د پاک قران ژباړې اختلافونه پارولي دي

 

لاريون کوونکو د هغه چا د مرګ غوښتنه کړې، چې د پاک قران په ژباړې کې يي لاس لرلی دی.  

 

په کابل کې د آی ډبليو  پي آر د خبريال، حفيظ الله ګردش ليکنه

 

کله چې د لويې څارونوالۍ وياند، پېژندل شوي خبريال، غوث زلمي د پاک قران د نوي متن په چمتوکولو باندې کار پيل کړ، ښايي په دې اند به و، چې خپلو مسلمانو وروڼو ته  يو خدمت سرته رسوي.

 

پر ځای يي دا کتاب "د پاک قران روانه ژباړه" د خلکو د قهر او غوسې څپې راوپارولې او زندان ته د هغه د خپروونکي، زلمي  د وراچولو او د هغې د ايديتور د پټېدا لامل شوې. د دينې عالمانو شورا دا کتاب وغندلو او هغه يي يوه صهونيستي نړيواله توطئه وبلله.

 

څارنوالان وايي زلمی اوس په خپلې کړنې پښېمان دی.  آی ډبليو  پي آر ددې خبرې پخلی نه شي کولای، ځکه له يوې مياشتې راهيسې نوموړی خبريال د ناڅرګندې سزا له امله له خلکو سره خبرې نه شي کولای.

 

نوموړی کتاب په درې ژبې باندې لومړنۍ ژباړنه ده. په عادي ژباړې کې  بايد د عربي متن هم  بايد راوړل شي او د اصلي متن له مخې ټکي په ټکې وژباړل شي.

 

له بلې خوا دا "روانه ژباړه" له بومي او وطنۍ ژبې سره د اسلام د سپېڅلی کتاب د تړاو د ورکولو يوه هڅه بلل کيږي.

 

نيوکه کوونکي وايي، د ژباړې په بهير کې د قران د تورو او مفهوم په اړه جدي تېروتنې شوې دي او ددې غوښتنه کوي، چې په دې کار کې ښکېل ټول خلک محکمې ته راکش شي. په کابل، جلال اباد او د هېواد په  نورو برخو  کې قهرجنو لاريون کوونکو د زلمي او د هغه "د همکارانو" د مرګ غوښتنه کړې ده.

 

دا کتاب چې د امريکا د متحده ايالتونو استوګن، قدرت الله بختياري نژاد ژباړلی او ملا قاري مشتاق احمد ايدټ کړی په  شپږو زر نسخو کې چاپ شوی او وېشلو ته چمتو و. خو کله چې هغه له چاپه راووت د حج او اسلامي لارښوونو د وزارت له خوا او همدارنګه د پارلمان د دواړو مجلسينو له خوا وغندل شو. هغوی له حکومت څخه د ټولو نسخو د ظبط غوښتنه وکړه.

 

د زلمي آمر، لوی څارنوال د هغه د نيولو لارښوونه وکړه. زلمی د رپوټونو له مخې پاکستان ته د تېښتې پر مهال ونيول شو.

 

ملا مشتاق  وتښتېد.  پوليس ورپسې ګرځي چې يي ونيسي.

 

د سترې محکمې د فتوا رئيس، محمد صديق مسلم د وينا له مخې د ولسمشر دفتر د کتاب د ليدلو او ارزونې لپاره يو پلاوی ټاکلی دی.   

 

نوموړي زياته کړه، چې د پلاوي د کار پايلې لا تر اوسه سترې محکمې ته وړاندې شوې نه دي او د پايلو په اړه يي کوم نظر وړاندې نه کړ. 

 

هغه وويل، په کتاب کې جدي اشتباه د عربي متن نشتوالی دی.

 

نوموړي وويل:  "له عربي متن څخه پرته د قران هيڅ يوې نسخې ته قران نه شي ويل کېدای."

 

مولوي مسلم تورن ته د سزا د ورکولو د څرنګوالی په اړه څه ونه ويل، خو څرګنده يي کړه، چې هغه به  په  ژباړې کې د موندل شوي ناسموالي له اهميت سره تړاو ولري. هغه وويل: "سزا به د شوې غلطۍ او د متن د اهميت له مخې ورکړ شي."

 

له بلې خوا د کتاب او د هغې د ليکوال په هکله عمومي نظر زيات جدي دی، له دې امله ښايي مخاکمه د خلکو احساسات هم په پام کې ونيسي.

 

هغه وويل:  "تورن بايد په داسې يوې لاره محاکمه شي، چې د نورو لپاره عبرت شي."

 

خو نوموړي ديني عالم د زلمي په وړاندې د جدي سزا ورکولو خبره بس کړه.

 

هغه وويل:  "اسلام د سولې، صفا، ورورولۍ، عدالت او زړه سوي دين دی. د زړه سوې يوه بېلګه يي داده، که چېرته يو څوک په سلو کې نه نوي غيراسلامي او په سلو کې يوه اسلامي خبره وکړي، بايد ددې يوې سلنۍ له مخې پرې قضاوت وشي."

 

د ملي امنيت د لويې څارنوالۍ رئيس، جنرال عبدالفتاح په زلمي باندې جنايي سزا ځانګړې نه کړه.

 

فتاح وويل: "قضيه لا تر اوسه تر پلټنو لاندې ده. تر هغه چې دوسيه محکمې ته وړاندې شوې نه وي، موږ په دې هکله څه نه شو ويلای."

 

فتاح دا هم وويل، چې تورن په "خپل کار پښېمان" دی.

 

د حج او اسلامي لارښوونو وزير، نعمت الله شهراني په دې ټينګار کوي، چې دا کتاب د اسلام په وړاندې د لويي توطئې يوه برخه ده.

 

د نومبر په لومړيو کې شهراني له ټول هېواد څخه د ديني عالمانو يوې ګډې غونډې ته وويل: "دا يوه تصادفي خبره نه ده. د هغې تر شا د اسلام د دښمنانو لاسونه دي.  دا کتاب ... د نړيوال صهونيزم او نورو هغو ډلو يوه توطئه ده، چې غواړي اسلام له منځه يوسي."

 

شهراني وويل، دا کتاب ټولو مسلمانانو، په تېره بيا افغانانو،  ته يو سپکاوی دی. هغه غونډې ته  له راغلو عالمانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو دا توطئه هېره نه کړي.

 

هغه وويل: "موږ غوښتنه کوو، ترڅو حکومت په کتاب کې ټولو ښکېلو خلکو ته سزا ورکړي."

 

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نومبر په 25 د "قران د بدلون تر شا د توطئې د لاملونو او اړخونو علمي څېړنه" تر نامه لاندې يو کنفرانس رابللی و.  په دې کنفرانس کې يو شمېر وينا والو بېلا بېلې ليکنې ولوستلې، خو ټول په يو ټکي سلا و، چې دا کتاب په لويديځ کې د اسلام د ښمنانو کار دی او مسلمانان بايد ورته پام وکړي.

 

د علومو د اکاډمۍ يو غړي، ډاکټر شېرعلي ظريفي آی ډبليو  پي آر ته وويل چې هغه د کتاب څو نسخې د هغه تر رياست لاندې د ټاکل شوي رسمي پلاوي غړو ته د مطالعې لپاره ورکړي دي.

 

هغه وويل: "په لفظي ژباړې کي د زياتو غلطيو برسېره د پاک قران په مانا کې هم يو شمېر زياتې غلطۍ راغلي دي."

 

"تر ټولو لومړی، له عربي متن څخه پرته هيڅ يوې ژباړې ته "قران" نه ويل کيږي. قران له عربي ژبې پرته په نور ژبو نه شي ليکل کېداۍ."

 

هغه يادونه وکړه، عربي هغه ژبه ده، چې مسلمانان يي په لمانځه کې وايي.

 

هغه وويل: "هرڅوک که په لاس ډول (قصدا) له عربي پرته په بله ژبه لمونځ ووايي، "زنديق" بلل کيږي. که په ناپوهۍ په بله ژبه لمونځ وکړي، نو هغه مازې "جاهل" ګڼل کيږي."

 

ظريفي هم په دې اند دی، چې ددې جرم ريښې له افغانستان څخه بهردي.

 

هغه وويل: "ددې کتاب له محتوا څخه څرګنديږي، چې د هغې ليکوال او ايديتوران په لويديځ کې د مذهبي پلوراليزم د غورځنګ غړي دي."

 

هغه يو شمېر غلطيو ته ګوته ونيوه، لکه په يو فصل کې مسلمانان هڅول شوي، ترڅو خپل سپېڅلي او همدارنګه د نورو دينونو کتابونه ولولي.

 

هغه وويل: "مسلمانان د نورو دينونو د کتابونو له لوستلو څخه منع دي."

 

يوه بله ستونزه د پيغمبر رول دي، چې د ظريف له انده په ژباړل متن کې ورته سم درناوی نه دی شوی.

 

په متن کې مسلمانانو ته اجازه ورکړ شوي،  د قران د ځانګړو ايتونو په هکله پوښتنه وکړي، چې دهغه په وينا دا کار په ټينګه منع دی.

 

ظريفي وويل: "يو مسلمان بايد د قران ټول آيتونه ومني.  که چېرته يي په يو (آيت) باندې شک راغی، نو کافر کيږي."

 

هغه زياته کړه، همدا رنګه په ژباړه کې د ټاکلو ګناهونو لپاره د سزا څرګندونه شوې نه ده، لکه په تېږو ويشتلو باندې د زناکار وژل.  هغه وويل: "ددې سزا حذف يوه څرګنده غلطي ده."

 

د علومو د اکاډمۍ د شريعت او قانون د څانګې غړي، محمد حسن توحيدي د ظريف له نيوکو سره په ټوليز ډول موافق نه دی.

 

هغه آی ډبليو  پي آر ته وويل:  "د هغه يو څه استدلالونه سم دي، خو يو شمېر نور يي کمزوري دي. که د قران په لفظي ژباړه کې يو څه غلطي وشي، نو لويه ګناه نه شمېرل کيږي. زما په اند دا ناشوني ده، چې  پاک قران دې هغسې وژباړل شي، لکه څنګه چې دی. ځکه په قران کې د کارول شوې ژبې لپاره معادلې کلمې نه شته."

 

توحيدي ټينګار کوي، چې په تېږو باندې د زناکار وژل په قران کې نه دي تشريح شوي، بلکې له حديثونو څخه اخيستل شوي دي. حديث د حضرت پيغمبر د ويناوو ټولګه ده.

 

همدا راز توحيدي په ژباړې کې د پيغمبر د نه درناوي خبره هم نه مني.

 

هغه وويل:  "آن هغه عالمان چې ځانونه د ديني چارو ماهرين بولي کله چې په تلويزون کې خبرې کوي ټولو پيغمبرانو ته وړ او مناسب درناوی نه کوي. ولې هغوی هم نه بنديانيږي؟"

 

د ديني چارو يو څېړونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، آی ډبليو  پي آر ته وويل دا کتاب کومه نوې ژباړه نه ده.

 

هغه وويل: "په 1985 کل کې په اردن کې يوه موسسه جوړه شوه او فارسي ويونکي يي وګومارل. هغوی د  efarsi.org  په نوم يو ويب پاڼه لري، چې اسلامي ضد مواد خپروي. غوث زلمي او د هغه ملګرو له دې ويب پاڼې څخه دا کتاب رانقل کړی دی."

 

دري ژبه فارسي ته نژدې يوه ژبه ده.

 

ددې پېښو په متن په ځينو کړيو کې اعتماد کيږي سره له دې چې ثابته شوې نه ده.

 

نوموړي څېړونکي وويل هغه نه پوهيږي، چې ولې د زلمي په څېر يو ښه مسلمان او پېژندل شوی خبريال په دې پېښې کې ښکېل دی.

 

هغه وويل: "زما په اند زلمي به غوښتل ددې کتاب د خپرولو له لارې دري ژبو ته يو ښه خدمت وکړي، خو له محتوا يي خبر نه و.  ښايي هغه دا کار ځانته د نوم د ګټلو يا د پيسو لپاره کړی وي. په هرترتيب په دې هکله قضاوت سخت دی."

 

خو زيات شمېر خلک، په تېره بيا هغه چې د روانو پېښو سره مينه نه لري، دا راز کارونه کوي.

 

د کابل پوهنتون يو محصله راضيه دا سې نه بريښي، چې د اسلامي اصولو پابنده دې اوسي.  هغه سينګار کوي. هغه کميس او پتلون اغوندې، چې له افغانستان او اسلامي شريعت سره نه جوړيږي. خو سره له دې هغه هم د ژباړې او د هغې له مجرمينو په هکله سخت سرې  ده.

