ته زماسره مينه لرې
دبرق فاتحه
بريښناكوټ پلرگنۍ
ترانسفرمر-ميټر-اوجاينبكس وروڼه.
چكش-پلاس-پيچكش اكا ګان.
خاده-كرينگ-ماماگان.
لين-فيوظ-ساكټ-سويچ دمامازامن.
دخداي بخښلي برق دمړيني له كبله دوستانوته خبروركول كيږي چه جنازه يي مخكي په كجكي ولسوالي كي ددوستانوپه زريعه خاوروته سپارل شوي اوفاتحه يي دلښكرگاه ښاردبريښناكوټ دجنكشن په واټ كي اخستل كيږي دوستان دي دفاتحي په ورځ دانتظارشيبي پاي ته ورسوي اوددعايي په ويلوسره دي دنوموړي كورني ته دخداي ج له درباره دعظيم اجرغوښتنه وكړي .
ترتيب كوونكي (عبدالباري-صديقي،مسافر)
څانګه دخوږې ځوانۍ په ارمانجنو لارو دخپل حسن په ښكلى بڼ كې دابدى ژوند زانګوته په ارمانجنوټالو كې ځان وسپارۍ ،
څانګه لاړه بيابه رانشي بيابه ليدونكوته څوك دڅانګې په ژبه خبرې وكړي څانګې! خداي دي مل شه ستاغم تركاڼو هم ووتۍ، ستادوير په ټغرډيري پيغلې اوماشومان اوس غم لړي چيغې وهي ستادمرګ زيرۍ يې اوس تر زړه لكه غيشي وتلى ،
تا خپل مخ اوس دتل لپاره ددي كركجني دنيانه په سپين دسمال كي داسي پټ كړ چې هغه شيرينه مور دي هم دومره وس او توان نلري چي د مخنه دي هغه زرين د سما ل پورته كړي ،
ستادمخ سالو به اوس دجنت دباغوپه زړه راښكونكي شما ل يو خوا بل خوا اوړي غلمان به ستا ورتګ ته په خپلو بڼو لارجاروكوي خداخبر چي ستا دښايست غروربه ورباندې كوم اثر واچوي كنه ،
ته لكه د تپو تيارو ستورۍ چي د اسمان په غيږ بي واره ورك شي ځان دي همداسي بې واره خونړيو ګوليوته وسپارۍ دنياته دي دويرتوره پرده پريښوده ،
څانګه اماج دجمعي په كركجنه شپه دخپلې خوږي مور دكوره په زهرجنومرميو سورۍ سورۍ دغم پالنګ ته وسپارل شوه ،
څانګه اماج په كابل كي په يو شخصي ټلويژون كي د پښتو لپاره كار كوي دڅانګې دمرګ لامل لا تر اوسه ندي معلوم چي ولې په خپل كور كي دوسلوالو انسان خورو دلاسه ووژل شوه ،
د۲۲كلنې شكيلاڅانګي اماج مړي دجمعي په ورځ خپل پلرني ولايت ميدان وردګ ولات ته وسپارل شوو،
اناالله واناايله راجعون،
په دي ورستيو كي هلمند ولايت د مطبوعاتو په برخه كي خپله لمن تر ډيري كچې اوږده وغزوله نوي مجلې اخبارونه له چا په راووتل همدارنكه د مطبوعاتو لپاره ښه پيراخه كار وشو آن يوه (۳۴)كسيزه ډلګۍ ژورنالستان وروزل شول، دنوى نسل سترګې وغړيدې، پرله پسې دځوانانو غونډي اوادبي ناستې وشوې،هم دارنګه يوبل نوي څه چې اوس مهال بااحساسه ځوانانودژورنالزم يامطبوعاتو په بركه چي نوي يې په كار پيل كړي او غواړي چي په دي برخه كي دنړۍ سره سيالي وكړي هغه دوبلاګ (شخصي پاڼه )چلو ل دي كه څه هم وبلاګ نوي نه دي خوپه هلمند كي دايونوي ګام دي چي يوشميرځوانان په پښتوژبه ويبلاګونه چلوى دهلمندورستي تودي پيښي همدارنكه په ټولو برخوكي نوي اوپه زړه پوري مطالب خپروي اوهره ورځ دهلمند اوسنى حالات په ليكل شوي بڼه انځوره وي په هلمند كې لومړۍ ويبلاګ د(سيند)په نامه جوړ شو، چي اوس يې شميره شپږوته جګه شوي ده په دي وخت كي يوشمير ځوانانو مټې رانغښتې دې يوه لحظه هم نه غواړي ارام كينى غواړى دهلمند دځوان نسل لپاره خپله ټوله انرژي دهغوي د سيواد دلوړېدو په لړكي مصرف كړي ،ترڅودوي هم خپلې منګولې په خپل كتاب خښې كړي ،موخه مې داده، دلومړي ځل لپاره په هلمند كي د (پويا)په نو يوه ازاده ميا شتينۍ مجله ديوه كال له پاره وچليده چي ددرى ليكنو تر څنګ به يې كله نا كله يو پښتو مطلب هم خپروۍ،ورپسې د((پګړۍ)) په نوم يوه ازاده او ناپيلې دري مياشتينۍ مجله دادب پالو ځلمو په مټوپه خپلو ارزښتنا كو ليكنو دهلمند نوم په ډيرو ځايو كي ياد كړ ، چي په اوسنيو وختوكي دښه اوږده عمرنه پس د خلكو ترګوتو رسيږي آن يوولس مياشتې داقتصا دي او يولړ نوروستونزوله امله وځنډيده ،ورپسي د(روغتيا پلوشې) په نوم