له څارنوال سره د يو افغاني تلويزيون ګړ بړ
له څارنوال سره د يو افغاني تلويزيون ګړ بړ
لوی څارنوال او د هېواد تر ټولو نوموتی تلويزون تر منځ لويه لانجه رامنځته
شوه ، چې کېدای شي د رسنيو لپاره سمه خبره نه وي.
په کابل کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، وحيدالله اماني ليکنه
د افغانستان د لوی څارنوال او د هېواد د نوموتی طلوع تلويزيون تر منځ ناندريو د مطبوعاتو د ازادۍ د کمېدو ډار رامنځته کړی دی.
له هغه مهاله وروسته چې د نوموړي تلويزون خبريالان بنديان او د لوی څارنوال دفتر ته وغوښتل شول، نو د طلوع تلويزون د تعقيب د ګواښ له مخې د بښنې غوښتنې ته اړ ايستل شو.
د رسنيو او حکومت تر منځ وروستي ګړ بړ د خلکو غوسه راپارولې، خو دا ځل دا غوسه زياتره د حکومت پر ځای د طلوع تلويزيون ته متوجه ده. دې کار يو شمېر څارونکي اندېښمن کړي، چې دموکراسي په افغانستان کې د منځنۍ طبقې خلکو د پوهې په پرتله يو څه چټکه روانه ده.
دا پېښه د اپرېل د مياشتې په 17 ماښام هغه مهال پيل شوه، چې لوی څارنوال عبدالجبار ثابت پارلمان ته د وينا په حال د هېواد په قضايي سيستم باندې د نيوکو کولو په حال کې ښوول کېده. د ثابت د وينا له مخې د هغه وينا اړول شوې او تحريف شوې وه.
نوموړي ددې کار د حل لپاره له غوسې کار واخيست. خپل دفتر ته يي د تلويزون د خبرونو د اديتور او د طلوع د تلويزون د دوو نورو کارکوونکو د راوستلو لپاره وسله وال سړي واستول.
له هغه وروسته خبره ناڅرګنده ده. د يو شمير رپوټونو له مخې خبريالان وهل شوي و او د تلويزون په پرده له پوليسواو لوی څارنوال سره له ليدو وروسته پريشانه او شاربل شوي وښوول شول. د يو شمېر رپوټونو له مخې د هغوی په مټو او شاګانو باندې تغمې ښکارېدې.
له خوشې کېدو دمخه هغوی ټولو په يو ليک باندې لاسليک کړې وه، چې په کې ليکل شوي و، له پوليسو او څارنوال څخه شکايت نه لرو.
له هغې وروسته تلويزون د ثابت په وړاندې خپله مبارزه پيل کړه. د هغه د ژوندليک او له ګلبدين حکمتيار سره د هغه د پخوانيو اړيکو درلودا په اړوند يي يو شمېر رپوټونه خپاره کړل. ګلبدين حکمتيار پخوانی جنګيالی دی او اوس د امريکا د متحده ايالتونو د ترهګرۍ په لست کې شامل دی. په رپوټونو کې دا ادعا هم شوې وه، چې ثابت د حکومت له خوا ځمکه او کور ترلاسه کړی دی.
ثابت خپله غوښتنه د رسنيو کميسون ته وړاندې کړه. دا کميسون د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، عبدالکريم خرم په مشرۍ يو دولتی بنسټ دی. د کمسيون پرېکړه د اپريل په 22 واورول شوه او په کې ويل شوي و، چې بايد د طلوع تلويزيون د خپل چلن له امله بښنه وغواړي، په داسې حال کې چې ثابت ته د هغه د اقدام له امله څه نه و ويل شوي.
په ټول هېواد کې يو شمېر لاريونونه تر سره شول، چې يو شمېر يي د ثابت او يو شمېر نورو يي د طلوع ننګه کوله. د طلوع تلويزون تر اوسه پورې د بښنې له غوښتلو څخه ډډه کړې او وايي، چې خپرونې يي له ژورنالستيکي معيارونو اواخلاقو سره برابرې دي.
د طلوع د تلويزون قانوني سلاکار، محمد عبدالله وويل: "موږ د خپلو رپوټونو د تاييد په اړوند اسناد لرو. موږ دا اسناد سترې محکې او د رسنيو کميسون ته استولي دي."
طلوع په 2004 کال کې د افغان – استراليايي تبعه محسني وروڼو له خوا د امريکا د متحده ايالتونو په مرسته پيل شوی و د خپلو خپرونو له مخې د خلکو له نيوکو سره مخامخ دی.
د نوموړي تلويزون خبري پروګرامونه د سموالي او ټوليزتوب له مخې زيات ارزښت لري. نوموړي تلويزون يو شمېرهندي فلمونه، موسيقي فلمونه، ډرامې او د امريکا يي موډل "American Idol" په څېر د مشهور "افغان ستوري" په څېر خپرونې لري.