 

هغې وويل: "د غوث زلمي لپاره ددې پرته بل څه نه وينم، چې په عمومي څلور لارې کې وځړول شي. دا کار به د هغه په څېر نور لپاره يو درس وي."

 

د زلمي يو ملګري، چې نوم يي ونه ښود، نوموړی له کوچنيوالي څخه پېژني. هغه په دې اند نه دی، چې ګوندې هغه به له دې کاره څخه ناوړه فکر درلود.

 

هغه وويل: "زه په خدای سوګند يادوم، چې غوث زلمې يو پاک مسلمان دی او په اسلام باندې ايمان لري. زما په اند هغه په ناخبرۍ کې په دې لوبې کې ورګډ شوی دی."

 

"زلمی ددې کتاب له محتوا څخه خبر نه و. هغه يو خبريال دی، نه يو عربي عالم او يا د اسلامي چارو ماهر. زه له حکومت څخه غوښتنه کوم، چې ددې سړی په هکله له سم عدالت څخه کار واخيستل شي."

 

 

 

دپكتيا پاڼي نه مننه

 

                د زنا خیالونه او دجنسي ګناهونو پایلې

 

                                                

 

 

جنسي ګناهونه د سړي جسم ککړوي او د الهي مقاصدو د تر سره کولو په

 

وړاندې دهغه وړتیا له منځه وړي. جنسي ګناه له دې کبله مستثنی ده چې، موږ

 

 هغه د خپل جسم پر وړاندې تر سره کوو.  زموږ جسم د الهي روح معبد ده، نو

 

کله چې موږ د جنسي ګناهونو لپاره له خپلو جسمونو څخه کار اخلو، نو د هغوئ

 

په پاکوالي باندې تیری کوو او هغه پاک معبد ورانوو. همداشان هغه کسان

 

 چې له هغو سره دغه ګناه تر سره کوو، هغوی هم ککړو. خپلو جسمونواو

 

خدای پاک(ج) ته د درناوي کمښت، له پروردګار عالم(ج) سره زموږ اړیکه له

 

 منځه وړي.

 

جنسي اړیکې خدایي روح غمګینه کوي. هره هغه ګناه چې تر سره کوو یې، د

 

 خدايي روح د غمګینتیا سبب ګرځي او زموږ په ژوند کې د سپیڅلې روح

 

لمبه مړه کوي. هر څومره چې مو دا لمبه مړه کوله، هغومره له نیکو او غوره

 

کارونو څخه واټن نیسو.

                                 

    

د جنسي اړیکو تر سره کول د انسان په ژوند کې د شر او شیطان لپاره یوه

 

کلکه کلاه جوړوي . کله چې موږ پرله پسې ګناهونه کوو، نو په خپل ژوند

 

 کې د شیطان لپاره کلکه کلا جوړوو. هرڅومره چې شهوت او هوس ته ځان

 

 ورکوو، هغومره د هغوۍ کنټرول پرموږ باندې ډېریږي، تر هغه ځایه چې موږ

 

به یو مخ  دخپل ځان بنده وګرځوي. نو په هغه صورت کې به دا کلا ډېره کلکه

 

 کلا وي، چې زموږ جسم، روح او روان به یې په ځان کې ایسار کړيوي. له

 

 نیکه مرغه، د اسلام مبارک دین د دغې کلکې کلا د ورانولو لپاره ډېرې

 

لارې چارې زموږ مخ ته یښې دي.

 

د جنسي اړیکو په تر سره کولو سره به په تاسو پورې تل د خپل مېړه یا ښځې

 

 او یا زامنو له لوري یو ډول نفرین وي.جنسي ګناه شیطان ته ددې امکان

 

 ورکوي، تر څو موږ او له موږ نه وروسته نسلونه په خپل نفر ین سره ذلیل

 

کړي. جنسي بې بند وباري، زنا، طلاق، د اولاد نه زېږول او نورې ستونزې

 

کولای شو، د جنسي اړیکو دګناهونو پایله وبولو.

 

جنسي ګناهونه شیطاني ارواح ته یو داسې ډګر جوړوي، ترڅو پر تاسې اغیزه

 

 وکړي. اسماني کتابونه د جنسي اړیکو او د هغوی حتمي پایلو ډېرې بېلګې

 

زموږ په اختیار کې راکوي چې، ددغو ګناهونو تر ټولو مشهوره یې، د داود

 

ګناه له بنت شیبا(دحضرت سلیمان مور) سره ده. له بنت شیبا سره دهغه زنا

 

او د هغې د مېړه وژنه په کورنۍ جګړې او د زوی په مړینې سره پای ته ورسیده

 

                         

او دښمنانو ته یې د کفر ویلو لپاره ښه زمینه برابره کړه.

 

جنسي اړیکې روحي پریښانې له ځان سره لري. له ګناهونو نه د ډکو خوندونو

 

په تر سره کولو او د ښه او بد د تشخیص په خاطر له خپل وجدان څخه کار نه

 

اخیستنه، روحي پریښاني او وارخطايي له ځان سره لري. هرڅومره چې موږ د

 

ګناه او فساد په لټه کې واوسو، هغومره به مو وجدان زیانمن کېږي. یو زیانمن

 

شوی وجدان ددې باعث ګرځي چې، نور هم د شیطاني درواغو په منځ کې

 

 واوسو او په دې صورت کې له پاک الله(ج) څخه زموږ لریوالی رامنځ ته

 

کېږي . بیا دا مسئله هغه ځای ته رسیږي چې، موږ خپل کارونه هېڅ ګناه نه

 

بولو او د د توبې ایستلو او د ځان داصلاح لپاره زموږ وړتیا کمېږي.

 

جنسي اړیکې احساسي پريښاني له ځان سره لري. جنسي اړیکه، له جنسي

 

شریک سره احساسي ژمنتیا او تړاو رامنځته کوي. ددغو ژمنو قدرت د

 

اړیکو د ډول له مخې بېلابېل وي. خو خدای پاک دغه تړاو او جنسي ژمنتیا

 

 دمېړه او ښځو لپاره رامنځته کړې ده. که چیرې دغه ژمنتیا او تړاو له خپل

 

مېړه/ښځې څخه پرته له بل چا سره تر سره شي، نو احساسي وارخطاوالی

 

او پریښاني به له ځانه سره ولري. دغه پریښاني یا وارخطاوالی په بېلابېلو

 

 ډولونو سره رامنځته کېږي، چې دلته یې یولړ ډولونو ته اشاره کوو:

 

د پخوانیو جنسي اړیکومکرر یادونه او افکار .

 

له خپل مېړه/ښځې سره د احساسي صمیمیت په ټینګولو کې بې وزلي.

 

دهغو کسانو پر وړاندې پیښماني او بده یادونه کوم چې په پخوانیو اړیکو

 

کې یې کس ته تاوان پیښ کړی وي.

 

په جنسي اړیکو کې له پخوانیو کسانو سره د خپل مېړه/ ښځې پرتله کول.

 

له ریښتینې مینې څخه د اشتباه درک کول.

 

د ریښتینې مینې او صمیمیت د پیدا کولو په هلو ځلو کې، جنسي بې

 

بندوباري او بې قیدي.

 

د احساسي وارخطاوالي خطر په هغه اندازه دی، چې کولای شي سړی له

 

 خپل مېړه/ښځې یا خدای پاک سره د صمیمیت له تجربې څخه بې برخې

 

کړي. همداشان جنسي اړیکې کولای شي چې د نفرین په څیر عمل وکړي او

 

 جنسي اخته والی او نور کشمکشونه له ځان سره ولري.

 

جنسي اړیکې تلپاتې یادونه پر ځای پرېږدي. د جنسي اړیکو یادونه دځانګړو

 

 هورمونونو په مرسته چې د جنسي تحریکاتو په مهال تولیدیږي، د سړي په

 

مغزو کې رامنځته کېږي.  شیطان له دغو یادونو څخه د سړي دمحکومولو

 

 او د شهوت په اسارت کې د ساتلو لپاره کار اخلي. دغه یادونه بیا ښایي له

 

 میړه/ښځې سره د کس په جنسي اړیکو کې ستونزې راولاړې کړي. دلته یې

 

 ځینې بېلګې شته:

 

له مېړه/ښځې سره د کس جنسي تجربې د پخوانیو جنسي اړیکو له یادونو

 

او افکارو او یا هغو مستهجنو انځورونو سره کوم چې دې کس لیدلي

 

 دي، خرابیږي.

 

له پخوانیو جنسي شریکانو څخه به بت جوړ کړي- په تیره بیا کله چې په

 

خپله کوروالي کې له کومې ستونزې سره مخامخ کېږي.

 

د خپل مېړه/ښځې له جنسي عمل څخه به خوښ نه وي.

 

د هغه مغز به د ریښتینې مینې د ښودلو پرځای دخپلو شهواتو د ارضا‌ء

 

په موخه، جنسي اړیکو ته مخه کړي.

 

که چیرې مېړه یا ښځه د هغو کارونو د تر سرکولو لپاره، کوم چې ده په

 

پخوانیو جنسي اړیکو او یا هم په مستهجنو فلمونو کې لیدلي وي، راضي

 

 ونه اوسي، نو به قهرجن او په غصه شي.

 

خو که چیرې موږ خپل مبارک او سپیڅلي دین ته راوګرځو، نو دداشان

 

ناخوښو او پستو تجربو د له یاده وتلو لپاره به، زیاتې وړتیاووې تر لاسه

 

کړو او و به کولای شو چې، خپل فکر او روان پریمینځو او یو ځل بیا دژوند

 

 د چارو کنټرول په لاس کې واخلو.

 

جنسي اړیکې د حرامیانو د زېږېدنې سبب ګرځي. هغه ماشومان چې له دې

 

 لارې نړۍ ته راځي، په هغو کورونو کې به ژوند کوي چې، هېڅ مهربانه

 

مور او پلار سیوری به پر هغو نه وي.

 

جنسي اړیکې خلک په خطر ناکو او وژونکو ناروغیو باندې اخته کوي

 

چې، کولای شو له ایډز څخه نوم واخلو او دا پرته له مرګ نه بله چاره نه لري.

 

جنسي اړیکې، ازدواج او کورنۍ له منځه وړي. زیاتره وخت، زنا کول د

 

ازدواج او کورنۍ د له منځه تلو سبب ګرځي. کله چې د وفاداري زنځیر

 

 وشکیزي، نو مېړه او ښځه له احساسي، روحي او ان کله کله له جسمي

 

 ځورونو سره مخامخ کېږي. د دې درز د ډکولو لپاره، بنسټیزې درملنې ته

 

 اړتیا شته. هغه یادونه کوم چې د ازدواج د له منځه تلو په صورت کې

 

رامنځته کېږي، د عمر تر پایه له هغه سره پاته کېږي او کېدای شي، نور

 

 نسلونه هم تر اغیزې  لاندې ولري.  د شهوتي او مستهجنو فلمونو او

 

انځورونو لیدنه هم د ریښتینې زنا په څیر له ګناه او تاوان نه ډک کار دی

 

چې،  دا موضوع هم باید له پامه ونه غورځوو.

 

جنسي ګناه داخلاقي بې بندوباري او جنسي انحراف سبب کېدای شي.

 

جنسي ګناه زیاتره وخت د سړي په ذهن کې تر شهوت تیز اور رامنځته کوي.

 

 که چیرې پرله پسې هغه اور ته لمن ووهي، نو سړی به لا ډېر د فساد او

 

 تباهي ژورو کندو ته وروغورځوي.

دچين دراديونه په مننه

د زړه سواندو ډله

 

دچين د شنجن ښار د شا جين په ښارګوټی کښی يوه ډله داسی کسان اوسيږی چه دوی شتمن ژوند تيروی ،خو دلوړاخلاق احترام کوی ، دوی دزړه سواندی وقفول د خپلی وظيفی په توګه بولی او په کوم ځای کښی مرسته پکار ده ، نو هلته دوی ليدل کيږی .محلی اوسيدونکی خلک ددي ډلی ډيره ستاينه کوی او ور ته د زړه سواندو ډله افتخاری لقب ورکوی .