مجله چې په لومړي ځل په يوڅودولتي ايدارو كي دمامورينو په ګوتو كي واړول شوه ، لومړۍ ګڼې ته په يوڅه قلمي غلتيو سربيره بياهم دخلكو تنده زياته وه ځكه چې زياته برخه يې د روغتيايې مطاليبووه ،(دروغتيا پلوشي) چي د روغتيايې مطا ليبو سره سره يو لړادبي ټوټي اوشعرونه هم خپره وي ،نوموړي مجله چي د بست دولتى روغتون په ما لي لګښت لاتراوسه په ټاكلۍ وخت له چاپه راوزي ،چي د(۸۵ ) كال د رې يمه ګنه يې زما تر ګوتو هم راورسيده ددي ګڼي پوښتۍ په اسماني رنګ چاپ شوي وه، لومړي پاڼه چي مي كله واړه وله نو په سريزه كي ليكل شوي وو(بعداز سلام)اوبياهم دفارسي مطا ليبو په منځ كي يو څود پښتو ليكنې هم ليدل كيدل خو كله چي د مجلې منځ ته ورسيدم نود پښتو مطاليبو مور بوره شوي وه، زه كوم تضاد د پښتويا درى سره نلرم ځكه دواړي ژبي دافغانيستان رسمي ژبي دي خو دا كه څوك غواړي چې خلكو ته خدمت وكړي هغه دا مانا نه چې په هره ژبه شيونه خپروې بايد دهغه ځاي په ژبه وي ترڅو هغه وګړي ورنه پوره ګټه واخلې دا چي دهرې ګڼي په پنځوسو مخوكې دپښتو ليكل شويو مطاليبو پله سپكه وي،نو تاسي څه فكركوي ؟ زما له نظره دا به يو نو ع زياتى وي چي موږ يې دخپلو ځانو سره كو ،داګوټه يوواځي هغو كسانو ته نيول كيږي چي دروغتياپه اړه معلومات لري اوبيا يې دخلكو ترغوږونه رسوي كه ووايم چي دپيسو كټلو لپاره دشپي هم وخت لرودمريض د ماعناتو لپاره هم وخت لري خو دومره نشي كولۍچي يو څوكرښي وليكي ،د مجلي مرستيال هم د پښتو مطالبو په اړه وويل چي ګواكي پښتانه ډاكتر صاحبان يو څه ټمبل ښكاري
خپله دچلوونكي ليكنه![]()

![]()

![]()

![]()

![]()

![]()

![]()

![]()
راسته خواته په پاي كې په پښتوسندرو كليك وكړي
ښاپېرۍ نغمه د ١٣٤٢ل كال دمرغومي په ١١مه نېټه د افغانستان په کندهار ولايت كې زېږېدلې ده، ښاپېرۍ د كندهار يوازينۍ نوميالۍ مېرمن ده، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې او تر اوسه يې دسندرو ٢٥٠٠ كېسټونه ډك شويدي. پر دې سربېره نغمې په اروپا، اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرتونه هم وركړيدي. نوموړې په وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنګ د سندرو ليكلو وړتيا هم درلوده، همدا لامل و، چې شاعره شوه او په دې وروستيو كې يې د شعرونو يوه ټولګه هم خپره شوه،. نغمه په پيل كې د خپلې كورنۍ له خوا له يولړ ستونزو سره مخامخ وه، خوهغې خپل كورني ځنځيرونه پرې كړل او په خپل سندريز غږ سره يې نورو ته هم دخپلواكۍ غږ ورساوه. كله، چې په كندهار كې د ښاپېرۍ ژوند له ګواښ سره مخ شو، كابل ته لاړه او هلته يې له کابل راډيو سره پر سندرو پيل وكړ. په هېواد كې د ناوړه شرايطو له امله نغمې په كابل كې خپلو سندرو ته دوام ورنه كړاى شو ، همدا لامل و، چې پاکستان او بيا له هغه ځايه يې بهر ته كډه وكړه.
كاروانه كه خپاره نه شي دنجونو كتابونه
![]()
ماپه نسيتۍ كي د دونيا ځينې رحلت كړۍ دي
نجب عامر ![]()
![]()

داسي يې زه تير كړم تر ګلاب ددي جنۍ مخ![]()

٥٢ کلن سيدګل چې په ونه جګ سړى دى ، لنډواسکټ يي پر اوږد هلمندي اوږد خړ رنګوکاليو آغوستى په غټو لاسونو يي ترياک سريښ دي دهلمند په نادعلي ولسوالۍ کې دخپل دوکان مخې ته سوځيدونکي لمر ته ولاړ وو کله يي چې ددوکان له مخې يو کس تېريدو او تر څادر لاندې يي غوټه نيولي وه نو سيدګل په بيړه ورپسې داسې منډه کړه چې غټو بوټانو يي ورپسې ښه په خوند دوړې کولې او په هلمندي لهجه يي په لاروي پسې غږ کړ چېرې يي وړې ؟ لدې سره سم يي دلاروي نه دهغې دلاس غوټه واخيسته او خپل دوکان ته دورتګ بلنه يي ورکړه په دوکان کې ورسره دترياکو په بيه خبرې پيل کړې او خپل ماشوم زوى ته يي امر وکړ هله ژر شه حاجي صاحب ته چاى راوړه .
