دسترڅښتن په ښاسته نامه

 راغلي ليك

 

دسترڅښتن په ښاسته نامه

زمادارمانونواويوي نړي ښكلاخاوندې ،زمادليونۍ مينې مرموزي شپيلۍ، په غوڅو شنډومې سوي سلامونه په ټټرپوري ټينګ ونيسه ،په داسي خنداورته لبيك ووايه چې رڼي رڼي اوښكې دي ګريوان ته پنايوسې  َاي زمادزړه ګلابه ته لكه دشعرښاپيريۍ اود طبعت سندريزه ډيوه هره شيبه زماپه په دردمن  زړه كي بله بله  ګرځي ،مودې  وشوي چي مي ستاورخطاورخطااودمينې ليونې ليونې كاته ونه ليدل خدايه ! كه خپلې اوښكي په خپلوسترګو كي وروړم لابه يې زړه راباندي يخ نشي ددوي زړونه دترخونه ډك دي زورورخداي دي ورته په زړه كي خوږه سندره درباب دتارسره وشرنګوي چې يې لږزړه راباندي وسوځي،اوس به موزړه يخ شوي وي؟ مااوكړيدلې مينه مې خپلو فلسفي خيالوته په شاعرانه ښكلاكي  پريږدي، ترڅوديواوبل په جدايې كي دتوري شپي ځليدونكې ستوري وشمارو، اودهريوه په يادكي نوي راپورته شوي سپوږومۍ ته په واروارددعاډكه لپه خپل ګريوانه ته يوسو،په تته تياره كي دجدايې په زانګوكي خپلې رڼې اوښكې په نري دسمال وچې كړو،                                                                                               كله شمعه تل ويليږم                                          

زمادمينې شاعرې  تاته به زه دكومه دركه داسي لفظونه وپلټم چې ترڅودي دماشومي نجلۍ زړه ته ورته شيرينه اوخوږه مينه سكون ومومي،  اوداوښكوګامونه  دي دليموپه سرپه پړك پړك خنداد  څاڅكي څاڅكي ميني سره په     شاعرانه  كريشمو بدل شي،دزړه دتله وايم! زمادغه نه لوريږي چي په مخ دي هغه بريښندوكي اونرمې اوښكې هم  ولغړي ستاهرنظراوس زه داسماني ستورونه غواړم شيبه شيبه،  تخيول راته ستارنځورخيالونه په ناسورشوي زړه ايږدي ،په هغه شپه ډيرخفه وم چي سپوږمي داسمان غيږپه خپله قدرتي رڼاروښانه كړي وي ،ځكه دلته په ټوله فضاكې زه ستايادونه وينم تياره مي په دي خوښه ده چي ستاپه نامه په زړه كي دغزل شيرين توري  تړم،فكري تنابونه مي يواځي ستامينه غواړي نازدي غواړي كله كله خودليونوغوندي بې واره چيغه تر خولې  وباسي !   

ياره رنځوردي يم درمان مي شه

دمينې كورمي شه  جهان  مې شه

وژني مي ولې ساه دځان مې شه

دمي كورمي شه جهان مي شه 

زه به دمينې كليمې ووايم

راشه مذب مي شه ايمان مي شه

زړه مي دوينوچينې وكړي

نوردرته مينه اودرنښت غواړم !سپين قران مودي دوصل غيږي ته ورسوي ،

 

دالله پامان      مينه

 

خداي مې دداسي حاله وساتي

زلفې مي وه كشوه ياره .دډيره وخته دښكنڅلو عادتي يم      

پرله پسې ناول

 

په غوريې ولوني

               دوهمه برخه ناول هم پورته شو ضروررايه وركړي لادكتاب په بڼه ندي خپور شوي ستاسو هره لارښوونه په ليمو

۲

                                                                                            

 دلښتى اوبه ځكه يخې وې چي دټول لښتى منځ دشګوډك وو، په دواړو خواويې  شني وني ولاړې

 

وې دمرغيوچڼارسم دسړي فكر خپل لور ته ور اړه وى ،                                     

 

لنډه دا چې د كورپه لوري مې موخه وكړه دروازې ته ودريدم شاوخوامې كتل چې د هغه غټې

 

كانټينرى دروازې دسر په هغه سره تڼۍ مې سترګې ولګېدې لاسمې وروغزوي تڼۍ ته مي زور ور

 

كړ،دزنګ دشرنګاهارنه لږشيبه پس يوه ماشومه نجلۍ راووتله سلام يې اداكړ خوماورته لاس اوږد

 

كړ دهغي نازك لا سته مې ښه زوروركړ، نجلۍ لاس رانه كش كړ اه.. خوشى كړه....،                                                                                                                                  

په نيمه ژبه يې راته وويل څوك دي په كاردي؟ته مې په كاريې !دچرمونه خت (كميس)ته مې په

 

ځيرځير كتل غټ غټ دمريو ګلان پرې شوي وو پايڅې يې هم دمره تنګې وې چي په هغه وچو

 

لنګيوپورې داسې جوختې ښكاريدې هغه طيلايې ويښتان يې لمر ته داسي ځليدل فكرمې وكړ چې

 

هم دااوس يې وينځلې دي ځكه دشړ شمي تيلو بوي له ورايه دسړى ترپوزې رسيدى ، نجلۍ منډه

 

دكورپه خوا وكړه زه هم پسې روان شوم چي د هغه زاړه سراى نه يوه زړه بوډۍ چي تقريبن عمربه يې

 

د شپيتوكالوپه شاوخواكي وو، راووتله  په ماچي يې سترګې ولګيدې په زوره يې وويل وي! شكر

 

وراره مي  راغۍ زه هم وروړاندې شوم په ټټرپورې يې ټينګ ونيوله م په مخ اوسريې ښه په خړپ خړپ مچ كړم، ماهم دشرمه دهغې په تورو ډنګرو اوخوارځوا                                                                           

 

كولاسوشونډې كرار ي كيښودې ،هسې مې هم دلاس دمچكولونه ښه نه راتلل خوڅه مې كړي واى

 

مجبوروم زړه بوډي په ملاكوفه كوفه كيده ترمخ، زه پسې روان شوم چې كله سراى ته داخل شوم

 

سراى په پخوانۍ نقشه جوړ وو لوړ لوړ ديوالونه دسراي يوه لوري ته اوږدې دوې خونې چې وړې

 

وړې ګړكۍ پكې ايښودل شوي وې په سراى كي خنداوي اوچيغې وي،... داخو پوره ځلمۍ شوي

 

دي مادهيچاسترګوته دشرمه نشوي كتلاۍ ځكه تراوسه دداسي ډيروښځوپه منځ كې نه وم ولاړ

 

هغه ووچي لږ لار پيداشوه يوه غټه كوټه وه هلته يې بلنه راكړه ،زه هم ډېرپه بيړه كوټې ته داخيل شوم ،

په خونه كې هغه پخواني سترنجى(ګيلم) هواره وه دخوني په څلوروديوالوښې دخامك پردې ځوړند

 

وې خوزمافكر دغوټۍ خواته تللي وو، داڅنګه پيښه ده چي دټولو نمونه راته واخستل شول خويوه

 

نجلۍ هم دغوټۍ په نامه نه وه سم مي چورت خراب شو شايدغوټۍ اوس په دې كور كې نه وي هسې

 

به زموږپه كوركې دغوټۍ دښايست ګلونه شميرل كيدل زه به نه وم پوه شوي ؟نه كه داسي واي

 

نودغوټۍ نوم به هره ورځ زموږ په كور كې داسې نه اخستل كيدى چې په كوم بختوركوركې به  يې

 

خداي نسيب كړي وي،  دځان دتسلې لپاره مي داوويل خير لږ پس به هرڅه مالوم شې  زه لاپه هم دي

 

بې ځايه سوچوكي ورك وم چي دكوټې دوره پرده قراره پورته شوه يوه ښايستوكه نجلۍ راغلله هغه څوك يادوم چي زماعقل او تخيل يې رانه اخستى وو،

 

ماچې كوم انځوردخپل مغذپه خونړي مينه كې رسم كړي وو،نسبت د هغې ښايست ته  ټول غلت

 

وودروغ مې ويلي ووځكه زمافكردمره اوچت نه ووچې دغوټۍ دښايست ګلونه مې ټول شميرلي

 

واي، غوټۍ ريښتياهم داسي  دسره ګل ناسپړيدلې غوټۍ وه  دومره جذ ابې سترګې ستر څښتن

 

وركړې وي چې مړي يې په قبروكې ويښول، دهر نظرنه يې مينه اوريدله ، هسې مې هم ټنډلاسونه

 

ډير خوښيدل ،خودغوټۍ مرمرى  لاسونه څومره چې پاسته اونرم ووهم داسې سپينې غوښې هم پرې اوارې وې ،                                                                          

 

يوه دلۍ ويښتان يې پر اوږوداسې پراته وولكه تته وريځ چې داسمان غيږپه خپله ښكلا ر نګينه كړې وي ،                                                                                                                                

فكركوم دابه يې هم يوعادت ووچې په هغه يوه غيږويښتانوكې يې سيخك نه ووټينګ كړ ي په هغه

 

چپه خوايې  ويښتان  داسې ښه په خوند پراته ووچې ايله هغه قلمي وروځي يې ځيني ښكاريدلې ،                                                                                                                           

 غوټۍ يوڅولنډي اوبې تكيه كلامه خبري ترورځولاندې وكړې ،ولاړه شوه تنګ پنجابې كالې يې په

تن وودكالورنګ يې جيګري ته ورته وو،ټكرى يې ډيرنرى ووځكه وېښتان يې ټول نه ووپكې پټ په

اوږويې ښه پريمانه پراته وودشانه مي دغوټۍ هغه  ميده ميده قدموته په ځيرځير وكتل نه پوهيدم

چې دابه دكوم ليري يانيږدي ملك دوداوريواج و،دا سې پايڅې نوماتراوسه په خپلوكناه

ګاروسترګونه وې ليدلې لنډه داچې دپښودري يمه بر خه يې ښه دورايه معلوميده هغه ځكه چې

دپايڅې څيرې شوې برخه يې ښه په وريښمين  تارپه غټ غټ كوك ګنډل شوې وه كله چې به يې قدم

پورته كوۍ پايڅې به يې لكه داوبو څپه داسې اوښتې ،                               

که پر شعر ګړيږي نو دشاعر زړه پيدا کړه : کاروان


دافغان ادبي بهيرنه په مننه                                                

که پر شعر ګړيږي نو د شاعر زړه پيدا کړه : ليکوال : پير محمد کاروان


نن سبا د شعر د کره کتنې په نوم بلا ډيری خبرې روانې دي ، دا ډول خبرې د پيړيو په اوږدو کې هم

 

ښې ډيرې ګړنګيدلي چې ، ډيرو لږو يې ځای نيولی دی او نورو يې سر خوړلی دی .

شعر او بل هر هنر هغه ليلا ده چې، که ښکلا يې ارزوی نو د مجنون له سترګو به ورګوري او د

 

مجنون له زړه به ورته تله جوړوی ، د زمانو په بهير کې يواځې هغه کره کتونکي ځليدلي چې ، يا

 

ډېر اوچت شاعران ؤاو يا هم د ډېر ښکلي ذوق څښتنان ؤ، د پيړيو په اوږدو کې زښت زيات کره

 

کتونکي د شعر او ادبي نثر په کره کتنو کې ښوئيدلي د ي، د ښوئيدنې سبب يې يا بې ځايه رخه او

 

حسادت دی او يا هم د هنري او ښکلايز ځواک کمی .

 

ځينې بيا داسې دي چې ، ورېښم د لرګيو په تله تلي ،د نړۍ د ډېر عظيم شاعر رابندرنات

 

ټاګورشعرونه او نثري ليکنې بې قدره کره کتونکو غندلي او د ټاګور نازک زړګی يې بې درېغه سکونډلی دی .

