تنها يې تنهايې تنها


تاته مې ستا د بنګړو شور راولي
څه وكړم ما د مينې زور راولي
چاته وژاړم چاته تش كړمه زړه
پردي له ما پسې خپل ورور راولي
څه په رقيبو لارو راغلم ورته
اوس لېونۍ راپسې مور راولي
چې نه ورتلاى شم نه راتلاى شي راته
ماته به څوك د سترګو تور راولي
د وخت په ما خوا سړه شوې نه ده
زړه ته زما غمونه نور راولي
ناصحه ستا په خوله  بې وسه غريب
د قربانۍ پسه په پور راولي
مالكه لار جارو كوه په بڼو
چې هر افغان خيبر ته كور راولي.