دسنګين ولسوالي له ياغيانو پاکه شوه
دهېواد دترټولو ناقراره ولايت هلمند ديوې ولسوالۍ له ياغيانو څخه پاکول ښايي دافغان او ناټو ځواکونو دهغو وعدو دپوره کولو پيل وي چې له اوږدې مودې راهيسې يي په اړه ټټر واهه .
په هلمند کې دIWPR ژورناليست عزيزاحمدتسل
دسنګين ولسوالي چې دولايت شمال لوري ته دکجکي او موسې قلعه ولسواليو سره ګډه پوله لري داپريل په ١٢ دناټو او افغان ځواکونو لاس ته ورغله خو هغه مهال يي لا ډيرې سيمې دافراطي طالبانو لخوا کنترول کېدې داپريل په ٣٠ ناټو او افغان ځواکونو په ګډه ددغې ولسوالۍ څخه دطالبانو دبشپړ شړلو ادعا وکړه چې ددوى دغه ادعا دسيمې دخلکولخوا هم تائيد شوې ده .
سنګين دهلمند دډيېرو نورو ولسواليو په څير له ډېرې مودې راهسې په بشپړه توګه دطالبانو لخوا اداره کېده او حکومت دلاسه وتلو ولسواليو له ډلې څخه لومړۍ هغه ده چې بيرته يي ترلاسه کوي .
دهلمندد پوليسو دقوماندان نبي جان ملاخيل په وينا دولسوالۍ دبيرته نيولو په وخت کې يي طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې خو دولتي او بهرنيو ځواکونو ته پکې دزيان اوښتو خبره نه مني ملاخيل وايي : ((دري اونۍ كيږي چي په سنګين كي عمليات روان وو چي په نتيجه كي يوسل او پنحوس تنه طالبان اودهغوي نور خارجي ملګري لكه پنجابيان،اوعرب مړه شوي دي )) ده زياته کړه (( دولتي او ناټو ځواکونو ته پکې هيڅ زيان نه دى اوښتى ))
دملا خيل په وينا په عملياتوکې تر دوه زرو افغان او ناټو قواوې برخه لري او دسنګين نه وروسته به نورو سيمو ته غزول کيږي .
دغه راز دناټو ځواکونو يو وياند چارلي مير دهلمند په پي آر ټي کې يوې خبري غونډې ته دخپلو برياوو په اړه مالومات ورکړل نوموړي وويل چې دطالبانو پرضد ددوى عمليات له ګريشک څخه پيل او بيا يي دسنګين ولسوالۍ ته ورسول چې له امله يي طالب جنګياليو ته کلکه ماتې ورکړه .
له بلې خوا دسيمې خلک بيا هم لکه دتيرو جګړو له امله دخپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوي که څه هم چې دسيمې وګړې دا ځلې دناټو له بمباريو سرنه ټکوي خو وايي چې جګړه دومره زوروره وه چې دوى يي له وېرې دخپلو کورونو پريښودو ته اړ شول .
ددي جملي نه سيد شاه اكا چي دسنګين نه راسره په ټليفون خبري وكړي وويل (( موږ ټول عاجلومرستوته ضرورت لرو موږ دبمباريو اوجنګ له وېرې خپل کورونه پريښي))
دغه راز سيد شاه ددولت او ناټو ځواکونو څخه دخپل پور غوښتنه کوي او هغه ځکه چې دوى دکوکنارو دنيش پر وخت جګړې پيل کړې چې له امله يي کروندګرو ددې توان نه درلود چې دخپلو کرل شويو کوکنارو حاصل ترلاسه کړي سيد شاه وايي : (( موږ ددولت نه خپل پور غواړو ځكه هغه كروندي اوتارياك چي موږ كرلې وو هغه ټول وچ شول موږ نشواي كولۍ چي خپلو سيموته ولاړشو))
٢٧ کلن محمد نسيم بيا وايي چې جګړه دنه وي نور که طالبان يي سيمه کنترولوي او که دولت نوموړي ته بې ارزښته ده دى وايي (( موږ فقط جنګ نه غواړو نور چي هر څوك وي په موږ يي فرق نشته موږته دي امنيت راولي موږته دي كارپيداكړي نورنوولاكه شي راپاته وي كه دارقم حكومت وو نو ضرور به موږهم دطالبانو سره ملګري شو))
٢٦ کلن ګل احمد چې تازه له سنګين څخه لشکرګاه ته راغلى وايي چي دجګړې نه وروسته يي افغاني ملي پوليس کورونو ته په زور ورننوزي او ورسره تريخ چلند کوي نوموړى وايي چې دپوليسو ددې چلند څخه دسيمې خلک پوزې ته رسيدلي دي ګل احمد وايي : (( په دي عملياتوكي بمباري ونه شوه خوسخت جنګ وشو چي داموږته معلوم نشول چي څومره عام وګړي به مړه شوي وي په اوسنيوورځوكي ملي پوليس خلک ډيرځوروي اودوي زموږ په كورو كي تلاشي كوي زموږپه كوروكي راداخيليږي))
دبل لوري قاري يوسف چي ځان دطالبانو وياند بولې د تليفون په كرښه اى ډبليو پي آر ته وو يل چي جنګياليو ته يي په دې جګړه کې زيان نه دى اوښتي او دوى دسنګين له ولسوالۍ څخه ديو پوځي تکتيک له مخې وتلي دي قاري يوسف وويل (( موږ ته هيچ زيان ندي اوښتې افغان دولت خوراپه تبلغاتو كي پرمخ تللي دي دا يونظامي تكتيك وو چي موږ په شاه شوو ، موږ ډير زر خپل نظامي قووت تازه كول غواړواو ژربه ځوابيه حمله پيل کړو))