ورکاوی
څه روزگار او څه ځوانی وه
شور دمينی او مستی وه
غم ځمونږ نه تېښتېدله
زړونه ډک له خوشحالی وه
نه غماز وه نه نمام وه
محبت او ورور ولی وه
يو دبل نه ځاريدلو
ښه دودونه افغانی وه
ټول ميشته وه په وطن کی
لر او بر پښتونولی وه
ځانځانی په مينځ کی راغی
دغليم روا داری وه
په لم بو اوس وطن سوځی
ستراتيژی د پنجابی وه
ځمونږ ورونه دښمنان شوه
هوډ دهغو ورانکاری وه
د ا سلام تر شعار لاندی
دافغان ورکاوی وه
قا تلان ټول حاکمان شو
ځمونږ بی اتفاقی وه
****
پوهندوی دوکتور سېد حسام (مل)