کله چې د وروستی نړۍ ، ښکلا خوښوونکو د ټاګور شعرونو ته لبيک ووايه ، ټاګور د خوشالۍ

 

اوښکې تويې کړې، د نوبل د جايزې د ګټلو پر مهال يې په يوه غونډه کې داسې وويل : د ښکلا هغه

 

الهه چې ما په شرق کې لټوله ومې نه مونده، خو له غرب نه يې خپل زرين او د مينې ډک لاسونه

 

رااوږده کړل او په ډيري مهربانی يې زما پر سر راکاږل، تر دې خبرو وروسته بې قدره نقادان ځوړند

 

غوږونه له غونډې ووتل او پښې يې سپکې کړې، ځينې يې چې لږ څه د هنري وجدان درلودونکي ؤ،

 

د ټاګور پر هنري نبوغ اعتراف وکړ او خپلې خبرې يې بېرته واخيستې .

د ديود ديچز د شعر پيژندنې په مشهور کتاب کې د يوه اصيل کره کتونکي يو نقل قول داسې

 

راغلی دی : په هره ټولنه کې بد شاعران ډېر دي، خو تر بدو شاعرانو بد کره کتونکي په کرتو زيات

 

دي، د هر بد شاعر تر څنګ لس بد کره کتونکي راشنه کيږي .

همينګوي د داستان او ناول يو قهرمان ليکوال دی ، د اوبو غوندې روان او تصويري نثر لري ، د

 

ده نثر پر ډيرو لويو ليکوالانو اثر ښيندلی او ډېر ليکوالان يې مريدان دي، نوموړي د نوبل هنري

 

جايزه هم اخيستي ،يو وخت دده پر نورو نثرونو ډيره جارحانه او ظالمانه کره کتنه شوي وه،

 

همينګوی يو ځای د داسې کره کتونکو په هکله وليکل :
((

کره کتونکي د ادبياتو پر مخ سپږې د ي چې بې ځايه مزاحمت کوي)) له دې ليکنې نه زما مطلب

 

دا نه دی چې ، ګوندې ټول کره کتونکي بد دي ، نه خدای دې نه کوي ، ښه او پر ځای کره کتونکي

 

خو د ادبياتو وجدان بلل شوی ، خو له بده مرغه چې د ښو کره کتونکو ډېر کمی دی .

د انګريزي ژبې لوی شاعر ((ټي ايس ايليوټ)) چې د نوبل جايزه يې اخيستي د شعر ډېر ښه کره

 

کتونکی بلل کيږي ، ښايي سبب يې داوي چې نوموړی پخپله ډېر لوی شاعر ؤاوشعر سره يې زړه

 

تړلی ؤ، د نورو له ښو شعرونو يې روحاو قلبا خوند اخيست ، څه يې چې د نورو پر شعرونو ليکل د

 

روحاني او وجداني کيفيت زيږنده وه، وايي د دوی يو سمبوليک اوږ شعر چې د ماشين ځپلي

 

انسان په باب يې ليکلی ؤ، يو نړيوال شهکار ثابت شو ، د ده دا شعر د ده يوه بل ملګري ازراپاوند

 

چې پخپله هم لوی شاعر ؤ، پداسې حال کې په مجله کې خپور کړ چې ، ډېر بندونه يې ازراپاوند ترې لري کړي وو.

د ازراپاوند نقد پر ځای ؤاو پخپل نقد سره يې د ايليوټ شعر ته زښته زياته ښکلا ورپه برخه کړه .

پکار ده چې زموږ کره کتونکي د مينې او ښکلايزې تندې پر بنياد کره ليکنې وکړي ، نه د حسد ،

 

کينې او کم ذوقی پر بنياد ، که څوک د بې هنری او کرکې پر بنياد کره کتنې کوي ، داسې يې وبولی

 

چې خپل ذوق او خپل قلم به د بدرنګی په چينجيو خوري.

 

محمد ظريف عنا يت زي

 لیکنه : محمدظریف عنایت زی
 خوب په بیلابیلوانسانانوکې توپیرلري چې اکثره خلک په شپه اوورځ کې له لسوساعتونوکم خوب بسنه نه کوي ،خوداسې کسان هم شته چې څلورساعته خوب دځان لپاره کافي ګڼي اوپه همدومره لږخوب کولوهم هڅانداو دپام وړانرژۍڅخه برخمن وي. په دې وروستیوکې برتانوي څیړاندوهم همدانظرتاییدکړی چې دخوب کولوموده په انسانانوکې توپیرلري . ددې هیوادپخوانۍلومړۍوزیره میرمن مارګریت تاچرهم له هغوکسانوڅخه وه چې په شپه اوورځ کې یې له څلوروساعتونو زیات خوب نه کاوه چې دې کاردنوموړې په روغتیاکومه ناوړه اغیزه هم نه وه کړې .څیړاندودهمدې موخې دثابتولو لپاره یوشمیرکسان داته څلویښتوساعتونولپاره په یوه آزمویښت ځاي کې ویښ وساتل ،پرنوموړو کسانوآزموینو او غبرګونونووښودله هغه کسان چې دخوب کولودګروهنې حس پکې پیاوړی دی ترنوروزیات ګنګس اوناتوانه وو،دغوڅیړنوښودلې ده هغه کسان چې لږخوب کوي دشپې له څلورودسهارتراتوبجوپورې ترډیره خپله ځیرتیااوفکري تمرکزله لاسه ورکوي .له همدې امله په همدې وخت کې یعنې دشپې له څلورودسهارتراتوبجوبایددخطرناکوشیانواوموټرچلونې کې ډیرپام وشي .ځکه شمیرنوښودلې ده چې دنړۍپه اکثرولویوښارونوکې ډیرې ترافیکي پیښې په همدې وخت کې کیږي . په خوب کې دنفس بندیدل چې په عامه اصطلاح خپسکه ورته وایي هم له هغوستونزوڅخه دي چې یوشمیرخلک وسره مخامخ دي که داستونزه ډیره پرمخ تللې نه وي له ساده لارودغه مشکل لیرې کیداي شي لکه دوزن په کمولواوپه یوه اړخ په بیده کیدوسره . څیړنوښودلې چې په نړۍکې دوه فیصده ښځې اوڅلورفیصده نارینه دخوب په وخت کې دتنفس له قطع کیدویاخپسکې سره مخامخ دي .اوهغه کسان چې دشپې له مخې په دندوبوخت وي بایددورځې دوه درې ساعته بیده شي چې داکاربه له دوي سره دشپې ددندې په وخت کې دهغوي له ځیرتیاسره مرسته وکړي .  همدارازدشپې دبې خوبۍدمخنیوي لپاره له خوبه مخکې دآرامۍاحساس په ځان کې پیداکول اودچایو اوګازلرونکومشروباتوله څښلوډه ډه کول ډیراغیږمن دي .په خوب کې خرهارکول هم په ځینوکسانوکې ارثي اوپه ځینوکې دپوزې اووینودغوړوالي له امله وي خوپه دې صورت کې دوزن کمول اوله خوب راوړونکوګولیوډه ډه کول ضروري دي . بایدووایوچې داسلام په سپیڅلي دین کې انسانانوته سپارښتنه شوې چې په هرکارکې له افراط اوتفریطه ډه ډه وکړي دې اصل ته پام سره خوب کول هم که له حده زیات شي ناوړه زیانونه په ځان پسې لري اوکه کم خوب وکړل شي بیا هم دانسان دروحي کمزورۍاوفکري تمرکزدګډوډیداسبب کیږي چې علمي څیړنوهم دانظریه تاییدکړې ده .

خبر !

د ناټو ځواكونو تيره ورځ د پكتيا په مركز ښرنه كي يو تن ولسي وګړى په موټر وواژه  ، په هغه خبرپاڼه كي چي د ايساف د ځواكونو لخوا خپره سوې ده پكي ويل سوي چي نوموړي افغان د سړك پر غاړه خپل موټر جوړاوه .

***

دهلمند ولايت د ګرشك ولسوالۍ پر نوي ولسوالۍ حاجي عبدالمناف نن سهار هغه مهال د ريمونټ كنټرول ماين يوه چارودنه وسوه كله چي نوموړى له جومات څخه د خپل كور پر لور روان وو ، چارواكي وايې په دغه چاودنه كي چاته زيان  نه دي اوښتى  خو وايې چي  د نوموړي ساتونكو له چاودني څخه وروسته  يو سپين ږيرى سړي په ډزو سره وواژه ، له بلي خوا ددغي چاودني پړه وسلوالو طالبانو پر خپله غاړه اخيستې اوادعا كوي چي د ياد سوي ولسوال شپږ ساتونكي يې وژلي دي .

***

د غزني ولايت په درو بيلا بيلو نښتو كي دوه تنه طالب جنګيالي وژل سوي او يو تن پوليس ټپي سويدى ، دغه نښتي تيره ورځ د نوموړي ولايت د زنخان په ولسوالۍ كي را منځ ته سويدي ، خو له بلي خوا طالبانو ويلي دي چي په پادو سويو نښتو كي يې بهرنيو ځواكونو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده .

***

د لغمان ولايت په مركز مهتر لام ښار كي يو تن پوليس پرون سهار د يوې هندوانې پر سر يو تن دكادار وواژه ، ويل كيږي د غه پيښه د پيسو پر سپر رامنځ ته سوې ده . د لغمان چارواكي وايې چي قاتل وحيدالله نوميږي او دامهال له دوئ سره بندي دى .

***

د بغلان ولايت د استناف څارنوال وايې چي د مركزي بغلان د ولسوالۍ د ښاروال له لوري پرون پخپل دفتر كي وهل سوى دى ، د استناف ښاروال حفيظالله خالقيار وويل چي ده پرون د مركزي بغلان ښاروال حاجي محمد داوود ددې لپاره څارنوالۍ ته راغوښتى وو .

***

 

دولتي چارواكو د هلمند په بيلا بيلو پيښو كي د ملي اوردو دريو سرتيرو او شپږو تنو طالب جنګياليو د نيولو خبر وركړ، خو وسلوالو طالبانو په دغه ولايت كي د خپلو ملګرو د وژل كيدو خبر ردكړى او ادعا كوي چي د ګرشك په ولسوالۍ كي يې د ملي ارودو شپږ سرتيري وژلي دي .

 

خبر: ۲۰۰۷/جولاى/۱۸

 

دولتي چارواكو د هلمند په بيلا بيلو پيښو كي د ملي اوردو دريو سرتيرو او شپږو تنو طالب جنګياليو د نيولو خبر وركړ، خو وسلوالو طالبانو په دغه ولايت كي د خپلو ملګرو د وژل كيدو خبر ردكړى او ادعا كوي چي د ګرشك په ولسوالۍ كي يې د ملي ارودو شپږ سرتيري وژلي دي .

رپوټ ......................

په هلمند كي د ملي اوردو ددريمي پلي لوا ددوه سوه پنځم اتل قول اوردو قوماندان بريد جنرال محى الدين غوري د چهار شنبې په ورځ خبر وركړ چي پرون د ګرشك په ولسوالۍ كي د ملي اوردو د سرتيرو پر يوه موټر د يوه ماين د چاودني له امله د ملي اوردو درې سرتيري  ووژل سول او يو تن ټپي سو ،

خو له بلي خوا د طالبانو يو وياند قاري يوسف ددغي چاودني د مسؤليت تر څنګ ادعا كوي چي پكي د ملي اوردو شپږ سرتيري يې وژلي دي .

د يوه بل خبر له مخي د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د امنيې قوماندان تورجان وايې چي د طالبانو د يوه ځايې قوماندان ملانقيب الله په ګډون يې شپږ تنه طالب جنګيالي د يو شمير سپكو وسلو سره نيولي دي . خو وسلوالو طالبانو د خپلو ملګرو د نيول كيدو خبر رد كړى .

