هلمند:د پاڼ او پړانګ تر منځ
د هلمند اوسيدونکي وايي، هغوی نه شي ويلای چې د حکومت او طالبانو تر منځ کوم يو غوره دی.
په هلمند کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عزيزاحمد تسل ليکنه
پنځه ويشت کلن نجيب لا تر اوسه په حال نه و راغلی، چې د ګرشګ د ولسوالۍ د حيدراباد په کلې کې يي د خپلې پېښې په هکله له خبريال سره خبرې کولې.هغه د رېږدېدو په حالت کې وويل: "طالبان په زوره زموږکور ته راننوتل . هغوی د ځانونو د پټولو او موږ د تېښتې هڅه کوله. هغه زما ورور ونيو، چې له حکومت سره يي کار کاو. هغوی وويل، هغه به ووژني. خو کله چې موږ له طالبانو څخه د ځانونو د ژغورولو لپاره له کور څخه د وتلو هڅه وکړه، ناتو په موږ ډزې وکړې او موږ يي وژلو. هغوی د طالبانو او ولسي خلکو تر منځ توپير نه شي کولای."
د زياترو سرچينو له خولې په حيدراباد باندې د جون د مياشتې د 25 نېټې په بمباريو کې سل تنه وژل شوې دي. څه چې لا تر اوسه څرګند نه دی، هغه دادي، آيا دا ټول ولسي خلک و، چې د نجيب او د هغه د کورنۍ په څېر لارويان و او که په هغوی کې جګړه ماران هم و.
تر اوسه زياتو معلوماتو ته اړتيا ليدل کيږي. کوم کلي ته زياته مرګ اوژوبله اوښتې ده، چېرته طالبان تر ټول غښتلي دي، کومې بمبارۍ زيات تاوان اړولای او داسې نور. جزئيات تل يو راز دي: د طالبانو بريد، د ناتو غبرګون، په لسګونه مړي، کنډرکېدا او يو پر بل تور پورې کول.
د سمو او کره معلوماتو نشتوالي د حالت په پېچلتيا کې نغښتی دی. زياتره بمباري شوي کورونه ډېر ليرې پراته دي. خبريالان نه شي کولای هلته د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره لاړ شي. هغه خلک چې د مرګ او ژوبلې په هکله خبر ورکوي هغوی هم خپلې، خپلې اجندا لري.
استوګن د خپلو کورونو په کنډ او کپر کېدو او د خپلو عزيزانو په مرګ او ژوبلې هغومره غمځپلي او خپه وي، چې کله نا کله سمې شمېرې نه وايي.
طالبان ولسي خلکو ته د زيان د لوړې کچې د څرګندولوله لارې په خپلو ليکو کې د وراوښتې زيان کچه راټيټوي. په ناتو او افغان حکومتي ځواکونو کې هم ورته کيسه ليدل کيږي.
آن د افغان حکومت دننه توپير مخ په زياتېدو دی.
د ګرشک د ولسوالۍ ښارول، درعلي شاه خبريالانو ته وويل، د حيدراباد په بمباريو کې 45 تنه ولسي خلک مړه او 23 نور ټپيان شوي دي. هغه زياته کړه، چې 62 مخالف جنګيالي هم وژل شوي دي، خو د ټپيانو شمېره لا څرګنده نه ده.
د ګرشک د امنيې قوماندان، ډګرمن اقبال ګل دا شمېره ونه منله. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ يو پلاوی حيدراباد ته د پلټنې لپاره لېږلی و. هغوی د اتو تنو وژل کېدل او د څلورو تنو ټپي کېدل تاييد کړي دي." هغه زياته کړه، د دوو قوماندانانو په ګډون 32 طالبان وژل شوي دي."
د هلمند د امنيي د نوي قوماندان، محمد حسين انډيوال داقبال ګل په څېر ورته شمېره څرګنده کړه. د طالبانو وياند، قاري يوسف په بريد کې د طالبانو د مرګ او ژوبلې خبره رده کړه.
هغه وويل: "د برتانيي دوه پوځي ګاډي وسوځېدل او په کې ټول سپاره سرتېرې ووژل شول."
ولسشمر حامد کرزی په غير پوځي خلکو باندې د بمبارۍ له امله په تونده ژبه نيوکې کړي او حکومت ته يي د ولسي خلکو د مرګ او ژوبلې په هکله د پلټنو لارښوونه کړې ده.
په ناتار کې د راښکېلو خلکو لپاره دا کارهغومره تسل نه ورکوي.
يو ځايي اوسيدونکي، شېرجان وويل: "الوتکو په ړندو سترګو بمباري کوله. لومړی طالبانو د برتانويانو په کاروان باندې دوه راکټه ووېشتل. له هغه وروسته الوتکې راغلې."
شېرجان وويل، کليوالو په تېښته لاس پورې کړ. هرڅه چې يي لاس ته راتلل د تراکټورونو په ګډون يي په موټرو کې يې بارول. هغوی يو کتار جوړ کړ او د ښار په لورې يي مخه کړه او د جګړې له ډګر څخه لاړل.
شېرجان وويل: "د ټراکټورونو په دې کتار کې به 150 تنه سپاره و. الوتکې بيا راغلې او په ټول کتار يي بمونه وغورځول. د حيدراباد شمال ته نورو خلکو د تېښتې هڅه کړې وه. په هغوی هم بمونه وغورځول شول. دا يوه ډله ييزه وژنه وه."
يو استوګن، چې نه يي غوښتل خپل نوم ووايي په دواړو لورو باندې بد وويل.
هغه وويل: "کله چې ناتو او حکومتي پوځيان په کلي کې وي او يوه ډزه پرې وشي، نو هغومره کسان بنديانوي، چې وسه يي رسيږي. هغوی ته پروا نه کوي، چې هغه طالبان دي او که ولسي خلک. خو که بيا طالبان لوبه وګټي، نو له حکومت سره د کار کولو په تور هرڅوک نيسي."
هغه د پښتو يو زوړ متل ووايه: "موږ د پاڼ او پړانګ په منځ کې بند پاتې يو."