوبو كې همېشه بايلونكي دي. په توره وهلو كې تكړه وي؛ خو د وېش په وخت كې بيا په دروازه كې ولاړ وي. خوشال هم پخپلو شعرونو كې څو ځايه دې خبرې ته اشاره كړې ده:

پښتانه په توره ښــــــــه دي تر مغولو

كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار

 

دروېش وايي:

دروېش مــدام وړي هر تاوان له خپله قامه سره

چې كله ځاى د ګټې راشي نو حصه نه غواړي

 

يوه بله موضوع، چې د پښتنو د تېر اېستلو موضوع ده؛ نو څرګنده خبره ده، چې پښتانه همېشه په اشخاصو غولېدلي دي يا په بله وينا اشخاصو تېر اېستلي دي. په سياسي لوبو كې يې په نيمه لاره كې پرې ايښي دي. چا په نورو پلورلي دي او څوك ورته د دوست په جامه كې دښمن جوړ شوى دى.

دروېش وايي:

نـــــــــــــه په زاړه باور لرو او نه په نوي څــــــــــــــراغ

موږ هغه څوك يو چې كورونه مو دي سوي څراغ

 

دروېش د ژوند په معركو كې د پښتنو بېځايه زړورتوب او سرښندنو ته هم ګوته نيسي او د مبارزې د هنر زده كولو ته يې ويښوي:

د شيش محل خلاف يې اخلئ لږ په پام ملګرو

باچـــــــــــا د هر كاڼي بغل ته دى لــــــړم ساتلى

 

دروېش د امن او سولې شاعر دى. جنګ نه غواړي. خپل قام ته د تورې ماتولو بلنه وركوي. د مينې، ورورۍ او محبت پيغام ورسوي:

رنګ به وي تر څو پورې په وينه توره ماته كړه
زړه د خلكو وګټه په مينه توره ماته كړه
نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شا ليلا سينه
پورته كړه دروېشه دا بې دينه توره ماته كړه

دروېش د انساني مينې سبق په دې ډول وړاندې كوي:

لمن مې ډكه ده په كاڼو خو څوك نه پرې ولم

په عـــــــــادتونو كې دا يو عادت د غره لرم زه

 

په پاى كې بايد ووايم، چې كه زموږ يو څو نور شاعران هم لكه د دروېش دراني غوندې زموږ په زړونو ګوتې كېږدي او عيبونه راوسپړي؛ نو روان معاصر شعر به زموږ په اصلاح او پوهونه كې څه برخه اخيستې وي. كه زما دې خبرې ته څوك ګوته ونيسي، چې په شعر كې نصيحت څنګه خبره ده؟ نصيحت خو ملا كوي او لارښوونه سياسي ليډر؛ نو زه به ووايم، چې سمه ده؛ خو ژبه او هنر د دروېش غواړي. خپلې خبرې د دروېش په يو څو بيتونو پاى ته رسوم او د ته په دغه كار كې د نور برياليتوب هيله لرم:

خداى خبر چې څه بلا وه په هر كور كې
تر سهاره به ژړا وه په هر كور كې
دومره زيات غربت هم نه و په وطن كې
سا مو اخيسته هوا وه په هر كور كې
د اولاد په رويه كې بغاوت و
د يو لوى جنګ ابتدا وه په هر كور كې
د بدل خبره نه كېده دروېشه
بس دعوه د خون بها وه په هر كور كې.