نوي او تازه خبرونه :

دولتي ځواکونو د کندهار او فراه ولايتونو په دوو بېلا بېلو جنګونو کې د ٤٥ طالب جنګياليو او اتو تنو پوليسو دوژل کېدو خبر ورکړ . د کندهار اروزګان ولايت د لويې لارې دپوليسو چارواکي وايي چې له پرون مازيګر راهيسې د دې لارې په اوږدو کې د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په کيخي سيمه کې د طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه روانه ده .

خو د طالبانو وياندقاري يوسف احمدي په جګړه کې د خپلودوو  جنګياليو وژنه او يو تن ټپي کېدنه تاييدوي . هغه وويل چې په جګړه کې ٢٥ تنه پوليس وژل شوي دي .

###

 

دولتي ځواکونو د لوګر په خروار ولسوالۍ کې دطالبانو ديو مهم قوماندان دوژلو خبر ورکړ . د لوګر دامنيه قوماندانۍ يو تن افسر چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، خبري رسنيو ته وويل چې وژل شوى قوماندان ملا داوود يوسف نومېږي.د امنيه قوماندانۍ ياد شوي افسر زياته کړه چې ملا داوود له تېرو دريو کلونو راهيسې په خروار ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي قوماندان و او دهغه له مړينې سره به په ولسوالۍ کې امنيتي وضعه ښه شي . خو ددغه قوماندان  د وژل كيدو په اړه څه نه دي ويلي .

###

د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ولايت ته يې يوه پاکستانۍ ځانمرګې بريد کوونکې ننوتې ده . ددغه ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند وزير بادشاه ، وويل چې دغه ښځينه ځانمرګې بريد کوونکې له تېرو څو ورځو راهيسې د خوست ولايت مربوطاتو ته ننوتې ده . هغه زياته کړه چې پوليسو يوه چادري هم لاسته راوړې چې ويل کېږي يادې  شوې ښځې استعمالوله . د وزيربادشاه په وينا، دغه ښځه په بېلا  بېلو سيمو کې ليدل شوې او ځان په يو او بل نوم خلکو ته معرفي کوي .

###

د هېواد  جنوب ختيځ ته د خوست ولايت په  باک او يعقوبيو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ١٢ تنه د دولت له مخالفينو سره د لاس لرلو په تور نيول شوي دي .  د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وزير بادشاه وويل چې يادشوي  عمليات  ، ملې اردو ، پوليسو او آيساف يا سوله ساتو  ځواکونو په ګډه پيل کړي او اوس هم دوام لري .  ده د چا نوم وانه خيست خو ويې ويل چې په نيول شويو ١٢ تنو کې  داسې کسان هم شته چې  د دولت او ايساف سره په شته تور لېست کې يې نومونه شامل وو.

###

ددی اونۍ مشاعره

  ددي اونۍ مشاعره

نن جمعه دچنګاښ په (۲۹)دهلمند ولايت دبست فرهنګې ټولنې د ځوانانو ليكوالانوشاعرانو په ادب مينوله خوادتيرپه شان يوځل بيايوه آزاده مشاعره دځوانانودمدريت دغونډوپه  انګړ كې ژړ مازديګرپيل . ترتياره ماښام  پوري وغزېده ،دهلمنددبست فرهنګې ټولني دابي بانډارشاعران عبدالودود هجران د اريانا تلويزون خبر يال چي ښكلي شعرونه هم ليكي دهلمنددشنه سيندغاړي ته كوچ كړي وداځكه چي دسيندشاوخواشنه فضاټوله سندره سندره وه طبعت ښكلي وهرڅه شاعرانه و، هلمند ښه پراخه سيندلري دي سينددټول هلمندزړه لښكرګاه ته نوې بڼه وركړي يوي خواته شين تخته ځنګل اوبل لوري ته پراخه قيرسړك لري سړك ته څيرمه شين څمن هم شته چې هرمازديګرپه سلګونوښاريان په دي ښكلي طبعت كي ناست وي څوك په سيندكې لمبوكوي اوڅوك هم دخلقت ستاينه كوي ،په دي زرينه اوښكلي فضاكي ډيرلږپاتې شوايله! څلوراونۍ مو دسيندپه غاړي  كي دشعربانډارته ډډي وهلې وې ، داځل مودهغه ځايه ځكه بيرته كډه په شاه كړه چې  هلته نورسيلانيان ډير وسړك ته نيږدي ودموټروشوردغزلوخوندواخست،نور نشو توانيداي چې هلته غزليزبانډارپه مخ بوزواونه موشوي كولاي چې  طبعت په غزلورنګين كړو،ددي اونې مشاعره دځوانانو په خپل فرهنګې ځاي كې  په پوره برياليتوب سره  ترسره شوه ، شاوخواشل شاعران راټول شوي و

محمد الياس داعي د نتر ويلو په دوران كي ، په لومړي سركې د نثرپه برخه كي دالياس داعې لنډه كيسه اوداحمدشاه پاڅون يو ژانرچۍ دپلش ترنامه لاندي دمينې په ډسك كې  وايرس په كميپوټركې په هنري جملوځاي پرځاې شوي و، دلاسوپه پړه كولوښه بدرګه شو،دواړوشاعرانواولنډه كيسه ليكونكوښه روان نثرونه ناست بانډارته واورول ورپسي دنثرپه برخه كي محمداسماعيل شريعت يار هم خپل اوبوته ورته روان نثرولوست ،دماښام ترلمانځه ورسته ددرويش دورانى په يوه دري بيتيزه شعر  مشاعره پيل شوه ،

 

موسم بدل شوښاي تللې مارغان بيرته راشي

وخپل وطن ته دكډوالوكاروان بيرته راشي

بيلتونه داځل نودي عمردمره لنډشه چې زه

په لمن سترګې پاكوم اوجانان بيرته راشي

درويشه داسي به ونشي چي زموږهديري

سپينګيرى وګرزوي ټول اوځوانان بيرته راشي

 

ورپسي يوځل بيادشعرپه هينداره كې  كي الياس داعي وبريښدۍ چې لاندي غزل يې ملګروته واوروله ،

 

خـــداى دي دداســـې  غمــــــــــازشته وسوځي

خداى دي يې په سروغرمـــــوكې تله وسوځي

 

كله به خــــداى رحــــــم په زړه كـــــــى وركـــــړي

پــــــــــــرمـــــوږبه كلـــــه ښــــــــكلي زړه سـوځي

 

پرشـــــــتوتاســـــــــــوورتـــــه لاروښــــــــــياست

دجام ســــــــــــرٌكۍ څنډي مــــــوخوله وسوځي

 

مــــــــــــــوږبخت دښـــــــــــــــــكلودنصيب نه لرو

تــــاوده زړګي مـــــــــــــــونورتـــــــــاوده وسوځي

 

ازل پـــــــــــرې شــــــــونډې دجام نكړې بــــوسه

چــــــيرته (داعــــــي) به ستـــــــاكــــاته وسوځي

 

 

 دمشاعري يوڅونوري غزلې هم ستا سو مخ ته ايږدم چې وربانديې خوږژبودزړه وينې څښلي دي شپې ورباندي سباكړي ،ددي جملې نه يو هم احمد شاه پاڅون دي دغزل يوڅو كرښي يې دادي  

 

غـــــــــــــــــزل

تاچه زماپه لورراتلوڅه قســــــــــَـــــمونه وكړه

ځكه مې اښكوبيادغاړواميـــــــــــــــــلونه وكړه

دجانان يادمې په زړګى كي په قطارتيريدي

ناځوانه غم پري څوځانمرګــــــي شان بريدونه وكړل

دظالم قبرته دكوروكړي داســــــــــــــــــــــــــــــــي وايې

يوموږزړيږونوروغم كـــــــــــــــــــــــــــــــــې اتڼونه وكړل

                 

 

دلاورپرديس هغه نازك خيال شاعردي چي هر شعريې نوي رنګ لري ښكلاپكې نغښتې وي رنګينى لري تل دميني ځورپكي راټول شوي وي  دايې هم دشعريوه نيمه برخه ده 


څه ووايم
دلته مو سندر ي په سلګو باندي بدلي سوې

دلته خو شحالۍ وې په غمو باندي بدلي سوې

دلته چي نفرت پرمحبت باندي حاكم مينم

دلته دزړو ميني په پيسو باندي بدلي سوې

دلته ډيري پيغلي كونډي سوي دي دپلار پركور

دلته پښتنې وې ليونو باندي بدلي سوې

دلته تادرخي اثار هر چاتر وسه لوټ كړله

دلته كلاګاني په مرچو باندي بدلي سوې
دلته چي دهر يو ه دوه مخي رنګ ته وګورو

دلته زموږ هيلي ارمانو باندي بدلي سوې

شريعت يار صاحپ دشعر ويلو په حا ل كي دلته مشران مو ديو بل په سيالۍ ظلم كړي

مشاعره دشريعت يار يه شعر  په داسې وخت كې پاي ته ورسيده چي داسمان مخ دځليدونكو ستوروډك وو.

 

ورکاوی

 

څه روزگار او څه ځوانی وه

 

شور  دمينی   او مستی وه

 

غم  ځمونږ نه   تېښتېدله

 

زړونه ډک له خوشحالی وه

 

نه  غماز وه  نه نمام  وه

 

محبت او ورور ولی وه

 

يو دبل نه  ځاريدلو

 

ښه دودونه افغانی وه

 

ټول ميشته وه په وطن کی

 

لر او بر  پښتونولی  وه

 

ځانځانی په مينځ کی راغی

 

دغليم   روا داری  وه

 

په لم بو اوس وطن سوځی

 

ستراتيژی  د پنجابی وه

 

ځمونږ ورونه دښمنان شوه

 

هوډ  دهغو  ورانکاری  وه

 

د ا سلام  تر شعار  لاندی

 

دافغان   ورکاوی  وه

 

قا تلان ټول حاکمان شو

 

 ځمونږ بی اتفاقی وه

****

پوهندوی دوکتور سېد حسام (مل)

 

 

                      

                      په مينه مينه كې يوبل ته غيږي واكـــــــــــــــړو

                  

                   په دي وركه دنياكې به اخير سره پيــــــــــــداكړو

                  

                   پرجنګ به تيګه كيږدوجنګ به مړوسترګوته پريږدو

                  

                   راځه چې له شاهين سره كوترې په هـواكـــــړو

                

                   روان به شوكاروانه دبڼوپه څوكوڅوكـــــــــــــــــــــو

                  

                    رانجه به دجانان دخماروسترګونه غلاكــــــــــــــړو

 

*ناول

كه مونظر ورنكړ زه به ډير نااميده شمه دايې لومړۍ برخه ده ستاسولارښونه په دواړوليمو


دازما ناول دي

*ناول*

دډيره وخته مي دغوټۍ له نا مه اوريدلى وؤ، ريښتيا چي شي په زړه مي هم ډيره ښه را تلله هسې

 

يې  په نامه مين شويوم ،هر وخت به مي له ځان سره همداسوچونه كول چي  ،   

 

كومه هغه ورځ به راشي چي دغوټۍ سترګي ووينم ،په خوب كي به مي هم هروخت

 

دغوټۍ سره دمينې خوږې كيسې كولې په دې به مې هيڅ بسته نكيده چې زه به نور

 

دغوټۍ په اړه فكركوم،بخت وګوره څنګه راته دغوټۍ دليدو موقع پيداشوه !څنګه مي!  