په هلمند کې دآى ډبليو پى آر خبريال( عزيزتسل) ايډيتر(وحيدالله اماني )
دا دنادعلي ولسوالۍ چې دمرکز لښکر ګاه په ١٥ کيلومترۍ کې پرته ده دچانجير دبازار دنيژدې ٤٠ دکاندارانو څخه يو دى چې په آزاد ډول دترياکو پيرلو او پيرودلو کار او بار کوي دوکانداران وايي چې ددوى سره په دې کار کې دسيمې پوليس مرسته کوي او ددې مرستې په بدل کې دوى ورته ددوکان پر سر پسې ورکوي .
دنادعلي ولسوالۍ يو تن دترياکو هټۍ وال چې دهټۍ نه يي دترياکو بد بوى تر څو مترۍ پورې رسيدو او دترياکو سپينې خلطې پکې پرتې وې ، نه يي غوښتل نوم يي واخستل شي په دې اړه وايي چي دوي هره اونۍ دامنيه قومندانۍ مسوولينوته پيسي وركوي
هغه وويل( (دولت داپينوله وجي نه پرپښوولاړ دي كه دغه بوټي نه وي دحكو مت هم كار خلاص دي ))
دمارجي ولسوالۍ دتارياكويوتن سوداګرحاجي غلام نبي وويل چي دغه ،بازارته غټ قاچاقيان هم راځي دلته اپين رانيسي بيايي دايران ترپولې پوري رسوي
همدارنګه غلام نبي دتارياكو دكاربار په اړه وويل (موږ هره مياشت د سيمي دولتي چارواكوته دهټي په سر دوه زره افغاني وركو دوي زموږپه كاربار غرض نلري موږ په ډاډه زړه د تارياكو كاربار كوو.))
دهلمندپه ټولوولسواليوكي داپينودحاصلاتونه پس دپلورلواوپيرودلوماركيټونه پرانيستل شوي اوپه ازاده توګه يې كاربارپيل شوى دى
دمارجي ولسوالۍ دكوكنارو دخرڅولواوپيرودلودغټومركزوپه كتاركي راځي مارجه چې دلښكرګا لويديځ لورته په ۲۵كيلوميتري كي پرته ولسوالۍ ده ،ديوشميرقاچاق وړونکوپه وينا چي دهلمند دولسواليوترڅنګ دكندهار اروزګان اويوشمير نوروشمالي ولايتونوڅخه هم تارياك ورته راوړل كيږي
خودمارجي ولسوالۍ امنيتي مسئولين وايې چي دوى دترياکو کارکونکو ته دخپل عمل سزا وركړيده ،
دمارجي امنيه قومندان سرورجان وايې چي دوي هروخت دكوكناروكاركوونكوته سزاوركړې اوپه مارجه كي هيچ څوك داپينو كارپه ازاد ډول نشى كولى
دغه راز دهلمند دامنيې قوماندان جنرال نبي جان ملاخيل دا خبره نه مني چې ګواکي پوليس دترياکو له کارکونکو سره دپيسو په بدل کې مرسته کوي ملاخيل وويل (( موږ ته دكوكنارودازادو بازارو په اړه راپورونه راغلي ووخوكله چي موږ سيمي ته امنيتي كسان واستول هيچ هم نه وودده دكوكناروكاربار په كورونو اوپټو ځايونو كي كيږي))
دچاه انجر بازار يوتن دوكاندربياوويل چي دغو چارواكو ته موږ دهټۍ په سردمياشتې شپږزره افغاني وركوو،
همدارنګه ګڼ شمير دوكاندارانو اوقاچاقيانو وويل چي پوليس ورسره پوره مرسته كوي كله چي دبهرنيو قواو كاروان هغه ځاي ته راځي دوي مخكي له دي چي هغه ورسيږي تارياك رانيوونكو ته خبر ور كوي ،
يوتن د تارياكو رانيوونكي وويل (( موږ ته ډير واره پوليسو خبر راكړى موږ به هم خپل دوكانونه بند كړل چي ګواكي بهرنيان زموږ په دوكانو چاپه ونه لګوي كله چي به دوي ولاړ موږ به بيرته خپل كار پيل كړ))
دنادعلې ولسوالي يوتن شيراغا چي اوس هم هوري دتارياكو كارباركوي وويل(( موږ سيميزوپوليسوته پيسې وركو دوي زموږ سره ډيره مرسته كوي مخكي له مخكي موخبره وي)) نوموړي وويل چي نادعلې ته دكندهار جلال آ باد،لغمان اوخپله دهلمند دنوروسيمونه هم تارياك راځي دوي يې له هغه نه رانيسي بيايې په نوروقاچاقيانو خرڅوي اوهغه يې ده ايران له لاري بهرملكوته وړي .
دهلمند دمخدره توکو سره دمبارزې مديريت بيا دخپلو لاسته راوړنو خبرې کوي ددغه ادارې مدير فضل محمد شيرزاد وايي چې دوى دترياکو په نيولو او دبازارونو په بندولو پيل کړى او خپل دې کار ته به دوام ورکوي نومړي وويل : ((۴۲ كيلو تارياك مو دنادعلې په ولسوالۍ كي نيولې ووچي دمخدره موادودمبارزي په رياست كي مو ډيپو كړل
موږبه دي كار ته دوام ور كړو اودهرځاي بازارونه به بند كړو دمۍ په ۲۷نيټه هم دنادعلې په ولسوالې كي ۶۲كيلوتارياك نيولى چي سواداګريي را نه په تيښته برياليشوي دى))
دده په وينا چي ديوي مياشتي په بر كي يې ۱۷۲كيلواپين نيولې دي
که له يوې خوا په هلمند کې دترياکو کار او بار په ازاد ډول جريان لري له بلې خوا بيا کروندګر دتير کال په پرتله دترياکو دبيو دراوليدو له مله خواشيني دي دوى وايي چې تير کال څلور نيم کيلو ترياک په ٦٠٠ ډالرو خرڅيدل چې سږ کال دخلورنيم کيلو ترياکو بيه د٣٥٠ او ٤٠٠ ډالرو په شااو خوا کې ده .