ليكوال: اشوراجنېش

ژباړن: صالح محمد صالح
مطالعه وكړئ


انسان كه څه هم فكر كوي، ډېر هوښيار دى، خو ناپوه دى. همدا باور د هغه ناپوهي ښيي. انسان جاهل دى، سره له دې چې پر خپلې پوهې باوري دى. همدا باور د هغه جهل ژوندى ساتي. د دې لپاره چې پوه شې چېرې يې او حقيقت دې څه دى، زړورتيا ته اړتيا لرې، پر ښكلو ارمانونو باور، ښكلى دى. ټول ارمانونه يوازې يوه كړنلاره لري، ستا واقعيت درڅخه پټوي، له همدې كبله موږ هڅه كوو ښكلي ارمانونه رامنځته كړو. موږ له سترو ارمانونو سره مينه نه لرو، بلكې هڅه كوو ځينې بدرنګ واقعيتونه پټ كړو.
خلك تل د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه فكر كوي، خو هر هغه څه چې ترسره كوي همدا تاوتريخوالى دى. يو څرګند تاوتريخوالى او بل هېڅ. څومره چې توندخويه او غوسه ناك وي، په هغه كچه د تاوتريخوالي د نشتوالي په اړه خبرې كوي.
هندوستان هم څو پېړنۍ كېږي د تاوتريخوالي د نشتوالي خبره كوي، خو تر اوسه داسې څه نه دي شوي او نه به وشي، ځكه همدا خبرې يو ډول وهم رامنځته كوي او كرار- كرار به نه ته وكړاى شې نور خلك وغولوې، بلكې ځان به دې تېرايستلى وي. كله چې له څو پېړيو راهيسې د تاوتريخوالي د نشتوالي خبره كوې، پر دې باوري كېږې چې په تا كې تاوتريخوالى له منځه لاړ. د تاوتريخوالي د وركېدا په اړه د خبرو اصلي لامل همدا دى.
يوه ورځ د هندوستان ولسمشر (جمهور رئيس) د مدرس ولايت په يوه كور كې اوسېده، څرنګه چې نه و، توانېدلى له سبو (سبزيجاتو) پرته نور خواړه لكه: غوښه، هګۍ او... پيدا كړي، ډېر خواشينى و. كه دى نه خوابدى كېده د هندوستان خلك به نه پوهېدل چې ولسمشر يې يو غوښې خوړونكى سړى دى، د ګاندي يو پلوى، خو د غوښو مينه وال؟ او دا هغه خلك دي چې تل د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه خبرې كوي.
دوى هر كال د تشريفاتو په ډول د ماتماګاندي قبر ته ورځي، دا هغه خلك دي چې د هغې پر قبر يې قسم كړى دى، خو بيا يې هم د غوښو خوړلو ته ادامه وركړې ده او لا هم حيوانات وژني.
دا څنګه د تاوتريخوالي له منځه وړل دي؟ انسان ولې داسې دى، تېرايستونكى او فرېبكاره؟ هغه كسان چې د پيرۍ او طريقت لار تعقيبوي، زيات مهال د دې ډول پټو كارونو په مرسته، ډېرو نورو چارو ته لاس اچوي. د ښكلو ارمانونو لرل ډېر ساده دي، كه خلكو ته وګورې حيران به شې، كه يې ارمانونو ته پام وكړې يقين به وكړې چې هغوى د خپلو ارمانونو په وړاندې ژوند كوي. د ارمانونو په پېژندلو سره يې كولاى شې په منطقي ډول دا پايله ترلاسه كړې چې دوى د خپلو ارمانونو خلاف ژوند كوي. يو ارمان يوازې دا ثابتوي چې يو شى شته، چې دا خلك د هغوى د ارمانونو تر شا پټوي.
يو هوښيار سړى هېڅ ارمان نه لري. پوه سړى له خپلې هوښيارۍ سره ژوند كوي، هغه يوه واحده ټوټه ده چې دننه او بهر يې سره وېشل شوي نه دي.
خو ټولې ارمانپالنې د انسان دننه، له بهر سره جلا كوي. نه دې پرېږدي چې ته په طبيعي ډول د ځان په سوچ كې شې، اړباسي دې هغه څه واوسې چې نه يې. ارمانونه تا ته (بايد) دركوي، يانې ته بايد داسې وكړې يا هغسې وكړې. د همدغه (بايد) له كبله ته په باور پيل كوې، چې ګواكې ډېر لوړ يې او ارمانونه دې هم ډېر عالي دي.
”وګوره زه څومره ښكلي ارمانونه لرم!“.
د هغو تشو خبرو تر شا، يو سم حقيقت هم پروت دى. پوه سړى كوښښ كوي بې ارمانه وي. يو غوسه ناك سړى غواړي چې مينه ناك وي. له كركې ډك سړى ارمان لري چې مينه يې په برخه شي. ټولې هيلې له مينې خبرې كوي، خو هغه څه چې پر ځمكه يې ترسره كوي يوازې يوه بدرنګه كركه زېږوي. د نړۍ ټول ملتونه د سولې په اړه خبرې كوي، خو هغه څه چې ترسره كوي، جګړې ته تيارى دى. دا وګوره له موږ څخه څه جوړ شوي دي، درواغجن او منافقين!
