جادو

 

 

نجیب عامر

الله په هغو سترګو جادوګرو کې جادو
وه نغښتې يې بلا بلا خبرو کې جادو
اوس ټوله د جانان ده،دووسترګو کې راټوله
پخوا وه د بنګال لارو ګودرو کې جادو
وړې ! ګومان مې نه شي ستا خبرو ته مې پرېږدي
دا ستا د سپينو لېچو په مر مرو کې جادو
داستا د اننګو بوسه مې داسې لېونى کړي
کټ مټ لکه موادو مخدرو کې جادو
شاعر دى چې له خولې نه جنتي سرونه کاږي
فنکاردى چې کوي خپلو سندرو کې جادو
ياران يې ويده کړي په اوده د شاعرۍ
عامر ده خوره کړې سخن ورو کې جا دو

 

      وږمه سبا    

 

  


   

     غزل
هرڅه به شي سم باور مې نه راځي
چوپ به شي داچم باور مې نه راځي
لاس دې راله راکړو خو لستوڼي کې
نه لرې لړم باور مې نه راځي
کور کې د الله د مسلمان له خوا
والوتلو بم باور مې نه را ځي
خداى دې له جنته ادم ويستى وي
تش په يو غنم باور مې نه را ځي
سپينه خوله دې وي،رښتيا دې ووايي
مه کوه قسم باور مې نه را ځي

دنجيب عامر نوى غزل

 

najeeb amer

څه به راته ووايې اوڅه به درته ووايم

ځان به راته ووايې اوزړه به درته ووايم

حسن دفيرنګ دې ښه ښکاره وينم په سترګوکې

وشوله بس وشوه پښتنه به درته ووايم

ژوندچې دتسکين دسردروپه لورې ورولي

داسې يوه مسته ولوله به درته ووايم

دواړه ګلالي دي خو ديو عمر د بل نه کم

ګل به درته نه وايم وږمه به درته ووايم

در به شم بېګا ته او کيسه به ښه رنګينه کړو

پوىه نه شوې داسې نو په خوله به درته ووايم

نه وايمه دا چې داسمان ستوري به راوړمه

مينه که دې و غوښته نو ښه به درته ووايم

سيوري دانسان نه هم په شل قدمه لرې ځې

ګرانه عامرجانه يو بې زړه به درته ووايم

٢٠٠٧ اګست ٦
پېښور - حيات آباد

صالح محمد صالح

صالح محمد صالح

٠٧٩٩٦٧٠٣٠٣

salih@inbox.com

 

 

بُست تاريخي کلاوې وروستۍ سلګۍ وهي

چارواکي: دا کلاوې د بيارغونې وړ نه دي، ځکه يې نړوو او پر ځاى يې مډرنې ودانۍ جوړوو

 

د هلمند ولايت، لښکرګاه ښار کې بست تاريخي سيمه، چې د دې ښار په ختيځ لوري کې پرته ده، نژدې يو کيلومتر ساحه يې نيولې ده، چې د دې تاريخي سيمې ځينې برخې پر ځاى پاته دي، چې د تېرو کلونو اورښتونو زيانمنې کړي، خو زياته برخه يې د هلمند رود پر غاړه پرته ده، چې ځينې کسان ورڅخه د شخصي کورونو کار اخلي.   

 په انځورونو او پوسټرونو کې يوازې د بست شيشک(ستره دروازه) مشهوره شوې، چې د محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال يې په منځ کې يو استنادي دېوال هم په دې موخه ودرول شو، چې د نړېدو مخنيوى يې وکړي، ځکه اوس يې هم ځينې برخې نړېدلي او يا يې درزونه کړي.

 دغې سترې دروازې ته څېرمه د خاورو غونډيو ته ورته ځايونه هم شته، د يوې غونډۍ په منځ کې داسې يو ستر کوهى (څاه) هم کيندل شوى، چې دېوالونه يې په پخو خښتو پوښل شوى، او نژدې ٩ پوړه لري، چې د څاه منځ ته د ورکښته کېدو لار ورغلې ده. لرغونپوهان وايي چې دغې څاه ته له ارغنداب او هلمند رود څخه اوبه راوستل شوې وې، چې ډېر پرمختللى سيسټم يې درلود.

 شا و خوا يې هم د ځينو دنګو او برجورو کلاګانو پاتې شوني ښکاري، چې د نورو کلاګانو او ودانيو تر څنګ، د رابيا او فتح خان کلاوې هم ولاړې وې، چې د دغو دوو مينانو کيسه په پښتو ولسي ادبياتو کې ډېره مشهوه هم ده.

 د دې سيمې د ساتونکي، محمد ولي په خبره د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال شيشک ته څېرمه يو بل تاريخي څلى هم ولاړ و، چې د هلمند رود د وخت په تېرېدو سره په خپلو څپو کې راونغښت او پوپناه يې کړ.

د هلمند ولايت د بست تاريخي كلاوې كه هر څنګه وي، د شنونكو په باور د افغانستان په ملي تاريخ كې ځانګړى مقام او ځاى لري، كه چېرې يې ساتنې ته پام ونه شي، هم به د سېلابونو خوراك شي او هم به يې پر تاريخي خاوره باندې د ځينو زورورو اشخاصو له خوا په خپلسري ډول كورونه، يا په يوه او بل نامه نورې ودانۍ جوړېږي، چې بيا به يې هغه تاريخي برم او پرتم پر ځاى نه وي پاته.

 ليکوال او څېړونکى استاد حبيب الله رفېع وايي، بُست د انوشېروان د واکمنۍ سيمه وه، چې له نن څخه يې شا و خوا دوه زره کاله مخکې دلته پاچايي کوله، د هغه په اړه ويل کېږي چې ډېر باانصافه پاچا و، د ماڼۍ په رواق(شيشک) کې يې يوه رسۍ ځړېده، چې د رسۍ په هغه بل سر کې، چې په ودانۍ کې دننه و، يو ګړونکى(زنګ) ځړېده، که چا به کوم عرض درلود، هغه رسۍ به يې کش کړه په دې توګه به هغه ګړونګى وشرنګېد، چې وروسته به انوشېروان د هغه سړي عرض واورېد. يو وخت يوه خره په دېوال پورې ځان موښه، چې له هغې رسۍ سره ولګېد، په دې توګه په ودانۍ کې دننه هغه ګړونګى وشرنګېد، پاچا امر وکړ، ګورئ څوک دى؟

 کله چې يې هلته يو ډنګر خر وليد، پاچا امر وکړ، چې د دې خره خاوند دې پيدا شي، پاچا(انوشېروان) د خره خاوند ته ځکه سزا ورکړه، چې له خره سره يې ظلم کړى او سم يې نه دى ساتلى.

ښاغلى رفېع وايي: د مغلو په زمانه کې د دې سترې کلا په شا و خوا کې د اسلم خان په نامه يو پاچا هم اوسېده، چې زوى يې فتح خان نومېده، چې د رابيا په نوم پر يوې نجلۍ مين و، فتح خان پر يوې موضوع له خپل پلار سره خوابدى شو، چې له خپلو نورو ٦٠ ملګرو سره يوځاى هندوستان ته روان شو، کله چې يې مور له موضوع خبره شوه، د کلا دروازې ته ودرېده، چې د خپل زوى د تګ مخه ونيسي،  خو فتح خان د کلا له بلې دروازې وتلى و، چې په دې وخت کې چا په لوړ ږغ ناره کړه:

كه دوې دي، كلا بست دروازې دوې دي

پر يوه فتح خان وځي، پر دا بله يې د مور سوې نارې دي

دا ناره په تاريخي هغو کې راځي. کله چې فتح خان هندوستان ته لاړ، هلته له مغلي پاچا شمس الدين سره په جګړه شو، چې فتح خان او د هغه ٦٠ واړه ملګري ووژل شول، ځکه د مقابل لوري کسان ډېر وو، اوس هم د فتح خان او د هغه د ملګرو هديره په هندوستان کې موجوده ده.

د هلمند ولايت د کلتور او ځوانانو رئيس ښاغلى جانګل خان وايي چې بست تر ٢٧٠٠ کلونو زياته لرغونتيا لري، خو په دې سيمه کې ځينو زورواکو کسانو کورونه جوړ کړي، يا هم د دغې تاريخي سيمې له ځينو برخو څخه د کرنيزې ځمکې کار اخلي. ښاغلى جانګل وايي ده زياتو ادارو ته په دې اړه مکتوبونه ليکلي، خو چا د دې تاريخي کلاوو ساتنې ته عملاً اقدام نه دى کړى. دى وايي د نورو دولتي چارواکو اجراآت يوازې د کاغذ پر مخ دي.

له بلې خوا ليکوال او خبريال عبدالصمد روحاني وايي: له ما سره يو ليست شته چې ښيي په دې وروستيو کلونو کې د بست پر تاريخي سيمه باندې له ٢٢٠ څخه نيولې تر ٢٥٠ پورې کورونه د زورواکو له خوا جوړ شوي دي.

