د موسې کلا راتلونکې به څه ډول وي؟

 

(د هلمند ولايت) شمال ته په دې پرتې ولسوالۍ کې واکمن طالبان ډاډمن دي، چې د ژمي پر مهال به د هلمند ولايت نور پاتې برخې ته ځانونه ورورسوي.  

 

په لښکرګاه کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عزيز احمد تسل ليکنه

 

په موسې کلا کې د ماښام  تياره د خپرېدو په حال وه  او ما لا تر دې دمه د پوځي پريټ ننداره کوله، چې زما له مخې  تېرېده.

 

هغوی د حکومتي پوليسو اوامنيتي ځواکونو د موټرونو په څېر په شنو، خاکي او سپين رنګه موټرونو کې سپاره و. يوازينی توپير يي داو، چې په هغوی کې د طالبانو پياده سرتيرې و، مظبوط، او په هيبتناکو څېرو کې د موټرو شاته ناست و.

 

هغوی مروړلې، زياتره تور رنګه، پګړۍ په سر او لينګي يي د موټرو دواړو خواووته زنګېدل. په لاسونو کې يي کلاشينکوفونه، ماشينګڼې او آن راکټ لانچرونه نيولي و. 

 

يو طالب ماته وويل، زياتره دا موټرې  يي له حکومت څخه نيولي دي.

 

ما د هغوی قوماندان ښار ته دتګ پر مهال وليد. هغه بېوسلې و. لکه چې نه يي غوښتل د چا پام ورته واوړي. هغه په هلمند کې برتانوي سرتېرو ته نه پاتې کېده، چې هيڅکله بېوسلې نه ګرځي.  

 

هغه زما پوښتنو ته ژر، ژر ځواب راکړ او آن خپل نوم يي راته وښود. د هغه  نوم "انقيادي" و.  هغه ماته اجازه راکړه، چې عکس يي واخلم، خو کله چې د کمرې مخې ته ودرېد، نو مخ يي په تور خړ رنګه دستمال پټ کړ.

 

هغه وويل: "د هلمند ولايت پنځه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې دي. له لښکرګاه او د نورو ولسواليو له مرکزونو پرته نورې برخې هم د طالبانو ځمکه (قلمرو) ده. هلته  برتانوي او افغاني ځواکونه په لږه برخه باندې کنترول لري."

 

هلمند 13 ولسوالۍ لري او آن حکومت ددې پخلی کوي، چې لږ ترلږه څلور هغه د طالبانو په لاس کې دي. دې ولسواليو ته تګ او راتګ  له طالبانو له خوښې وروسته  کېدای شي.

 

هغسې چې طالبان بهرنۍ موسسې "خپلې"  سيمې ته نه پرېږدي، نو له دې امله نوموړو ولسواليو ته د مرستو لېږدول له خنډ سره مخامخ شوي دي. په سپتمبر کې چې حکومت غوښتل د ګوزڼ د واکسين په پروګرام پيل وکړي، نو له طالبانو څخه يي په دې سيمو کې د واکسين د کولو اجازه تر لاسه کړې وه.

 

انقيادي وويل: "موږ له خلکو سره پخپله مرسته وکړه. څنګه چې واکسين د ماشومانو لپاره و، نو ځکه مو د هغه پروګرام له پرمخ وړلو سره موافقه وکړه. له دې پرته دلته  د ناحکومتي موسسو هرکلی نه کيږي."

 

د ماشومانو په اړه د طالبانو اندېښنه د ښوونځيو له پرانيستلو سره مرسته نه کوي. په موسی کلا کې له يو څو لومړنيو ښوونځيو پرته نور ښوونځي فعال نه دي.

 

انقيادي وويل: "دا ځکه چې تعليمي نصاب بدل شوی دی. که چېرته زوړ نصاب وکاروي، نو موږ به يي مخه ونه نيسو."

 

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال له زده کړې څخه خپل ځانګړی تعبير درلود.  آن د ماشومانو له خوا د کتاوبنو لوستل بايد د هغوی له فکر او فلسفې سره سم وي. لکه  "الف" د الله، "ج" د جهاد په توګه.

 

د طالبانو د کنترول له امله  د موسی کلا سهيل لويديځ ته د کجکي د برښنا د بند  پروژه هم وځنډول شوه.د امريکا متحده ايالتونه زيار باسي، ترڅو دا بند ورغاوي، ترڅو دهغه ولايت برښنا ښه کړي.

 

انقيادي کجکي بند ته تلونکي سړک ته ګوته ونيوه. هغه وويل: "ددې سړک جوړول د امريکايانو تر لاس لاندې دي. خو موږ به يي هيڅکه پرې نه ږدو، چې جوړ يي کړي."

 

نوموړی قوماندان ډاډمن برېښېده، يانې څه چې طالبان وغواړي، هغه کولای شي. 

 

هغه وويل: "پروسږکال مو چريکي جګړې کولې. سږکال به جبهه يي جګړې پيل کړو. زموږ ليکې دومره غښتلې دي، چې بهرنيان به يي هيڅکه هم کمزوري نه کړي. بهرنيان په موسی کلا باندې د لويو بريدونو خبرې کوي.  موږ هغې ته چمتو يو. يوازې په موسی کلا کې موږ 2050 تکړه وسله وال جنګيالي لرو. موږ ته له بريد سره مقابله ډېره  آسانه وي.  موږ غواړو دا ژمی ټول هلمند  ونيسو."

 

داسې نه بريښي، چې حکومت دې د طالبانو او د هغوی له زياتيدونکي ځواک سره د مقابلې په چل وپوهيږي.

 

د هلمند د امنيه قوماندان، حسين انډيوال ددې خبرې پخلی وکړ، چې د هلمند ولايت زياته برخه د زياتې مودې راهيسې د طالبانو په لاس کې ده

 

هغه وويل: "موږ د خلکو له خونديتوب څخه د ډاډ لپاره له هغوی سيمو څخه په شاتګ وکړ.  هغه مهال چې موږ هلته و، طالبان د خلکو کورونه ته تلل او هغوی يي وژل او له حکومت سره د کار کولو له امله يي د هغوی سرونه پرې کول. خو هيله من يو چې دا سيمې بېرته ډېر ژر ونيسو."

 

"طالبان غير انساني کارونه کوي. هغوی ولس ترهوي."

 

انډيوال د طالبانو په منځ کې د بهرنيو يادونه وکړه، خو نور يي څه څرګند نه کړل.

 

هغه وويل: "طالبانو د نورو لپاره كار کوي. هر څه چې هغوی کوي، د نورو په ګټه دي. کشکې هغوی هغسې چې وايي د خپلو خلکو او اسلام لپاره کار وکړي."

 

خو انقيادي بهرنيو هيوادونو ته د طالبانو د کار کولو خبره رده کړه.  

 

هغه وويل: "موږ سره هيڅوک مرسته نه کوي. موږ خپلواک يو. پاکستان له موږ سره کار نه لري. دلته بهرني القاعده نه شته. دا مازې د طالبانو په وړاندې يو پروپاګند دی."

 

انقيادي د حکومت او د نړيوالو ځواکونو له خوا د زيانونو په اړه خپاره شوي رپوټونه هم ناسم وبلل. هره پلا چې يوه لويه جګړه ونښلي، نو وايي، چې د هغوی ځواکونو بې شمېره طالب جنګيالي ووژل، په داسې حال کې طالبان ادعا کوي، وژل شوي خلک ټول ولسي خلک و.

 

هغه وويل:  "حکومت تل ناري سوري وهي، چې په عملياتو کې يي زيات شمېر طالبان ووژل، خو هغه ټول ولسي خلک وي."

 

انقيادي وويل، هغه او نور طالبان په کلکه وسله والې مبارزې ته ژمن دي.

 

هغه وويل: "موږ له دې يرغلګرو سره څو، څو ځلې جګړې کړې. دازموږ دنده ده. زموږ جهاد روان دی."

 

د موسي كلا د ښاريوه څنډۀ

دنا ټو ځواكونو د بمبارئ په پايله كې په موسي كلا ولسوالۍ كي ډير دعامو خلكو كورنه وران  و يجاړ شول

وران شوي كورونه

ځان وژونكي

دا كس سره  د دريو نوروملګرو  چي غوښتل يې د لښكر ګاه په ښار كې خپل ځانو نه وچوي د پوليسو له خوا ونيول شول

ځان مر ګي

د ځان مرګي صدرۍ

دا هغه واسكټ دي چې ځان وژونكي يې په  ځان پوري تړي دا ځل په هلمند كي ځان وژونكي  په خپل هدف كې بريالي  نه شو ځان وژونكي سره د خپلو موادو په لښكر ګاه كې د پوليسو له خوا ونيول شو

دجان چوونكي واسكټ

د نا ټو په بمبارد كي نړيدلي مسجد

دموسي كلا مسجد

دغه مسجديووخت نه يوا ځي په ظاهيري ښكلا ښايسته ووبلكي هر وځ په سلګونو خلكو پكي په امام پسي لومنځ كوي چي دا ځل نا ټو سپيري خاروي په ځاي پريښودي

عكس اخستونكې (تسل)

 

 

 

د موسی کلا د بريد په هکله معشويت

 

له طالبانو څخه د موسی کلا د ولسوالۍ د نيولو لپاره د پوځي عملياتو په هکله د ناتو د وياند خبرې له توپيرونو ډکې دي.

 

په هلمند کی د آی ډبليو پي آر د خبريالانو، عزيزاحمد تسل او محمد الياس داعي  لیکنه

 

له موسی کلا څخه د طالبانو د شړلو لپاره د نړيوالو ځواکونو او ملي اردو ګډ د عملياتو په پايلې کې لا دا جوته نه ده، چې آيا د هلمند  شمال ته  دې پرتې ولسوالۍ لا سقوط کړی او که نه.

 

نن د دسمبر په 11 په کابل کې رسنيو ته په يو خبري کنفرانس کې د افغانستان د دفاع وزارت او د ناتو   تر مشرۍ لاندې نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) وويل، چې ولسي خلکو ته د زيان د نه رسيدا او سرتېرو ته له تلفاتو پرته طالبان له هغه ولسوالۍ څخه شړل شوي دي.

 

د هلمند والي اسدالله وفا هم رسينو ته وويل، چې موسی کلا اوس د ملي اردو او ايساف د ځواکونو په لاس کې ده. 

 

طالبانو هم آی ډبليو پي آر  ته وويل، چې هغوی ولسي خلکو ته د زيان د رسيدا او هوايي بمبارۍ د مخنيوي له امله ولسوالي پرېښې ده.   

 

د ايساف وياند په لښکرګاه کې وويل، د سمو معلوماتو ورکول يو څه وختي خبره ده.

 

د ايساف وياند، ډګروال ريچار ايتون د يو خبريال پوښتنې ته چې آيا ملي اردو او ايساف د موسی کلا ولسوالي نيولې ده، وويل: "په دې شېبه کې نه. ملي اردو خپل پوځي عمليات پيل کړي دي."

 

ايتون وويل، ښايي مغشوشيت د ناسمې ژباړې له امله وي.

 

هغه وويل:"کله چې افغان حکومت ته ايساف وويل،  موږ په موسی کلا کې يو، نو زموږ مانا دا وه، چې موږ د هغې څنډو ته رسېدلي يو، نه د هغې مرکز ته. ښايي دا خبره په پښتو يا دري باندې ناسمه ژباړل شوي وي."

 

خو د هلمند والي، اسدلله وفا په خپلې خبرې ولاړو.

 

هغه نن د خبريالانو يوې راټولې ډلې ته وويل: "دا ناسمه ده، چې څوک وايي موږ موسی کلا نه ده نيولې. طالبانو ماينونه اونور چاودېدونکي توکي ځای په ځای کړي دي، له دې امله موږ په احتياط مخ په وړاندې ځو."

 

" زه پوهيږم، ما ويلي و، چې موږ به نن حکومتي بېرغ د موسی کلا دپاسه وځړوو، ... خو د درنو بمباريو له امله مو دا کار ونه شو کړای. خو زموږ سرتيري پخپله بيرغونه دي، له دې امله ويلي شو، چې افغان بيرغ هلته دی."

 

 د هلمند شمال ته د موسی کلا کوچنۍ ولسوالي د فبرورۍ د مياشتې راهيسې د طالبانو مرکز و، چې د هغه ولسوالۍ بشپړ کنترول يي تر لاسه کړ او خپل بيرغ يي د هغه ولسوالۍ په مرکز کې هسک کړ. ښايي  دا ولسوالۍ  له سمبوليک ارزښت پرته ستراتيژيک ارزښت و نه لري. د ولايت په منځومانه کې د طالبانو له خوا د يوې ولسوالۍ تر لاسه کول د حکومت او بهرنيو پوځونو لپاره يو سپکاوی ګڼل کېده.

 

ايساف د مياشتو مياشتو راهيسې غوښتل دا ولسوالي بېرته ونيسي. تېره اوونۍ د دسمبر په  اوومه هغوی خپل پلان ته د عمل جامه ورواغوسته. د ملي اردو د سرتېرو په مشرۍ او د ايساف د ځمکني او هوايي ملاتړ له مخې نوموړ ځواکونو هغه ولوسالۍ ته پرمختګ پيل کړ.

 

د ولايتي بيارغاونې ځايي چارواکو ددې خبرې پخلی وکړ، چې بريد کوونکو د ولسوالۍ د ويجاړتيا د مخنيوي په خاطر ډېر ورو او په پوره پام مخکې ځي.

 

يو چارواکي په خصوصي توګه وويل: "خبره د طالبانو ځبېښل دي. موږ په ډېر پام د ولسوالۍ د مرکز په لور روان يو."

 

خو ښايي داسې څوک نه وي پاتې شوی، چې وځبېښل شي. افغان حکومت او ياغيانو دواړو له موسی کلا څخه د طالبانو د وتلو خبره وکړه.

 

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي وويل. "طالبان د بهرنيانو د درنې بمبارۍ له امله له يوې مخې له موسی کلا څخه ووتل. موږ اندېښنه درلوده، چې ښايي ولسي خلک ووژل شي. طالبان نورو ولسواليو ته له بهرنيانو سره د جګړې لپاره ولاړل."

 

حکومت ددې خبرې پخلی وکړ، چې طالبانو د موسی کلا سهيل ته د سنګين په ولسوالۍ بريد کړی دی.  د ملي دفاع د وزارت وياند، ظاهرعظيمي وويل طالبانو ته له درنو بمباريو وروسته په سنګين کې هم ماته ورکړ شوه.

 

د ايساف وياند، جنرال کارلوس برانکو نو په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، پوځي عمليات له لږ رسيدلي زيان وروسته بشپړ شول.

 

هغه وويل: "موږ په خپلو هوايي بمباريو کې له ډېر پام څحه کارواخيست. له دې امله په دې عملياتو کې ولسي خلکو ته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې. يوازې د ناتو دوه سرتېري د ماين د چاودېدو له امله ووژل شول."

 

برانکو په موسی کلا کې د افغان ملي اردو د سرتېرو سرښندنه او د دندې د ښه پر مخ وړل وستايل.

 

د ملي دفاع د وازرت وياند، عظيمي وويل د افغان ملي اردو سرتېرو ته هيڅ زيان نه دی رسېدلای. هغه وويل، افغان حکومت او ناتو پرېکړه کړې وه، په هره بيه چې کيږي، موسې کلا به نيسي.

 

هغه وويل: "موږ به تر هغه په موسی کلا کې پاتې شو، تر سل په سل په سلو کې ددې ډاډ تر لاسه کړو، چې ملي پوليس د هغې د امنيت د تامينولو وړتيا تر لاسه کوي. له هغې وروسته به خپل پوځونه وباسو."

 

د عظيمي د وينا له مخې زيات شمېر طالبان حکومت ته اوښتي دي.  هغه وويل: "موږ د خبرو تر بشپړېدو پورې نور جزئيات نه شو ورکولای."

 

په بريد کې د زيان د کچې د لږولو په موخه په ډېر پام د حکومت او ايساف د پوځي ګډو عملياتو انځور له موسی کلا څخه

 

له راغلو رپوټونو سره په بشپړ تضاد کې و، چې د هغه ځای اوسيدونکي د اوونۍ زياتره برخه د بمبارۍ او توپونو له امله له ډار او ترهې سره مخامخ شوي و.   

 

له موسی کلا څخه راغلي خبرونه له دې امله محدود دي، چې زياتره تيلفوني ليکي د بمبارۍ له امله شليدلي وې.

 

د ستلايټ تليفونونو له لارې يو شمېر خلکو نن د موسی کلا د وضعې په اړه معلوملات ورکړل.

 

د موسی کلا يو اسويدونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "تېرې پنځه ورځې د دوزخ په څېر وې. نن يو څه کراري ده. خو لا بمباري روانه ده. خلک ترهيدلي دي."

 

هغه زياته کړه، د ولسوالۍ مرکز تړلی و. خلک له ډاره له کورونو څخه، آن د اوبو او ډوډۍ په څېر اړينو شيانو د ترلاسه کولو لپاره  نه وتل.

 

هغه وويل: "بازار تړلی دی. زه هلته يوه هټۍ لرم. زه اندېښمن يم، چې څه به پيښ شي. موږ نه پوهيږو، چې څه وکړو. په

 

لسګونه خلک وژل شوي او ټپيان شوي دي. موږ د هغوی  راټولولو ته ځانونه نه شو رسولای. موږ په هيچا باور نه شو کولای، نه په طالبانو او نه په حکومت."

 

يو بل ځايي اوسيدونکي، معروف ددې خبرې پخلی وکړ.  

 

هغه وويل: "د موسی کلا د مرکزي جومات په ګاونډ کې د نابو اکا کلی بمباري شو. اته ويشت تنه ولسي خلک يوازې هلته

 

ووژل شول. مړي لا تر اوسه د خاورو دوړو لاندې دي. د هغوی تر منځ ښځې او ماشومان و. هلته طالبان نه و."

 

هغه يو څه سا ونيوه او ويي ويل: "دا يوه غميزه ده، بس يوه غميزه!"

 

په عين حال کې داسې بريښي، چې د طالبانو روحيه لوړه وي، سره له دې چې له ولسوالۍ ايستل شوي دي.

 

د طالبانو يو ځايي قوماندان وويل: "موږ د موسی کلا د بېرته نيولو پلان ترلاس لاندې لرو. موږ خلکو ته ويلي، چې اندېښنه ونه کړي. ښايي په دې راتلونکو ورځو کر خپل متقابل بريد پيل کړو. موږ به تر هغه جګړه وکړو، چې بهرنيان مو پاک کړي نه وي."

 

د مفتي عبدالرحمن په نوم د طالبانو يو بل قوماندان آی ډبليو پي آر  ته وويل: "موږ به موسی کلا له لاسه ور نه کړو. موږ اوس هغه حکومت ته پرېښې ده، خو په راتلونکي کې به يي بېرته ونيسو."

 

د طالبانو يو بل قوماندان، چې د 300 سړيو لرلو ادعا يي وکړه، وويل: "دا به له بهرنيانو سره زموږ وروستۍ جګړه نه وي.  موږ به له هغوی سره تر وروستۍ سا پورې جګړه وکړو، ترڅو له هغوی څخه خپل هېواد پاک کړو."

 

ځايي خلکو آی ډبليو پي آر  ته وويل،  هغوی غواړي ځانته پاتې شي. ژمی راروان دی، د اوړي د ورځو په پرتله له کور او کوډۍ پرته ژوند ډېر ګران دی.

