عباس



كاشكې د لوړو غرو كجېر وايې
وزر مي مات واې چي مې نه ليدا يې غمونه
![]()
تر ګلونو لاندې ځانګي نه ماتيږي
![]()
كه د زړه حال مې در ته وويل
يوبه هيران شي بل به چيغه كړې مينه
![]()
خوله مې د خولې له پاسه كيږده
ستر ګې دي پټې كړه حيا ماله راځينه
![]()
د زنا خیالونه او دجنسي ګناهونو پایلې

جنسي ګناهونه د سړي جسم ککړوي او د الهي مقاصدو د تر سره کولو په
وړاندې دهغه وړتیا له منځه وړي. جنسي ګناه له دې کبله مستثنی ده چې، موږ
هغه د خپل جسم پر وړاندې تر سره کوو. زموږ جسم د الهي روح معبد ده، نو
کله چې موږ د جنسي ګناهونو لپاره له خپلو جسمونو څخه کار اخلو، نو د هغوئ
په پاکوالي باندې تیری کوو او هغه پاک معبد ورانوو. همداشان هغه کسان
چې له هغو سره دغه ګناه تر سره کوو، هغوی هم ککړو. خپلو جسمونواو
خدای پاک(ج) ته د درناوي کمښت، له پروردګار عالم(ج) سره زموږ اړیکه له
منځه وړي.
جنسي اړیکې خدایي روح غمګینه کوي. هره هغه ګناه چې تر سره کوو یې، د
خدايي روح د غمګینتیا سبب ګرځي او زموږ په ژوند کې د سپیڅلې روح
لمبه مړه کوي. هر څومره چې مو دا لمبه مړه کوله، هغومره له نیکو او غوره
کارونو څخه واټن نیسو.

د جنسي اړیکو تر سره کول د انسان په ژوند کې د شر او شیطان لپاره یوه
کلکه کلاه جوړوي . کله چې موږ پرله پسې ګناهونه کوو، نو په خپل ژوند
کې د شیطان لپاره کلکه کلا جوړوو. هرڅومره چې شهوت او هوس ته ځان
ورکوو، هغومره د هغوۍ کنټرول پرموږ باندې ډېریږي، تر هغه ځایه چې موږ
به یو مخ دخپل ځان بنده وګرځوي. نو په هغه صورت کې به دا کلا ډېره کلکه
کلا وي، چې زموږ جسم، روح او روان به یې په ځان کې ایسار کړيوي. له
نیکه مرغه، د اسلام مبارک دین د دغې کلکې کلا د ورانولو لپاره ډېرې
لارې چارې زموږ مخ ته یښې دي.
د جنسي اړیکو په تر سره کولو سره به په تاسو پورې تل د خپل مېړه یا ښځې
او یا زامنو له لوري یو ډول نفرین وي.جنسي ګناه شیطان ته ددې امکان
ورکوي، تر څو موږ او له موږ نه وروسته نسلونه په خپل نفر ین سره ذلیل
کړي. جنسي بې بند وباري، زنا، طلاق، د اولاد نه زېږول او نورې ستونزې
کولای شو، د جنسي اړیکو دګناهونو پایله وبولو.
جنسي ګناهونه شیطاني ارواح ته یو داسې ډګر جوړوي، ترڅو پر تاسې اغیزه
وکړي. اسماني کتابونه د جنسي اړیکو او د هغوی حتمي پایلو ډېرې بېلګې
زموږ په اختیار کې راکوي چې، ددغو ګناهونو تر ټولو مشهوره یې، د داود
ګناه له بنت شیبا(دحضرت سلیمان مور) سره ده. له بنت شیبا سره دهغه زنا
او د هغې د مېړه وژنه په کورنۍ جګړې او د زوی په مړینې سره پای ته ورسیده

او دښمنانو ته یې د کفر ویلو لپاره ښه زمینه برابره کړه.
جنسي اړیکې روحي پریښانې له ځان سره لري. له ګناهونو نه د ډکو خوندونو
په تر سره کولو او د ښه او بد د تشخیص په خاطر له خپل وجدان څخه کار نه
اخیستنه، روحي پریښاني او وارخطايي له ځان سره لري. هرڅومره چې موږ د
ګناه او فساد په لټه کې واوسو، هغومره به مو وجدان زیانمن کېږي. یو زیانمن
شوی وجدان ددې باعث ګرځي چې، نور هم د شیطاني درواغو په منځ کې
واوسو او په دې صورت کې له پاک الله(ج) څخه زموږ لریوالی رامنځ ته
کېږي . بیا دا مسئله هغه ځای ته رسیږي چې، موږ خپل کارونه هېڅ ګناه نه
بولو او د د توبې ایستلو او د ځان داصلاح لپاره زموږ وړتیا کمېږي.