ځوان ليکوال او شاعر عزيز احمد تسل وايي، دا يوازې بست کلا نه ده چې دا مهال د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده، په هلمند کې ٤٠ نورې تاريخي کلاګانې هم شته، چې ورځ په ورځ نړول کېږي، لکه سره کلا، د لښکرګاه زړه کلا(کلاى کهنه)، په سنګين کې څاروان کلا، په ګريشک ولسوالۍ کې هم ځينې کلاوې يادولاى شو. يا هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او هېڅوک غور نه ورباندې کوي. که سړى د دغو کلاوو او لرغونو ځايونو حالت وويني، زړه يې ورته دردېږي، ټول چارواکي ورباندې خبر دي، خو هېڅ ډول اقدام نه کوي.

د روان لمريز کال د زمري (اسد) د مياشتې په پيل کې د بست تاريخي سيمې ځينې برخې د دولتي چارواکو له خوا ونړول شوې، چې بلډوزرونه يې ورته راوستلي وو  او د ګڼو تاريخي کلاوو پاتې شونې يې له منځه يووړې، ځينو دولتي پوليسو د دې بهير څارنه کوله.

د سيمه ييزو پروژو مشر انجنير محمد انور، چې وايي د دې پروژې مشري کوي، وايي دا کلاوې ځکه بايد ونړول شي، چې زړې دي او بيارغونې وړ نه دي، له دې کبله موږ هوډ وکړ چې دا ونړوو او دلته د پوليسو لپاره يوه منتظره قطعه جوړه کړو.

ښاغلى محمد انور وايي،  دا ساحه د بهرنيو او افغان ځواکونو له خوا سروې شوې او د قطعې لپاره ځانګړې شوې ده، چې د هغه په خبره د کورنيو چارو وزارت هم له دې موضوع خبر دى.

کله چې مې دا موضوع د کلتور او ځوانانو وزارت له فرهنګي مرستيال ثمر سلطان سره شريکه کړه، نوموړي وويل:

موږ د تاريخي اثارو د ساتنې په نامه يو قانون لرو، چې هېڅوک هم په لرغونو ساحو کې نه کوم تعمير ودانولاى شي او نه هم کيندنې کولاى شي، موږ د هلمند پخواني او اوسني والي ته مکتوبونه لېږلي چې دا سيمې وساتي او د بهرنيانو په مرسته کوښښ کوو، يوه اندازه پانګه ومومو چې د دې کلاګانو د خرابۍ مخه ونيسو. موږ انکشافي پروژې هم تر کار لاندې لرو چې په روان لمريز کال کې دا لرغوني اثار وساتو، چې ځينې پروژې يې بشپړې شوي او ١٠ تاريخي اثارو ته مو پيسې پيدا کړي، چې غواړو ساتنه يې وکړو.

کله چې مې د بست تاريخي کلاګانو د اوسني وضعيت په اړه ورسره خبرې وکړې، ده زياته کړه:

موږ ډېره هڅه کوو چې د دغو ساحو ساتنه وکړو، د قانون له مخې د تاريخي سيمو ان په ١٠٠ او ٢٠٠ مترۍ کې هم څوک هم حق نه لري، کور جوړ کړي. دا زموږ ملي دنده هم ده چې د خپلو لرغونو اثارو ساتنه وکړو او هېڅوک پرې نه ږدو چې هلته کور ودان يا هم دا ځايونه خراب کړي، موږ ډېرې هڅې کړې دي، موږ قانون لرو چې هېڅوک هم د وزارت له اجازې پرته نه شي کولاى په تاريخي ساحو کې کور ودان کړي او زيان ورواړوي.                                                      

په خپله د بست تاريخي سيمې شيشک، ته څېرمه يوه دولتي پوسته هم شته چې زيات مهال که څوک د بست تاريخي سيمې ته ورځي، دوى په يوه او بل نامه پيسې ځنې اخلي، شيشک ته نژدې د لرغونو کوهيانو (څاګانو) د ساتنې کار د محمد ولي په نامه د يوه کس په غاړه دى، چې وايي له تېرو څو لسيزو د دې سيمې ساتنه کوي. نوموړى وايي نه وسله ورسره شته او نه هم نه نور امکانات، خو په تش لاس يې دا سيمې ساتلي دي.

 محمد ولي وايي: څو کاله مخکې دلته د کلتور او ځوانانو پخوانى وزير راغلى و، د دې لرغونو ساحو حالت يې له نژدې وکوت، خو يوازې يې د لرغونو څاګانو د سر پټولو لپاره د يوه پلاستيکي ترپال مرسته وکړه، چې د باد په لګېدو هغه ترپال هم له منځه لاړ. محمد ولي وايي دلته اکثره مهال چارواکي راځي، د دې کلاګانو او د لرغونو څاګانو د خونديتوب لپاره د امکاناتو برابرولو ژمنې کوي، خو وروسته يې درک نه لګېږي.

د چارواکو په خبره د قانون له مخې هېڅوک هم نه شي کولاى تاريخي اثار او ځايونه وران کړي او زيان ورواړوي، ښاغلي استاد حبيب الله رفېع پر چارواکو او خلکو ټينګار وکړ چې بايد د تاريخي اثارو ساتنه وکړي، خو وروسته به څرګندېږي چې په دې برخه کې  څومره بريالي کېږي او ايا رښتيا به هم د دغو تاريخي اثارو ساتنه وکړاى شي؟ په داسې حال کې چې د باميانو د نړول شويو بتانو بيارغونې ته په مليونونو ډالر ځانګړي کېږي، ايا د موجوده تاريخي سيمو او اثارو ساتنه به امکان ولري؟

 

ګلونو ليدونكو اولوستونكو داوس مهال چې پر ليكه ياست خپل نظرپريږدي كوم بدلون بايدپه ويبلاك كې راوستل شي

مينه اودرنښت

دلارې سركې خولګۍ غواړي

يازوروريې ياترسر تير يې مينه

خولګۍ غواړي

طبعت

څوك يې ديدن پسې ړانده دي

څوك يې لكه كټه غورځوي چې خوب راځينه

روح په ښكلي طبعت كې تاز ګې اخلي

پير محمد كاروان

 

غزل

راباندې بيا د ناليدلي خوب تعبير خرڅوي
وخت مې په سترګو كې لشې وهي شوګير خرڅوي
د اّزادۍ په تور يې تور كافر بللى يمه

پر ما د مار د غاښ په شانې سپين زنځير خرڅوي
د خپل پاچا دې پرديتوب ته حق حيران يمه زه
چې پر پرديو پياده ګانو مې وزير خرڅوي
د خوشحالۍ سكې يې ټولې رانه واخيستلې
زمانه وګورئ په زور راباندې وير خرڅوي
زمونږ د زړونو له هيندارو نه يې غلا كړې ده
چې د ايمان د ښاپېرۍ پر دېو تصوير خرڅوي
ښايي خوندونه د كبانو به پيكه پيكه وي
د زړه پر كب مې چې چنګك د ماهي ګير خرڅوي
چې د مغروره سلطان مرګ يې په تعبير كې و پټ
وخت له الهام نه ډك خوبونه د فقير خرڅوي

                                         شاعر  عبدالمالك مالك اپريدى

تنها يې تنهايې تنها


تاته مې ستا د بنګړو شور راولي
څه وكړم ما د مينې زور راولي
چاته وژاړم چاته تش كړمه زړه
پردي له ما پسې خپل ورور راولي
څه په رقيبو لارو راغلم ورته
اوس لېونۍ راپسې مور راولي
چې نه ورتلاى شم نه راتلاى شي راته
ماته به څوك د سترګو تور راولي
د وخت په ما خوا سړه شوې نه ده
زړه ته زما غمونه نور راولي
ناصحه ستا په خوله  بې وسه غريب
د قربانۍ پسه په پور راولي
مالكه لار جارو كوه په بڼو
چې هر افغان خيبر ته كور راولي.


شاعر هجتر الله اختيار

 

 

                                                  غزل

                                      شپه ده، ستړي اميدونه راسره دي
                                        د خواږه جانان يادونه راسره دي

                                        تنهايي ده زړه نرى نرى خوږېږي
                                       څه ساړه ساړه اهونه راسره دي
                                         څومره خواره ناكراره زندګي ده
                                       څه نيمګړي ارمانونه راسره دي
                                       زه يم شمع ده، يادونه د جانان دي
                                      هو زګېروي شته او دردونه راسره دي
                                       شمع باد سره غږېږي او ما ښيي
                                        وايي ښه ده سوي زړونه راسره دي

                                     زړه ارام شي پرې اختياره! خوب يې يوسي
                                         شكر ستا يو څو شعرونه راسره دي.