 

عبدالمناف وويل: "موږ بيخي پرېشان يو. دا ورځې شپې ډېرې سړې دي. ښځې او ماشومان ناروغ شوي دي. موږ له حکومت څخه (دمرستې) غوښتنه کوو."

 

د موسی کلا يو بل اوسيدونکی، حاجي غلام محمد وويل: "والي ژمنه کړې وه، چې ولسوالۍ ته به سوله راولي.  هغه اوس چېرته دی؟ ملي اردو او ناتو په موږ بمونه اوروي. هغوی موږ په توپونو ولي."

 

"دا د طالبانو د ماتې په مانا نه ده. پر ځايي يي هرڅوک طالب کيږي. لطفا، حکومت ته وواياست، که غواړي چې موسی کلا ونيسئ، نو بايد د بيګناه خلکو وژل ودروئ. که نه نو ولسي خلک به له طالبانو سره ودريږي."

 

 

 

بهرني پوځونه په هلمند کې په ډله ييزو وژنو تورن دي.

دخاريجيانو په لاس حلال شوي كس 

 

بهرني پوځونه په هلمند کې په ډله ييزو وژنو تورن دي.

 

د سهيلي سيمو اوسيدونکي د افغاني او بهرنيو سرتيرو له لاسه د يوې ترخې شپې کيسې کوي.  

 

په لښکرګاه کې د آی ډبليو  پي آر د خبريالانو، مطيع الله مينه پال او عزيز احمد تسل  ليکنه

 

د لښکرګاه په بيړني روغتون (Emergency Hospital) يو ځوان په بستر کي پروت دی. ستونی يي بنداژ شوی دی. له خولې يي په سختۍ خبره راوځي. هغه خپل لاس په ټپ باندې ايښی، خبرې يي بندې بندې کيږي. هغه  پسيږي او وايي: "زما دوه وروڼه! زما دوه وروڼه!"

 

هغه عبدالمنان نوميږي. خو ځايي خلک هغه ته "نانوای" وايي. هغه د هلمند ولايت د ګرمسېر د سهيلي ولسوالۍ د توبې له کلې څه ناڅه دوه کيلومتره وړاندې د لکړې په سيمه کې د ډوډۍ پخولو يوه هټۍ لري.

 

هغه د نومبر د مياشتې په اتلسمه د توبې په کلې باندې د شپې له خوا د افغان او بهرنيو ځواکونو  له خوا په اورميږ باندې ټپونه خوړلي و. د سترګو ليدلي شاهدان وايي، سرتېرو په يو بريد کې چې آن د افغاني جګړې له کچې څخه وتلې خبره وه، اتلس تنه ولسي خلک ووژل.

 

سره له دې چې بريد درې اوونۍ دمخه تر سره شوی و، خو له هلمند بهر لا د هغې په هکله نه کوم خبر خپور شوی و او نه کومه تبصره شوې وه.

 

عبدالمنان وويل: "د سها رد دوو بجو شاوخوا کې مو د الوتکو غړمبهار تر غوږ شو. له خوبه پاڅېدم. شاوخوا مې وکتل، خو څه شی مې سترګو ته رانغلل. دوه وروڼه مې چې په بلې کوټې کې وېده و راغلل او ويي  ويل څه خبره ده. ما ورته وويل، څه شی نه شته، لاړ شئ، وېده شئ. هغوی زما له خبرې سره سم لاړل او څملاستل."

 

"وروسته مې يو غږ   واورېد. بهر ته مې وکتل، وسله وال مې تر سترګو شول. هغوی راوختل او زما د وروڼو کوټې ته ورننوتل. له هغوی يي وپوښتل، آيا تاسو طالبان ياست؟ يو ورور مې وويل، نه، موږ هټيوال يو. راشه او کور مو تالاشي کړه. موږ نه ټوپک لرو، نه بل څه شی. سرتېري هغه په هماغه ځای وويشت. زما هغه بل ورور يي ماته راوست او د هغه لاسونه يي وتړل.  وروسته يي د هغه ستونی ورپرې کړ. ما د هغه سوڼار اورېد. ما لا د هغه اواز اورېد، چې هغوی ماته رانژدي شول."

 

"يو سرتېرې لږ شانته په پښتو خبرې کولې. هغوی له ما وپوښتل، که موږ طالبان واوسو، ما ورته وويل، نه موږ هټيوال يو. هغوی زه دېوال ته مخامخ ودرولم او لاسونه يي راباندې وتړل. هغوی چاړه زما اورمېږ ته ونېوله او درې ځلې يي پرې کړم.   بيا يي راباندې يو زوړ ترپال واچاو او لاړل."

 

"خو زه نه وم مړ شوی."

 

کله چې عبدالمنان د ترپال لاندې پروت و او لاس يي د ستوني په ټپ باندې ايښی و، سرتيرې په کور کې ګرځېدل او ماشومانو چيغې وهلې.

 

هغه وويل، کله چې له کم و زيات نيم ساعت وروسته سرتېرې لاړل، "زه ودرېدم او د ورور خوا ته مې لاړم. د هغه بدن يخ و."

 

ښځې او ماشومان ژوندي او له نورو کورونو څخه له راغلو خلکو سره يوځای په بلې کوټې کې و. هغه وويل: "هرچا چېغې او کوکارې وهلې."

 

سهار ته يي عبدالمنان د لښکرګاه روغتون ته راوړل شو.

 

هغه وويل: "زه ژوندی پاتې شوم. خو وروڼه مې مړه شول. اوس څه وکړم؟"

 

د هلمند ولايت اوسيدونکي له تېرو څو مياشتو راهيسې له هوايي بمبارۍ سره اموخته دي.  څنګه چې طالبان او بهرني ځواکونه د ولايت د کنترول لپاره له يو بل سره جګړ ه کوي، ولسي خلک تل په منځ کې ګير پاتې وي.

 

نړيوال ځواکونه په طالبانو باندې تور پورې کوي، چې ښځې او ماشومان د "انساني ډال" په توګه کاروي. په داسې حال کې چې ياغيان او په زياتيدونکي توګه  افغان حکومت په بهرنيو پوځونو باندې د انساني ژوند په هکله په بېرحمۍ او بې پروايي تورنوي.

 

خو کوم کار چې په توبې کې رامنځته شو له هوايي ډاروونکي او بمبارۍ څخه بيخي بل راز و، چې کورونه او کورنۍ ورانوي.

 

د عبدالمنان کيسه  په لښکرګاه په روغتون کې آی ډبليو  پي آر ته د درملنې لاندې د توبې د کلي نورو ناروغانو او يا د هغوی پايوازانو وکړه.  

ټولو په يوې خوله ويل، چې سرتېرو دروازې ماتولې، ماشومان يي ويشتل او ستوني يي پرې کول. هغوی ويل،  بريد د د سهار په دوو بجو د  څرخي الوتکو له غړمبهار سره  يوځای، چې په لسګونه افغان او بهرني سرتېرې يي هلته راوړل، پيل شوی و.   

 

د نبي جان په نوم يو سړي آی ډبليو  پي آر ته وويل: "د يکشنبې د سهار په دوو بجو بهرني ځواکونه زما کور ته راننوتل او زما ماشومان يي په زانګو کې وويشتل. ما د هغوی شنيدل شوي ماغزه په خپلو لاسونو راټول کړل او د هغوی له بدنونو سره مې کېښودل."

 

هغه په ژړه غوني اواز وويل: "هغوی په دې شپه اتلس تنه ووژل. زه سوګند يادوم، چې هغوی يو هم طالب جنګيالی نه و. هغوی ولسي خلک ووژل، زما په څېر خلک، خالي بزګران. که په ما دې باور نه راځي،نو راځه راسره هديري ته لاړ شه. زه به مړي راوباسم، چې و يي ګوري."

 

د نبي جان د وينا له مخې سرتيري د سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې، چې لا تياره وه،  لاړل. هغه او د کورنۍ نورې پاتې غړي يي اوس د ژمې په يخنۍ کې د سيند په غاړه اوسيږي او له ډاره کورته نه شي ستنېدلای.

 

د هغه يو ګاونډي، بورجان، چې په لښکرګاه کې د روغتون بهر ولا ړ دی، د نبي جان د خبرو پخلی وکړ.

 

هغه وويل: "ما دا هرڅه په خپلو سترګو ولېدل. سرتېري زموږ کورنو ته راغلل.  په بسترو کې د ويدو خلکو په ګډون،  يي هرڅوک چې په مخه راتلل، ويشتل يي. په يو کور کې يي ماشومان په زانګو کې وويشتل. د درېوتنو ستونې يي پرې کړل، خو يو يي ژوندی پاتې شو. هغه اوس همدلته په دې روغتون کې بستر دی."

 

د بورجان د وينا له مخې د وژل شوو خلکو شمېره اوولسو تنو ته رسيده.

 

د نورمحمد په نوم يو بل سړي،  چې له روغتون بهر ولاړ و، وويل: "په دې بريد کې زما د تره دوه زامن ووژل شول."

 

هغه وويل: "د شپې مهال و، چې د الوتکو غږ مو واورېد. سرتېري زموږ کورته راغلل. موږ پټ شو او دروازه مو بېرته نه کړه. هغوی دروازه ماته کړه. کله چې کور ته راننوتل، نو په ډزو يي پيل وکړ. څلور تنه يي ووژل. هغوی بهرني او د افغان اردو سرتېري و. کله چې تلل، نو په هرچايي ډزې کولې."

 

ګرمسېر د لښکرګاه سهيل ته د اويا کيلومترو په شاوخوا کې د پاکستان پولې ته څېرمه پرته ولسوالي ده. د هغې ليروالی او د پولې دواړو خواوو ته ازاد تګ راتګ دا ولسوالي په دې ډېر ناامنه ولايت کې تر ټولو ناکراره سيمه ګرځولې ده.

 

طالبان د يو څو دولتي ودانيو پرته نوره ټوله ولسوالۍ  کنترولوي. د اردو او د ياغيانو تر منځ تلمدام جګړې روانې وي.

 

له هغې سره سره د توبې د کلي کيسې استثنا ده او څنګه چې خبرونه په هلمتد کې په چټکۍ سره له يوې خولې څخه بلې ته ورځي، نو ناامنۍ ته پکی وهلی شي. د نومبر په شلمه د هغه ولسوالۍ د سلو تنو په شاوخوا کې سپين ږيري لښکرګاه ته راغلل، ترڅو له حکومتي استازو سره د ملي امنيت په رياست کې خبرې وکړي.

 

داحساساتو دې ډکې غونډې ته د ولايت بيارغاونې د ډلې، چې په هلمند کې د امنيت د تامين او بيارغاونې کارونه په ګډه پر مخ وړي او د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو تر قوماندې لاندې کار کوي، استازي راغلي و.

 

لويانو غوښتل، چې بهرني ځواکونه دې د ګرمسېر له ولسوالۍ بهر ميشته وي او بايد نور پوځي عمليات تر سره نه شي.

 

د سپين ږيرو د پلاوي يو غړي، خان اغا وويل: "موږ له حکومت او ناتو څخه کرکه کوو، ځکه هغوی زموږ ښځې او لويان وژني. هغوی موږ خپل ژوند ته نه پريږيدي. هغوی موږ حلالوي."

 

خان اغا وويل هغه د ملي اردو مخالفت ته ملا تړلې ده.

 

نوموړي وويل: "دا بس دی، چې بهرني ځواکونه دا ناوړه کارونه کوي. اوس وروسه ملي اردو هم غاړه شوې ده. موږ په دې خپه يو، چې آن افغانان په موږ زړه سوی نه کوي. ما پخوا له اردو سره همکاري کوله، خو که اوس مې فرصت په لاس راشي، نو خپل زړه به پرې يخ کړم."

 

سپين ږېرو يو په بل پسې خپلې کيسې واورولې. ټولې لږ و ډېر يو راز وې.

 

يو بوډا چې په ډېرو ستونزو تللای شو او د خبرو پر مهال يي په مخ اوښکې راروانې وې، وويل: "زما نوم علي محمد دی. دشپې مهال و، چې وسله وال سړي زما کور ته راننوتل او دوه زامن يي راته وويشتل. يو ېې يوازې يوه مياشت دمخه واده کړی و. زما زامن د طالبانو غړي نه و. هغوی بزګران و. موږ بېوزلي بزګران يو."

 

د هلمند ولايت د پوليسو قوماندان، محمد حسين انډېوال سپين ږېرو ته اوږدې خبرې وکړې. هغه وويل، زه به د توبې د مشرانو خبره د نړيوالو ځواکونو غوږونو ته ورسوم.

 

هغه سپين ږيرو  ته وويل: "زه ستاسو په خوږ پوهېږم. په دې خبره آن د ډبرې زړه ويلي کيږي. زه به له بهرنيانو سره خبرې وکړم او ژمنه  به ترې واخلم، چې نور ولسي خلک ونه وژني."

 

د ولايتي د بيارغاوني د ډلې د وينا له مخې د توبې د کلي پېښه تر څېړنو لاندې ده.

 

د ولايتي د بيارغاونې د ډلې يو چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط وويل: "هغه مهال په "ګرمسېر کې" عمليات روان و. موږ ته د ځينو ادعاګانو رپوټونه رارسيدلي و. مو هغه مهال ددې پيښې په هکله کره شواهد نه درلودل. اوس په دې هکله څېړنې روانې دي." 

 

که فرض کړو، چې د توبې د خلکو ادعاګانې سمې وي، نو دا به ستونزمنه وي چې پړه په چا  واچول شي. 

 

په هلمند کې پوځي بېلا بېلې ډلې فعاليت کوي. هغوی ټول د برتانيې تر مشرۍ لاندې ايساف ته مسوول نه دي او نه په ښکېلتيا کې قواعد پلي کوي.

د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلاف هم په نوموړي ولايت کې سرتېري لري. امريکايي ځانګړی ځواک له افغاني اردو سره کار کوي او هغوی ته روزنه ورکوي.

 

د ولايتي د بيارغاونې چارواکي، چې ښايي په دې پېښې کې لوی لاس ولري،  د څه ويلو لپاره لاس ته رانغلل.

 

زياتره هلمنديان د برتانويانو، امريکايانو، کاناډايانو، ډنمارکيانو او نورو ترمنځ توپير نه شي کولای او ټول د بهرنيانو په نوم يادوي.

 

د هلمند د امنيې قوماندان په بهرنيانو باندې د هلمند ولايت د ټولو ستونزو د اچولو په هکله له احتياط څخه کار واخيست او راټولو شوو مشرانو ته يي وويل، چې د تېرو ديرشو کلونو ناخوالو ته وګوري.

 

هغه په نوي يمو کلنو کې کور ګډو جګړو ته په ګوتې نيولو وويل: "هرکله چې مو هيله پېدا شوې، چې هېواد به مو ودان شي، زده کړې به له سره پيل شي، ډاکټران، انجينران او روغتونونه ...  به ولرلای شو، نو په بل ناتار کې ورلوېدلې يو. کله چې روسانو ماتې وخوړله، زموږ خپلو قوماندانانو شرارت پيل کړ."

 

"داسې کارونه په کابل کې وشول، چې د روسانو له مهال څخه ناوړه و. دا کارونه چا وکړل؟ آيا هغوی برتانويان و؟ آيا هغوی هالنډيان و؟ آيا هغوی امريکايان و؟  نه، هغه موږ و، چې دا ټول مو وکړل."

 

انډيوال د ستونزو په له منځه وړلو کې د خلکو د مرستې غوښتنه وکړه.

 

هغه وويل: "که تاسو خپله د کارونو په ښه کولو کې برخه وانخلئ، نو ښايي دوه کاله وروسته هيڅ شی هم پاتې نه شي. اجازه راکړئ ستاسو کلي ته راشو. موږ به تاسوته غوږ کېدو او له تاسو به کار وکړو."

 

په دې وخت کې يو بوډا سړی له يوکونج څخه پاڅېد.  د لاس په لکړې يي ډډه لګولې او په رېږدېدلي غږ يي وويل:

 

"بس، دا نو زموږ غلطي وه؟ تاسې، حکومت امنيت نه شئ راوستلای. تاسو زموږښوونځي وتړل. دلته ډېر هېوادونه راغلي دي. هغوی څه شی نه شي کولای. نو موږ به څه وکړو؟"

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دلومړي ورځې جشن  به  دوي ورځې نورهم وغزېږي

 

دغه جشن دروان كال داګسټ په ۲۲ نيټه دهلمند په نا امنه ولايت دبولان په هغه تفريحي  فارك كي ددي لپاره جوړ شوي وو چي دزهري سورګلي تارياك دبوټي په  ځاي نو ركښتونه وكري  ،چې څه موده مخكې ورته اوولكه  امريكايې ډالرځانګړي شوي وو .

 

دنندارتون په لومړي ورځ د۱۴۰۰سوپه شاوخواكې ګډونكووبرخه اخستې وه  ، دولتې پولس عام خلك دښوو نځيو استادان اويوشمير زدكوونكې همدارنګه دنادعلي اوګرشك ولسوالۍ اوخپله دښارښځو هم په دغه نندارتون كې ګډون   كړي وو،  دښځوپه لاس جوړ شو  ي  تو كې  زرعتې توليدات اولرغونې شيان  ننداري ته وړاندې شول .

 نوموړي جشن به دوې ورځي نور هم  دسهار دنه  بجونه بيا ترژړ مازديګرپوري به  دوام و  كړي ،

 

يو شمير ګډونكووكوددغه شان جشنونو اوتفريح نندارو كار اړين وبلۍ .

 

   خو دهلمنددوالي په ګډون  يوشمير  حكومتي اوغيري حكومتي  چارواكو يي پرلګښت  سختې  نيوكې وكړې .

 

دهلمندوالي اسدالله وفا په خپلو خبرو كې  وويل نړيوال   خوراډيرې   پيسې بې ځايه  مصرفوي  اوله حكومت سره هيڅ مشوره  نه كوي

.

هغه يي ښه بيلګه  ددغه  نندارتون  يوورځني يولك امريكايي ډالره لګښت وبلۍ چې دده په وينا بېځايه وشو .

 

كه څه هم دغه ورځ زياترو كډونكووكو دخوشحالي او خوښي وښوده خو يو شمير دولتي پولسو سخت  ظلم راخستې وو.

 

په نندارتو ددننه كي مي يو داسي قوماندان وليدي چي نږدي ددو سوه نفرو مشري يې په غاړه لرله  او خپله هم په دغه ورځ  ورته غټ صلا حيت وركړل شوي وو ،زما په اند دغه دشنې  درشي والا قوماندان ته دا ور ځ هم داسې مالوميده لكه  دتلاشي په ځنځېر چي ولاړ وي .

 

اوس نو وخت يوه نيمه بجه كيدونكي وه زه هم دپولسو په منځ كي وددي لپاره ولاړ ويم چي ددو نظر واخلم ،چي په يوه داسې سپينږري كس چي اوس نو سم په لار هم نه شوي تلاي ددغه عسكرلخوا پرله پسې دوه  مضبوط وارونه  په خوله وركړل شول، شخړه دسپين ګېري په دي خبره رامنځ ته شوه چي دخپلو كاريګرو لپاره يې دعسكرو تر مخ ډوډي وړل غوښتل خو   دعسكرو مشر يې دډوډي په ځاي خوله دوينو ورډكه كړه .