جنسي اړیکې احساسي پريښاني له ځان سره لري. جنسي اړیکه، له جنسي
شریک سره احساسي ژمنتیا او تړاو رامنځته کوي. ددغو ژمنو قدرت د
اړیکو د ډول له مخې بېلابېل وي. خو خدای پاک دغه تړاو او جنسي ژمنتیا
دمېړه او ښځو لپاره رامنځته کړې ده. که چیرې دغه ژمنتیا او تړاو له خپل
مېړه/ښځې څخه پرته له بل چا سره تر سره شي، نو احساسي وارخطاوالی
او پریښاني به له ځانه سره ولري. دغه پریښاني یا وارخطاوالی په بېلابېلو
ډولونو سره رامنځته کېږي، چې دلته یې یولړ ډولونو ته اشاره کوو:
د پخوانیو جنسي اړیکومکرر یادونه او افکار .
له خپل مېړه/ښځې سره د احساسي صمیمیت په ټینګولو کې بې وزلي.
دهغو کسانو پر وړاندې پیښماني او بده یادونه کوم چې په پخوانیو اړیکو
کې یې کس ته تاوان پیښ کړی وي.
په جنسي اړیکو کې له پخوانیو کسانو سره د خپل مېړه/ ښځې پرتله کول.
له ریښتینې مینې څخه د اشتباه درک کول.
د ریښتینې مینې او صمیمیت د پیدا کولو په هلو ځلو کې، جنسي بې
بندوباري او بې قیدي.
د احساسي وارخطاوالي خطر په هغه اندازه دی، چې کولای شي سړی له
خپل مېړه/ښځې یا خدای پاک سره د صمیمیت له تجربې څخه بې برخې
کړي. همداشان جنسي اړیکې کولای شي چې د نفرین په څیر عمل وکړي او
جنسي اخته والی او نور کشمکشونه له ځان سره ولري.
جنسي اړیکې تلپاتې یادونه پر ځای پرېږدي. د جنسي اړیکو یادونه دځانګړو
هورمونونو په مرسته چې د جنسي تحریکاتو په مهال تولیدیږي، د سړي په
مغزو کې رامنځته کېږي. شیطان له دغو یادونو څخه د سړي دمحکومولو
او د شهوت په اسارت کې د ساتلو لپاره کار اخلي. دغه یادونه بیا ښایي له
میړه/ښځې سره د کس په جنسي اړیکو کې ستونزې راولاړې کړي. دلته یې
ځینې بېلګې شته:
له مېړه/ښځې سره د کس جنسي تجربې د پخوانیو جنسي اړیکو له یادونو
او افکارو او یا هغو مستهجنو انځورونو سره کوم چې دې کس لیدلي
دي، خرابیږي.
له پخوانیو جنسي شریکانو څخه به بت جوړ کړي- په تیره بیا کله چې په
خپله کوروالي کې له کومې ستونزې سره مخامخ کېږي.
د خپل مېړه/ښځې له جنسي عمل څخه به خوښ نه وي.
د هغه مغز به د ریښتینې مینې د ښودلو پرځای دخپلو شهواتو د ارضاء
په موخه، جنسي اړیکو ته مخه کړي.
که چیرې مېړه یا ښځه د هغو کارونو د تر سرکولو لپاره، کوم چې ده په
پخوانیو جنسي اړیکو او یا هم په مستهجنو فلمونو کې لیدلي وي، راضي
ونه اوسي، نو به قهرجن او په غصه شي.
خو که چیرې موږ خپل مبارک او سپیڅلي دین ته راوګرځو، نو دداشان
ناخوښو او پستو تجربو د له یاده وتلو لپاره به، زیاتې وړتیاووې تر لاسه
کړو او و به کولای شو چې، خپل فکر او روان پریمینځو او یو ځل بیا دژوند
د چارو کنټرول په لاس کې واخلو.
جنسي اړیکې د حرامیانو د زېږېدنې سبب ګرځي. هغه ماشومان چې له دې
لارې نړۍ ته راځي، په هغو کورونو کې به ژوند کوي چې، هېڅ مهربانه
مور او پلار سیوری به پر هغو نه وي.