دصالح ګل په ګوتو تړل شوي لفظونه

                                        زما زړه دغه سي غوټي ده مينه                           

كه څه هم مينه د درس، ښوونځي او دفتر حديث نه دى، خو دا بايد په ژوند كې زده شي، بې له شكه چې ټولنپوهان، اروا پوهان او انسان پوهان هم د مينې د زده كړييز حيثيت يوه خوله دي، زه په دې اندېښمن يم چې كېداى شي يو شمېر د مينې د زده كړې څخه دلشاد نه وي، زه د يوه انسان په صفت چې كلونه كلونه مې تجربه تر لاسه كړې او په دې لاره كې مې تر تاسو څو جوړې كالي زيات زاړه كړي دي، په يوه شي مې ايمان پيدا كړى دى: بدلون، په دې اساس كه د خپل اوسني ځاى څخه د مينې د ساحت په برخه كې خوښ نه ياست، كولاى شئ دا ځاى بدل كړئ، تاسو اصلاً كولاى شئ د خپلې مينې په برخه كې تازه ساحت را پيدا كړئ، تاسو يوازې كولاى شئ له هغو شيانو څخه چې تاسو يې لرئ نور هم ځينې برخمن كړئ، كه چېرې مينه ستاسو د مينې د راټوكېدلې چينې څخه را ونه ټوكېږي هيڅ يو تن به هم اوبه نه كړئ، كه له مينې څخه ډك زړه ولرئ كولاى شئ له دغې مينې څخه يو څه برخه نورو ته هم ورسوئ، له دې څخه بغير تاسو د وړاندې كولو لپاره بل څه نه لرئ، په بنسټيزه توګه څوك په مينه كې چا ته څه نه وركوي، بلكې بل څوك له خپلې مينې څخه برخمن كوي، نو په دې اساس زه هيڅ هم له لاسه نه وركوم، په هغه څه كې چې زه له نورو سره برخمن شوى يم، په خپل لاس كې لرم، د بېلګې په توګه، په هر هغه څه چې زه پوهېږم، كولاى شم نورو ته يې هم ور وښيم، زما له پوهې څخه څه نه كمېږي، ته بايد د مينې نوراني جرم په خپله سينه كې ولرې، تر هغه مهاله چې خلك ووايي: ”راشه، زما په ورغوي كې د مينې نورانې جرم اوبه او ويلي كړه.“، تر څو ته وكولاى شې د هغه دغه غوښتنه پر ځاى كړې، كه د مينې لمر دې په سينه كې ځلېدونكى وي، كولاى شې پر ټولو يو شان وځلېږې او هيڅ شى هم ستا د مينې له روښنايۍ څخه بې برخې نشي، بې قيد او شرطه مينه بايدله ګل او پروانې څخه زده شي، يو ځل په يوه دښته كې وم، هوا سړه وه، وريځ شوه، تېز باران پيل شو او زما وجود يې يخ او لوند كړ، هغه مهال د يوې ډبرې تر شا اجاق شقايق زه ګرم كړم، دا د مينې معجزه ده.

كله نا كله ځينو غونډو ته د خبرو كولو لپاره دعوت كېږم، كله چې زما د خبرو د موضوع په اړه پوښتنه كوي، زه ورته وايم: ”زما د خبرو موضوع مينه ده.“، حيرانېږي او را ته وايي: ”زموږ غونډه جدي ده، نشې كېدلاى چې كومه علمي موضوع مطرح كړئ؟“

همدغو تازګيو، مينه د يوې جدې موضوع په توګه منلې ده، پوهانو رښتيا هم مينه د هيرې كندې ته غورځولې ده، هغوى خپلې سترګې د ژوند د بې بديلې معجزې پر مخ ګنډلې دي، دا يو هولناك امر دى، ځكه موږ ټول مينې ته اړتيا لرو، لكه غنم ځمكې ته او شوره زر اوبو ته او لكه لېونى چې خوب ته اړتيا لري، ايا كېداى شې چې مينه هېره شي او بيا هم انسا ژوندى پاتې وي؟ د مينې خالي ځاى بېله مينې څخه په كوم بل هيڅ شي نشو ډكولاى.

البرت شوايتزر ويل: ”موږ په ټولنه كې ژوند كوو، خو له دې سره سره بيا هم له تنهايۍ څخه مرو.“

                                                               

په هلمندکې د روان کال تر ټولوزياته مرګ ژوبله

داګسټ په دوهمه دهلمندپه باغران ولسوالۍ کې ديوې زورورې بمبارى په پايله کې دعامو خلکوپه ويناچې د (٢٠٠)کسانوپه شاوخواکي خلکو خپل ژونددلاسه ورکړ.

اودڅلورسوه نه زيات زخميان شول .

دهلمندولايت د امنيې قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال  په ويناچې دتيري ور ځې په بمبارۍ کې ٣٠مختلف کسان مړه اويا هم ټپيان دي، نوموړي وويل چي لاتر اوسه دمړو اوټپيانو کره شميره نده په ډاګه شوي يواځې د ٣٠په شاوخواکې مړي اوټپيان د هلمندملکې بست رغتون ته  راوړ ل شوي دي .

دهلمنددباغران ولسوالۍ يوتن ځايى اوسيدونکي جانان استادچي لښکرګاه ته يې  بمبارد ځپلې زخميان  راوړي وودعاموخلکودمړينې په حقله وويل(( چې تردوه سوه نه زيات کسان په شاوخواکې سيمه کې مړه اوزخميان پراته و دده په وينا چې ولاکه يې  حساب کيدي دمره خلک له منځه ولاړل  )).

 

دبل لورينه دبست په روغتون کې يوه تن ځوان  ټپي کس چې دخبرو توان يې هم نه درلوده وويل:-

((چي موږ يې په داسي وخت کې دغه روغتون ته راوړوچي دموسى کلا په روغتون کې دمړو اوټپيانو ځاي نه وو،.نوموړى کس وويل چې موږپه ميله کې وو چې ناڅاپه  جيټ   طياري  راغلې اودپاسه يې بمونه دميلي په خلکوراوغورځول))

 

په لښکرګاه کې  يوتن هغه کس چي  ډيري ، غټي جامي، لنډ واسکټ او د سترګو څخه  ډيرقهرجن معلوميده اود ډيري غصي څخه  يې هر طرف ته داسي کتل لکه   چي  يوڅه ترينه ورک وي او د داسي کس په لټه کې وي چي د خپل غمجن زړه د دردونو غوټي ورته راوسپړي . نوموړى دخپل ټپي  سره بست روغتون ته راغلي وو:

                                  په باغران کي هم دغه شان ميله وه چي بمونه يې پري وعورځول

 (( موږ په ميله کې دهغو کسانو سيل ته ولاړوکوم چي طالبانو په دار ځړول نوموړي وويل جاسوسوسان  اووه  نفره وو چې ددوي دجملې نه يې دوه   تنه په داروځړول ،اونورڅلورتنه  ژوندي پاته وچې بمبارد پيل شو)).

 

باغران دهلمندشمال خواته هغه غرنۍ ولسوالې ده  چې نږدي د دري کالو راهيسي دوسلوالو طالبانو په ولکه کې ده.

دباغران مرکز دبغني په نامه ياديږي چي بمبارد هم په دغه سيمه کې وشو.چې په لسګونو خلک د هغه ځاي ميلې ته راغلي و.معموﻻً د دغي سيمي خلک ډير جګ، جګ قدونه او تندرست صحت لري او په قواره ډيرخطرناکه ښکاري ،نوموړي ولسو الۍ نسبت دهلمندنورو ولسواليو ته دتمدون نه ډيره ليري پاته ده.

باغران د اروزګان ولايت سره ګډه پوله  هم لري، دا لومړى ځل دي چي په دغه ولسوالۍ کې داسي په پيخرو عام خلک په کې سټ کېږي ،اودبمباري سورميدان  کرځي  ،ځکه دغه ولسوالۍ ډيرنفوس لري.

تيره ورځ دبګرام نه دائتلافي ځواکونو په يوه خبري پاڼه کې ددغي سيمې دبمباري په اړه ويل شوي ووچي په دغه بمبارۍ کې ددوي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي دائتلافي ځوا کونووياند کريس بيلچر په اعلاميه کې ويلې ووچي په  قلاچه سيمه کې  دطالبانو يوه لويه غونډه وه چې د دوي داستخباراتو له خوا دغه غونډه کشف شوه البته  چې په دغه ناسته  کې د طالبانو دوه غټ قوماندانان هم موجود وو د ده په وينا چي موږ په دغه سيمه کې پلټنه وکړه ملکې کسان نه وو چي يې عمليات پيل کړل  (بيلچر) داهم وويل چي: دا لامعلومه نده چي دغه قومندانان مړه شوي اوکنه .

          بل خواپه هلمندکي دايساف دځواکونو وياند چارلي ماير وويل چي په دغه عملياتوکې دائتلاف ځواکو نو برخه درلوده چې په هغه کې ملي اوردو اوامريکايان شامل وو.

دطالبانووياندقاري يوسف وويل چي: په دغه عملياتوکې موږته کوم زيان ندي اوښتي يواځي تلفات دملکې کسانو وو او بس.

                                  دا هغه ماشومان دي چي په بمباردي کي زخميان شول

دلښکرګاه په ملکې روغتون کې دماشومانودجملي  څخه داسي ټپان هم پراته وچې ټول سوي او پړسيدلي ښکاريدل ،د دوي دجملي نه يوه اتلس کلن  هلک چې ګل ولي نوميده راته وويل چي په ونو او توتانوکې بمونه راغورځول کېدل او د هغه بي ګناه خلکو ويني ،اندامونه او غوښي پرتي وي. دا هغه معصومه او بي ګناه خلک وو چي د خپل کور لپاره د سودا د رانيولو او داسې خلک چي د خپلو بچيو لپاره يوه مړي رزق پيدا کړي  او د هيلو سره دغه ميلي ته راغلي وو او هيلي داسي له خاورو سره خاوري شوي چي هيڅ د چا هيله او توقع نه وه.او دا  داسي حال ووچي هرچابه خپل مړي دځايه ايسته.