ميرمن ځن ليو اينګ سږکال ٥٥ کلنه ده او د تقاعدنه مخکښی د شن جين ښار د يوه شرکت کارمنده وه .هغه د ټولنی په خيريه چاروکښی تاوده احساسات لری او له نورو کسانو سره مرسته کول د يوه خوشحاله کار په توګه ګڼی .د اوږدی مودی نه راهيسی هغه د هفتی په ورځ او ماښام کښی په خيريه چارو لاس پوری کوی اود تقاعد نه وروسته په يوه زړه او يوه احساس سره خيريت کوی . غير د ژوند د فيس نه ددی ټول مستحق معاش له نورو کسانو سره په مرسته کولو کښی اچول شوی دی .

د مور خيريه عمل ددی ددرو اولادونو دزده کړی سرمشق ګرځيدلی دی . د کورنۍ ټول غړی هميشه يو ځای په خيريه چارو کښی ګډون کوی او ددوی په مرسته ١٥ تنه کوچنيان د درس ويلو دپاره مکتب ته داخل شوی دی .څرنګه چه دوی تل په وړياډول په خپل کور کښی مريضان او مشکل لرونکی کسان منلی ، نو ددوی کور چه يو کوچنی دری پوړيز عمارت دی .د زړه سواندی ميلمه ځای په توګه بلل شوی او ددوی کورنۍ هم يوه مشهوره زړه سواندی کورنۍ ګرځيدلی ده .د ٢٠٠١ کال د پسرلنی جشن په لومړی ورځ چه دچين عنعنوی جشن دی ، ميرمن ځن ليو اينګ دخپلو درو

اولادونو او دکلی له نورو اتو زلميانو سره يو ځای د شان جين ښارګوټی ناتوان خانی ته لاړل او هلته يی د سپين ږيرو او سپين سرو د حال احوال پوښتنه وکړه .ددی اولادونو او زلميانو د دغه فعاليت له لاری ډير با احساس شوی ، نو ځن ليو اينګ له دی فرصت څخه په استفادی سره هغه پيشنهاد وړاندی کړ چه ټول زړه سواندی کسان دی راغونډ شی چه خيريت وکړی او له نورو خلکو سره مرسته وکړی .ددی دغه پيشنهاد د زلميانو تود او مثبت ځواب حاصل کړی او د زړه سواندو ګروپ هم تاسيس شوی دی .دوی اول مشکلی کورنۍ ، اولاد نه لرونکی سپين سری او سپين ږيری او معيوبين د مرستی د اهدافو په توګه انتخاب کړی او ګرمی يی ورکړی ده .

وانګ جين ای د شا جين ښارګوټی د ژون ګن مکتب يوه شاګرده ده او د ٢٠٠٤ کال په سر کښی په بد مرغۍ سره د وينو په سرطان اخته شوه .څرنګه چه پلار يی يو نشه خور و او کورنۍ يی خورا غريبه وه ، نو کوچنی جين ای که څه هم په روغتون کښی بستره شوه ، خو دناروغۍ دعلاج پيسی يی نه درلودی د زړه سواندو ډله دغه خبر واوريد ، سمدلاسه يی عمل وکړ . دوی اول ١٢ زره يونه نغدی بسپنی روغتون ته وسپارلی او کله چه خبر شول چه د کوچنی جين ای د ناروغۍ دعلاج دپاره څه د پاسه ٢ لکه يونه فيس په کاروی ، نو ټولنی ته يی ستا دمينی د وقفولو او کوچنی حيات ته د نجات ورکولو په باب شعار ورکړ او د اعانی د جمع کولو دپاره يی شيان خرڅ کړل .

د بسپنی په شکل راټول شوی څه د پاسه ٢ لکه يونه پيسی چه ددوی او د شا جين ښارګوټی د اوسيدونکو دزړه سواندی څرګندونه وه ،روغتون ته سپارل شوی او ديو کلن علاج نه وروسته کوچنی جين ايی په اساسی توګه جوړه او بيرته مکتب ته ستنه

شوه .په عين حال کښی په مخدرو موادو اخته شوی ددی پلار دزړه سواندو ډلی تر باصبره مرستی لاندی هم له مخدرو موادو سره خپل عادت ليری کړی دی .کوچنی جين ای وويل چه که زړه سواندی ډله نه وای، هان دمخه زه او زما کورنۍ به نه وای .کوچنی جين ايی اوس هم دزړه سواندو د ګروپ يوه غړی وګرځيده .

نن ورځ دزړه سواندو ګروپ د راجستری کولو له لاری يو رسمی ټولنيز سازمان ګرځيدلی او غړی يی ٢ زرو ٦ سوو تنو ته زيات شوی دی .ددوی په منځ کښی هم معمولی کسان او هم حکومتی مامورين ،هم ځوانان او هم زاړه کسان ،هم محلی اوسيدونکی او هم له نورو ځايونو نه راغلی کسان او هم مزدوران او هم دفابريکو او تصديو صاحبان شته دی .دوی نه يوازی په خپل ښارګوتی بلکی هم د ګوان دون ولايت په لويديځه سيمه او داخلی مغولی خودمختاره سيمه کښی خيريه کارونه کوی .د نامکملی احصائيی له مخی د ٧ کالو نه راهيسی دزړه سواندو دسازمان غړو جملتا څه د پاسه دری زره خيريه کارونه تر سره کړی ، د اوږدی مودی دپاره يی د څه د پاسه ٦٠ تنو اولاد نه لرونکو سپين ږيرو او سپين سرو سره مرسته او پاملرنه کړی ، څه د پاسه دری سوه غريب ماشومان مکتبونو ته يی سپارلی او مصيبت ځپلو او غريبو سيمو ته يی څه د پاسه ٥ مليونه يونه نغدی بسپنی ورکړی دی .

نن ورځ د شا جين ښارګوټی اوسيدونکی شتمن شوی او ښه ژوند تيروی ،خو ددوی په منځ کښی يو ډول ښه اجتماعی رسم روان دی چه له نورو کسانو سره مرسته کول د يوه خوشحاله کار په توګه ګڼی ، دزړو کسانو احترام کوی او دماشومانو سره مينه لری او پخپله خوښه نورو خلکو ته زړه سواندی وقفوی .

 

ډاكټرنجيب الله

ښاد دې وي د شهيد ډاکتر نجيب الله روح

 

تاريخ په خپل دوران کې د نړۍ هر ملت ته تيارې اوروښنايۍ ورځې راوړي.خو له بده مرغه زموږ د هېواد تاريخ زموږ  دردېدلي ملت ته ډېرې تورې ورځې  راوړې. او زموږ بد بخته ملت دغه جبر او ظلم پر ځان منلی دی.خو همدا تاريخ دی قضاوت کوي او د وخت راتلونکو بجيانو ته د هغوي دپلرونو او نيکونو کارنامې وړاندې کوي او دا ورته ورپېژني چې ملي اتل څوک وو او ملي غدار څوک وو؟.ځکه وخت په خپل لنډ دوران کې دانشي څرګندولای.
يوولس کاله وړاندې   د ١٩٩٦ميلادي کال د سپتمبر  اوويشتمه نيټه وه چې تاريخ يو ځل بيا د افغانستان پر دردېدلي ملت يوه د غم ورځ راوړه.دا هغه ورځ وه چې د افغانستان پخوانی جمهور رييس دکتور نجيب الله زموږ د هېواد د دښمنانو له لاسه په شهادت ورسېد او بيا پر دار وځړېد.او هغه ورځ زموږ دملت د ښمنانو د آريانا پر څلور لاري کې په دار د ځړېدلو نندارتون جوړ کړ او افغان ملت يې دې ته را باله چې راشي د خپل يو مشر د دار ځړېدلو تماشا وکړي.او انګرېز پاکستانی ملا خپلې تورې فتوې اورولې.خو اتل خلکو ته کتل او په سل ژبه خاموشه ويل به يې چې :
ما په دار کړۍ چې منصور خلکوته ياد شي
موده وشوه څوک په دار ندي ختلي
اما افغانان هيڅکله دا نشي هېرولای چې  شهېد ډاکتر نجيب الله خپل ژوند د افغان ملت د يو کېدو په لار کې تېر کړ او د هغه يواځينی آرمان په هېواد کې د سولې ټينګول او د خپل هېواد ملي استقلال او ځمکني بشپړتيا ساتل وو.
هو!په پوره باور سره ويلای شو چې شهيد داکتر نجيب الله  زموږ  د خاورې يو نيکمرغه بچی وو چې خپل ژوند يې د خپلو خلکو د يو کېدو په لار کې تېر کړ او مرګ يې هم د يوه بهادر افغان  مرګ وو چې د خپل هېواد دملي خپلواکۍ  او ځمکني بشپړتياد ساتلو په خاطر پر دار وځړېد.دهغه ژوند هسې تش ژوند نه وو چې هېڅ او مفهوم ونه لري او مرګ يې هم د بستر مرګ نه وو.هغه دخپل ملي استقلال او ارضي تماميت د ساتلو لار کې شهيد شو.چې دادافغان ملت د بچيانولپاره دمېړانې مرګ دی.لکه څنګه چې د پښتو ستر فلسفي شاعر غني خان وايې:
ستا له مرګه نه وېرېږمه پښتون يم
خو مې تش ژوندون او خوشې مرګ ته قار شي
هو!د شهيد ډاکتر نجيب الله ژوند تش نه وو او مرګ يې هم خوشې نه وو ځکه  د وطن په لاريې ځان قرباني کړ او د وطن په لار کې ځان قرباني کول او دوطن په خاطر په دار ختل د افغانانو عنعنه ده چې موږ پرې وياړو نو ځکه د پښتو  ژبې يو بل شاعر  وايې:
په دار خو زنګېدل زموږ د عمر تماشه ده
څه لږ خو به خوند واخلود پۍ مخو د څنګلو
د شهيد ډاکتر نچيب الله د شخصيت په هکله د نړۍ ډېرو سياسي شخصيتونو  ليکلي او ويلي.زه دلته د پخواني شوروي اتحاد د ستر جنرال محمود ګاردييف يو نظر راوړم چې  په خپل کتاب کې  د ډېر افسوس  سره ليکي چې: ډاکتر نجيب الله يو داسې شخصيت وو چې نن ورځ د افغانستان دردېدلی او ځورېدلي ملت ته درمل کېدای شو او دغه ټوتې ټوټې  ملت پرې راټولېدلای شو.په همدې ډول د هغه شخصيت د نړۍ د نورو سياسي او علمي شخصيتونو ستايلی دی ځکه نو موږ هم بايد دا هېر نه کړو  چې دهغه مرګ د افغان ولس  له پاره تر ټولو لويه ضايعه وه.داتريخ حقيقت بايد ومنو چې نن ورځ دهېواد په دې کړکېچنو حالاتو کې موږ يو داسې ملي شخصيت نلرو چې د افغانستان خلک پرې راټول شي.
ځکه زموږ ټول پخواني سياسي او علمي شخصيتونه په څو ډلو وېشل شوي دي او نن هم د خپلو تېرو درسونو څخه عبرت نه اخلي او ديوه بل شتون نه مني.له بده مرغه  زموږ دهېواد روشنفکرانو وروستۍ سرمايه  همدوی دي.د افغان ولس يواځينی هيله همدوې ته دي،ځکه د دريو لسيزو  د جګړو له امله بل کوم داسې نسل نه دی روزل شوی چې ﻻ خپل وران ويجاړ هېواد راتلونکی په ښه توګه وټاکي او زموږ وروسته پاتې ټولنه دپرمختګ لورته سمه کړي.
زه د خپلو هغو روڼ اندو مشرانو څخه هيله کوم چې دافغانستان د ژغورنې په خاطر ، او د هغو بد بختو کونډو رنډو  او د يتيمانو په سترګو کې د اوښکو د وچېدو په خاطر خپلې زړې کينې او دښمنۍ هېرې کړي او ملي ګټې د خپلو شخصي ګټو څخه غوره وبو لي او د وران ويجاړ افغانستان د جوړېدو په خاطر په يوه واحده لار مبارزه وکړي.هر هغه څوک  چې ځان دهغې خاورې بچی بولي او ځان د هېواد د روڼاندو په کتار کې راوړي دهغه فکر بايد دهر ډول  ژبني،مذهبي او نژادي تعصباتو څخه ساتلی اوسي او دافغانستان ټول  خلک بايد يو واحد ملت وبولي.
په پای کې د افغانستان د فقيد جمهور رييس د شهيد ډاکتر نجيب الله  دشهادت يوولسمه کليزه د خپل قلم په دې څوکرښو کې لمانځم،قاتلانو ته يې لعنت وايم او دهغه روح له خدايه ښاد غواړم.
ومن الله التوفيق
اسدالله ميوند