په دغه ولايت کې دترياکو کارکونکو دترياکو دبيو درالويدو علت له اندازې زيات دهغې کښت کڼي او وايي چې سږ کال دهلمند ولايت کې دتېر کال په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي وو .
دناوي ولسوالي يو سوادګر دتارياكو دبيې د راټيټدوپه اړه وايي ((تيركال اوله درجه تارياك په ۳۵زره پاکستاني كلدارو [٦٠٠ ډالرو]خرڅيدل وو خوسږكا په ۲۰ او۲۵ زره پاکستاني کلدارو[ ٣٥٠تر٤٠٠ ډالرو] دي ځكه چي سږ كال ډير كرل شوي دي.
سيد ګل تازه دترياکو کاراو بار پيل کړى نوموړى هغه وخت دې کار ته وهڅيد چې خپله يي دخپلو کرل شويو ترياکو ډېر حاصل ترلاسه کړ دى وايي چې کله يي سږ کال دترياکو ښه حاصل واخيست پريکړه يي وکړه چې دترياکو دپيرلو او پيرودلو کار پيل کړي دى وايي :
(( ما له خپلې ځمکې نه ٣٦ کيلو دترياکو حاصل واخيست نو ځکه مې پريکړه وکړه چې کاراو بار ي هم پيل کړم ))
راشه دخپل حسن تپو س زما دزړه نه وكړه
مينه
دسنگربلاګ فانه په مننه
نن مې پس له ډېره وخته زړه وشو، چې په ښاري موټرو كې دفتر ته ځان ورسوم. په تم ځاى كې ډېره ګڼه ګوڼه وه، يوې خواته كرار ودرېدم، چې كه كوم ملي بس راپيدا شي. په دې منځ كې دوه درې دقيقې نه وې تېرې، چې يو غږ مې تر غوږ شو:" وبښئ ساعت څو دى؟
ما خپل څنګ ته وكتل، يوه ډېره ښكلې نجلۍ مې خواته ولاړه وه. د هغې ښايست پسې واخستلم، غټې بادامي سترګې، تور اوږده وېښتان، سپينه نرۍ غاړه، جګه پوزه.
ښه شيبه مې په ځيرځير ورته وكتل. هيڅ مې زړه نه كېده، چې سترګې ترې واړوم، هغې بيا غږ وكړ: ومې پوښتل ساعت څو دى؟
ما خپل ښي لاس ته وكتل، هغې په موسكو شونډو وويل:" عمرجانه! ساعت دې په چپ لاس كې دى."
ما خپل ساعت ته وكتل او په ورو مې وويل: "۷:۳۰"
او له دې سره مې ورغبرګه كړه:" ته ما پيژنې؟"
هغه موسكى شوه: "هو! له ډېرې مودې، ولې ستا په ياد نه دي، لومړى ځل مو په يو محفل كې سره ليدلي وو، هاغه د ..." هغې غوښتل نوره هم راسره وغږيزي، خو سړك ته يې په كتلو راته وويل:" اوه ! خداى پامان، زموږ موټر راغى، زما نوم فريبا دى. "
هغه په تلوار د يوه موټر په خوار رهي شوه او زه په چرتونو كې ډوب شوم: چېرې مې ليدلې، څه وخت؟ ډېره شېبه وروسته مې په ياد شول، كال دمخه په يو واده كې سره مو ليدلي وو. زموږ د يوه همصنفي د واده د خوښۍ په يو محفل كې، ځكه هغه په خپله سيمه كې واده كړى او موږ يې نه وو غوښتي. هغه وخت هم سترګې مې پرې خوږې شوې وې، خو نه پوهېږم، چې وروسته مې ولې يو دمي هېره شوه... ها... خو څه ووايم دا نجونې هم بلاوې دي په خلكو كوډې كوي. خداى پوهېږي، چې هغه به اوس چېرې وي. په همدې سوچونو كې بې له دې چې په ځان پوه شم پلى خپل دفتر ته ورسېدم. حاضري مې امضا كړه او خپلې شعبې ته ننوتم. ساعت نيم وروسته د حاضرى مدير زموږ شعبې ته راننوت او په موسكو شونډو يې وويل:" عمرجانه! خيرت خوبه وي، څه خو به نه وي درپېښ شوي؟"
· نه ولې؟
هغه دحاضرۍ كتاب زما ترمخه كېښود:" ګوره چې د خپلې حاضرۍ پرځاى دې دبل چا دحاضري خانه امضا كړېده"
همدا چې خپله حاضري مې امضا كړه، له دفتر نه راووتم او سيخ كورته راغلم. ټوله ورځ دهغې په فكر كې وم. سر له ماښامه وږى تږى بسترې ته لاړم او د هغې په يادونو كې مې سترګې سره ورغلې.