 

 

 

خيالونه تصويرونه

څلورمه برخه



 

 ماويل كاش چې اوښكه شوى واي اوغوټۍ په خپلو بڼو كې نيولى واى ،دلته نو مې خپل زرين خياله  ورستوري راته په غوږكې پټ وويل ياره !دغوټۍ دخيال مرغه هم اوس ددي حاضر  مجلس نه وزرڅنډلې دي په هواګر ځي، دارمان اودجانان غيږيې په خپلوسترګوكې لكه غټه اوښكه   ګرځيده. ډيره معصو مه بريښيده لكه مات  وزرې  مرغه چو په نا سته وه .ترستر ګولاندي يې زماتصوير ځانته  انځوركړي و خپل مينه  ناك اوارمانجن نظر به يې په ځمكه  خښكړ ي و،زمالورته به يې هم كله كله يودردوونكي نظروكړ، ماهم ددي لپاره سر ځوړند كړ ترڅوغوټۍ راته په ځير ځير وګوري ،دلته مي دزړه درګاه لاډيره شوه ځكه چې ښكاري لومه مي خطانه شوه بازمې اوس په لاس راغلي و شپې هم خپله لمن په ټوله ښكلي فضاغوړولې وه نكل خلاص شو،ټول خپلو ځايوته ولاړل ماته هم دخوب بيستره هواره شوه خوپه خونه كې يوواځې غوټۍ پاته وه نورټول ويده شول غوټۍ هم دخوني نه ووتله  بې اختياره مې ور پسې غږ كړ غوټۍ لږ  اوبه راوړه ،اوبه يې  راوړې!  همداسې دخونې په  منځ ديوګلاس  اوبوسره ولاړه وه، غوټۍ اوبه دي  لكه چې نه راباندي لوريږي ؟راته ويې ويل نه په دي مې نه در كولې ماويل چې در باندي توي به يې  كړم. ددې خبرې سره سم مې داحساس اونفس عشقي تنابونه وغزيدل دځايه پورته شوم غوښتل مې غوټۍ په غيږ كې ټينګه كړم خو غوټۍ په بيړه داوبوګلاس كيښود اودكوټې  نه ووتله ورپسې مې سوي ناري وكړي. اي !قند تا ته وايم سباځم هغه امانت خبردي واخله. خو  دهغه خپل ضد له مخې زما دې ناهيلو ناروته يې غوږ كې نښود په ماهم  ځمكه سره شوه دري وارې له خونې نه ووتلم ځان مې داسې وانګيرلو چې ګواكې عزرائل مې په دي لحظه كې ساه اخلې ، دكوټې كړ كۍ مې په زوره پورې اوخلاصه كړه كه ګورم چې په تته تياره كې يو څوك زما خواته راروان دي لږچې رانيږدي شوه په تګ مي وپيږنده چې غوټۍ ده ،مازرزر ځان ته سلګۍ راوستې  چې په كراريې راباندي غږ وكړ اي !ستن خوړليه څه درپيښه ده ويد ه شه اوس به مې پلار ر اوځې څه به وايې ،خو ما يې  خبر وينو له ګلې  زه يواځې ستالپاره راغلۍ يم ته يوراراشه ،په ډېر پريشانئ  راته وويل خېر ته اوس ويده شه سبابه خبرې  كوو ،ښه شپه ولري زماترخولې بې اختياره چيغه ووتله نه يوواردي لاس راكړه تر شايې راته په كونځو ورځووكتل ، ښه شپه ولرې سبابه بيا خبرې كوو!زمادواكه هم نورووتله  په بيړه مې د غوټۍ هغه نرم لاس   ديوڅو شيبولپاره ټينګ وني وي سترګې مې ټيټې اچولې وې هڅه مې داوه چې دغوټۍ پښوته به ګورم خوپه خونه كې دومره تياره وه چې دلاس ګوتې هم سمې نه معلوميدې ،ښه مې زړه راغونډكړ چې شونډوته يې نيږدې شم خووجدان مې دغورورنه ډك شو احساس مې مړاوۍ شو. دې حالت ته رارسيدلي ووكه مو يوساعت شونډي په شونډو ايښې وايې هم كوم مزاحمت به نه وي دمره زړه مې وكړ چې دغوټۍ په شونډومې خپلې دوې كوتې كيښودې لكه ويشنلې وړۍ تارتاراواوبه زنې وې ، دمه مې بنده بنده كيده ناڅاپه دغوروره ډكې نجلې ځان رانه كش كړ دا څه كوې ډيره په غوصه شوه خو ماله ناز اومينې نه كار واخست خير دي لږه شيبه پس راشه، هسې نه چې موردې ويښه نشي  وعده دركوم چې بغير دهغه يوڅو پټوخبرونه تيره بل هيڅ هم نه درته وايم دكوټې پرده يې پورته كړه دستورورڼاته يې سپين غټ مخ وه بريښيد شونډه يې ترغاښ لانډې ټينګه نيولې وه ،نوريې څه وه نه  ويل كراريې شونډي ورپيدې ګورو به! كه موقع پيداشوه رابه شم ،(غوټكې) هتمې راځې !!امكان لرې ، زړه مې خوشحاله شو اجازه مې  وركړه په هغه غوښن لاس مې ورته شونډي كيښودي ټول سندره سندره وم خيالونه مې فلسفي شول دپاچاهې تخت ته رسيدلي وم په ځان به مې هم مينه راتلله خدايه داڅومره ښايسته نړۍ ده  هرڅه راته دمينې شپيلې غږولې دزورورخداي په خلقت كې ورك وم زماپه تير شوي ژوند كې نو دالومړي ځل و چې دمره دردمنه د غم  لمن غوړوي بس سوچونه رانه تاوشول په مغذ مې يې منګل خښه کړه دتيارې په غيږکې دغوټۍ درا تګ په فلسفه کې غرق تللى وم ،خداى خبر چې غوټۍ به راشي! کله به دمره زړه وکړي چي په توره شپه کې به يوه پيغله دنامهرمه سړي غيږي ته پناراوړي نه ! هيڅ امکان نلر ي شايد رابه نه شي؟.

ځکه دي به هم دمره فکرکړي وي چي دشپي هسې هم دسړي شيطان زوروروي نفسي خوا هيشات هم اوج ته رسريږي .دفکر ټال و کله يوخواکله بل خوا ډير ناهيلى شوم !بيا به مې هم ځانته تسلې ورکړه نه ! هتمې راځي که نور نه وي شايد هغه خبرې يې په زړه کي ورته اور بل کړي چې ماورته دامانت خبره کړي وه دنجونوهسې هم زر سوداکيږي ،زه لا په هم دغه بې سره سوچوکې وم چې دروازه کراره نيم کښه شوه :

ځان  چې مې هرڅومره تکړه کوي خوداځواک مې په ځانکې نه شوي راوستى اه سيلى مي وايستل ،دځان سره مې وانګيرله شايدغوټۍ به دد روازې ترشاه ولاړه وي .په ځاي کې کښيناستم ژامې مې کړپيدي هيڅ مې تحمل نه شوي کولاي ،

 

               

 

     

 

د طالبانو د نړۍ په منځ کې

يو خبريال په ګرشک کې د جګړو د ناوړو لاسوندود تر لاسه کولو لپاره د طالبانو منځ ته ورغلی و.

 

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر   د خبريال، عزيزاحمد تسل  ليکنه

 

د يو بمباري شوي کور د خاورو ايرو په منځ کې به د يوې بورقې تصوير تل زما په ذهن کې پاتې وي. کله چې سترګې پټوم، هماغه انځور مې د سترګو په وړاندې ښکته پورته کيږي. په وينو لړلې يوه آبې رنګه ټوټه په هغه يو ځای کې په تورو خاور کې پرته ده، چې يو مهال د چا کور و. 

 

زه له طالبانو سره د حسن خان کلي ته راغلی يم.هلته دورتګ يورازيني لاره دطالبانوسره اړيکي نيول و، ځکه د ګرشک د ولسوالۍ، حيدراباد ته څېرمه دا کلی د طالبانو په لاس کې و. خبريالان د هغوی له اجازې پرته دې ځای ته نه شي راتللای.

 

خبرو اترو څه نا څه يوه اوونۍ وخت ونيو. لومړی مو د طالبانو له وياند،  قاري يوسف سره خبرې وکړې. هغه نورو ته ورپېژندلو. نورو بيا په خپل وار ځايي قوماندانو ته وروپېژندلو.

 

په پای کې موږ ته د مخګې تګ اجازه راکړ شوه.موږته دطالبانودقاضي  د تليفون له لارې وويل ، چې په حيدراباد کې له چا سره د خبرو او فلم اخيستلو په اړه بايد خورا پام وکړو.

 

هغه همدومره وويل: "که ستاسې کار د هغوی خوښ نه شي، نو د ژوند څکه به ونه کړئ."