په پښتو ناول کښې اخلاقى قدرونه

ليکوال : ډاکټربرکت شاه

دسمسورپاڼې نه په مننه

اخلاقى اقدار په هره معاشره اوخاص کر په اسلامى معاشره کښې ډيرزيات اهميت لرى ناول دهرې ژبې دادب يواهم صنف دے دې سره تعلق لرى . درچرډسن داعقيده چې هغه ناول دخواخلاقو دپيداکولو دپاره ليکى . فيلډنګ ددې دپاره ناول ليکلو چې دخپلو زمانو دخلقو اصلاح وکړى ناصح اوناول نګار کښې غټ فرق دادے چې ناول نګار وائى . ژوند دادے کوم چې ماليدلے دے اوناصح وائى . (( ژوند داسې پکار دے )) دناول نګار اصلى اوبنيادى کار ديوې معاشرې تصوير کشى اوعکاسى کول دى دے مصلح معلم اخلاق او واعظ نه وى .دا ددۀ فرض نۀ دى چې دخطابت په زور اوجذباتيت نه کارواخلى اومونږه دنيکى اود ښيګړې اوچتو اقدارو طرف ته متوجه کړى خوهغه ته دداسې بداخلاقى دتبليغ اجازت هم نه شى ورکړےکيدے چې دمعاشرې دپاره مضر ياخطرناک وى دهغه اصلى اساسى مقصد اومنصب دادے چې هغه په ژوند څنګه ليدلے کتلے دے هم هغه شان ئې پيش کړى . دناول نګار دفلسفې په اخلاقى لحاظ سره هم کره کتنه کيدے شى نن سبا په اشتراکى ناولونوکښې يوه داسې پروپيګنډه موندے شى چې داخلاقى اوانسانى معيار نه ښکته وى په دې وجه داناولونه دخپلې فلسفې په لحاظ پريوتى وى نزدې نزدې هرلوئى ناول نګار مصلح اخلا ق هم وى . او ددې دپاره داوچتو اخلاقو تبليغ ددنيا هرلوئى ناول نګار مصلح اخلاق هم وى اودې دپاره داوچتو اخلاقو تبليغ ددنيا په هريولوئې ناول کښې موجود وى اعلى اخلاقى اصول اودائمى اقدار هرلوئى ناول کښې څرګنديږى اوقصې اوکرداردونه داسې اعلى نظريې راوړاندې کوى . چې ټولو بنيادمو دپاره اعلى وى . عبدالرحيم ځدران دمشهور انګريزى ناول نګار سمرسټ ماهم په حواله ليکى . (( زۀ ناول داصلاح نفس دپاره نه لولم داځکه چې د هغې دپاره نورکتابونه شته )) څوک به هم دمشهور انګريزى ناول نګار سمرسټ ماهم دې وينا سره اتفاق ونه کړى هم په دې حقله دپښتو يو مشهورليکوال عبدالرحيم ځدران وائى . (( دناول دمطالعې نه دانسانى شخصيت دپيچ وخم په برخه کښې مرسته اخستل کيږى ناول ليکونکى درښتيا تبليغ کوى اوديومقصد اوهدف دپرمختګ دپاره زيار باسى )) که ورته غور وکړے شى نو عريان نګارى ،فحش نګارى او بداخلاقى مخرب اخلاقى رجحانات وى پکارده چې ناول نګار په دى پړده واچوى اکثر دعريان نګارۍ نه دناول نګار مقصد داخلاقو اصلاح وى کوم عريان نګارى چې زمونږ په اخلاقو خراب اثر پريباسى ددې نه ډډه کول ښه وى . په هرحال اخلاق اوفلسفه هم دناول دومره اهم اجزا دى څومره چې دشاعرۍ يادبل صنف دپاره داد اهميت وړ دى . هر ښه فن په ښو اخلاقو اړه لرى اودهغې دائمى اقدارو مرقع وى چې انسانيت ته وده ورکوى دناول نګار کار دژوند نقشه پيش کول دى دې دپاره ددۀ ژوند داعلى اقدارونو نه بيليدل نه دى پکار . په دې وجه داقدرونه چې څومره اعلى وى هم دومره اعلى به ددۀ فن وى ناول په څه فنى اصولو هم اړه لرى هر هنرمند ناول نګار دقيصې په بيانولويادکردار په څرګندولو کښې دڅه خاص تيکنيک نه کار اخلى هراوچت لوئى ناول کښې داخلاقو نه علاوه په هيت اوطرز اداکښې هم اهمګى وى . په هرحال دټولو ناولونو موضوع انسانى قدرونه وى دمختلفو بنيادمو دجدا جدا قدرونو يوتربله نښتې او ددې په وجه ددوى خپلوکښې شخړې په هرناول کښې موندے شې چرته دمعاشرې اود يو مجرم په مختلفو قدرونو کښې چرته دنوى اوپخوانى کول په قدرونو کښې چرته داوچتې طبقې اودعوامو په قدرونوکښې غرض دا چې هرناول کښې دقيصې بنياد وو متضاد و قدرونو يوتربله په جنګ باندې اړه لرى دناول دظهور نه اګاهو په قيصو اوداستانونو کښې به څه به ناڅه اخلاقى سبق ضرور بيانولے شو هم واسبق به دقيصې نتيجه ګڼلے کيدے شوه ناول کښې داطريقه بيخى ختمه کړے شوه خوپه ناول کښې څه نا څه اخلاقى مصنويت ضرورى وى . انسان دبدۍ دجرړو دويستو کار خپل شغل ګرځولے دے ددې اصلاح علاج دادے چې دبدې په خت اصلاح وشى داسې چې دې نه پس بدى کوونکے بيادې طرف نه راغب نه شى او خپله لمن دغلطۍ يادګناه دداغ نه پاکه وساتى . په قيصه کښې ماشومان،بوډاګان ،ځوانان ،ښځې، سړى ، پوهه ناپوهه ټول دلچسپى خوند او تاثير محسوسوى په دې وجه چاچې هم ددې نه داصلاح کار اخستے دے دوى ددې دپاره مختلفې طريقې استعمال کړى دى انسان دځناورو وړې وړې قصې هم دې مقصد دپاره وليکلې ددې نه علاوه خيالى قيصې او طويل داستانونه ددلچسپۍ سره سره ددې مقصد په غرض وليکلے شول اودغه شان موجوده دورکښې ډيرې زياتې پيچيده نفسياتى قيصې هم وليکلے شوې په دې طريقه دقيصو ددې مختلفو قسمونونه داصلاح کار واخستے شو . سياست دان هم دادخپل مقصد دپاره په کارراولى . معلم واعظ اوخطيب هم ځائې په ځائې هم ددې په ذريعه دانسان اصلاح کوى . تيروشوو قومونو دواقعاتو اوريدو نه دانتيجه اخذ کړې ده چې ځنې وجوهات هميشه دځنو نتيجو باعث ګرځى . هم په دې وجه پروفيسر سيدوقارعظيم وائى . دواقعات په بيانولو کښې چې کوم منطق دے هم هغه دقيصې نه يوموثر اوپه زړۀ پورې صنف جوړوى اوپه دې اوريدونکى يالو ستونکى خپل طرف ته راکاږى اودهريو زړۀ کښې داثر اويقين تخم کرى په قيصه کښې ماشومان ،بوډاګان ،ځوانان ، ښځې ،سړى . پوهه ناپوهه ټول دلچسپى ،خوند او تاثير محسوسوى . په دې وجه چاچې هم ددې نه داصلاح کار اخستے دے دوى وړې وړې قيصې هم دى مقصد دپاره وليکلې . دوى نه علاوه ،خيالى قيصې او طويل داستانونه دلچسپۍ سره سره ددې مقصد په غرض وليکلے شو . اودغه شان موجوده دورکښې ډيرې زياتې پيچيده نفسياتى قيصې هم وليکلے شوې په دې طريقه دقيصو ددې مختلفو قسمونو نه داصلاح کارواخستے شو . سياست دان هم دادخپل مقصد دپاره په کار راولى . معلم واعظ او خطيب هم ځائې په ځائې هم ددې په ذريعه دانسان اصلاح کوى . تير شوو قومونو دواقعاتو اورولونه دانتيجه اخذ کړې ده چې ځنې وجوهات هميشه دځنو نتيجو باعث ګرځى هم په دې وجه پروفيسر سيدوقار عظيم وائى . د دې واقعاتو په بيانولوکښې چې کوم منطق دے هم هغه دقيصې نه يو موثر اوپه زړۀ پورې صنف جوړوى اوپه دې اوريدونکى يالوستونکى خپل طرف ته راکاږى اودهريو زړۀ کښې داثر اويقين تخم کرى . لنډه داچې دقيصې هغه منطق چې دفلسفيان منطق نه بيخى مختلف وى داترمحراب، ممبر، مدرسې، خانقاه اوبارګاه پورې رسوى او دهريو يو په نظرکښې ئې محبوب او په زړۀ پورې ګرځوى بلکل هم دغه رنګ دشعرو ادب دنياهم ده انسان په خپل تهذيبى ژوند کښې دشعر وادب نه داظهار اوابلاغ کاراخستے دے دخپل زړۀ خبره ئې نوروته رسولې ده . اوداسې ئې رسولې ده چې اوريدونکى ته دادخپل زړۀ خبره معلومه شوې ده . مصلح په دې خبره زور ورکوى چې ددۀ په ويناکښې ابهام نه وى معلم ،واعظ، مبلغ هم د انداز اوخلقوته په ډانګ پيلې وائى چې که چا دادا کارونه وکړل نو دادا نتيجه به ئې پيدا کيږى که تاسو دې نتيجو ياددې نتيجې راپيداکړى شوى انجام اواثر نه ځان ساتل غواړئ نودې کارونو ته مۀ نزدې کيږئ هغوى هغه اسباب هم په خپله بيانوى اودهغو نه نتيجه هم په خپله را وباسى اديب هم داصلاح په دې ضرورت پوهيږى او ددې اهمې تقاضې په مکمل ډول محسوسوى خوهغه ددې ضرورت او تقاضې دپاره خپل فن قربانول دخپل منصب خلاف ګڼى او په دې وجه هغه طريقه د نورو مصلحينو نه مختلفه وى . داصلاح په کومه لاره چې قيصه ويونکے اديب ځى هغه دبزرګۍ نه بلکې ددوستۍ لاره ده دبرترۍ نه بلکې دبرابرۍ لاره ده اودمنطق د لارې سره سره دادتخيل درنګينۍ او دجذبې د سوزلاره ده ښه قيصه ګويا افسانه نګار چې کله قيصه دمعاشرې داصلاح ذريعه ګرځوى نوهغه دلوستونکى يا اوريدونکى ديو کمتره درج مختلف نه ګڼى بلکې دهغه په ذهن اوفهم مکمله تکيه کوى اودايجاز اواختصار نه کار اخلى . سيدوقار عظيم په خپل تصنيف ((فن اوفنکار)) کښې ليکى . دسياسى نظام جوړونکى او چلونى هم دادخپل اظهار خيال ذريعه ګرځوى اومعلم ،واعظ اوخطيب هم ځائې په ځائې هم ددې په مدد نورخلق ځان سره ديو ځائې کولو کوشش کوى . دانګريزۍ ژبې دابتدائى دور دافسانوى ادب په قيصو او ناولونو کښې هم دمعاشرې داصلاح اواخلاقى او انسانى اقدارو دتبليغ دارجحان ترډيره حده موجود ؤ دې ادب دارجحان د دوو وجوهاتو ترمخه خپل کړے دے . وړومبے دا چې دمعاشرې دخراب اخلاقى اومعاشرتى حالت اصلاح وشى او دويم دا چې زمونږ قيصې چې اوسه پورې دمافوق الفطرت مخلوق يعنې ښاپيروه پيريانو، ديوانو، جاود وغيره ذکر پورې محدود وى چې زمونږ حقيقى اوفطرى ژوندسره ئې هيڅ سمون نه خوړو . انسانى اوحقيقى موضوعاتو سره اشنا کړے شى خوچې هرکله دنيا دتمدن په لور دګامونو اخستلو جوګه شوه په دې وجه دروسو مشهور کتاب
((Emile))
او د تهامس ډے هم ددې مقصد دپاره وليکلے شو ارود ادب کښې ددې دواړو کتابونو ترجمې موجود دى . دنولسمې صدۍ داخيرۍ نيمائى نه پس دور دبرصغير دتاريخ يوداسې دور ؤ چې دمغل شهنشاهيت نمر په ډوبيدو ؤ حاکمان مجبوره او محکومه شو او دسمندر دپورې غاړې نه راغلى انګريزان حاکمان شو په دې وجه اوس دوى په دې ملک کښې خپل قدمونه مضبوطول دې سره سره دوى په حکومت اوتهذيب زور په زياتيدو او خوريدو ؤ . دوى سامراجى رويې په سرپورته کولو شروع وکړه نې وطن والو نوے حکومت اونوى تهذيب په ډيره مينه خپلې سينه ته راجوخت کړو ځينو په ډيره غصه اوجذبه ددې مخالفت وکړو ځنې دنوى حکومت په قبلولو يا ردکولو په شش وپنج کښې اخته وو په حقيقت کښې دايو عبورى دور او دشکوک وشبهات زمانه وه . دملک دسياست اود سياسى نظام دبدليدو په وجه سياسى اومعاشرتى مسئلې هم بدلې شوې نوے سياست وزيږويدو . دادسياسى اړى ګړى، داخلاقى ،معاشى ،اومعاشرتى تنزل يوبدترين دور ؤ چې دمحصلينو ،معلمينو ،واعظينو داصلاح پامته داره وو . د ١٨٥٧دازادۍ دجنګ دناکامۍ نه پس مسلمانانو چې خپل ماشومان مدرسو ته استول دا ديندارى اومسلمانۍ خلاف ګڼل ځکه چې اکثر ئې تعليمى ادارې دانګريزۍ تعليم اوتهذيب په رنګ کښې رنګ وې دې زمانه کښې انګريزى صرف لوستل هم دالحادنه کم نۀ شو ګڼلے کيدے . هرکله چې دې دور کښې دمسلمانانو معاشى، معاشرتى اواخلاقى حالت ډيرزيات پريوتے ؤ په دې وجه ددې دښه کولو او سمولو دپاره په ملک کښې ډيرو زياتو اصلاحى تحريکونو سر پورته کړو چې دمسلمانانو دژوند دهراړخ په اصلاح ئې ژور نظر واچولو اودغه شان اولس ئې دخپلو فرائضو نه خبر داره کړو دا واړه ډير زر دپاکستان دتخليق باعث وګرځيدل . هم ددې حالاتو د اثراتو په وجه دپښتو دافسانوى ادب دابتدائى دور په ناولونو کښې دپندو نصيحت اصلاح اواخلاقى اقدارو دتبليغ رجحان ډيرزيات دے فنى اوتيکنيکى اړخ ئې کمزورے دے په هرحال دايوداسې دورؤ چې مونږته دمعاشرتى خرابيو داصلاح دپاره ددې قسم دناولونو ډير سخت ضرورت ؤ که په دې غور وکړے شى نو دناول نه علاوه زمونږټول ادب هم ددې موضوع محور نه چاپيره چورليدو . دډپټى نذيراحمد ناولونه هم په دې دورکښې تصنيف اوتخليق شوى دى نذيراحمد دسرسيد احمد خان داصلاح تحريکونو اوپروګرامونو يو سرګرم رکن ؤ .هر څوکه دۀ سره ئې په ځنو خبروکښې اختلاف لرلو محمدعبدالقدوس په دې حقله په خپله سريزه کښې ليکى . په يوولسمه صدۍ کښې چې سرسيداحمدخان دهندوستان دمسلمانانو داصلاح په غرض کوم قومى تحريک شروع کړے ؤ ډپټى نذيراحمد دهغې تحريک يوزبردست رکن ؤ دسرسيداحمدخان شخصيت همه ګير اوهر مخيز ؤ اوهغه په تحريک کښې سياسى، ادبى اومعاشرتى هرقسم سرګرمۍ په يوشان روانې وې ډپټى نذيراحمد دسرسيداحمدخان ملګرے ؤ خوصرف يواړخ يادوه اړخه ئې رانيولى وو . يعنې اردو ژبې له دتصنيف وتاليف په رنګ کښې ترقى ورکول اودقوم په اصلاح کښې قلمى حصه اخستل . هرکله چې دپښتو ناول ابتدا دډپټى نذيراحمد ددور اصلاح ناولونو مراه العروس اوتوبته النصوع دترجمونه شوې ده په دې وجه ددۀ دناولونو په موضوع او مرکزى خيال يوسرسرى نظر اچول به داهميت نه خالى نه وى دنذيراحمد ناولونه اصلاحى دى تفريحى نه دى هم دغه وجه ده چې په دې کښې دعشق دجذبې هيچرته هم درک نه لګى . دبيان صداقت ته دنذيراحمد په ناولونوکښې ډيرز يات اهميت ورکړے شوے دے ددۀ داخاصيت اوخصوصيت دانګريزۍ دمشهورې ناول نګارې جارج ايليټ سره مطابقت لرى . دنذيراحمد غوندې جارج ايليټ هم يومذهبى ښځه وه مذهبى اثر هغه داخلاقياتو مبلغه اودصداقت بيانى مقده وګرځوله دې په ادب کښې دصداقت پسندۍ عناصرونه ديرزيات اهميت ورکړے دے لکه چې کينتهـ ګراهم په انګلش کرسټيزم اف دى ناول کښې ددې پحقله وائى