جنسي اړیکې خلک په خطر ناکو او وژونکو ناروغیو باندې اخته کوي
چې، کولای شو له ایډز څخه نوم واخلو او دا پرته له مرګ نه بله چاره نه لري.
جنسي اړیکې، ازدواج او کورنۍ له منځه وړي. زیاتره وخت، زنا کول د
ازدواج او کورنۍ د له منځه تلو سبب ګرځي. کله چې د وفاداري زنځیر
وشکیزي، نو مېړه او ښځه له احساسي، روحي او ان کله کله له جسمي
ځورونو سره مخامخ کېږي. د دې درز د ډکولو لپاره، بنسټیزې درملنې ته
اړتیا شته. هغه یادونه کوم چې د ازدواج د له منځه تلو په صورت کې
رامنځته کېږي، د عمر تر پایه له هغه سره پاته کېږي او کېدای شي، نور
نسلونه هم تر اغیزې لاندې ولري. د شهوتي او مستهجنو فلمونو او
انځورونو لیدنه هم د ریښتینې زنا په څیر له ګناه او تاوان نه ډک کار دی
چې، دا موضوع هم باید له پامه ونه غورځوو.
جنسي ګناه داخلاقي بې بندوباري او جنسي انحراف سبب کېدای شي.
جنسي ګناه زیاتره وخت د سړي په ذهن کې تر شهوت تیز اور رامنځته کوي.
که چیرې پرله پسې هغه اور ته لمن ووهي، نو سړی به لا ډېر د فساد او
تباهي ژورو کندو ته وروغورځوي.
|
ميرمن ځن ليو اينګ سږکال ٥٥ کلنه ده او د تقاعدنه مخکښی د شن جين ښار د يوه شرکت کارمنده وه .هغه د ټولنی په خيريه چاروکښی تاوده احساسات لری او له نورو کسانو سره مرسته کول د يوه خوشحاله کار په توګه ګڼی .د اوږدی مودی نه راهيسی هغه د هفتی په ورځ او ماښام کښی په خيريه چارو لاس پوری کوی اود تقاعد نه وروسته په يوه زړه او يوه احساس سره خيريت کوی . غير د ژوند د فيس نه ددی ټول مستحق معاش له نورو کسانو سره په مرسته کولو کښی اچول شوی دی . د مور خيريه عمل ددی ددرو اولادونو دزده کړی سرمشق ګرځيدلی دی . د کورنۍ ټول غړی هميشه يو ځای په خيريه چارو کښی ګډون کوی او ددوی په مرسته ١٥ تنه کوچنيان د درس ويلو دپاره مکتب ته داخل شوی دی .څرنګه چه دوی تل په وړياډول په خپل کور کښی مريضان او مشکل لرونکی کسان منلی ، نو ددوی کور چه يو کوچنی دری پوړيز عمارت دی .د زړه سواندی ميلمه ځای په توګه بلل شوی او ددوی کورنۍ هم يوه مشهوره زړه سواندی کورنۍ ګرځيدلی ده .د ٢٠٠١ کال د پسرلنی جشن په لومړی ورځ چه دچين عنعنوی جشن دی ، ميرمن ځن ليو اينګ دخپلو درو اولادونو او دکلی له نورو اتو زلميانو سره يو ځای د شان جين ښارګوټی ناتوان خانی ته لاړل او هلته يی د سپين ږيرو او سپين سرو د حال احوال پوښتنه وکړه .ددی اولادونو او زلميانو د دغه فعاليت له لاری ډير با احساس شوی ، نو ځن ليو اينګ له دی فرصت څخه په استفادی سره هغه پيشنهاد وړاندی کړ چه ټول زړه سواندی کسان دی راغونډ شی چه خيريت وکړی او له نورو خلکو سره مرسته وکړی .ددی دغه پيشنهاد د زلميانو تود او مثبت ځواب حاصل کړی او د زړه سواندو ګروپ هم تاسيس شوی دی .دوی اول مشکلی کورنۍ ، اولاد نه لرونکی سپين سری او سپين ږيری او معيوبين د مرستی د اهدافو په توګه انتخاب کړی او ګرمی يی ورکړی ده . وانګ جين ای د شا جين ښارګوټی د ژون ګن مکتب يوه شاګرده ده او د ٢٠٠٤ کال په سر کښی په بد مرغۍ سره د وينو په سرطان اخته شوه .