سهار د وخته له خوبه راپاڅېدم، خپله ږېره مې وخرېيله او خپله يوه لوكسه دريشي مې واغوستله او په دې تمه، چې هغه به وګورم تم ځاى ته مې ځان ورساوه. تم ځاى ته، چې ورسېدم او خپل ساعت ته مې وكتل، بې واره مې په ځان وخندل، ځكه يو ساعت دمخه راغلى وم. هره شېبه چې تېرېدله ما لر او بر لارې ته كتل. له وخت نه هم واوښت، مامورين ټول په موټرونو كې خپلو دفترونو ته لاړل خو د هغې درك ونه لګېده. څو ورځې نور هم تمځاى ته ورغلم، خو هغه مې ونه ليده. يوه پلا په دويم كه درېيمه ورځ مې احساس وكړ، چې هغه يو څه لرې شاته مې ولاړه ده او له چا سره زما په اړه خبرې كوي. رښتيا ما خپل نوم واورېد، خو څو شېبې وروسته چې كتل مې هلته څوك نه وو. پر ځان خندا راغله : " لكه چې مينې ليونى كړم "


اوونۍ وروسته يو ماسختن په بستره كې اخوا دې خوا رغړېدم او له فريبا سره مې د راتلونكي ژوند د جوړولو نقشه په ذهن كې جوړوله، چې ټيلفون وشرنګېد، غوږۍ مې په نه زړه را پورته كړه او په يوه ساه مې وويل:" څوك يې! دا نيمه شپه ګوره..."
خو خبره مې په خوله كې وچه شوه او خولې راباندې ماتې شوې، ځكه له هغې خوا غږ اوچت شو:" زه يمه فريبا، بښنه غواړم، چې ستا مزاحمت مې وكړ"
ما ترې بښنه وغوښته، خو هغې وويل: " عمرجانه! داڅه پرله پسې بښنه غواړې، خير دى خو ودې نه پيژندلم"
د فريبا له دې خبرې سره مې يوه ارامه ساه واخيسته او د هغې خبرو ته غوږ شوم: "عمرجانه! ويل مې كه سبا يا بل سبااوزګار يې، چې سره وګورو. غوښتل مې يو پلا ښار ته سره ولاړ شوو"
ماچې دا ساعت له خدايه غوښت بې واره مې ورته وويل: "ولې نه! ته ووايه همدا اوس به درشم، خو چيرې ؟"
فريبا له لږ سوچ وروسته وويل: " اوس نه، په دې نيمه شپه كې به چېرې ولاړ شو. كه دې خوښه وي بل سبا به زه درته په تم ځاى كې منتظره يم، خو ګوره چې خپل موټر دې درسره وي"
سبا سهار دوخته مې خپل موټر پاك كړ او د تم ځاى په لور وخوځېدم.
فريبا په تم ځاى كې ولاړه وه، موټر مې له هغې نه لږ څه لرې ودراوه او بې له دې چې زه پرې غږ وكړم، هغه پخپله په خوشحالۍ زما په خوا راغله او موټر ته راوختله:" گومان مې غلط نه و، ما ويل همدا ستا موټر دى "
ما د هغې په خوښه موټر د ښار په لور ورسيخ كړ او د هغې په غوښتنه احمدشاهي سراى ته ورغلو.
موټر مې سراى ته څېرمه يوګوښه ځاى ودراوه. فريبا له مامخكې شوه او د زرګرۍ يوه دوكان ته ورننوته، په زړه كې مې وويل، لكه چې غرق يې كړې، دوكان ته په ورننوتو هغې په ويترين كې اېښودل شويو ګوتميو ته په ځير ځير وكتل او بيا يې يوې ښكلې ګوتمۍ ته په اشارې سره دوكاندار ته وويل: "هغه، هغه له ښي خوانه درېيمه ګوتمۍ راكړه. "
دوكاندار يوه ډېره ښايسته ګوتمۍ راوخيسته او هغې ته يې وركړه. هغې ګوتمۍ ماته راكړه او په مينه يې وويل: " دازما له خوا تاته يوه تحفه ده، ويې منه! ګوتمۍ مې ځينې واخيسته او له جيب نه مې پيسې را وايستې، خو هغې زه له لاسه ونيولم او ر اته يې وويل: " ما خو درته وويل، چې دا زما له خوا تاته يوه ډالۍ ده، ته يې ولې پيسې وركوې؟
زما له ټينګار سره سره هغې له خپل دستكول څخه پيسې راوايستې او دوكاندار ته يې وركړې. كله چې موټر ته وختو هغه موسكۍ شوه او ويې ويل:" زړه راباندې مه سېځه، زه په يوه انجيو كې كاركوم، ښه ډبل ډالري معاش راكوي. "
يوه شيبه وروسته مې فريبا ته مخ واړاوه او ورته ومې ويل:
"اوس كوم پلو؟"
هغې وخندل:" د نوي پارك ته ځو."
ما موټر د نوي ښار د پارك په لورسم كړ. په پارك كې له څو شيبو پلي ګرځېدو وروسته په شنه چمن كې يوه ګوښه ځاى كېناستو او د خپل ژوند كيسې مو سره واخيستې.
هغې وويل: " دكورنۍ پوښتنه مه راڅخه كوه، پلار، مور او ورور مې ټول بدخويه دي او په ډېر نزاكت سره چليږو، ورور مې تريخ مرچ دى، په نه خبره په سړي اسمان راكوزوي. "
فرېبا چې دا خبرې وكړې څوشېبې غلې شوه او بيا يې وپوښتلم:"ښه په ياد دې شوم او که نه؟"
- ولې نه! د سردار په واده كې مو سره ليدلي وو، هغه زماهمصنفي.
- دا څه وايې، هغه خو زما همصنفي و، ما خو ته يه فاكولته كې نه وې ليدلى.
- موږ په ليسه كې سره يو ځاى وو، ما بله فاكولته لوستې ده.
- ها، رښتيا! ما وروسته ځو ځلې نور هم ليدلى يې .