دغه عمل ډير بد اثر راباندي وكړ ځكه دغه بيچاره سينږري زما دپلارپه ځاي وو خو سپينه لونګي ېې په په غاړه كې ول ول ولويده دخولي يوطرف يې هم وپړ سيد ،كله چي مې دعسكر لاس وينوي نيږدي وه چي په مايې هم واري كړي وه .

 

دكرني رئس غلام نبي وويل ((څلوښت كاله په خوا هم دارنګه جشن دوري په لومړي نيټه جوړيدي ،رئس زياته كړه چې دايوه ډير ښه ګام دي چې پس له څلوښتو كالو نه يو ځل بيا داسې كرنيز جشنددي لپا ره په  هلمند كي جوړيږي چي په هغه كي زرعتي توليداتو   ننداري ته وړاندي كيږي.

 

نوموړي يې يوه ګټه دا هم وښوده   چي دتارياكو په ځاي به نو ر زرعتې كښتونه وكرل شي ،ځكه دنورو ولايوتونه هم خلك ددي لپاره راغلي وو او غوښتنه يې هم دا وه  چي دنورو زرعتې توكو بازارونه به په هلمند كي پرمختګ وكړي.

 

همدارنګه  دهلمند دسينددغاړي په نندارتون كي دښځو چارو رئسي فوزيې علومي په دي خوښي ښكاره كړه چي ((ګواكي دا يوښه ګام دي چي دولسواليو نه هم هغه ميرمني  راغلي وي چې خپل په ګوتو جوړ شوي توكي يې ننداريته وړاند كړل .

 

اوبل داچي داخپله دښځو لپاره يو تشويق  دي  چي ددوي لاسي شيان پس له نندارتونه په ښه قمت خرڅيږي .

 

عزيز احمد تسل August-22-

 

 

 

په سويډن کې دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزاعلاميه

 

دتاريخي اوفرهنگی ميراث اواثارو ورانول د افغان ولس په تاريخ ملنډی وهل دي

پدې ورستيو کښي دافغانستان  دځوان اوپياوړی ليکوال اوازادی راډيوخبريال ښاغلي صالح محمد صالح لخوا په انترنت پاڼوکې  د((بُست تاريخي کلاوې وروستۍ سلګۍ وهي )) ترنامه لاندي زړه دردونکی خبر خپور شو.

که څه هم پدې همکله يوازي په بهرکې څوفرهنگی ټولنوخپل غبرگون ښکاره کړی ،مگرپه افغانستان کې دننه اوبهرنوري فرهنگي ټولنې اوسازمانونه چوپ دی . په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکزدافغانستان له فرهنگی ميراث اوتاريخي ابداتوسره ددولتي اړونده  ارگانوداډول ناوړه چلند ته دنفرت په سترگه گوري اوپه کلکه ئې غندي .

پر ولسمشرښاغلی حامدکرزی ،دکلتور او ځوانانو وزارت اويونسکونړيوال سازمان باندي  ږغ  کووچې دهلمندولايت دبُست تاريخي کلا اوپدې ولايت کښي ټول تاريخي اوفرهنگی ميراثونه له چپاول اوړنگېدو څخه ساتي .

تراوسه لادباميانودتاريخي بتانودله منځه وړلوزړه بوږنوونکې حادثه دخلکوهيره شوې نده چې دادی نور تاريخي اثار اودافغان ولس دوياړنوابدات ددولتي ارگانودبې غورئ له امله دژوند وروستۍ سلگۍ وهی اويائې دوي په خپلولاسوله منځه وړي .

دتاريخي اوفرهنگی ابداتوساتل داساسي قانون له مخې ددولت پرغاړه دي ،اودولت پدې مکلف گڼل شوئ چې دهغوي په ساتنه کښي له ټولوامکاناتونه استفاده وکړي .

دتاريخي اثارواوابداتوله منځه وړلولپاره هيڅ دليل دقبلېدووړندی،دولت ملي مکلفيت لري چې هغه وساتی.

په سويډن کې دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز په هيوادکې دننه اوله هيوادنه بهرله فرهنگی ټولنواوسياسي سازمانواوټولوافغانانوڅخه نه  غوښتنه کوی چې دخپل هيواددتاريخي اثارواوابداتوڅخه ددفاع په خاطر راپورته شي . داسي ښکاري ددولتي اداروجگپوړو چارواکوته  لکه چې ټول هيوادبېگانه ښکاري دتاريخي اوفرهنگی ميراثونوله منځه وړلواوچپاول هم څه پروانلري  .

هيوادوال خبر دي چي په ټول هيوادکښي زموږتاريخي اوفرهنگی  ميراث له يوې خوادچپاولگرولخوا تالا شواودبلې خواددولتي ارگانودبې غورئ اوخپل سرۍ له امله دنابودی سره مخامخ دی . يوازي افغانی مقاومت  ددولتي ارگانودداډول تاريخ دښمنه اوناوړه چلندپر خلاف ږغ پورته کولواومقاومت سره کېداي شي زموږ ملي افتخارات اوفرهنگی ميراث ته نجات ورکړه شي  .

ديونسکوله نړيوال سازمان څخه هيله کووچي دافغانستان په دولتي اداروفشارراوړی ترڅوهغوي په ټول هيوادکې  دافغان ولس دتاريخي اوفرهنگی اثاروساتلوته پاملرنه وکړي  .

د بُست تاريخي کلا څلورخواوته ديوکيلومترپه فاصله دهرډول کيندنواوتعميرجوړولونه بايد ډډه وشي ، دکورنيوچارووزارت  داحق نلري چي دافغان ولس د تاريخي ميراث پر حريم باندي دقشلوپه نامه تعميرونه آباد کړی ،دوي کولاي شي بل ځاي دخپل پرسونل لپاره قشله جوړه کړی .

د تاريخي اثارو د ساتنېد قانون له مخې هېڅوک همداحق نلري چې  په لرغونو ساحو کې په هرنامه چې وي کوم تعمير ودان کړی اوياپر خپل سر کيندنې وکړی .

دهلمند غيرتي خلکو اوپدې ولايت کې فرهنگی ټولنو!

د بُست تاريخي کلابرخليک ترډيري کچې ستاسوپلاس کښي دی داستاسوملي اوافغاني دنده ده چي دهغي له ورانيدومخه ونسۍ .


په سويډن کې دافغانانوعلمی اوفرهنګي مرکزدمشر تابه جرګې په استازيتوب

حبيب الله غمخور

۲۰۰۷م کال داگست ۲۲

۱. په کابل کښي دملگروملتوسازمان ځانگړی استازي ته

   ديونسکونړيوال سازمان مرکزي دفترته   

    

 

صالح محمد صالح

صالح محمد صالح

٠٧٩٩٦٧٠٣٠٣

salih@inbox.com

 

 

بُست تاريخي کلاوې وروستۍ سلګۍ وهي

چارواکي: دا کلاوې د بيارغونې وړ نه دي، ځکه يې نړوو او پر ځاى يې مډرنې ودانۍ جوړوو

 

د هلمند ولايت، لښکرګاه ښار کې بست تاريخي سيمه، چې د دې ښار په ختيځ لوري کې پرته ده، نژدې يو کيلومتر ساحه يې نيولې ده، چې د دې تاريخي سيمې ځينې برخې پر ځاى پاته دي، چې د تېرو کلونو اورښتونو زيانمنې کړي، خو زياته برخه يې د هلمند رود پر غاړه پرته ده، چې ځينې کسان ورڅخه د شخصي کورونو کار اخلي.   

 په انځورونو او پوسټرونو کې يوازې د بست شيشک(ستره دروازه) مشهوره شوې، چې د محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال يې په منځ کې يو استنادي دېوال هم په دې موخه ودرول شو، چې د نړېدو مخنيوى يې وکړي، ځکه اوس يې هم ځينې برخې نړېدلي او يا يې درزونه کړي.

 دغې سترې دروازې ته څېرمه د خاورو غونډيو ته ورته ځايونه هم شته، د يوې غونډۍ په منځ کې داسې يو ستر کوهى (څاه) هم کيندل شوى، چې دېوالونه يې په پخو خښتو پوښل شوى، او نژدې ٩ پوړه لري، چې د څاه منځ ته د ورکښته کېدو لار ورغلې ده. لرغونپوهان وايي چې دغې څاه ته له ارغنداب او هلمند رود څخه اوبه راوستل شوې وې، چې ډېر پرمختللى سيسټم يې درلود.

 شا و خوا يې هم د ځينو دنګو او برجورو کلاګانو پاتې شوني ښکاري، چې د نورو کلاګانو او ودانيو تر څنګ، د رابيا او فتح خان کلاوې هم ولاړې وې، چې د دغو دوو مينانو کيسه په پښتو ولسي ادبياتو کې ډېره مشهوه هم ده.

 د دې سيمې د ساتونکي، محمد ولي په خبره د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال شيشک ته څېرمه يو بل تاريخي څلى هم ولاړ و، چې د هلمند رود د وخت په تېرېدو سره په خپلو څپو کې راونغښت او پوپناه يې کړ.

د هلمند ولايت د بست تاريخي كلاوې كه هر څنګه وي، د شنونكو په باور د افغانستان په ملي تاريخ كې ځانګړى مقام او ځاى لري، كه چېرې يې ساتنې ته پام ونه شي، هم به د سېلابونو خوراك شي او هم به يې پر تاريخي خاوره باندې د ځينو زورورو اشخاصو له خوا په خپلسري ډول كورونه، يا په يوه او بل نامه نورې ودانۍ جوړېږي، چې بيا به يې هغه تاريخي برم او پرتم پر ځاى نه وي پاته.

 ليکوال او څېړونکى استاد حبيب الله رفېع وايي، بُست د انوشېروان د واکمنۍ سيمه وه، چې له نن څخه يې شا و خوا دوه زره کاله مخکې دلته پاچايي کوله، د هغه په اړه ويل کېږي چې ډېر باانصافه پاچا و، د ماڼۍ په رواق(شيشک) کې يې يوه رسۍ ځړېده، چې د رسۍ په هغه بل سر کې، چې په ودانۍ کې دننه و، يو ګړونکى(زنګ) ځړېده، که چا به کوم عرض درلود، هغه رسۍ به يې کش کړه په دې توګه به هغه ګړونګى وشرنګېد، چې وروسته به انوشېروان د هغه سړي عرض واورېد. يو وخت يوه خره په دېوال پورې ځان موښه، چې له هغې رسۍ سره ولګېد، په دې توګه په ودانۍ کې دننه هغه ګړونګى وشرنګېد، پاچا امر وکړ، ګورئ څوک دى؟

 کله چې يې هلته يو ډنګر خر وليد، پاچا امر وکړ، چې د دې خره خاوند دې پيدا شي، پاچا(انوشېروان) د خره خاوند ته ځکه سزا ورکړه، چې له خره سره يې ظلم کړى او سم يې نه دى ساتلى.

ښاغلى رفېع وايي: د مغلو په زمانه کې د دې سترې کلا په شا و خوا کې د اسلم خان په نامه يو پاچا هم اوسېده، چې زوى يې فتح خان نومېده، چې د رابيا په نوم پر يوې نجلۍ مين و، فتح خان پر يوې موضوع له خپل پلار سره خوابدى شو، چې له خپلو نورو ٦٠ ملګرو سره يوځاى هندوستان ته روان شو، کله چې يې مور له موضوع خبره شوه، د کلا دروازې ته ودرېده، چې د خپل زوى د تګ مخه ونيسي،  خو فتح خان د کلا له بلې دروازې وتلى و، چې په دې وخت کې چا په لوړ ږغ ناره کړه:

كه دوې دي، كلا بست دروازې دوې دي

پر يوه فتح خان وځي، پر دا بله يې د مور سوې نارې دي

دا ناره په تاريخي هغو کې راځي. کله چې فتح خان هندوستان ته لاړ، هلته له مغلي پاچا شمس الدين سره په جګړه شو، چې فتح خان او د هغه ٦٠ واړه ملګري ووژل شول، ځکه د مقابل لوري کسان ډېر وو، اوس هم د فتح خان او د هغه د ملګرو هديره په هندوستان کې موجوده ده.

د هلمند ولايت د کلتور او ځوانانو رئيس ښاغلى جانګل خان وايي چې بست تر ٢٧٠٠ کلونو زياته لرغونتيا لري، خو په دې سيمه کې ځينو زورواکو کسانو کورونه جوړ کړي، يا هم د دغې تاريخي سيمې له ځينو برخو څخه د کرنيزې ځمکې کار اخلي. ښاغلى جانګل وايي ده زياتو ادارو ته په دې اړه مکتوبونه ليکلي، خو چا د دې تاريخي کلاوو ساتنې ته عملاً اقدام نه دى کړى. دى وايي د نورو دولتي چارواکو اجراآت يوازې د کاغذ پر مخ دي.

له بلې خوا ليکوال او خبريال عبدالصمد روحاني وايي: له ما سره يو ليست شته چې ښيي په دې وروستيو کلونو کې د بست پر تاريخي سيمه باندې له ٢٢٠ څخه نيولې تر ٢٥٠ پورې کورونه د زورواکو له خوا جوړ شوي دي.

ځوان ليکوال او شاعر عزيز احمد تسل وايي، دا يوازې بست کلا نه ده چې دا مهال د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده، په هلمند کې ٤٠ نورې تاريخي کلاګانې هم شته، چې ورځ په ورځ نړول کېږي، لکه سره کلا، د لښکرګاه زړه کلا(کلاى کهنه)، په سنګين کې څاروان کلا، په ګريشک ولسوالۍ کې هم ځينې کلاوې يادولاى شو. يا هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او هېڅوک غور نه ورباندې کوي. که سړى د دغو کلاوو او لرغونو ځايونو حالت وويني، زړه يې ورته دردېږي، ټول چارواکي ورباندې خبر دي، خو هېڅ ډول اقدام نه کوي.

د روان لمريز کال د زمري (اسد) د مياشتې په پيل کې د بست تاريخي سيمې ځينې برخې د دولتي چارواکو له خوا ونړول شوې، چې بلډوزرونه يې ورته راوستلي وو  او د ګڼو تاريخي کلاوو پاتې شونې يې له منځه يووړې، ځينو دولتي پوليسو د دې بهير څارنه کوله.

د سيمه ييزو پروژو مشر انجنير محمد انور، چې وايي د دې پروژې مشري کوي، وايي دا کلاوې ځکه بايد ونړول شي، چې زړې دي او بيارغونې وړ نه دي، له دې کبله موږ هوډ وکړ چې دا ونړوو او دلته د پوليسو لپاره يوه منتظره قطعه جوړه کړو.

ښاغلى محمد انور وايي،  دا ساحه د بهرنيو او افغان ځواکونو له خوا سروې شوې او د قطعې لپاره ځانګړې شوې ده، چې د هغه په خبره د کورنيو چارو وزارت هم له دې موضوع خبر دى.

کله چې مې دا موضوع د کلتور او ځوانانو وزارت له فرهنګي مرستيال ثمر سلطان سره شريکه کړه، نوموړي وويل:

موږ د تاريخي اثارو د ساتنې په نامه يو قانون لرو، چې هېڅوک هم په لرغونو ساحو کې نه کوم تعمير ودانولاى شي او نه هم کيندنې کولاى شي، موږ د هلمند پخواني او اوسني والي ته مکتوبونه لېږلي چې دا سيمې وساتي او د بهرنيانو په مرسته کوښښ کوو، يوه اندازه پانګه ومومو چې د دې کلاګانو د خرابۍ مخه ونيسو. موږ انکشافي پروژې هم تر کار لاندې لرو چې په روان لمريز کال کې دا لرغوني اثار وساتو، چې ځينې پروژې يې بشپړې شوي او ١٠ تاريخي اثارو ته مو پيسې پيدا کړي، چې غواړو ساتنه يې وکړو.

کله چې مې د بست تاريخي کلاګانو د اوسني وضعيت په اړه ورسره خبرې وکړې، ده زياته کړه:

موږ ډېره هڅه کوو چې د دغو ساحو ساتنه وکړو، د قانون له مخې د تاريخي سيمو ان په ١٠٠ او ٢٠٠ مترۍ کې هم څوک هم حق نه لري، کور جوړ کړي. دا زموږ ملي دنده هم ده چې د خپلو لرغونو اثارو ساتنه وکړو او هېڅوک پرې نه ږدو چې هلته کور ودان يا هم دا ځايونه خراب کړي، موږ ډېرې هڅې کړې دي، موږ قانون لرو چې هېڅوک هم د وزارت له اجازې پرته نه شي کولاى په تاريخي ساحو کې کور ودان کړي او زيان ورواړوي.                                                      

په خپله د بست تاريخي سيمې شيشک، ته څېرمه يوه دولتي پوسته هم شته چې زيات مهال که څوک د بست تاريخي سيمې ته ورځي، دوى په يوه او بل نامه پيسې ځنې اخلي، شيشک ته نژدې د لرغونو کوهيانو (څاګانو) د ساتنې کار د محمد ولي په نامه د يوه کس په غاړه دى، چې وايي له تېرو څو لسيزو د دې سيمې ساتنه کوي. نوموړى وايي نه وسله ورسره شته او نه هم نه نور امکانات، خو په تش لاس يې دا سيمې ساتلي دي.

 محمد ولي وايي: څو کاله مخکې دلته د کلتور او ځوانانو پخوانى وزير راغلى و، د دې لرغونو ساحو حالت يې له نژدې وکوت، خو يوازې يې د لرغونو څاګانو د سر پټولو لپاره د يوه پلاستيکي ترپال مرسته وکړه، چې د باد په لګېدو هغه ترپال هم له منځه لاړ. محمد ولي وايي دلته اکثره مهال چارواکي راځي، د دې کلاګانو او د لرغونو څاګانو د خونديتوب لپاره د امکاناتو برابرولو ژمنې کوي، خو وروسته يې درک نه لګېږي.

د چارواکو په خبره د قانون له مخې هېڅوک هم نه شي کولاى تاريخي اثار او ځايونه وران کړي او زيان ورواړوي، ښاغلي استاد حبيب الله رفېع پر چارواکو او خلکو ټينګار وکړ چې بايد د تاريخي اثارو ساتنه وکړي، خو وروسته به څرګندېږي چې په دې برخه کې  څومره بريالي کېږي او ايا رښتيا به هم د دغو تاريخي اثارو ساتنه وکړاى شي؟ په داسې حال کې چې د باميانو د نړول شويو بتانو بيارغونې ته په مليونونو ډالر ځانګړي کېږي، ايا د موجوده تاريخي سيمو او اثارو ساتنه به امکان ولري؟

 

په هلمندکې د روان کال تر ټولوزياته مرګ ژوبله

داګسټ په دوهمه دهلمندپه باغران ولسوالۍ کې ديوې زورورې بمبارى په پايله کې دعامو خلکوپه ويناچې د (٢٠٠)کسانوپه شاوخواکي خلکو خپل ژونددلاسه ورکړ.

اودڅلورسوه نه زيات زخميان شول .

دهلمندولايت د امنيې قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال  په ويناچې دتيري ور ځې په بمبارۍ کې ٣٠مختلف کسان مړه اويا هم ټپيان دي، نوموړي وويل چي لاتر اوسه دمړو اوټپيانو کره شميره نده په ډاګه شوي يواځې د ٣٠په شاوخواکې مړي اوټپيان د هلمندملکې بست رغتون ته  راوړ ل شوي دي .

