ستاويرجني ستر ګي مي په مخكي انځور دي
زماد رازودزړه بلبله په ماتوهيلومي نااميده هيلې ومنه مرګ داسي ډاروونكۍ زيري دي چي په اوريدويي يوه دردونكي چيغه ترخولې وځي داخوړونكي درددځنځي غوندي په مغذو پښي خښوي
درنه دزغم كاسه پورته كوي داهغه ظالمي كلمي دي چي هيڅوك تري كومه دتيښتي لار نلري، نور د مرګ كليمه د شونډوپه سرنګرځوم ،
ځكه ستانه اوس هر څه بيګانه شوي ته دهرڅنه كركه كوي، راشه داميدوغوټي ته دي ووايه چي خو له پټه كړي، دميني غزيدلې مزي دي رالنډكړه سترګوته دي سجده شه دزړه درته دي تسلي وركړه څړيكي دي راغونډي كړه دميني په مرهم يې ولړه، سوي اه سيلوته دي اوښكي جرګه وليږه دزړه غم دي دامريكي په بم ووله اوښكي دي په د سمال وچيكړه زړه دي درياب كړه هرڅه پكي ځاي كړه نورخلك په اورمه سو ځوه مظلوم زړه دي بيپرواولره بلاپسي شه ،ځكه ستادورغوي تالي اوس په ا غزن تار كي پيل شوي ته نور ژوند ته ژوند نشي ويلې ستااه سلي اوس انسانا ن سوځي ستا هره اوښكه دولاړ درياب څپه ،دسترګې دي هم د ميوغوندي سري اوښتي دي ستادرد اوس ترهرچاپوري ورسد سپوږمي هم خپل غم درنه وا خست دادردتر هرڅه غوڅونكۍ شو هغوزړونوته يې لار ومنده چي دستورو سر ه لوبي كوي دكاڼي په څيرسخت زړه ئې هم خوږمن كړ زماپه اند غرونو هم په دي وير كي درسره برخه اخيستې ،ياره هغه ماته ګوډه چيغه چي ستادزړه نه راپورته شوه، په غريونيولو شونډودي يوغم لړي زيرۍ راكړ ،ته ! لا نه يې خبر اوښكي بي اختياره شوي شونډي وريږديدي سپيني وتښتي دي رنګ والوتي ويښتان جګ جګ ودريدل، رډي سترګي مي داسمان په لور نيولې وي ،چي ستا زړه نه چاوديد اولادي چيغي وهلې سلګۍ دي بندبندي كيدلې اخرچيغه هم درنه مروره شوه اوښكي هم بيواكه شوي ،
ياره هغه د غوږي شرنګې ستانا اشنا غږ اودشپي خبر دابه هيچ وخت هير نشي ! دوي ورځي ګيږي چي مړه شوه
داليك هغه چاته چي د خپل محبوب په نامه يي دزهروجام غړپ كړ