 

دغوټۍ ديوي نړي ښكلانه ډك مخ وليدۍ ،زماپه ژوند كي دټولو       ښكلاووسربيره دهري خوږي

 

خاطرينه يوه هغه ورځ ده چي غوټۍ راسره په هغه واورينو لاسوستړي مشي وكړل،نصيب وګوره  

 

عجيبه غوندي دفكرزرين تنابونه په خنده روېه كريشمو بدل كړي 

 

هواته به دي پورته كړي تر غروبه دي واړه وي،                                                                          

 

دا لومړي ځل وو چي په داسي لوى سفرتلم  اودسفرلوړو اوژوروته مي غيږوركړې وه  كه څه هم

 

دبيلتون سپينې  پردې  مي په ټول ځان غاښونه ښخ كړي وو خوبياهم دومره ورخطانه وم،                                                                                                                                      

 كه دهغه څه لپاره تلم، چې دهر زارخوره سترګې به دهغه په لوري ورماتې  وي ،                  

 

 ماهم ځان دمره كمزوري نه حيس كوي، دسفرموزې مې په همدي هيله په پښوكړې چي ضروربه

 

دهغې دښكلى جبين خال غلا كوم په دې هم نه وم خفه چې دغوټۍ هغه نااشناكلۍ به څنګه پيداكړم

 

ځكه هوډمې سپيڅلۍ  وو په حدف مي باوردرلود،                 

 

هغه وو چي د غوټۍدخاپوړوتركلى مې ځان  په دومرتكليف ورره سوۍ بلاخيره  دهغي كلي مي په نښه كړ،                                                                                                                        

 

داوږده سفرګردونه مي لادبڼونه نه وو لويدلې چي دهغه ناليدلو او نااشنازلفوبوى مې په خپل ځان

 

كې محسوس كړ اوس نو دغوټۍ په كلى كي مې ميده ميده قدم ايښود،ځان مې د وصل په غيږ كي

 

محسوسه وۍ ،ديوغت لښتى ترڅنګ تيردم زړه مې شو   راشه مخته به يوه لپه دغه نابلده يخې

 

اوبه واچوم چې لږمې بڼه تازه ښكاره شي د لښتى په ژۍ مې ښه ډير وخت تير كړ،                                                                                                                 

 

 

 

ګلونولوستونكو ستاسونه يوه هيله لرم !

ماديوه ناول په ليكلو پيل كړي كه تاسې زماسره غواړي مرسته وكړي نو مهرباني وكړي هره برخه چې مي پورته كوله لونۍ يې ماته لارښوونه وكړي نيغ په نيغه راته زما غلتۍ په ګوته كړي ،ستاسوهره خبربه په ليمو اخلم ستاسو نظر ته درناوي لرم كه مو داكاروكړ ټوله ورځ اوشپه به در ته لاس په دعا يم ،

 

شپه د طالبانو،ورځ د دولت

 

شپه د طالبانو،ورځ د دولت

 

دوردګو ولايت چې تر دې مهاله دامنيتى پلوه نسبتاآرامه سيمه گڼل کېده اوس دناامنيو لمن په دې سيمه هم خوره شوې ده  .

 

په کابل کې دوحيدالله اماني ليکنه

 

دطالبانو لخوا په چارواکو اود بهرنيو موسسوپه کارکونو وسلوالې حملې ، په شپه کې دخلکو کورنو ته ورتلل او دتلويزيونونواو نورو تفريحي وسايلو ماتول ، دشبنامو له لارې دهغو کسانو په مرګ ګواښل چې ددولت او بهرنيو انجوګانو سره دندې ترسره کوي  او داسې نورهغه څه دي چې ددې سيمې اوسيدونکي يي په ډار کې اچولي .

                                                                        ملاعمر

دسيمې داوسيدونکو په وينا چې طالبان دشپې پر مهال په ډاډه زړه په سيمه کې ګزمې کوي  او دولت ددې جوګه نه دى چې مخه يي ونيسي .

 

دسيد آباد ولسوالۍ يو اوسيدونکى ٢٨ کلن مطيع الله وايي چې طالبان يي دشپې وليدل چې دکلي دجومات پر ديوال يي شبنامې ټينګولې نوموړي وويل : (( ما په خپلو سترګو طالبان وليدل چې زموږ دکلي په جومات يي خطونه ټينګ کړل  ما چې وليدل وسلې ورسره وې له ډاره مې خبرې ورسره ونکړې ))  مطيع الله وايي چې کله يي سهار هغه ليک ولوست پکې ليکلي وو چې ددولت او بهرنيانو سره مرسته مه  کوى ، هغه څوک چې په دولت يا بهرنيو موسيسو کې کارکوي له خپلو دندو دلاس واخلي کنه دسخت مرګ سره به مخامخ شي او همدا شان له خلکو غوښتي وو چې ددولت او امريکايانو په وړاندې  دجهاد پيل کړي او طالبانوسره د مرسته وکړي .

 

دمطيع الله په څير دسيمې ديوه ښونځي ملازم چې د نوم له يادولو يي ډه ډه کوله  وايي چې د٢٠ ورځو په موده کې درى .ځله طالبان ښوونځي ته ورغلي او شبنامې يي ټينګې کړې دي  دى وايي چې کله طالبان دشپې ښونځي ته ورشي نو ده او ملګرو ته يي په تنده ژبه اخطارورکوي چې له خپلې خونې بهر راونوځى دى وايي : (( طالبان په ډليز ډول هر وخت زموږ ښوونځي ته راځي دهغوى سره وسلې هم وي موږ ته څه نه وايي يوازې دښونځي په ديوالو شبنامې ځړوي موږ ته يوازې دومره وايي چې تر هغې چې موږ په ښوونځي کې يو تاسو بهر راونوځى او موږ همدا کار کوو))

 

دشبنامو دمتن په اړه دغه ملازم هم دمطيع الله په څير څرګندونې کوي او وايي چې تر اوسه يي په هيڅ يوه شبنامه کې دښوونځي دتړل کېدو او يا دهغې دسوځيدو خبره نه ده کړې يوازې پکې ليکلي وي چې ددولت سره کار مه کوى دامريکايانو سره جهاد وکړى او دطالبانو سره مرسته وکړى .

 

دچک ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې طالبانو ورته ويلي چې که چا په کورونو کې سټلايت تلويزيونونه  وکتل نو ستونزې به ورته جوړې کړې  طالبان وار له مخه په ځينو کليو کې دخلکو کورونو ته ورغلي تلويزيونونه يي ورمات کړي او هغه  خلک چې په کورونو کې تلويزيون ليدو وهل او ټکولي هم دي  دچک ولسوالى يو ځوان چې دنوم له اخستو يي ډه ډه کوله وويل چې دشپې يي کور ته وسلوال طالبان ورغلل TV يي ورته مات کړ او دوى يي په څپړو او لغتو ووهل ده وويل : (( موږ له ډېره وخته په کور کې ديش انتن درلود طالبانو به شبنامې  اچولې او پکې ليکل به يي وو چې ټلويزيون مه ګورى خو موږ يي پروا نلرله باالاخره يوه شپه زموږ کورته راغلل او ټلويزيون او ديش انتن يي مات کړل او موږ يي هم ووهلو )) ددغه ځوان په وينا طالبانو دنورو ډېرو خلکو TV  ګان هم مات کړي دي .

خو دچک ولسوال محمد ابراهيم صادق دا مني چې  په کليو کې دخلکو ټلويزيونونه مات شوي او دخلکو سپکاوى شوى خو وايي ځوانان هم په ټلويزيونو کې هغه چينلونه ګوري چې زموږ دکلتور او مذهب سره اړخ نلګوي صادق وايي ((  بايد په تلويزيون باندې دخرابو چينلونو دليدو پرځاى کاروکړي  او يا داسې چينلونه وګوري چې يو څه ترې نه زده کړي  . موږ خو نه دي ليدلي چې څوک دي خو دشپې ورغلي دا کار يي کړى موږ دداسې کسانو سره نه يو مخامخ شوي ))

دغه راز په وردګو کې د مذهبي ملايانولخوا په ښکاره دجمعې دلمانځه پر مهال او يا هم په نورو داسې وختونو کې چې خلک ډېر سره راټول شوي وي  ددولت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې خلک جهاد ته  هڅول کيږي او ددولت او بهرنيانو پر ضد منفي تبليغات کوي دچک ولسوال وايي چې دوى هم اوريدلي دي چې ملايان ددولت پر ضد منفي تبليغات کوي نوموړى وايي : (( ځينې داسې کسان چې همدا شان کارونه يي کول موږ نيولي او مربوطه مراجع ته مو سپارلي دي خو وروسته بيا بيرته خوشي شوي ))

دکارپوهانو له نظره په چک ولسوالۍ کې وروسته له هغې طالبانو زور واخيست کله چې څو مياشتې وړاندې په هلمند ولايت کې دطالبانو لخوادتښتول شوي ايټالوي ژورناليست  سره د تبادله شوو پنځو تنو طالبانو په ډله کې يو يي هم قوماندان ياسر چې دچک ولسوالۍ اوسيدونکى دى خوشي شو کارپوهان وايي چې دياسر خوشيکېدو په چک کې طالبانو ته دا زړورتيا ورکړه چې خپلو فعاليتونو ته زور ورکړي  دچک ولسوال هم دا خبره مني چې دياسر دخوشيکېدو سره ددې ولسوالې امنيتي حالات کړکيچن شوى او نور هم دخرابۍ په لور روان دي ، دى په دې اړه وايي : (( داحقيقت دى چې وروسته له هغې چې ياسر خوشي شوى  په چک کې نآرامۍ زياتې شوې يو تعداد طالبان او نور ورانکاري شته چې  په بى امنيو کې لاس لري  خو په دوى کې يي ډېر داسې کسان هم دي چې طالبان نه دي خو دطالبانو په نامه جنايتونه ترسره کوي . ))  محمد ابراهيم صادق مني چې دچک ولسوالۍ امنيتي وضعيت خراب دى او دده په آند چې کېداى شي که حالات همدا شان دوام ومومي امنيتي حالت لا ډېر پسي خراب شي دى وايي : (( په مجموع کې دچک ولسوالۍ کې دغه حالت چې روان دى امکان لري تر دې زياتې ستونزې را منځ ته شي ځکه ما څلور مياشتې وړاندې دولايت مرکز ته پشنهاد کړى چې ديوې پوستې نور تشکيل را کړي خو تر اوسه يي دهاخو او نه ځواب نه دى راکړل شوى ))

 

 

طالبان يوازې دشبنامو په  ټينگولو او اخطارونو په ورکولو بسنه نه کوي دوى اوس په رڼا ورځ ددې توان لري چې  ددولت او بهرنيانو پر وړاندې وسلوالې حملې ترسره کړي  دعيني شاهدانو په وينا طالبان  په جګړوکې  له درنو وسلو هم کار اخلي  دجون په ورستيو کې دچک ولسوالۍ اړوند يوې سيمې کې طالبانو دروغتون پر ګاډو هغه مهال دوسلو حمله وکړه چې په کا بل کې دجرمني سفارت  دوه کارکونکي دچک له روغتون څخه دليدنې وروسته دکابل په لور روان وو . دروغتون امنيتي مسوول لعل ګل چې له سفارت څخه ورغلي ميلمانه يي  بدرقه کول وايي چې دلارې په اوږدو کې له ٢٥ نه تر ديرشو وسله والو کسانو پرې ډزې پيل کړې او دوى يي هم پروړاندې له وسلو کارواخيست . لعل ګل وايي چې ددوى او طالبانو تر منځ نيژدې ٢٠ دقيقې جګړه وشوه چې په پايله کې يي دروغتون يو موټر وسوځيد خو پکې مرګ ژوبله وانه وښته : نوموړى په دې اړه وايي :

 

(( موږ دوه کسان په موټر کې وو او ددواړو سره وسله وه زموږ موټر دجرمنيانو تر موټرمخکې روان  وو کله مو چې وليدل وسله وال کسان راته دراکټ ، پيکا او کلاشنکوف سره ولاړ دي او راته يي ددرېدو امروکړ موږ پرې ډزې پيل کړې  دوى زموږ موټر وويشت  هغې اور واخيست  او وسوځيد ) )

ده زياته کړه (( جرمنيان بيرته په شا وتښتيدل موږ دطالبانو سره په جګړه کې ورووروشاته تلو هلته لرې جرمنيان راته ولاړوو او له هغوى سره موږ هم بيرته راوتښتيدو ))

لعل ګل وايي چې په همدې وخت کې يي دولسوالۍ له پوليسو مرسته وغوښته خو پوليس ددوى مرستې ته ورنغلل 

 

 دى وايي چې جرمنيان بيا بله ورځ دولسوالۍ دپوليسو په مرسته  له سيمې ويستل  شول .

