دولتي چارواكو د هلمند په بيلا بيلو پيښو كي د ملي اوردو دريو سرتيرو او شپږو تنو طالب جنګياليو د نيولو خبر وركړ، خو وسلوالو طالبانو په دغه ولايت كي د خپلو ملګرو د وژل كيدو خبر ردكړى او ادعا كوي چي د ګرشك په ولسوالۍ كي يې د ملي ارودو شپږ سرتيري وژلي دي .

رپوټ ......................

په هلمند كي د ملي اوردو ددريمي پلي لوا ددوه سوه پنځم اتل قول اوردو قوماندان بريد جنرال محى الدين غوري د چهار شنبې په ورځ خبر وركړ چي پرون د ګرشك په ولسوالۍ كي د ملي اوردو د سرتيرو پر يوه موټر د يوه ماين د چاودني له امله د ملي اوردو درې سرتيري  ووژل سول او يو تن ټپي سو ،

خو له بلي خوا د طالبانو يو وياند قاري يوسف ددغي چاودني د مسؤليت تر څنګ ادعا كوي چي پكي د ملي اوردو شپږ سرتيري يې وژلي دي .

د يوه بل خبر له مخي د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د امنيې قوماندان تورجان وايې چي د طالبانو د يوه ځايې قوماندان ملانقيب الله په ګډون يې شپږ تنه طالب جنګيالي د يو شمير سپكو وسلو سره نيولي دي . خو وسلوالو طالبانو د خپلو ملګرو د نيول كيدو خبر رد كړى .