“The major theme running through all George Eliotes Comments on her Art is the necessity to avoid exaggeration, Conventionality and all literary affection and by the canon of simple veracity, she condemns countess inferior novels in her criticism for the westminister and the reader”.

دجاج اهليت په فن دتبصرې بنيادى موضوع په دې ضرورت زورورکوى چې دمبالغې درسمى اظهار اودجذباتو نه دې دلاس واخستے شى اودصداقت ديو ساده وسلې په ذريعه هغې په
Westministerاو Leader
کښې دخپل تنقيد په ذريعه دبې شميره غيرمعيارى ناولونو غندنه وکړه. دناولونوپه ابتدائى ترجموکښې (( سير السا لکين )) هم چې پښتو ترجمه يې قاضى عبدالرحمان کړې ده دجان بنيان دمشهورانګريزى ناول رومانى سفر ترجمه ده عام طور اخلاق دوه قسمه وى يومثبت يعنې ښه اخلاق اوبل نفى يعنې بد اخلاق زمونږ مذهب په نفى اخلاقو ترک کولو اوپه مثبت اخلاقو اختيارولو زور ورکوى لکه رحمان بابا وائى

سخى هريودخدائې دوست دے ولوکان فاسقا
هر بخيل دخدائې دښمن دے، ولوکان زاهدا

دمحمدنواز نواز ناول ((شوم)) هم خپل مرکزى خيال په ډير ښه اوموثر وړاندې کړے دے ((دولتے مړ شو خودځان سره ئې هيڅ خوشحالى ملګرې نه کړه نغمه به ئې قبر سره ناسته وه او ختمونه به ئې کول دولتے شوم ؤ دومره شوم چې دحده زيات . چرته فقير جماعتى له ئې څه خيرات نه ؤ ورکړے زکات ئې ورنه کړو اونه ئې چرته خيرات کړے ؤ بې شميره روپۍ ورسره وې اوښه جائيداد مند ؤ ))

نه په خوله ګولۍ خوړلى دټوپک
نه نمړۍ دليمانو دښانک

ک سخاکه فضيلت دے که خاصه ده
په دې درې توکه زماتللى نامرده

دښاغلى امير منګل ((ترله)) نومې ناول هم يواصلاحى رنګ لرى چې دپښتنو دتربورولۍ دسيورى لاندې زيږيدلى يوه پاکه او سپيځلې مينه هم په کرکه اودښمنۍ بدلوى اودغه شان دوه مئين زړونه نزدې کيدوته نه پريږدى ددې ناول مرکزى خيال هم دې نظريې اوفلسفه ته دوه ورکړې د . دغسې دښاغلے اميرمحمد ساغر اپريدى (( نوے کول )) هم دمعاشرې داصلاح وعظ ونصيحت اوداخلاقياتو لاره خپله کړې د ه ځکه خو حمزه شينوارے په خپله سريزه کښې ددې ناول دمرکزى خيال پحقله وائى . (( ځکه چې دنوىکول په حقله چې اکثر ټيډيان دى اوجنګ جګړه دخدائې نه غواړى خو سره ددې هم دساغر په دې ناول کښې ددې نوى کول داسې نمايندګان هم شته چې هغوى داسلامى روح ترجمان دى او غواړى چې دانوے کول داسلامى تهذيب په رنګ کښې رنګ شى او دامغربى تهذيب چې دپښتون قام دپاره خصوصاً اودعامومسلمانانو دپاره عموماً قاتل زهر دے له مينځه وويستے شى )) ((مينه او فرض)) دغلام حبيب افغانى يو اصلاحى ناول دے چې هيروئې شهرخان دے ځائې په ځائې دناول نګار اصلاحى اوتعميرى پروګرام ته عملى شکل ورکوى کله چې شهر خان يوه جينۍ ديوفوځى دبې عزتۍ نه بچ کوى نو جرنيل هم يو خواته پټ ولاړ وى اوداهرڅه په خپلو سترګو وينى . دشهر خان خپل جرنيل ته په دې حقله خپله صفائى داسې وړاندې کوى . ((نظير: جناب ما اوريدلى وو چې داجينۍ دخپلو عزيزانو په وساطت دښمن ملک سره ملاو وه اوپاکستان ته نقصان رسول غواړى ځکه ما اراده وکړه چې زۀ داګرفتاره کړم اوجناب ته ئې دسزا دپاره پيش کړم . جرنيل : نه داهم دروغ دى اونه داستا اوزما کار ؤ اوکه چرې داسې وو هم نو بيا سويلين دپاره خپل عدالتونه دى بل په داورځ تۀ ځنګل کښې په ډيوټۍ وې دا واقعه هم دځنګل ده بياتاکه غوښتے هم نوته به ګرفتارۍ دپاره جينۍ ته کورته ورتلې نه داچې جينۍ ګرفتارۍ دپاره پخپله تاته ځنګل ته درغله کله چې نظر جرنيل ته دخپلې ګناه دمعافۍ دپاره سوال کوى نو جرنيل ورته په دې حقله خپله فيصله داسې اوروى . جرنيل :: دمعافۍ خوسوال نه پيدا کيږى تا سرکارى عهدې نه ناجائزه فائده اخستې ده تاديوې معصومې اوبې ګناه جينۍ په عزت حمله کړيده ستا غوندې سړو ته که معافى ورکړے شى نودې سره به دنورو مجرمانو حوصله زياته شى اودزنانه ؤ بې عزتى به بياعام کيږى نو زۀ افسوس کوم چې ستا په سزاکښې نرمى نه شم کولے دادجرګې فيصله ده اوهغه داده چې ستا نوکرى ختم او دوه کاله قيدبامشقت )) جميل احمد کپتان قتل کړے شو دهغه کور په بم تباه شو په دې حقله جرنيل دشهرخان نه پوښتنه کوى . جرنيل : ښه داراته ووايه چې دجميل احمد ټبر اولورته څه پنشن وغيره هم ملاويږى يادهغوى کور چې په بم غورځيدلے ؤ هغې دپاره رقم ورته منظور شوے دے که نه . شهرخان: نه جى تراوسه خوهيڅ امداد هم نه دے ورکړے شوے اوددې نه پس که څه کيږى نوهغه وئيلے نه شم. جرنيل :: داولې ؟ پکاروه چې هغوى ته پنشن اوګريجويټى يانورڅه جمع رقم که دجميل وى چې ملاو شوے وے . شهرخان: هوجى پکاروه چې حق ورته ملاو شوے وے هغه غريبه په ډيرتکليف کښې وخت اړوى . دې نه پس جرنيل په دې حقله خپل دفتر کښې معلومات کوى او دجميل دټبر اودلور دپاره دمناسب امداد اوپنشن بندوبست کوى . هر څوک په خپل ژوند کښې دخپل عمل سزامومى جميل دخپل دين خلاف ؤ عقيده ئې خرابه وه چاقتل کړو لکه چې جرنيل وائى ((جرنيل)) دجميل عقيده خرابه وه ځائې په ځائې به دين اسلام نه برخلافه غږيدو اخر څوک ورته تيارشو اوپه تيارۀ کښې ئې مړ کړو دډير کوشش باوجود دقاتل څه پته نه لګى ليکن دهغه دښځې يالور څه قصور دے چې هغه دې په داوجه دولږې نه مرى )) ورنزدې دغازى سيال ناول دے چې اصلاحى رنګ لرى . ((دخواښى اينګور )) ترمينځه دتعلقاتو نوعيت هم زمونږ دافسانوى ادب خاص کر دناول يوه اهمه موضوع ده ((اجړه)) دمحمدابراهيم شبنم دويم ناول دے داده يوې خانه بدوشې پيغلې پحقله دے دې نه مخکښې رضا صيب هم په دې موضوع يوناول ((خودکشى)) ليکلے دے . خاندبدوش په هرملک کښې اوهرچرته پرې مختلفو طريقو ليکل شوى دى دلته هم داد ناول موضوع ګرځيدلې ده ځکه چې داهم زمونږ د معاشرې يوه برخه ده لکه چې څرګنده ده اجړه ددې ناول هيروئن ده دلته اجړه خشاکى سره خبرې کوى او دغه شان د تيرو واقعاتو نه پرده پورته کوى . اقداردرې قسمه وى يوقسم ملى اقدار بللے شى لکه ننګ ،غيرت ،پښتو، پت، مړانه وغيره . دويم قسم اخلاقى اقداروى لکه رښتيا وئيل بل سره همدردىکول ، دبل مدد کول اونو ، دريم قسم رومانى اقدارى لکه وفا،مينه، محبت وغيره زمونږ پوهان په خپله معاشره کښې ددې واړو اقدارو په خورولو ډير زور ورکړے دے ځکه چې داديوانسان په شخصيت اوکردار جوړولوکښې بنيادى کردار اداکوى . يتيمان هم زمونږ دمعاشرې وګړى دى دوى ته دخپل ځان نه بيل نه دى کتل پکار ددوى خيال ساتل ډير ضرورى دى . سيدامير سرحدى په خپل ناول ((دانسانيت نمونه)) کښې دنورو ګڼو موضوعاتو سره سره وړاندې ذکر شوى موضوع ته هم دوام ورکړے دے دناول مرکزى کردار رحيم خان چې ديتيمانو غمخور اومحسن دے ديتيمانو يوې جرګې ته دتقرير کولو په موقع وائى . ((اے مسلمانانو يتيمان بچى داسې مۀ شمارئ چې پردى دى يتيمانو بچوته دخپلو بچو په شان ګورئ دازمونږ بچى دى دازمونږ دقوم بچى دى داهغه بچى دى چې رسول مقبول(ص) به خپله خوراکه دوى ته ورکړه اوپه خپله بۀ ئې په ځان لوږه تيره کړه يتيمانو ته په دير ښه نظر ګورى ددوى ډير امدادکوى چې دابچى خوشحاله وى )) دفاطمى بى بى زوې ګل زمان په يوسکول کښې سبق وائى کله چې يوه ورځ دسکول کارروائى شروع کيږى نواستاد ماشومانوته داسې نصيحت کوى . بچو!: په دنياکښې داسې ګران کار نشته چې دهغې علاج نه وى دهرګران کار څيز دپاره الله تعالى علاج پيدا کړےدے اوهرګران کار په محنت سرته رسى . بچو! انسان په دنياکښې هغه دے چې دبل چاپه کار راشى دب0ل په کار راتلل دانسانيت درجه ده )) هم دغه شان دخپلو ښواخلاقو او خوارۍ په وجه فاطمه بى بى سره دخپلو دوو بچو ګل زمان او نورجمالى دژوند ګاډے هم دغسې رغړوى اوخپله غريبه غريبى کښې خپل ژوند په خندا خوشحالۍ تيروى .

ځکه خورحمان بابا هم وئيلى دى

کر دګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شى
ازغى مۀ کره په پښو کښې به دى خار شى

 

د دروېش دراني دشاعرۍ موضوع

د دروېش دراني دشاعرۍ موضوع

             غزلبول درويش دورانيدځولۍ مجلې نه په مننه

  بريالی باجوړی

د پښتو شعر لكه څنګه، چې معلومه ده په حماسه پيل شوى دى او په پښتو شعر كې د ستاينې دغه دود تر ډېره وخته رواج درلود. دا هغه وخت و، چې په ځينو سيمو كې د پښتنو واكمني خپله وه او د سوبو لپاره به يې هره خوا تورې وهلې او هم په ځينو سيمو كې يې د پرديو تاړاكونو په وړاندې د خپل ټاټوبي او اّزادۍ د ساتلو لپاره تورې راوېستلې وې. بيا يو وخت داسې هم راغى، چې دوى پخپلو منځو كې په تربګنيو اخته شول او د نورو د خوښۍ لپاره يې په يو بل پسې تورې راوېستلې او يو بل يې سره ووهل. لوى هېوادنى مقصد ځنې هېر شو او د وړو وړو جاګيرونو د لاسته راوړلو په سيالۍ كې شول. هغه د خوشال خبره په ځاى وه، چې ويل يې:


پښتانه په عقل پوهه څه ناكس دي
كوټه سپي د قصابانو د جوس دي
اوښ له باره پخپل كور كې دى ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي

دغه وخت د پښتنو د ماتې او شكست وخت و او پخپلو منځو كې يو له بل سره د جاګيرونو د لاسته راوړلو په سيالۍ كې وو.  د سياسي بصيرت خاوند خوشال خان د دوى عيبونه ورته په مخكې اېښودل. د پښتنو د نيمګړتياوو او عيبونو په ښودلو كې د خوشال لهجه ډېره تونده، بې ډاره او بېباكه وه. څه يې چې ليدل هغه يې ويل او د پښتنو ټولو عيبونو ته يې په نېغه ګوته نيوله. په سياسي لحاظ د پښتنو د اصلاح لپاره دا په پښتنو كې لومړنى شاعر و، چې د دوى ذهنونه يې روښانه كول. په دغه دوره كې د پښتو شعر د كمال پوړيو ته رسېدلى و؛ خو بل كوم داسې شاعر نه و، چې د پښتنو سياسي روزنه وكړي او دوى پوهه او باخبره كړي.

په را وروسته وختونو او په تېره بيا په معاصر شعر كې لويه عنعنه دا وه، چې د بابا توره او د باباګانو سوبې او خپل لرغونى غيرت وستايي او د هماغه لرغوني غيرت پر بنسټ د خپل غيرت اظهار وكړي، چې:

نر يمه پښتون يم تاته يادې زمانې زما

 

خو كله، چې په دغه دوره كې ځوان نسل دې ته متوجه شو، چې زموږ شاعري د تورې، غيرت، اخطارونو او جنګونو يوه جنګنامه ده؛ نو د شعر ښكلاييز اړخ د سمبالښت لپاره يې د غزل لمنه ونيوه. د يار د خط و خال په ستالو كې يې ښكلي شعري مفاهيم او نوي خيالونه راپيدا كړل.

ارواښاد امير حمزه شينواري د غزل په لمنه كې هماغه پورتني موضوعات دننه كړل او يا د غزل غزليز مفاهيم يې د پښتو او پښتونولۍ لپاره په ډېره ماهرانه ډول وكارول. هماغه پخوانۍ موضوع وه؛ خو په نوې بڼه او انداز يې بدل و. شعري مفاهيم يې بدل وو.

د ډېرو څېړونكيو په وينا حمزه شنواري غزل پښتون كړ. د حمزه شينواري په څنګ كې ځنې داسې شاعران هم وو، چې د غزل په تنګه لمن كې د ورځني ژوند عمده مسايل ځاى كړل او د ژوند له مسايلو سره دغه غزليز پيوند يو بل خوند او رنګ پيدا كړ؛ خو كومه خبره، چې د پښتنو د اصلاح خبره وه هغه اجمل خټك، سيف الرحمن سليم او ارواښاد قلندر په يو نوي ډلو پيل كړه. يعنې د نوې زمانې نوې غوښتنې او ضرورتونه يې هم ورسره يو ځاى كړل. د دوى شعرونو لكه د يو بغاوت په توګه د پښتنو شعر ډېرې زړې عنعنې ماتې كړې. په انتقادي ډول يې يو ځل بيا د پښتنو د سياسي روزنې مشالونه بل كړل. د سرمايې په نظام كې د جمهوريت او برابرۍ غوښتونكي وو. د زبېښاك پر ضد يې پخپلو شعرونو كې د ولسونو د ذهنونو ويښولو ته خپلې هڅې جاري وساتلې. د ليډرانو ناودودو ته يې هم ګوتې ونيولې او په ډېره مېړانه يې وغندل.

دا عنعنه د هند د مصنفينو د مترقي انجمن په جوړېدو سره پيل شوه. تر يو وخته يې دوام وكړ، چې په كوزه پښتونخوا كې يې لويه سرچينه ولسي ادبي جرګه وه، چې په سر كې يې كاكاجي صنوبر حسين ولاړ و.

دې لړۍ تر ډېره دوام وكړ؛ خو بيا يو وخت داسې راغى، چې د پښتو شعر له ژونده ورو ورو لرې شو.

كه په اوسني وخت كې خبره كوو نو پښتو شعر د اوسني وخت غوښتنو ته ځواب نه لري. له نېكه مرغه په اوسني وخت كې دوه تنه داسې شاعران شته، چې په دغه پل روان دي، يعنې د خوشال خان عنعنه پالي، چې يو يې دروېش درانى او بل يې رحمت شاه سايل دى؛ خو دا هم بايد ووايو، چې دروېش خپله ټوله شاعري دغه مقصد ته وقف كړې ده. د دروېش په شاعرۍ كې هغه څه په نظر راځي، چې د خوشال په شاعرۍ كې وو؛ خو په دومره توپير، چې خوشال د خپل وخت او خپل اجتماعي موقف له مخې پخپلو ويلو توند، ډاډه او بې پروا و او د دروېش په وينا كې د شاعر عاطفه، صداقت او خواخوږي ډېره غالبه ده.

دروېش هغه شاعر دى، چې موږ ته زموږ نيمګړتياوې او خطاوې په داسې هنرمندانه ډول يادوي، چې موږ نه غوسه كوي او نه مو راپاروي؛ بلكې پخپلو غلطيو مو ژړوي. يا په بله وينا د پښتنو غوندې سركشه قو ته د ويلو په هنر ډېر ښه پوهېږي او په دې توګه زموږ ټولنيزه روزنه كوي.

تا دښمن هم په امان رساوه كور ته
موږ ملګري خپل په لار كړل زخم زخم
پر تا باندې د غليم او لاد هم ګران و
موږ بچي د مور او پلار كړل زخم زخم

دروېش د خپلې شاعرۍ د پيل په وخت كې د اجمل خټك تر تاثير لاندې و؛ خو د وخت په تېرېدو يې بيا خپله لاره بېله كړله. دروېش په يو بل شعر كې همدغه موضوع داسې يادوي:

لا تر اوسه وهي يو د بل سرونه
لا تر اوسه يو د بل په وينو پايي
بلل كېږي پښتانه دا يې معمول دى
ورور د ورور او خپل د خپل په وينو پايي

د پښتنو د تربګنيو او ورور وژنې دغه غميزه خوشال خان هم ډېره ژړلې ده او دروېش هم دغه غميزه په داسې هنرمندانه ډول وړاندې كوي، چې په زړه او ذهن كې ځاى نيسي او هر يو پخپلو كړو پښېمانه كوي:

ما خپله توره كړه د ورور په زړه كې ماته خدايه

چــې دښمن راغى زه په دوه لاسه وم پاتې خدايه

 

پښتانه په سياسي لوبو كې همېشه بايلونكي دي. په توره وهلو كې تكړه وي؛ خو د وېش په وخت كې بيا په دروازه كې ولاړ وي. خوشال هم پخپلو شعرونو كې څو ځايه دې خبرې ته اشاره كړې ده:

پښتانه په توره ښــــــــه دي تر مغولو

كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار

 

دروېش وايي:

دروېش مــدام وړي هر تاوان له خپله قامه سره

چې كله ځاى د ګټې راشي نو حصه نه غواړي

 

يوه بله موضوع، چې د پښتنو د تېر اېستلو موضوع ده؛ نو څرګنده خبره ده، چې پښتانه همېشه په اشخاصو غولېدلي دي يا په بله وينا اشخاصو تېر اېستلي دي. په سياسي لوبو كې يې په نيمه لاره كې پرې ايښي دي. چا په نورو پلورلي دي او څوك ورته د دوست په جامه كې دښمن جوړ شوى دى.