دهلمنددباغران ولسوالۍ يوتن ځايى اوسيدونکي جانان استادچي لښکرګاه ته يې  بمبارد ځپلې زخميان  راوړي وودعاموخلکودمړينې په حقله وويل(( چې تردوه سوه نه زيات کسان په شاوخواکې سيمه کې مړه اوزخميان پراته و دده په وينا چې ولاکه يې  حساب کيدي دمره خلک له منځه ولاړل  )).

 

دبل لورينه دبست په روغتون کې يوه تن ځوان  ټپي کس چې دخبرو توان يې هم نه درلوده وويل:-

((چي موږ يې په داسي وخت کې دغه روغتون ته راوړوچي دموسى کلا په روغتون کې دمړو اوټپيانو ځاي نه وو،.نوموړى کس وويل چې موږپه ميله کې وو چې ناڅاپه  جيټ   طياري  راغلې اودپاسه يې بمونه دميلي په خلکوراوغورځول))

 

په لښکرګاه کې  يوتن هغه کس چي  ډيري ، غټي جامي، لنډ واسکټ او د سترګو څخه  ډيرقهرجن معلوميده اود ډيري غصي څخه  يې هر طرف ته داسي کتل لکه   چي  يوڅه ترينه ورک وي او د داسي کس په لټه کې وي چي د خپل غمجن زړه د دردونو غوټي ورته راوسپړي . نوموړى دخپل ټپي  سره بست روغتون ته راغلي وو:

                                  په باغران کي هم دغه شان ميله وه چي بمونه يې پري وعورځول

 (( موږ په ميله کې دهغو کسانو سيل ته ولاړوکوم چي طالبانو په دار ځړول نوموړي وويل جاسوسوسان  اووه  نفره وو چې ددوي دجملې نه يې دوه   تنه په داروځړول ،اونورڅلورتنه  ژوندي پاته وچې بمبارد پيل شو)).

 

باغران دهلمندشمال خواته هغه غرنۍ ولسوالې ده  چې نږدي د دري کالو راهيسي دوسلوالو طالبانو په ولکه کې ده.

دباغران مرکز دبغني په نامه ياديږي چي بمبارد هم په دغه سيمه کې وشو.چې په لسګونو خلک د هغه ځاي ميلې ته راغلي و.معموﻻً د دغي سيمي خلک ډير جګ، جګ قدونه او تندرست صحت لري او په قواره ډيرخطرناکه ښکاري ،نوموړي ولسو الۍ نسبت دهلمندنورو ولسواليو ته دتمدون نه ډيره ليري پاته ده.

باغران د اروزګان ولايت سره ګډه پوله  هم لري، دا لومړى ځل دي چي په دغه ولسوالۍ کې داسي په پيخرو عام خلک په کې سټ کېږي ،اودبمباري سورميدان  کرځي  ،ځکه دغه ولسوالۍ ډيرنفوس لري.

تيره ورځ دبګرام نه دائتلافي ځواکونو په يوه خبري پاڼه کې ددغي سيمې دبمباري په اړه ويل شوي ووچي په دغه بمبارۍ کې ددوي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي دائتلافي ځوا کونووياند کريس بيلچر په اعلاميه کې ويلې ووچي په  قلاچه سيمه کې  دطالبانو يوه لويه غونډه وه چې د دوي داستخباراتو له خوا دغه غونډه کشف شوه البته  چې په دغه ناسته  کې د طالبانو دوه غټ قوماندانان هم موجود وو د ده په وينا چي موږ په دغه سيمه کې پلټنه وکړه ملکې کسان نه وو چي يې عمليات پيل کړل  (بيلچر) داهم وويل چي: دا لامعلومه نده چي دغه قومندانان مړه شوي اوکنه .

          بل خواپه هلمندکي دايساف دځواکونو وياند چارلي ماير وويل چي په دغه عملياتوکې دائتلاف ځواکو نو برخه درلوده چې په هغه کې ملي اوردو اوامريکايان شامل وو.

دطالبانووياندقاري يوسف وويل چي: په دغه عملياتوکې موږته کوم زيان ندي اوښتي يواځي تلفات دملکې کسانو وو او بس.

                                  دا هغه ماشومان دي چي په بمباردي کي زخميان شول

دلښکرګاه په ملکې روغتون کې دماشومانودجملي  څخه داسي ټپان هم پراته وچې ټول سوي او پړسيدلي ښکاريدل ،د دوي دجملي نه يوه اتلس کلن  هلک چې ګل ولي نوميده راته وويل چي په ونو او توتانوکې بمونه راغورځول کېدل او د هغه بي ګناه خلکو ويني ،اندامونه او غوښي پرتي وي. دا هغه معصومه او بي ګناه خلک وو چي د خپل کور لپاره د سودا د رانيولو او داسې خلک چي د خپلو بچيو لپاره يوه مړي رزق پيدا کړي  او د هيلو سره دغه ميلي ته راغلي وو او هيلي داسي له خاورو سره خاوري شوي چي هيڅ د چا هيله او توقع نه وه.او دا  داسي حال ووچي هرچابه خپل مړي دځايه ايسته.

 

 

 

د طالبانو د نړۍ په منځ کې

يو خبريال په ګرشک کې د جګړو د ناوړو لاسوندود تر لاسه کولو لپاره د طالبانو منځ ته ورغلی و.

 

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر   د خبريال، عزيزاحمد تسل  ليکنه

 

د يو بمباري شوي کور د خاورو ايرو په منځ کې به د يوې بورقې تصوير تل زما په ذهن کې پاتې وي. کله چې سترګې پټوم، هماغه انځور مې د سترګو په وړاندې ښکته پورته کيږي. په وينو لړلې يوه آبې رنګه ټوټه په هغه يو ځای کې په تورو خاور کې پرته ده، چې يو مهال د چا کور و. 

 

زه له طالبانو سره د حسن خان کلي ته راغلی يم.هلته دورتګ يورازيني لاره دطالبانوسره اړيکي نيول و، ځکه د ګرشک د ولسوالۍ، حيدراباد ته څېرمه دا کلی د طالبانو په لاس کې و. خبريالان د هغوی له اجازې پرته دې ځای ته نه شي راتللای.

 

خبرو اترو څه نا څه يوه اوونۍ وخت ونيو. لومړی مو د طالبانو له وياند،  قاري يوسف سره خبرې وکړې. هغه نورو ته ورپېژندلو. نورو بيا په خپل وار ځايي قوماندانو ته وروپېژندلو.

 

په پای کې موږ ته د مخګې تګ اجازه راکړ شوه.موږته دطالبانودقاضي  د تليفون له لارې وويل ، چې په حيدراباد کې له چا سره د خبرو او فلم اخيستلو په اړه بايد خورا پام وکړو.

 

هغه همدومره وويل: "که ستاسې کار د هغوی خوښ نه شي، نو د ژوند څکه به ونه کړئ."

 

ګرشک د لښکر ګاه شمال ته تقريبا 40 کيلومتره وړاندې پروت دی. دا ولسوالي د حکومتي چارواکو په وينا څو، څو وارې لاس په لاس شوې ده. ما داسې کوم موټر چلوونکی ونه موند، چې هلته د تګ زړه ښه کړي. هغوی ټولو موږ ته په شک کتل. ښايې له دې امله چې موږ پګړۍ نه لرلې او نه مو سمې جامې اغوستې وې. ما يوه کندهارۍ خولۍ په سر کړې وه او يو لوی بکس مې غاړې ته اچولی و، چې کمره او د ثبت نور وسايل په کې و.

 

په پای کې د يوې ژيړي ټکسي،  چلوونکي راڅخه وپوښتل، آيا د تګ لپاره مو له طالبانو څخه اجازه تر لاسه کړې ده او که نه. کله چې ما ورته وويل "هو" نو ويل يي راوخېژئ.

 

کله چې له ګرشک څخه ووتلو او يوې دښتې ته ورسېدو، زموږ موټرچلوونکی، چې سپينه پګړۍ يې وهلې وه، شاوخوا ته يې ترهو لي  کتل او يو په بل پسې سګريټ يي څکول.

 

د سهار څه باندې يوولس بجې موږ لومړی طالب وليد. دوه طالبان د سړک پر غاړه ولاړ و. تورې پګړۍ يي په سر وې، تور څادر يي په اوږو پروت او کلاشيکنوف يي غاړې ته اچولی او له ګوليو څخه ډکې ګردنۍ يي تر ملا راتاوې کړې وې. په لاسونو کې يي  د پاکستانی کلدارو او افغانيو بنډلونه نيولي و.

 

ما خېز وکړاو وډارېدم.  "اوه، موږ طالبان يو، تاسو بايد له موږ سره مرسته وکړئ." هغوی موسکېدل. وروسته يي موټر ته سر ښکاره کړاو زموږ د کمرې او وسايلو بکس يي وليد. يوه شېبه جدي شول.

 

موږ ورته د لسو افغانيو دوه لوټونه ورکړل، هغوی وويل: "ښه ده، تاسې تلای شئ."

 

خو کله چې مو حرکت وکړ، يو تن يي خپل ګرځنده تليفون راويست او شمېره يي ووهله. دې کار زما اعصاب خراب کړل او خپل ايلچې ته مې خبر ورکړ.

 

زموږ د موټر چلوونکي د وينا له مخې موږ د "ګاماش" په سيمې کې و. موږ په دښتې کې ډېرشمېر امريکايي موټرونه، ټانکونه، زغره وال وسايط او جيپونه وليدل، چې ټول يي سوې سکور او خراب شوي و. د تيلو سوي ټانکرونه هم تر سترګو کېدل. 

 

داسې برېښېدل، کې په هر ګام کې يو موټر ويجاړ شوی وي.

 

کله چې د حسن خان کلي ته راورسېدو، د سړک په غاړې مې يو سوې ټراکټور تر سترګو شو. يو څه وړاندې راته کورونه ښکاره شول، چې په بمباريو کې ويجاړ او هوار شوي و. داسې برېښېده چې يو مهال به  له ګڼې ګوڼې ډک  يو کوچنی کلی و. اوس په کې څوک نه و او بيخې تش پروت و.

 

موږ دلته د خپل ايلچي، مولوي احمد راتګ ته سترګې په لار و. زه زښت ډېر ډار شوی وم، آن تر دې چې فلم مې نه شو اخيستلای.

 

څنګ ته يوه کوچنۍ هټۍ وه. موږ وپتېله له هټيوال سره مرکه وکړو.

 

د هغه نوم ګل محمد و. هغه موږ ته وويل، په بمباريو کې يي يوه خور او درې زامن وژل شوي دي. د هغه کورنۍ په سنګين باندې د ناتو د بريد او بمبارۍ له امله دلته راتښتېدلې وه.

 

هغه په تريو تندي وويل: "دلته راباندې هم بمباري وشوه. ما خپل درې تنه ورېرونه په دې ځای کې  ښخ کړل، ځکه پلرنۍ هديرې ته مې نه شو وړلای.  د درېو ورځو لپاره مې د جګړو له امله ښخ نه کړای شول. ما په هغوی يو څخه بوټې واچول او انتظار مې وايست."

 

هغه وويل، مور او د کورنۍ نور غړي يي د جګړې له وېرې غره ته ختلي او تر اوسه هلته دي.

 

هغه زياته کړه: "په جګړې کې هرڅوک د خپل ځان غم خوري."

 

ناڅاپه زموږ غوږونو ته د موټرسايکل غږ راورسېد او يو غښتلي ځوان ورباندې ښکاره شو. دا سړی ملا خالد و، چې د طالبانو ځايي قوماندان، حسن خان کلي ته زموږ د بدرګې لپاره دلته راليږلی و. هغه زموږلور ته راغی او له موږ سره يي روغبړ وکړ.  

 

هغه زموږ وسايل ولټول، په انګليسي باندې ليکل شوي مارکونه يي ولوستل او له نورو خبرو پرته يي موږ کلي ته رهنمايي کړو.

 

په لارې هر لوري ته کنډوالې، لوېدلي ديوالونه او د خاورو ډېرۍ ليدل کېدې. لومړي مو ډېر شيان مخې ته راغلل، لکه د ښځو شنه څادرونه، د يوې پښې څپلۍ، د غلبېل په څېر د چايو اېشولو سوري، سوري لوښي او نور.

 

يو زوړ سړی رادمخه شو. پګړۍ يي په غاړه کې ولونه، ولونه ځوړنده پرته وه. داسې برېښېده چې حواس يي له لاسه ورکړی وي. 

 

هغه موږ ته خپل نوم عبدالواجد وښود او ويي ويل،  په دې بمبارۍ کې يي ماندينه، دوه لوڼې، چې يوه يي اتلس او بله يي دولس کلنه وه او د اوو کلونو او د يوولسو مياشتو په عمر دوه زامن له لاسه ورکړي دي.

 

د هغه غاښونه د خبرو پر مهال تر ږېرې لاندې ځلېدل، خو دا جوته نه وه، چې هغه د موسکا له امله و او يا د ډېرې غوسې او خپګان.

 

شېرګل زما لاس ونيو او د خپل کنډواله شوې کور لوري ته يي يوړم. نوموړي هغه ځای راته وښود، چې ماندينې او اولادونو يي په کې ورستۍ  ساه  کښلې وه.

 

هغه وويل: "د ماښام اته نيمې بجې به وې. موږ په انګړ کې د شپې ډوډۍ خوړه. يو ناڅاپه د تندر په څېر غړومبهار پيل شو. ښځو او ماشومانو کور ته منډې کړې. زه او ورور مې ځای په ځای ودرېدو. بمونه راولوېدل. موږ ځانونه وغورځول او بمونو په ځمکه باندې ميخ کړو.  زما غوږونو ته زما د ماندينې زګيروې او نارې راتلې، چې ما ته يي ويل، د خدای لپاره له دې ځای څخه مې وباسه، زما پښې ماتې شوې دي."

 

"موږ له ځايه ښورېدلای نه شو. ځکه له اسمان څخه د اور  باران اورېده. وريندار مې له کور څخه منډه کړه. هغه ټپي شوې وه او خپل ماشوم يي په غېږ کې کلک نيولی و. هغه زما دپاسه ولوېده او سا يي ورکړه. لږه شېبه وروسته زګېروي غلي شو. بمبارۍ هم ودرېده."

 

کله چې لوګي کېناستل،عبدالواجد ولېدل، چې په کورنۍ يي څه تېر شوي دي.

 

هغه وويل: "مېرمن مې له د ېوال لاندې پرته وه. پښې يي پرې شوې وې. ما راکش کړه، خو هغه مړه شوې وه. بيا مې خپل کوچنی ماشوم وموند."

 

واجد افغان ولسمشر، حامد کرزي ته ښېرا وکړې او ويي خندل، خو خندا يي بل راز وه.

 

هغه وويل: "دا د هغه ښه کار دی، چې موږ ته يي رسولی دی. موږ آن دې ته اړتيا نه لرو، چې خپل مړي هدېرو ته يوسو. وګوره، اوس هرځای هدېره ده."

 

د سيمې خلک وايي، چې د جون په مياشت کې د ناتو په بمبارۍ کې په دغه شپې کې 135 تنه مړه شول.

 

د 40 تنو په شاوخوا کې خلکو خپل دار وندار په ټراکټورونو باندې  بار کړل او له سيمې ووتل. کلي ته په لاره موږ دا سوې  ډېرۍ ولېدې.

 

د کلي يو زوړ سړي، محمد فاروق وويل: "الوتکو په هغو باندې هم بمباري وکړه.  هغوی ټول مړه شول."

 

فاروق وويل، هغه او د هغه ګاونډی واورېدل، چې د واجد په کور بمونه راولوېدل او ټراکټورونه وسوځېدل. هغوی څومره چې شوني و، ډېر ژر د مرستې لپاره ورمنډې کړې، خو د سهار پر مهال يي وليدل، چې هر څه ويجاړ شوي و.

 

هغه وويل: "زه يو کور ته راغلم، دلته هر څه سوي و. ما د يوې ښځې مړی وليد، هغه لا سوځېده. ما کورته منډې کړې، ترڅو اوبه راوړم او اور مړ کړم."

 

فاروق وويل، د بريد ډېری ښکار شوي خلک يي په خپلو سترګو ليدلي دي. هغه وويل: "ما د هغو خلکو مړي وليدل، چې د تېښتې پرمهال ويشتل شوي و. هرې خواته مړي پراته و. ځای له مړو ډک و."

 

اوس هلته شاوخوا په کنډوالو کې ډېر لږ خلک تيت او پرک ليدل کېدل.  هغوی موږ او له موږ سره مل د طالبانو قوماندان ته دوه پلا نه کتل. هغوی شاوخوا ياغيان ډېر لېدلې و او اوس د هغوی له لېدلو او شتون نه ډارېدل.

 

د کلې يو زوړ سړي، محمد نبي وويل: "کله چې  شپه سبا شي هرڅوک غرونو ته تښتي.  ښځې تر غونډۍ پورې  د کروندو په فصلونو کې څملي. دلته هيڅوک نه پاتې کيږي."

 

زموږ ايلچي، مولوي احمد د څو شيبو لپاره له موږ سره و.  د يو بل لاسونه مو کيکاږل او د ډاډ له راکولو وروسته له هغه ځای ولاړ.

 

په همدې وخت کې زموږ بدرګه کوونکی، ملا خالد ليوال و، ترڅو موږ ته خپلې کيسې وکړي.

 

هغه وويل: "يومهال د برتانويانو يو پوځي کاروان په دې لار تېرېده. ما ورته په لاره کې  له ليرې يو کنتروليدونکی ماين کېښود. د ناتو درې سرتېرې ووژل شول. نورو مړي لېرې کول، بيا مې ورته په موټر کې ماين کېښود او وچاوديد."

 

خالد وويل، يوه پلا برتانويانو ونيوم، خو بېرته يي پرېښودم.

 

هغه وخندل او ويي ويل: "ما هغوی ته وويل، چې زه يو لاروی يم. الحمد لله، مخکې له دې چې هغوی مې ونيسي، خپله ټاکي واکي مې وړاندې ګوزاره کړې وه."

 

هلمند:د پاڼ او پړانګ تر منځ

  

د هلمند اوسيدونکي وايي، هغوی نه شي ويلای چې د حکومت او طالبانو تر منځ کوم يو غوره دی.

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عزيزاحمد تسل ليکنه

پنځه ويشت کلن نجيب لا تر اوسه په حال نه و راغلی، چې د ګرشګ د ولسوالۍ د حيدراباد په کلې کې يي د خپلې پېښې په هکله له خبريال سره خبرې کولې.

هغه د رېږدېدو په حالت کې وويل: "طالبان په زوره زموږکور ته راننوتل . هغوی د ځانونو د پټولو او موږ د تېښتې هڅه کوله. هغه زما ورور ونيو، چې له حکومت سره يي کار کاو. هغوی وويل، هغه به ووژني. خو کله چې موږ له طالبانو څخه د ځانونو د ژغورولو لپاره له کور څخه د وتلو هڅه وکړه، ناتو په موږ ډزې وکړې او موږ يي وژلو. هغوی د طالبانو او ولسي خلکو تر منځ توپير نه شي کولای."

