*ناول
كه مونظر ورنكړ زه به ډير نااميده شمه دايې لومړۍ برخه ده ستاسولارښونه په دواړوليمو

*ناول*
دډيره وخته مي دغوټۍ له نا مه اوريدلى وؤ، ريښتيا چي شي په زړه مي هم ډيره ښه را تلله هسې
يې په نامه مين شويوم ،هر وخت به مي له ځان سره همداسوچونه كول چي ،
كومه هغه ورځ به راشي چي دغوټۍ سترګي ووينم ،په خوب كي به مي هم هروخت
دغوټۍ سره دمينې خوږې كيسې كولې په دې به مې هيڅ بسته نكيده چې زه به نور
دغوټۍ په اړه فكركوم،بخت وګوره څنګه راته دغوټۍ دليدو موقع پيداشوه !څنګه مي!
دغوټۍ ديوي نړي ښكلانه ډك مخ وليدۍ ،زماپه ژوند كي دټولو ښكلاووسربيره دهري خوږي
خاطرينه يوه هغه ورځ ده چي غوټۍ راسره په هغه واورينو لاسوستړي مشي وكړل،نصيب وګوره
عجيبه غوندي دفكرزرين تنابونه په خنده روېه كريشمو بدل كړي
هواته به دي پورته كړي تر غروبه دي واړه وي،
دا لومړي ځل وو چي په داسي لوى سفرتلم اودسفرلوړو اوژوروته مي غيږوركړې وه كه څه هم
دبيلتون سپينې پردې مي په ټول ځان غاښونه ښخ كړي وو خوبياهم دومره ورخطانه وم،
كه دهغه څه لپاره تلم، چې دهر زارخوره سترګې به دهغه په لوري ورماتې وي ،
ماهم ځان دمره كمزوري نه حيس كوي، دسفرموزې مې په همدي هيله په پښوكړې چي ضروربه
دهغې دښكلى جبين خال غلا كوم په دې هم نه وم خفه چې دغوټۍ هغه نااشناكلۍ به څنګه پيداكړم
ځكه هوډمې سپيڅلۍ وو په حدف مي باوردرلود،
هغه وو چي د غوټۍدخاپوړوتركلى مې ځان په دومرتكليف ورره سوۍ بلاخيره دهغي كلي مي په نښه كړ،
داوږده سفرګردونه مي لادبڼونه نه وو لويدلې چي دهغه ناليدلو او نااشنازلفوبوى مې په خپل ځان
كې محسوس كړ اوس نو دغوټۍ په كلى كي مې ميده ميده قدم ايښود،ځان مې د وصل په غيږ كي
محسوسه وۍ ،ديوغت لښتى ترڅنګ تيردم زړه مې شو راشه مخته به يوه لپه دغه نابلده يخې
اوبه واچوم چې لږمې بڼه تازه ښكاره شي د لښتى په ژۍ مې ښه ډير وخت تير كړ،