پرله پسې ناول

۲
دلښتى اوبه ځكه يخې وې چي دټول لښتى منځ دشګوډك وو، په دواړو خواويې شني وني ولاړې
وې دمرغيوچڼارسم دسړي فكر خپل لور ته ور اړه وى ،
لنډه دا چې د كورپه لوري مې موخه وكړه دروازې ته ودريدم شاوخوامې كتل چې د هغه غټې
كانټينرى دروازې دسر په هغه سره تڼۍ مې سترګې ولګېدې لاسمې وروغزوي تڼۍ ته مي زور ور
كړ،دزنګ دشرنګاهارنه لږشيبه پس يوه ماشومه نجلۍ راووتله سلام يې اداكړ خوماورته لاس اوږد
كړ دهغي نازك لا سته مې ښه زوروركړ، نجلۍ لاس رانه كش كړ اه.. خوشى كړه....،
په نيمه ژبه يې راته وويل څوك دي په كاردي؟ته مې په كاريې !دچرمونه خت (كميس)ته مې په
ځيرځير كتل غټ غټ دمريو ګلان پرې شوي وو پايڅې يې هم دمره تنګې وې چي په هغه وچو
لنګيوپورې داسې جوختې ښكاريدې هغه طيلايې ويښتان يې لمر ته داسي ځليدل فكرمې وكړ چې
هم دااوس يې وينځلې دي ځكه دشړ شمي تيلو بوي له ورايه دسړى ترپوزې رسيدى ، نجلۍ منډه
دكورپه خوا وكړه زه هم پسې روان شوم چي د هغه زاړه سراى نه يوه زړه بوډۍ چي تقريبن عمربه يې
د شپيتوكالوپه شاوخواكي وو، راووتله په ماچي يې سترګې ولګيدې په زوره يې وويل وي! شكر
وراره مي راغۍ زه هم وروړاندې شوم په ټټرپورې يې ټينګ ونيوله م په مخ اوسريې ښه په خړپ خړپ مچ كړم، ماهم دشرمه دهغې په تورو ډنګرو اوخوارځوا
كولاسوشونډې كرار ي كيښودې ،هسې مې هم دلاس دمچكولونه ښه نه راتلل خوڅه مې كړي واى
مجبوروم زړه بوډي په ملاكوفه كوفه كيده ترمخ، زه پسې روان شوم چې كله سراى ته داخل شوم
سراى په پخوانۍ نقشه جوړ وو لوړ لوړ ديوالونه دسراي يوه لوري ته اوږدې دوې خونې چې وړې
وړې ګړكۍ پكې ايښودل شوي وې په سراى كي خنداوي اوچيغې وي،... داخو پوره ځلمۍ شوي
دي مادهيچاسترګوته دشرمه نشوي كتلاۍ ځكه تراوسه دداسي ډيروښځوپه منځ كې نه وم ولاړ
هغه ووچي لږ لار پيداشوه يوه غټه كوټه وه هلته يې بلنه راكړه ،زه هم ډېرپه بيړه كوټې ته داخيل شوم ،
په خونه كې هغه پخواني سترنجى(ګيلم) هواره وه دخوني په څلوروديوالوښې دخامك پردې ځوړند
وې خوزمافكر دغوټۍ خواته تللي وو، داڅنګه پيښه ده چي دټولو نمونه راته واخستل شول خويوه
نجلۍ هم دغوټۍ په نامه نه وه سم مي چورت خراب شو شايدغوټۍ اوس په دې كور كې نه وي هسې
به زموږپه كوركې دغوټۍ دښايست ګلونه شميرل كيدل زه به نه وم پوه شوي ؟نه كه داسي واي
نودغوټۍ نوم به هره ورځ زموږ په كور كې داسې نه اخستل كيدى چې په كوم بختوركوركې به يې
خداي نسيب كړي وي، دځان دتسلې لپاره مي داوويل خير لږ پس به هرڅه مالوم شې زه لاپه هم دي
بې ځايه سوچوكي ورك وم چي دكوټې دوره پرده قراره پورته شوه يوه ښايستوكه نجلۍ راغلله هغه څوك يادوم چي زماعقل او تخيل يې رانه اخستى وو،
ماچې كوم انځوردخپل مغذپه خونړي مينه كې رسم كړي وو،نسبت د هغې ښايست ته ټول غلت
وودروغ مې ويلي ووځكه زمافكردمره اوچت نه ووچې دغوټۍ دښايست ګلونه مې ټول شميرلي
واي، غوټۍ ريښتياهم داسي دسره ګل ناسپړيدلې غوټۍ وه دومره جذ ابې سترګې ستر څښتن
وركړې وي چې مړي يې په قبروكې ويښول، دهر نظرنه يې مينه اوريدله ، هسې مې هم ټنډلاسونه
ډير خوښيدل ،خودغوټۍ مرمرى لاسونه څومره چې پاسته اونرم ووهم داسې سپينې غوښې هم پرې اوارې وې ،
يوه دلۍ ويښتان يې پر اوږوداسې پراته وولكه تته وريځ چې داسمان غيږپه خپله ښكلا ر نګينه كړې وي ،
فكركوم دابه يې هم يوعادت ووچې په هغه يوه غيږويښتانوكې يې سيخك نه ووټينګ كړ ي په هغه
چپه خوايې ويښتان داسې ښه په خوند پراته ووچې ايله هغه قلمي وروځي يې ځيني ښكاريدلې ،
غوټۍ يوڅولنډي اوبې تكيه كلامه خبري ترورځولاندې وكړې ،ولاړه شوه تنګ پنجابې كالې يې په
تن وودكالورنګ يې جيګري ته ورته وو،ټكرى يې ډيرنرى ووځكه وېښتان يې ټول نه ووپكې پټ په
اوږويې ښه پريمانه پراته وودشانه مي دغوټۍ هغه ميده ميده قدموته په ځيرځير وكتل نه پوهيدم
چې دابه دكوم ليري يانيږدي ملك دوداوريواج و،دا سې پايڅې نوماتراوسه په خپلوكناه
ګاروسترګونه وې ليدلې لنډه داچې دپښودري يمه بر خه يې ښه دورايه معلوميده هغه ځكه چې
دپايڅې څيرې شوې برخه يې ښه په وريښمين تارپه غټ غټ كوك ګنډل شوې وه كله چې به يې قدم
پورته كوۍ پايڅې به يې لكه داوبو څپه داسې اوښتې ،