د زياترو سرچينو له خولې په حيدراباد باندې د جون د مياشتې د 25 نېټې په بمباريو کې سل تنه وژل شوې دي. څه چې لا تر اوسه څرګند نه دی، هغه دادي، آيا دا ټول ولسي خلک و، چې د نجيب او د هغه د کورنۍ په څېر لارويان و او که په هغوی کې جګړه ماران هم و.

تر اوسه زياتو معلوماتو ته اړتيا ليدل کيږي. کوم کلي ته زياته مرګ اوژوبله اوښتې ده، چېرته طالبان تر ټول غښتلي دي، کومې بمبارۍ زيات تاوان اړولای او داسې نور. جزئيات تل يو راز دي: د طالبانو بريد، د ناتو غبرګون، په لسګونه مړي، کنډرکېدا او يو پر بل تور پورې کول.

د سمو او کره معلوماتو نشتوالي د حالت په پېچلتيا کې نغښتی دی. زياتره بمباري شوي کورونه ډېر ليرې پراته دي. خبريالان نه شي کولای هلته د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره لاړ شي. هغه خلک چې د مرګ او ژوبلې په هکله خبر ورکوي هغوی هم خپلې، خپلې اجندا لري.

استوګن د خپلو کورونو په کنډ او کپر کېدو او د خپلو عزيزانو په مرګ او ژوبلې هغومره غمځپلي او خپه وي، چې کله نا کله سمې شمېرې نه وايي.

طالبان ولسي خلکو ته د زيان د لوړې کچې د څرګندولوله لارې په خپلو ليکو کې د وراوښتې زيان کچه راټيټوي. په ناتو او افغان حکومتي ځواکونو کې هم ورته کيسه ليدل کيږي.

آن د افغان حکومت دننه توپير مخ په زياتېدو دی.

د ګرشک د ولسوالۍ ښارول، درعلي شاه خبريالانو ته وويل، د حيدراباد په بمباريو کې 45 تنه ولسي خلک مړه او 23 نور ټپيان شوي دي. هغه زياته کړه، چې 62 مخالف جنګيالي هم وژل شوي دي، خو د ټپيانو شمېره لا څرګنده نه ده.

د ګرشک د امنيې قوماندان، ډګرمن اقبال ګل دا شمېره ونه منله. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ يو پلاوی حيدراباد ته د پلټنې لپاره لېږلی و. هغوی د اتو تنو وژل کېدل او د څلورو تنو ټپي کېدل تاييد کړي دي." هغه زياته کړه، د دوو قوماندانانو په ګډون 32 طالبان وژل شوي دي."

د هلمند د امنيي د نوي قوماندان، محمد حسين انډيوال داقبال ګل په څېر ورته شمېره څرګنده کړه. د طالبانو وياند، قاري يوسف په بريد کې د طالبانو د مرګ او ژوبلې خبره رده کړه.

هغه وويل: "د برتانيي دوه پوځي ګاډي وسوځېدل او په کې ټول سپاره سرتېرې ووژل شول."

ولسشمر حامد کرزی په غير پوځي خلکو باندې د بمبارۍ له امله په تونده ژبه نيوکې کړي او حکومت ته يي د ولسي خلکو د مرګ او ژوبلې په هکله د پلټنو لارښوونه کړې ده.

په ناتار کې د راښکېلو خلکو لپاره دا کارهغومره تسل نه ورکوي.

يو ځايي اوسيدونکي، شېرجان وويل: "الوتکو په ړندو سترګو بمباري کوله. لومړی طالبانو د برتانويانو په کاروان باندې دوه راکټه ووېشتل. له هغه وروسته الوتکې راغلې."

شېرجان وويل، کليوالو په تېښته لاس پورې کړ. هرڅه چې يي لاس ته راتلل د تراکټورونو په ګډون يي په موټرو کې يې بارول. هغوی يو کتار جوړ کړ او د ښار په لورې يي مخه کړه او د جګړې له ډګر څخه لاړل.

شېرجان وويل: "د ټراکټورونو په دې کتار کې به 150 تنه سپاره و. الوتکې بيا راغلې او په ټول کتار يي بمونه وغورځول. د حيدراباد شمال ته نورو خلکو د تېښتې هڅه کړې وه. په هغوی هم بمونه وغورځول شول. دا يوه ډله ييزه وژنه وه."

يو استوګن، چې نه يي غوښتل خپل نوم ووايي په دواړو لورو باندې بد وويل.

هغه وويل: "کله چې ناتو او حکومتي پوځيان په کلي کې وي او يوه ډزه پرې وشي، نو هغومره کسان بنديانوي، چې وسه يي رسيږي. هغوی ته پروا نه کوي، چې هغه طالبان دي او که ولسي خلک. خو که بيا طالبان لوبه وګټي، نو له حکومت سره د کار کولو په تور هرڅوک نيسي."

هغه د پښتو يو زوړ متل ووايه: "موږ د پاڼ او پړانګ په منځ کې بند پاتې يو."

هلمند: هرې خوا ته ستونزې

طالبان ښايي يوازينۍ او آن تر ټولو ناوړه ستونزه نه وي، چې هلمند ورسره مخامخ دی.

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال عزيزاحمد تسل  ليکنه

مفسد پوليس په هلمند کې د ناقانونيو په يوې لړۍ کې راکښېل دي، چې د طالبانو د ملاتړ له زياتېدو سره مرسته کوي. طالبان د زياتو ځايي استوګنو پر اند په سيمې کې نظم تامين او بسيا کوي.

د هلمند ولايت چارواکو تېره اوونۍ د لويي لارې 35 ساتونکي پوليس د وسه والو غلاوو په تور بنديان کړل. د ادعا له مخې نوموړې ډلې د لښکرګاه او کندهار ترمنځ د موټرو سپرلۍ لوڅولې او پيسې يي ترې شکولې.

يو تورن د نوم د نه اخيستلو په شرط آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ له موټرو څخه پيسې اخيستې. موږ له هر کوچني موټر څخه له لسو څخه تر 30 او له لويو موټرو څحه تر زرو افغانيو پورې اخيستې. موږته خپل قوماندان اجازه راکړې وه. موږ پيسې ټولولې او خپل قوماندان ته مو ورکولې او هغه بيا وروسته وېشلې."

د پوليسو جنايي آمر، محمد اسمعيل آی ډبليو پي آر ته وويل، نوموړي قوماندانان تر اوسه نيول شوي نه دي.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "دې غلو له يو ټانکر څخه د تيلو په يو شخصي ستيشن باندې تېل پلورل. کله چې موږ ته د هغې په باره کې خبر راغی، موږ لاړو او هغوی ټول مو بنديان کړل. خو قوماندانان ... وتښتېدل."

د هلمند والي اسدالله وفا په لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل: "موږ غواړو له دې خاينينو څخه ځانونه بېغمه کړو. موږ غواړو خلکو ته ښه امنيت راولو."

داسې ښکاري چې دا يوه سخته جګړه ده. د هلمند ولايت چې د تېر کال راهيسې د بهرنيو پوځونو او ياغيانو د سختو جګړو شاهد و، د انارشۍ او ګډوډۍ له خطر سره مخامخ دی.

خلک له تېرې مياشتې راهيسې له مخ په ناوړه کيدونکي امنيتي حالت څخه سرونه ټکوي. هره ورځ د ترهګرۍ او ډار يوه نوې څپه رامنځته کيږي، خلک برمته کيږې، بمي چاودنې کيږي ، غلا او شوکې کيږي. په داسې حال کې چې بغاوت ددې ټولو ناکراريو ترشا دی، خو هلمنديان نه غواړي ددې ټولو هغو پړه پر طالبانو واچوي.

تر ټولو تريخ حقيت دادی، چې يو شمېر تيري کوونکي دولتي يونفورم لري، خو د ناقانونۍ څپې خلک د طالبانو ملاتړ ته راکاږي، چې د ځايي استوګنو په وينا به سيمې ته د بدمرغۍ پر ځای نظم راستون کړي.

په لښکرګاه کې د خدايداد په نوم يو زده کوونکي وويل: "زه به ډېر خوښ شم، که طالبان بېرته راشي. امنيت ډېر خراب دی. زه دلته په ښا رکې ښوونځي ته ځم، خو وضعه ورځ په ورځ خرابيږي. زه ډاريږم، چې کومه ورځ برمته نه شم اويا راڅخه څوک موټرسايکل غلا نه کړي. که طالبان بېرته راشي، هرڅوک به خپلې شتمنۍ ولري. که وضعه همداسې دوام وکړي، خلک به د طالبانو ملاتړ وکړي."

خدايداد خوشې په خوشې نه ډاريږي. د جون د مياشتې په سر کې د لښکرګاه د ګاونډ په صافيان کې يو ځوان ووژل شو. خلک وايي غلو دهغه د موټرسايکل د اخيستلو هڅه کوله. موټرسايکل د لښکرګاه په تنګو تروشو لاروکوڅو کې د ترانسپورت يوه عادي وسيله ده.

ددې پېښې ښکار شوی ځوان، 22 کلن احسان الله و، چې د ماښام د اته نيمو بجو په شاوخوا کې پرې کورته د تګ پر مهال ډزې وشوې.

د هغه تره، حاجي بسم الله وويل: "هغه له کور څخه يوازې 500 متره وړاندې و. دوو تنو غوښتل له هغه څخه موټرسايکل واخلي. په هغه يي شپږ ډزې وکړې. کله چې خلک راټول شول، هغوی وتښتېدل."

د حاجي بسم الله د وينا له مخې حکومت د پېښې د عاملينو د لټولو هڅه نه کوي.

هغه وويل: "طالبانو زما وراره نه دی وژلی. زه سل په سل کې ډاډمن يم، چې هغه جنايتکارانو وژلی دی."

زياترو هلمنديانو ته د "جنايتکار" کلمه له حکومتي چارواکو سره تړلي برېښي.

د جولای په مياشت کې د نيول شوو پوليسو په څېر زياتره يونيفورم لرونکي چارواکي په شوکو او يا د خلکو په وړاندې په نورو لاسوهنو تورن دي.

د صافيانو د کلي يو تن اوسيدونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل:"ټوله ناامني د حکومت له لوري راځي. هغوی د شپې له خوا له موږ غلاوې کوي او د ورځې له خوا يونيفورم اغوندي."

په لښکرګاه کې د يوې وتلې ښځينه ډاکټرې په ورور، سيدشاه باندې هم د جون د مياشتې په سر کې بريد وشو. عيني شاهدانو وويل، څلورو تنو هغه په زوره په موټر کې خېژولو خو هغه ځان ټينګ کړی و. هغوی څو څو ځلې هغه په چاړه ووهلو او بيا وتښتېدل. سيدشاه روغتون ته يوړل شو او له درملنې وروسته ښه شو.

يو هټيوال چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي، وويل د بريد کوونکو په ډلې کې يو تن د پوليسو يونيفورم اغوستی و.

د جون د مياشتې په سر کې د الله نظر او منصور په نوم دوه تنه ځوانان هم تښتول شوي و. يو ليک د الله نظر پلا ر ته استول شوی او ورته يي ليکلي و، چې "هلکان په الهي عدالت وروسېدل."

مړي ورنه کړل شو او کورنۍ يي تر اوسه د هغوی د ژوند په هکله خپله هيله له لاسه ورکړې نه ده. زيات شمېر خلک داسې انګيري، چې هلکان طالبانو وړي او له بهرنيو ځواکونو سره د تړاو له امله يي وژلي دي. په ليک کې په منصور د "جاسوس" تور لګول شوی و او طالبان د داسې خلکو سر پرې کوي. يو شمېر نور په دې اند و، چې د پېښې تر شا عادي جنايتکارانو لاس درلود.

په هلمند کې د برتانوي پوځونو وياند، ډګروال چارلي مايو آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه ددې دوو تنو د برمته کولو په اړه معلومات نه لري. خو هغه وويل، چې په عمومي توګه وضعه ډېره بده نه ده.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "زما په اند په تېره مياشت کې امنيتي وضعه ښه وه. پوليس او د افغان ملي اردو سرتېرې د خلکو مرستې ته اړتيا لري."

د امنيت آمر، محمد عيسی افتخاري وضعه داسې وارزوله: "د امنيتي وضعې د خرابېدلو تر شا د کمزوری اقتصاد، خراب کلتوري حالت او د خلکو او حکومت تر منځ د ګډې مرستې نه موجوديت په څېر يو شمېر فکتورونه وجود لري. خو اصلي عامل دادی، چې حکومتي ارګانونه يو له بل سره همکاري نه کوي. خلک په يو ناکرار چاپېريال کې ژوند کوي."

افتخاري دا ومنله چې وضعه د څو اوونيو راهيسې نوره هم پسې ناوړه شوې ده او په يو شمېر پېښو کې يي د پوليس لاس لرل ومنل. هغه وويل: "په پوليسو کې ستونزې شته. د يو شمېر پېښو تر شا د پوليسو لاس دی او موږ هغه ګورو. داسې يو شمېرخلک شته، چې د پوليسو جامې اغوندي او په ترهګرو فعاليتونو کې ښکېل دي. هغوی نه روزل شوي او نه مسلکي دي. هغوی خپلې دندې د اغېز (نفوذ) له لارې ترلاسه کړي دي."

نوموړي زياته کړه، کوکنار، د نيشه يي توکو قاچاق او د ليک لوست نشتوالی د بې امنۍ ستر لاملونه دي. هغه وويل: "زياتره جنايتونه د نيشه يي توکو قاچاق وړونکو له خوا ترسره کيږي، چې له طالبانو سره مرسته کوي. هغوی د افغانستان دښمنان دي او نه غواړي چې امنيتی حالت ښه شي. په دې توګه کارونه نورهم پسې خرابوي."

د هلمند ولايت د نړۍ د کوکنارو کرونده ده او د نړۍ د اړتيا وړ نيژدې نيم اپين توليدوي. زيات شمېر څارونکي د امنيت د خرابېدلو پړه د نيشه يي توکو په قاچاق وړونکو او د طالبانو او قاچاق وړونکو ترمنځ په اړيکو اچوي. هغوی خپله جګړه د نيشه يي توکو د خرڅلاو له لارې پر مخ وړي.

طالبان په خپل وار د مخ په ودې ستونزو پړه په بهرنيو پوځونو او د هغوی په شريکبانډو اچوي.

لښکرګاه ته څېرمه د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو يو قوماندان وويل: "د افغانستان دښمنان څرګند دي. هغوی بهرنيان، ملي اردو، دهغوی نور انډيوالان او حکومتي متحدين دي."

هغه وويل: "کله چې دا بهرنيان زموږ خاورې ته راغلي دي، جنايتونه، وژنې او هرڅه زيات شوي دي.غله او جنايتکاران پخپله په حکومت کې دي. که هغوی څوک بندي کوي، بله ورځ يي بېرته خوشې کوي. ځکه بډې اخلي."

هغه زياته کړه، طالبانو خپل فعاليتونه دې خلکو ته مخامخ کړي دي. نوموړي وويل: "موږ نه غواړو خپلو هېوادوالو ته زيان ورسوو. موږ زيات شمېر جنايتکارانو ته سزا ورکړې ده. موږ په پوليسو باندې بريدونه کړي او د سړک په غاړو کې مو ورته بمونه ايښي دي. حکومت پوهيږي، چې څوک طالب دی او څوک نه دی. خو موږ ته څه نه شي ويلای. هغوی ولسي خلک ځوروي او پيسې ترې اخلي. هغوې ډېر کمزوري دي."

د ناتو تر ملاتړ لاندې د ملي اردو سرتېري په تېرو څو اوونيو کې د يو څو وتلو قوماندانانو په ګډون د زيات شمېر طالبانو د وژلو ادعا کوي. له بده مرغه هغوی زيات شمېر ولسي خلک هم وژلي، چې عمومي وضعه يي نوره هم پسې ناوړه کړې ده.

دا رښتيا ده، چې په دې وروستيو اوونيو کې طالبانو اردو او پوليسو ته زياته درنده مرګ او ژوبله اړولې ده. د جون د مياشتې په منځ کې د پوليسو د افسرانو څخه يو ډک موټر په کابل کې وچاود، 35 تنه يي مړه او نور زيات يي ټپيان کړل. د رسمي سرچينو د وينا له مخې په هلمند کې يوازې په دوو تېرومياشتو کې 40 تنه سرتيري مړه او له اوياوو زيات ټپيان شوي دي.

په هلمند کې وضعه په ډېره چټکۍ مخ په خرابېدو ده. پروسږکال وضعه له پرتله ييزې کرارۍ څخه نژدې د ناتار خواته روانه ده.

ذبيح الله وويل: "يو کال دمخه په نادعلي کې وضعه ډېره ښه وه. وژنې او تښتونې نه وې، ښوونځي پرانيتسي و. خو له کله راهيسې چې طالبان راغلي، وضعه خرابه شوې، خلک ترهور او وارخطا دي. هغوی هرجنايت ته دروازه پرانيسته. اوس ښوونځي تړلي دي، غلاوې ډېرې شوې دي. خلک نه پوهيږي، چې څه وکړي."

وحيدالله په لښکرګاه کې انګليسي کورسونه لوستل. خو ورته له ګواښونو رسيدلو وروسته يي پرېښودل. هغه وويل: "زه د ولسوالۍ له مرکز ها خوا نه شم تللای. ډېر ډارېږم. هر ځای وژونکي او غله دي. ما ويل که لوست ته دوام ورکړم، څوک به مې ووژني، نو ځکه مې پرېښود."

د هلمند په شمال کې د طالبانو تر کنترول لاندې پرتې ولسوالۍ، واشېر څخه لښکرګاه ته راغلی يو زده کوونکی، عبدالکريم په ورته ډول بدبينه و.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې هغوی په واشېر کې ښوونځي ته اور واچاو، زه د لوست لپاره دلته راغلم. ما يوه کوټه په کرايه نيولې او يوه کوچنۍ هټۍ لرم، چې لګښت پرې پوره کړم. انګليسي کورسونه هم لولم. ماته د طالبانو ګواښ راورسېد. که څه هم فراغت ته مې يوه مياشت پاتې ده، خو لوست بايد ودروم. زما پلار راته وويل، چې کوکنار به وپلوري او مابه د زده کړو لپاره پاکستان ته وليږي. چارواکي دلته امينت نه شي راوستلای. هغوی خپلې دندې سرته نه رسوي. هغوی پخپله جنايتونه کوي. که چېرته کوم جنايتکار ونيسي، بله ورځ يي خوشې کوي."

نجونې او ښځې په ځانګړې ډول له وضعې اغېزمنې شوې دي. په هلمند کې چې د کلتورله پلوه زياتره ښځې په کورنو کې بندې دي، خو د وضعې خرابوالي د هغوی هغه لږه لاس ته راوړې ازادي هم له منځه وړې ده.

يوې ځوانې نجلۍ، نوريې وويل: "څه ناڅه يوکال کيږي، چې زموږکورنۍ له پاکستان څخه راستنه شوې ده. امنيتي حالت ډېر ښه و. موږ په سولې کې ژوند کاو. زه په پنځم ټولګي کې يم. خو اوس مې پلار ښوونځي ته نه پرېږدي. هغه وايي وضعه ښه نه ده. آن زموږ د کور ماشومان بهر ته د لوبو لپاره نه شي تللای."