دروېش وايي:

نـــــــــــــه په زاړه باور لرو او نه په نوي څــــــــــــــراغ

موږ هغه څوك يو چې كورونه مو دي سوي څراغ

 

دروېش د ژوند په معركو كې د پښتنو بېځايه زړورتوب او سرښندنو ته هم ګوته نيسي او د مبارزې د هنر زده كولو ته يې ويښوي:

د شيش محل خلاف يې اخلئ لږ په پام ملګرو

باچـــــــــــا د هر كاڼي بغل ته دى لــــــړم ساتلى

 

دروېش د امن او سولې شاعر دى. جنګ نه غواړي. خپل قام ته د تورې ماتولو بلنه وركوي. د مينې، ورورۍ او محبت پيغام ورسوي:

رنګ به وي تر څو پورې په وينه توره ماته كړه
زړه د خلكو وګټه په مينه توره ماته كړه
نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شا ليلا سينه
پورته كړه دروېشه دا بې دينه توره ماته كړه

دروېش د انساني مينې سبق په دې ډول وړاندې كوي:

لمن مې ډكه ده په كاڼو خو څوك نه پرې ولم

په عـــــــــادتونو كې دا يو عادت د غره لرم زه

 

په پاى كې بايد ووايم، چې كه زموږ يو څو نور شاعران هم لكه د دروېش دراني غوندې زموږ په زړونو ګوتې كېږدي او عيبونه راوسپړي؛ نو روان معاصر شعر به زموږ په اصلاح او پوهونه كې څه برخه اخيستې وي. كه زما دې خبرې ته څوك ګوته ونيسي، چې په شعر كې نصيحت څنګه خبره ده؟ نصيحت خو ملا كوي او لارښوونه سياسي ليډر؛ نو زه به ووايم، چې سمه ده؛ خو ژبه او هنر د دروېش غواړي. خپلې خبرې د دروېش په يو څو بيتونو پاى ته رسوم او د ته په دغه كار كې د نور برياليتوب هيله لرم:

خداى خبر چې څه بلا وه په هر كور كې
تر سهاره به ژړا وه په هر كور كې
دومره زيات غربت هم نه و په وطن كې
سا مو اخيسته هوا وه په هر كور كې
د اولاد په رويه كې بغاوت و
د يو لوى جنګ ابتدا وه په هر كور كې
د بدل خبره نه كېده دروېشه
بس دعوه د خون بها وه په هر كور كې.

ليكوال: اشوراجنېش

ژباړن: صالح محمد صالح
مطالعه وكړئ


انسان كه څه هم فكر كوي، ډېر هوښيار دى، خو ناپوه دى. همدا باور د هغه ناپوهي ښيي. انسان جاهل دى، سره له دې چې پر خپلې پوهې باوري دى. همدا باور د هغه جهل ژوندى ساتي. د دې لپاره چې پوه شې چېرې يې او حقيقت دې څه دى، زړورتيا ته اړتيا لرې، پر ښكلو ارمانونو باور، ښكلى دى. ټول ارمانونه يوازې يوه كړنلاره لري، ستا واقعيت درڅخه پټوي، له همدې كبله موږ هڅه كوو ښكلي ارمانونه رامنځته كړو. موږ له سترو ارمانونو سره مينه نه لرو، بلكې هڅه كوو ځينې بدرنګ واقعيتونه پټ كړو.
خلك تل د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه فكر كوي، خو هر هغه څه چې ترسره كوي همدا تاوتريخوالى دى. يو څرګند تاوتريخوالى او بل هېڅ. څومره چې توندخويه او غوسه ناك وي، په هغه كچه د تاوتريخوالي د نشتوالي په اړه خبرې كوي.
هندوستان هم څو پېړنۍ كېږي د تاوتريخوالي د نشتوالي خبره كوي، خو تر اوسه داسې څه نه دي شوي او نه به وشي، ځكه همدا خبرې يو ډول وهم رامنځته كوي او كرار- كرار به نه ته وكړاى شې نور خلك وغولوې، بلكې ځان به دې تېرايستلى وي. كله چې له څو پېړيو راهيسې د تاوتريخوالي د نشتوالي خبره كوې، پر دې باوري كېږې چې په تا كې تاوتريخوالى له منځه لاړ. د تاوتريخوالي د وركېدا په اړه د خبرو اصلي لامل همدا دى.
يوه ورځ د هندوستان ولسمشر (جمهور رئيس) د مدرس ولايت په يوه كور كې اوسېده، څرنګه چې نه و، توانېدلى له سبو (سبزيجاتو) پرته نور خواړه لكه: غوښه، هګۍ او... پيدا كړي، ډېر خواشينى و. كه دى نه خوابدى كېده د هندوستان خلك به نه پوهېدل چې ولسمشر يې يو غوښې خوړونكى سړى دى، د ګاندي يو پلوى، خو د غوښو مينه وال؟ او دا هغه خلك دي چې تل د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه خبرې كوي.
دوى هر كال د تشريفاتو په ډول د ماتماګاندي قبر ته ورځي، دا هغه خلك دي چې د هغې پر قبر يې قسم كړى دى، خو بيا يې هم د غوښو خوړلو ته ادامه وركړې ده او لا هم حيوانات وژني.
دا څنګه د تاوتريخوالي له منځه وړل دي؟ انسان ولې داسې دى، تېرايستونكى او فرېبكاره؟ هغه كسان چې د پيرۍ او طريقت لار تعقيبوي، زيات مهال د دې ډول پټو كارونو په مرسته، ډېرو نورو چارو ته لاس اچوي. د ښكلو ارمانونو لرل ډېر ساده دي، كه خلكو ته وګورې حيران به شې، كه يې ارمانونو ته پام وكړې يقين به وكړې چې هغوى د خپلو ارمانونو په وړاندې ژوند كوي. د ارمانونو په پېژندلو سره يې كولاى شې په منطقي ډول دا پايله ترلاسه كړې چې دوى د خپلو ارمانونو خلاف ژوند كوي. يو ارمان يوازې دا ثابتوي چې يو شى شته، چې دا خلك د هغوى د ارمانونو تر شا پټوي.
يو هوښيار سړى هېڅ ارمان نه لري. پوه سړى له خپلې هوښيارۍ سره ژوند كوي، هغه يوه واحده ټوټه ده چې دننه او بهر يې سره وېشل شوي نه دي.
خو ټولې ارمانپالنې د انسان دننه، له بهر سره جلا كوي. نه دې پرېږدي چې ته په طبيعي ډول د ځان په سوچ كې شې، اړباسي دې هغه څه واوسې چې نه يې. ارمانونه تا ته (بايد) دركوي، يانې ته بايد داسې وكړې يا هغسې وكړې. د همدغه (بايد) له كبله ته په باور پيل كوې، چې ګواكې ډېر لوړ يې او ارمانونه دې هم ډېر عالي دي.
”وګوره زه څومره ښكلي ارمانونه لرم!“.
د هغو تشو خبرو تر شا، يو سم حقيقت هم پروت دى. پوه سړى كوښښ كوي بې ارمانه وي. يو غوسه ناك سړى غواړي چې مينه ناك وي. له كركې ډك سړى ارمان لري چې مينه يې په برخه شي. ټولې هيلې له مينې خبرې كوي، خو هغه څه چې پر ځمكه يې ترسره كوي يوازې يوه بدرنګه كركه زېږوي. د نړۍ ټول ملتونه د سولې په اړه خبرې كوي، خو هغه څه چې ترسره كوي، جګړې ته تيارى دى. دا وګوره له موږ څخه څه جوړ شوي دي، درواغجن او منافقين!
يو ملت هم د سولې راوستلو ته غوره لارې چارې نه سنجوي، ان هندوستان هم، چې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ستر ارمان لري او يو مذهبي هېواد هم دى! ټول هېوادونه د سولې خبرې كوي، حال دا چې جګړې ته تيارېږي. جګړه يو تلپاتى حقيقت او سوله يوازې د اسمان ورېځ او لوګى دى، چې سره پوښلي يې يو او له نورو يې پټ ساتلي يو.
تر هغه مهاله چې اوضاع په رښتينې بڼه ونه وينو، ترې د خلاصون بله لار نه لرو. كله چې غواړې په ژوند كې دې يو ارمان پوره شي، وګوره چې ولې يو غوسه ناك انسان د مينې تمرين نه شي كولاى؟ كه يو غوسه ناك سړى وغواړي چې مينه تمرين او تجربه كړي، څنګه به يې كوي؟
تر ټولو اوچت لاس هغه دى چې غوسه ناك سړى وځپي، دا لاس له دې پرته څه كولاى شي؟ دا لاس پخوا د نورو له لاسه په غوسه و، نن د خپلې غوسه له كبله، همدغې غوسې يې ځان ته بله بڼه او شكل غوره كړى دى. غوسه ناك هڅه كوي، مينه ناك وي. څه كوي؟ تر دې مخكې له نورو سره غوسه ناك و، نن د ځان په وړاندې غوسه ناك دى. دېته تاسې رياضت واياست. رضايت پالنه په اصل كې يوازې خپل ځان ځورول دي، يانې د ځان له ځورونې خوند اخيستل. خو زموږ خلك هغه كسان چې رياضت كوي پيران او سترې اروابولي. پرستش يې كوي. تاوتريخوالي يې اروا ته لار موندلې.
ته نور خلك ځوروې او هغوى خپل ځانونه. شكنجه او ځورونه ادامه لري دغه راز له دې ځور څخه خوند اخيستل هم، ايا هغه څوك چې له مېخونو پر ډكې تختې څملي، هغه مذهبي انسان دى؟ په دې كې كوم مذهبي شى پروت دى؟ دا سړى يوازې خپل ځان ځوروي، خو ته به داسې كسان ومومې، چې د دې ډول خلكو عبادت كوي، ايډيال يې دى، دوى فكر كوي دا ډول سړى (ستره اروا) ده!.
كه هوا سړه وي او درنه واوره اورېږي او يو سړى لوڅې پښې پر واوره ولاړ وي، نو څه كوي؟ يوازې خپل بدن ځوروي، خو خلك فكر كوي:
”څومره ستره اروا ده!“
دا سړى يوازې څو برېښنايي يا برقي ټكانونو ته اړتيا لري! په رواني لحاظ ناروغ دى، د ځانوژنې او ځانځورونې لېوالتيا لري.
ډېره اسانه ده چې يو قاتل ونيسې، خو هغه كسان نه شې نيولاى چې د ځانځورونې او ځانوژنې هڅه كوي، دواړه جنايت كوي او له تاوتريخوالي خوند اخلي. همدا وجه ده چې د ماتما ګاندي تاوتريخوالى څرګند نه دى، دى هم هغومره توندخويه دى، لكه اډولف هيټلر، توپير يوازې په ډول او لوري كې دى. د ګاندي تاوتريخوالى ډېر پټ دى، هغه ځان ځوروي، كه ته يو څو ك د څو ورځو لپاره وږى وساتې، دا له تاوتريخوالي يو ډك كار دى، كه ته ځان هم څو ورځې وږى وساتې، دېته ورته كار دى.
دا يوه ډېره خطرناكه لوبه ده، ځكه كله چې ته بل څوك ځوروې، هغه له ځانه دفاع نه شي كولاى، خو كله چې ته خپل بېګناه بدن ته شكنجه او ځور وركوې، دفاع ناشونې ده، ستا بدن ډېر ناتوانه دى.
كه ته له نورو سره توند او بدچلنده يې، قانون او پوليس د هغوى ملاتړ كوي، كه د ځان په وړاندې توند او بدچلنده يې، دلته نو كوم قانون نه شته. په حقيقت كې دا مهال، قاضي، پوليس او څارنوالي ستا په عبادت بوختېږي، ته څومره غوره كار كوې! همدا وجه ده چې د ځينو خرافاتو له كبله انسان په تيارو كې پاتېږي.
لومړى شى چې بايد ذهن ته وسپارل شي، دا دي چې يو غوسه ناك سړى په هڅو سره مينه ناك كېږي نه، ايا بل امكان هم شته؟ هو! يو امكان شته، هغه په هڅو، ارادې او تمرين سره نه كېږي، هغه هوښيارېدل دي.
د دې پر ځاى چې هڅه كوې مينه ناك شې او له تاوتريخوالي لاس واخلې، كوښښ وكړه له خپل تاوتريخوالي ځان خبر كړې، چې ستا تاوتريخوالى څنګه عمل كوي. ريښې او جرړې يې پيدا كړه. چې څنګه وده كوي، څنګه ستا په كړنو او وجود كې غزونې كوي. خپل تاوتريخوالى وګوره، پر همدې مهال هوښيار شه، پر دې مهال به ته ډېر حيران شې چې ستا تاوتريخوالى به د وخت په تېرېدو سره ورك كېږي.
هېڅوك هم نه شي كولاى په هوښيارانه ډول توندخويه وي، دا يو قانون او راز دى. هېڅوك په لوى لاس توندخويه كېدى نه شي، يوازې هوښيارۍ ته اړتيا ده، كېدى شي سړى كله- كله په غوسه شي، خو دا يو طبيعي امر دى، چې زموږ پيغمبرانو هم غوسه كړې ده، خو هرڅه خپل حد لري.
 .

