
ښاد دې وي د شهيد ډاکتر نجيب الله روح
تاريخ په خپل دوران کې د نړۍ هر ملت ته تيارې اوروښنايۍ ورځې راوړي.خو له بده مرغه زموږ د هېواد تاريخ زموږ دردېدلي ملت ته ډېرې تورې ورځې راوړې. او زموږ بد بخته ملت دغه جبر او ظلم پر ځان منلی دی.خو همدا تاريخ دی قضاوت کوي او د وخت راتلونکو بجيانو ته د هغوي دپلرونو او نيکونو کارنامې وړاندې کوي او دا ورته ورپېژني چې ملي اتل څوک وو او ملي غدار څوک وو؟.ځکه وخت په خپل لنډ دوران کې دانشي څرګندولای.
يوولس کاله وړاندې د ١٩٩٦ميلادي کال د سپتمبر اوويشتمه نيټه وه چې تاريخ يو ځل بيا د افغانستان پر دردېدلي ملت يوه د غم ورځ راوړه.دا هغه ورځ وه چې د افغانستان پخوانی جمهور رييس دکتور نجيب الله زموږ د هېواد د دښمنانو له لاسه په شهادت ورسېد او بيا پر دار وځړېد.او هغه ورځ زموږ دملت د ښمنانو د آريانا پر څلور لاري کې په دار د ځړېدلو نندارتون جوړ کړ او افغان ملت يې دې ته را باله چې راشي د خپل يو مشر د دار ځړېدلو تماشا وکړي.او انګرېز پاکستانی ملا خپلې تورې فتوې اورولې.خو اتل خلکو ته کتل او په سل ژبه خاموشه ويل به يې چې :
ما په دار کړۍ چې منصور خلکوته ياد شي
موده وشوه څوک په دار ندي ختلي
اما افغانان هيڅکله دا نشي هېرولای چې شهېد ډاکتر نجيب الله خپل ژوند د افغان ملت د يو کېدو په لار کې تېر کړ او د هغه يواځينی آرمان په هېواد کې د سولې ټينګول او د خپل هېواد ملي استقلال او ځمکني بشپړتيا ساتل وو.
هو!په پوره باور سره ويلای شو چې شهيد داکتر نجيب الله زموږ د خاورې يو نيکمرغه بچی وو چې خپل ژوند يې د خپلو خلکو د يو کېدو په لار کې تېر کړ او مرګ يې هم د يوه بهادر افغان مرګ وو چې د خپل هېواد دملي خپلواکۍ او ځمکني بشپړتياد ساتلو په خاطر پر دار وځړېد.دهغه ژوند هسې تش ژوند نه وو چې هېڅ او مفهوم ونه لري او مرګ يې هم د بستر مرګ نه وو.هغه دخپل ملي استقلال او ارضي تماميت د ساتلو لار کې شهيد شو.چې دادافغان ملت د بچيانولپاره دمېړانې مرګ دی.لکه څنګه چې د پښتو ستر فلسفي شاعر غني خان وايې:
ستا له مرګه نه وېرېږمه پښتون يم
خو مې تش ژوندون او خوشې مرګ ته قار شي
هو!د شهيد ډاکتر نجيب الله ژوند تش نه وو او مرګ يې هم خوشې نه وو ځکه د وطن په لاريې ځان قرباني کړ او د وطن په لار کې ځان قرباني کول او دوطن په خاطر په دار ختل د افغانانو عنعنه ده چې موږ پرې وياړو نو ځکه د پښتو ژبې يو بل شاعر وايې:
په دار خو زنګېدل زموږ د عمر تماشه ده
څه لږ خو به خوند واخلود پۍ مخو د څنګلو
د شهيد ډاکتر نچيب الله د شخصيت په هکله د نړۍ ډېرو سياسي شخصيتونو ليکلي او ويلي.زه دلته د پخواني شوروي اتحاد د ستر جنرال محمود ګاردييف يو نظر راوړم چې په خپل کتاب کې د ډېر افسوس سره ليکي چې: ډاکتر نجيب الله يو داسې شخصيت وو چې نن ورځ د افغانستان دردېدلی او ځورېدلي ملت ته درمل کېدای شو او دغه ټوتې ټوټې ملت پرې راټولېدلای شو.په همدې ډول د هغه شخصيت د نړۍ د نورو سياسي او علمي شخصيتونو ستايلی دی ځکه نو موږ هم بايد دا هېر نه کړو چې دهغه مرګ د افغان ولس له پاره تر ټولو لويه ضايعه وه.داتريخ حقيقت بايد ومنو چې نن ورځ دهېواد په دې کړکېچنو حالاتو کې موږ يو داسې ملي شخصيت نلرو چې د افغانستان خلک پرې راټول شي.
ځکه زموږ ټول پخواني سياسي او علمي شخصيتونه په څو ډلو وېشل شوي دي او نن هم د خپلو تېرو درسونو څخه عبرت نه اخلي او ديوه بل شتون نه مني.له بده مرغه زموږ دهېواد روشنفکرانو وروستۍ سرمايه همدوی دي.د افغان ولس يواځينی هيله همدوې ته دي،ځکه د دريو لسيزو د جګړو له امله بل کوم داسې نسل نه دی روزل شوی چې ﻻ خپل وران ويجاړ هېواد راتلونکی په ښه توګه وټاکي او زموږ وروسته پاتې ټولنه دپرمختګ لورته سمه کړي.
زه د خپلو هغو روڼ اندو مشرانو څخه هيله کوم چې دافغانستان د ژغورنې په خاطر ، او د هغو بد بختو کونډو رنډو او د يتيمانو په سترګو کې د اوښکو د وچېدو په خاطر خپلې زړې کينې او دښمنۍ هېرې کړي او ملي ګټې د خپلو شخصي ګټو څخه غوره وبو لي او د وران ويجاړ افغانستان د جوړېدو په خاطر په يوه واحده لار مبارزه وکړي.هر هغه څوک چې ځان دهغې خاورې بچی بولي او ځان د هېواد د روڼاندو په کتار کې راوړي دهغه فکر بايد دهر ډول ژبني،مذهبي او نژادي تعصباتو څخه ساتلی اوسي او دافغانستان ټول خلک بايد يو واحد ملت وبولي.
په پای کې د افغانستان د فقيد جمهور رييس د شهيد ډاکتر نجيب الله دشهادت يوولسمه کليزه د خپل قلم په دې څوکرښو کې لمانځم،قاتلانو ته يې لعنت وايم او دهغه روح له خدايه ښاد غواړم.
ومن الله التوفيق
اسدالله ميوند
+ نوشته شده در
Sun 7 Oct 2007 ساعت
2 PM توسط عزيز احمد تسل
|