خو دچک ولسوالۍ دجينايي جرمونو دادارې آمر نورالحق وايي چې دى هغه مهال خبر شو کله چې جرمنيان بيرته دپيښې له ځايه  روغتون ته راغلي وو نوموړى وايي چې بيا يي په هغه شپه پر روغتون پهره وکړه او سبا يي جرمنيان دپوليسو ديو کاروان په مټ دغزني له لارې کابل ته ورسول  دى وايي : (( په هغه ورځ زه په کور کې وم دمازديګر په شپږو بجو ماته قوماندان دامنيه موټر راوليږو  او بيا ما خپله دڅلورو نورو کسانو سره ټوله شبه په روغتون پهره وکړه او سهار مو دپوليسو په بدرقه دغه دوه جرمنيان دجغتو له لارې دميدان ښار امنيتي کساتو ته وسپارل اوله هغې نه مخکې زه په هيڅ نه يم خبر چې دوى څه وخت راغلي وو او څه وخت چيرته پرې حمله شوې وه ))

 

دغه راز دچک ولسوالۍ دکمکي پوليسو قوماندان الماس خان وايي چې په چک کې امنيتي حالت ډېر خراب دى دى وايي  (( په چک کې وضعه اظطراري ده لږ نه ښه ډېره خو داموږ ته هم نه رامعلوميږي چې دا څوک دغه کارونه تر سره کوي دروغتون موټر وسوځول شو په څو څو ځله په ولسوالۍ دراکټو بريدونه شوي په سړک باندې ماينونه خښوي حملې کوي خو دا ټول کارونه چې کوي ډېر بد خلک دي )) ده زياته کړه (( دورځې لخوا هيڅ ستونزه نشته خو دشپې لخوا ستونزې زياتې وي ))  الماس وايي چې دوى يوازې دشپې دولسوالۍ تر څلور کيلومترۍ پورې ګزمې کوي دا په داسې حال کې ده چې دولسوالۍ پراختيا تر ١٠٠ کيلو متره هم اوړي خوکله چې دالماس نه دپاتې سيمې په اړه وپوښتل شول په خندا يي وويل (( هغه پاتې سيمه مو خداى ته سپارلې ده ))  الماس وايي چې پخوا به طالبانو يوازې شبنامې ځړولې او په خلکو کې يي ويره خپروله خو اوس دشبنامو تر څنګ عملي حملي هم کوي .

 

دسيد آباد ولسوالۍ يو اوسيدونکى ٢٨ کلن سيد ولي وايي چې طالبان او دطالبانو په نامه نور ورانکاري خلکو ته اخطارونه ورکوي په رڼا ورځ دتيلو په ټانکرونو حملې کوي  خو دولت يي په اړه هيڅ هم نه دي تر سره کړي دى وايي : (( طالبان خلکو ته وايي چې په دولت کې کار مه کوى نجونې مکتوبوته مه پريږدى او په شخصي او دولتي موټرو حملې کوي زموږ خلکو څو ځلې په دې اړه ولسوالۍ ته شکايت کړى خو هيچا يي غږ نه دى اوريدلى ))

دهمدې سيمې يو بل کس ٣٦ کلن ګلرحمان وايي چې په دولت کې يي دنده ترسره کوله خو څو ځلې طالبانو ورته اخطارونه ورکړل چې که له خپلې دندې لاس وانخلي نو وبه يي وژني دى وايي چې دطالبانو له وېرې يي دنده پريښوده او اوس ټکسي واني کوي ګل لرحمان وايي  (( ما دطالبانو له ويرې وظيفه پريښوده چې وبه مې وژني  اوس ټکسي چلوم ځکه ويردم دطالبانو خومحکمه په جيب کې ده  سمدستي يي درباندې راباسي او حلالوي دې ))

 

 

.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

                            

دبينوانه په مننه

شايددده زانګو لږتردي ښايسته وي

 

آللو للو للو  آ للوکرزی للو

 

آللو للو للو   آ للو کرزی للو    آللو للو للو   آ للوکرزی للو

کرزی  په  ارګ  کي  ويده دی لکه کاڼۍ د اوبو آللو للو للو  آللو للو للو

 

تا ويل زه شين زمری يمه د دنيا خوښ سړی يمه آللو للو للو

تا ويل ما انتخاب کړئ  غله  ورکومه ، پردي شړمه آللو للو للو

تا ويل ظالمان ورکومه دا خوار ملت ځيني ساتمه آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه مالګوبی د اوړو آللو للو للو   آللو للو للو

 

تا ويل  دا ملک بيله ما څوک جوړوای نسي  آللو للو للو

تا ويل شرمښان څوک بيله ما  ورکوای نسي آللو للو للو

تا ويل  چې  مټو ته مي څوک ټينګيدای نسي آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه تومنه د مستو آللو للو للو  آللو للو للو

 

چې  يې مړه کړه په زرو اوس تر ټولو لوړ دي په رتبو آللو للو للو

چې ستا وه هغه حريفان  اوس هغه دي لوی لوی وزيران آللو للو للو

ځيني  حاکيمان   وايي   خرڅوی  د خلکو  ناموسان  آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه  ژی د اوبو   آللو للو للو  آللو للو للو

 

هغه چي تا ته يې درکړه  ووټان هغه دي  ټولو ګريان آللو للو للو

مهاجر سوه  پښتانه له خپل مکان  دلته دي پرديان آللو للو للو

متنفر يو له وعدو غوږ نه نيسو په  اوتوبوتو  او پلمو آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو  آللو للو للو

 

مه ډاريږه توکل په خپلو خلکو اوپاک الله کوه آللو للو للو

ځنډ مه  کوه  ژر کوه په خپلو وعدو وفا کوه    آللو للو للو

تکيه په نورو مه کوه په  مټو تو او بسم الله کوه آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه ځک  دژړ غوړو آللو للو للو  آللو للو للو

 

چي ملت وهي په چپلاخه هغه به سی هزار سوراخه آللو للو للو

چي ملت وهي په سوک  اخته به سي په تور دوک آللو للو للو

 

کرزی په ارګ کي ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو  آللو للو للو

 

که د ملت درته سوه شا په درد  دي نخوری  هغه او دا  آللو للو للو

موږدې  په للو للو راويښوو په باريکيو دي خبرو آللو للو للو

 

آللو للو للو   آ للو کرزی للو    آللو للو للو   آ للوکرزی للو

 

 

 

 

داد ښاپيريانوكور

ټولې دوعاګانې دي قبولې شه

دښته دي شي ټوله ستاپه خوله ګلاب

 مصتفى سالك

ولې تعجب شوي

انځورګر چي ليونې شي په طبعت سندري وايې

غزل

طبعت هم ښه نكوي شونډي ورته غوټې پريكړي

قلم راواخلې ښه اوژده غوندي غزل وليكي  

داښه انڅور دي

                                                      غـــــــــــــــزل

  •  
  •  
پيغله هلمندۍ شاعره

يوه لحظه دهجر مې په زړه لكه مرمــــۍ ښكـاري

 

اوښكې مې دسترګودناخوښې ناوكــۍ ښــــــــــــكاري

زه ليونۍ نه يــــم دبلتـــــــــون اوروسوځـــــــــــــــــــــــــلې يم

دكلي لـــــــيونوته مې دالـــوبې دستــــــــــــــــۍ ښـــكاري

ټوله شپه مې وي خيالونه تصــــيرونه  هم يادونه ســــتا

سپين سترګوناپوهانوته مي هرڅه دمســــتۍ ښـكاري

دسره سالوپه پيڅكه مې دستر ګواوښكې پاكـې كړم

هسې مې دټول وجودزوال دبې ننـــګۍ ښـــــــــــكاري

دشپې په غيږ كې دې تصويرته په سلګوويـده شـــم

اي ياسمين صبركړه جانان وائي كمــكۍ ښـــــكاري

 

ليږل

دا سايت كوم دوست ته واستوه!
د هغه نوم:
د هغه دبرښناليك پته:
ستاسو نوم:
ستاسو د برښناليك پته :

ځولۍ provided

       

  

 مبارك موشه زړه ته راتيرو كتونكو دادي ځولې اوس تاسې ته په دي قالب كې ليكنې خپروي 

 

 

 

 

  1.  

ګرانو او خوږو كتونكو ځولې په بله بڼه واوښته اوس هم كار ورباندي روان دي

 

ډيرزر به يې هرڅه سم شي دقدروړكتونكو  بښنه غواړم

 

                                  ستاسو د خوږو خوږو ليكنو په تمه

 

څه وكړم لمبوپه مخه كړي يم

څنګه تاته تيري كيسې وكړم

خداي دي يوه شپه جانانه راوله

بيابه درته ډيري كسي وكړه مه

جيلاني جلان 

خط مي ديارپه لوري يوسه

                           شمعه بليږي يارم مي نشته  

       

غمونه ډيردي زه يوواځي

 

          بس دي نورمي مه ځوره وه

دی انځورته ښه وګوري

دلونګين مقام ته ورسيدې        

                                   پاس په سينه دي زنګوم لاليه

راوړي موريې مينه زه دركوم     

                             لكه ماشوم دي ګرځوم لاليه

 

  

     خوله مې دخولې له پاسه كيږده ،سترګې دي پټي كړه حيا ماله راڅينه

داكليمې زمانو دي

                                                          

عزت زماپه مينه اودمين سره دزړه په خواله كې دي

 

زمااودمينې مثال دپتنګ اواوردي مااورسوځوي خواهونه له خولې نسم ايستلاي

 

يارته په تمه يم ترڅولورونه راباندي وكړي

 

زماخواميدسته امآ ډيربيلتون سخت بيره ولې يم

 

آهونه مې له ډيره درده اسمان ته پورته سوي دي

 

حرمت اوعزت دياراوجانان په خوشحالولوكې نغښتې دي

 

ماخپله خوشحالې په هم دي كې ليدلې ده

 

دانظرمې ريښتينۍ دي

 

ته هم څيړه نه پرې وكړه

 

سل ځله كه وګر ځم را وګرځم دمينې قانون ته مې دسر ټيټه ول دخلاصون لار ده

 مه ورخطاكيږه

لاهم په مخكې رباطونه سته چې بايد ورته ورورسيږواوپاي يې كړو

 

 

لوستونكوداكه تاسې وګوري  زمانوم به تري جوړ شي

 

 

                                                     غزل

                                                      خوږژبې كاروان


تږي ټول درپسې مړه ښکاري جانانه
په مرۍ کې دې اوبه ښکاري جانانه

په ټول ښار کې ايله ستا په سترګو پايو
پکې غر پکې غرڅه ښکاري جانانه

ستا دښمنو چې په تا شغول غشي
اوس نو دوی غوښه چاړه ښکاري جانانه

زه درګورمه خو ستا په ټنډه ګونځې
په خندا وايه چې نه ښکاري جانانه

د دعا نه ډکه لپه په ما وڅښه
په جامونو کې رانجه ښکاري جانانه

ته راياد شې چې د لمر په خوا روان وي
په آسمان کې سپين مارغه ښکاري جانانه

ستاله غېږې نه کاروان وتلی نشي
لاس او پښې يې نشته زړه ښکاري جانانه

ماته له ډنډنه خټه راوړه ،داوسنۍ زماني يار دري جوړه ومه

                 