 

ګرشک د لښکر ګاه شمال ته تقريبا 40 کيلومتره وړاندې پروت دی. دا ولسوالي د حکومتي چارواکو په وينا څو، څو وارې لاس په لاس شوې ده. ما داسې کوم موټر چلوونکی ونه موند، چې هلته د تګ زړه ښه کړي. هغوی ټولو موږ ته په شک کتل. ښايې له دې امله چې موږ پګړۍ نه لرلې او نه مو سمې جامې اغوستې وې. ما يوه کندهارۍ خولۍ په سر کړې وه او يو لوی بکس مې غاړې ته اچولی و، چې کمره او د ثبت نور وسايل په کې و.

 

په پای کې د يوې ژيړي ټکسي،  چلوونکي راڅخه وپوښتل، آيا د تګ لپاره مو له طالبانو څخه اجازه تر لاسه کړې ده او که نه. کله چې ما ورته وويل "هو" نو ويل يي راوخېژئ.

 

کله چې له ګرشک څخه ووتلو او يوې دښتې ته ورسېدو، زموږ موټرچلوونکی، چې سپينه پګړۍ يې وهلې وه، شاوخوا ته يې ترهو لي  کتل او يو په بل پسې سګريټ يي څکول.

 

د سهار څه باندې يوولس بجې موږ لومړی طالب وليد. دوه طالبان د سړک پر غاړه ولاړ و. تورې پګړۍ يي په سر وې، تور څادر يي په اوږو پروت او کلاشيکنوف يي غاړې ته اچولی او له ګوليو څخه ډکې ګردنۍ يي تر ملا راتاوې کړې وې. په لاسونو کې يي  د پاکستانی کلدارو او افغانيو بنډلونه نيولي و.

 

ما خېز وکړاو وډارېدم.  "اوه، موږ طالبان يو، تاسو بايد له موږ سره مرسته وکړئ." هغوی موسکېدل. وروسته يي موټر ته سر ښکاره کړاو زموږ د کمرې او وسايلو بکس يي وليد. يوه شېبه جدي شول.

 

موږ ورته د لسو افغانيو دوه لوټونه ورکړل، هغوی وويل: "ښه ده، تاسې تلای شئ."

 

خو کله چې مو حرکت وکړ، يو تن يي خپل ګرځنده تليفون راويست او شمېره يي ووهله. دې کار زما اعصاب خراب کړل او خپل ايلچې ته مې خبر ورکړ.

 

زموږ د موټر چلوونکي د وينا له مخې موږ د "ګاماش" په سيمې کې و. موږ په دښتې کې ډېرشمېر امريکايي موټرونه، ټانکونه، زغره وال وسايط او جيپونه وليدل، چې ټول يي سوې سکور او خراب شوي و. د تيلو سوي ټانکرونه هم تر سترګو کېدل. 

 

داسې برېښېدل، کې په هر ګام کې يو موټر ويجاړ شوی وي.

 

کله چې د حسن خان کلي ته راورسېدو، د سړک په غاړې مې يو سوې ټراکټور تر سترګو شو. يو څه وړاندې راته کورونه ښکاره شول، چې په بمباريو کې ويجاړ او هوار شوي و. داسې برېښېده چې يو مهال به  له ګڼې ګوڼې ډک  يو کوچنی کلی و. اوس په کې څوک نه و او بيخې تش پروت و.

 

موږ دلته د خپل ايلچي، مولوي احمد راتګ ته سترګې په لار و. زه زښت ډېر ډار شوی وم، آن تر دې چې فلم مې نه شو اخيستلای.

 

څنګ ته يوه کوچنۍ هټۍ وه. موږ وپتېله له هټيوال سره مرکه وکړو.

 

د هغه نوم ګل محمد و. هغه موږ ته وويل، په بمباريو کې يي يوه خور او درې زامن وژل شوي دي. د هغه کورنۍ په سنګين باندې د ناتو د بريد او بمبارۍ له امله دلته راتښتېدلې وه.

 

هغه په تريو تندي وويل: "دلته راباندې هم بمباري وشوه. ما خپل درې تنه ورېرونه په دې ځای کې  ښخ کړل، ځکه پلرنۍ هديرې ته مې نه شو وړلای.  د درېو ورځو لپاره مې د جګړو له امله ښخ نه کړای شول. ما په هغوی يو څخه بوټې واچول او انتظار مې وايست."

 

هغه وويل، مور او د کورنۍ نور غړي يي د جګړې له وېرې غره ته ختلي او تر اوسه هلته دي.

 

هغه زياته کړه: "په جګړې کې هرڅوک د خپل ځان غم خوري."

 

ناڅاپه زموږ غوږونو ته د موټرسايکل غږ راورسېد او يو غښتلي ځوان ورباندې ښکاره شو. دا سړی ملا خالد و، چې د طالبانو ځايي قوماندان، حسن خان کلي ته زموږ د بدرګې لپاره دلته راليږلی و. هغه زموږلور ته راغی او له موږ سره يي روغبړ وکړ.  

 

هغه زموږ وسايل ولټول، په انګليسي باندې ليکل شوي مارکونه يي ولوستل او له نورو خبرو پرته يي موږ کلي ته رهنمايي کړو.

 

په لارې هر لوري ته کنډوالې، لوېدلي ديوالونه او د خاورو ډېرۍ ليدل کېدې. لومړي مو ډېر شيان مخې ته راغلل، لکه د ښځو شنه څادرونه، د يوې پښې څپلۍ، د غلبېل په څېر د چايو اېشولو سوري، سوري لوښي او نور.

 

يو زوړ سړی رادمخه شو. پګړۍ يي په غاړه کې ولونه، ولونه ځوړنده پرته وه. داسې برېښېده چې حواس يي له لاسه ورکړی وي. 

 

هغه موږ ته خپل نوم عبدالواجد وښود او ويي ويل،  په دې بمبارۍ کې يي ماندينه، دوه لوڼې، چې يوه يي اتلس او بله يي دولس کلنه وه او د اوو کلونو او د يوولسو مياشتو په عمر دوه زامن له لاسه ورکړي دي.

 

د هغه غاښونه د خبرو پر مهال تر ږېرې لاندې ځلېدل، خو دا جوته نه وه، چې هغه د موسکا له امله و او يا د ډېرې غوسې او خپګان.

 

شېرګل زما لاس ونيو او د خپل کنډواله شوې کور لوري ته يي يوړم. نوموړي هغه ځای راته وښود، چې ماندينې او اولادونو يي په کې ورستۍ  ساه  کښلې وه.

 

هغه وويل: "د ماښام اته نيمې بجې به وې. موږ په انګړ کې د شپې ډوډۍ خوړه. يو ناڅاپه د تندر په څېر غړومبهار پيل شو. ښځو او ماشومانو کور ته منډې کړې. زه او ورور مې ځای په ځای ودرېدو. بمونه راولوېدل. موږ ځانونه وغورځول او بمونو په ځمکه باندې ميخ کړو.  زما غوږونو ته زما د ماندينې زګيروې او نارې راتلې، چې ما ته يي ويل، د خدای لپاره له دې ځای څخه مې وباسه، زما پښې ماتې شوې دي."

 

"موږ له ځايه ښورېدلای نه شو. ځکه له اسمان څخه د اور  باران اورېده. وريندار مې له کور څخه منډه کړه. هغه ټپي شوې وه او خپل ماشوم يي په غېږ کې کلک نيولی و. هغه زما دپاسه ولوېده او سا يي ورکړه. لږه شېبه وروسته زګېروي غلي شو. بمبارۍ هم ودرېده."

 

کله چې لوګي کېناستل،عبدالواجد ولېدل، چې په کورنۍ يي څه تېر شوي دي.

 

هغه وويل: "مېرمن مې له د ېوال لاندې پرته وه. پښې يي پرې شوې وې. ما راکش کړه، خو هغه مړه شوې وه. بيا مې خپل کوچنی ماشوم وموند."

 

واجد افغان ولسمشر، حامد کرزي ته ښېرا وکړې او ويي خندل، خو خندا يي بل راز وه.

 

هغه وويل: "دا د هغه ښه کار دی، چې موږ ته يي رسولی دی. موږ آن دې ته اړتيا نه لرو، چې خپل مړي هدېرو ته يوسو. وګوره، اوس هرځای هدېره ده."

 

د سيمې خلک وايي، چې د جون په مياشت کې د ناتو په بمبارۍ کې په دغه شپې کې 135 تنه مړه شول.

 

د 40 تنو په شاوخوا کې خلکو خپل دار وندار په ټراکټورونو باندې  بار کړل او له سيمې ووتل. کلي ته په لاره موږ دا سوې  ډېرۍ ولېدې.

 

د کلي يو زوړ سړي، محمد فاروق وويل: "الوتکو په هغو باندې هم بمباري وکړه.  هغوی ټول مړه شول."

 

فاروق وويل، هغه او د هغه ګاونډی واورېدل، چې د واجد په کور بمونه راولوېدل او ټراکټورونه وسوځېدل. هغوی څومره چې شوني و، ډېر ژر د مرستې لپاره ورمنډې کړې، خو د سهار پر مهال يي وليدل، چې هر څه ويجاړ شوي و.

 

هغه وويل: "زه يو کور ته راغلم، دلته هر څه سوي و. ما د يوې ښځې مړی وليد، هغه لا سوځېده. ما کورته منډې کړې، ترڅو اوبه راوړم او اور مړ کړم."

