ددې

 

ددي مطلب  ليكونكى نوښتګرشاعرالياس داعي دي

 

 

دمازدېګر لمرلاخپله لمن  نه وه ټوله كړي ، چي ماته يوه زړه خوږونكې خبره رايادشوه هغه داوه ،

چي   ښکلولا دګودره دمنګېودډکولوهوډ نه ووکړۍ دوى لاپه خپل منځو کې خنداوې اومستۍکولې، دډيره ځوښه يې ټكرى له سرونه غورځه ولى وو ،په خپلوكې يې ښه دخړپ باران جوړ كړې وو، زماپه خېال دماښام يخه پرده خوره وه لمردچينارونو دسره  خپلې ا خيري وړانګې ورټولې كړې وې ،خوهغه پيغلوټولا دګودر نه   دتللوخىال نه ووكړي ،ما هم دىوه زخمى مرغه په څېردهمدې ګودرترڅنګ  دېوې غټې ونې چي دخپلې ښكلاشني جامې يې اغوستې وې په يوه  ګڼ شاخكي په ګونګه  حېرانتېا مې خپل دسترګونظر ددوى په  سپينواو  خمټو لاسونواڅولى وو،.په رښتېا داسى ننداره  مى تراوسه  په خوب کى  هم نه وه لېدلې،.په وېښه خومى په يوه رګ كې هم نه ګرځيدل چي دومره دميستۍ نه ډكې  يوه ډله پغلې نجونې به دګو درپه غاړه پوره بې ستره وينم ، زه په همدى سو چ کى وم چي لږه شېبه وروسته لمردخپل واکه پوره وتي وو اودېوبل څپڅپانده سېند غېږې ته ېې ځان وسپارۍ ، ډېرخفه سوم دېوې تورې اوقهرېدلى ورېځى په راتګ سره دګودرټولوښکلوپه وارخطايې سره ېوه اوبل طرفته ودانګل :ټكرى يې لانده وو ،زلفې يې لكه دباران وهلې طاوس بڼكې په مخ شاوخواخورې وې،  لستوڼې  يې نېم بډوهلى  وودمنګېوپه لټه او ډکولو يې ځانونه بوخت كړل ،په اسمان كي ګړبړ اوكړسهار جوړ سو،ټولولانده لاسونه په غوږپوري ټينګ ونيول ز ماخوښى يو په دوه شوه ،هغه ددوي ورخطااوليونى ليونى قدمونه چي مي ولېدل هرڅه رانه بيګانه شول   ماته داننداره نوره نه پاته کېده  يوه توره دپسرلى ور يځ غرونه غرونه راپورته سوه داسمان  مخ يې ټول وني وۍ، باران هم راتلونکې وو نورنوزه هم دېوه ناچاره اوبى وزرى مرغه په  څېر دونى نه په راکښته کېدوسوم زړه مى د ګودرنجونودځان سره يووړ تراوسه مي سوچونه ځاي ته نه وو راوستې چي دكومي ښكلې په زړه كي به مي ځاي نيولى وي ،دونې څخه لا راکښته سوې نه وم چه ىوځل بېامى هغه لانده خشته  ګودرته وکتل .چي  ېوه نجلې دماېوسى باد ورنه  هغه غټې زلفې يوخوابل خوا اړولې ،ټوله د باران وهلى مرغۍ غوندې لنده خشته وه. دزړه دسکون په خاطريې لاهنوزهم دګودرپه اوبوکې په خپل ورک منګې پسى لاسونه وهل ،هرځل به دمنګې په موخه ترسېنى پورې اوبوپه غېږکې ونېوله ډېره ځورېده په  دې وخت کى ماښام هم پوره تياره  سوي وو ټولې

نامردې نجونې هم ترې تللې وې. خواجل لکه چې دې ته خپل د نصېب لپاره په اوبوکى غوټې ورکولې، زه هم ډىر پرې وځوريدم.ګودرته  زماپه رسېدوسره هغه لنده

او وارخطا ښکلې نجلۍ حېرانه اودردېدونکې داوبوڅخه راپورته سوه، دګودرڅخه په

 ېوه شرمېدلى اوحېاداره اندازدکلى په لور روانه سوه ،ماچي نه غوښتل نجلې داسې بې منګې اونااميده كو ر ته ولاړه سې نومى دګودرپه اوبوکى منګۍ ولټوۍ ترپېداکېدو وروسته مې ورته نارې کړل...هى!هى!تاته واېم!زمادآوازتراورېدو وروسته يې  دحيانه ډكې سترګې زماپه خواراواړه ولې  هيران هيران يې خپل منګى ته وكتل ، هغه تر شا كتواوداسى حياداره اند يې زه نور هم په اور وسوم په زړه كې مې يودردونکى درد راپورته سو،هغه زماپه پر دوكي پټ زړه چي يې رانه غلاكړى وو هغه ځوانى  مر ګه همدغه وه ،.کله چه يې په بډوهلولستوڼوخپل سورکى  منګى ونېوى ترسترګومې هره سهنه زرېنه زرينه كيده   .نجلې چي روانه سوه نوپه يوه زړه وړونكي نظر يې بيا زماپه لور وكتل ،ښه دچړپ باران اورېدۍ زه هم کورته راغلم  په همدې لندوجاموکې مې ترخالى بسترې پورې ځان ورسوۍ ترسهاره پورى چي هر څه تېرسول هغه پرېږده. سهارهغه ژوندچي مابه پخواتېروۍ هغه هيڅ هم  نه وو. نوې رنګ يې اخستى وو.زړه مې داسى وو لکه ډېرظلم چه ورباندى سوى وې، خسته اوستومانه غوندې وم.خوب ته مې ډېرزړه کېدې.لنډه داچه ددې سره مى ژوندنوى رنګ واخستى مېنه مې پېداکړه نوې زړه مې پېداکړ دهغى شپى باران راته هرڅه په حقېقت بدل کړه.دىوې بې پاېه اوسپېرې دښتې په لمن يې دډېروخته وچو زڼوته دراټوکېدوتوان ورکړ، دوخت جبر ورځې او شپى پرې تېره  ولې هرڅه ترګلونوپورى ورسېدله................... خوکله چه مې دخپلى مېنې ورته ووېل  سمدستى يې دځېګر ځنځېر راته خلاص کړ داسى ېوڅه يې راته وښوده چه .............نه پوهېږم بېايې  راته ووېل چه زه داسى کوم؟ که دامېنه وى نوډېرښه کنه نودخداې پاامان ،