دلفظونوجادوګر هجران

 

خبرلا  نه يم چي به بيرته جانان كله راځي

 له ايلبندونونه  رمې او كوچيان كله راځي

د بيلتانه سېليو وران كړله رنګين خوبونه

د زړه په   باغ كي مي  خزان دى ګلان كله راځي 

 چي محمد(ص) له كلي وكوچېد د وحي لايق

پر دې نړۍ بل پيغمبر او قرآن كله راځي

عالمه ستوني  يې  بيابان او جهان  ولرزاوه

پس له كلونو  مي بلال پر آزان كله راځي

ورته سجدې چي لمر سپوږمۍ او ستورو ومنلې

د يعقوب زوئ حضرت يوسف پر كنعان كله راځي

خطا كيسه سوه  چي يې رام په درمسال كي  پټ كړ

ګورئ له كاڼو څخه سود وزيان كله راځي

هسي يوه شېبه به تېر سي دا تور مخى ژوندون

د خداى وليانو ته به سوز و آرمان كله راځي

لاره وهو چي هر قدم مو تر منزله ور وړي

د چا ضمير ته به پخپله اسمان كله راځي

سمه خو داده  چي هجران د كهكشان مېلمه دى

 

پر دغه لاره جرسونه كاروان كله راځي

 

 

۲۰۰۷/جون/۳۰

هلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمند

 

 

 

 

 

لږ په هلمند كي تم شۍ


دهلمند ولايت دافغانستان دسهيل لوديځو سرحدي ولايتونوڅخه يودي چې پراخه ساحه ،سيند،لوئې مشهورې ويالې پراخه دښتونه ،اولويوغرونو ګڼ شميرسلسلې لري ،دهلمند ولايت دمختلفو سيمو په دوديزونومونو ويشل شوي دي چې پكښې ګڼ شمير ټبرونه اوسيږي
په هلمند كې دافغانستان دډيروبيلابيلاولايتونوڅخه دناقيلينوپه نامه خلك راوستل شوي اودحكومت لخواورته ځمكې ويشل شوې دي چې اوس هم هغه خلك ناقلين بلل كيږي دهلمندداصلي ټبرونوسره ئې رواجونه او خبري يې په لهجه وى اوسميه ايزډول ډير فر ق لري،
دهلمند ولايت دتاريخ په هرپړاوكې ترډيره ناارامه پاته شوى دي ځكه ډيرې لوئې سيمه يزي سرحدي لاري ورته راسپورې دي ،
دايران پاكستان سره اوږدې اوشريكې پولې لري په دننه كي دكندهار ،اورزګان،غور،فرا ،اونيمروزولايتونه ورسره نښتي دي داروزګان ،غور، فرا،اونيمروزخلك دخپلوسفرونول لومړۍ تم ځاى دهلمند ولايت په مخكې لري خپلې لومړنۍ اړتياوې هم ترډيره دهلمند ولا يت مركز لښكرګاه اوورپسې بيادولسواليوڅخه پوره كوي ،
لويه اوعامه ژبه يې دلوى كندهارپه لهجه پښتوده دنوروپښتني سيمو پښتنې لهجې ، فار سي،ازبكي، تاجكي، پشه ئې اوبلوڅي ژبې پكښې په اقليت كې ږغول كيږي ،په اسلام كې دحنفي مذهب اوشيه هذهبونه هلته دعبادت اوژوند لپاره تګ لارې دي، چي شيعه مذهب پكښې په ډير اقليت اوحنفي مذهب پكښې عام اوډير قوي رواج لري ، هلمند اوسني جغرافيوې ويش دقومونودميشت ځايونوپه تناسب شوي دي دبيلګې په ډول دسنګين په ولسوالۍ كې داسحق زى اوهلكوزى قومونه ډير دي اونورئې خورالږ دي، په كجكى ،باغران، اوموسي قلعه ولسواليوكې دعلي زيو قومونه ډير خونورقومونه پكشې بيخې لږ دي ،
هم داسي دناوې (خلج)ولسوالۍ دبارك زيو دقوم څخه ډكه ده نورقومونه پكښې لږدي ځكه ورته دباركزوناوه هم ويل كيږي ،
په هلمند كې دباغران ،كجكي ،ناوه اوګرمسير(هزار جفت)نادعلي ولسوالى ئې هغه سيمې دي چې دميلادي سنې دلومړيووختونواوياورڅخه مخته جګړه ايز صنعتې اوكر هڼيزلرغونې تاريخونه لري،
پښتني دودونه اوس هم پكښي په خورالوى قوت ثابت اوعملى پاته دي ،لكه ميلمه پالنه ،دپرديوڅخه كركه ،دتورې سره مينه ،دناپيليتوب شعار ، دديني احكامو په عملى كولو سره وياړكول ،د ودونوډله ايزه خوشحالې كول ،دمړي غم شر يكې د دوعا اوقرآن كريم په ويلو سره همداسي نور ،
په خپله دهلمندزړه په ځنګل اورڼه سينداحاطه شوى همدغه زړه دلښكرګاه په نوم ياديږي چې پخوانى نوم يې بست وو
داسيمه دهوتكيانواونادري فارسيوانوترمنځ اودكابلشاهانواواصحابانوترمنځ دجنګ تودډګرپاته شوي دي ،
دهلمندولايت دبست په شمول ډيرې لرغونې تارېخې كلا وي لري لكه دبست،مخطر،باغ ارم،اميركروړ،دزمينداوردزاړه ښاركلا،موسي كلا،دګرشك كلاه ،مالګيركلا،سره كلا ،اوداسې نورې چې په ټولنيزډول (۸۲) تاريخي كلا وې په هلمندولايت كي شته اوهره قلعه بيل بيل خصو صيات لري ،
هلمند يان ځانته ناستې لري چې په ډول ډول موسيقي الاتو نازول كيږي لكه ،دريا،جاپانى،رباب، دوه تاريزه ،دكرك (مړز)نارې ،يواځې ددريې بانډاريزمحفل ئې دينې طالبانو هم په خپله مينه په ښه ډول پاللى دي ،اتڼ سره هم مينه لري دناپيلتوب حماسي اودمينې اشعاراوغزلوسره زياته مينه لرې ،
ګيره ،پګړۍ،دجماعت لمونځ په مسجدكي دميراث په ډول فرهنګى بڼه خپله وي ځكه ديني اودوديز اړخونه لري ،
هلمند دلوي سيندنه پرته لوي ويالې هم لري چي داوبو څخه دخړوبو ځمكو كرهڼي اودونو وده ددغه ولايت دطبيعت ښايست يې يوپه دوه كړي دي په شنه سهاركي نرم اومرطوب نسيم اوشمال لري دفكري ستړياپه هوسائي اوخوشحالي كي دانسان سره لوي لاس كولاي شي ،
هلمنديان خپل دوديز ترخيزي اوږده كالې اودډيروجيبونودرلودونكې صدرۍ (واسكټ)اغوندي پرقميس غاړي (ګريوان)هم رغوي خودادوداوس مخ په وركيدو دي ډيرخلك اوس ساده كالي خوښوي ،دعالم ،پير،اوسيد زياته قدرداني كوي
په هلمندكي ديني اوفرهنګي ا صول ددي كبله چې يودبل سره نغښتې دي په خورا قوت اوس هم په عمل كي پاته دي ،

ددي مطلب ليكوال محمداسماعيل شريعت يار
هلمند لښكرګاه
اوره مه زيرۍ دلته ولاړ ديار حضــورته
نصيـب بيولۍ ومـه دبيــــلتانه تنــورتـه
كوم فريـادويارته مه مې پريږده خمارته
شريعت يارته ګوره مــــكړه نظرقصورته

عبدالرحمان غضري



څنګه سندره شم شپيلۍدجانان اوراخستــــــــی

زړونه لمبې وهې خولګۍدجانان اوراخستــــی

داوښکوستوري يې په سروکسيوکې وخوټيدل

غزل بې موره شوه ځوانۍدجانان اوراخستـــــــــی

دلته سنګساردی دهينــــــــــداروغيږله وينـــوډکه

هلته ټپــــــه سوځي کيږدۍدجانــان اوراخستــــــی

په مخ مي مړې اوښكې راځينه

                 اوښكې مي مه پاكوه ګرانه

غــــــــــزل

غــــــــــزل

تعبيربه ستادخوبودركړم

بنګړي يې شورلري مستي لري خومــــــــــــارلري

 

شونډي يې سورخي لري شوخي لري انــــارلـري

 

كله په  سلــــــــګواو په نازوسنـــــــدرې  ووايــــــــــــې

 

شكردي تسل لري جانــان لري غــــــــــــــمخوار لري

 

كــــله ورخطـــادلــــــــيونوغونـــدي رامـــــــنډه كــړي

 

دي دونيــــــــــاكــي هيـــڅ نلري لږپه زړه انــــګارلري

 

راشه  ويصــــاله خپلــــې غــــــيږته مـــــــي وغــــــــــــــواړه  

 

ازرائــل راته په خــــوب كي ښه واروار لــــــــــــــــــري

۰۷دجولاي ۵

 

لښكرګاه

غـــــــــــــــزل

شاعرانه طبعت دي ضروربه غزل ليكۍ 

راشه دنـــجــــــــونوپه سركوشونډوغزل وليـــــــــــــكو

 

يائي تندي باندي دپاسه تـــــــــــوراوربل وليــــــــــكـــو

 

هــــــــغه جنۍ چــــــــــــي دبـــڼوپه ســـــــــرخـبرې كـــوي

 

نكريزي شته دي په چمبوبه يې ســــــــورګل وليـــــكو

 

طبعت هم ښه نكوي شونډي ورتـــــه غوټي پريـكړي

 

زړګى ئې تنګ شي هم ئې ســــــــــترګوكي اجل وليــكو

 

شوروي سندره شي واده كــي نجوني ګردي تاووي

 

اخ راځه ملاچې په مســـجــــــدكې ټول چـــــارقول وليكو

 

بس دي نورتسله دخــــــــبرومــــرانـــــــــــــــــــــدي وتړه

 

وربه شم ملنګ ته ښه تاويزبــــــه په جــــــــــــدول وليـكو

 

كابل  خوشال خان مينه  د جو ن ۲۳

د هلمند اوسېدونکي د ناتو د عملياتو په بري شک کوي

 

له اړوندو سرچينو سره ستاسو د تړاو له مخې ښايي تاسو ته د هلمند په شمال کې وخت ډېر ښه ښکاره شي او يا هم تر ټولو ناوړه.

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالانو ليک

ناتو د "لاستي کلنګ" تر نامه لاندې عمليات يو ستر بری بولي، چې له طالبانو څخه د بر سنګين د وادۍ د پاکولو په موخه د جون د مياشتې په سر کې پيل شوي و.

د ناتو د سوله ساتي نړيوال ځواک (ايساف) يو وياند، ډګروال چارلي مايو وويل: "له سنګين څخه تر ګرشک پورې ټوله سيمه د حکومتي او ايساف پوځونو په لاس کې ده. طالبان کمزوري دي. هغوی نه شي کولای له حکومت او ايساف سره جګړه وکړي."

خو په دې هکله نورې خبرې هم کيږي او هغه داچې وايي، د لاستی کلنګ عمليات له سره يوه ناکامي وه، د ولس خلکو د مرګ ژوبلې او د کورونو او شتمنيو له منځه وړل و، پرته له دې چې کومه تلپاتې پايلې ولري.