څرنګه چه پلار يی يو نشه خور و او کورنۍ يی خورا غريبه وه ، نو کوچنی جين ای که څه هم په روغتون کښی بستره شوه ، خو دناروغۍ دعلاج پيسی يی نه درلودی د زړه سواندو ډله دغه خبر واوريد ، سمدلاسه يی عمل وکړ . دوی اول ١٢ زره يونه نغدی بسپنی روغتون ته وسپارلی او کله چه خبر شول چه د کوچنی جين ای د ناروغۍ دعلاج دپاره څه د پاسه ٢ لکه يونه فيس په کاروی ، نو ټولنی ته يی ستا دمينی د وقفولو او کوچنی حيات ته د نجات ورکولو په باب شعار ورکړ او د اعانی د جمع کولو دپاره يی شيان خرڅ کړل . د بسپنی په شکل راټول شوی څه د پاسه ٢ لکه يونه پيسی چه ددوی او د شا جين ښارګوټی د اوسيدونکو دزړه سواندی څرګندونه وه ،روغتون ته سپارل شوی او ديو کلن علاج نه وروسته کوچنی جين ايی په اساسی توګه جوړه او بيرته مکتب ته ستنه شوه .په عين حال کښی په مخدرو موادو اخته شوی ددی پلار دزړه سواندو ډلی تر باصبره مرستی لاندی هم له مخدرو موادو سره خپل عادت ليری کړی دی .کوچنی جين ای وويل چه که زړه سواندی ډله نه وای، هان دمخه زه او زما کورنۍ به نه وای .کوچنی جين ايی اوس هم دزړه سواندو د ګروپ يوه غړی وګرځيده . نن ورځ دزړه سواندو ګروپ د راجستری کولو له لاری يو رسمی ټولنيز سازمان ګرځيدلی او غړی يی ٢ زرو ٦ سوو تنو ته زيات شوی دی .ددوی په منځ کښی هم معمولی کسان او هم حکومتی مامورين ،هم ځوانان او هم زاړه کسان ،هم محلی اوسيدونکی او هم له نورو ځايونو نه راغلی کسان او هم مزدوران او هم دفابريکو او تصديو صاحبان شته دی .دوی نه يوازی په خپل ښارګوتی بلکی هم د ګوان دون ولايت په لويديځه سيمه او داخلی مغولی خودمختاره سيمه کښی خيريه کارونه کوی .د نامکملی احصائيی له مخی د ٧ کالو نه راهيسی دزړه سواندو دسازمان غړو جملتا څه د پاسه دری زره خيريه کارونه تر سره کړی ، د اوږدی مودی دپاره يی د څه د پاسه ٦٠ تنو اولاد نه لرونکو سپين ږيرو او سپين سرو سره مرسته او پاملرنه کړی ، څه د پاسه دری سوه غريب ماشومان مکتبونو ته يی سپارلی او مصيبت ځپلو او غريبو سيمو ته يی څه د پاسه ٥ مليونه يونه نغدی بسپنی ورکړی دی . نن ورځ د شا جين ښارګوټی اوسيدونکی شتمن شوی او ښه ژوند تيروی ،خو ددوی په منځ کښی يو ډول ښه اجتماعی رسم روان دی چه له نورو کسانو سره مرسته کول د يوه خوشحاله کار په توګه ګڼی ، دزړو کسانو احترام کوی او دماشومانو سره مينه لری او پخپله خوښه نورو خلکو ته زړه سواندی وقفوی . |

قسمت مي چا ته د چا لا رې باسي![]()
زه دزمان په لمن داغ نه غواړم![]()
زمان زما په مخ ټپې لګوي![]()
هركلى![]()
ښه راغلې تسله ![]()
ښايسته يې
هره خواتلوسه يې
رنګينه يې
ارت جهان ته ډيوه يې
غيرت ته يوه جامه يې
لر اوبر ته فرهنګي وږمه يې
ياره ماته په زړه پورې خاطره يې
تاته ګورم ماته كتل وكړه
ستا په ياري كې يووار مسل وكړه
لاس خودي پورې زما په اوربل وكړه
هر ګړي شريعت يارته تسل وكړه
جانان مي خوب مي ليدي چي مړ ومه زه
په چيغو كلي خبروي ما ويښه وي له خوبه