دلومړي ورځې جشن به دوي ورځې نورهم وغزېږي
دغه جشن دروان كال داګسټ په ۲۲ نيټه دهلمند په نا امنه ولايت دبولان په هغه تفريحي فارك كي ددي لپاره جوړ شوي وو چي دزهري سورګلي تارياك دبوټي په ځاي نو ركښتونه وكري ،چې څه موده مخكې ورته اوولكه امريكايې ډالرځانګړي شوي وو .
دنندارتون په لومړي ورځ د۱۴۰۰سوپه شاوخواكې ګډونكووبرخه اخستې وه ، دولتې پولس عام خلك دښوو نځيو استادان اويوشمير زدكوونكې همدارنګه دنادعلي اوګرشك ولسوالۍ اوخپله دښارښځو هم په دغه نندارتون كې ګډون كړي وو، دښځوپه لاس جوړ شو ي تو كې زرعتې توليدات اولرغونې شيان ننداري ته وړاندې شول .
نوموړي جشن به دوې ورځي نور هم دسهار دنه بجونه بيا ترژړ مازديګرپوري به دوام و كړي ،
يو شمير ګډونكووكوددغه شان جشنونو اوتفريح نندارو كار اړين وبلۍ .
خو دهلمنددوالي په ګډون يوشمير حكومتي اوغيري حكومتي چارواكو يي پرلګښت سختې نيوكې وكړې .
دهلمندوالي اسدالله وفا په خپلو خبرو كې وويل نړيوال خوراډيرې پيسې بې ځايه مصرفوي اوله حكومت سره هيڅ مشوره نه كوي
.
هغه يي ښه بيلګه ددغه نندارتون يوورځني يولك امريكايي ډالره لګښت وبلۍ چې دده په وينا بېځايه وشو .
كه څه هم دغه ورځ زياترو كډونكووكو دخوشحالي او خوښي وښوده خو يو شمير دولتي پولسو سخت ظلم راخستې وو.
په نندارتو ددننه كي مي يو داسي قوماندان وليدي چي نږدي ددو سوه نفرو مشري يې په غاړه لرله او خپله هم په دغه ورځ ورته غټ صلا حيت وركړل شوي وو ،زما په اند دغه دشنې درشي والا قوماندان ته دا ور ځ هم داسې مالوميده لكه دتلاشي په ځنځېر چي ولاړ وي .
اوس نو وخت يوه نيمه بجه كيدونكي وه زه هم دپولسو په منځ كي وددي لپاره ولاړ ويم چي ددو نظر واخلم ،چي په يوه داسې سپينږري كس چي اوس نو سم په لار هم نه شوي تلاي ددغه عسكرلخوا پرله پسې دوه مضبوط وارونه په خوله وركړل شول، شخړه دسپين ګېري په دي خبره رامنځ ته شوه چي دخپلو كاريګرو لپاره يې دعسكرو تر مخ ډوډي وړل غوښتل خو دعسكرو مشر يې دډوډي په ځاي خوله دوينو ورډكه كړه .
دغه عمل ډير بد اثر راباندي وكړ ځكه دغه بيچاره سينږري زما دپلارپه ځاي وو خو سپينه لونګي ېې په په غاړه كې ول ول ولويده دخولي يوطرف يې هم وپړ سيد ،كله چي مې دعسكر لاس وينوي نيږدي وه چي په مايې هم واري كړي وه .
دكرني رئس غلام نبي وويل ((څلوښت كاله په خوا هم دارنګه جشن دوري په لومړي نيټه جوړيدي ،رئس زياته كړه چې دايوه ډير ښه ګام دي چې پس له څلوښتو كالو نه يو ځل بيا داسې كرنيز جشنددي لپا ره په هلمند كي جوړيږي چي په هغه كي زرعتي توليداتو ننداري ته وړاندي كيږي.
نوموړي يې يوه ګټه دا هم وښوده چي دتارياكو په ځاي به نو ر زرعتې كښتونه وكرل شي ،ځكه دنورو ولايوتونه هم خلك ددي لپاره راغلي وو او غوښتنه يې هم دا وه چي دنورو زرعتې توكو بازارونه به په هلمند كي پرمختګ وكړي.
همدارنګه دهلمند دسينددغاړي په نندارتون كي دښځو چارو رئسي فوزيې علومي په دي خوښي ښكاره كړه چي ((ګواكي دا يوښه ګام دي چي دولسواليو نه هم هغه ميرمني راغلي وي چې خپل په ګوتو جوړ شوي توكي يې ننداريته وړاند كړل .
اوبل داچي داخپله دښځو لپاره يو تشويق دي چي ددوي لاسي شيان پس له نندارتونه په ښه قمت خرڅيږي .
عزيز احمد تسل August-22-