د طالبانو وياند، قاري يوسف وويل: "موږ د کجکي ولسوالي د ناتو او افغان حکومت له پوځونو څخه بېرته ونيوله او اوس په بشپړ ډول زموږ په لاس کې ده. په همدې توګه موږ د سنګين د ولسوالۍ ځينې برخې هم ونيولې."

د لاستي کلنګ د پوځي عملياتو په هکله ښايي د ناتو او طالبانو د نظرونو ترمنځ پراخ واټن موجود وي، خو ځايي استوګن هغومره اغېزمن شوي نه دي، ځکه د هغوی ورځنی ژوند د ځايي پېښو له امله نېغ په نېغه تر اغېز لاندې راځي.

د کجکي يو تن اوسېدونکي، محمدالله وويل: "د پنجشنبې (د جون د مياشتې په 14) د شپې په لسو بجو ناتو خپل سرتيرې د چورلکو په واسطه وايستل. له هغې وروسته طالبان راغلل او هغه ځايونه (ښکته کجکي) يي ونيول چې حکومتي او ناتو ځواکونو دوه اوونۍ د مخه نيولي و."

د کجکي يو بل اوسيدونکي، نظر محمد ددې پېښې پخلی وکړ، هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې د جمعې په ورځ سهار دوخته له خوبه راپاڅېدم، نو جومات ته لاړم. په لاره مې وليدل، چې زيات شمېر طالبان شاوخوا ګرځي. ما له خلکو وپوښتل چې هغوی دلته څه کوي. ټولو خلکو وويل، برتانويان لاړل او طالبان بېرته راغلل."

د طالبانو يو قوماندان، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "د سنګين مرکز او مرکزته څېرمه د سوري ګاري سيمه او همدارنګه د تنګي سيمه د حکومت تر کنترول لاندې ده. د څاروان کلا په ګډون د سنګين نوره ټوله پاتې برخه د طالبانو په لاس کې ده."

د ايساف د سرچينو له مخې برتانوي او امريکايي لږ شمېر "سلاکاران" له افغان ملي اردو سره يوځای دي. شمال لوري ته له ګرشک څخه کجکي ته پر مخ ځي او سيمه له ياغيانو څخه پاکوي. بهرني ځواکونه له هغې وروسته وځي او نيول شوي سيمه ملي ځواکونو ته سپاري.

ځايي استوګن وايي، د بهرنيو ځواکونو د وروستي سرتېري له وتلو سمدلاسه وروسته طالبان، چې د ناتو د زورورو هوايي بمباريو له امله پټ شوي وي، بېرته راستنيږي.

د سنګين او کجکي ولسوالي د برښنا د بند د شتون له امله ستراتيژيک ارزښت لري، چې هلمند او کندهار ته يي چمتو کوي. له دوو مليونو څخه زيات وګړي د کجکي په بند او د برښنا د توليد په فابريکې باندې ډډه لګوي. د کجکي بند بيارغاونې ته اړتيا لري. طالبان د سنګين له لارې غځېدلي مزي پرې کوي او له دې امله د برښنا توليد د جنورۍ د مياشتې راهيسې ګډوډ دی.

په لښکرګاه کې د ولايتي بيارغاونې ډله له مياشتو مياشتو راهيسې له خلکو سره ژمنې کوي، چې دادی په بند باندې ډېر ژر کار پيل کيږي. خو د طالبانو ايساف د ځواکونو تر منځ جګړه ددې کار مخه ډب کوي.

لاس ته د خلکو د زړونو د راوستلو هڅه ناسمه وخته

سنګين د لښکرګاه او کجکي د ولسوالۍ تر منځ پرته او له دوو مياشتو راهيسې د ترخو جګړو ډګر و، چې د ولسوالۍ مرکز يي په کنډوالو بدل کړ. له بلې خوا ايساف ځايي اوسېدونکو ته د ځانونو رسولو په موخه د جون په اوومه په سنګين کې د قومي مشرانو يوه غونډه راوبلله او هغوی ته يي ډاډ ورکړ، چې اندېښنو ته يي غوږ نيول شوی دی.

لاس ته د خلکو د زړونو کمپاين په هماغه پخوانۍ بڼه روان دی.

څه ناڅه په يو ښه برېښيدونکي پيل کې، چې برتانوي پوځونو د اوبو او برښنا د نه شتون، بيارغاونې اړتيا او د شتمنيو د تاوان د ورکولو په هکله د خلکو خبرو ته په ډېر زړه سوي غوږ نيولی و، د امريکايي ځانګړو ځواکونو يو ږيره ور افسر، چې ځان يي "جګړن ګيل" وپېژاند، په پښو ودرېد.

هغه د ژباړونکي له لارې خلکو ته وويل: "تاسو په حقيقت کې مرسته نه غواړئ. تاسو ټول طالبان ياست. دا زما دنده ده چې طالبان ووژنم او تر هغه به له دې ځايه لاړ نه شم، چې طالبان تللي نه وي."

کله چې د خلکو تر منځ د خپګان نښې نښانې ښکاره شوې او پس پسک پيل شو، نو ګيل وويل: "تاسو طالبانو ته اجازه ورکوئ، چې ستاسو کلو او کورونوته راشي. هغوی ستاسو له ښځو او ماشومانو څخه د انساني سپر په توګه ناوړه کار اخلي. د ايساف ځواکونه ستاسو د مرستې لپاره راغلي او تاسو اوبه اوبرښنا غواړئ. خو تاسو ښوونځي او روغتونونه، نه غواړئ. که طالبان دلته واوسي، نو هيڅوک به د هغوی د جوړولو لپاره دلته رانه شي، ځکه کارګران وژل کيږي."

ژباړن د جګړن ګيل خبرې ښې ونه ژباړلې. د هغه په ژباړنه کې د "تاسو طالبانو ته اجازه ورکوئ، چې ستاسو له ښځو او ماشومانو ناوړه ګټه واخلي" له هغه څه نه چې ګېل يي د ويلو اراده لرله، يو څه بل راز وژباړل شوه.

همدارنګه نوموړي امريکايي طالب جنګياليو ته په يواړخيز ډول د بښنې غيرعادي ګام هم پورته کړ، په داسې حال کې چې بښنه ترقانون لاندې يوازې د هېواد د ټاکل شوي حکومت دنده ده.

امريکايي افسر، چې تر اوسه ولاړ و، چيغې يي وهلي او کله ناکله يي ګواښونه کول، سپين ږيرو ته وويل: "طالبان بايد راشي او خپلې وسلې په ځمکه کيږدي. موږ به ددې تضمين ورکړو، چې هيڅوک هغوی ته څه ونه وايي."

يو سپين ږيري، ګل اغا چې د خپلو ملګرو په زور ولاړ و، وويل: " آيا غواړئ، چې موږ خپلې ښځې اوماشومان له خاورو راوباسو، تر څو تاسو وګورئ، چې هغوی طالبان نه و؟ برتانويان له موږ سره مرسته نه کوي. هغوی يوازې راځي اوګوري او بيا بېرته ځي. هغوی بيګناه ولسي خلک وژني."

يو بل تن وغړومبيد: "تاسو راغلي ياستئ، چې طالبان ونيسئ، خو دا کار نه شۍ کولای."

ګيل پښېمانه، نه برېښېد او خپلو خبرو ته يي دوام ورکړ.

هغه وويل: "په مليونونه ډالر سنګين ته راغلل. که تاسو کوکنار ونه کرئ، موږ به دا پيسې په تاسو باندې ولګوو."

د امريکا د متحده ايالتونو کانګرس په دې وروستيو وختونو کې د افغانستان له ازادۍ او امنيت سره د مرستې په غرض شپږ مليارډه او څلور سوه مليونه امريکايي ډالره مرسته افغانستان ته منظور کړه. په دې سند کې هغو ولايتونه ته د مرستې د نه ورکولو خبره راغلې، چې د ترهګرو ننګه کوي او کوکنار کري.

د ملګرو ملتونو د نيشه يي توکو او جرايمو د څانګې د 2006کال د يوې سروې له مخې هلمند د افغانستان د نيشه يي توکو په سوداګرۍ کې د ټولو په سر کې دی. ددې ولايت هيروين د نړۍ په سلو کې 40 اړتيا پوره کوي. د ولايتي چارواکو د وينا له مخې سره له دې چې مليونونه ډالره د نيشه يي توکو د مخنيوي په هڅو لګېدلي، خو داسې بريښې چې سږنی توليد تربل هر وخت زيات دی.

د شورا يو غړي، چې نه يي غوښتل ونومول شي وويل: "جيله، موږ به ستا د ژوند تر پايه پورې د کوکنارو له کرلو څخه لاس وانخلو. دا زموږ کرونده ده او ژوند مو دی. که چېرته کوکنار ونه کرو، نو ژوند به مو ډېر ستونزمن شي."

امينت ، يو "درواغ"

د سنګين ولسوال، عزت الله ټينګا روکړ، چې په سيمې کې حالات بېرته عادي کيږي.

هغه وويل: "موږ يوه قومي شورا جوړه کړې ده او د هرې قبيلې خلکو ته مو بلنه ورکړې. خلکو موږ ته ډاډ راکړی چې له موږ سره به د امنيت په تامين کې مرسته کوي. موږ به لومړی له اوبو او برښنا څخه پيل وکړو او وروسته به په بمباريو کې وران شوي کورونه ودان کړو."

د ملي اردو چارواکي په خصوصي ډول وايي، چې په سنګين کې امنيت نه شته.

يو قوماندان وويل: "دا بهرنيان هلته د امنيت خبرې کوي. دا درواغ ده. هغوی هلته له خطر سره ځان نه مخامخ کوي. د ولسوالۍ په مرکز کې طالبان شته. برتانويان او امريکان په خپلو سمڅو کې اوسيږي."

د بغاوت په وړاندې وروستني عمليات ډېر ګران و. د کره شمېرې لاس ته راوړل آسانه، نه ده، خو زياتره سرچينې د سلګونو ولسي خلکو او همدارنګه د ملي اردو د لسګونو سرتېرو د مرګ او ژوبلې خبرې کوي. برتانوي او امريکايي پوځونو ته هم د سر زيان اوښتی دی. د جون په سر کې د يوې چورلکې د رانسکورېدو له امله اووه تنه وژل شوي او د تېرو دريو مياشتو راهيسې له ياغيانو سره د جګړې پر مهال يي په لسګونه نور وژل يا ټپي شوي دي .

د سنګين يو اوسيدونکي، عبدالحليم وويل: "طالبان په هر ځای کې دي. برتانويان به هيڅکله هم له هغوی ځانونه بېغمه نه کړای شي. د 35 هېوادونو سرتېرې راغلي دي، که د اويا هېوادونو څخه هم راشي، بری به ونه ګټي."

سنګين د ارواګانو ښار

ځايي خلکو ته ډېرې تشې وعدې ورکړ شوي دي. د سنګين بازار تل تش . ولاړو دېوالونو يي د دروازو پر ځای تورې خولې نيولي دي.

پخپله بازار هم تل خالي وي او يوازې هلته يا دلته د ژوند نښې نښانې په کې ليدل کيږي. شورا ته راغلي خبريالان له شورا بهرکوم ولسي سړی نه شي موندلای، چې خبرې ورسره وکړي.

زياترو خلکو مرکو کولو ته زړه نه ښه کاو.

يو ځوان هټېوال، نورمحمد وويل: "ما په دې بازار کې د اتلسو خلکو مړي ليدلي دي. دلته يوه پشو هم نه شته. که کوم يو سړی به لار تېرېده، نو له يو سورې څخه پرې ډزې کېدې. او د صابون د ځګ په توګه به ورکېده."

د نورمحمد د وينا له مخې په سلو کې له درېو څخه لږې هټۍ پرانيستې دي.

عبدالرزاق چې په بازار کې يوه کوچنۍ هټۍ لري، شاوخوا خپلو ورانو ويجاړو ته يي په ډېر خپګان کتل.