يو ملت هم د سولې راوستلو ته غوره لارې چارې نه سنجوي، ان هندوستان هم، چې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ستر ارمان لري او يو مذهبي هېواد هم دى! ټول هېوادونه د سولې خبرې كوي، حال دا چې جګړې ته تيارېږي. جګړه يو تلپاتى حقيقت او سوله يوازې د اسمان ورېځ او لوګى دى، چې سره پوښلي يې يو او له نورو يې پټ ساتلي يو.
تر هغه مهاله چې اوضاع په رښتينې بڼه ونه وينو، ترې د خلاصون بله لار نه لرو. كله چې غواړې په ژوند كې دې يو ارمان پوره شي، وګوره چې ولې يو غوسه ناك انسان د مينې تمرين نه شي كولاى؟ كه يو غوسه ناك سړى وغواړي چې مينه تمرين او تجربه كړي، څنګه به يې كوي؟
تر ټولو اوچت لاس هغه دى چې غوسه ناك سړى وځپي، دا لاس له دې پرته څه كولاى شي؟ دا لاس پخوا د نورو له لاسه په غوسه و، نن د خپلې غوسه له كبله، همدغې غوسې يې ځان ته بله بڼه او شكل غوره كړى دى. غوسه ناك هڅه كوي، مينه ناك وي. څه كوي؟ تر دې مخكې له نورو سره غوسه ناك و، نن د ځان په وړاندې غوسه ناك دى. دېته تاسې رياضت واياست. رضايت پالنه په اصل كې يوازې خپل ځان ځورول دي، يانې د ځان له ځورونې خوند اخيستل. خو زموږ خلك هغه كسان چې رياضت كوي پيران او سترې اروابولي. پرستش يې كوي. تاوتريخوالي يې اروا ته لار موندلې.
ته نور خلك ځوروې او هغوى خپل ځانونه. شكنجه او ځورونه ادامه لري دغه راز له دې ځور څخه خوند اخيستل هم، ايا هغه څوك چې له مېخونو پر ډكې تختې څملي، هغه مذهبي انسان دى؟ په دې كې كوم مذهبي شى پروت دى؟ دا سړى يوازې خپل ځان ځوروي، خو ته به داسې كسان ومومې، چې د دې ډول خلكو عبادت كوي، ايډيال يې دى، دوى فكر كوي دا ډول سړى (ستره اروا) ده!.
كه هوا سړه وي او درنه واوره اورېږي او يو سړى لوڅې پښې پر واوره ولاړ وي، نو څه كوي؟ يوازې خپل بدن ځوروي، خو خلك فكر كوي:
”څومره ستره اروا ده!“
دا سړى يوازې څو برېښنايي يا برقي ټكانونو ته اړتيا لري! په رواني لحاظ ناروغ دى، د ځانوژنې او ځانځورونې لېوالتيا لري.
ډېره اسانه ده چې يو قاتل ونيسې، خو هغه كسان نه شې نيولاى چې د ځانځورونې او ځانوژنې هڅه كوي، دواړه جنايت كوي او له تاوتريخوالي خوند اخلي. همدا وجه ده چې د ماتما ګاندي تاوتريخوالى څرګند نه دى، دى هم هغومره توندخويه دى، لكه اډولف هيټلر، توپير يوازې په ډول او لوري كې دى. د ګاندي تاوتريخوالى ډېر پټ دى، هغه ځان ځوروي، كه ته يو څو ك د څو ورځو لپاره وږى وساتې، دا له تاوتريخوالي يو ډك كار دى، كه ته ځان هم څو ورځې وږى وساتې، دېته ورته كار دى.
دا يوه ډېره خطرناكه لوبه ده، ځكه كله چې ته بل څوك ځوروې، هغه له ځانه دفاع نه شي كولاى، خو كله چې ته خپل بېګناه بدن ته شكنجه او ځور وركوې، دفاع ناشونې ده، ستا بدن ډېر ناتوانه دى.
كه ته له نورو سره توند او بدچلنده يې، قانون او پوليس د هغوى ملاتړ كوي، كه د ځان په وړاندې توند او بدچلنده يې، دلته نو كوم قانون نه شته. په حقيقت كې دا مهال، قاضي، پوليس او څارنوالي ستا په عبادت بوختېږي، ته څومره غوره كار كوې! همدا وجه ده چې د ځينو خرافاتو له كبله انسان په تيارو كې پاتېږي.
لومړى شى چې بايد ذهن ته وسپارل شي، دا دي چې يو غوسه ناك سړى په هڅو سره مينه ناك كېږي نه، ايا بل امكان هم شته؟ هو! يو امكان شته، هغه په هڅو، ارادې او تمرين سره نه كېږي، هغه هوښيارېدل دي.
د دې پر ځاى چې هڅه كوې مينه ناك شې او له تاوتريخوالي لاس واخلې، كوښښ وكړه له خپل تاوتريخوالي ځان خبر كړې، چې ستا تاوتريخوالى څنګه عمل كوي. ريښې او جرړې يې پيدا كړه. چې څنګه وده كوي، څنګه ستا په كړنو او وجود كې غزونې كوي. خپل تاوتريخوالى وګوره، پر همدې مهال هوښيار شه، پر دې مهال به ته ډېر حيران شې چې ستا تاوتريخوالى به د وخت په تېرېدو سره ورك كېږي.
هېڅوك هم نه شي كولاى په هوښيارانه ډول توندخويه وي، دا يو قانون او راز دى. هېڅوك په لوى لاس توندخويه كېدى نه شي، يوازې هوښيارۍ ته اړتيا ده، كېدى شي سړى كله- كله په غوسه شي، خو دا يو طبيعي امر دى، چې زموږ پيغمبرانو هم غوسه كړې ده، خو هرڅه خپل حد لري.
 .