 

فاروق وويل، د بريد ډېری ښکار شوي خلک يي په خپلو سترګو ليدلي دي. هغه وويل: "ما د هغو خلکو مړي وليدل، چې د تېښتې پرمهال ويشتل شوي و. هرې خواته مړي پراته و. ځای له مړو ډک و."

 

اوس هلته شاوخوا په کنډوالو کې ډېر لږ خلک تيت او پرک ليدل کېدل.  هغوی موږ او له موږ سره مل د طالبانو قوماندان ته دوه پلا نه کتل. هغوی شاوخوا ياغيان ډېر لېدلې و او اوس د هغوی له لېدلو او شتون نه ډارېدل.

 

د کلې يو زوړ سړي، محمد نبي وويل: "کله چې  شپه سبا شي هرڅوک غرونو ته تښتي.  ښځې تر غونډۍ پورې  د کروندو په فصلونو کې څملي. دلته هيڅوک نه پاتې کيږي."

 

زموږ ايلچي، مولوي احمد د څو شيبو لپاره له موږ سره و.  د يو بل لاسونه مو کيکاږل او د ډاډ له راکولو وروسته له هغه ځای ولاړ.

 

په همدې وخت کې زموږ بدرګه کوونکی، ملا خالد ليوال و، ترڅو موږ ته خپلې کيسې وکړي.

 

هغه وويل: "يومهال د برتانويانو يو پوځي کاروان په دې لار تېرېده. ما ورته په لاره کې  له ليرې يو کنتروليدونکی ماين کېښود. د ناتو درې سرتېرې ووژل شول. نورو مړي لېرې کول، بيا مې ورته په موټر کې ماين کېښود او وچاوديد."

 

خالد وويل، يوه پلا برتانويانو ونيوم، خو بېرته يي پرېښودم.

 

هغه وخندل او ويي ويل: "ما هغوی ته وويل، چې زه يو لاروی يم. الحمد لله، مخکې له دې چې هغوی مې ونيسي، خپله ټاکي واکي مې وړاندې ګوزاره کړې وه."

 

پرله پسي ناول

 

ماته نظر راکړي  

اوس نوغوټې زماترستګونام شوه زړه مې ناارام شو،

 

زړې بوډۍ چې به څه ويل ورته فكرمې نه ووټول سوچونه مې په دي كي ښكيل و چې ګوا كې څنګه كېداي شې  چې دغوټۍ سره، ځانته كينم،خوداراته ډيرګرا ن كارښكاريدى ځكه دمره ځواك مې په ځان كې نه ليدى چې يره زه به ديوې مغرو رې په خپله ښكلامينې نجلۍ ته  بيله كومې پلمې ووايم چې (اۍ)ودرېګه څه درته وايم ،ترما ښام  قضا پورې په همدې سوچوكې غرق تللى ووم چې كومه لاربايد غوره كړم تر څو دغوټۍ سره په بې غمه زړه كينم ،اول بايدزه دغوټۍ دقدرتي حسن صفت وكړم ځكه نجوني هسې هم په خپله ښكلاايمان راوړى وي خوبيامې هم جرعت ونه كړ ماويل هسې نه چي داهرڅه ورته كليشه غوندي  ښكاره شي ،لنډه داچي ماښام تياره دي پريكړي ته ورسيدم چې په هره لار وي نن شپه به ورته خپل دزړه غوټه خلاصه وم ،دشپې نودغوټۍ مور ښه په خونددديوانو اوشاپيريانو ډارونكي نكل اڅولى دي موږټول دزړي بوډي په شاوخواداسې راګرځيدلې و لكه دزيارت كوترې، په نكل كي څلورديبان اويوه شاپيرۍ اويوه ملنګ رول لوبه ولى و،لږلږمې ياده ته راځې چې زړې بوډې وويل ،يووخت كي داملنګ په وچه دښته كې روان دي كله چې يوې زړې كلاته رسېږي ورته دشاوخوانه ډارونكې غږونه اووهم ناكه حيوانات پيداشول يوغټ حيوان چې سر يې دديب اونوراسكلت يې سرګوزي ته شوي و كله چې د سرګوزي سترګې چې په ډنګروچكلك  ملنګ ولګېدي په ملنګ يې ورټوپ كړل، ملنګ زر هغه اوه رنګه تيږه په خپل لاس كش كړه په دي وخت كې دشاوخوانه داسي وهم ناكه ږغونه پورته كيدل چې په رڼاورځ يې دسړي روح اخستۍ دې وخت كې سركوزي ملنګ داسې په خوله كې پورته كړ كله بازچې په مرغۍ حمله وكړي ،ناڅاپه دخوړونكي وحشي حيوان په سر داسې ګذاروشو چې دغه ډارونكې سركوزي په هم دغه ځاي توره ايره شو،دملنګ بدن ټول په سرووينو ولړشو ديب چې كله ملنګ په سرووينوكې لت پت وليدي ډارونكې غرغړه يې ترخولې ووتله  د چيغه سره ملنګ اوديب دواړه ورك شول په ډيركم وخت كې دباچاتر ماڼۍ پوري ورسيدل ملنګ اوس په شرط كې دباچالوربي بي ګله ګټلې وه كله چې ملنګ دباچادقصرنه راوځې هغه ځوان چې دباچاپه لور مين و نيغ په ملنګ پسې راغي دملنګ مړوند چې په يوه ژيړه كړۍ ښه ښكاريدي اواوږده چپنه يې په تن وه په راسته لاس كې يې غټې غټې تسبې اړه ولې شنې خيرنې څڼې يې په اوږوپرتې وي ،هغه ياغي ځوان غوښتل چې  دغټې توري ګزارپري وكړي، خوچې توره يې پورته كړه چيغه يې وكړه كه ګوروچې ځوان په سرو وينو كې پروت و، ملنګ نشته !  دمره يو چاليدلي وو چې يوه ښاپيرراغله ملنګ ورته شنه خوله ونيوله او ځاي پرځاي  ورك شول، په ټول كلې كې شوراوغوغواګډه شوه په كلي كي داسي سيلۍ اوتوري دوړي  گډي شوې چې دلاس ګوتې نه مالومېدلې ،                      

زه په خپله ددي ډارونكې نكل نه متاثېر شوم ،دلته نازولې غوټۍ په سركوشنډومسكه شوه ځان يې  جج كړ ويره ونكې خندايې وكړه دخوټۍ خندانه وه: سم دسوزان بوټي واري و چې پر ما وشودلته نو نكل رانه پاتې شو،دخيال نري اوبندي سلګۍ مې دغوټۍ په جادوګرو سترګو كې لاله هانده خپل سري ګرځيدي،

هلمند:د پاڼ او پړانګ تر منځ

  

د هلمند اوسيدونکي وايي، هغوی نه شي ويلای چې د حکومت او طالبانو تر منځ کوم يو غوره دی.

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عزيزاحمد تسل ليکنه

پنځه ويشت کلن نجيب لا تر اوسه په حال نه و راغلی، چې د ګرشګ د ولسوالۍ د حيدراباد په کلې کې يي د خپلې پېښې په هکله له خبريال سره خبرې کولې.

هغه د رېږدېدو په حالت کې وويل: "طالبان په زوره زموږکور ته راننوتل . هغوی د ځانونو د پټولو او موږ د تېښتې هڅه کوله. هغه زما ورور ونيو، چې له حکومت سره يي کار کاو. هغوی وويل، هغه به ووژني. خو کله چې موږ له طالبانو څخه د ځانونو د ژغورولو لپاره له کور څخه د وتلو هڅه وکړه، ناتو په موږ ډزې وکړې او موږ يي وژلو. هغوی د طالبانو او ولسي خلکو تر منځ توپير نه شي کولای."

د زياترو سرچينو له خولې په حيدراباد باندې د جون د مياشتې د 25 نېټې په بمباريو کې سل تنه وژل شوې دي. څه چې لا تر اوسه څرګند نه دی، هغه دادي، آيا دا ټول ولسي خلک و، چې د نجيب او د هغه د کورنۍ په څېر لارويان و او که په هغوی کې جګړه ماران هم و.

تر اوسه زياتو معلوماتو ته اړتيا ليدل کيږي. کوم کلي ته زياته مرګ اوژوبله اوښتې ده، چېرته طالبان تر ټول غښتلي دي، کومې بمبارۍ زيات تاوان اړولای او داسې نور. جزئيات تل يو راز دي: د طالبانو بريد، د ناتو غبرګون، په لسګونه مړي، کنډرکېدا او يو پر بل تور پورې کول.

د سمو او کره معلوماتو نشتوالي د حالت په پېچلتيا کې نغښتی دی. زياتره بمباري شوي کورونه ډېر ليرې پراته دي. خبريالان نه شي کولای هلته د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره لاړ شي. هغه خلک چې د مرګ او ژوبلې په هکله خبر ورکوي هغوی هم خپلې، خپلې اجندا لري.

استوګن د خپلو کورونو په کنډ او کپر کېدو او د خپلو عزيزانو په مرګ او ژوبلې هغومره غمځپلي او خپه وي، چې کله نا کله سمې شمېرې نه وايي.

طالبان ولسي خلکو ته د زيان د لوړې کچې د څرګندولوله لارې په خپلو ليکو کې د وراوښتې زيان کچه راټيټوي. په ناتو او افغان حکومتي ځواکونو کې هم ورته کيسه ليدل کيږي.