پروانه زړوره ده. هغه وايي: "زه په نهم ټولګي کې يم. ښوونځی مو له کور څخه ډېر وړاندې دی. ورور مې د ښوونځي تر دروازې رسوي. خلکو راته د مرګ ګواښونه کړي. په لښکرګاه کې امنيت ښه و، خو که نن له خپل کور څخه چېرته لاړ شو، خلک راځي او مالونه مو غلا کوي. که زر ځلې راته ګواښونه وکړي، زه به خپلې زده کړې ته دوام ورکړم. ښوونځي ته به ځم. "

محمد ظريف عنا يت زي

 لیکنه : محمدظریف عنایت زی
 خوب په بیلابیلوانسانانوکې توپیرلري چې اکثره خلک په شپه اوورځ کې له لسوساعتونوکم خوب بسنه نه کوي ،خوداسې کسان هم شته چې څلورساعته خوب دځان لپاره کافي ګڼي اوپه همدومره لږخوب کولوهم هڅانداو دپام وړانرژۍڅخه برخمن وي. په دې وروستیوکې برتانوي څیړاندوهم همدانظرتاییدکړی چې دخوب کولوموده په انسانانوکې توپیرلري . ددې هیوادپخوانۍلومړۍوزیره میرمن مارګریت تاچرهم له هغوکسانوڅخه وه چې په شپه اوورځ کې یې له څلوروساعتونو زیات خوب نه کاوه چې دې کاردنوموړې په روغتیاکومه ناوړه اغیزه هم نه وه کړې .څیړاندودهمدې موخې دثابتولو لپاره یوشمیرکسان داته څلویښتوساعتونولپاره په یوه آزمویښت ځاي کې ویښ وساتل ،پرنوموړو کسانوآزموینو او غبرګونونووښودله هغه کسان چې دخوب کولودګروهنې حس پکې پیاوړی دی ترنوروزیات ګنګس اوناتوانه وو،دغوڅیړنوښودلې ده هغه کسان چې لږخوب کوي دشپې له څلورودسهارتراتوبجوپورې ترډیره خپله ځیرتیااوفکري تمرکزله لاسه ورکوي .له همدې امله په همدې وخت کې یعنې دشپې له څلورودسهارتراتوبجوبایددخطرناکوشیانواوموټرچلونې کې ډیرپام وشي .ځکه شمیرنوښودلې ده چې دنړۍپه اکثرولویوښارونوکې ډیرې ترافیکي پیښې په همدې وخت کې کیږي . په خوب کې دنفس بندیدل چې په عامه اصطلاح خپسکه ورته وایي هم له هغوستونزوڅخه دي چې یوشمیرخلک وسره مخامخ دي که داستونزه ډیره پرمخ تللې نه وي له ساده لارودغه مشکل لیرې کیداي شي لکه دوزن په کمولواوپه یوه اړخ په بیده کیدوسره . څیړنوښودلې چې په نړۍکې دوه فیصده ښځې اوڅلورفیصده نارینه دخوب په وخت کې دتنفس له قطع کیدویاخپسکې سره مخامخ دي .اوهغه کسان چې دشپې له مخې په دندوبوخت وي بایددورځې دوه درې ساعته بیده شي چې داکاربه له دوي سره دشپې ددندې په وخت کې دهغوي له ځیرتیاسره مرسته وکړي .  همدارازدشپې دبې خوبۍدمخنیوي لپاره له خوبه مخکې دآرامۍاحساس په ځان کې پیداکول اودچایو اوګازلرونکومشروباتوله څښلوډه ډه کول ډیراغیږمن دي .په خوب کې خرهارکول هم په ځینوکسانوکې ارثي اوپه ځینوکې دپوزې اووینودغوړوالي له امله وي خوپه دې صورت کې دوزن کمول اوله خوب راوړونکوګولیوډه ډه کول ضروري دي . بایدووایوچې داسلام په سپیڅلي دین کې انسانانوته سپارښتنه شوې چې په هرکارکې له افراط اوتفریطه ډه ډه وکړي دې اصل ته پام سره خوب کول هم که له حده زیات شي ناوړه زیانونه په ځان پسې لري اوکه کم خوب وکړل شي بیا هم دانسان دروحي کمزورۍاوفکري تمرکزدګډوډیداسبب کیږي چې علمي څیړنوهم دانظریه تاییدکړې ده .

خبر !

د ناټو ځواكونو تيره ورځ د پكتيا په مركز ښرنه كي يو تن ولسي وګړى په موټر وواژه  ، په هغه خبرپاڼه كي چي د ايساف د ځواكونو لخوا خپره سوې ده پكي ويل سوي چي نوموړي افغان د سړك پر غاړه خپل موټر جوړاوه .

***

دهلمند ولايت د ګرشك ولسوالۍ پر نوي ولسوالۍ حاجي عبدالمناف نن سهار هغه مهال د ريمونټ كنټرول ماين يوه چارودنه وسوه كله چي نوموړى له جومات څخه د خپل كور پر لور روان وو ، چارواكي وايې په دغه چاودنه كي چاته زيان  نه دي اوښتى  خو وايې چي  د نوموړي ساتونكو له چاودني څخه وروسته  يو سپين ږيرى سړي په ډزو سره وواژه ، له بلي خوا ددغي چاودني پړه وسلوالو طالبانو پر خپله غاړه اخيستې اوادعا كوي چي د ياد سوي ولسوال شپږ ساتونكي يې وژلي دي .

***

د غزني ولايت په درو بيلا بيلو نښتو كي دوه تنه طالب جنګيالي وژل سوي او يو تن پوليس ټپي سويدى ، دغه نښتي تيره ورځ د نوموړي ولايت د زنخان په ولسوالۍ كي را منځ ته سويدي ، خو له بلي خوا طالبانو ويلي دي چي په پادو سويو نښتو كي يې بهرنيو ځواكونو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده .

***

د لغمان ولايت په مركز مهتر لام ښار كي يو تن پوليس پرون سهار د يوې هندوانې پر سر يو تن دكادار وواژه ، ويل كيږي د غه پيښه د پيسو پر سپر رامنځ ته سوې ده . د لغمان چارواكي وايې چي قاتل وحيدالله نوميږي او دامهال له دوئ سره بندي دى .

***

د بغلان ولايت د استناف څارنوال وايې چي د مركزي بغلان د ولسوالۍ د ښاروال له لوري پرون پخپل دفتر كي وهل سوى دى ، د استناف ښاروال حفيظالله خالقيار وويل چي ده پرون د مركزي بغلان ښاروال حاجي محمد داوود ددې لپاره څارنوالۍ ته راغوښتى وو .

***

 

دولتي چارواكو د هلمند په بيلا بيلو پيښو كي د ملي اوردو دريو سرتيرو او شپږو تنو طالب جنګياليو د نيولو خبر وركړ، خو وسلوالو طالبانو په دغه ولايت كي د خپلو ملګرو د وژل كيدو خبر ردكړى او ادعا كوي چي د ګرشك په ولسوالۍ كي يې د ملي ارودو شپږ سرتيري وژلي دي .

 

خبر: ۲۰۰۷/جولاى/۱۸

 

دولتي چارواكو د هلمند په بيلا بيلو پيښو كي د ملي اوردو دريو سرتيرو او شپږو تنو طالب جنګياليو د نيولو خبر وركړ، خو وسلوالو طالبانو په دغه ولايت كي د خپلو ملګرو د وژل كيدو خبر ردكړى او ادعا كوي چي د ګرشك په ولسوالۍ كي يې د ملي ارودو شپږ سرتيري وژلي دي .

رپوټ ......................

په هلمند كي د ملي اوردو ددريمي پلي لوا ددوه سوه پنځم اتل قول اوردو قوماندان بريد جنرال محى الدين غوري د چهار شنبې په ورځ خبر وركړ چي پرون د ګرشك په ولسوالۍ كي د ملي اوردو د سرتيرو پر يوه موټر د يوه ماين د چاودني له امله د ملي اوردو درې سرتيري  ووژل سول او يو تن ټپي سو ،

خو له بلي خوا د طالبانو يو وياند قاري يوسف ددغي چاودني د مسؤليت تر څنګ ادعا كوي چي پكي د ملي اوردو شپږ سرتيري يې وژلي دي .

د يوه بل خبر له مخي د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د امنيې قوماندان تورجان وايې چي د طالبانو د يوه ځايې قوماندان ملانقيب الله په ګډون يې شپږ تنه طالب جنګيالي د يو شمير سپكو وسلو سره نيولي دي . خو وسلوالو طالبانو د خپلو ملګرو د نيول كيدو خبر رد كړى .

نوي او تازه خبرونه :

دولتي ځواکونو د کندهار او فراه ولايتونو په دوو بېلا بېلو جنګونو کې د ٤٥ طالب جنګياليو او اتو تنو پوليسو دوژل کېدو خبر ورکړ . د کندهار اروزګان ولايت د لويې لارې دپوليسو چارواکي وايي چې له پرون مازيګر راهيسې د دې لارې په اوږدو کې د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په کيخي سيمه کې د طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه روانه ده .

خو د طالبانو وياندقاري يوسف احمدي په جګړه کې د خپلودوو  جنګياليو وژنه او يو تن ټپي کېدنه تاييدوي . هغه وويل چې په جګړه کې ٢٥ تنه پوليس وژل شوي دي .

###

 

دولتي ځواکونو د لوګر په خروار ولسوالۍ کې دطالبانو ديو مهم قوماندان دوژلو خبر ورکړ . د لوګر دامنيه قوماندانۍ يو تن افسر چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، خبري رسنيو ته وويل چې وژل شوى قوماندان ملا داوود يوسف نومېږي.د امنيه قوماندانۍ ياد شوي افسر زياته کړه چې ملا داوود له تېرو دريو کلونو راهيسې په خروار ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي قوماندان و او دهغه له مړينې سره به په ولسوالۍ کې امنيتي وضعه ښه شي . خو ددغه قوماندان  د وژل كيدو په اړه څه نه دي ويلي .

###

د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ولايت ته يې يوه پاکستانۍ ځانمرګې بريد کوونکې ننوتې ده . ددغه ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند وزير بادشاه ، وويل چې دغه ښځينه ځانمرګې بريد کوونکې له تېرو څو ورځو راهيسې د خوست ولايت مربوطاتو ته ننوتې ده . هغه زياته کړه چې پوليسو يوه چادري هم لاسته راوړې چې ويل کېږي يادې  شوې ښځې استعمالوله . د وزيربادشاه په وينا، دغه ښځه په بېلا  بېلو سيمو کې ليدل شوې او ځان په يو او بل نوم خلکو ته معرفي کوي .

###

د هېواد  جنوب ختيځ ته د خوست ولايت په  باک او يعقوبيو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ١٢ تنه د دولت له مخالفينو سره د لاس لرلو په تور نيول شوي دي .  د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وزير بادشاه وويل چې يادشوي  عمليات  ، ملې اردو ، پوليسو او آيساف يا سوله ساتو  ځواکونو په ګډه پيل کړي او اوس هم دوام لري .  ده د چا نوم وانه خيست خو ويې ويل چې په نيول شويو ١٢ تنو کې  داسې کسان هم شته چې  د دولت او ايساف سره په شته تور لېست کې يې نومونه شامل وو.

###

ددی اونۍ مشاعره

  ددي اونۍ مشاعره

نن جمعه دچنګاښ په (۲۹)دهلمند ولايت دبست فرهنګې ټولنې د ځوانانو ليكوالانوشاعرانو په ادب مينوله خوادتيرپه شان يوځل بيايوه آزاده مشاعره دځوانانودمدريت دغونډوپه  انګړ كې ژړ مازديګرپيل . ترتياره ماښام  پوري وغزېده ،دهلمنددبست فرهنګې ټولني دابي بانډارشاعران عبدالودود هجران د اريانا تلويزون خبر يال چي ښكلي شعرونه هم ليكي دهلمنددشنه سيندغاړي ته كوچ كړي وداځكه چي دسيندشاوخواشنه فضاټوله سندره سندره وه طبعت ښكلي وهرڅه شاعرانه و، هلمند ښه پراخه سيندلري دي سينددټول هلمندزړه لښكرګاه ته نوې بڼه وركړي يوي خواته شين تخته ځنګل اوبل لوري ته پراخه قيرسړك لري سړك ته څيرمه شين څمن هم شته چې هرمازديګرپه سلګونوښاريان په دي ښكلي طبعت كي ناست وي څوك په سيندكې لمبوكوي اوڅوك هم دخلقت ستاينه كوي ،په دي زرينه اوښكلي فضاكي ډيرلږپاتې شوايله! څلوراونۍ مو دسيندپه غاړي  كي دشعربانډارته ډډي وهلې وې ، داځل مودهغه ځايه ځكه بيرته كډه په شاه كړه چې  هلته نورسيلانيان ډير وسړك ته نيږدي ودموټروشوردغزلوخوندواخست،نور نشو توانيداي چې هلته غزليزبانډارپه مخ بوزواونه موشوي كولاي چې  طبعت په غزلورنګين كړو،ددي اونې مشاعره دځوانانو په خپل فرهنګې ځاي كې  په پوره برياليتوب سره  ترسره شوه ، شاوخواشل شاعران راټول شوي و

محمد الياس داعي د نتر ويلو په دوران كي ، په لومړي سركې د نثرپه برخه كي دالياس داعې لنډه كيسه اوداحمدشاه پاڅون يو ژانرچۍ دپلش ترنامه لاندي دمينې په ډسك كې  وايرس په كميپوټركې په هنري جملوځاي پرځاې شوي و، دلاسوپه پړه كولوښه بدرګه شو،دواړوشاعرانواولنډه كيسه ليكونكوښه روان نثرونه ناست بانډارته واورول ورپسي دنثرپه برخه كي محمداسماعيل شريعت يار هم خپل اوبوته ورته روان نثرولوست ،دماښام ترلمانځه ورسته ددرويش دورانى په يوه دري بيتيزه شعر  مشاعره پيل شوه ،

 

موسم بدل شوښاي تللې مارغان بيرته راشي

وخپل وطن ته دكډوالوكاروان بيرته راشي

بيلتونه داځل نودي عمردمره لنډشه چې زه

په لمن سترګې پاكوم اوجانان بيرته راشي

درويشه داسي به ونشي چي زموږهديري

سپينګيرى وګرزوي ټول اوځوانان بيرته راشي

 

ورپسي يوځل بيادشعرپه هينداره كې  كي الياس داعي وبريښدۍ چې لاندي غزل يې ملګروته واوروله ،

 

خـــداى دي دداســـې  غمــــــــــازشته وسوځي

خداى دي يې په سروغرمـــــوكې تله وسوځي

 

كله به خــــداى رحــــــم په زړه كـــــــى وركـــــړي

پــــــــــــرمـــــوږبه كلـــــه ښــــــــكلي زړه سـوځي

 

پرشـــــــتوتاســـــــــــوورتـــــه لاروښــــــــــياست

دجام ســــــــــــرٌكۍ څنډي مــــــوخوله وسوځي

 

مــــــــــــــوږبخت دښـــــــــــــــــكلودنصيب نه لرو

تــــاوده زړګي مـــــــــــــــونورتـــــــــاوده وسوځي

 

ازل پـــــــــــرې شــــــــونډې دجام نكړې بــــوسه

چــــــيرته (داعــــــي) به ستـــــــاكــــاته وسوځي

 

 

 دمشاعري يوڅونوري غزلې هم ستا سو مخ ته ايږدم چې وربانديې خوږژبودزړه وينې څښلي دي شپې ورباندي سباكړي ،ددي جملې نه يو هم احمد شاه پاڅون دي دغزل يوڅو كرښي يې دادي  

 

غـــــــــــــــــزل

تاچه زماپه لورراتلوڅه قســــــــــَـــــمونه وكړه

ځكه مې اښكوبيادغاړواميـــــــــــــــــلونه وكړه

دجانان يادمې په زړګى كي په قطارتيريدي

ناځوانه غم پري څوځانمرګــــــي شان بريدونه وكړل

دظالم قبرته دكوروكړي داســــــــــــــــــــــــــــــــي وايې

يوموږزړيږونوروغم كـــــــــــــــــــــــــــــــــې اتڼونه وكړل

                 

 

دلاورپرديس هغه نازك خيال شاعردي چي هر شعريې نوي رنګ لري ښكلاپكې نغښتې وي رنګينى لري تل دميني ځورپكي راټول شوي وي  دايې هم دشعريوه نيمه برخه ده 


څه ووايم
دلته مو سندر ي په سلګو باندي بدلي سوې

دلته خو شحالۍ وې په غمو باندي بدلي سوې

دلته چي نفرت پرمحبت باندي حاكم مينم

دلته دزړو ميني په پيسو باندي بدلي سوې

دلته ډيري پيغلي كونډي سوي دي دپلار پركور

دلته پښتنې وې ليونو باندي بدلي سوې

دلته تادرخي اثار هر چاتر وسه لوټ كړله

دلته كلاګاني په مرچو باندي بدلي سوې
دلته چي دهر يو ه دوه مخي رنګ ته وګورو

دلته زموږ هيلي ارمانو باندي بدلي سوې

شريعت يار صاحپ دشعر ويلو په حا ل كي دلته مشران مو ديو بل په سيالۍ ظلم كړي

مشاعره دشريعت يار يه شعر  په داسې وخت كې پاي ته ورسيده چي داسمان مخ دځليدونكو ستوروډك وو.

 

  1.  