- چېرې ؟
- په يو كورني واده كې، څو ځلې مې زړه وشو، چې درسره وګورم، خو امكان يې نه وو، ځكه ورور او پلار مې هم هلته و. خو افسوس چې ته ژر لاړې.
هغه بيا غلې شوه، خو دا ځل ژر په خبرو شوه: " پوهېږې بل ځل مې چېرې وليدې؟"
- نه! چېرې؟
فرېبا په خندا شوه:" لس ورځې مخكې په تم ځاى كې"
كه څه هم د هغې خبرو خوند راكاوه، خو زما زړه ناكراره و، غوښتل مې د خپل زړه حال ورته ووايم. څو ځلې مې خوله جوړه كړه، خو ووېرېدم، هسې نه خپه نه شي. څو شېبې وروسته، چې هغې وپوښتلم ولې واده لرم او كه نه او په كور كې څوك درسره دي، ما جرئت پيدا كړ، چې د خپل زړه غوټه ورته وسپړم.
كراركرار مې د خبرې سر راواخيست: " فريباجانې! زه يوازې يم، كورنۍ مې ټول په كلي اوسېږي. "
- يوازېتوب ډېر سخت دى
- هو ډېر سخت دى د همدې لپاره غواړم له دې يوازيتوبه ځان خلاص كړم.
هغې په خندا وويل : " هغه څنګه؟"
د هغې په دې پوښتنې بې واره مې له خولې ووتل: "زه درسره مينه لرم، غواړم تاد خپل ژوند ملګرې كړم، مامه نا اميده كوه. د واده او نوي ژوند لپاره ډېره اماده ګي لرم. هر شى لرم، تا به ډېره خوشاله وساتم "
هغې ته مې چې وكتل له شرمه تكه سره واوښته او خولې پرې راماتې شوې. ډېر ژر پرخپلې خبرې پښيمانه شوم او احساس مې وكړ، چې زما په خبرو خپه شوې ده.
فريبا ډېره شيبه چوپه وه او هېڅ يې هم نه ويل. زه په سوچونو كې ډوب شوم او خبره مې جوړوله، چې هغه څنګه له خپګانه راوباسم. په همدې سوچ كې وم، چې هغه له ځايه راپاڅېده او غلې يې وويل: " ځه چې ځو، نه ګورې ناوخته شوه. "
كله چې زموږ كور ته ورسېدو، هغې وويل: " تشكر! موټر ودروه، زه همدلته ښكته كېږم"
خو مخكې له دې چې ښكته شي، زما كور ته يې وكتل: " ډېر ښايسته كور لرې، رښتيا هم په دې لوى كور كې يوازې اوسېږې؟ "
ما صفاورته وويل: "هو! بلكل يوازې يم او په يوازې سر دا لويه حويلۍ ساتم، ځكه خو په خبرو خبرو كې ته رانه خپه شوې. "
فريبا بيا وپوښتل: رښتيا بيخي يوازې؟
- هو يوازې، خو يو ملګرى مې راسره اوسېږي، چې اوس نشته.
- نشته! ولې؟
- په هغه ورځ چې ما او تا سره وليدل، هغه كلي ته لاړ، خداى خبر چې څه وخت به راځي.
فريبا خداى پاماني وكړه، غوښتل يې چې ښكته شي، خو ما پرې نښوده او ورته ومې ويل چې مامخا يې تر كوره پورې رسوم. د كوڅې په پاى كې هغه ديوې ګلابي رنګه دروازې ترمخه ودرولم او راته يې وويل:" دا زموږ كور دى پلار، مور او ورور مې يو واده ته تللي ، لكه چې لانه دي راغلي."
تر خداى پامانۍ وروسته هغه موسكه شوه: "تا اشتباه وكړه، زه دې په خبرونه يم خپه شوې. "
زه موټر ته وختلم او نېغ كور ته راغلم. څو قدمه لار مې هغه د موټر په هنداره كې څارله، تر هغه، چې زه خپل كور ته ننوتم، هغه لا هم د دروازې شاته ولاړه وه او لاس يې راته خوځاوه. ډېر خوشاله وم، چې فريبا ته مې د خپل زړه خبره وكړه او هغې هم د رد ځواب رانه كړ. په همدې سوچونوكې ډوب وم، چې ټيلفون وشرنګېد، غوږۍ مې په مينه راپورته كړه، فريبا وه ترسلام وروسته يې وويل: " رښتيا يوازې يې او كه ملګرى دې درسره شته دى."
- بالكل يوازې يم، يوازې ستا يادونه راسره دي او بس
- نو يوازې هلته څه كوې؟ راځه زموږ كره، زه هم يوازې يم، پلار او مور مې لانه دي راغلي، زما هم زړه ډېرتنګ دى. "
ورسره و مې منله، خو د غلا او غدو ويرې پښيمانه كړم، بښنه مې ترې وغوښته او تر لنډو خبرو وروسته خداى پاماني مو سره وكړه.
د شپې دوولس كه يوه بجه وه د دروازې زنګ له خوبه راوېښ كړم. دروازه مې پرانستله، فريبا وه،وېښتان يې ګډ وډ او سترګې يې له اوښكو ډكې وې. په بېړه راننوتله. پوښتنه مې ځنې وكړه:" ولې څه شوي؟"
هغې په ژړا ژړا كې وويل: " ماخو دورځې درته وويل، چې ورور مې ډېر بدسړى دى، ما چې له تا سره په تلفون كې خبرې وكړې، څو شېبې وروسته هغه كور ته راغى، يو ملګرى يې هم ورسر ه و، غوښتل يې د پيسو په بدل كې ما پر هغه خرڅه كړي، خو ما مقاومت وكړ او د هغوى خبره مې ونه منله، ترې راوتښتيدم او دا دى تا له راغلمه. ما وژغوره، زه له تاسره مينه لرم، ما وژغوره، ما وژغوره كه نه ځان وژنم."