 

 

 

 

دلومړي ورځې جشن  به  دوي ورځې نورهم وغزېږي

 

دغه جشن دروان كال داګسټ په ۲۲ نيټه دهلمند په نا امنه ولايت دبولان په هغه تفريحي  فارك كي ددي لپاره جوړ شوي وو چي دزهري سورګلي تارياك دبوټي په  ځاي نو ركښتونه وكري  ،چې څه موده مخكې ورته اوولكه  امريكايې ډالرځانګړي شوي وو .

 

دنندارتون په لومړي ورځ د۱۴۰۰سوپه شاوخواكې ګډونكووبرخه اخستې وه  ، دولتې پولس عام خلك دښوو نځيو استادان اويوشمير زدكوونكې همدارنګه دنادعلي اوګرشك ولسوالۍ اوخپله دښارښځو هم په دغه نندارتون كې ګډون   كړي وو،  دښځوپه لاس جوړ شو  ي  تو كې  زرعتې توليدات اولرغونې شيان  ننداري ته وړاندې شول .

 نوموړي جشن به دوې ورځي نور هم  دسهار دنه  بجونه بيا ترژړ مازديګرپوري به  دوام و  كړي ،

 

يو شمير ګډونكووكوددغه شان جشنونو اوتفريح نندارو كار اړين وبلۍ .

 

   خو دهلمنددوالي په ګډون  يوشمير  حكومتي اوغيري حكومتي  چارواكو يي پرلګښت  سختې  نيوكې وكړې .

 

دهلمندوالي اسدالله وفا په خپلو خبرو كې  وويل نړيوال   خوراډيرې   پيسې بې ځايه  مصرفوي  اوله حكومت سره هيڅ مشوره  نه كوي

.