 

 

 

 

دصالح ګل په ګوتو تړل شوي لفظونه

                                        زما زړه دغه سي غوټي ده مينه                           

كه څه هم مينه د درس، ښوونځي او دفتر حديث نه دى، خو دا بايد په ژوند كې زده شي، بې له شكه چې ټولنپوهان، اروا پوهان او انسان پوهان هم د مينې د زده كړييز حيثيت يوه خوله دي، زه په دې اندېښمن يم چې كېداى شي يو شمېر د مينې د زده كړې څخه دلشاد نه وي، زه د يوه انسان په صفت چې كلونه كلونه مې تجربه تر لاسه كړې او په دې لاره كې مې تر تاسو څو جوړې كالي زيات زاړه كړي دي، په يوه شي مې ايمان پيدا كړى دى: بدلون، په دې اساس كه د خپل اوسني ځاى څخه د مينې د ساحت په برخه كې خوښ نه ياست، كولاى شئ دا ځاى بدل كړئ، تاسو اصلاً كولاى شئ د خپلې مينې په برخه كې تازه ساحت را پيدا كړئ، تاسو يوازې كولاى شئ له هغو شيانو څخه چې تاسو يې لرئ نور هم ځينې برخمن كړئ، كه چېرې مينه ستاسو د مينې د راټوكېدلې چينې څخه را ونه ټوكېږي هيڅ يو تن به هم اوبه نه كړئ، كه له مينې څخه ډك زړه ولرئ كولاى شئ له دغې مينې څخه يو څه برخه نورو ته هم ورسوئ، له دې څخه بغير تاسو د وړاندې كولو لپاره بل څه نه لرئ، په بنسټيزه توګه څوك په مينه كې چا ته څه نه وركوي، بلكې بل څوك له خپلې مينې څخه برخمن كوي، نو په دې اساس زه هيڅ هم له لاسه نه وركوم، په هغه څه كې چې زه له نورو سره برخمن شوى يم، په خپل لاس كې لرم، د بېلګې په توګه، په هر هغه څه چې زه پوهېږم، كولاى شم نورو ته يې هم ور وښيم، زما له پوهې څخه څه نه كمېږي، ته بايد د مينې نوراني جرم په خپله سينه كې ولرې، تر هغه مهاله چې خلك ووايي: ”راشه، زما په ورغوي كې د مينې نورانې جرم اوبه او ويلي كړه.“، تر څو ته وكولاى شې د هغه دغه غوښتنه پر ځاى كړې، كه د مينې لمر دې په سينه كې ځلېدونكى وي، كولاى شې پر ټولو يو شان وځلېږې او هيڅ شى هم ستا د مينې له روښنايۍ څخه بې برخې نشي، بې قيد او شرطه مينه بايدله ګل او پروانې څخه زده شي، يو ځل په يوه دښته كې وم، هوا سړه وه، وريځ شوه، تېز باران پيل شو او زما وجود يې يخ او لوند كړ، هغه مهال د يوې ډبرې تر شا اجاق شقايق زه ګرم كړم، دا د مينې معجزه ده.

كله نا كله ځينو غونډو ته د خبرو كولو لپاره دعوت كېږم، كله چې زما د خبرو د موضوع په اړه پوښتنه كوي، زه ورته وايم: ”زما د خبرو موضوع مينه ده.“، حيرانېږي او را ته وايي: ”زموږ غونډه جدي ده، نشې كېدلاى چې كومه علمي موضوع مطرح كړئ؟“

همدغو تازګيو، مينه د يوې جدې موضوع په توګه منلې ده، پوهانو رښتيا هم مينه د هيرې كندې ته غورځولې ده، هغوى خپلې سترګې د ژوند د بې بديلې معجزې پر مخ ګنډلې دي، دا يو هولناك امر دى، ځكه موږ ټول مينې ته اړتيا لرو، لكه غنم ځمكې ته او شوره زر اوبو ته او لكه لېونى چې خوب ته اړتيا لري، ايا كېداى شې چې مينه هېره شي او بيا هم انسا ژوندى پاتې وي؟ د مينې خالي ځاى بېله مينې څخه په كوم بل هيڅ شي نشو ډكولاى.

البرت شوايتزر ويل: ”موږ په ټولنه كې ژوند كوو، خو له دې سره سره بيا هم له تنهايۍ څخه مرو.“

                                                               

که پر شعر ګړيږي نو دشاعر زړه پيدا کړه : کاروان


دافغان ادبي بهيرنه په مننه                                                

که پر شعر ګړيږي نو د شاعر زړه پيدا کړه : ليکوال : پير محمد کاروان


نن سبا د شعر د کره کتنې په نوم بلا ډيری خبرې روانې دي ، دا ډول خبرې د پيړيو په اوږدو کې هم

 

ښې ډيرې ګړنګيدلي چې ، ډيرو لږو يې ځای نيولی دی او نورو يې سر خوړلی دی .

شعر او بل هر هنر هغه ليلا ده چې، که ښکلا يې ارزوی نو د مجنون له سترګو به ورګوري او د

 

مجنون له زړه به ورته تله جوړوی ، د زمانو په بهير کې يواځې هغه کره کتونکي ځليدلي چې ، يا

 

ډېر اوچت شاعران ؤاو يا هم د ډېر ښکلي ذوق څښتنان ؤ، د پيړيو په اوږدو کې زښت زيات کره

 

کتونکي د شعر او ادبي نثر په کره کتنو کې ښوئيدلي د ي، د ښوئيدنې سبب يې يا بې ځايه رخه او

 

حسادت دی او يا هم د هنري او ښکلايز ځواک کمی .

 

ځينې بيا داسې دي چې ، ورېښم د لرګيو په تله تلي ،د نړۍ د ډېر عظيم شاعر رابندرنات

 

ټاګورشعرونه او نثري ليکنې بې قدره کره کتونکو غندلي او د ټاګور نازک زړګی يې بې درېغه سکونډلی دی .

کله چې د وروستی نړۍ ، ښکلا خوښوونکو د ټاګور شعرونو ته لبيک ووايه ، ټاګور د خوشالۍ

 

اوښکې تويې کړې، د نوبل د جايزې د ګټلو پر مهال يې په يوه غونډه کې داسې وويل : د ښکلا هغه

 

الهه چې ما په شرق کې لټوله ومې نه مونده، خو له غرب نه يې خپل زرين او د مينې ډک لاسونه

 

رااوږده کړل او په ډيري مهربانی يې زما پر سر راکاږل، تر دې خبرو وروسته بې قدره نقادان ځوړند

 

غوږونه له غونډې ووتل او پښې يې سپکې کړې، ځينې يې چې لږ څه د هنري وجدان درلودونکي ؤ،

 

د ټاګور پر هنري نبوغ اعتراف وکړ او خپلې خبرې يې بېرته واخيستې .

د ديود ديچز د شعر پيژندنې په مشهور کتاب کې د يوه اصيل کره کتونکي يو نقل قول داسې

 

راغلی دی : په هره ټولنه کې بد شاعران ډېر دي، خو تر بدو شاعرانو بد کره کتونکي په کرتو زيات

 

دي، د هر بد شاعر تر څنګ لس بد کره کتونکي راشنه کيږي .

همينګوي د داستان او ناول يو قهرمان ليکوال دی ، د اوبو غوندې روان او تصويري نثر لري ، د

 

ده نثر پر ډيرو لويو ليکوالانو اثر ښيندلی او ډېر ليکوالان يې مريدان دي، نوموړي د نوبل هنري

 

جايزه هم اخيستي ،يو وخت دده پر نورو نثرونو ډيره جارحانه او ظالمانه کره کتنه شوي وه،

 

همينګوی يو ځای د داسې کره کتونکو په هکله وليکل :
((

کره کتونکي د ادبياتو پر مخ سپږې د ي چې بې ځايه مزاحمت کوي)) له دې ليکنې نه زما مطلب

 

دا نه دی چې ، ګوندې ټول کره کتونکي بد دي ، نه خدای دې نه کوي ، ښه او پر ځای کره کتونکي

 

خو د ادبياتو وجدان بلل شوی ، خو له بده مرغه چې د ښو کره کتونکو ډېر کمی دی .

د انګريزي ژبې لوی شاعر ((ټي ايس ايليوټ)) چې د نوبل جايزه يې اخيستي د شعر ډېر ښه کره

 

کتونکی بلل کيږي ، ښايي سبب يې داوي چې نوموړی پخپله ډېر لوی شاعر ؤاوشعر سره يې زړه

 

تړلی ؤ، د نورو له ښو شعرونو يې روحاو قلبا خوند اخيست ، څه يې چې د نورو پر شعرونو ليکل د

 

روحاني او وجداني کيفيت زيږنده وه، وايي د دوی يو سمبوليک اوږ شعر چې د ماشين ځپلي

 

انسان په باب يې ليکلی ؤ، يو نړيوال شهکار ثابت شو ، د ده دا شعر د ده يوه بل ملګري ازراپاوند

 

چې پخپله هم لوی شاعر ؤ، پداسې حال کې په مجله کې خپور کړ چې ، ډېر بندونه يې ازراپاوند ترې لري کړي وو.

د ازراپاوند نقد پر ځای ؤاو پخپل نقد سره يې د ايليوټ شعر ته زښته زياته ښکلا ورپه برخه کړه .

پکار ده چې زموږ کره کتونکي د مينې او ښکلايزې تندې پر بنياد کره ليکنې وکړي ، نه د حسد ،

 

کينې او کم ذوقی پر بنياد ، که څوک د بې هنری او کرکې پر بنياد کره کتنې کوي ، داسې يې وبولی

 

چې خپل ذوق او خپل قلم به د بدرنګی په چينجيو خوري.

 

دبينوانه په مننه

شايددده زانګو لږتردي ښايسته وي

 

آللو للو للو  آ للوکرزی للو

 

آللو للو للو   آ للو کرزی للو    آللو للو للو   آ للوکرزی للو

کرزی  په  ارګ  کي  ويده دی لکه کاڼۍ د اوبو آللو للو للو  آللو للو للو

 

تا ويل زه شين زمری يمه د دنيا خوښ سړی يمه آللو للو للو

تا ويل ما انتخاب کړئ  غله  ورکومه ، پردي شړمه آللو للو للو

تا ويل ظالمان ورکومه دا خوار ملت ځيني ساتمه آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه مالګوبی د اوړو آللو للو للو   آللو للو للو

 

تا ويل  دا ملک بيله ما څوک جوړوای نسي  آللو للو للو

تا ويل شرمښان څوک بيله ما  ورکوای نسي آللو للو للو

تا ويل  چې  مټو ته مي څوک ټينګيدای نسي آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه تومنه د مستو آللو للو للو  آللو للو للو

 

چې  يې مړه کړه په زرو اوس تر ټولو لوړ دي په رتبو آللو للو للو

چې ستا وه هغه حريفان  اوس هغه دي لوی لوی وزيران آللو للو للو

ځيني  حاکيمان   وايي   خرڅوی  د خلکو  ناموسان  آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه  ژی د اوبو   آللو للو للو  آللو للو للو

 

هغه چي تا ته يې درکړه  ووټان هغه دي  ټولو ګريان آللو للو للو

مهاجر سوه  پښتانه له خپل مکان  دلته دي پرديان آللو للو للو

متنفر يو له وعدو غوږ نه نيسو په  اوتوبوتو  او پلمو آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو  آللو للو للو

 

مه ډاريږه توکل په خپلو خلکو اوپاک الله کوه آللو للو للو

ځنډ مه  کوه  ژر کوه په خپلو وعدو وفا کوه    آللو للو للو

تکيه په نورو مه کوه په  مټو تو او بسم الله کوه آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه ځک  دژړ غوړو آللو للو للو  آللو للو للو

 

چي ملت وهي په چپلاخه هغه به سی هزار سوراخه آللو للو للو

چي ملت وهي په سوک  اخته به سي په تور دوک آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو  آللو للو للو

 

که د ملت درته سوه شا په درد  دي نخوری  هغه او دا  آللو للو للو

موږدې  په للو للو راويښوو په باريکيو دي خبرو آللو للو للو

 

آللو للو للو   آ للو کرزی للو    آللو للو للو   آ للوکرزی للو