دامطلب دمحمدالياس داعى په ګوتوليكل شوي

                                                              

 

 

نه پوهېږم څه مې کول؟کتاب مې لوستې که مې د کتاب له منځه نوټ نېوۍ؟شعرمې لېکۍ که مى دبل چادردونکى شعرلوستۍ؟دهغې لحظې  هېڅ مى ندى په ېادخودومره مى خېال راسره منى چه دنجېب عامرشعرى ټولګه دنېمو شپو خبرى مى ترڅنګ پرته وه.لکه چه لوستل مى،ناڅاپه دروازه دنوک په زور وټکېده ماورته په ځواب کى ووېل راځه دروازه خلاصه ده،دهغه لورى ددروازى سره زور وسوو خودروازى ته اړم ورکړه سوى وو پوراً خلاصه نه سوه،زه ددروازى پرانستلوته ورغلم چه دروازه مې پرانستله زماېودوست ووعبرت نومېدى،عبرت  ډىرخوشاله معلومېدۍ  زېات ېى خندل دومره ېى خندله چه تابه وېل دخنداګولى ېى خولړلى دى ،دومره ښکلايې دمخ اوتندى څخه پورته کېده چه تابه وېل  دحج اکبرڅه راستون سوى دي داچي نه مى غوښته زېات وځورېږم اوزېات مى زړه وځوروم.ورته ومى وېل:عبرته.. عبرته څه خبره ده؟څومره ښکلى خندا،څومره ډېردې لاسونه موږې؟داڅه پىښ سوى دى چه ماپرى ځوروې؟ ژربه راته وايې.دلته مې ىوڅه ته فکرسو آه..رښتېاهغه بندي ورورخوبدى نه وى راغلى؟وروسته مې دځان سره ووىل چه دهغه خولاشپږمېاشتې د قېد پاته دي زه ىوه ژور فکرواخستم،که مى عبرت ته فکرسوو ډىر ماېوسه وو د سترګوپه چېنوکى ېى اوبه پىداسوى وى،په روانېدو کې يې  راته ووىل:هغه نجلۍ چه تابه راته وىل زمازړه اوزماخوب يې راڅخه وړي دي هغه راغلى ده او واېى چي داعى ته وواېه چي راسه !دازمالپاره دومره خوږه اودومره زړه راکښونکى خبره وه چه زه اوس هغه حالت نسم را ېادولى.دعبرت په ماېوسى کى  زه دومره خوشاله وم چه د ډېرى خوشالى څخه غلى سوم.عبرت ته مى ووېل،عبرته ! ته ماته وګوره،دده دکتلوسره مى جوخت په غېږکى دزړه په سر پورى ونېوى پر له ومى څرخوى دډېرى خوښى څخه ستړى سوم.بىامى عبرت په غېږکى وڅرخوى پښه مى ددېوال سره ونښتله خوږ سوم راپورته سوم چه سهار دى اوترسرلاندې بالښت مى بڼکه بڼکه کړى دې سرمى وښوراوه هېڅ رنګېنى نه وه پاته  هلته نه عبرت وو او نه هم هغه نجلۍ......