٥٢ کلن سيدګل چې په ونه جګ سړى دى  ، لنډواسکټ يي پر اوږد هلمندي اوږد خړ رنګوکاليو آغوستى په غټو لاسونو يي ترياک سريښ دي دهلمند په نادعلي ولسوالۍ کې دخپل دوکان مخې ته سوځيدونکي لمر ته ولاړ وو کله يي چې ددوکان له مخې يو کس تېريدو او تر څادر لاندې يي غوټه نيولي وه نو سيدګل په بيړه ورپسې داسې منډه کړه چې غټو بوټانو يي ورپسې ښه په خوند دوړې کولې او په هلمندي لهجه يي په لاروي پسې غږ کړ چېرې يي وړې ؟ لدې سره سم يي دلاروي نه دهغې دلاس غوټه واخيسته او خپل دوکان ته دورتګ بلنه يي ورکړه په دوکان کې ورسره دترياکو په بيه خبرې پيل کړې او خپل ماشوم زوى ته يي امر وکړ هله ژر شه حاجي صاحب ته چاى راوړه .

 

په هلمند کې دآى ډبليو پى آر خبريال( عزيزتسل) ايډيتر(وحيدالله اماني )

 

دا دنادعلي ولسوالۍ چې دمرکز لښکر ګاه په ١٥ کيلومترۍ کې پرته ده دچانجير دبازار دنيژدې ٤٠  دکاندارانو څخه يو دى چې په آزاد ډول دترياکو پيرلو او پيرودلو کار او بار کوي دوکانداران وايي چې ددوى سره په دې کار کې دسيمې پوليس مرسته کوي او ددې مرستې په بدل کې دوى ورته ددوکان پر سر پسې ورکوي .

دنادعلي ولسوالۍ يو تن دترياکو هټۍ وال چې دهټۍ نه يي دترياکو بد بوى تر څو مترۍ پورې رسيدو او دترياکو سپينې خلطې پکې پرتې وې ، نه يي غوښتل نوم يي واخستل شي  په دې اړه وايي چي دوي  هره اونۍ دامنيه قومندانۍ مسوولينوته پيسي وركوي

                          هغه وويل( (دولت داپينوله وجي نه پرپښوولاړ دي كه دغه بوټي نه وي دحكو مت هم كار خلاص دي ))

دمارجي ولسوالۍ دتارياكويوتن سوداګرحاجي غلام نبي وويل چي دغه ،بازارته غټ قاچاقيان هم راځي دلته اپين رانيسي بيايي دايران ترپولې پوري رسوي

همدارنګه غلام نبي دتارياكو دكاربار په اړه وويل  (موږ هره مياشت د سيمي دولتي چارواكوته دهټي په سر دوه زره افغاني وركو دوي زموږپه كاربار غرض نلري موږ په ډاډه زړه د تارياكو كاربار كوو.))

دهلمندپه ټولوولسواليوكي داپينودحاصلاتونه پس دپلورلواوپيرودلوماركيټونه پرانيستل شوي اوپه ازاده توګه يې كاربارپيل شوى دى

دمارجي ولسوالۍ دكوكنارو دخرڅولواوپيرودلودغټومركزوپه كتاركي راځي  مارجه چې دلښكرګا لويديځ لورته په ۲۵كيلوميتري كي پرته ولسوالۍ ده ،ديوشميرقاچاق وړونکوپه وينا چي دهلمند دولسواليوترڅنګ دكندهار اروزګان اويوشمير نوروشمالي ولايتونوڅخه هم تارياك ورته  راوړل كيږي

خودمارجي ولسوالۍ امنيتي مسئولين وايې چي دوى دترياکو کارکونکو ته دخپل عمل سزا وركړيده ،

دمارجي امنيه قومندان  سرورجان وايې چي دوي هروخت دكوكناروكاركوونكوته سزاوركړې اوپه مارجه كي هيچ څوك داپينو كارپه ازاد ډول نشى كولى

دغه راز دهلمند دامنيې قوماندان جنرال نبي جان ملاخيل  دا خبره نه مني چې ګواکي پوليس دترياکو له کارکونکو سره دپيسو په بدل کې مرسته کوي  ملاخيل وويل (( موږ ته دكوكنارودازادو بازارو په اړه راپورونه راغلي ووخوكله چي موږ سيمي ته امنيتي كسان واستول هيچ هم نه وودده دكوكناروكاربار په كورونو اوپټو ځايونو كي كيږي))

