دولتي ځواکونو د کندهار او فراه ولايتونو په دوو بېلا بېلو جنګونو کې د ٤٥ طالب جنګياليو او اتو تنو پوليسو دوژل کېدو خبر ورکړ . د کندهار اروزګان ولايت د لويې لارې دپوليسو چارواکي وايي چې له پرون مازيګر راهيسې د دې لارې په اوږدو کې د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په کيخي سيمه کې د طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه روانه ده .

خو د طالبانو وياندقاري يوسف احمدي په جګړه کې د خپلودوو  جنګياليو وژنه او يو تن ټپي کېدنه تاييدوي . هغه وويل چې په جګړه کې ٢٥ تنه پوليس وژل شوي دي .

###

 

دولتي ځواکونو د لوګر په خروار ولسوالۍ کې دطالبانو ديو مهم قوماندان دوژلو خبر ورکړ . د لوګر دامنيه قوماندانۍ يو تن افسر چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، خبري رسنيو ته وويل چې وژل شوى قوماندان ملا داوود يوسف نومېږي.د امنيه قوماندانۍ ياد شوي افسر زياته کړه چې ملا داوود له تېرو دريو کلونو راهيسې په خروار ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي قوماندان و او دهغه له مړينې سره به په ولسوالۍ کې امنيتي وضعه ښه شي . خو ددغه قوماندان  د وژل كيدو په اړه څه نه دي ويلي .

###

د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ولايت ته يې يوه پاکستانۍ ځانمرګې بريد کوونکې ننوتې ده . ددغه ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند وزير بادشاه ، وويل چې دغه ښځينه ځانمرګې بريد کوونکې له تېرو څو ورځو راهيسې د خوست ولايت مربوطاتو ته ننوتې ده . هغه زياته کړه چې پوليسو يوه چادري هم لاسته راوړې چې ويل کېږي يادې  شوې ښځې استعمالوله . د وزيربادشاه په وينا، دغه ښځه په بېلا  بېلو سيمو کې ليدل شوې او ځان په يو او بل نوم خلکو ته معرفي کوي .

###

د هېواد  جنوب ختيځ ته د خوست ولايت په  باک او يعقوبيو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ١٢ تنه د دولت له مخالفينو سره د لاس لرلو په تور نيول شوي دي .  د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وزير بادشاه وويل چې يادشوي  عمليات  ، ملې اردو ، پوليسو او آيساف يا سوله ساتو  ځواکونو په ګډه پيل کړي او اوس هم دوام لري .  ده د چا نوم وانه خيست خو ويې ويل چې په نيول شويو ١٢ تنو کې  داسې کسان هم شته چې  د دولت او ايساف سره په شته تور لېست کې يې نومونه شامل وو.

###