دهلمند ولايت دافغانستان دسهيل لوديځو سرحدي ولايتونوڅخه يودي چې پراخه ساحه ،سيند،لوئې مشهورې ويالې پراخه دښتونه ،اولويوغرونو ګڼ شميرسلسلې لري ،دهلمند ولايت دمختلفو سيمو په دوديزونومونو ويشل شوي دي چې پكښې ګڼ شمير ټبرونه اوسيږي
په هلمند كې دافغانستان دډيروبيلابيلاولايتونوڅخه دناقيلينوپه نامه خلك راوستل شوي اودحكومت لخواورته ځمكې ويشل شوې دي چې اوس هم هغه خلك ناقلين بلل كيږي دهلمندداصلي ټبرونوسره ئې رواجونه او خبري يې په لهجه وى اوسميه ايزډول ډير فر ق لري،
دهلمند ولايت دتاريخ په هرپړاوكې ترډيره ناارامه پاته شوى دي ځكه ډيرې لوئې سيمه يزي سرحدي لاري ورته راسپورې دي ،
دايران پاكستان سره اوږدې اوشريكې پولې لري په دننه كي دكندهار ،اورزګان،غور،فرا ،اونيمروزولايتونه ورسره نښتي دي داروزګان ،غور، فرا،اونيمروزخلك دخپلوسفرونول لومړۍ تم ځاى دهلمند ولايت په مخكې لري خپلې لومړنۍ اړتياوې هم ترډيره دهلمند ولا يت مركز لښكرګاه اوورپسې بيادولسواليوڅخه پوره كوي ،
لويه اوعامه ژبه يې دلوى كندهارپه لهجه پښتوده دنوروپښتني سيمو پښتنې لهجې ، فار سي،ازبكي، تاجكي، پشه ئې اوبلوڅي ژبې پكښې په اقليت كې ږغول كيږي ،په اسلام كې دحنفي مذهب اوشيه هذهبونه هلته دعبادت اوژوند لپاره تګ لارې دي، چي شيعه مذهب پكښې په ډير اقليت اوحنفي مذهب پكښې عام اوډير قوي رواج لري ، هلمند اوسني جغرافيوې ويش دقومونودميشت ځايونوپه تناسب شوي دي دبيلګې په ډول دسنګين په ولسوالۍ كې داسحق زى اوهلكوزى قومونه ډير دي اونورئې خورالږ دي، په كجكى ،باغران، اوموسي قلعه ولسواليوكې دعلي زيو قومونه ډير خونورقومونه پكشې بيخې لږ دي ،
هم داسي دناوې (خلج)ولسوالۍ دبارك زيو دقوم څخه ډكه ده نورقومونه پكښې لږدي ځكه ورته دباركزوناوه هم ويل كيږي ،
په هلمند كې دباغران ،كجكي ،ناوه اوګرمسير(هزار جفت)نادعلي ولسوالى ئې هغه سيمې دي چې دميلادي سنې دلومړيووختونواوياورڅخه مخته جګړه ايز صنعتې اوكر هڼيزلرغونې تاريخونه لري،
پښتني دودونه اوس هم پكښي په خورالوى قوت ثابت اوعملى پاته دي ،لكه ميلمه پالنه ،دپرديوڅخه كركه ،دتورې سره مينه ،دناپيليتوب شعار ، دديني احكامو په عملى كولو سره وياړكول ،د ودونوډله ايزه خوشحالې كول ،دمړي غم شر يكې د دوعا اوقرآن كريم په ويلو سره همداسي نور ،
په خپله دهلمندزړه په ځنګل اورڼه سينداحاطه شوى همدغه زړه دلښكرګاه په نوم ياديږي چې پخوانى نوم يې بست وو
داسيمه دهوتكيانواونادري فارسيوانوترمنځ اودكابلشاهانواواصحابانوترمنځ دجنګ تودډګرپاته شوي دي ،
دهلمندولايت دبست په شمول ډيرې لرغونې تارېخې كلا وي لري لكه دبست،مخطر،باغ ارم،اميركروړ،دزمينداوردزاړه ښاركلا،موسي كلا،دګرشك كلاه ،مالګيركلا،سره كلا ،اوداسې نورې چې په ټولنيزډول (۸۲) تاريخي كلا وې په هلمندولايت كي شته اوهره قلعه بيل بيل خصو صيات لري ،
هلمند يان ځانته ناستې لري چې په ډول ډول موسيقي الاتو نازول كيږي لكه ،دريا،جاپانى،رباب، دوه تاريزه ،دكرك (مړز)نارې ،يواځې ددريې بانډاريزمحفل ئې دينې طالبانو هم په خپله مينه په ښه ډول پاللى دي ،اتڼ سره هم مينه لري دناپيلتوب حماسي اودمينې اشعاراوغزلوسره زياته مينه لرې ،
ګيره ،پګړۍ،دجماعت لمونځ په مسجدكي دميراث په ډول فرهنګى بڼه خپله وي ځكه ديني اودوديز اړخونه لري ،
هلمند دلوي سيندنه پرته لوي ويالې هم لري چي داوبو څخه دخړوبو ځمكو كرهڼي اودونو وده ددغه ولايت دطبيعت ښايست يې يوپه دوه كړي دي په شنه سهاركي نرم اومرطوب نسيم اوشمال لري دفكري ستړياپه هوسائي اوخوشحالي كي دانسان سره لوي لاس كولاي شي ،
هلمنديان خپل دوديز ترخيزي اوږده كالې اودډيروجيبونودرلودونكې صدرۍ (واسكټ)اغوندي پرقميس غاړي (ګريوان)هم رغوي خودادوداوس مخ په وركيدو دي ډيرخلك اوس ساده كالي خوښوي ،دعالم ،پير،اوسيد زياته قدرداني كوي
په هلمندكي ديني اوفرهنګي ا صول ددي كبله چې يودبل سره نغښتې دي په خورا قوت اوس هم په عمل كي پاته دي ،

ددي مطلب ليكوال محمداسماعيل شريعت يار
هلمند لښكرګاه
اوره مه زيرۍ دلته ولاړ ديار حضــورته
نصيـب بيولۍ ومـه دبيــــلتانه تنــورتـه
كوم فريـادويارته مه مې پريږده خمارته
شريعت يارته ګوره مــــكړه نظرقصورته