هغه يي ښه بيلګه  ددغه  نندارتون  يوورځني يولك امريكايي ډالره لګښت وبلۍ چې دده په وينا بېځايه وشو .

 

كه څه هم دغه ورځ زياترو كډونكووكو دخوشحالي او خوښي وښوده خو يو شمير دولتي پولسو سخت  ظلم راخستې وو.

 

په نندارتو ددننه كي مي يو داسي قوماندان وليدي چي نږدي ددو سوه نفرو مشري يې په غاړه لرله  او خپله هم په دغه ورځ  ورته غټ صلا حيت وركړل شوي وو ،زما په اند دغه دشنې  درشي والا قوماندان ته دا ور ځ هم داسې مالوميده لكه  دتلاشي په ځنځېر چي ولاړ وي .

 

اوس نو وخت يوه نيمه بجه كيدونكي وه زه هم دپولسو په منځ كي وددي لپاره ولاړ ويم چي ددو نظر واخلم ،چي په يوه داسې سپينږري كس چي اوس نو سم په لار هم نه شوي تلاي ددغه عسكرلخوا پرله پسې دوه  مضبوط وارونه  په خوله وركړل شول، شخړه دسپين ګېري په دي خبره رامنځ ته شوه چي دخپلو كاريګرو لپاره يې دعسكرو تر مخ ډوډي وړل غوښتل خو   دعسكرو مشر يې دډوډي په ځاي خوله دوينو ورډكه كړه .

دغه عمل ډير بد اثر راباندي وكړ ځكه دغه بيچاره سينږري زما دپلارپه ځاي وو خو سپينه لونګي ېې په په غاړه كې ول ول ولويده دخولي يوطرف يې هم وپړ سيد ،كله چي مې دعسكر لاس وينوي نيږدي وه چي په مايې هم واري كړي وه .

 

دكرني رئس غلام نبي وويل ((څلوښت كاله په خوا هم دارنګه جشن دوري په لومړي نيټه جوړيدي ،رئس زياته كړه چې دايوه ډير ښه ګام دي چې پس له څلوښتو كالو نه يو ځل بيا داسې كرنيز جشنددي لپا ره په  هلمند كي جوړيږي چي په هغه كي زرعتي توليداتو   ننداري ته وړاندي كيږي.

 

نوموړي يې يوه ګټه دا هم وښوده   چي دتارياكو په ځاي به نو ر زرعتې كښتونه وكرل شي ،ځكه دنورو ولايوتونه هم خلك ددي لپاره راغلي وو او غوښتنه يې هم دا وه  چي دنورو زرعتې توكو بازارونه به په هلمند كي پرمختګ وكړي.

 

همدارنګه  دهلمند دسينددغاړي په نندارتون كي دښځو چارو رئسي فوزيې علومي په دي خوښي ښكاره كړه چي ((ګواكي دا يوښه ګام دي چي دولسواليو نه هم هغه ميرمني  راغلي وي چې خپل په ګوتو جوړ شوي توكي يې ننداريته وړاند كړل .

 

اوبل داچي داخپله دښځو لپاره يو تشويق  دي  چي ددوي لاسي شيان پس له نندارتونه په ښه قمت خرڅيږي .

 

عزيز احمد تسل August-22-

 

 

 

په سويډن کې دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزاعلاميه

 

دتاريخي اوفرهنگی ميراث اواثارو ورانول د افغان ولس په تاريخ ملنډی وهل دي

پدې ورستيو کښي دافغانستان  دځوان اوپياوړی ليکوال اوازادی راډيوخبريال ښاغلي صالح محمد صالح لخوا په انترنت پاڼوکې  د((بُست تاريخي کلاوې وروستۍ سلګۍ وهي )) ترنامه لاندي زړه دردونکی خبر خپور شو.

که څه هم پدې همکله يوازي په بهرکې څوفرهنگی ټولنوخپل غبرگون ښکاره کړی ،مگرپه افغانستان کې دننه اوبهرنوري فرهنگي ټولنې اوسازمانونه چوپ دی . په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکزدافغانستان له فرهنگی ميراث اوتاريخي ابداتوسره ددولتي اړونده  ارگانوداډول ناوړه چلند ته دنفرت په سترگه گوري اوپه کلکه ئې غندي .