آن د افغان حکومت دننه توپير مخ په زياتېدو دی.

د ګرشک د ولسوالۍ ښارول، درعلي شاه خبريالانو ته وويل، د حيدراباد په بمباريو کې 45 تنه ولسي خلک مړه او 23 نور ټپيان شوي دي. هغه زياته کړه، چې 62 مخالف جنګيالي هم وژل شوي دي، خو د ټپيانو شمېره لا څرګنده نه ده.

د ګرشک د امنيې قوماندان، ډګرمن اقبال ګل دا شمېره ونه منله. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ يو پلاوی حيدراباد ته د پلټنې لپاره لېږلی و. هغوی د اتو تنو وژل کېدل او د څلورو تنو ټپي کېدل تاييد کړي دي." هغه زياته کړه، د دوو قوماندانانو په ګډون 32 طالبان وژل شوي دي."

د هلمند د امنيي د نوي قوماندان، محمد حسين انډيوال داقبال ګل په څېر ورته شمېره څرګنده کړه. د طالبانو وياند، قاري يوسف په بريد کې د طالبانو د مرګ او ژوبلې خبره رده کړه.

هغه وويل: "د برتانيي دوه پوځي ګاډي وسوځېدل او په کې ټول سپاره سرتېرې ووژل شول."

ولسشمر حامد کرزی په غير پوځي خلکو باندې د بمبارۍ له امله په تونده ژبه نيوکې کړي او حکومت ته يي د ولسي خلکو د مرګ او ژوبلې په هکله د پلټنو لارښوونه کړې ده.

په ناتار کې د راښکېلو خلکو لپاره دا کارهغومره تسل نه ورکوي.

يو ځايي اوسيدونکي، شېرجان وويل: "الوتکو په ړندو سترګو بمباري کوله. لومړی طالبانو د برتانويانو په کاروان باندې دوه راکټه ووېشتل. له هغه وروسته الوتکې راغلې."

شېرجان وويل، کليوالو په تېښته لاس پورې کړ. هرڅه چې يي لاس ته راتلل د تراکټورونو په ګډون يي په موټرو کې يې بارول. هغوی يو کتار جوړ کړ او د ښار په لورې يي مخه کړه او د جګړې له ډګر څخه لاړل.

شېرجان وويل: "د ټراکټورونو په دې کتار کې به 150 تنه سپاره و. الوتکې بيا راغلې او په ټول کتار يي بمونه وغورځول. د حيدراباد شمال ته نورو خلکو د تېښتې هڅه کړې وه. په هغوی هم بمونه وغورځول شول. دا يوه ډله ييزه وژنه وه."

يو استوګن، چې نه يي غوښتل خپل نوم ووايي په دواړو لورو باندې بد وويل.

هغه وويل: "کله چې ناتو او حکومتي پوځيان په کلي کې وي او يوه ډزه پرې وشي، نو هغومره کسان بنديانوي، چې وسه يي رسيږي. هغوی ته پروا نه کوي، چې هغه طالبان دي او که ولسي خلک. خو که بيا طالبان لوبه وګټي، نو له حکومت سره د کار کولو په تور هرڅوک نيسي."

هغه د پښتو يو زوړ متل ووايه: "موږ د پاڼ او پړانګ په منځ کې بند پاتې يو."

هلمند: هرې خوا ته ستونزې

طالبان ښايي يوازينۍ او آن تر ټولو ناوړه ستونزه نه وي، چې هلمند ورسره مخامخ دی.

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال عزيزاحمد تسل  ليکنه

مفسد پوليس په هلمند کې د ناقانونيو په يوې لړۍ کې راکښېل دي، چې د طالبانو د ملاتړ له زياتېدو سره مرسته کوي. طالبان د زياتو ځايي استوګنو پر اند په سيمې کې نظم تامين او بسيا کوي.

د هلمند ولايت چارواکو تېره اوونۍ د لويي لارې 35 ساتونکي پوليس د وسه والو غلاوو په تور بنديان کړل. د ادعا له مخې نوموړې ډلې د لښکرګاه او کندهار ترمنځ د موټرو سپرلۍ لوڅولې او پيسې يي ترې شکولې.

يو تورن د نوم د نه اخيستلو په شرط آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ له موټرو څخه پيسې اخيستې. موږ له هر کوچني موټر څخه له لسو څخه تر 30 او له لويو موټرو څحه تر زرو افغانيو پورې اخيستې. موږته خپل قوماندان اجازه راکړې وه. موږ پيسې ټولولې او خپل قوماندان ته مو ورکولې او هغه بيا وروسته وېشلې."

د پوليسو جنايي آمر، محمد اسمعيل آی ډبليو پي آر ته وويل، نوموړي قوماندانان تر اوسه نيول شوي نه دي.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "دې غلو له يو ټانکر څخه د تيلو په يو شخصي ستيشن باندې تېل پلورل. کله چې موږ ته د هغې په باره کې خبر راغی، موږ لاړو او هغوی ټول مو بنديان کړل. خو قوماندانان ... وتښتېدل."

د هلمند والي اسدالله وفا په لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل: "موږ غواړو له دې خاينينو څخه ځانونه بېغمه کړو. موږ غواړو خلکو ته ښه امنيت راولو."

داسې ښکاري چې دا يوه سخته جګړه ده. د هلمند ولايت چې د تېر کال راهيسې د بهرنيو پوځونو او ياغيانو د سختو جګړو شاهد و، د انارشۍ او ګډوډۍ له خطر سره مخامخ دی.

خلک له تېرې مياشتې راهيسې له مخ په ناوړه کيدونکي امنيتي حالت څخه سرونه ټکوي. هره ورځ د ترهګرۍ او ډار يوه نوې څپه رامنځته کيږي، خلک برمته کيږې، بمي چاودنې کيږي ، غلا او شوکې کيږي. په داسې حال کې چې بغاوت ددې ټولو ناکراريو ترشا دی، خو هلمنديان نه غواړي ددې ټولو هغو پړه پر طالبانو واچوي.

تر ټولو تريخ حقيت دادی، چې يو شمېر تيري کوونکي دولتي يونفورم لري، خو د ناقانونۍ څپې خلک د طالبانو ملاتړ ته راکاږي، چې د ځايي استوګنو په وينا به سيمې ته د بدمرغۍ پر ځای نظم راستون کړي.

په لښکرګاه کې د خدايداد په نوم يو زده کوونکي وويل: "زه به ډېر خوښ شم، که طالبان بېرته راشي. امنيت ډېر خراب دی. زه دلته په ښا رکې ښوونځي ته ځم، خو وضعه ورځ په ورځ خرابيږي. زه ډاريږم، چې کومه ورځ برمته نه شم اويا راڅخه څوک موټرسايکل غلا نه کړي. که طالبان بېرته راشي، هرڅوک به خپلې شتمنۍ ولري. که وضعه همداسې دوام وکړي، خلک به د طالبانو ملاتړ وکړي."

خدايداد خوشې په خوشې نه ډاريږي. د جون د مياشتې په سر کې د لښکرګاه د ګاونډ په صافيان کې يو ځوان ووژل شو. خلک وايي غلو دهغه د موټرسايکل د اخيستلو هڅه کوله. موټرسايکل د لښکرګاه په تنګو تروشو لاروکوڅو کې د ترانسپورت يوه عادي وسيله ده.

ددې پېښې ښکار شوی ځوان، 22 کلن احسان الله و، چې د ماښام د اته نيمو بجو په شاوخوا کې پرې کورته د تګ پر مهال ډزې وشوې.

د هغه تره، حاجي بسم الله وويل: "هغه له کور څخه يوازې 500 متره وړاندې و. دوو تنو غوښتل له هغه څخه موټرسايکل واخلي. په هغه يي شپږ ډزې وکړې. کله چې خلک راټول شول، هغوی وتښتېدل."

د حاجي بسم الله د وينا له مخې حکومت د پېښې د عاملينو د لټولو هڅه نه کوي.

هغه وويل: "طالبانو زما وراره نه دی وژلی. زه سل په سل کې ډاډمن يم، چې هغه جنايتکارانو وژلی دی."

زياترو هلمنديانو ته د "جنايتکار" کلمه له حکومتي چارواکو سره تړلي برېښي.

د جولای په مياشت کې د نيول شوو پوليسو په څېر زياتره يونيفورم لرونکي چارواکي په شوکو او يا د خلکو په وړاندې په نورو لاسوهنو تورن دي.

د صافيانو د کلي يو تن اوسيدونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل:"ټوله ناامني د حکومت له لوري راځي. هغوی د شپې له خوا له موږ غلاوې کوي او د ورځې له خوا يونيفورم اغوندي."

په لښکرګاه کې د يوې وتلې ښځينه ډاکټرې په ورور، سيدشاه باندې هم د جون د مياشتې په سر کې بريد وشو. عيني شاهدانو وويل، څلورو تنو هغه په زوره په موټر کې خېژولو خو هغه ځان ټينګ کړی و. هغوی څو څو ځلې هغه په چاړه ووهلو او بيا وتښتېدل. سيدشاه روغتون ته يوړل شو او له درملنې وروسته ښه شو.