خو يو شمېر ليدونکي پرې نيوکي کوي او وايي، چې د افغاني فرهنګ ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. له محافظه کارو عناصرو څخه جوړ شوی پارلمان هڅه کوې، تر څو هغه د "غيراسلامي" پروګرامونو د خپرولو له امله د هغې په خپرونو باندې بنديز ولګوي.
اوس طلوع د هغه چا تر بريدونو لاندې راغلې، انګيري په زياتيدونکو سياسي خبرو اترو کې لوری نيسي، چې پښتانه ډېره کي د پخوانۍ "شمالی ټلولې" له غړيو سره په جنګ اچوي. شمالي ټلواله د يو شمېر جنګياليو ټولګه وه، چې د شوروي اتحاد په وړاندې يي جګړه وکړه، وروسته په خپلو منځونو کې تر هغه پورې په خونړۍ جګړې اخته شول، چې په نوي يمو کلونو کې د طالبانو له خوا د افغانستان له ډېرې برخې څخه وشړل شول.
د هغه مهال ټپونه خورا ژور دي او زيات شمېر پښتانه دا انګيري، چې د نورو توکمونو تر اغېز لاندې رسنيو له خوا يي په غيرعادلانه ډول بدنامه کولو ته لمن وهل کيږي.
د طلوع د تلويزيون قانوني سلاکار، محمد عبدالله د خپل تلويزون له خوا د چا د پلويتوب خبره نه مني.
هغه وويل: "دا بيخې ناسمه ده، چې ګوندې موږ د چا لوری نيسو. موږ د خبرونو توازن، رښتينتوب او سمون ته خورا ځير يو."
زيات شمېر نور بيا وايي، چې د طلوع تلويزيون په افغانستان کې له منل شوو پولو څخه اوړي.
يو سياسي شنونکي فضل الرحمن اوريا وويل: "طلوع زموږ له فرهنګ سره سمې خپرونې نه کوي."
د هغو خلکو شمېرهم کم نه دی، چې د طلوع د تلويزيون غيرمؤدبانه او ګستاخ چلن نه خوښوي.
د کابل يو تن اوسيدونکي، 35 کلن محمد رحيم وويل: "طلوع د اسلام مخالف دی. څارنوال ډېر ښه کار وکړ. طلوع تل نوميالي خلک سپکوي. هغه بيخي زموږ د کلتور مخالف دی. کله چې زه سهار څلور نيمې بجې له خوبه پاڅېږم او تلويزيون روښانه کړم، زه غواړم چې د قران کريم تلاوت واورم، يا نور ديني پروګرامونه وګورم، خو طلوع دغه مهال نڅاوې خپروي."
د کابل يو بل اوسيدونکي رحيم کريميار له نوموړي سره همغږی دی، هغه وويل: "که طلوع خبرونه ناسم نه وای خپاره کړی، نو ولې د لوی څارنوال دفتر ته له ورتګ څخه ډارېدل. د طلوع زياتره پروګرامونه د حکومت او رژيم مخالف دي. دا سمه ده، چې موږ د بيان ازادي لرو، خو هغه ددې مانا نه لري، چې څه دې زړه وغواړي هغه ووايي."
د بېلا بېلو شمېرنو له مخې له دې ټولو ناندريو سره سره طلوع په هېواد کې ډېر نندارچيان وموندل.
د اوريا د وينا له مخې د نوموړي تلويزيون دې شهرت ځانته د هغه چا پام واړاو، چې غوښتل يي خپل پيغام خلکو ته ورسوي. هغه باور لري، چې په دې وروستيو وختونو کې د ملي متحدي جبهې په څېر سياسي ډلې غواړي د طلوع تلويزيون د حکومت په وړاندې په خپله ګټه وڅرخوي.
هغه وويل: "طلوع د متحدې جبهې تر اغېز لاندې دی. هغوی غواړي ثابت له کاره ګوښه کړي، ځکه کېدای شي د هغوی په وړاندې ستونزې راپورته کړي. طلوع د هغوی ددې کار لپاره تر ټولو ښه لاره ده."
اوريا په دې باور دی، چې د طلوع له خوا د ثابت په موخه کول غيرعادلانه دي. هغه وايي: "هغوی ژورنالستيکي اصول شاته وغورځول او په ثابت باندې يي له هماغه شېبې څخه بريدونه پيل کړل، چې په دنده وګومارل شو."
په عين وخت کې اوريا، ثابت د طلوع په وړاندې د زور په اخيستلو پړ وباله.