هغه د سرپه خوځولو وويل: "ما د 50 زرو روپيو په اندازه مال له لاسه ورکړی دی. زما هټۍ لا ډېره کوچنۍ وه. نورو خلکو ته په مليونونو، مليونونو تاوان رسيدلی دی. سوچ نه کوم، د برتانويانو به په موږ زړه يخ شوی وي، ښايي نورې بمبارۍ هم وکړي."

داسې بريښي، چې يو شمېر خلکو له تېر څخه د عبرت تريخ درس اخيستی وي او هڅه کوي، چې طالبان خپلو کلو او کورنو ته پرې نه ږدي.

د می په مياشت کې د ياغيانو د يو بريد په غچ کې داسې يو بريد وشو، چې څاروان کلا يي په تش ميدان واړوله. په غبرګون کې خلک د طالبانو په وړاندې راپاڅېدل، له هغوی سره ونښتل، يو قوماندان او يو شمېر نورو يي ورته ووژل.

د سنګين د ولسوالۍ امنيه قوماندان، سلطان محمد وويل: "د ځايي خلکو او طالبانو تر منځ نښته وشوه. قوماندان ولي محمد او د هغه دوه تنه انډيوالان ووژل شول. د هغوی وسلې يي هم ونيولې. اوس خلک د طالبانو په پرتله غښتلي دي."

د سنګين د ولسوالۍ يو شمېر خلک دا خبره مني.

يو هټيوال وويل: "تيره اوونۍ امريکايي جنرال په موږ د طالبانو ټاپه لګوله. خو موږ د طالبانو مخالف يو. موږ طالبان نه پرېږدو زموږ کورونه او خلک وکاروي."

"د سنګين په ولسوالۍ کې خلک له حکومت سره ورځ په ورځ نژدې کيږي. ځکه اوسمهال طالبان کمزوري دي. موږ به له حکومت سره له سنګين څخه د طالبانو په ايستلو کې مرسته وکړو."

غوغا جوړوونکې افغانه وسوځېده

د پارلمان ځوانه غړې خپلو همکارانو ته د سپکاوي له امله له خپل تعليق څخه پښېمانه، نه ده او لوړه يي کړې، چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.

د آی ډبليو پي آر د خبريال، وحيدالله اماني ليکنه

ملالۍ جويا له پارلمان څخه د خپل تعليق له امله په ترخه او دفاع کوونکي ژبه وويل: "هيڅکله به هم بښنه ونه غواړم."

دا ځوانه قانون جوړوونکي له درېو اوونيو څخه را په دې خوا په منډه ده. د غچ اخيستنې له ډاره ځان چاته نه شي ښوولای، له خبريالانو سره په ازاد ډول نه شي ليدلای او نه خپل ځای ځايګی چاته ښيي. هغې له آی ډبليو پي آر سره د تليفون په ليکه خبرې وکړې.

د طلوع له تلويزيون سره په يوې مرکې کې جويا د پارلمان يو شمېرغړي له څارويو سره پرتله کړي و او قانون جوړوونکي يي داسې سپک کړي و، چې هغوی په پارلمان کې د جويا د استازيتوب د ځنډولو پرېکړه وکړه. قانون پوهان وايي، دا کار قانوني ريښه نه لري.

هغې ويلي و: "غوجله ښه ده." له تلويزون سره د جويا د مرکې دا برخه د می د مياشتې په 21 څو څو ځلې په پارلمان کې نندارې ته وړاندې شوه. هغې ويلې و: "لږ تر لږه هلته خره شته، چې بار وړي او غواوې شته، چې شېدې ورکوي."

د جويا دې تبصرو د پارلمان په يو شمېر غړو باندې اور بل کړ، چې له پخوا يي له هغې سره خوابدي او دښمني درلوده. هغې تل د "جنګ سالارانو" بد ويلي دي او وايي چې د هغې هېواد يي ټوټه ټوټه کړی دی.

د 2006 کال د می په مياشتې کې له هغې وروسته چې يو شمېر مجاهدين يي "جنايتکاران" وبلل، د اوبو په بوتلو وويشتل شوه او د مرګ ګواښونه ورته وشول.

جويا ادعا کوي چې د طلوع په تلويزون کې د هغې له وروستيو څرګندونو څخه ناسمه مانا اخيستل شوې ده.

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: "زما له خولې ناسم نقل قول شوی و. ما د پارلمان د غړو ترمنځ توپير کړی و. موږ د پارلمان دوه ډوله غړي لرو. يوه ډله د خلکو رښتينې استازي دي، چې شمېره يي لږه ده اونور ډېره کي يي جنايتکاران دي، چې د زور له لارې پارلمان ته راغلي دي."

جويا وويل، هغې په خپلو څرګندونو کې يو شمېر "جنايتکاران" په ګوته کړي دي، خو دا خبره د طلوع تلويزيون سانسور کړې وه.

هغه ټينګار کوي، چې د هغې تعليق او ځنډول د هغې د سياسي دښمنانو له خوا يوه توطئه وه. البته چې شمېر يي زيات دی.

هغې وويل: "دا په بشپړ ډول يوه سياسي توطئه ده. ما ته په پارلمان کې آن له تعليق څخه دمخه د خبرو کولواجازه نه راکول کېده."

په پارلمان کې د جويا همکاران د روغې جوړې په هکله هيڅ سوچ نه کوي.

د پارلمان غړي حاجي ملا تره خيل دهغې له تعليق څخه دفاع وکړه او ويي ويل: "ملالۍ جويا په ټول افغان ولس تيری کړی دی."

د پارلمان يو بل غړي، احمد بهزاد وويل: "که موږ ووايو چې د پارلمان غړي څاروي دي او پارلمان يو غوجل ده، نو دا ناوړه خبره ده. که هغې د پارلمان يو غړی هم ښوولای وي نو دا په څرګند ډول يو سپکاوی دی. د پارلمان غړي د خلکو ټاکل شوي استازي دي. بايد سپکاوی يي ونه شي."

قانون پوهان وايي، پارلمان د خپل يو غړي د تعليق حق نه لري. هغوی وايي، جويا د يوې ټاکل شوې استازې په توګه خپل حق لري او بايد يوازې محکمه د هغې په هکله پرېکړه وکړي.

د کابل پوهنتون استاد، نصرالله ستانکزی وايي: "پارلمان د يو ټاکل شوي استازي د غړيتوب د ځنډولو واک نه لري. کېدای شي ملالۍ جويا د اساسي قانون د 120 مادې له مخې محکمې ته غوښتل شوی وای. د ولسي جرګې پرېکړه له قانون څخه سرغړونه ده."

بهزاد ددې قانوني نظر په هکله وايي، پارلمان د چارو د خپلې داخلي مقررې له مخې کولای شي، د يو غړي په وړاندې اقدام وکړي.

هغه ټينګارکوي او وايي: "که د پارلمان يو غړی داسې يو کار وکړي، چې په ولسي جرګې کې ګډوډي راولي، نو موږ کولای شو د هغه يا هغې د تعليق په هکله خبرې اترې وکړو. زموږ د داخلي مقررې يوه ماده وايي، پارلمان کولای شي، د پارلمان يو غړی له يوې ورځې څخه زيات غونډو ته له راتګ منع کړي. دا ماده د وخت د محدوديت وضاحت نه کوي."

ستانکزی په خپلې خبرې ولاړ دی چې قانون پارلمان ته دا واک نه دی ورکړی.

هغه وايي: "د پارلمان د داخلي مقررې 70 ماده وايي، که چېرته کوم يو غړی د پارلمان داخلي اصول تر پښو لاندې کړي، بايد د پارلمان د اداري پلاوي له خوا ورته خبرتيا ورکړ شي. پارلمان ددې حق نه لري، چې خپل يو غړي ته سزا ورکړي. دا يوازې د محکمې صلاحيت دی."

ستانکزی د ملالۍ جويا د ګناه په هکله. وويل: "که ملالۍ چاته د څاروي خطاب کړی وي، نو دا انساني کرامت مخالف کار دی، چې په خپل ذات کې يو جرم دی."

د جويا د استازيتوب تر ځنډونې وروسته د هغې پلويانو په فراه، ننګرهار، بغلان او کابل کې لاريونونه وکړل. برسېره پر دې چې هغوی په پارلمان کې د ملالۍ د بېرته پاتېکېدو په هکله د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه وکړه، دايي هم ويل، چې "جنګ سالاران" دې د بشريت په وړاندې د جرمونو له امله محاکمې ته راکښل شي.

دا د مجاهدينو په وړاندې د ملالۍ جويا څرګندونې وي، چې هغي ته يي په 2003 کې د اساسي قانون په لويې جرګې کې نړيوال شهرت ورکړ. هغې له جرګې غوښتنه کړې وه،"تاسو ولې داسې جنايتکاران د کمېټو مشران ټاکلي دي، چې افغانانو ته يي بدمرغي راوړې ده." دې خبرو د استازو ترمنځ شور او غوغا راپورته کړه او هڅه يي وکړه، هغه د جرګې له سالون څخه وشړي.

جويا له هغه مهال څخه په درې نيم کاله راوروسته موده کې بهر ته سفرونه کړې او د جهاديانو په وړاندې يي وينا ګانې اورولي دي او په دې توګه يي د افغانستان د ښځو ترمنځ لوی نوم ګټلی دی.

هغې همدارنګه د 2005 کال د سپتمبر په مياشت کې په ټولټاکنو کې په اسانه توګه په پارلمان کې د فراه د ولايت څوکۍ وګټله.

خو زياترو هغو خلکو هم پارلمان ته لاره وموندله، چې هغې په 2003 کال پرې نيوکې کولې. يو شمېر يي ډېرې لوړې څوکۍ ونيولې. هغوی د پخواني تورونو په اړه د بښنې او هيرولو هيڅ رازنښې نښانې څرګندې نه کړې.

آن د جويا ښځينه همکارانو هغه د وروستيو خبرو له امله پړه وبلله او له هغې څخه يي د ځان د اصلاح غوښتنه وکړه.

د پارلمان يوې ښځينه استازې، نورضيې اتمر وويل: "جويا په پارلمان باندې تيری کړی دی. که هغه رښتيا د افغانستان خلکوته خدمت کول غواړي او ځان د خلکو استازې بولي، موږ هغې او د هغې د نظريو درناوی کوو. که هغه بښنه وغواړي، کولای شي، بېرته خپل کار ته راستنه شي."

خو ملالۍ جويا پښېمانه، نه ده.

هغې وويل: "که څارويو خبرې کولای، نو ښايي زه يي د پارلمان غړو ته د ورته والي له امله محاکمه کړی وای. زه بايد بښنه وغواړم - له څارويو څخه!"

 

عالمه دادخداي خدايې ده

زه په دنياجانان مي تورې خاورې شونه

 

سلام سلام په تا سلام دي

اوعجب اسلام دي چې مي نكوي پوښتنه

 

اول دي وو اخيردي نه وو

په نيمه خوا يارۍ دي ډير ستومانه شوه مه

 

عالمه ټګه  زمانه ده

يار له لسټوڼي وركوي منګول ساتينه

 

عالمه بده زمانه شوه

دمورپه غيږكي ماشومان سترګې وهينه

 

 

ياري دشنې لښتي ګذاردي

اوچي چاخوړه لي رنګ يې ځاي له نه راځينه

 

نن مي تر سترګوسترګو كيږي

يابه په لاروې يابه اوس راشې مينه

 

ماويل زه به ورته ژاړم

جانان دورايه ستر ګې سرې نيولې دينه

 

اول مي كله كله غم وو

اوس مې كتاب شو مشغولاپكې كومه

ته مي رباب زه به ځونډي شم

                 مادرباب ترتارو جاركړي