 

دچاه انجر بازار يوتن دوكاندربياوويل چي دغو چارواكو ته موږ دهټۍ په سردمياشتې شپږزره افغاني وركوو،

همدارنګه ګڼ شمير دوكاندارانو اوقاچاقيانو وويل چي پوليس ورسره پوره مرسته كوي كله چي دبهرنيو قواو كاروان هغه ځاي ته راځي دوي مخكي له دي چي هغه ورسيږي تارياك رانيوونكو ته خبر ور كوي ،

يوتن د تارياكو رانيوونكي وويل (( موږ ته ډير واره پوليسو خبر راكړى موږ به هم خپل دوكانونه بند كړل چي ګواكي بهرنيان زموږ په دوكانو چاپه ونه لګوي كله چي  به دوي ولاړ موږ به  بيرته  خپل كار پيل كړ))

 دنادعلې ولسوالي يوتن شيراغا چي اوس هم هوري دتارياكو كارباركوي وويل(( موږ سيميزوپوليسوته پيسې وركو دوي زموږ سره ډيره مرسته كوي مخكي له مخكي موخبره وي)) نوموړي وويل چي نادعلې ته دكندهار جلال آ باد،لغمان اوخپله دهلمند دنوروسيمونه  هم تارياك راځي دوي يې  له هغه نه رانيسي بيايې په نوروقاچاقيانو خرڅوي اوهغه يې ده ايران له لاري بهرملكوته وړي .

دهلمند دمخدره توکو سره دمبارزې مديريت بيا دخپلو لاسته راوړنو خبرې کوي ددغه ادارې مدير فضل محمد شيرزاد وايي چې دوى دترياکو په نيولو او دبازارونو په بندولو پيل کړى او خپل دې کار ته به دوام ورکوي نومړي وويل : ((۴۲ كيلو تارياك مو دنادعلې په ولسوالۍ كي نيولې ووچي  دمخدره موادودمبارزي په رياست كي مو ډيپو كړل

 موږبه دي كار ته دوام ور كړو اودهرځاي بازارونه به بند كړو  دمۍ په ۲۷نيټه هم دنادعلې په ولسوالې كي ۶۲كيلوتارياك  نيولى چي سواداګريي را نه  په تيښته برياليشوي دى))

 دده په وينا چي ديوي مياشتي په بر كي يې ۱۷۲كيلواپين نيولې دي

 

که له يوې خوا په هلمند کې دترياکو کار او بار په ازاد ډول جريان لري له بلې خوا بيا کروندګر دتير کال په پرتله دترياکو دبيو دراوليدو له مله خواشيني دي دوى وايي چې تير کال څلور نيم کيلو ترياک په ٦٠٠ ډالرو خرڅيدل چې سږ کال دخلورنيم کيلو ترياکو بيه د٣٥٠ او ٤٠٠ ډالرو په شااو خوا کې ده .

په دغه ولايت کې دترياکو کارکونکو دترياکو دبيو درالويدو علت له اندازې زيات دهغې کښت کڼي او وايي چې سږ کال دهلمند ولايت کې دتېر کال په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي وو .

دناوي ولسوالي يو سوادګر دتارياكو دبيې د راټيټدوپه اړه وايي ((تيركال اوله درجه تارياك په ۳۵زره پاکستاني كلدارو [٦٠٠ ډالرو]خرڅيدل  وو خوسږكا په ۲۰ او۲۵ زره پاکستاني کلدارو[ ٣٥٠تر٤٠٠ ډالرو] دي ځكه چي سږ كال ډير كرل شوي دي.

 

سيد ګل تازه دترياکو کاراو بار پيل کړى نوموړى هغه وخت دې کار ته وهڅيد چې خپله يي دخپلو کرل شويو ترياکو ډېر حاصل ترلاسه کړ دى وايي چې کله يي سږ کال دترياکو ښه حاصل واخيست پريکړه يي وکړه چې دترياکو دپيرلو او پيرودلو کار پيل کړي دى وايي :

(( ما له خپلې ځمکې نه ٣٦ کيلو دترياکو حاصل واخيست نو ځکه مې پريکړه وکړه چې کاراو بار ي هم پيل کړم ))