هغه وويل: "طلوع ته د پوليسو لېږل او د هغوی بنديانول هم د قانون خلاف کار و. ثابت بايد يوازې له قانوني لارو ګټه اخيستلای وای."
دې پېښې په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ په وړاندې اندېښنې را پيدا کړې.
په پارلمان کې تر خبرو لاندې د رسنيو نوی قانون ښايي په ژورنالستانو باندې د حکومت کنترول زيات کړي.
د افغان ژورناليستانو د ژغورنې د کميټې مشر، رحيم الله سمندر وويل: "قانون په عمومي توګه ښه دی، خو ځينې خطرناک شيان لري. په تېره بي٣٣ ماده چې وايي، رسنۍ بايد د افغاني هويت درناوی وکړي. هغوی نه شي کولای توندې کلمې بيان کړي، هغوی نه شي کولای د خلکو سپکاوی وکړي. پړ يې وبولي او داسې نور. خو ددې شيانو تعريف په کې نه دی شوی."
که دا قانون تصويب شي، نو ښايي په شخصي تلويزيونونو باندې يو لړ محدوديتونه ولګوي. پرګرامونه به سانسور کېدای شي او له هغوی ښايي غوښتنه وشي، چې په خپلو ورځنيو خپرونو کې ديني پروګرامونه ځای کړي.
سمندر وويل: "موږ په دې اندېښمن يو، چې بنسټپالي او مجاهدين د پارلمان ډېره کۍ جوړوي. هغوی د مطبوعاتو ازادي نه غواړي. هغوی نه غواړي رسنۍ د هغوی د منفي کړو وړو په هکله رپوټونه خپاره کړي. د هغه په څه وړاندې چې هغوی پخوا تر سره کړي و او اوس يي هم کوي. هغوی يوازی دا غواړي، چې رسنۍ د هغوی ترکنترول لاندې وي."
سمندر وويل، په پارلمان، حکومت او په زياتيدونکي توګه د طالبانو له خوا د خبريالانو تر بريد لاندې د راتلو له امله مطبوعاتي رسنۍ له نورو ځايونو څخه د ملاتړ هڅه کوي، خو تش لاسونه پاتې کيږي.
هغه وويل: "زه په افغانستان کې د ژورناليزم په اړه اندېښمن يم. زياتره خپرونې او خبري موسسې اوس د ځانګړو لوريو لپاره کار کوي. هغوی خپل هدف له لاسه ورکوي او که کارونه همداسې دوام ومومي، نو د افغانستان رسنۍ به د خلکو او نړيوالې ټولنې باور له لاسه ورکړي."
هغه زياته کړه، ژورنالستان په افغانستان کې، په تېره بيا د هغوی په کارونو کې، د وسله والو اشخاصو له خوا د لاسوهنې له امله له ستونزو سره مخامخ دي.
سمندر وويل: "هرځای د ټوپک له خوا کنتروليږي. خو ژورنالستانو ته د حکومت غبرګون ډېر خراب دی. هغوی نه پوهيږي، ژورنالستان څوک دي. د هغوی په اند ژورنالستان جاوسوسان دي."
په همدې توګه په افغانستان کې بهرني ځواکونه هم د رسنيو درناوی نه کوي. هغه وويل: "ايتلافي پوځونه او ناتو ستونزې راولاړوي. زياتره وختونه يي د هغوی کمرې او ټيپ ريکارډرونه ځينې اخيستې او يوازې هغه مهال يي بېرته ورکړې، چې هرڅه يي ورڅخه پاک کړي دي."
هغه زياته کړه، د ژورنالستانو په واړندې ناوړه چلن کال په کال زياتيږي. "په 2004 کال کې د ژورنالستانو په وړاندې د سرغړونو 34 پېښې موجودې وې. په 2005 کال کې شمېره 50 ته لوړه شوه. په 2007 کال کې تر اوسه پورې 20 ته ختلې دي. په دې کې وژل، وهل ډبول، بندي کول او اخطارونه شامل دي."
اوريا دا مني چې افغاني ژورنالستان له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه وويل: "افغاني ژورنالستان په اغزو باندې بيده کيږي. د نوي قانون تصويب به د اغزو شمېر پسې لا زيات کړي."
زيات شمېرعادي افغانان د حکومت او ژونالستانو د کړو وړو په اړه لږه اندېښنه لري.
د کابل يو اوسيدونکي 75 کلن زارع وويل: "د ثابت او طلوع په اړه راڅخه مه پوښته. ما تر اوسه خپله د غرمې ډوډۍ نه ده خوړلې. ايا هغوی ماته دغرمې ډوډۍ راکولای شي؟ څه چې هغوی کوي په هغوی پورې اړه لري. زه بايد يو کار وکړم او خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيداکړم. څه چې طلوع او لوی څارنوال کوي، په ما پورې اړه نه لري."