ګرانو او خوږو كتونكو ځولې په بله بڼه واوښته اوس هم كار ورباندي روان دي

 

ډيرزر به يې هرڅه سم شي دقدروړكتونكو  بښنه غواړم

 

لږ په هلمند كي تم شۍ


دهلمند ولايت دافغانستان دسهيل لوديځو سرحدي ولايتونوڅخه يودي چې پراخه ساحه ،سيند،لوئې مشهورې ويالې پراخه دښتونه ،اولويوغرونو ګڼ شميرسلسلې لري ،دهلمند ولايت دمختلفو سيمو په دوديزونومونو ويشل شوي دي چې پكښې ګڼ شمير ټبرونه اوسيږي
په هلمند كې دافغانستان دډيروبيلابيلاولايتونوڅخه دناقيلينوپه نامه خلك راوستل شوي اودحكومت لخواورته ځمكې ويشل شوې دي چې اوس هم هغه خلك ناقلين بلل كيږي دهلمندداصلي ټبرونوسره ئې رواجونه او خبري يې په لهجه وى اوسميه ايزډول ډير فر ق لري،
دهلمند ولايت دتاريخ په هرپړاوكې ترډيره ناارامه پاته شوى دي ځكه ډيرې لوئې سيمه يزي سرحدي لاري ورته راسپورې دي ،
دايران پاكستان سره اوږدې اوشريكې پولې لري په دننه كي دكندهار ،اورزګان،غور،فرا ،اونيمروزولايتونه ورسره نښتي دي داروزګان ،غور، فرا،اونيمروزخلك دخپلوسفرونول لومړۍ تم ځاى دهلمند ولايت په مخكې لري خپلې لومړنۍ اړتياوې هم ترډيره دهلمند ولا يت مركز لښكرګاه اوورپسې بيادولسواليوڅخه پوره كوي ،
لويه اوعامه ژبه يې دلوى كندهارپه لهجه پښتوده دنوروپښتني سيمو پښتنې لهجې ، فار سي،ازبكي، تاجكي، پشه ئې اوبلوڅي ژبې پكښې په اقليت كې ږغول كيږي ،په اسلام كې دحنفي مذهب اوشيه هذهبونه هلته دعبادت اوژوند لپاره تګ لارې دي، چي شيعه مذهب پكښې په ډير اقليت اوحنفي مذهب پكښې عام اوډير قوي رواج لري ، هلمند اوسني جغرافيوې ويش دقومونودميشت ځايونوپه تناسب شوي دي دبيلګې په ډول دسنګين په ولسوالۍ كې داسحق زى اوهلكوزى قومونه ډير دي اونورئې خورالږ دي، په كجكى ،باغران، اوموسي قلعه ولسواليوكې دعلي زيو قومونه ډير خونورقومونه پكشې بيخې لږ دي ،
هم داسي دناوې (خلج)ولسوالۍ دبارك زيو دقوم څخه ډكه ده نورقومونه پكښې لږدي ځكه ورته دباركزوناوه هم ويل كيږي ،
په هلمند كې دباغران ،كجكي ،ناوه اوګرمسير(هزار جفت)نادعلي ولسوالى ئې هغه سيمې دي چې دميلادي سنې دلومړيووختونواوياورڅخه مخته جګړه ايز صنعتې اوكر هڼيزلرغونې تاريخونه لري،
پښتني دودونه اوس هم پكښي په خورالوى قوت ثابت اوعملى پاته دي ،لكه ميلمه پالنه ،دپرديوڅخه كركه ،دتورې سره مينه ،دناپيليتوب شعار ، دديني احكامو په عملى كولو سره وياړكول ،د ودونوډله ايزه خوشحالې كول ،دمړي غم شر يكې د دوعا اوقرآن كريم په ويلو سره همداسي نور ،
په خپله دهلمندزړه په ځنګل اورڼه سينداحاطه شوى همدغه زړه دلښكرګاه په نوم ياديږي چې پخوانى نوم يې بست وو
داسيمه دهوتكيانواونادري فارسيوانوترمنځ اودكابلشاهانواواصحابانوترمنځ دجنګ تودډګرپاته شوي دي ،
دهلمندولايت دبست په شمول ډيرې لرغونې تارېخې كلا وي لري لكه دبست،مخطر،باغ ارم،اميركروړ،دزمينداوردزاړه ښاركلا،موسي كلا،دګرشك كلاه ،مالګيركلا،سره كلا ،اوداسې نورې چې په ټولنيزډول (۸۲) تاريخي كلا وې په هلمندولايت كي شته اوهره قلعه بيل بيل خصو صيات لري ،
هلمند يان ځانته ناستې لري چې په ډول ډول موسيقي الاتو نازول كيږي لكه ،دريا،جاپانى،رباب، دوه تاريزه ،دكرك (مړز)نارې ،يواځې ددريې بانډاريزمحفل ئې دينې طالبانو هم په خپله مينه په ښه ډول پاللى دي ،اتڼ سره هم مينه لري دناپيلتوب حماسي اودمينې اشعاراوغزلوسره زياته مينه لرې ،
ګيره ،پګړۍ،دجماعت لمونځ په مسجدكي دميراث په ډول فرهنګى بڼه خپله وي ځكه ديني اودوديز اړخونه لري ،
هلمند دلوي سيندنه پرته لوي ويالې هم لري چي داوبو څخه دخړوبو ځمكو كرهڼي اودونو وده ددغه ولايت دطبيعت ښايست يې يوپه دوه كړي دي په شنه سهاركي نرم اومرطوب نسيم اوشمال لري دفكري ستړياپه هوسائي اوخوشحالي كي دانسان سره لوي لاس كولاي شي ،
هلمنديان خپل دوديز ترخيزي اوږده كالې اودډيروجيبونودرلودونكې صدرۍ (واسكټ)اغوندي پرقميس غاړي (ګريوان)هم رغوي خودادوداوس مخ په وركيدو دي ډيرخلك اوس ساده كالي خوښوي ،دعالم ،پير،اوسيد زياته قدرداني كوي
په هلمندكي ديني اوفرهنګي ا صول ددي كبله چې يودبل سره نغښتې دي په خورا قوت اوس هم په عمل كي پاته دي ،

ددي مطلب ليكوال محمداسماعيل شريعت يار
هلمند لښكرګاه
اوره مه زيرۍ دلته ولاړ ديار حضــورته
نصيـب بيولۍ ومـه دبيــــلتانه تنــورتـه
كوم فريـادويارته مه مې پريږده خمارته
شريعت يارته ګوره مــــكړه نظرقصورته

دبرق فاتحه

دبرق فاتحه

بريښناكوټ پلرگنۍ

ترانسفرمر-ميټر-اوجاينبكس وروڼه.

چكش-پلاس-پيچكش اكا ګان.

خاده-كرينگ-ماماگان.

لين-فيوظ-ساكټ-سويچ دمامازامن.

دخداي بخښلي برق دمړيني له كبله دوستانوته خبروركول كيږي چه جنازه يي مخكي په كجكي ولسوالي كي ددوستانوپه زريعه خاوروته سپارل شوي اوفاتحه يي دلښكرگاه ښاردبريښناكوټ دجنكشن په واټ كي اخستل كيږي دوستان دي دفاتحي په ورځ دانتظارشيبي پاي ته ورسوي اوددعايي په ويلوسره دي دنوموړي كورني ته دخداي ج له درباره دعظيم اجرغوښتنه وكړي .

 

                             ترتيب كوونكي (عبدالباري-صديقي،مسافر)

 

 

نيږدېده چې په شعاع صحت بد له شي!

په دي ورستيو كي هلمند ولايت د مطبوعاتو په برخه كي خپله لمن تر ډيري كچې اوږده وغزوله نوي مجلې اخبارونه له چا په راووتل همدارنكه د مطبوعاتو لپاره ښه پيراخه كار وشو آن يوه (۳۴)كسيزه ډلګۍ ژورنالستان وروزل شول، دنوى نسل سترګې وغړيدې، پرله پسې دځوانانو غونډي اوادبي ناستې وشوې،هم دارنګه  يوبل نوي څه چې اوس  مهال بااحساسه ځوانانودژورنالزم يامطبوعاتو په بركه چي نوي يې په كار پيل كړي او غواړي چي په دي برخه كي دنړۍ سره سيالي وكړي هغه دوبلاګ (شخصي پاڼه )چلو ل دي كه څه هم وبلاګ نوي نه دي خوپه هلمند كي دايونوي ګام دي چي يوشميرځوانان  په پښتوژبه ويبلاګونه چلوى دهلمندورستي تودي پيښي همدارنكه په ټولو برخوكي نوي اوپه زړه پوري مطالب خپروي اوهره ورځ دهلمند اوسنى حالات په ليكل شوي بڼه انځوره وي  په هلمند كې لومړۍ ويبلاګ د(سيند)په نامه جوړ شو، چي اوس  يې شميره شپږوته جګه شوي ده  په دي وخت كي يوشمير ځوانانو مټې رانغښتې دې يوه لحظه هم نه غواړي ارام كينى غواړى دهلمند دځوان نسل لپاره خپله ټوله انرژي دهغوي د  سيواد دلوړېدو په لړكي مصرف كړي ،ترڅودوي هم خپلې منګولې په خپل كتاب خښې كړي ،موخه مې داده، دلومړي ځل لپاره په هلمند كي د (پويا)په نو يوه ازاده ميا شتينۍ مجله ديوه كال له پاره وچليده چي ددرى ليكنو تر څنګ  به يې كله نا كله يو پښتو مطلب هم خپروۍ،ورپسې  د((پګړۍ)) په نوم يوه ازاده او ناپيلې دري مياشتينۍ مجله دادب پالو ځلمو په مټوپه خپلو ارزښتنا كو ليكنو دهلمند نوم په ډيرو ځايو كي ياد كړ ، چي په اوسنيو وختوكي دښه اوږده عمرنه پس د خلكو ترګوتو  رسيږي  آن  يوولس  مياشتې  داقتصا دي او يولړ نوروستونزوله امله وځنډيده ،ورپسي د(روغتيا پلوشې) په نوم مجله چې په لومړي ځل په يوڅودولتي ايدارو كي  دمامورينو په ګوتو كي   واړول شوه ،  لومړۍ ګڼې ته په  يوڅه قلمي غلتيو سربيره بياهم دخلكو تنده  زياته وه ځكه چې زياته برخه يې  د روغتيايې مطاليبووه ،(دروغتيا پلوشي) چي د روغتيايې مطا ليبو سره سره يو لړادبي ټوټي اوشعرونه هم خپره وي ،نوموړي مجله چي د بست  دولتى روغتون په ما لي لګښت لاتراوسه په ټاكلۍ وخت له چاپه راوزي  ،چي د(۸۵ ) كال د رې يمه ګنه يې زما تر ګوتو هم راورسيده ددي  ګڼي پوښتۍ په اسماني رنګ  چاپ شوي وه، لومړي پاڼه چي مي   كله واړه وله نو په سريزه كي ليكل شوي وو(بعداز سلام)اوبياهم دفارسي مطا ليبو په منځ كي يو څود پښتو ليكنې هم ليدل  كيدل خو كله چي  د مجلې منځ ته ورسيدم نود پښتو مطاليبو مور بوره شوي وه، زه كوم تضاد د پښتويا درى سره نلرم ځكه دواړي ژبي دافغانيستان رسمي ژبي دي خو دا كه څوك غواړي چې خلكو ته خدمت وكړي هغه دا مانا نه چې په هره ژبه شيونه خپروې بايد دهغه ځاي په ژبه وي ترڅو هغه وګړي ورنه پوره ګټه واخلې دا چي دهرې ګڼي په پنځوسو مخوكې دپښتو ليكل شويو مطاليبو پله سپكه وي،نو تاسي څه فكركوي ؟ زما له نظره دا به يو نو ع زياتى وي چي موږ يې دخپلو ځانو سره كو ،داګوټه يوواځي هغو كسانو ته نيول كيږي چي دروغتياپه اړه معلومات لري اوبيا يې دخلكو ترغوږونه رسوي كه ووايم چي دپيسو كټلو لپاره دشپي هم وخت لرودمريض  د ماعناتو لپاره هم وخت لري خو دومره نشي كولۍچي يو څوكرښي وليكي ،د مجلي مرستيال هم د پښتو مطالبو په اړه وويل چي ګواكي پښتانه ډاكتر   صاحبان يو څه  ټمبل ښكاري

 

 

خپله دچلوونكي ليكنه

له څارنوال سره د يو افغاني تلويزيون ګړ بړ

له څارنوال سره د يو افغاني تلويزيون ګړ بړ

 

لوی څارنوال او د هېواد تر ټولو نوموتی تلويزون تر منځ لويه لانجه رامنځته

شوه ، چې کېدای شي د رسنيو لپاره سمه خبره نه وي.

 

په کابل کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، وحيدالله اماني ليکنه

 

د افغانستان د لوی څارنوال او د هېواد د نوموتی طلوع تلويزيون تر منځ ناندريو د مطبوعاتو د ازادۍ د کمېدو ډار رامنځته کړی دی.

له هغه مهاله وروسته چې د نوموړي تلويزون خبريالان بنديان او د لوی څارنوال دفتر ته وغوښتل شول، نو د طلوع تلويزون د تعقيب د ګواښ له مخې د بښنې غوښتنې ته اړ ايستل شو.

د رسنيو او حکومت تر منځ وروستي ګړ بړ د خلکو غوسه راپارولې، خو دا
ځل دا غوسه زياتره د حکومت پر ځای د طلوع تلويزيون ته متوجه ده. دې کار يو شمېر څارونکي اندېښمن کړي، چې دموکراسي په افغانستان کې د منځنۍ طبقې خلکو د پوهې په پرتله يو څه چټکه روانه ده.

دا پېښه د اپرېل د مياشتې په 17 ماښام هغه مهال پيل شوه، چې لوی څارنوال عبدالجبار ثابت پارلمان ته د وينا په حال د هېواد په قضايي سيستم باندې د نيوکو کولو په حال کې ښوول کېده. د ثابت د وينا له مخې د هغه وينا اړول شوې او تحريف شوې وه.

نوموړي ددې کار د حل لپاره له غوسې کار واخيست. خپل دفتر ته يي د تلويزون د خبرونو د اديتور او د طلوع د تلويزون د دوو نورو کارکوونکو د راوستلو لپاره وسله وال سړي واستول.

له هغه وروسته خبره ناڅرګنده ده. د يو شمير رپوټونو له مخې خبريالان وهل شوي و او د تلويزون په پرده له پوليسواو لوی څارنوال سره له ليدو وروسته پريشانه او شاربل شوي وښوول شول. د يو شمېر رپوټونو له مخې د هغوی په مټو او شاګانو باندې تغمې ښکارېدې.

له خوشې کېدو دمخه هغوی ټولو په يو ليک باندې لاسليک کړې وه، چې په کې ليکل شوي و، له پوليسو او څارنوال څخه شکايت نه لرو.

له هغې وروسته تلويزون د ثابت په وړاندې خپله مبارزه پيل کړه. د هغه د ژوندليک او له ګلبدين حکمتيار سره د هغه د پخوانيو اړيکو درلودا په اړوند يي يو شمېر رپوټونه خپاره کړل. ګلبدين حکمتيار پخوانی جنګيالی دی او اوس د امريکا د متحده ايالتونو د ترهګرۍ په لست کې شامل دی. په رپوټونو کې دا ادعا هم شوې وه، چې ثابت د حکومت له خوا ځمکه او کور ترلاسه کړی دی.

ثابت خپله غوښتنه د رسنيو کميسون ته وړاندې کړه. دا کميسون د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، عبدالکريم خرم په مشرۍ يو دولتی بنسټ دی. د کمسيون پرېکړه د اپريل په 22 واورول شوه او په کې ويل شوي و، چې بايد د طلوع تلويزيون د خپل چلن له امله بښنه وغواړي، په داسې حال کې چې ثابت ته د هغه د اقدام له امله څه نه و ويل شوي.

په ټول هېواد کې يو شمېر لاريونونه تر سره شول، چې يو شمېر يي د ثابت او يو شمېر نورو يي د طلوع ننګه کوله. د طلوع تلويزون تر اوسه پورې د بښنې له غوښتلو څخه ډډه کړې او وايي، چې خپرونې يي له ژورنالستيکي معيارونو اواخلاقو سره برابرې دي.

د طلوع د تلويزون قانوني سلاکار، محمد عبدالله وويل: "موږ د خپلو رپوټونو د تاييد په اړوند اسناد لرو. موږ دا اسناد سترې محکې او د رسنيو کميسون ته استولي دي."

طلوع په 2004 کال کې د افغان
– استراليايي تبعه محسني وروڼو له خوا د امريکا د متحده ايالتونو په مرسته پيل شوی و د خپلو خپرونو له مخې د خلکو له نيوکو سره مخامخ دی.

د نوموړي تلويزون خبري پروګرامونه د سموالي او ټوليزتوب له مخې زيات ارزښت لري. نوموړي تلويزون يو شمېرهندي فلمونه، موسيقي فلمونه، ډرامې او د امريکا يي موډل "
American Idol
" په څېر د مشهور "افغان ستوري" په څېر خپرونې لري.

خو يو شمېر ليدونکي پرې نيوکي کوي او وايي، چې د افغاني فرهنګ ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. له محافظه کارو عناصرو څخه جوړ شوی پارلمان هڅه کوې، تر څو هغه د "غيراسلامي" پروګرامونو د خپرولو له امله د هغې په خپرونو باندې بنديز ولګوي.

اوس طلوع د هغه چا تر بريدونو لاندې راغلې، انګيري په زياتيدونکو سياسي خبرو اترو کې لوری نيسي، چې پښتانه ډېره کي د پخوانۍ "شمالی ټلولې" له غړيو سره په جنګ اچوي. شمالي ټلواله د يو شمېر جنګياليو ټولګه وه، چې د شوروي اتحاد په وړاندې يي جګړه وکړه، وروسته په خپلو منځونو کې تر هغه پورې په خونړۍ جګړې اخته شول، چې په نوي يمو کلونو کې د طالبانو له خوا د افغانستان له ډېرې برخې څخه وشړل شول.

د هغه مهال ټپونه خورا ژور دي او زيات شمېر پښتانه دا انګيري، چې د نورو توکمونو تر اغېز لاندې رسنيو له خوا يي په غيرعادلانه ډول بدنامه کولو ته لمن وهل کيږي.

د طلوع د تلويزيون قانوني سلاکار، محمد عبدالله د خپل تلويزون له خوا د چا د پلويتوب خبره نه مني.

هغه وويل: "دا بيخې ناسمه ده، چې ګوندې موږ د چا لوری نيسو. موږ د خبرونو توازن، رښتينتوب او سمون ته خورا ځير يو."

زيات شمېر نور بيا وايي، چې د طلوع تلويزيون په افغانستان کې له منل شوو پولو څخه اوړي.

يو سياسي شنونکي فضل الرحمن اوريا وويل: "طلوع زموږ له فرهنګ سره سمې خپرونې نه کوي."

د هغو خلکو شمېرهم کم نه دی، چې د طلوع د تلويزيون غيرمؤدبانه او ګستاخ چلن نه خوښوي.

د کابل يو تن اوسيدونکي، 35 کلن محمد رحيم وويل: "طلوع د اسلام مخالف دی. څارنوال ډېر ښه کار وکړ. طلوع تل نوميالي خلک سپکوي. هغه بيخي زموږ د کلتور مخالف دی. کله چې زه سهار څلور نيمې بجې له خوبه پاڅېږم او تلويزيون روښانه کړم، زه غواړم چې د قران کريم تلاوت واورم، يا نور ديني پروګرامونه وګورم، خو طلوع دغه مهال نڅاوې خپروي."

د کابل يو بل اوسيدونکي رحيم کريميار له نوموړي سره همغږی دی، هغه وويل: "که طلوع خبرونه ناسم نه وای خپاره کړی، نو ولې د لوی څارنوال دفتر ته له ورتګ څخه ډارېدل. د طلوع زياتره پروګرامونه د حکومت او رژيم مخالف دي. دا سمه ده، چې موږ د بيان ازادي لرو، خو هغه ددې مانا نه لري، چې څه دې زړه وغواړي هغه ووايي."

د بېلا بېلو شمېرنو له مخې له دې ټولو ناندريو سره سره طلوع په هېواد کې ډېر نندارچيان وموندل.

د اوريا د وينا له مخې د نوموړي تلويزيون دې شهرت ځانته د هغه چا پام واړاو، چې غوښتل يي خپل پيغام خلکو ته ورسوي. هغه باور لري، چې په دې وروستيو وختونو کې د ملي متحدي جبهې په څېر سياسي ډلې غواړي د طلوع تلويزيون د حکومت په وړاندې په خپله ګټه وڅرخوي.

هغه وويل: "طلوع د متحدې جبهې تر اغېز لاندې دی. هغوی غواړي ثابت له کاره ګوښه کړي، ځکه کېدای شي د هغوی په وړاندې ستونزې راپورته کړي. طلوع د هغوی ددې کار لپاره تر ټولو ښه لاره ده."

اوريا په دې باور دی، چې د طلوع له خوا د ثابت په موخه کول غيرعادلانه دي. هغه وايي: "هغوی ژورنالستيکي اصول شاته وغورځول او په ثابت باندې يي له هماغه شېبې څخه بريدونه پيل کړل، چې په دنده وګومارل شو."

په عين وخت کې اوريا، ثابت د طلوع په وړاندې د زور په اخيستلو پړ وباله.

