پرله پسي ناول
اوس نوغوټې زماترستګونام شوه زړه مې ناارام شو،
زړې بوډۍ چې به څه ويل ورته فكرمې نه ووټول سوچونه مې په دي كي ښكيل و چې ګوا كې څنګه كېداي شې چې دغوټۍ سره، ځانته كينم،خوداراته ډيرګرا ن كارښكاريدى ځكه دمره ځواك مې په ځان كې نه ليدى چې يره زه به ديوې مغرو رې په خپله ښكلامينې نجلۍ ته بيله كومې پلمې ووايم چې (اۍ)ودرېګه څه درته وايم ،ترما ښام قضا پورې په همدې سوچوكې غرق تللى ووم چې كومه لاربايد غوره كړم تر څو دغوټۍ سره په بې غمه زړه كينم ،اول بايدزه دغوټۍ دقدرتي حسن صفت وكړم ځكه نجوني هسې هم په خپله ښكلاايمان راوړى وي خوبيامې هم جرعت ونه كړ ماويل هسې نه چي داهرڅه ورته كليشه غوندي ښكاره شي ،لنډه داچي ماښام تياره دي پريكړي ته ورسيدم چې په هره لار وي نن شپه به ورته خپل دزړه غوټه خلاصه وم ،دشپې نودغوټۍ مور ښه په خونددديوانو اوشاپيريانو ډارونكي نكل اڅولى دي موږټول دزړي بوډي په شاوخواداسې راګرځيدلې و لكه دزيارت كوترې، په نكل كي څلورديبان اويوه شاپيرۍ اويوه ملنګ رول لوبه ولى و،لږلږمې ياده ته راځې چې زړې بوډې وويل ،يووخت كي داملنګ په وچه دښته كې روان دي كله چې يوې زړې كلاته رسېږي ورته دشاوخوانه ډارونكې غږونه اووهم ناكه حيوانات پيداشول يوغټ حيوان چې سر يې دديب اونوراسكلت يې سرګوزي ته شوي و كله چې د سرګوزي سترګې چې په ډنګروچكلك ملنګ ولګېدي په ملنګ يې ورټوپ كړل، ملنګ زر هغه اوه رنګه تيږه په خپل لاس كش كړه په دي وخت كې دشاوخوانه داسي وهم ناكه ږغونه پورته كيدل چې په رڼاورځ يې دسړي روح اخستۍ دې وخت كې سركوزي ملنګ داسې په خوله كې پورته كړ كله بازچې په مرغۍ حمله وكړي ،ناڅاپه دخوړونكي وحشي حيوان په سر داسې ګذاروشو چې دغه ډارونكې سركوزي په هم دغه ځاي توره ايره شو،دملنګ بدن ټول په سرووينو ولړشو ديب چې كله ملنګ په سرووينوكې لت پت وليدي ډارونكې غرغړه يې ترخولې ووتله د چيغه سره ملنګ اوديب دواړه ورك شول په ډيركم وخت كې دباچاتر ماڼۍ پوري ورسيدل ملنګ اوس په شرط كې دباچالوربي بي ګله ګټلې وه كله چې ملنګ دباچادقصرنه راوځې هغه ځوان چې دباچاپه لور مين و نيغ په ملنګ پسې راغي دملنګ مړوند چې په يوه ژيړه كړۍ ښه ښكاريدي اواوږده چپنه يې په تن وه په راسته لاس كې يې غټې غټې تسبې اړه ولې شنې خيرنې څڼې يې په اوږوپرتې وي ،هغه ياغي ځوان غوښتل چې دغټې توري ګزارپري وكړي، خوچې توره يې پورته كړه چيغه يې وكړه كه ګوروچې ځوان په سرو وينو كې پروت و، ملنګ نشته ! دمره يو چاليدلي وو چې يوه ښاپيرراغله ملنګ ورته شنه خوله ونيوله او ځاي پرځاي ورك شول، په ټول كلې كې شوراوغوغواګډه شوه په كلي كي داسي سيلۍ اوتوري دوړي گډي شوې چې دلاس ګوتې نه مالومېدلې ،
زه په خپله ددي ډارونكې نكل نه متاثېر شوم ،دلته نازولې غوټۍ په سركوشنډومسكه شوه ځان يې جج كړ ويره ونكې خندايې وكړه دخوټۍ خندانه وه: سم دسوزان بوټي واري و چې پر ما وشودلته نو نكل رانه پاتې شو،دخيال نري اوبندي سلګۍ مې دغوټۍ په جادوګرو سترګو كې لاله هانده خپل سري ګرځيدي،