ما فريبا ته تسلا وركړه: " هېڅوك به زما په موجوديت كې تاته كوم زيان ونشي رسولى. "
دهلېز ته له ننوتو مخكې هغې مخامخ وكتل: " ستا كور دوې دروازې لري، ما همدا ګومان كاوه، ځكه ډېر يو راسته كورونه دوې دروازې لري. "
ما وويل: " هو! يوه لويه دروازه او بله وړه. ته مې چې واده كړې په كومه يوه، چې دې خوښه وه په همهغه تګ راتګ كوه"
فرېبا موسكۍ شوه او وارخطا كوټې ته راسره ننوته، شا وخوا يې كوټه له نظره تېره كړه: " كاشكې بخت مې له تا سره واى، ټول عمر به راحته وم، خو..."
هغې لا خپله خبره نه خلاصه كړې، چې وړه دروازه وټكېده. هغې په بېړه ځان زما غېږې ته واچاوه او په ژړا او وارخطايئ وويل: " لكه چې دلته هم راپسې راورسيدل، ما وژغوره. "
مايې په خورو ورو زلفو لاس تېر كړ: " هيڅ غم مه كوه، زه به مړ يم، چې څوك تاته څه ووايي"
خو د هغې پريشاني شيبه په شيبه زياتېده او زه به يې ټينګولم.
ما ځان ترې خلاص كړاو د دروازې په لور وخوځيدم. دوه درې ګامه لانه وم تللى، چې هغې راباندې غږ وكړ: " ورور مې جلاد دى، هسې نه ما ووژني، هيله كوم د موټر كليانې دې راكړه، كه راغلل، چې زه په دې بله لاره په موټر كې ځان وباسم.
ما هم خپل جيب ته لاس كړ او د موټر كليانې مې ورګوزارې كړې. زه كرار كرار د كور دروازې ته وخوځېدم. دروازې ته چې ورسېدم، د لويې دروازې د خلاصېدو غږ مې واورېد، شاته مې وكتل فرېبا وه، دروازه يې خلاصه كړه او د موټر دروازې ته نږدې ودرېده. ما وړه دروازه پرانيستله، په بېړه درې څلور كسان راننوتل، زه يې ټينګ ونيولم او په منډه يې دهلېز ته ننويستم. ښه يې ووهلم او بيا يې په تشناب كې بند كړم. يو يې ډېر په غوسه و ، غږ مې ورته اورېده، چې ويل يې:" فريبا هم بلا كوي، له څومره كمزوري سړي ته راتښتېدلې ده اوس به له هغې سره هم پوه شم"
زړه كې تېره شوه، چې كاشكې فرېبا له موټر سره وتلې وي، كه نه دا ظالمان به څه پرې وكړي او په دعا ګانو سر شوم. څو شېبې وروسته مې د فرېبا غږ تر غوږ شو: " زه نه پوهېږم، رښتيا وايم نه پوهېږم، پخپله به مو ځنې پوښتلي واى"
په فرېبا مې زړه ډېر ودردېد او په ژړا سر شوم. خو څو شېبې وروسته مې د فرېبا غږ واورېد: " جباره! دغه دي، پېسې مې پيدا كړلې، درې څلور لكه به وي. له تخت سره نږدې په المارۍ كې د قران شريف په پوښ كې ايښې وې. بده بلا ښكاري خو نه پوهېږي، چې موږ تر هغه هم بد يو"

غزل![]()
دامســــافرزړه به مـــــې كله راشـــــــــي![]()
نه به جانان له ړنګ كابله راشـــــــــــــــي
په تــــــــوره شپــــه كــــې به سجده لګوم![]()
كه مې دزړه سكون له تـــــــله راشــــــــي
دسپــيلنوكاســـــــــه به وګـــــــرځــــــــــــوم![]()
كــــه مــــې ريبـارسره دګــــله راشــــــــــــي
درباب مــــــزي به مـــــي وتــــرنــــــــــګوم![]()
چي جينكۍ سازته په خپــــــله راشـــــي
كه مي شپونكي جانان شپــــــلۍ غږوي![]()
وايـــــــــم ماران به لــــــه څنـــګله راشـــــي
كــــه عــــزرائـــل ســـاه دميـــــنواخـــــــــــلي![]()
![]()
(تســــل) جانان به نوبياڅله راشــــــــــــــي![]()
![]()
![]()
![]()
![]()
راشه دزړه نه دي خبر كړم
![]()
ددې
ددي مطلب ليكونكى نوښتګرشاعرالياس داعي دي
دمازدېګر لمرلاخپله لمن نه وه ټوله كړي ، چي ماته يوه زړه خوږونكې خبره رايادشوه هغه داوه ،