هغه وويل: "طلوع ته د پوليسو لېږل او د هغوی بنديانول هم د قانون خلاف کار و. ثابت بايد يوازې له قانوني لارو ګټه اخيستلای وای."

دې پېښې په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ په وړاندې اندېښنې را پيدا
کړې.

په پارلمان کې تر خبرو لاندې د رسنيو نوی قانون ښايي په ژورنالستانو باندې د حکومت کنترول زيات کړي.

د افغان ژورناليستانو د ژغورنې د کميټې مشر، رحيم الله سمندر وويل: "قانون په عمومي توګه ښه دی، خو ځينې خطرناک شيان لري. په تېره بي٣٣ ماده چې وايي، رسنۍ بايد د افغاني هويت درناوی وکړي. هغوی نه شي کولای توندې کلمې بيان کړي، هغوی نه شي کولای د خلکو سپکاوی وکړي. پړ يې وبولي او داسې نور. خو ددې شيانو تعريف په کې نه دی شوی."

که دا قانون تصويب شي، نو ښايي په شخصي تلويزيونونو باندې يو لړ محدوديتونه ولګوي. پرګرامونه به سانسور کېدای شي او له هغوی ښايي غوښتنه وشي، چې په خپلو ورځنيو خپرونو کې ديني پروګرامونه ځای کړي.

سمندر وويل: "موږ په دې اندېښمن يو، چې بنسټپالي او مجاهدين د پارلمان ډېره کۍ جوړوي. هغوی د مطبوعاتو ازادي نه غواړي. هغوی نه غواړي رسنۍ د هغوی د منفي کړو وړو په هکله رپوټونه خپاره کړي. د هغه په څه وړاندې چې هغوی پخوا تر سره کړي و او اوس يي هم کوي. هغوی يوازی دا غواړي، چې رسنۍ د هغوی ترکنترول لاندې وي."

سمندر وويل، په پارلمان، حکومت او په زياتيدونکي توګه د طالبانو له خوا د خبريالانو تر بريد لاندې د راتلو له امله مطبوعاتي رسنۍ له نورو ځايونو څخه د ملاتړ هڅه کوي، خو تش لاسونه پاتې کيږي.

هغه وويل: "زه په افغانستان کې د ژورناليزم په اړه اندېښمن يم. زياتره خپرونې او خبري موسسې اوس د ځانګړو لوريو لپاره کار کوي. هغوی خپل هدف له لاسه ورکوي او که کارونه همداسې دوام ومومي، نو د افغانستان رسنۍ به د خلکو او نړيوالې ټولنې باور له لاسه ورکړي."

هغه زياته کړه، ژورنالستان په افغانستان کې، په تېره بيا د هغوی په کارونو کې، د وسله والو اشخاصو له خوا د لاسوهنې له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

سمندر وويل: "هرځای د ټوپک له خوا کنتروليږي. خو ژورنالستانو ته د حکومت غبرګون ډېر خراب دی. هغوی نه پوهيږي، ژورنالستان څوک دي. د هغوی په اند ژورنالستان جاوسوسان دي."

په همدې توګه په افغانستان کې بهرني ځواکونه هم د رسنيو درناوی نه کوي. هغه وويل: "ايتلافي پوځونه او ناتو ستونزې راولاړوي. زياتره وختونه يي د هغوی کمرې او ټيپ ريکارډرونه ځينې اخيستې او يوازې هغه مهال يي بېرته ورکړې، چې هرڅه يي ورڅخه پاک کړي دي."

هغه زياته کړه، د ژورنالستانو په واړندې ناوړه چلن کال په کال زياتيږي. "په 2004 کال کې د ژورنالستانو په وړاندې د سرغړونو 34 پېښې موجودې وې. په 2005 کال کې شمېره 50 ته لوړه شوه. په 2007 کال کې تر اوسه پورې 20 ته ختلې دي. په دې کې وژل، وهل ډبول، بندي کول او اخطارونه شامل دي."

اوريا دا مني چې افغاني ژورنالستان له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه وويل: "افغاني ژورنالستان په اغزو باندې بيده کيږي. د نوي قانون تصويب به د اغزو شمېر پسې لا زيات کړي."

زيات شمېرعادي افغانان د حکومت او ژونالستانو د کړو وړو په اړه لږه اندېښنه لري.

د کابل يو اوسيدونکي 75 کلن زارع وويل: "د ثابت او طلوع په اړه راڅخه مه پوښته. ما تر اوسه خپله د غرمې ډوډۍ نه ده خوړلې. ايا هغوی ماته دغرمې ډوډۍ راکولای شي؟ څه چې هغوی کوي په هغوی پورې اړه لري. زه بايد يو کار وکړم او خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيداکړم. څه چې طلوع او لوی څارنوال کوي، په ما پورې اړه نه لري."

 

دسنګين ولسوالي له ياغيانو پاکه شوه

 

دهېواد دترټولو ناقراره ولايت هلمند ديوې ولسوالۍ له ياغيانو څخه پاکول ښايي دافغان او ناټو ځواکونو دهغو وعدو دپوره کولو پيل وي چې له اوږدې مودې راهيسې يي  په اړه ټټر واهه .

 

په هلمند کې دIWPR   ژورناليست عزيزاحمدتسل

 

دسنګين ولسوالي چې دولايت شمال لوري ته دکجکي او موسې قلعه ولسواليو سره ګډه پوله لري داپريل په ١٢ دناټو او افغان ځواکونو لاس ته ورغله خو هغه مهال يي لا ډيرې سيمې دافراطي طالبانو لخوا کنترول کېدې داپريل په ٣٠ ناټو او افغان ځواکونو په ګډه ددغې ولسوالۍ څخه دطالبانو دبشپړ شړلو ادعا وکړه چې ددوى دغه ادعا دسيمې دخلکولخوا هم تائيد شوې ده .

سنګين دهلمند دډيېرو نورو ولسواليو په څير له ډېرې مودې راهسې په بشپړه توګه دطالبانو لخوا اداره کېده او حکومت دلاسه وتلو ولسواليو له ډلې څخه لومړۍ هغه ده چې بيرته يي ترلاسه کوي .

 

دهلمندد پوليسو دقوماندان نبي جان ملاخيل په وينا دولسوالۍ دبيرته نيولو په وخت کې يي طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې خو دولتي او بهرنيو ځواکونو ته پکې دزيان اوښتو خبره نه مني  ملاخيل وايي : ((دري اونۍ كيږي  چي په سنګين كي عمليات روان وو چي په نتيجه كي يوسل او پنحوس تنه طالبان اودهغوي نور خارجي ملګري لكه پنجابيان،اوعرب مړه شوي دي )) ده زياته کړه (( دولتي او ناټو ځواکونو ته پکې هيڅ زيان نه دى اوښتى ))

دملا خيل په وينا په عملياتوکې  تر دوه زرو افغان او ناټو قواوې برخه لري او دسنګين نه وروسته به نورو سيمو ته غزول کيږي .

دغه راز دناټو ځواکونو يو وياند چارلي مير دهلمند په پي آر ټي کې يوې خبري غونډې ته دخپلو برياوو په اړه مالومات ورکړل نوموړي وويل چې دطالبانو پرضد ددوى عمليات له ګريشک څخه پيل او بيا يي دسنګين ولسوالۍ ته ورسول چې له امله يي طالب جنګياليو ته کلکه ماتې ورکړه .

 

له بلې خوا دسيمې خلک بيا هم لکه دتيرو جګړو له امله دخپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوي که څه هم چې دسيمې وګړې دا ځلې دناټو له بمباريو سرنه ټکوي خو وايي چې جګړه دومره زوروره وه چې دوى يي له وېرې دخپلو کورونو پريښودو ته اړ شول .

 ددي جملي نه سيد شاه اكا چي دسنګين نه راسره په ټليفون خبري وكړي وويل (( موږ ټول عاجلومرستوته ضرورت لرو موږ دبمباريو اوجنګ له وېرې خپل کورونه  پريښي))

دغه راز سيد شاه ددولت او ناټو ځواکونو څخه دخپل پور غوښتنه کوي او هغه ځکه چې دوى دکوکنارو دنيش پر وخت جګړې پيل کړې چې له امله يي کروندګرو ددې توان نه درلود چې دخپلو کرل شويو کوکنارو حاصل ترلاسه کړي سيد شاه وايي : ((   موږ ددولت نه خپل پور غواړو ځكه هغه كروندي اوتارياك چي موږ كرلې وو هغه ټول وچ شول موږ نشواي كولۍ چي خپلو سيموته ولاړشو))

 

 ٢٧ کلن محمد نسيم بيا  وايي چې جګړه دنه وي نور که طالبان يي سيمه کنترولوي او که دولت نوموړي ته بې ارزښته ده دى وايي ((  موږ فقط جنګ نه غواړو نور چي هر څوك وي په موږ يي فرق نشته موږته دي امنيت راولي موږته دي كارپيداكړي نورنوولاكه شي راپاته وي كه دارقم حكومت وو نو ضرور به موږهم دطالبانو سره ملګري شو))

 

٢٦ کلن ګل احمد چې تازه له سنګين څخه لشکرګاه ته راغلى  وايي  چي دجګړې نه وروسته يي افغاني ملي پوليس کورونو ته په زور ورننوزي او ورسره تريخ چلند کوي نوموړى وايي چې دپوليسو ددې چلند څخه دسيمې خلک پوزې ته رسيدلي دي  ګل احمد وايي : (( په دي عملياتوكي بمباري ونه شوه خوسخت جنګ وشو چي داموږته معلوم نشول چي څومره عام وګړي به مړه شوي وي  په اوسنيوورځوكي ملي پوليس خلک ډيرځوروي اودوي زموږ په كورو كي تلاشي كوي زموږپه كوروكي راداخيليږي))

 

دبل لوري قاري يوسف چي ځان دطالبانو وياند بولې د تليفون په كرښه اى ډبليو پي آر  ته وو يل چي جنګياليو ته يي په دې جګړه کې  زيان نه دى اوښتي او دوى دسنګين له ولسوالۍ څخه ديو پوځي تکتيک له مخې وتلي دي  قاري يوسف وويل (( موږ ته هيچ زيان ندي اوښتې افغان دولت خوراپه تبلغاتو كي پرمخ تللي دي دا يونظامي تكتيك وو چي موږ په شاه شوو ، موږ ډير زر خپل نظامي قووت تازه كول غواړواو ژربه ځوابيه حمله پيل کړو))

 

کرزي په هلمند کې سختې اوتوندې خبرې وکړي

 

ولسشمر په ناکراره ولايت کې په تونده ژبه يوه وينا واوروله او له خلکو يي وغوښتل چې خپل امينت په خپله وساتي.

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر خبريال عزيزاحمد( تسل)

افغان ولسشمر حامد کرزي د مارچ د مياشتې په 29 د هلمند اوسيدونکو ته په ډېره سخته او تونده ژبه خبرې وکړي او هغوی يي په خپل ولايت کې د تاوتريخوالي او بغاوت په رامنځته کولو تورن کړل.

هغه څه نا څه 2000 استازو ته د لښکرګاه په مرکزي جومات کې په خورا تونده ژبه وويل: "زه په پاکستان او نورو هېوادونو پړه نه اچوم. زه په تاسو پړه اچوم، په ځايي خلکو. تاسو ستونزې راولاړوئ. تاسو په خپل ولايت کې امنيت نه غواړئ."

دا له هلمند څخه د کرزي لومړنۍ ليدنه وه، چې د افغانستان له 34 ولايتونو څخه تر ټولو ستونزمن ولايت ګڼل کيږي. د تېر کال په بهيرکې بمي چاودنې، برمته کول او وژنې له هغه مهاله دوه هومره شوي، چې طالبانو له ګاونډي ولايت کندهار څخه هغه ولايت ته مخه کړې.

هلمند همدا راز د کوکنارو د کر کيلې مرکز هم دی. د افغانستان د اپيمو د ټول حاصل په سلو کې څلوېښت يي دلته توليديږي. يوازې دا توليد هلمند د نړۍ د اپينو تر ټولو ستر توليدوونکی جوړوي. اپين د هيروينو د جوړولو خام توکي دی.

د فبرورۍ په مياشت کې طالبانو د موسې کلا ولسوالي ونيوله. دا هغه ولسوالي وه، چې د طالبانو، د کلو د مشرانو او برتانوي پوځ تر منځ د تېر کال د اکتوبر په مياشت کې پرې په يو نانديز اوربند سلا شوې وه. برتانويانو له هغه ولسوالۍ څخه په شاتګ باندې موافقه وکړه او په بدل کې ځايي مشرانو موافقه وکړه، چې دغه ولسوالي به له بغاوت او شخړو څخه ليرې ساتي.

خو په موسی کلا باندې د ناتو تر بريدوروسته چې د هغه ځای يووتلی قوماندان په کې ووژل شو، طالبانو د کلي مشران د ولسوالۍ له مرکز څخه وشړل او خپل بيرغ يي په کې وځړاو.اوسيدونکي له اوونيو اوونيو را په دې خوا لاس تر زنې ناست او د حکومت غبرګون ته سترګې په لارې دي.

د مارچ په 29 کرزي وويل: "زه نه غواړم چې موسی کلا د زورله لارې ونيسم. زه غواړم ستونزې له ټولو اړخونو سره د خبرو اتروله لارې حل کړم. زه طالبانو ته وايم، چې بريدونه ودروي. زه هغوی ته وايم، تاسو ولې خپل خلک وژنئ؟"

په لښکرګاه کې امينت ټينګ نيول شوی و، چې تر مخه يي کومه خبرتيا ورکړ شوې نه وه. ټول سړکونه د ترافيکو پرمخ تړلي و. هټۍ او دفترونه بنو و. جيټونو او څرخي الوتکو کرۍ ورځ د ښار دپاسه غړومبار جوړ کړی و.

ولسشمر خپل ساتونکي له ځان سره راوړي و. هغو یپه ډېر ځير خلک په جومات کې څارل. په بلل شوو خلکو کې ملايانو، مشرانو او سپين ګيرو، زده کوونکو او همدا راز ځايي رسنيو ګډون کړی و.

خبريالان هم تالاشي کېدل. د هغوی وسايل د چاودېدونکو توکو لپاره د روزل شوو سپو له خوا بوی کېدل. راغونډو شوو خلکو ته ترمخه نه ويل شوی، چې څوک خبرې کوي.

امنيت د هلمند ستره ستونزه ده او ټول خلک په همدې هکله سوچ کوي. کرزي هيڅ نه غوښتل په هغوی لاس راکاږي. هغه وويل: "کله چې لښکرګاه ته راننوتم. ما له ډېرو پوليسو اوسرتېرو څخه د هغوی د ځای او کور پوښتنه وکړه. ما يوازې يو تن وموند، چې د هلمند و. هغه نور ټول د نورو ولايتونو و."

هغه ځايي اوسيدونکو ته وويل: "خپل ځوانان ايران او پاکستان ته مه لېږئ. هغوی د پوليس او اردو ليکو ته واستوئ. زه وعده درکوم، چې هغوی ته به ښې تنخواوې ورکړ شي. هغوی به دلته په هلمند کې کار وکړي."

د هغه پيغام د يو شمېر خلکو له غبرګون سره مخامخ شو. د موسی کلا يو استوګن وويل: "ښاغلی کرزيه، ته زموږ په هکله سوچ نه کوي. ته له خلکو سره د امنيتي ديوالونو په منځ کې ګوري. ته بايد ولسوالۍ ته راشي او وګوري، چې هلته څه تيرېږي."

ولسمشر نيوکو ته چمتو نه و. هغه وويل: "هرڅوک له ما غواړي، چې امنيت ورته راوړم. که تاسو راسره مرسته ونه کړئ، زه به څنګه دا کار وکړم؟ ما له زده کوونکو سره په ښوونځي کې وليدل. هغوی له ما څخه امنيت وغوښت نه نوی ښوونځي."

د تېرو دوو کلونو راهيسې په دې ولايت کې دامينت د ناوړه کېدو له امله څه ناڅه نيمايي ښوونځي تړل شوي دي. ښوونکي ګواښول شوي، آن وژل شوي او په لسګونو ښوونځيو ته اور اچول شوی دی.

د امنيت د نشتوالي له امله د بيارغاونې کارونه په ټپه ولاړ دي. د ولايت شمال ته د کجکي د برښنا بند شاوخواته، چې د برښنا ستر توليدوونکی بند دی، سخته جګړه روانه ده. د برښنا کچه په لښکرګاه او آن په ګاونډي کندهار ولايت کې ډېره تيټه شوې ده. د جنورۍ په مياشت کې برښنا د يوې مياشتې په اوږدو کې نه وه. خلکو ګران بيه جنراتورونو ته مخه کړه

کرزي خلکو ته وويل: "موږ د کجکي د برښنا بند ته 180 مليونه ډالره بېل کړي دي. موږ په بند باندې کار پيلوو او 2500 نفرو ته به په کې کار او دوو مليونو وګړو ته به برښنا چمتو شي."

دا بند به د هلمند ولايت ځمکو اوبه هم چمتو کړي. د کوکنارو پر ځاې به په کې د غنمو او پنبې په څېر مبتادل کښتونه وکرل شي.

کرزي د ولسمشرۍ د دندې د نيولو پر مهال په خپلې لوړې کې د (نيشه يي توکو په وړاندې جهاد) اعلان کړی و. خو د 2004 کال له دسمبر څخه را په دې خوا حالت نور پسې هم ناوړه شو. د تېر کال حاصل تو ټولو لوړ و او ښايي د 2007 کال حاصل ريکارډ مات کړي.

کرزي وويل: "تاسو به د خپلو ځمکو لپاره اوبه ولرئ. تاسو به نور دا سره ګلان نه کرئ. کله چې هلمند ته راغلم، نو هر ځای مې دا سره ګلان ليدل. تاسو بيوزلي نه ياستئ. تاسو له دې ګلانو څخه ډېرې پيسې لاس ته راوړئ. "

د ولسمشر د خبرو زياترو برخو ته خلکو په خندا او لاسونو پړکولو مثبت غبرګون ښود. خو د لارو او کوڅو پر غاړو د خلکو غبرګونه بېلابېل و. د لښکرګاه يو اوسيدونکي 40 کلن عبدالمالک وويل: "زه د ولسمشر په راتګ خوشحال يم. هغه بايد په خپلو سترګو روانه وضعه وګوري. په ښار کې لا وضعه تر دې هم ناوړه ده. موږ د امنيت احساس نه کوو. هيله ده کرزي بدلونونه راوړي."

شل کلن عطا محمد هغومره خوښ نه و. هغه وويل: "يوازې ليدنه مرسته نه شي کولای. دا ښه ده، چې هغه نن دلته راغلی دی. زه غواړم هغه هلمند ته ثبات راولي."

يو ډوډۍ پخوونکی، 20 کلن احمدشاه د کرزي د ليدنې له امله ناخوښ و، ځکه څوک نه و، چې ډوډۍ ترې واخلي. هغه وويل: "ما ونه کړای شو نن د ډوډۍ پخولو هټۍ پرانيزم. د کرزي د راتګ له امله ټولې لارې بندې وې. موږ د هغه راتګ ته اړتيا نه لرو. ځکه کوم بدلون به را نه ولي. موږ غواړو (لوی) څارنوال دلته راشي. هغه بايد دلته راشي او ټول مفسد مامورين له کاره وشړي. ما نن هيڅ ډوډۍ ونه پلورله."