يو هټيوال چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي، وويل د بريد کوونکو په ډلې کې يو تن د پوليسو يونيفورم اغوستی و.

د جون د مياشتې په سر کې د الله نظر او منصور په نوم دوه تنه ځوانان هم تښتول شوي و. يو ليک د الله نظر پلا ر ته استول شوی او ورته يي ليکلي و، چې "هلکان په الهي عدالت وروسېدل."

مړي ورنه کړل شو او کورنۍ يي تر اوسه د هغوی د ژوند په هکله خپله هيله له لاسه ورکړې نه ده. زيات شمېر خلک داسې انګيري، چې هلکان طالبانو وړي او له بهرنيو ځواکونو سره د تړاو له امله يي وژلي دي. په ليک کې په منصور د "جاسوس" تور لګول شوی و او طالبان د داسې خلکو سر پرې کوي. يو شمېر نور په دې اند و، چې د پېښې تر شا عادي جنايتکارانو لاس درلود.

په هلمند کې د برتانوي پوځونو وياند، ډګروال چارلي مايو آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه ددې دوو تنو د برمته کولو په اړه معلومات نه لري. خو هغه وويل، چې په عمومي توګه وضعه ډېره بده نه ده.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "زما په اند په تېره مياشت کې امنيتي وضعه ښه وه. پوليس او د افغان ملي اردو سرتېرې د خلکو مرستې ته اړتيا لري."

د امنيت آمر، محمد عيسی افتخاري وضعه داسې وارزوله: "د امنيتي وضعې د خرابېدلو تر شا د کمزوری اقتصاد، خراب کلتوري حالت او د خلکو او حکومت تر منځ د ګډې مرستې نه موجوديت په څېر يو شمېر فکتورونه وجود لري. خو اصلي عامل دادی، چې حکومتي ارګانونه يو له بل سره همکاري نه کوي. خلک په يو ناکرار چاپېريال کې ژوند کوي."

افتخاري دا ومنله چې وضعه د څو اوونيو راهيسې نوره هم پسې ناوړه شوې ده او په يو شمېر پېښو کې يي د پوليس لاس لرل ومنل. هغه وويل: "په پوليسو کې ستونزې شته. د يو شمېر پېښو تر شا د پوليسو لاس دی او موږ هغه ګورو. داسې يو شمېرخلک شته، چې د پوليسو جامې اغوندي او په ترهګرو فعاليتونو کې ښکېل دي. هغوی نه روزل شوي او نه مسلکي دي. هغوی خپلې دندې د اغېز (نفوذ) له لارې ترلاسه کړي دي."

نوموړي زياته کړه، کوکنار، د نيشه يي توکو قاچاق او د ليک لوست نشتوالی د بې امنۍ ستر لاملونه دي. هغه وويل: "زياتره جنايتونه د نيشه يي توکو قاچاق وړونکو له خوا ترسره کيږي، چې له طالبانو سره مرسته کوي. هغوی د افغانستان دښمنان دي او نه غواړي چې امنيتی حالت ښه شي. په دې توګه کارونه نورهم پسې خرابوي."

د هلمند ولايت د نړۍ د کوکنارو کرونده ده او د نړۍ د اړتيا وړ نيژدې نيم اپين توليدوي. زيات شمېر څارونکي د امنيت د خرابېدلو پړه د نيشه يي توکو په قاچاق وړونکو او د طالبانو او قاچاق وړونکو ترمنځ په اړيکو اچوي. هغوی خپله جګړه د نيشه يي توکو د خرڅلاو له لارې پر مخ وړي.

طالبان په خپل وار د مخ په ودې ستونزو پړه په بهرنيو پوځونو او د هغوی په شريکبانډو اچوي.

لښکرګاه ته څېرمه د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو يو قوماندان وويل: "د افغانستان دښمنان څرګند دي. هغوی بهرنيان، ملي اردو، دهغوی نور انډيوالان او حکومتي متحدين دي."

هغه وويل: "کله چې دا بهرنيان زموږ خاورې ته راغلي دي، جنايتونه، وژنې او هرڅه زيات شوي دي.غله او جنايتکاران پخپله په حکومت کې دي. که هغوی څوک بندي کوي، بله ورځ يي بېرته خوشې کوي. ځکه بډې اخلي."

هغه زياته کړه، طالبانو خپل فعاليتونه دې خلکو ته مخامخ کړي دي. نوموړي وويل: "موږ نه غواړو خپلو هېوادوالو ته زيان ورسوو. موږ زيات شمېر جنايتکارانو ته سزا ورکړې ده. موږ په پوليسو باندې بريدونه کړي او د سړک په غاړو کې مو ورته بمونه ايښي دي. حکومت پوهيږي، چې څوک طالب دی او څوک نه دی. خو موږ ته څه نه شي ويلای. هغوی ولسي خلک ځوروي او پيسې ترې اخلي. هغوې ډېر کمزوري دي."

د ناتو تر ملاتړ لاندې د ملي اردو سرتېري په تېرو څو اوونيو کې د يو څو وتلو قوماندانانو په ګډون د زيات شمېر طالبانو د وژلو ادعا کوي. له بده مرغه هغوی زيات شمېر ولسي خلک هم وژلي، چې عمومي وضعه يي نوره هم پسې ناوړه کړې ده.

دا رښتيا ده، چې په دې وروستيو اوونيو کې طالبانو اردو او پوليسو ته زياته درنده مرګ او ژوبله اړولې ده. د جون د مياشتې په منځ کې د پوليسو د افسرانو څخه يو ډک موټر په کابل کې وچاود، 35 تنه يي مړه او نور زيات يي ټپيان کړل. د رسمي سرچينو د وينا له مخې په هلمند کې يوازې په دوو تېرومياشتو کې 40 تنه سرتيري مړه او له اوياوو زيات ټپيان شوي دي.

په هلمند کې وضعه په ډېره چټکۍ مخ په خرابېدو ده. پروسږکال وضعه له پرتله ييزې کرارۍ څخه نژدې د ناتار خواته روانه ده.

ذبيح الله وويل: "يو کال دمخه په نادعلي کې وضعه ډېره ښه وه. وژنې او تښتونې نه وې، ښوونځي پرانيتسي و. خو له کله راهيسې چې طالبان راغلي، وضعه خرابه شوې، خلک ترهور او وارخطا دي. هغوی هرجنايت ته دروازه پرانيسته. اوس ښوونځي تړلي دي، غلاوې ډېرې شوې دي. خلک نه پوهيږي، چې څه وکړي."

وحيدالله په لښکرګاه کې انګليسي کورسونه لوستل. خو ورته له ګواښونو رسيدلو وروسته يي پرېښودل. هغه وويل: "زه د ولسوالۍ له مرکز ها خوا نه شم تللای. ډېر ډارېږم. هر ځای وژونکي او غله دي. ما ويل که لوست ته دوام ورکړم، څوک به مې ووژني، نو ځکه مې پرېښود."

د هلمند په شمال کې د طالبانو تر کنترول لاندې پرتې ولسوالۍ، واشېر څخه لښکرګاه ته راغلی يو زده کوونکی، عبدالکريم په ورته ډول بدبينه و.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې هغوی په واشېر کې ښوونځي ته اور واچاو، زه د لوست لپاره دلته راغلم. ما يوه کوټه په کرايه نيولې او يوه کوچنۍ هټۍ لرم، چې لګښت پرې پوره کړم. انګليسي کورسونه هم لولم. ماته د طالبانو ګواښ راورسېد. که څه هم فراغت ته مې يوه مياشت پاتې ده، خو لوست بايد ودروم. زما پلار راته وويل، چې کوکنار به وپلوري او مابه د زده کړو لپاره پاکستان ته وليږي. چارواکي دلته امينت نه شي راوستلای. هغوی خپلې دندې سرته نه رسوي. هغوی پخپله جنايتونه کوي. که چېرته کوم جنايتکار ونيسي، بله ورځ يي خوشې کوي."

نجونې او ښځې په ځانګړې ډول له وضعې اغېزمنې شوې دي. په هلمند کې چې د کلتورله پلوه زياتره ښځې په کورنو کې بندې دي، خو د وضعې خرابوالي د هغوی هغه لږه لاس ته راوړې ازادي هم له منځه وړې ده.

يوې ځوانې نجلۍ، نوريې وويل: "څه ناڅه يوکال کيږي، چې زموږکورنۍ له پاکستان څخه راستنه شوې ده. امنيتي حالت ډېر ښه و. موږ په سولې کې ژوند کاو. زه په پنځم ټولګي کې يم. خو اوس مې پلار ښوونځي ته نه پرېږدي. هغه وايي وضعه ښه نه ده. آن زموږ د کور ماشومان بهر ته د لوبو لپاره نه شي تللای."

پروانه زړوره ده. هغه وايي: "زه په نهم ټولګي کې يم. ښوونځی مو له کور څخه ډېر وړاندې دی. ورور مې د ښوونځي تر دروازې رسوي. خلکو راته د مرګ ګواښونه کړي. په لښکرګاه کې امنيت ښه و، خو که نن له خپل کور څخه چېرته لاړ شو، خلک راځي او مالونه مو غلا کوي. که زر ځلې راته ګواښونه وکړي، زه به خپلې زده کړې ته دوام ورکړم. ښوونځي ته به ځم. "