چي ښکلولا دګودره دمنګېودډکولوهوډ نه ووکړۍ دوى لاپه خپل منځو کې خنداوې اومستۍکولې، دډيره ځوښه يې ټكرى له سرونه غورځه ولى وو ،په خپلوكې يې ښه دخړپ باران جوړ كړې وو، زماپه خېال دماښام يخه پرده خوره وه لمردچينارونو دسره خپلې ا خيري وړانګې ورټولې كړې وې ،خوهغه پيغلوټولا دګودر نه دتللوخىال نه ووكړي ،ما هم دىوه زخمى مرغه په څېردهمدې ګودرترڅنګ دېوې غټې ونې چي دخپلې ښكلاشني جامې يې اغوستې وې په يوه ګڼ شاخكي په ګونګه حېرانتېا مې خپل دسترګونظر ددوى په سپينواو خمټو لاسونواڅولى وو،.په رښتېا داسى ننداره مى تراوسه په خوب کى هم نه وه لېدلې،.په وېښه خومى په يوه رګ كې هم نه ګرځيدل چي دومره دميستۍ نه ډكې يوه ډله پغلې نجونې به دګو درپه غاړه پوره بې ستره وينم ، زه په همدى سو چ کى وم چي لږه شېبه وروسته لمردخپل واکه پوره وتي وو اودېوبل څپڅپانده سېند غېږې ته ېې ځان وسپارۍ ، ډېرخفه سوم دېوې تورې اوقهرېدلى ورېځى په راتګ سره دګودرټولوښکلوپه وارخطايې سره ېوه اوبل طرفته ودانګل :ټكرى يې لانده وو ،زلفې يې لكه دباران وهلې طاوس بڼكې په مخ شاوخواخورې وې، لستوڼې يې نېم بډوهلى وودمنګېوپه لټه او ډکولو يې ځانونه بوخت كړل ،په اسمان كي ګړبړ اوكړسهار جوړ سو،ټولولانده لاسونه په غوږپوري ټينګ ونيول ز ماخوښى يو په دوه شوه ،هغه ددوي ورخطااوليونى ليونى قدمونه چي مي ولېدل هرڅه رانه بيګانه شول ماته داننداره نوره نه پاته کېده يوه توره دپسرلى ور يځ غرونه غرونه راپورته سوه داسمان مخ يې ټول وني وۍ، باران هم راتلونکې وو نورنوزه هم دېوه ناچاره اوبى وزرى مرغه په څېر دونى نه په راکښته کېدوسوم زړه مى د ګودرنجونودځان سره يووړ تراوسه مي سوچونه ځاي ته نه وو راوستې چي دكومي ښكلې په زړه كي به مي ځاي نيولى وي ،دونې څخه لا راکښته سوې نه وم چه ىوځل بېامى هغه لانده خشته ګودرته وکتل .چي ېوه نجلې دماېوسى باد ورنه هغه غټې زلفې يوخوابل خوا اړولې ،ټوله د باران وهلى مرغۍ غوندې لنده خشته وه. دزړه دسکون په خاطريې لاهنوزهم دګودرپه اوبوکې په خپل ورک منګې پسى لاسونه وهل ،هرځل به دمنګې په موخه ترسېنى پورې اوبوپه غېږکې ونېوله ډېره ځورېده په دې وخت کى ماښام هم پوره تياره سوي وو ټولې
نامردې نجونې هم ترې تللې وې. خواجل لکه چې دې ته خپل د نصېب لپاره په اوبوکى غوټې ورکولې، زه هم ډىر پرې وځوريدم.ګودرته زماپه رسېدوسره هغه لنده
او وارخطا ښکلې نجلۍ حېرانه اودردېدونکې داوبوڅخه راپورته سوه، دګودرڅخه په
ېوه شرمېدلى اوحېاداره اندازدکلى په لور روانه سوه ،ماچي نه غوښتل نجلې داسې بې منګې اونااميده كو ر ته ولاړه سې نومى دګودرپه اوبوکى منګۍ ولټوۍ ترپېداکېدو وروسته مې ورته نارې کړل...هى!هى!تاته واېم!زمادآوازتراورېدو وروسته يې دحيانه ډكې سترګې زماپه خواراواړه ولې هيران هيران يې خپل منګى ته وكتل ، هغه تر شا كتواوداسى حياداره اند يې زه نور هم په اور وسوم په زړه كې مې يودردونکى درد راپورته سو،هغه زماپه پر دوكي پټ زړه چي يې رانه غلاكړى وو هغه ځوانى مر ګه همدغه وه ،.کله چه يې په بډوهلولستوڼوخپل سورکى منګى ونېوى ترسترګومې هره سهنه زرېنه زرينه كيده .نجلې چي روانه سوه نوپه يوه زړه وړونكي نظر يې بيا زماپه لور وكتل ،ښه دچړپ باران اورېدۍ زه هم کورته راغلم
په همدې لندوجاموکې مې ترخالى بسترې پورې ځان ورسوۍ ترسهاره پورى چي هر څه تېرسول هغه پرېږده. سهارهغه ژوندچي مابه پخواتېروۍ هغه هيڅ هم نه وو. نوې رنګ يې اخستى وو.زړه مې داسى وو لکه ډېرظلم چه ورباندى سوى وې، خسته اوستومانه غوندې وم.خوب ته مې ډېرزړه کېدې.لنډه داچه ددې سره مى ژوندنوى رنګ واخستى مېنه مې پېداکړه نوې زړه مې پېداکړ دهغى شپى باران راته هرڅه په حقېقت بدل کړه.دىوې بې پاېه اوسپېرې دښتې په لمن يې دډېروخته وچو زڼوته دراټوکېدوتوان ورکړ، دوخت جبر ورځې او شپى پرې تېره ولې هرڅه ترګلونوپورى ورسېدله................... خوکله چه مې دخپلى مېنې ورته ووېل سمدستى يې دځېګر ځنځېر راته خلاص کړ داسى ېوڅه يې راته وښوده چه .............نه پوهېږم بېايې راته ووېل چه زه داسى کوم؟ که دامېنه وى نوډېرښه کنه نودخداې پاامان ،