پر ولسمشرښاغلی حامدکرزی ،دکلتور او ځوانانو وزارت اويونسکونړيوال سازمان باندي  ږغ  کووچې دهلمندولايت دبُست تاريخي کلا اوپدې ولايت کښي ټول تاريخي اوفرهنگی ميراثونه له چپاول اوړنگېدو څخه ساتي .

تراوسه لادباميانودتاريخي بتانودله منځه وړلوزړه بوږنوونکې حادثه دخلکوهيره شوې نده چې دادی نور تاريخي اثار اودافغان ولس دوياړنوابدات ددولتي ارگانودبې غورئ له امله دژوند وروستۍ سلگۍ وهی اويائې دوي په خپلولاسوله منځه وړي .

دتاريخي اوفرهنگی ابداتوساتل داساسي قانون له مخې ددولت پرغاړه دي ،اودولت پدې مکلف گڼل شوئ چې دهغوي په ساتنه کښي له ټولوامکاناتونه استفاده وکړي .

دتاريخي اثارواوابداتوله منځه وړلولپاره هيڅ دليل دقبلېدووړندی،دولت ملي مکلفيت لري چې هغه وساتی.

په سويډن کې دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز په هيوادکې دننه اوله هيوادنه بهرله فرهنگی ټولنواوسياسي سازمانواوټولوافغانانوڅخه نه  غوښتنه کوی چې دخپل هيواددتاريخي اثارواوابداتوڅخه ددفاع په خاطر راپورته شي . داسي ښکاري ددولتي اداروجگپوړو چارواکوته  لکه چې ټول هيوادبېگانه ښکاري دتاريخي اوفرهنگی ميراثونوله منځه وړلواوچپاول هم څه پروانلري  .

هيوادوال خبر دي چي په ټول هيوادکښي زموږتاريخي اوفرهنگی  ميراث له يوې خوادچپاولگرولخوا تالا شواودبلې خواددولتي ارگانودبې غورئ اوخپل سرۍ له امله دنابودی سره مخامخ دی . يوازي افغانی مقاومت  ددولتي ارگانودداډول تاريخ دښمنه اوناوړه چلندپر خلاف ږغ پورته کولواومقاومت سره کېداي شي زموږ ملي افتخارات اوفرهنگی ميراث ته نجات ورکړه شي  .

ديونسکوله نړيوال سازمان څخه هيله کووچي دافغانستان په دولتي اداروفشارراوړی ترڅوهغوي په ټول هيوادکې  دافغان ولس دتاريخي اوفرهنگی اثاروساتلوته پاملرنه وکړي  .

د بُست تاريخي کلا څلورخواوته ديوکيلومترپه فاصله دهرډول کيندنواوتعميرجوړولونه بايد ډډه وشي ، دکورنيوچارووزارت  داحق نلري چي دافغان ولس د تاريخي ميراث پر حريم باندي دقشلوپه نامه تعميرونه آباد کړی ،دوي کولاي شي بل ځاي دخپل پرسونل لپاره قشله جوړه کړی .

د تاريخي اثارو د ساتنېد قانون له مخې هېڅوک همداحق نلري چې  په لرغونو ساحو کې په هرنامه چې وي کوم تعمير ودان کړی اوياپر خپل سر کيندنې وکړی .

دهلمند غيرتي خلکو اوپدې ولايت کې فرهنگی ټولنو!

د بُست تاريخي کلابرخليک ترډيري کچې ستاسوپلاس کښي دی داستاسوملي اوافغاني دنده ده چي دهغي له ورانيدومخه ونسۍ .


په سويډن کې دافغانانوعلمی اوفرهنګي مرکزدمشر تابه جرګې په استازيتوب

حبيب الله غمخور

۲۰۰۷م کال داگست ۲۲

۱. په کابل کښي دملگروملتوسازمان ځانگړی استازي ته

   ديونسکونړيوال سازمان مرکزي دفترته