خبرلا  نه يم چي به بيرته جانان كله راځي

 له ايلبندونونه  رمې او كوچيان كله راځي

د بيلتانه سېليو وران كړله رنګين خوبونه

د زړه په   باغ كي مي  خزان دى ګلان كله راځي 

 چي محمد(ص) له كلي وكوچېد د وحي لايق

پر دې نړۍ بل پيغمبر او قرآن كله راځي

عالمه ستوني  يې  بيابان او جهان  ولرزاوه

پس له كلونو  مي بلال پر آزان كله راځي

ورته سجدې چي لمر سپوږمۍ او ستورو ومنلې

د يعقوب زوئ حضرت يوسف پر كنعان كله راځي

خطا كيسه سوه  چي يې رام په درمسال كي  پټ كړ

ګورئ له كاڼو څخه سود وزيان كله راځي

هسي يوه شېبه به تېر سي دا تور مخى ژوندون

د خداى وليانو ته به سوز و آرمان كله راځي

لاره وهو چي هر قدم مو تر منزله ور وړي

د چا ضمير ته به پخپله اسمان كله راځي

سمه خو داده  چي هجران د كهكشان مېلمه دى

 

پر دغه لاره جرسونه كاروان كله راځي

 

 

۲۰۰۷/جون/۳۰

هلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمند